د زغم د نړیوالې ورځ 16) نومبر( پۀ ویاړ ځانګړې لیکنه – نور الامین ایسپزے

 

د زغم او برداشت ورځ

نن چې پۀ ګړده نړۍ کښې د زغم او برداشت 16) نومبر( لمانځلې شي نو دا هم يو تريخ حقيقت دے چې د نن پۀ دې نړېوال کلي کښې پۀ عمومي توګه پۀ وګړي کښې د زغم او برداشت ماده کمه شوې او د شدت پسندۍ او انتها پسندۍ ماده پۀ څو چنده زياته شوې ده چې مثالونه ئې د جنګ د مېدان پۀ ځاے د لوبو پۀ مېدانونو کښې هم هره ورځ پۀ نظر راځي. پۀ خصوصي توګه کله چې پۀ نړېوال کچ د فټ بال مېچونه کېږي، پۀ سوونو انسانان پکښې د ځوانانو د مستۍ او شدت پسندۍ ښکار شي. هم دغه عمل اکثر پۀ بازارونو، دوکانونو، سړکونو او د کاروبار پۀ ځايونوکښې هم هره لحظه او هره لمحه ليدے شي.

کۀ خبره د خپل وطن او خپل اولس وکړو نو دلته خو خبره نوره هم خرابه او ورانه ده!!! تاسو پۀ خپل چاپېرچل يو اړتاوک نظر واچوئ؛ هره کوڅه، بازار او سړک او هره ګڼه چرته هم چې به نظم وضبط سره د ودرېدو يا پۀ قطار کښې د ودرېدو ننداره پۀ نظر راځي، هم هلته به تاسو ووينئ چې هر څو منټه پس د ادم زامن د يو بل سره نښلي. کله به تشې ایرۍ وهي او کله به لکه د څاروو يو بل سره ښکرونه اړموي او داسې ښکاري چې د زغم، خبرو اترو، صبر، برداشت او مکالمې ماده او توان ترې د وخت ناکړدو او پردو جنګونو تړوړلي وي.

نن چې پۀ ټولنه کښې د تعليم شرحه د پخوا نه سېوا شوې ده، نن چې د انسانانو مشاهده د پخوا نه پراخه شوې او ډېره شوې ده؛ زمونږ عمل د دغه هر څۀ اپوټه دے. د دغه شدت پسندۍ، عدم برداشت او د زغم د نیشتوالي وجوهات څۀ دي او د انسان او حېوان غټ فرق او توپېر څۀ دے؟ ـــ پۀ دې خبره کوو خو اول راځو دې خبرې له چې د پښتنو روايتي ټولنه چې اکثر پوهان او دانشوران ورته د شدت پسندۍ او وحشت دور وائي، پۀ هغه پروني روايتي او فني جديد زيات تهذيبي دور کښې څۀ فرق دے؟ ايا زمونږ پۀ ننني دور کښې انتها پسندي، شدت پسندي او عدم برداشت سېوا شوے دے او کۀ نه زمونږ پرون د دغه عمل نه ډک ؤ. نو کۀ خبره د پښتنو د زوړ روايتي سماج او رواجي ژوند وکړو نو لکه د هر قبائيلي سماج او روايتي ټولنې پۀ دغه قديم دور کښې هم ځينې خبرې ډېرې ښې او ځينې خرابې وي خو کۀ خبره د برداشت او زغم وکړو نو پۀ دغه روايتي سماج کښې د دښمنۍ او دوستۍ خپل څۀ اقدار، روايات او چوکاټونه وو. د دې سره سره يو بل ته د لار پرېښودو او د روغې جوړې هم خپل اصول او سپېځلي قدرونه وو. زمونږ پۀ دغه روايتي سماج کښې زمونږ ژوند اجتماعي ؤ. زمونږ حجرې، زمونږ جرګې او مرکې ابادې وې؛ زمونږ تنورونه، زمونږ اشرونه او ګودرونه هم شريک وو. ټول انسانان د يو بل دارو او پۀ يو بل اباد وو.

د پښتنو پۀ حجرو کښې به زلمو د مکالمې او خبرو اترو چل زده کولو. داسې به دوي د ګرم جنګ پۀ ځاے د سرد جنګ سره بلېدېدل ځکه چې د حجرې مشرانو به وئيل ‘پښتانۀ “خبره” پۀ خبرو خلاصوي’. دلته کۀ مونږ د دې متل تجزيه وکړو نو دې کښې دا وړومبۍ ‘خبره’ “تنازعه” او دا دوېمه خبره “مکالمه” ده او دا ځکه چې انسانان پۀ خولۀ کښې ژبه لري او پۀ ژبو مکالمه کېږي. د ځناورو پۀ خولو کښې يو کلو ژبه وي خو مونږ ورته ‘بې زبانه مال’ وايو او دا ځکه چې ځناور ژبه لري خو مکالمه پرې نۀ شي کولې او چې کله ئې پۀ خپلو کښې څۀ تنازعه راپېدا شي نو دوي ئې پۀ ښکرو اړمولو هواروي ـــ ځکه خو انسان ځان ته پۀ يوه چیټاکۍ ژبه ‘اهل زبان’ او ځناورو ته پۀ يوکلو ژبه ‘بې زبانه مال’ وائي. د اسماني مذهبونو روایت کښې هم د انسان د لارښودنې د پاره چې د اخلاقي او تهذیبي تربیت کوم حاصل ښکاري، هغه د ‘زغم’ د مادې زېږنه او روزنه ده. د ادم علېه السلام نه د قران پاک د مضامینو پورې دا تسلسل د الوهي ارادې استحکام ښائي چې انسان د تائید اظهار، د اختلاف د اظهار هنر او د مکالمې روایت سره بلد شي. د ‘اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُط، )النحل، اٰیت (125 مفهوم هم د پوهې، زغم او لویې سینې سره د مکالمې د روایت څرګندونه ده. خداے پاک پۀ خپل کتاب کښې انسان ته وائي چې ما تا له د بيان توان درکړے دے )عَلَّمَهُ الْبَیَانَ، الرحمٰن، اٰیت (4 او دا توان ئې پرې زبادلے هم دے. بیا د اختلاف صورت کښې د مکالمې خبره د دې اٰیت تَعَالَوْا اِلٰی کَلِمَةٍ سَوآءٍ بَیْنَنَا وَ بَیْنَکُمْ )اٰل عمران، اٰیت (64 کښې لا پۀ څرګندو لفظونو کښې شوې ده او د مکالمې د روایت د پاره پکښې د ‘زغم’ د لار ویستلو تکنیک دا ښودلے شوے دے چې د اختلاف پۀ صورت کښې باید وړومبۍ هغه خبرې ته پام وکړے شي چې اختلاف پکښې نۀ وي. اختلافي امور باندې بحث فضا جوړولو د پاره وړومبے د هغه خبرو ذکر پکار دے چې اختلاف نۀ لري او دواړو ډلو کښې مشترک وي.

او ارسطو هم پۀ دې اړه انسان ته ‘معاشرتي حېوان’ او ‘حېوان ناطق’ وائي. زمونږ د اجتماعي شعور (Collective Wisdom) هم دغه غږ دے چې ‘خبره پۀ خبرو خلاصېږي’، ځکه نو چې کله د خبرو اترو پۀ ځاے ښکر اړموي نو دے دغه وخت د ځناورو تقليد کوي.

زمونږ پۀ دغه روايتي ژوند کښې د ‘ننواتې’ تصور هم دا خبره ښکاره کوي چې کۀ چرته به د کوم سړي نه پۀ بل څۀ زياتے وشو نو هغه به ورله پۀ ‘ننواتې’ ورغلو او بخښنه به ئې ترې وغوښتله. زمونږ ژوند چې د پولو پټو جنګونه هم وو خو د دې سره سره به خلقو تر ډېره حده يو بل ته لاره هم پرېښوده او يو بل سره به ئې لاره هم شړله. يو بل سره به ځوانانو ټوقې ټقالې هم کولې او پۀ دغه ټوقو ټقالو کښې به ئې د يو بل ډېرې ډېرې خبرې هم وړې. د يو بل او د رشتو ناطو خيال او لحاظ به ئې هم ساتلو. مېندو به هم خپلو بچو ته د کاکا او ماما د عزت تلقين کولو. ځکه خو پۀ نن دور کښې د مرګ ژوبلې او جنګ جګړو شرح د پخوا نه زياته شوې ده. کله چې پۀ ملک پېرنګے راغے او وطن غلام شو نو د غلامۍ تيارو او د پېرنګي چالونو قام هم تقسيم کړو او هم ئې د دوي نه د روايتي ژوند ټول خواږۀ را وتروړل. پۀ دغه زمانه کښې رو رو پۀ مزه مزه د سپو او مړزو جنګونه او د غربت لۀ لاسه د جهالت او لوږې تناوونه سېوا شو. بيا هم پۀ دغه زمانه کښې الله پاک پۀ دې قام کښې يو مصلح راپېدا کړو. چونکې پۀ شلمه پېړۍ کښې د ژوند غوښتنې نورې نورې شوې، د جديد او نوي ژوند استازے زمونږ د روايتي او د غلامۍ پۀ تيارو کښې د ډوب ژوند پۀ دروازه ودرېدو او داسې د اقدارو يو عجيبه جنګ پېل شو چې پۀ دغه وخت چې يو خوا د پېرنګي سامراج خلاف د ازادۍ مبارزه هم کول وو او د پښتنو د خپل سماجي ژوند نه د غربت، جهالت، عدم برداشت او شدت پسندۍ دېوان هم شړل وو؛ باچاخان بابا لکه د صوفياء کرام يو لاس د پښتون ملت او بل د وخت پۀ نبض کېښود او د دغه قام د دغه روحاني او نفسياتي رنځونو علاج ته ئې ملا وتړله. د عدم تشدد او زغم دغه وسله چې د بابا د ژوند جامه او عقيده وه، دغه درس او دغه پېغام ئې ټول قام ته ورسولو. اول د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ او بيا د ‘خدائي خدمتګار’ د فورم نه ئې د دوي د اصلاح او روزنې صوفيانه عمل پېل کړو. هغه عمل چې د حضرت بايزيد انصاري نه پۀ خپل دور کښې د دښمنانو د لاسه نېمګړے پاتې شوے ؤ؛ هغه ئې د خپل دور د تقاضو سره سم مخ پۀ وړاندې روان کړو. د بابا د امن، مينې، ورورولۍ او زغم دغه فکري او عملي پېغام پۀ دغه زمانه کښې د نړۍ مخې ته راغے کله چې د اروپا مهذب قامونه د يو بل سره غوښې پۀ چاړۀ وو او د سیګرټو پۀ ډبو به ئې هم يو بل وژلو. دغه د وخت سقراط د پښتنو پۀ کوڅو، کلو او حجرو کښې ګرځېدو د وخت او زمانې زهر ئې د ستوني تېرول او خپل قام ته ئې د اتفاق، ورورولۍ او امن تلقين کولو او داسې ئې دې قام له د مينې او محبت يو بله او جانانه ورورولي سازه کړه. د پښتنو اجتماعي ژوند له ئې يو مقصد، يو لورے او یوه لار ورکړل. هم ئې ورله د زغم او عدم تشدد سبق ورکړو او هم ئې د دوي دغه غېرت او همت د پُر امن جدوجهد او عمل پۀ لور واړولو. دغه د قول او عمل غازي، دغه د مينې او محبت پېکر د ټولو پښتنو بابا د دغه پُر امنه انقلاب او بدلون علمبردار شو او هم د دغه وسلې او وسيلې پۀ مدد ئې هم د پېرنګي ښکېلاک نه ازادي ترلاسه کړه او هم ئې د قام د زلمو او زړو روزنه وکړه او داسې تر ډېره وخته د ازادو مدرسو او بيا د ازادۍ نه پس جديد تعليم او رڼاګانو د قام ځوانان د ترقۍ او پرمختګ پۀ سفر روان کړل؛ خو کله چې ‘سوړ جنګ’ پۀ ‘تود جنګ’ کښې بدل شو او بيا پښتون قام زمونږ د هغه وخت واکدارانو د خپل اقا د خوشحالولو لپاره دغه د جنګ اور ته ورګزار کړو نو يو ځل بيا د انتها پسندۍ تيارې پۀ چاپېرچل راخورې شوې.

انتها پسندي اصل کښې د يو ذهني کېفيت نوم دے. دا يو قسم نفسياتي عارضه هم ده. کله چې پۀ يوه ټولنه کښې يو کار پۀ معروفو طريقو نۀ کېږي يا د چا ژوند پۀ هغوي اور شي، پۀ ټولنه کښې غربت او جهالت زيات شي نو انتها پسندۍ لپاره زمينه هواره شي. بيا چې کله پۀ دغه قسمه روايتي ټولنه کښې څو زورور او هوښيار خلق د خپلو ذاتي او قامي مقصدونو لپاره دغه وروستو پاتې قام استعمالوي؛ پۀ خصوصي توګه دوي جنګول غواړي نو دغه انتهاپسندۍ ته نوره هم فضا سمه او هواره کړي. زمونږ پۀ ټولنه کښې دښمن دغه کار د مذهب نه واخستو. زمونږ دين چې د امن او مينې محبت دين دے، دغه خلقو دا سپېځلے دين د خپلو ناوړه مقاصدو لپاره استعمال کړو او د انتها پسندۍ د اور نه د ترهګرۍ او شدت پسندۍ لمبې اوچتې شوې. د مذهبونو، مسلکونو او فرقو تر منځ د زغم روایت ورک شو. د ټولنې اجتماعي نفسیات کښې د مذهبي تشریحاتو، د نصاب د موادو او پۀ خبرونو د تبصرو تر لارې ذهنونو کښې اورونه نوستلے شوي دي. هر څوک داسې ښکاري لکه چې د مرچو پۀ څنډه ناست وي. کۀ يو خوا د کلتور سائيکل زمونږ نه زمونږ د حجرې، جومات او جرګې مرکې هغه روايتي ژوند او سپيځلي قدرونه وتروړل نو بل خوا د نوي دور دغه هوښيار او پښتنو ځوانانو روزنه د خپل ناوړه مقصدو د پاره د ټوپک، بارود او جنګ پۀ تپ کښې وکړه او نن د پښتنې ټولنې دا حال دے چې څوک هم د زغم او برداشت پۀ لاره نۀ ځي. حالانکې يوه زمانه داسې وه چې زمونږ پۀ پښتنه ټولنه کښې هندوان، عيسايان او سیکهان مونږ سره لکه د وروڼو اوسېدل. تر دې چې زمونږ پۀ غمونو اوښادو کښې به ئې باقاعده ګډون کولو. تر دې چې اکثر به د جمعې پۀ ورځ د حجرو او جوماتونو پۀ ډیوه کښې تېل هم هندوانو اچول او کله چې هندوستان ووېشلے شو نو د پښتونخوا نه ټول هندوان پۀ ډېر امن سره د هندوستان تر پولې ورسولے شول. د هندوستان د نورو سیمو پۀ نسبت دا امکان زمونږ قام کښې ځکه ؤ چې ډېر بنيادي دستور ‘بدرګه’ هم مونږ څخه وه او د بابا د عدم تشدد او امن پسندۍ پېغام هم.

کله چې د کال 1965ز هند او پاکستان جنګ ؤ نو پۀ ‘واڼا’ وزيرستان کښې یو سل پنځویشت (125) کورنۍ د هندوانو وې او هغوي ټولو د هند د تګ پروګرام جوړولو خو چې کله د واڼې مشران خبر شول نو هغوي ورپسې راغلل او تسله ئې ورکړه چې پۀ پوله به جنګ روان وي خو دلته به زمونږ ځينې ځوانان ستاسو څوکۍ هم کوي، تاسو زمونږ پۀ امان کښې يئ، څوک هم درته هېڅ نۀ شي وئيلے. بل خوا د پنجاب اولس پۀ فساداتو کښې لکه د درندو اخته وو. هم دغه سبب دے چې زمونږ پۀ ادب )افسانه، ناول وغېره( کښې د ازادۍ د جنګ انګازې خو شته خو فسادات پۀ کښې د نیشت برابر دي.

نن ضرورت د دې خبرې دے چې زمونږ پۀ حجرو، جرګو او جوماتونو چا اورونه بل کړي دي، زمونږ د ځوانانو نه ئې ژوندي بمونه ساز کړي دي؛ هغوي هم د الله نه ووېرېږي او هم د قام مشران او ځوانان دا قسم وکړي چې نور به د بل پۀ وېنا د خپل ورور او خپل عزيز وينه نۀ تويوي، نور به د پردو جنګونو خشاک نۀ جوړېږي او د خپل د امن او عدم تشدد د بابا پۀ خاپونو به د امن، ورورولۍ، سوکالۍ، قامي شناخت او سړيتوب سفر جاري ساتي. هم دغه د کاميابۍ لاره هم ده، دغه د سوکالۍ او عزت لاره هم ده. ځکه چې پښتون نبوغ خوشحال بابا فرمائي:

نوراني کا هغه ځاے چې چرته کښېني

دیرینه څلور هوښيار پۀ مصلحت

او دا چې:

بندوبست د کائنات شي پۀ خبرو

يو تر سـلو صـدقه شه سل تر زرو

ټولنه کښې د زغم او عدم تشدد د رویو تبلیغ هغه یواځینۍ لار ده چې د خلقو تر منځه د کرکې د مونډ ویستلو او د یوې پرېوانه ورورولۍ د قائمولو امکانات پېدا کولے شي. ټولنه چې څومره شعوري طور بالغه او زغم سره بلده وي، دومره ژوند د بقاء ضمانت مومي او د ارتقاء لارې پرانستلې کېږي.

د ګران زړګیه! ټق چاودلے ښۀ یې
خو چې خفه د خلقو زړونه نۀ شي

اکرام الله ګران

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …