د پاکستان پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان پۀ تاريخي تقرير کښې د قوم پرستۍ يا (ملتپالنې) د ټکي وضاحت – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

وائي چې کله د پاکستان د دستور سازې اسمبلۍ غونډه پۀ وړومبي وار پۀ کراچۍ کښې پۀ ٢٣ فروري ١٩٤٨ز کښې کېدله نو د غونډې پۀ وړومبي نشست کښې باچاخان د پاکستان د منلو سوګند پورته کړو. پۀ قول د ډاکټر اسرار “جناح صاحب د ډېرې خوشحالۍ نه باچاخان له غېږه ورکړه . جناح صاحب پۀ دغه موقعه ووئيل چې زۀ محسوسوم چې زما د پاکستان خوب نن رښتيا شو. بيا ئې باچاخان لۀ ډوډۍ وکړه او دواړو مشرانو يو بل سره مخ پۀ مخ خبرې وکړې. پۀ پنځم مارچ ١٩٤٨ز کښې چې کله باچاخان د پاکستان پۀ پارلېمنټ کښې د خبرو کولو د پاره ودرېدو نو ټولې سترګې او ټول غوږونه د باچاخان پۀ لور شو” (١)

دا ډېر اوږد تقرير شوے دے او ستر مشر باچاخان د کراچۍ پۀ پارلېمان کښې خورا ډېرې د کار خبرې کړې دي خو زۀ به د موضوع سره سم دلته يوازې هغه ټکي را واخلم چې باچاخان د قوم ، هېواد او افغان ملت پۀ حقله کړي دي . باچاخان پۀ خپل تقرير کښې ووئيل. ما پۀ څو څو کرته د پاکستان پۀ حکومت واضحه کړې ده چې مونږ به ستاسو پۀ حکومت کښې هېڅ مداخلت نۀ کولو خو بيا بيا دا کوششونه کېږي چې مونږ ته دښمنان وئيل کېږي. د جنګ پرستو دا خيال دے چې دوي سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات لرې شي ما دا خطره محسوسه کړې ده ستاسو کۀ زما پۀ حقله هرڅۀ خيال وي خو زۀ تخريبي سړے نۀ يم يو تعميري بنده يم (٢)

کۀ چرې تاسو زما د ژوند مطالعه وکړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند د وطن، قوم او انسانيت د خدمت د پاره وقف کړے دے. درېمه خبره چې زۀ ئې تاسو ته کول غواړم هغه دا ده چې پۀ ما الزام دے چې زۀ پۀ پښتنو کښې د صوبائيت او جدا قوميت جذباتو ته اشتعال ورکوم پۀ حقيقت کښې تاسو خلق د دې صوبائيت خالقان يئ، مونږ پښتنو خو د سره دا خبره پېژندلې نه………..

مونږ نۀ پوهېدو چې صوبائيت څۀ څيز دے؟ دا پۀ پښتنو کښې نۀ ؤ. د سندهـ مثال به واخلو ايا پۀ سندهـ کښې هم مونږ صوبائيت پېدا کړے دے . سوال دا دے چې صوبائيت څنګه پېدا شو؟ باچاخان ووې چا درته صوبائيت ښودلے دے؟ صرف پنجابيانو؛ تاسو د اسلام پۀ نوم خلقو لۀ د څۀ وخته پورې دهوکه ورکولے شئ خو د اوږدې مودې د پاره چا نه بېوقوفان نۀ شئ جوړولے. دا د قدرت قانون دے چې هېڅ يو څيز بغېر د څۀ وجې نه پۀ وجود کښې نۀ راځي او دغه شان دا ټول حالات هم پۀ خپله د ځانه پېدا شوي نۀ دي.

باچاخان ووې مونږ صرف تاسو سره شاملېدے شو د افغانستان سره نه ځکه چې پۀ مونږ زياته دعوي ستاسو ده کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه چې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي زمونږ سره نزدې اوسېدے شي. زمونږ وروڼه دي نو زمونږ خپل وروڼه چې پښتانۀ هم دي او مونږ ته نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شوکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي د پاره زيات خطرناک وو. تاسو خو زمونږ وروڼه ياست تاسو ولې زمونږ پۀ متحد کېدو زمونږ نه وېره کوئ. باچاخان ووې چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ زۀ اوس تاسو ته دا مطلب څرګندوم هغه خلق چې دلته اوسي هغوي ته سندهيان وئيل کېږي ځکه چې د هغوي د علاقې نوم سندهـ دے. دغه شان پنجاب او بنګال د پنجابيانو او بنګاليانو دے. دغه شان زمونږ صوبه هم زمونږ ده. مونږ هم يوقوم يو او مونږ پۀ دې ملک کښې شامل يو مونږ دا غواړو چې زمونږ دې هم خپل نوم وي چې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسېږي. باچاخان ووې چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو. زۀ دا وضاحت کوم چې هندوان مونږ ته پټان وائي، فارسي وان مونږ ته افغان وائي. زمونږ حقيقي او اصلي نوم پښتون دے مونږ پښتونستان غواړو مونږ ډيورنډ لائن نه دېخوا ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يوځاے کول غواړو. تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته کوئ . کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو سياسي جلا يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ کمزورے کېږي او داسې نور. (٣) تاسو به پورتني تقرير د اقتباس پۀ سرکښې لوستلي وي چې باچاخان يو ځل پۀ زړۀ پورې او زړۀ وړونکې “وېنا” پۀ منځ کښې ووئيل چې مونږ ته دښمنان وئيل کېږي. د جنګ پرستو دا خيال دے چې د دې سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات لرې شي او داسې نور اوس دلته دا پوښتنه راپېدا کېږي چې پۀ ملتپانه کښې هغه څۀ دي چې دغه د پارلېمان غړي ئې دښمني ګڼي. بل سوال دا هم کېږي چې ايا پۀ رښتيا هم پۀ اسلام کښې قام خواهي يا قوم پرستي ناروا ده؟ لکه زمونږ سياسي ملايان چې د خپل ووټ دزياتولو پۀ خاطر اولس ته پۀ خپلو ناستو کښې پۀ هسکو غاړو وائي چې قام پرستي بت پرستي ده وغېره. زۀ وايم کۀ يوخوا ته د هند د نيمې اوچې (برصغير) پۀ سياست کښې د ملتپالنې پۀ حق کښې ډېر لوے او پرېمانه تبليغ شوے دے نو بلخوا ته د دې ځانګړي ټکي پۀ ضد د محراب پۀ کچه هم دومره “مخالف مجلس” شوے دے چې احاطه کول ئې بېخي ګران کار دے( قوميت او اسلام) ئې د اميرحمزه شينواري د ژور فکرونه کتاب برخه ده. د مخ ١٠٠ نه تر ١١٢ پورې … پۀ دغه قوميت او اسلامي مقاله کښې يوځاے حمزه بابا ليکلي دي. “انفراديت د هرڅيز فطري نخښه ده او اجتماعيت د رياست د ضرورياتو نه پېدا کېږي. اسلام دين فطرت دے او هېچرې داسې قانون نۀ وضع کوي چې هغه د فطرت نه خلاف وي ځکه چې پۀ داسې حالاتو کښې اسلام به هېڅ چرې وده ونۀ کړے شي. د قام مينه د انسان پۀ فطرت کښې ده او هېڅ طاقت دا فکري مينه نۀ شي فناکولے. لېکن اسلام هره فطري تقاضا د يو خاص اندازې پۀ طور ازاده ساتي چې هغې ته اعتدال وئيلے شي . اسلام هره فطري تقاضا ازاده پرېږدي نو بس اسلام د دنيا د ټولو قومونو نه يو مرکزي نظام غواړي او ټولو افرادو ته هدايت کوي چې هغوي به يو څو بنيادي اصولوکښې د اسلامي جمعيت سره متفق شي او بس اسلام د افرادو قامي روايات،امتيازات،تشخصيات هېچرې نۀ فنا کوي بلکې هغوي ته ژوند او ترقي ورکوي” (٤)

د کله نه چې پېرنګے دې سيمې ته يعنې برصغير ته راغلےدے نو هغوي پۀ سرکاري کچه د هند پۀ نيمه اوچه کښې د دوه قومي نظريې پۀ حقله يو ستر “چال” چلولو او هندي اولس ته ئې دغه ستره دهوکه د اسلام پۀ تبليغ کښې ورکړه. لومړے خو ئې دا (دريا) ووهله چې هندو او اسلام دوه بېل بېل مذهبونه او جدا جدا کلتورونه دي. دوي يو بل سره ګوزاره نۀ شي کولے. دغه دوو لويو مذهبونو ته پکار ده چې پۀ مذهبي حواله سره جدا شي. بل ئې دا ووئيل چې متحده او ناوېشلے هندوستان هم بايد پۀ مذهبي حوالې سره ووئيل شي اوس کۀ دلته مسلمانانو پۀ ځانګړي ډول باچاخان، ولي خان او نورو ډېرو خدائي خدمتګارانو هرڅومره نعرې سورې وکړې چې متحد او ناوېشلي هندوستان سره وېشي ځکه چې د هندوستان تقسيم د هندو تقسيم نۀ دے بلکې پۀ دې وېش باندې مسلمانان دوه درې ټکړې کېږي خو هغه دچا خبره ده چې د پېرنګي د زور ور حکومت او د دوي د مکارو تالي څټو پۀ مقابله کښې د باچاخان ، خان شهيد، خان عبدالولي خان ، غني خان، فضل احمد غازي، فقير اييي، (مرزاعلي خان) او نورو خبره چا اورېده ۔ قاضي ملا عبدالسلام بابا پۀ خپل (سوسن چمن) کتاب کښې ليکي.

1۔ مشک پۀ خرو بويوې ولې رخسن پرېږده و ګلانوته سوسي دحسن پرېږده

2۔ انګرېزانو عزيزانو پله اخته کړل غم د داسې غم کوه زکندن پرېږده

3۔ د خامپو څو غرښاخه پۀ مرګ پاتېږي سرانداب له څۀ ادمه عدت پرېږده” (٦)

د هندوستان د قومي او مذهبي تقسيم څخه وروسته چې کله داسلام، اسلامي قانون، قران و حديث او اسلامي ورورولۍ پۀ نوم يو اسلامي هېواد د نړۍ پۀ نقشه را ښکاره شو نو دا ملک هم د ارواښاد محمد علي جناح او د دۀ د لومړي تقرير سره سم مخ ته نۀ ولاړي بلکې دلته هم جاګېردارانو،سرمايه داره او مذهبي طبقې خپل يو مخصوص قانون رامنځته کړي. د ١٩٤٧ز لږ وروسته دلته د اسلامي، فلاحي او قومي ملک خبرې پاې ته ورسېدې. دغه پاک سرزمين ځمکه تر ډېره سرزمين بې ائين وچلېدله. تر دې پورې چې پۀ ١٩٥٨ز کښې يوه ورځ ايوب خان پۀ جمهوري او فلاحي هېواد يرغل وکړو او دا ملک ئې د ډېر وخت د پاره پۀ ولقه کښې واخست . تر دۀ وروسته يحيٰي خان قزلباش واکمن شو د دوي پۀ سترو سترو او نۀ بخښونکو تېروتنو پۀ پايله کښې پۀ يو اويا سنه کښې مونږ نيم پاکستان بائيلود او بګله دېش هېواد د شېخ مجيب پۀ قيادت کښې جوړشو. د خبرې مقصد مې دا دے چې د هندوستان د تقسيم وروسته دغه وډهېره ګانو، سرمايه دارانو او فوځي حکومتونو پۀ خپل دور کښې د فلاحي ملک پاکستان “پاکستان کا مطلب کيا لااله الاالله” نعره د مذهبي ګوندونو (لکه جماعت اسلامي او نورو) پۀ کومک ولګوله نو د دغه تش پۀ نوم اسلامي نعرې يا د اسلامي حکومت پۀ نوم يو مذهبي لټرېچرتيار شو. پۀ دغه ځانګړي لټرېچرکښې دا ووئيل شو چې مونږ ټول مسلمانان يو مونږ پاکستان يو ملت يو.مونږ ټولو ته پکار ده چې د خاورې ، ثقافت، ژبې او هېواد خبره ونۀ کړو. د دغه تبليغي مذهبي نعرې سره د هېواد پۀ ټولو ښوونځيو او تعليمي ادارو کښې يواځې اردو او انګريزي ژبې رائجې شوې نورې ټولې قومي ژبې لکه پښتو، بلوڅي، پنجابي، براهوي، هزارګي، فارسي او داسې نورې قومي ژبې او زاړۀ ثقافتونه او ملي تاريخونه شاته کړے شو۔ د (مطالعه پاکستان) پۀ نوم يو داسې جانبداره تاريخ پۀ سکولونو کښې جريان پېدا کړو چې هېڅ يوه خبره او واقعه ئې رښتيا نۀ وه او نۀ ده. پۀ دغه کتاب کښې يواځې هغه خلق اتلان وبلل شول چې پۀ مسلم ليګ ګوند کښې وو.

حمزه بابا يو ځاے پۀ قوميت او اسلام “کښې ليکي: ” زۀ حېران شم چې د ځينې ځينې خلقو خيالات ولولم چې هغوي ليکلي دي چې پۀ اسلام کښې د قوميت هېڅ حېثيت نشته بلکې ځينې حضرات خو دومره بره لاړ شي چې ووائي چې د قوميت تصور هډو سړے د اسلام نه خارج کوي. د دې قسمه خيالات خو د هغو خلقو وي چې د اسلام د تعليم نه بلکل بې خبره وي او لا د هغۀ خلقو چې د خاص مقصد د پاره د قوميت مخالفت کوي! ليکن زۀ به هغو وروڼو ته ووايم چې اسلام د قوميت مکمل حفاظت کوي او هر چا ته دا موقعه ورکوي چې هغه خپل قامي روايات او امتيازات ژوندي وساتي او کۀ اسلام قومونو ته دا موقعه نۀ وے ورکړے نو هېڅ چرې به قامونو د اسلام چغ ته يا اطاعت ته غاړه نۀ وه ايښې ځکه چې دا به د انساني فطرت نه خلاف حکم ؤ او انسان هېڅ چرې د خپل فطرت نه خلاف منلو ته تيار نۀ دے. پۀ قران کښې راځي (ژباړه)

“يعني تاسو ټول بنيادمان د يوې ښځې او سړي نه پېداياست بيا خداے ستاسو نه مختلف قامونه او خېلونه جوړکړل د پاره د تعاروف پۀ تاسو کښې ډېر ښۀ دي چې متقي وي”۔

لېکن دې صاحبانو ته زۀ وايم چې ترڅو د جدا جدا قامونو امتيازي وجود نۀ وي نو د “لتعارفو” عظيم مصداق به څۀ رنګه پېدا شي بيا چې پۀ “تعارفو” کښې کوم عظيم مقصد پروت دے هغې ته خو هډو خيال نۀ کوي زۀ غواړم چې هم د دې ايت نه د قوميت ضرورت ثابت کړم او وښائم چې پۀ دې کښې د الله څومره حکمت پټ پروت دے” (٦)

نو د ستر حمزه بابا د پورتني عبارت پورې به دا ووايم چې باچاخان بابا خو پۀ اسلام ډېر ښۀ خبر ؤ بيا پۀ اسلام کښې د قوميت پۀ ضرورت هم ډېر ښه پوهېدو ځکه خو يو ځل د پاکستان پارلېمان ته ئې لياقت علي خان ، فېروزخان نون، غضنفرعلي خان او جناح صاحب او داسې نور سياسيون ناست وو. دۀ ووئيل کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه ئې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي . زمونږ سره نزدې اوسېدے شي چې پۀ اسلام کښې زمونږ وروڼه دي نو زمونږ خپل وروڼه چې پښتانۀ/ افغانان هم دي او مونږ ته ترټولو نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي د پاره ډېر خطرناک ستاسو( پاکستانيان) خو پۀ اسلام کښې زمونږ وروڼه ياست ولې؟ زمونږ پۀ يو کېدو زمونږ نه وېره کوي. يو ځاے وائي چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ بيا ورته وائي چرې چې پښتانۀ پۀ زيات شمېر کښې اوسي هم هغه ځاے پښتونستان يا پښتونخوا ده. وروسته باچاخان د لياقت علي د پوښتنې پۀ جواب کښې وئيلي دي چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو مونږ د ډيورنډ لائن نه دې خوا ته ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يوځاے ليدل غواړو تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته وکړئ. کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به د دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو جدا سياسي يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ شي کمزورے کېدے او داسې نور کۀ مونږ د باچاخان د پورتنۍ وېنا د متن ټکو ته ځېرشو نو دغه ټکي لکه خپله علاقه پښتون قوم، وروڼه، پښتونستان او داسې نور الفاظ هم مونږ بېخي سم پوهه کولے شي. د دغه ټکو څخه مونږ پۀ دې پوهېدلے شو چې پۀ خپله قوميت، قوم پرستي يا ملپتالنه څۀ ته وائي؟ يا د خپلې خاورې، ثقافت، ژبې، ملي شناخت، خپل مثبت رواجونه ،حجره، جومات او داسې نور څيزونه پۀ پښتونخوا کښې پۀ خپل ملي او قومي کلتور کښې څومره اهميت لري؟ او خپل دغه ملي، قومي روايات او امتيازات بايد ولې وساتل شي. حالانکې زمونږ اوسنے محراب خو (داسلام پۀ نوم) غواړي چې مونږ خپل هرڅۀ ته شا کړو او دلته پردے کلتور د بېلګې پۀ ډول عربي کلتور ومنو حال دا چې اسلام مونږ ته د عربي کلتور د هڅولو توصيه نۀ کوي بلکې اسلام مونږ ته د الله او د هغۀ د رسول (ص) د منلو نصيحت کوي. وائي چې کله پېغمبرصلي الله علېه وسلم پۀ مکه شريفه او مدينه کښې د اسلام سپېځلے دعوت پېل کړو نو خلقو ته ئې د عقايدو د سمېدو ووئيل . حضور اکرم قرېشي اولس امن ته رابولي. د هغه ناوړه رواجونو څخه ئې منع وکړه چې هغه خلقو تاوانونه پېښول. محمد صلي الله علېه وسلم خلقو ته د حلالو او حرامو فرق ورښودو.

پۀ مونږ کښې چې څوک وطنپاله سياست کوي (اوس لکه قام پرستان او داسې نور) نو خلق پۀ داسې خلقو قسم قسم تورونه لګوي. څوک وائي چې دا خلق لساني سياست کوي، ځينې وائي چې دا خلق تنګ نظره دي او ځينې خو لا دا وائي چې دغه خلق د تعصبه ډک دي وغېره . وائي چې باچاخان بابا وېنا کوله نومسلم ليګي فېروز نون ورته ووئيل چې زۀ د پېښور نه تر چټاکانګ پورې ټول مسلمانان يوځاے ليدل غواړم . بيا وائي چې باچاخان ورته ووئيل خو بيا کۀ د ټولو پښتنو علاقه يوه شي نو چا ته څۀ اعتراض دے؟ هم هاغه پښتانۀ چې پېرنګيانو زمونږ نه بېل کړي دي شوکولي ئې دي دا څنګه د اسلام خبره ده؟ او بيا وائي فېروز نون ورته ووئيل “اور پهرتم افغانستان مين شامل ہوجاوگے”

اوس نو دا څۀ فېروزخان نون او نورو پرې پروپېګنډه کوله نو به وئيل چې پاکستان يو قوم دے يا اوس هم داسې خلق شته چې وائي ( هم ايک پاکستانى قوم هين) تر دې پورې فېصل فاران د حمزه بابا د کتاب ژور فکرونه ١٤٠ مخ څخه حواله را اخلي ا و ليکي “زمونږ برادران وطن د اسلام ترشا د پښتون قوميت بنيادونه راوباسي او ټول پاکستان ته يو قوم وائي چې بېخي د فطرت خلاف خبره ده. د اسلام د قوميت سره هېڅ تړون نشته. اسلام يو حزب يا ډله ده لکه څنګه چې مولانا مودودي هم پۀ خپل کتاب “رياست” کښې ليکلي دي چې قوم صرف د نسل، ژبې، وينې اوجغرافيائي حالاتو نتيجه وي او حزب يا امت کښې د هرې ژبې او قوم انسانان وي” (٧)

بل د قوميت مخالفين دا هم وائي چې اسلام کښې د عرب او هم تور او سپين هېڅ فرق نشته بلکې اسلام د امتياز ريښې ورانوي لکه اقبال چې وائي.

جو کرے گا امتیاز رنگ و خون مٹ جائے گا

د داسې بې ځايه دليلونو پۀ حقله هم حمزه بابا جواب وئيلے دے”دويم دليل د قوميت د مخالفينو سره دا دے چې حضور اکرم (ص) د مکې د فتحې پۀ ورځ فرمائيلي وو چې تاسو ټول د ادم اولاد ياست او ادم د خاورو نه پېدا شوے ؤ پۀ تاسو کښې د عرب پۀ عجم او د تور پۀ سپين هېڅ فضيلت نشته. پۀ تاسو کښې افضل هغه دے چې عمل ئې ښۀ وي. د دې نه د قوميت نفي ويستل څومره کم فهمي ده. د دې مطلب خو دا دے چې څوک پۀ دې وجه خپل قام د نورو نه ښۀ نۀ ګڼي چې هغه قرېش دے يا ترک دے يا پښتون دے نو دا خبره د هغۀ د فضليت لپاره هېڅ سمون نۀ لري او حقيقت هم دا دے . لېکن د دې نه دا کله ثابتېږي چې يو قام دې خپل امتيازي رنګ هم پرېږدي . خپلې ژبې ته دې هم پۀ مخه ښه ووائي او د خپلو نيکونو روايات دې هم ښخ کړي؟ خپل هغه قامي دې هم پرېږدي کوم چې د اسلامي اصولو نه خلاف نۀ وي. د فتح مکې د خطبې نه دا مطلب نۀ ؤ کوم چې د قوميت مخالفان ئې بيانوي بلکې هغه د تعصب نه ډک تاثر ته اشاره وه. کوم چې د عرب پۀ قبائيلو کښې موجود ؤ هېڅ تاريخ نه به دا خبره ثابته نۀ کړے شي چې رسول کريم صلي الله علېه وسلم عرب د مختلفو قبائيلو انفرادي روايات يا تهذيبونه ختم کړي وي (يادې) البته کوم تهذيبونه چې د کفر او شرک سره متعلق وو هغه ئې لرې کړي وو. نن سبا چې ځينې خلق اسلام اسلام نعرې وهي او د قوميت مخالفت کوي د څۀ خاص غرض د پاره ئې کوي ګنې کۀ چرته پۀ دنيا کښې صحيح اسلامي معاشره را پېدا شوه ټول مسلمان قامونه به بغېر د دعوت نه ورسره پۀ خپله متحد شي” (٨)

زۀ وايم چې دغه ملتپالو اتلانو ټول عمر د قوم لپاره چغې ووهلې د خپل ثقافت د خپلې ژبې او ملت لپاره ئې پۀ خپل سياست کښې چغه وکړه . پۀ شعر کښې ئې داسې اذان وکړو لکه اجمل خټک چې وائي:

خېر دے شخوندونه دې پرې ډېر ووهي

دا زهروره څوک هضمولے نۀ شي

زما د لوے کور انغرے دې جوړ شي

خېر دے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي

پۀ پښتنو کښې چې دغه ملنګ جان د قام لپاره، دخپلواکۍ لپاره، د ملت لپاره کوم غږ پورته کړ او پۀ خپلو تلپاتې شعرونوکښې ئې د بېدارۍ چغه ورکړه يا پۀ خپله دغه حمزه بابا وائي چې اغيار چې هرڅومره دوزخي ژبه وبولي خو زۀ به د دغه پښتو سره (کۀ خداے کول) جنت ته ځم.

تل به پۀ لار د مېړنو سره ځم

يمه پښتون د پښتنو سره ځم

څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم

هرې تپې ته د جرګو سره ځم

وائي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم

زما خيال دے زۀ وايم چې زمونږ دغه ملي اتلانو لکه طاهراپريدے، حمزه بابا، عبدالحئي حبيبي مرحوم، عبدالشکور رشاد، دروېش دراني، سلطان صابر، سائين کمال خان شېراني، ملا عبدالسلام بابا، حميد بابا، رحمان بابا، ستر خوشحال بابا، اجمل خټک، ډاکټر خدائيداد، فضل احمدغازي وغېره دغه نوموړو پۀ پښتون افغان کښې پۀ دې ټولنه کښې يو حق روا جهاد کړے دے. زما خيال دے چې دغه خدائي خدمتګارانو چې شمېر ئې پۀ لکهونو کښې دے دغه مېړنيو خلقو زمونږ لپاره دسياست، د حکومت، دقلم او د کتاب توره وهلې وه. زما پۀ خيال چې باچاخان بابا، خان شهيد عبدالصمدخان، سائين کمال، خان عبدالولي خان او نورو ډېرو مېړنيو زمونږ د ازادۍ جنګ وکړو.او زمونږ د راپورته کېدو هڅه ئې وکړه .

زۀ ګيله لرم زمونږ د ملا امامانو څخه چې دوي پۀ خپل محراب کښې د دغه ملي اتلانو قيصې نۀ بيانوي زۀ يو وخت يوې مدرسې ته ورغلم نو هلته ما پۀ خپلو خبرو کښې د مير وېس نيکۀ او احمد شاه ابدالي بابا وستائيل يا مې څو قولونه د خان شهيد او باچاخان ووئيل يا مې څو خوابوه اشعار د ستر خوشحال، ستر ملنګ جان او قاضي ملا عبدالسلام بابا ووئيل نو دغه مدرسې ملا ما ته ډېر حېران شول او بيا دوي د دغه مېړنيو اتلانو متعلق زما څخه ډېرې پوښتنې وکړې چې ما ئې جوابونه ورکړل نو ګورئ زمونږ پۀ خپل محراب کښې زمونږ د خپلو اتلانو قيصې نۀ کېږي زمونږ پۀ مدرسو کښې زمونږ پښتنو بچيانو ته محمد بن قاسم، سلطان محمود غزنوي يا د شېخ سعدي حکايتونه بيانېږي اوس وخت رارسېدلے دے چې پۀ محراب او پۀ مدرسه کښې خوشحال بابا ووئيل شي . د ملا عبدالسلام بابا سوسن چمن (ژردانه در) او فقهي (طلب مذهب) ووئيل شي راځئ پۀ خپلو ښوونځيو کښې خان شهيد مطالعه کړو، راځئ پۀ پوهنتونونوکښې د اجمل خټک او نورمحمد تره کي او غني خان کليات ولولو. راځئ چې پۀ خپلو ناخبرو بچيانو خپل پښتانۀ اتلان وپېژنو، راځئ ملا قلندر اڅکزے وروپېژنو ، راځئ لر او بر افغان وپېژنو، نو پۀ پاې کښې به يو وار بيا د ستر باچاخان د مارچ ١٩٤٨ز تاريخي تقرير ته راشم واقعي پۀ دغه تقرير کښې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک يادونه کړې ده. قام پرستي يا ملتپالنه ئې ستائيلې وه. پۀ دغه ملي وېنا کښې د هر پاکستاني غږ کړے ؤ چې مونږ ته د ژوند حق راکړي او مونږ (خدائي خدمتګار) دې ته پرېږدي چې کار وکړو، دۀ مسلم ليګيانو ته ووئيل چې زۀ غواړم چې پښتانۀ سره يو شي او پۀ يوه پښتونخوا يا پښتونستان کښې ضم شي. دۀ د لوے او تاريخي افغانستان سره هم د ښو اړيکو د ساتلو غوښتنه کړې وه.

دۀ وئيلي وو کۀ چرې تاسو زما ژوند مطالعه کړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند، وطن، قوم او انسانيت لپاره وقف کړے دے. دۀ ووئيل زۀ دا هم واضحه کول غواړم چې خدائي خدمتګار يو معاشرتي او سماجي تنظيم دے( تر يوحده) سياسي نۀ دے. دۀ ووئيل چې پۀ مونږ الزام دے چې خدائي خدمتګارتحريک د حکومت تعميري کارونو کښې خنډان اچوي. دۀ ووئيل چې پۀ مونږ تور پورې کېږي چې مونږ امن تباه کوو خو مونږ اعلان کوو چې څوک زمونږ د وطن خدمت کوي خدائي خدمتګاران به ورسره کومک کوي. زۀ دا خبره دوباره کوم چې زۀ د پاکستان د بربادۍ پۀ حق کښې نۀ يم ځکه چې پۀ بربادۍ کښې د هېچا ګټه نشته. دۀ ووئيل زۀ تاسو ته سياسيان وايم چې د وطن پۀ بربادۍ کښې زۀ د هېچا ملګرے نۀ يم کۀ تاسو سره د تعمير او ترقۍ څه پروګرام وي داسې کار چې عمل کښې وي کاغذونو کښې نۀ وي نو زۀ ددې ټول ايوان پۀ وړاندې اعلان کوم چې زۀ او زما ملګري به پۀ مکمله توګه هغوي سره پوره پوره ملګرتيا کوي…. (٩)

حوالې:

1. اسرار، ډاکټر، د باچاخان تاريخي تقرير د پاکستان دستورسازه اسمبلۍ کښې (يوه جائزه) پشموله مياشتنۍ پښتون جنوري (٢٠٠٩) مخ ٤٨

2. اداره، د پاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير پشموله مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ز مخ ٤٤

3. اداره، د پاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير، پشموله، مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ مخ ٤٦

4. شينواري، اميرحمزه ، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٣

5. شېرزي، اڅکزي، ملا عبدالسلام ، سوسن چمن دويم ټوک ( اشاعت ئې نشته) مخ ١٨٨

6. شينواري، اميرحمزه، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٣

7. فاران، فېصل، حمزه شينواري باچاخان او قوميت، پشموله پښتون جنوري ٢٠١٩ز مخ ٤٣

8. شينواري، اميرحمزه ، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٤

9. اداره، دپاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير پشموله، مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ز مخ ٤٥، ٤٦

دا هم ولولئ

متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

ډېرو پوهانو د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهره پينځۀ شيان ګڼلي يا پۀ ګوته …