خدائي خدمتګار تنظیم – نور احمد فطرت

د پښتو ادب لمړۍ دوره لۀ دوېمې هجرۍ پېړۍ څخه پېل کېږي او د يوولسمې هجرۍ پېړۍ تر اوائلو پورې دوام کوي. د پښتو د لومړۍ دورې پۀ اثارو کښې يواځې د سلېمان ماکو د ‘تذکرة اولياء’ د بشپړ کتاب ځينې برخې مونږ ته رسېدلې دي. د پښتو ادبياتو د تاريخ دوېمه دوره چې منځنۍ )متوسطه( دوره هم ورته وئيلې شو، د لسمې هجري پېړۍ تر لومړيو دوو درېو لسيزو رسېږي. د پښتو د ادبي تاريخ دوېمه دوره لۀ لومړۍ دورې څخه پۀ هر لحاظ کامل توپېرونه لري. پۀ دې دوره کښې پښتو ادبيات د افغانستان، پښتونخوا او هند پۀ سيمو کښې لۀ ځينو ملي، مذهبي او پښتني جنبشونو سره پۀ ارتباط کښې ايجادېږي. پۀ قول د زلمي هېواد مل صاحب، دې دورې ته مونږ د منظوم اثارو دوره هم وئيلې شو او دا ځکه چې پۀ لومړۍ دورې پورې مربوط اثار زياتره متفرق دي. هېواد مل صاحب دا دوره لۀ روښاني غورځنګ څخه پېل کوي. دی پۀ هم دغه دوره کښې اخوند دروېزه، خوشحال بابا، رحمان بابا، حميد بابا او د نورو سبکونو پېرويان هم راخلي. وروسته دی دا دوره پاې ته رسوي او ځای ئې درېمې معاصرې دورې ته ورکوي )د پښتو ادبياتو تاريخ، مخونه (86-84 او داسې نور د هوتکو ادبي جريان، د کندهار ادبستان او احمد شاهي ادبي بهير ته پۀ لنډ ډول کتلو سره مونږ درېمه معاصره دوره ‘د خدائي خدمتګار تنظيم’ ته ستره ادبي دوره وئيلې شو ځکه چې دغه ادبي، مذهبي او سياسي سازمان نۀ يواځې دا چې پښتانۀ پۀ خپلو ځانګړو حقوقو خبرکړل بلکې دغه جنبش د پښتو ژبې او ادب پۀ وده کښې هم ستره ونډه واخسته. دغه دورې پښتو ته پۀ سوونو معياري کتابونه ورکړل او پۀ سوونو شاعران او ليکوالان ئې هم وروزل. فېض محمد خان لالا وائي چې باچاخان او د دۀ ملګرو وړومبی ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ جوړکړو. د دې تنظيم کار پښتانۀ د تربګنیو، دښمنیو او غلطو رسمونونه ژغورل وو او پۀ پښتنو کښې د تعليم شوق پېدا کول وو. )وګورئ پښتون مجله، جنوري،(2017.

باچاخان او د دۀ ملګري پۀ 1928ز کښې ‘پښتون’ مجله را وباسي او پۀ 1929ز کښې د يو رضاکار تنظيم ‘خدائي خدمتګار’ ډبره ږدي. پۀ قول د ارواښاد خان عبدالولي خان، “خدمت د هرڅۀ د پاسه’ د دوي نعره وه. دوي سوګندونه پورته کړل چې عدم تشدد به د دوي مسلک وي. پۀ قول د ملي قائد، د بې تعليمه اکثريت لپاره ډرامې سټېج وشوې. مشاعره هم د دې سالانه تقريب يوه برخه وه. د محبوب پۀ حسن او ګل يا بلبل باندې پۀ دغه مشاعرو کښې لږه توجه وشوله، د وطن سره د مينې پۀ جذبو باندې زيات زور راوړل شو. دا خبره هم د ستائینې وړ ده چې “پښتون” رسالې پۀ افغانستان کښې هم ښۀ اثرات خوارۀ کړل. “پښتون” رسالې پۀ غازي امان الله خان هم ډېر اثر کړی ؤ. پۀ 1930ز کښې سالانه تقسيم انعامات تقريب هم د خلقو لپاره ډېر خوندور ؤ. )وګورئ د ولي خان يوه ليکنه، ‘د باچاخان ژوند او فکر’، ژباړه روح الامين، مخ (28-27

دغه تنظيم پۀ قول د فېصل فاران، “تعليم ته ډېره توجه ورکړله. پۀ 1935ز کښې دغه تنظيم د اتياو څخه زيات ښوونځي درلودل )وګورئ د فخرِ افغان ځانګړنې، سریزه(. دغه ستر تنظيم د پښتنو ماشومانو ته د ټوپک پۀ ځای د قلم اګاهي ورکړه. دغه سازمان د پښتو ژبې پۀ شا ته پاتې ورځ باندې ږغاوې وکړې. ډېر پښتانۀ ځوانان ئې وروزل. دوي بيا پښتو ته پۀ نثر او نظم کښې پۀ شلګاو کتابونه ورکړل. دوي د ښځو د بېدارۍ هڅې وکړې. ښځې ليکوالانې ئې هم پېدا کړې. پۀ دغه لوی سازمان کښې پروفېسران، وکيلان او قامي مشران شامل شول. پۀ قول د ولي خان، پۀ هند او بيا پۀ خاصه توګه پۀ دې حساسه او اهمه صوبه کښې دا قسمه سياسي تنظيم او فعاليت د پېرنګيانو د برداشت نه بهر شو؛ باچاخان او د دۀ ملګري ونيول شول او د ګجرات پۀ جېل کښې واچول شو. صوبه پوځ ته حواله شوه. د چارسدې پۀ ډېرو کلو باندې يرغل وشو. مسلم ليګيانو پۀ دغه تنظيم پسې د “هندو هندو” پروپېګنډې پېل کړې. د پاکستان د جوړېدو نه پس پۀ يوه هفته کښې دننه د خدائي خدمتګارانو حکومت برطرف کړل شو. د بابړې واقعه پېښه شوه چې پکښې شپږ سوه نه زیات بې وسلې پُر امن مظاهرین شهيدان کړل شول – کورونه لوټ شول، جائيدادونه ضبط شول، د پښتنو د کورونو بې عزتۍ وشوې. دومره ظلمونه او تذليل خو پېرنګيانو هم نۀ ؤ کړی لکه څنګه چې دوي وکړ. باچاخان شپږ کاله قېد کړل شو ‍)وګورئ د ولي خان مقاله ‘د باچاخان ژوند او فکر’، مخونه (37-28.

ادبي، سياسي او مذهبي سازمان ‘خدائي خدمتګار’ يو اوږد نظم دی چې ما پۀ ډېرو خواریو ترتيب کړی دی. د دغه تنظيم څخه مې مخکښې مخکښې پر شا ته کړکېښ هم څۀ نظر ځغلولی دی. اريائي دورې ته تللی يم، بدهـ مت او هندومت مې هم ياد کړي دي. پۀ سندهـ ايالت کښې تاريخي ځايونه موهنجو داړو، مهرګړهـ ته هم ورښکاره شوی يم. د راجه داهر او محمد بن قاسم دور مې هم يادې کړې دي. غلجيان، غوريان مې هم څېړلي دي. لۀ بنګاله تر پاني پته، تر شېر شاه سوري، تر کندهاره مې هم منډه وهلې ده. نور تاسو دغه نظم لوستلو ته رابولم –

کال يا دوه کاله وړاندې پېښه شوه سودا و ما ته

شکي شوم زما پر يو څۀ پېښو باندې شک پېدا شو

کښېناستم، ما هم ولوستل ډېر تاريخي حقائق

پوهه شوم، و ما ته د څۀ قيصو درک پېدا شو

تر اريائي پېره، شله پۀ شله وګرځېدم

ذهني سفر ؤ تر بدهـ مت او هندومته شومه

مهاتما ګوتم بدهـ مې را واخست تر سکندره پورې

موهنجو داړو او مهرګړهـ ته هم ورښکته شومه

هم مې راجه داهر راونيو، هم محمد بن قاسم

هم تر غزني هم تر محموده پورې ورسېدم

غلجيان مې وموندل دغسې پۀ قلار قلاره

لکه مېږي تر خپل مقصوده پورې ورسېدم

غوريان مې وڅېړل دهلي او تر بنګاله ولاړم

تر پانې پته د لودهيانو تر ځپلو پورې

پينځۀ کلنه شېرشاهي دوره مې ولوستله

تر مرزا خانه، تر خوشحاله، تر مغلو پورې

صفوي ګرګين ته کۀ حېرت يوړم، غصه هم راغله

خو پۀ ميروېس مې بيا د زړۀ دنيا اباده شوله

تر کندهاره تر خرقې چې تلم څو واره پۀ لار

د مرهټه د احمد شاه قصه راياده شوله

ما هم خورا ډېر کتابونه سره ولټول

مطالعه مې وکړه بوخت شوم پۀ قراره پۀ کار

د تاريخ پاڼې مې تر ډېره سره واړولې

پکښې پېدا مې کړو قامي تحريک ‘خدائي خدمتګار’

پۀ اتمانزو کښې د ملا عبدالعزيز پۀ مرسته

پۀ نولس سوه لس کښې جوړه شوه لمړۍ مدرسه

د باچاخان او د مخفي پۀ ګړنديو هڅو

پۀ پښتونخوا کښې خدای بله کړه د پوهې ډېوه

د ‘افاغنه’ لۀ خوا تعليم ته پاملرنه وشوه

دروازې خلاصې د رڼا شوې پۀ ړندو پښتنو

د شعوري ودې لپاره پۀ صلاح سرخ پوشو

ازاد سکولونو ته کار وکړئ پۀ قامي ولولو

د ‘نولس سوه نولس’ وروسته انګرېزانو ته خاص

د پښتنو د اتفاق پۀ اړه وېره شوله

د پېرنګي ضد بل د هند د خپلواکۍ پۀ خاطر

د دېوبنديانو سره راشه درشه ډېره شوله

ليدۀ کاتۀ وو پۀ کابل کښې باچا خان پۀ خپل وار

امان الله ته د پښتو پۀ حقله وکړ تاکيد

ناستې پرې وشوې، وړانديزونه سره ومنل شول

طرزي هم وکړ ځای پۀ ځای د سپارښتنو تائيد

د ليک او لوست لپاره پېل شو، عموماً خپرېدې

“پښتون” خپل کار پۀ پښتونخوا کښې پۀ مړانه وکړ

جېل ؤ، خوارۍ وې، وهل هم وو مګر بيا هم چوپړ

و مور پښتو ته پښتنو څومره پۀ ګرانه وکړ

پۀ ‘نولس نهه ويشت’ کښې د ټولو پرګنو پۀ خوښه

تر “افاغنه” وروسته راووتل ‘خدائي خدمتګار’

د تشدد خلاف تبليغ وشو، دورې هم وشوې

پۀ عدالت، دين او پښتو باندې سرونه شول جار

امن پرسته ؤ تر ډېره خېريه غوندې ؤ

ادبي ډېر ؤ مذهبي هم ؤ سياسي سازمان ؤ

پېرنګی ومني “د هند پۀ نېمه وچه” خپور شو

پۀ عمل پوهه ؤ، قام پروره ؤ، جدي سازمان ؤ

ناست دې پۀ ښو ښو ښوونځيو کښې وي تل تر تله

نۀ دې وي نۀ دې وي بچيان زمونږ لۀ سبقه لرې

غوښت ئې چې ټوله پښتانۀ دې کړي تعليم تر لاسه

شي دې نو نور دغه وګړي لۀ ټوپکه لرې

د ښار او کلو پښتنو ته به سرخ پوشو وئيل

‘دا تشدد چې دی، دا ګوري د مسئلې حل نۀ دی

سړه سينه کوئ پۀ مينه مينه ژوند تېروئ!

زور پرېږدئ! زور مۀ کوئ! زور د هېڅ قصې حل نۀ دی’

د ملي هڅو پۀ بڼه بیخي پۀ لږ وخت کښې هم

دې انجمن پۀ پښتونخوا کښې انقلاب راوستۀ

دوي و ‘ليګيانو’ ته هم وښودل د ژوند حقائق

دوي پېرنګی هم پۀ عمل کښې لا جواب راوستۀ

دوي پښتنې پېغلې و ژوند ته هڅولې همېش

دوي و ځوانانو ته د ځوان د مټو ځواک وښودۀ

دوي د بې ځايه لګښتونو مخنيوی هم وکړ

دوي پښتنو ته ساده ژوند ساده خوراک وښودۀ

د غلامۍ خلاف مېدان ته راغلل ودرېدل

پۀ خپلواکۍ ئې هم واړۀ او هم زاړۀ بلد کړل

“پښتونستان” ئې پۀ تمامه نړۍ وپېژندو

د پښتونخوا پۀ نوم ئې ټوله پښتانۀ بلد کړل

کۀ مذهبي او دنياوي برلاسی ؤ ورسره

قانوني هم خورا ماهره وکيلان پۀ کښې وو

د شاعرانو، ليکوالانو پۀ کښې نۀ ؤ کمی

ليکل ئې هر څۀ بېخي ښۀ ښۀ اديبان پۀ کښې وو

شعر ئې وايۀ پۀ تاريخ هم بل تر هر چا پوهېدل

هم ئې ناول ليکي او هم ئې کښله لنډه قصه

کار ئې کوۀ وخت ئې بې ځايه تېروۀ چرې نۀ

نثر او نظم ته ئې وکړه ډېره ښه توجه

پۀ دغه ښو کارونو پاتې نۀ شول ووهل شول

پېرنګي ورکړل پۀ دهوکه و مسلم ليګ ته پۀ لاس

يا ئې جېلو ته وړل او يا ئې ځای پۀ ځای قتلول

خائن ليکلې وه پر توره پاڼه دا ډله خاص

پۀ ‘نولس سوه او اتۀ څلوېښت’ کښې وکړو څنګه؟

پۀ سوله ايزه غونډه باندې ظالمانو يلغار

يو د بابړې پۀ مېدان د قيومګي پۀ ډزو

قتل شول تقريباً شپږ سوه خدائي خدمتګار

پۀ شهيدانو سرکار خپله جرمانه کېښوده

ځکه خو هر وارث د خپل مړي پېسې ادا کړې

چا لۀ روغتونه لرې وکړه تداوي د ژوبلو

چا پۀ شپه شپه د غريبانو جنازې ادا کړې

څلور ټوټې ئې پښتانۀ کړل در پۀ دره ئې کړل

تړون ئې رانۀ وست بدبختو مو يوون خراب کړو

و پنجابي او بنګالي ته خو حق ورسېدۀ

هند پۀ خپل ځای پاتې شو کور ئې د پښتون خراب کړو

پۀ کورني جنګ دی زما پۀ وجود اور پورې کړ

هم دې بې نظمه کړمه زۀ هم دې بې صفه کړمه

نن چې رغېږم نۀ نو هم وجه دغه ده پکښې

منحوسې کرښې لکه يو بدن دوه کسه کړمه

 

دا هم ولولئ

د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول …