د پښين ډيوې د پښتو ورثې – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

خپل پورتني سر ليک ته پۀ کتلو سره به لومړے راشم د پښين تاريخي ښار تعريف او توصيف ته؛ ښاغلي فاضل استاد د ارواښاد جناب عبدالشکور رشاد صېب 2002ز او 2004ز پۀ مابېن کښې “پۀ قول د ابوالخېر ځلاند” پۀ مشر وياړمن ليکوال، د خپلواکۍ د تحريک بېرغي او بې بدله شاعر قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي بابا باندې جوړ شوي يو ورځنۍ سيمينار ته د خپلې لنډې خوږې وېنا پۀ موقعه ووئيل ” د جنوبي پښتونخوا د کوبوک د غرۀ پۀ مشرقي پلو کښې يوه سيمه ده چې هغې ته اوس پښين وائي. هلته ئې پښين کليمه د پښينا پۀ شکل باندې چې اخري متحرک دے راوړې ده. او پۀ دې کتاب کښې ئې دا خبره هم زياته کړې ده چې د پښين لويديځ ته يو غر دے چې هغه د پښينا پرونه وائي يا پښينا وائي. پربت کليمه پۀ سنسکريت ژبه کښې د غرۀ (Mountain) معنٰي لري. پخوا تر دې چې پروت يا پربت کليمه پۀ سنسکرت کښې نۀ وه رواج شوې نو د دغې مفهوم لپاره ئې ګېري وئيل چې د پښتو کليمې له غرۀ سره ارتباط لري. نندو لال ډي پۀ خپل کتاب کښې ئې “ډيو ګرافيکل ډکشنري اف انشفټ اينډميډيول انډيا” نومېږي. دغه غر چې د پښينا پروته پۀ دغه هندي کتاب کښې ذکر شوے دے. اوس د خواجه عمران غرۀ پۀ نامه يادېږي او اوس هم دغه تاريخي غر د خواجه عمران (خواجه بران) پۀ نوم ذکر کېږي چې د پښين ښار و مشرق ته واقع دے . پښين زمونږ د لوے کندهار يوه سيمه وه او کوم وخت چې د ګندمک منحوس تړون د ظالمانو، جابرو او استعمار ګرو پېرنګيانو سره لاس ليک شو نو دغه سيمه د انګلش پۀ چاړۀ باندې د افغانستان او لوے کندهار څخه بېله شوه او اوس د ډيورنډ ليکې مشرق ته واقع ده ( وګورئ مېوند مجله درېم کال پرله پسې سيمه ګڼه مخونه (٤- ٥)

دغه رنګ “د پښين لنډ تاريخ” نومې کتاب کښې ښاغلي عصمت زهير ليکي “زما دا لنډه څېړنه د تاريخ پۀ اوږدو کښې تر زرو ډېر کلونو پخوا پښين يادوي خو “پښنګ” چرې هم نۀ ذکر کوي. خداے مې دې ګواه وي د دې کرښو موخه د پټې خزانې او د پښين تړون او هم دا راز د کندهار او پښين تاريخي، کلتوري، نژادي ارتباط دي. عصمت زهير مخکښې زياتوي پښين د پښتونخوا هغه له برمه ډکه او لرغونې سيمه ده چې د پښتنو پۀ تاريخ کښې ځانګړې ونډه لري. دا سيمه کۀ لۀ يوه پلوه د بهرنيو ځواکونو د يرغل پۀ مهال د مقاومت ډګر پاتې شوے دے نو لۀ بله پلوه ئې پۀ خپله غېږه کښې د پوهې او ادب پتنګان روزلي دي خو مخکښې تردې چې زۀ (فطرت) د دغه تاريخي سيمې او ښار پۀ لويو لويو تاريخي شخصيتونو او سترو ادبي څېرو خپل نظر وړاندې کړم پۀ قول د ګران عصمت زهېر به داهم ووائيم ” پښتو فولکلوري داشان (مومن خان او شېرينۍ) د هم دې سيمې کردار دے. د شېرخان ترين وکلا ته ورڅرمه پۀ لوړه غونډۍ چې قبرونه موقعيت لري غالباً د مغلو پۀ وخت کښې مومن خان د خپل ټبر سردار پاتې شوے دے. او شېرينو ئې د کا لور وه، د دواړو کوزدې د دوي تر زېږېدنې وړاندې د دوي پلرونو د يوې ژمنې له مخې کړې وې. د مومن خان او شېرينو د پلرو تر مرګ وروسته د مومن خان او شېرينو د وروڼو ترمابېن د قبيلې پۀ مشرۍ د تاو تريخوالي پۀ نتيجه کښې د قبيلې نيمه سرداري د شېرينو وروڼو ته ورکړل شوه او د نيمې قبيلې د سردار پۀ توګه مومن خان ومنل شو. مومن خان د وادۀ د نېټې ټاکنې پۀ هيله د شېرينو وروڼو ته يوه جرګه ورولېږله، د شېرينو وروڼو انکار وکړو. د جرګې د ډېر اسرار لۀ کبله پاې د شېرينو وروڼو د خور د ولور دولس منه سرو زرو شرط کېښودو (د نور تفصيل لپاره ملي هنداره لمړے ټوک وګورئ).

دغه ډول لوے اتل فېض احمد غازي هم د پښين سره تړاو درلود. موصوف بې ځايه پېرنګيانو وژلے ؤ چې وروسته بيا پۀ قول د زهير صاحب و غرو ته ختلے ؤ. وائي چې د انګرېز سرکار دومره فشار ؤ چې انګرېز ته خوب ورتلل هم ناممکنه شوي وو ځکه خو ورباندې د مجرمانه نوعيت څوڅو مقدمې جوړې کړې وې. هم ئې وژونکے او لوټونکے ؤ ( داسې لوټونکے او ډاکو لکه پنجابي استعمار چې پۀ خپلو نصابي کتابونو او فلمونو لوے احمد شاه بابا يادوي. فقط پۀ ١٨٩٥ز کال د اپرېل پۀ ٢٩ نېټه د وطن اتل زوے او ملي مجاهد نازولو خلقو پۀ مرسته د (٢٤٠٠) کلدارو شهيد کړل شو.( وګورئ د پښين لنډ تاريخ) مخ (٢٢) قاضي ملا عبدالسلام پۀ خپل کتاب “طلب مذهب” دوهم ټوک نوي چاپ مخ ٣٤٠ باندې يوه ويرنه هم وريادوله چې وائي:

څۀ سل زيات کلونه کېږي د دې وينو

هغه پړک لا وګوره ته مقرب دے

پۀ يوسف نازئين څومره قهرومښت

تر دوزخ بد تر د دې جهان غضب دے

ارغوان پرېکړے سر جنازه راغله

زما پۀ غوږ کښې د هغې زلزلې درب

شناخته ايسي قاتلان سمګان هغسې

رشوت خوره هر حاکم ابولهب

پۀ قاتل ظالم لعنت ابده وري

قراني قدم هسې قول د درب دے

چې عبدالسلام پرې وائي هغه ښائي

پۀ قران کښې هم پۀ کفر مخاطب دے

د مقالې پۀ وړومبۍ پاڼو کښې چې ورته وليکل چې د پښين تاريخي سيمه او ښار کۀ يو خوا ته بهرنيو ځواکونو د يرغل پۀ مهال د مقاومت ډګره پاتې شوے ؤ نو له بله پلوه ئې پۀ خپله غېږه کښې د پوهې او ادب پتنګان هم روزلي دي. هسې خو دغه سيمه امريت د بېخي زياتو ډيوو او پتنګانو څخه ډکه ده لکه تېمور شاه کمال، عصمت الله زهېر،محمد ګل خان حسرت،فېض محمد فېض، عبدالکريم عادل، غلام محمد غلام، امان الله بې قلم، ډاکټر کليم الله صدام، محمد رسول فريادي … لېکن زۀ نن د پښين پۀ کومو لويو لويو ډيوو خبره کول غواړم. دا روښانه ډيوې نۀ يوازې دا چې د پښين ښار هغه ډيوې دي چې دغه ياده سيمه او ښار به تل سرلوړے وي. پۀ دغه لمړينو ډيوو به د لر او بر افغان کهول او پښتو ادب هم د تل لپاره وياړي. دا شمعې نه صرف د پښين شمعې دي ځکه زير شي او ګلور ئې ډيوې او څراغونه به د پښتو ادب ورثې يا پانګې هم وي. دا تل پاتې ډيوې چې سرلارے او باني ئې مشر محقيق، ماهرتعليم، مشر شاعر او ستر ليکوال ارواښاد صاحب زاده حميدالله صاحب ؤ او پۀ دۀ پسې بيا نوے ناول نګار، څېړونکے، مدير، ماهرتعليم، محقق او فلسفي شاعر ښاغلے راز محمد راز صاحب دے او دې نه وروسته ئې بيا پۀ ضلع پښين او شا و خوا سيمو کښې تر ټولو لوے مقام او اوچت ځان لري ستر تذکره نويس، وتلے شاعر، پوخ نثر ليکونکے او محقيق ارواښاد جناب عبدالباري اسير صاحب (خداے دې درېواړه وبخښي).

جناب ارواښاد صاحب زاده حمد الله! صاحب زاده صاحب چې پۀ احساس سترګې “نومې” تذکره کښې د پېدا کېدو نېټه وړومبۍ جنوري ١٩٤٠ز ښودل شوې ده ليکن پۀ “روشن اگتے هاتهـ” نومې تذکره کښې ئې د پېدا کېدلو نېټه ١٩٣٧ز ليکل شوې ده نۀ پوهېږم چې پۀ دغه تاريخونو کښې به کوم تاريخ صحيح وي. يو ځاے خو يو ليکوال د دۀ د پېدائش نېټه ١٩٣٩ز تحرير کړې وه او داسې نور.

د دۀ پۀ حقله پۀ اخباري کالم “پښتو محفل” کښې عمر ګل عسکر ليکلے ؤ ” د پروفېسور صاحبزاده حميدالله شمار پۀ هغو نوموړو شخصياتو کښې کېږي چا چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته پۀ سهېلي پښتونخوا کښې د علم و ادب بنسټونه کېښودل. عسکر صاحب مخکښې ليکي “د پښتو ادب پۀ حقله پۀ هره مکاله د دۀ د لاس مواد شتون لري چې پۀ بېلا بېلو رسالو يا مجلو کښې د چاپ کېدو نه علاوه پۀ کتابي بڼه کښې هم شته. وئيل کېږي چې دۀ تقريباً ١٠٧ کتابونه ليکلي وو چې پۀ دغه کښې يو ٧١ چاپ شوي هم دي. د دۀ تړاو د پوهنې د څانګې سره هم پاتې شوے ؤ. د ملازمت پۀ دوران کښې دے پۀ کوئټه پښين، کوب چمن او نورو ښارونو کښې اوسېدلے ؤ. پۀ دې لحاظ د دۀ د شاګردانو يوه غټه حلقه هم موجوده ده. پۀ پښين کښې ئې د” د پښتو ادب د ودې” ټولنه هم چلوله. دۀ تاريخ وليکي. د حج يون ليک ئې منځ ته راوست. دۀ پۀ فولکور باندې لکه سيال کاکړ ډېر کار وکړو.

دۀ د فارسي، عربي او انګرېزي څخه ژباړې وکړې. شاعري ئې وکړه. پښتو قاموس ئې وليکلو او پۀ اسلام ئې هم کار وکړو. پۀ ليسالس کښې شپږ ډګريانې درلودي. جناب فاروق سرور هم “پۀ ادب سېر” کښې ډېر وستائيلو. دروېش دراني هم د مرکې نه پس پۀ بي بي سي کښې د دۀ پۀ حقله ډېرې ښې خبرې وکړې. جناب سيال کاکړ هم تقريباً د نابغه پۀ نامه سره ياد کړے. ښاغلے برکت شاه کاکړ هم پۀ خپل يو اخباري کالم کښې چې سر ليک ئې ؤ “پروفېسور صاحبزاده حميدالله کوچ وکړي” کښې وليکل. د صاحبزاده صاحب تر ټولو غټه خوبي زما پۀ نظر کښې دا وه چې دۀ پۀ داسې حالاتوکښې خپلې محکومې مورنۍ ژبې پښتو ته پۀ ليکلو او وٍئيلو ترجيح ورکړه چې دا ژبه پۀ دغه وخت کښې هېچا د عزت او احترام ژبه نۀ بلله. برکت شاه پۀ مخ ليکلے ؤ “صاحبزاده د ځان پۀ حقله ليکلي وو” زۀ پۀ بڼه کښې ملا او ذوق پۀ اعتبار سره مسټر يم. دے پۀ ديني تعليم کښې باقاعده فارغ تحصيل ؤ. ادبي تخليقات، تاليفات او د مقالو شمېر ئې پۀ سوونو کښې دے. پۀ دې کښې فولکلوره تذکره نوېسي، سفرنامه، تنقيد، شاعري، خاکه نوېسي، ترجمې، طنز ومزاح او داسې نور، پۀ شاعرۍ کښې ئې تقريباً پۀ هر صنف طبع ازمائي کړې وه. دغه ډول پۀ نثر کښې ئې پۀ پوره توګه پوره کار کړے ؤ. (فقط ما (فطرت) يو وخت نظم ” دملي اتلانو” پۀ نامه وليکلو پۀ دغه نظم کښې ئې پښتون ملت پۀ بېن المللي، ملکي او علاقاٍئي سطح وستائيلو. زۀ يو ځاے د دۀ پۀ حقله داسې وايم !

لا خو ختمه د شهيد ګران فيض محمد نومه هم نۀ ده

وزګار هم نۀ يمه وينې مې تراوسه بر پاتا يم

نۀ يم غواړم خپلواکي لکه شېرجان خوند به مې واخلي

زۀ هم کټ مټ لکه خان شهيد جېلونو له پېدا يم

ما هم کړې هېڅ دوستي ورسره نۀ ده مخالف يم

زۀ هم اوس لکه سلام بابا دښمن د نصارا يم

کمال خان شېراني رنګه پۀ قامي ګټې ته ګورم

کۀ قام پلوه شوم نو زۀ به هم د پښين قاضي….

انګرېزان د ملکه باسم مسلم ليګ نور سمومه

د جناح سره مې جنګ دے اخته شوے پۀ بلا يم

علامه عبدالعلي کۀ پۀ توحيد کښې ډېر څۀ راکړل

پۀ څېړنه او ځېرنه کښې حافظ ته امنا يم

د ليکوال صاحب زاده ، د سيال کاکړ پۀ وجه زۀ نن

لکه لمر ښائسته شوے يمه ښکلے يم ښکلا يم

بيا هم ډېر پۀ ادبي او مذهبي چارو خبر يم

کۀ څه هم نۀ دانشور يم نه دښار يو لوے ملا يم

پښتو پال ته پۀ دعا زۀ تر وروستي پوکي کومه

پښتو ورکې ته به زۀ هم لکه کونډه پۀ ښېرا يم

پروفېسور راز محمد راز صاحب: د احساس سترګې نومې ادبي تذکرې پۀ مخ ١٣١ باندې د راز صاحب پۀ حقله ښاغلے عبدالباري اسيرصاحب ليکلي دي “د پښتو د دغه سنګين او پوهه شاعر اصل نوم راز محمد راز دے. د مارچ پۀ وړومبۍ نېټه کال ١٩٥١ز کښې د ملک حاجي محمد دين کره پۀ پښين ښار کښې زېږېدلے دے او پۀ خټه ترين دے . د پېشې پۀ لحاظ پۀ يو درانۀ او او باعزته منصب مامور دے. هغه دا چې د يو کالج د تاريخ لېکچرار دے او داسې نور ښاغلے احمد شاه اعظيمي “پۀ پالنه مجله” کښې د دۀ پۀ حقله ليکي ” لومړے زده کړې ئې پۀ پښين او کوئټه کښې ترسره کړې او بيا پۀ ١٩٧٤ز کال کښې ئې د کراچۍ پوهنتون څخه پۀ تاريخ کښې ئې داېم اے بري ليک (سند) ترلاسه کړو او له هغه وخته څخه تراوسه پورې د پښين او کوئټې پۀ بېلا بېلو پوهنځيو کښې د تاريخ د پروفېسور پۀ حېث خپله دنده ترسره کوي او داسې نور. راز صاحب هم خورا زيات شعري او نثري کارکړے ؤ. دے هم کۀ زر مړ نۀ وے د دۀ څخه هم همېش خليل، رفيقي صاحب، بېنوا، نور محمد تره کی، سيال کاکړ او دوست محمد کامل جوړېدلے شو.

د راز محمد صاحب تقريباً شپږ کتابونه تر چاپه رسېدلي دي. چې نومونه ئې دا دي:

1. د صليب پۀ دائرو کښې مات وزرې زاڼې ژاړي ( شعري مجموعه)

2. نثري نظمونه يا سپين شعر د (Oceanic Goddess) يا سمندري دېوتا پۀ نامه.

3. خزان زما پۀ اوښکو ژاړي شعري ټولګه ده ( ددۀ مرګ نه پس چاپ شوه)

4. پښتو ناول عاشو لمر او باران وري ( د دۀ پۀ ژوند کښې چاپ شوه)

5. HOLY SENERS يا مقدس ګناهګار ئې اردو ناول دے.

6. کابل ړنګ دے مينې ژاړي ( ناول دے چې پۀ ٢٠١١ز کښې چاپ شو.

د جناب عصمت زهير د وېنا سره سم ” د راز صاحب تقريباً اووۀ نور ناچاپ کتابونه هم شته. پۀ دغه کتابونوکښې ناول، مقالې، فلسفه او شعري ټولګې هم شته.

پۀ اردو او فارسو ژبو کښې خو مونږ لوے لوے شاعران لکه مرزا غالب، مير تقي مير او اقبال مرحوم غوندې فلسفي ليکوالان او شاعران لوستي وو. او پۀ پښتو ژبه کښې مې ارواښاد اشرف مفتون، اجمل خټک اوغني خان پۀ فلسفه کښې تر نظرتېر شوي وو. البته پۀ سهېلي پښتونخوا کښې د فلسفي شاعر تنده مو محسوسوله چې يو وخت دغه تنده خداے پاک پۀ پروفېسور رز صاحب را پوره کړه واقعي راز صاحب مونږ پۀ خپله شاعرۍ کښې دا را وښودل چې فلسفه څۀ ته وائي. د احمد شاه اعظيمي سره به پالنه مجله کښې يو ځاے دے د فلسفې پۀ حقله ليکي ” ژوند ته چې تل د عقل پۀ چوکاټونو کښې ګورې نو دا يو قسم فلسفه ده دا يو حقيقت دے چې د فلسفې د شاعرۍ سره يو ډېر زيات تړلو شته. پۀ پښتو ادب کښې لږ شته کۀ د بزخو پۀ نړېوال ادب کښې بېخي زيات شته. شاعري، ادب او فلسفې يو زوړ او پۀ زړۀ پورې ارمان د بشپړ انسان پۀ صورت کښې لۀ ډېره وخته تشنه پاتې وي. دا بشپړانسان د مولانا روم پۀ شاعرۍ کښې د شمس تبرېزي، د علامه اقبال پۀ شاعرۍ کښې د مرد مومن، او د نطشے پۀ افکارو کښې د فوق البشر پۀ صورت وينو( وګورئ پالته مجله دوهم کال دريمه ګڼه مخ ٥١)

د فلسفې پۀ حقله استاد عبدالحئي حبيبي ليکي ” فلسفه خو د انسان د ذهني ارتقاء سره يوځاے پېدا شوې ده او د فلسفې خاوندان له ابتدا څخه تر اوسه پورې پۀ بشر کښې د لوړ مقام څښتنان دي. پۀ شاعرۍ کښې خو هم فلسفه له ابتدا څخه ګډه وه بلکې فلسفه دا دب روح دے او فلسفي افکار د ټولو ملتونو پۀ شاعرۍ کښې شته. حبيبي صاحب مخکښې زياتوي ” فلسفه د شيانو، حقايتو درک دے او پېژندنه د هغو شيانو ده چې پۀ عقل او خارجي حواسو اړه لري. د مشرق ډېر شاعران او ويونکي سړي فلسفي افکار لري. پۀ فارسۍ کښې د سعدي، حافظ، بېدل خيام او نورو کلام د فلسفې څخه ډک دي. پۀ عربۍ کښې هم او عباسي دور ويونکيو شاعرانو پۀ شعر فلسفه ګډه ده. د پښتو شعر هم پۀ فلسفه کښې د پاړسو او عربي سره نثرديوالي لري . شاعران ډېر ځله فلسفې افکار پۀ خپلو وينا کښې ښکاره کوي. د خوشحال اخلاقي او تربيتي فلسفه خو به تاسو مخکښې لوستلي وي.

وائي کله د راز صاحب د لاس ليکلي مواد او مقالې کۀ ( شاعره جمالياتي هدفونه) او داسې نور څۀ ولوستل يا مې د دۀ څه اشعار تر نظر تېر شول نو زۀ پوهه شوم چې واقعي راز صاحب کۀ د يوبل پښتون نۀ وے نو لږ تر لږه د سهېلي پښتونخوا پۀ ادب کښې خو يو لوړ مقام لري. د راز صاحب شعرونو څو نمونې ستاسو پۀ مړانه شتون کښې د لوستلو لپاره ږدم، خداے دې وکړي چې تاسو خوند ورباندې واخلئ :

اشنا د مخ پۀ لمرې شغلې وکړې

چې لمر تېر شو کوڅې بېرته سايې وکړې

پۀ زمان کښې پۀ سکوت هر حرکت شو

ګام پۀ ګام مولکه هرختې رېښې وکړې

څوک د چانه مخه نۀ مري دروغ وائي

ماته ګورئ ستاسو وړاندې يو ثبوت يم

لمر مې پلار ځمکه مې مور ستوري مې وروڼه

سپوږمۍ خور راته ځلېږي پۀ ګرېوان کښې

د راز د شاعري او فلسفې پۀ باره کښې ښاغلي احمد شاه اعظيمي کاږي ” راز د پښتو او نړېوال شعر او ادب سره سره د تاريخ، فلسفې، تصوف او نفسياتو ژوره مطالعه لري. د اردو او پښتو پۀ ګڼو مجلو او ورځپاڼو کښې ئې پۀ بېلا بېلو موضوعاتو ليکنې چاپ شوې دي. پۀ ١٩٩٩ز کال کښې ئې د پښتو وړومبۍ ټولګه چاپ شوه. مخته ليکي “ښاغلے راز زمونږ پۀ اوس مهاله پښتو شاعرۍ کښې د فلسفې رنګ يو ډېر پياوړے شاعر دے. د شاعرۍ پۀ حقله پۀ خپله راز صاحب پۀ خپله مقاله ( د شاعري جمالياتي هدفونه) کښې کاږي ” ادب د فلسفې سره تړلې ده او دا خپل ځانګړې هدفونه لري “لومړے شاعري د مذهب ، انسانيت پۀ بنسټ دمخکښې پرمخ ويشل شوے انسانان سره يو کوي. ارسطو وائي چې شاعر هم د فلسفې پۀ څېر د کائناتي صداقتونو پۀ لټون بوخت دي. د فلسفيانه شاعرۍ يوه بله جمالياتي وظيفه دا ده چې هغه بايد دمينې وضاحت وکړي او د مينې پۀ ارتقائي پړاونو باندې رڼا هم واچوي. او داسې نور نور . پۀ پاې کښې ټپه ده!

ستا د ښائست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه

جناب ارواښاد عبدالباري امير صاحب! پۀ روشن اگتے هاتهـ ( راشنه لاسونه) کښې پۀ مخ ٥٢١ باندې د جناب ارواښاد عبدالباري اسير پۀ حقله ليکل شوي دي ” د دۀ نوم عبدالباري او تخلص اسير دے. پۀ پښين ښار کښې پۀ ججانو کښې د لاجور خان کره پېدا شوے دے چې د زېږېدو نېټه ئې شپاړسم مارچ ١٩٤٢ز دے. او د دۀ ادب پال زوے محترم جميل الرحمان انځور د وېنا سره سم دے پۀ ٢٢ جولائي ٢٠١٤ز کښې وفات شو او پۀ پښين کښې خاوروته وسپارل شو.

ما خپله د جناب باري اسير صاحپ پۀ حقله ډېر معلومات نۀ درلودل، وروسته مې د دۀ د محترم زوي انځور صاحب سره رابطه وکړه او هغۀ پۀ ډېره مينه د جناب اسير صاحب ټول مواد را واستول. پۀ دغه موادو کښې د دۀ لمړۍ شعري ټولګه، لونګين خيالونه وو چې څلور سوه مخيزه ده، چې شعري پانګه کښې ډېراشعار شتون لري. پۀ دوه زره دوه کښې د چاپ له کومې راوتلې ده. هغه شعري مجموعه ئې هم ډېره ضخيمه ټولګه ده. تقريباً ٧٢٢مخونه لري. پۀ دې مجموعه کښې هم غزلې شته، ژبه ئې ډېره روانه او خونده وره ده. د جناب اسير صاحب شاعري هم ډېر ښۀ ابلاغ لري د بېلګې پۀ ډول دا اشعار ئې مطالعه کړه لکه چې وائي:

زۀ چې درغلمه هلته پام دې نۀ ؤ

مېخانه دې وه موجوده جام دې نۀ ؤ

چې راومې کښوله جبه پۀ ښۀ مينه

خط دې ؤ تحرير دې ؤ سلام دې نۀ ؤ

چې د ډېرې مودې پسې درغلم هلته

کلے ؤ پۀ کښې خو ننګ ؤ نام دې نۀ ؤ

(لونګين خيالونه)

منمه دا چې د هرچا د مرګي ورځ ليکلې

پټ پۀ ازل کښې د هر چا د مرګي ورځ ليکلې

راشه قاتله ماته هم هغه کاغذ کړه ښکاره

پۀ کوم کاغذ کښې چې دې زما د مرګي ورځ ليکلې

(لونګين خيالونه)

زروم لکه خاورې د ايرو دې همسايه کړمه

وړي مې اوس بادونه د … همسايه کړمه

ګرځمه راګرځمه د عشق پۀ دې درياب کښې نن

تسلي مومه وړي مې د څپو دې همسايه کړمه

زۀ اسير پۀ ډېره ناترسۍ نن د پتنګ غوندې

سوزمه بې ځايه د اورو دې همسايا کړمه

(دغرولرنې څوکې مخ ١٠٩)

چې کله مې د اسير صاحب شعري پنګه مطالعه کړه نو زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې اسير صاحب لوے سړے ؤ. دا لوے سړے دے او لوے سړے به وي خو افسوس چې پۀ دې باندې خبرې وکړے شي چې دے محترم هم لکه زمونږ نور منورين له مونږه خوابدي ولاړي. پښين به خاص ډول اديبانو د دۀ مدد ونۀ کړو او دا قيمتي لعل هم زمونږ څخه پۀ ايرو کښې پرېوت. جناب اسير صاحب خو کار وکړو خپله دنده ئې سر ته ورسوله او پۀ تاريخ کښې ئې يو لوے ځاے پېدا کړو! صد افسوس پۀ مونږ وي چې نۀ مو کار کړے دے، نۀ خدمت، نۀ مو ښۀ ژوند کړے دے، نۀ دنيا، نۀ پۀ نوم را پاتې شي نۀ شهرت. دا ځکه چې مونږ اسير صاحب غوندې مخلصه نۀ يو. با وقاره اومحنتيان نۀ يو، د مور پښتو ژبه سره رښيتني نۀ يو نو ځکه ناکامه هم يو.

د اسير صاحب هغه کتابون چې د “احساس سترګې” او روشن اگتے هاتهـ” تذکرې دي. پۀ دغه کتابونو کښې دۀ تقريباً ٢٥٥ شاعرانو او نوو ليکوالانو باندې کار کړے دے. دا تذکرې د دۀ دومره لوے خدمت دے چې تر څو پښتون ملت وي پښتو وي د اسير صاحب نوم او زيار به ژوندے وي. پۀ پښتو ژبه کښې “تذکره نوېسي” څۀ نوې خبره نۀ وه، د پښتو ژبې لمړۍ “تذکره” د “تذکره اولياء” څو پاڼې دي چې حبيبي صاحب ميندلې وې. د دغه کتاب ليکوال سلېمان ماکو دے، دۀ دغه تذکره تر ٦١٢ هجري وروسته ليکلې وه. د پښتو دوهمه او تلپاته تذکره پټه خزانه ده چې ارواښاد محمد بن داود پۀ ١١٤١_ ١١٤٢ هجري کښې را ټوله کړې وه. پۀ قول د حبيبي صاحب د شاه حسېن د درياب ليکوال او د هغۀ عصر پښتون شاعر او اديب ؤ دغه تذکرې د پښتو ادب ، تاريخ، د هجري کلونو دوهم قرن ته ورسوي ( وګورئ د علامه پوهاند حبيبي مقالې مخ ١٢٧) دغه رنګه حبيبي صاحب د کابل څخه پۀ “پښتانۀ شعراو” نوې تذکره کښې پۀ سوونو شاعران او ليکوالان را ژوندي کړل. دغه ډول د عبدالروف بېنوا صاحب “او منلي ليکوال” خو هغه تذکره وه چې د پښتونخوا پۀ شاعرانو او ليکوال ئې پېژني دا تذکره لږ و ډېر د( ٢٢٨) ليکوالانو او شاعرانو تذکره ده، دغسې جناب همېش خليل صاحب هم پۀ پښتانۀ ليکوال کښې پۀ سوونو ليکوالانو باندې قلمي کار وکړو چې د ستائيلو وړ دے، ورسره محترم ولي محمد سيال کاکړ هم د “دکيسي ملني پښتانۀ ليکوال کښې پۀ بېخي زياتو قلمکارانو باندې کار کړے دے ، پۀ قول د صاحبزاده حميدالله د پښين کليم الله کلام هم پۀ ادبي ګلونه او ادبي ګلدسته نومې تذکره کښې پۀ اديبانو او شاعرانو باندې کار وکړو او ډېر شاعران او اديبان ئې پښتو او پښتنو ته وروپېژندل، داسې څۀ نا څه کار پۀ ژوب، …، بوري او چمن کښې هم شوے دے چې چمن کښې خو ښاغلے عادل اچکزي يوه تذکره د چمن ګلونه پۀ نامه چاپ کړه. دۀ موصوف پۀ دغه تذکره کښې تقريباً پنځوس نوموړي شاعران او ليکوالان پښنو ادب ته وروپېژندل ، او داسې نور نور.

پۀ پاې کښې به ووايم ! ښاغلي عبدالباري اسير نۀ يوازې دا چې د غزل شاعر ؤ بلکې پۀ قول د دۀ د زوي جميل الرحمان انځور صاحب “دې حوالې” چې د اسير صاحب ډېره بنډاري ورثه لا هم ناچاپه پاتې ده. دۀ ما ته ووئيل چې اسير صاحب ډېر شوقي سړے ؤ. هره شاعري ته پۀ کلي، وپانډري ګلوکارانو ته مې سندرې ورلېږلې اوهغوي به وئيلې. انځور صاحب ماته ووئيل اسير صاحب پۀ اردو کښې هم کار کړے ؤ. ٤٣ کالو زړې ناچاپه پاتې دغه ډول د معززينو شخصياتوهم کار کړے ؤ. د دۀ زوي ماته ووئيل چې دۀ تر لسم پورې لوست کړے ؤ. د اتم جماعت پورې ئې پۀ هندوستان ناګپور ښار کښې لوست کړے ؤ او يو څۀ وخت پۀ بنګال کښې هم پاتې شوے ؤ، انځور صاحب ما ته ووئيل کۀ خداے کول زۀ به د دۀ ټول ناچاپه اثار ورچاپوم او د دۀ ټول ارمانونه به ورپوره کوم؛ شاعر وائي.

خداے دې ساته پۀ امان له بدو سترګو

دا دعا د فرښتو ده زمونږ امين دے

دا هم ولولئ

متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

ډېرو پوهانو د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهره پينځۀ شيان ګڼلي يا پۀ ګوته …