د حضرت باچاخان پۀ تصور کښې “د يو مثالي پښتون تصور” – نور الامين ايسپزے

کۀ مونږ د نړۍ پۀ فکري، عمراني او فلسفيانه تاريخ يو ځغلنده نظر واچوو نو وبه وينو چې د تاريخ پۀ هر دور کښې د وخت او زمانې سترو مفکرينو او فلسفيانو پۀ کائناتي تکون غور او فکر کړے دے. د کائنات، خالق او انسان پۀ حقله ئې سپېځلو ذهنونو کښې سوالونه را پېدا شوي دي او بيا ئې د خپل فکر او وجدان پۀ زور د دغه سوالونو د جوابونو ورکولو هڅه کړې ده او هم د دغه غور او فکر پۀ نتيجه کښې ئې چې کله د خپل فکر نچوړ پۀ منظم انداز کښې وړاندې کړے دے نو کله ئې د افلاطون د مثالي رياست د فلسفې د بادشاه شکل موندلے دے او کله ئې د جرمنيانو د نفسياتو مطابق د “سپرمېن” صورت احتيار کړے دے او کله ئې د کانټ “د نېکې ارادې” وجود موندے دے.

پۀ پښتنه خاوره هم د دې خاورې مفکرينو او فلسفيانو د خپل چاپېرچل، ماحول او پښتني او مشرقي نفسياتو سره سم د خپل وژن او وجدان نتيجې د قام او اولس مخې ته اېښودي دي. هغه کۀ د پير روښان د “مسکين” تصور دے او کۀ د خوشحال بابا د “مرد” او “ننګيالي” مثالي انسان.

هم دغه شان د دغه فطري، عمراني او ټولنيز تاريخ پۀ تسلسل کښې د شلمې پېړۍ زمونږ ستر مصلح، مبارز او نهضت ګر حضرت باچاخان بابا هم د خپل عصر پۀ سماجي، سياسي او ثقافتي چوکاټ کښې د ډېر غور او تفکر نه پس پۀ دې نتيجه رسېدلے دے چې د دۀ قام (1910ز)[1] د غلامۍ پۀ جرنده داسې دل شوے دے چې د خپل روايتي او ثقافتي ژوند هغه ټولې خوبۍ (پت، ښېګړه، ننګ، غېرت، مړانه او سړيتوب) ئې پۀ بې خوندۍ، تشدد پسندۍ او منافقت بدلې شوي دي. د غلامۍ بېړۍ ئې پۀ پښو کړې دي او د بل پۀ وېنا لکه د څاروو ژوند کوي. يو بل وژني، سنډاګان او سپي جنګوي او د شلمې پېړۍ د علمي، سماجي او سائنسي انقلاب نه بېخي بې خبره دي. ځکه نو د قام د يو مفکر او دانشور پۀ حېث ئې قام ته د “عدم تشدد” فلسفه وړاندې کړه او مقصد ئې دا ؤ چې خپل قام تشدد، جنګ پالۍ او وحشت نه راوباسي او د مينې، ورورولۍ، انسان دوستۍ او سړيتوب پۀ خوږه غېږه کښې ئې ورکړي. د عدم تشدد پۀ حقله زمونږ دغه مفکر او نهضت ګر پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې پۀ صفحه نمبر390 ليکي:

“د عدم تشدد پۀ حقله خلقو کښې عجيب عجيب خيالات دي. د دې پۀ حقله ډېرې پروپېګنډې کېږي. دراصل عدم تشدد يو طاقت دے څۀ رنګه چې تشدد يو طاقت دے. د عدم تشدد هم دغه شان يو فوځ دے لکه څنګه چې تشدد دے خو د عدم تشدد وسله تبليغ دے او د تشدد وسله ټوپک دے. عدم تشدد پۀ خلقوکښې محبت پېدا کوي، همت پېدا کوي او جرأت پېدا کوي او تشدد پۀ خلقوکښې نفرت پېدا کوي او وېره پېدا کوي او بزدلي پېدا کوي. بعضې خلق وائي چې دفاع د پاره خو تشدد پکار دے. دوي دې ته فکر نۀ کوي چې تشدد دې وکړو نو دعدم تشدد لاره دې پرېښوده. حالانکې عدم تشدد کښې خپله دفاع شته. عدم تشدد کښې شکست نشته او تشدد کښې شکست دے. څنګه چې د تشدد يو نظام دے دغه شان د عدم تشدد هم مکمل نظام دے. تشدد اسان دے او پۀ دې لاره تلل هم اسان دي او عدم تشدد ډېر ګران کار دے او پۀ دې لاره تلل هم ډېر ګران دي. يو سړي له د پړق جواب کښې پړق ورکول اسان کار دے خو پړق زغمل ګران کار دے.”

کله چې زمونږ دغه ستر مفکر پښتون قام ته د عدم تشدد فلسفه ورکوله نو د نړۍ د هغه وخت لويو طاقتونو خپل د جنګي نفسيات لۀ کبله او د هوس پۀ خاطر جنګونو، ظلمونو او وحشتونو ته لارې څارلې او پۀ نتيجه کښې ئې ډېر زر نړۍ د لومړي نړيوال جنګ سره مخ شوه چې پۀ لکهونو انسانان پۀ کښې بې ګناه ووژلے شو او پۀ ګړده انساني نړۍ کښې د تشدد، وحشت او نفرت لړې خورې شوې. کله چې حضرت باچاخان بابا د عدم تشدد تصور وړاندې کړو او خپل قام ته ئې د مينې، ورورولۍ، صداقت او سړيتوب تبليغ شروع کړو نو دا ئې هم محسوس کړه چې د عدم تشدد د لښکر تيارولو لپاره د علم د رڼا زښت ضرورت دے نو خپل تصور لۀ د سائنسي او عمراني بنياد ورکولو پۀ غرض ئې د ازادو مدرسو پرانستو انقلابي قدم پورته کړو او پۀ شل کاله کښې ئې د يو سل شپږ دېرشو اسلامي مدرسو يو مکمل نظام جوړکړو. کله چې دغه عمل تر يو حده سر ته ورسېدو نو زمونږ د شلمې پېړۍ دغه ستر مصلح او نبوع دا هم محسوسه کړه چې “عدم تشدد” او “د علم رڼا” خو چې د هغۀ د تصور لومړۍ بنيادي برخه ده، ولې کۀ د عدم تشدد علمبردار يو ليکلے لوستلے انسان تش د ځان شي نو دا به يوه مرحله وي. کله چې ئې کال 1930ز کښې د خدائي خدمتګار تحريک بنياد کېښود، مطلب ئې دا ؤ چې د عدم تشدد پۀ عقيده مامور يو ليکلے لوستلے انسان چې کله د عمل دنيا ته راشي نو چې هغۀ سره د ساهو فکر سره سره د خداے د مخلوق د خدمت، انسان دوستۍ او قامولۍ د عمل بيانيه هم وي ګنې بيا به دغه ټوله فلسفه بې مقصده او بې منزله شي. د خدائي خدمتګار تحريک او نهضت پۀ حقله بابا پۀ خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې ليکي چې:

“بيا مونږ کښېناستو او پۀ دې خبره مو غور کولو چې د دې نوي جماعت نوم دې څۀ وي؟ زما دا خيال ؤ چې پۀ دې پښتون کښې د خدمت خيال نشته. پۀ دې جماعت مونږ يو داسې نوم کېږدو چې د پښتنو پۀ دماغ کښې د خداے د پاره د خدمت خيال پېدا شي. قسم قسم نومونه پېش شو خو زمونږ خوښ نۀ شول. د شپې زما پۀ زړۀ کښې د “خدائي خدمتګار” نوم راغے. چې سبا له دوي (ځوانان) راغلل نو ما ورته دا نوم وړاندې کړو. د دوي هم خوښ شو او دعا د خېر پرې وشوه. دې نوم زمونږ پۀ زړونو کښې يو قسم اطمينان پېدا کړو. مونږ پښتانۀ خدائي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وايو چې بې د څۀ طمعې، غرض او اجرت نه ئې خداے د پاره کوو او خداے خدمت ته ضرورت نۀ لري، د خداے د مخلوق خدمت د خداے خدمت دے.

دلته زمونږ د شلمې پېړۍ د دغه ستر مصلح او مفکر دغه وړاندې کړے تصور او فکري نظام پۀ دې ځاے مکمل شي. مطلب عدم تشدد، د علم رڼا او د عمل او تګ لارې د پاره د خداے د مخلوق بې غرضه او بې لالچه خدمت، فکري نظام هم بشپړ شو او د عمل د پاره د يو فورم او جماعت رده هم کېښودلې شوه کوم چې د دغه مفکر د فکر او عمل پۀ نتيجه کښې سياست د عبادت، ولايت د خدمت او قوميت د محبت پۀ غېږه کښې ورکړو او د شلمې پېړۍ پښتون ته ئې د روح عصر سره سمه يوه جديده مثالي او د عمل جوګه بيانيه ورکړه.

د دې سره سره ئې د شلمې پېړۍ د نوې دنيا بنسټ ګر انسان ته هم د سياسي انقلابونو او سائنسي تجربو سره سره د مينې، محبت، خدمت، انسان دوستۍ، قامولۍ، صداقت او زغم پېغام هم ورکړو ځکه چې د نوې ټيکنالوجۍ يو نوے ژوند را روان ؤ او دا امکان را پېدا شوے ؤ چې کۀ د انسان د زړۀ دنيا ويجاړه شوه، کۀ د دۀ روح د مادې پۀ ولقه کښې لاړ نو د دۀ عقل چې د قدرت يوه لويه ډالۍ هم ده او ستره عجوبه هم، دا به مادي ترقي وکړي. دے به ايجادات هم وکړي، سهولتونه به هم را پېدا کړي خو د دې ترقۍ پۀ دغه تېز رفتاره سفرکښې به د دۀ نه د مينې، محبت او خدمت غوندې اعلٰي انساني اقدار چرته پۀ لاره پاتې شي او هم دغه شان وشوه.

هم دغه مخ پۀ ترقۍ انسان ډېر زر د دوېم نړيوال جنګ سره مخ شو او لا تر ننه دغه جنګ پۀ څۀ نا څۀ صورت کښې جاري دے. نن هم نړۍ ته د بابا فخر افغان د عدم تشدد د فلسفې، د علم د رڼا او دانسانيت خدمت د پروګرام ضرورت دے. پۀ ظاهره خو د بابا دا خبرې ساده سوده ښکاري خو کۀ د نن دا د وحشت، جنګ او هوس پۀ دام کښې ګېر ترقي يافته انسان يوې لحظې له دې د مينې، زغم، خدمت او رڼا پېغام ته ځېر شي او ورته لږ فکر وکړي چې يو داسې فکري نظام چې هم د عدم تشدد او برداشت عقيده لري او هم د ترقۍ او علم دوستۍ بيانيه او هم د ګړد انسانيت د خدمت جذبه. د دغه نظام نه به هېڅ کله هم جنګ، ځان ځاے او وحشت وده ونۀ کړي بلکې پۀ ګړده نړۍ کښې به د امن او سوکالۍ د يو نوي دور ابتداء وشي. بابا چې کله د خدائي خدمتګارۍ بنياد کېښود نو پۀ خپلو مبارکو لاسونو ئې ورله حلف نامه هم تياره کړه. دغه حلف نامه پۀ اصل کښې هم د دغه نهضت بيانيه ده. لوستونکي دې پۀ دغه حلف نامه لږ غور او فکر وکړي نو ټوله خبره به داسې سپينه شي لکه روڼ سبا لکه د سپينې تورې سپين مخ..

حلف نامه

  1. زۀ خپله نامه د خدائي خدمتګارۍ (دالله د مخلوق د پاره) پۀ صداقت او ايماندارۍ سره وقف کوم.
  2. زۀ به خپل ځان او ارام پۀ ايماندارۍ سره د خپل قام د خدمت او د وطن د ازادۍ نه قربان کوم.
  3. زۀ به د خدائي خدمتګارۍ پۀ تحريک کښې ډلې پرې نۀ جوړوم.
  4. زۀ به د بل کوم جماعت غړے نۀ جوړېږم او نۀ به د ازادۍ پۀ جنګ کښې چرې هم معافي غواړم.
  5. زۀ به د خپل مشر حکم هره لمحه منم.
  6. زۀ به تل د عدم تشدد پۀ اصولو کاربند يم.
  7. زۀ به د خداے د مخلوق بې غرضه خدمت کوم او د وطن ازادي به مې مرام وي.
  8. زۀ به تل پۀ نېکۍ او ښۀ کردار عمل پېرا يم.
  9. زۀ به بې غرضه بې لالچه خدمت کوم.
  10. زما ټولې هڅې به د الله د رضا د پاره وي. زۀ به د ځان ښودنې او د لويۍ نه خپله لمنه بچ ساتم.

کۀ مونږ پۀ دغه حلف نامه غور او فکر وکړو نو د ازادۍ د دغه لمحاتي او معروضي تقاضې نه پرته دغه باقي ټوله حلف نامه د عدم تشدد، د ګردو انسانانو د بې لوثه او بې غرضه خدمت، همت، محنت او صداقت ائينه داره او علمبرداره ده چې د نن نړيوال کلي کښې هم پښتون قام ته او هم ګړدې نړۍ ته د مثالي انساني ژوند اصول هم ښائي او دا هم ورته يادوي چې تۀ خو اشرف المخلوقات يې نو تا سره حېوانيت، وحشت، ځان ځانے او کرکه نۀ ښائي. ستا وظيفه خو د خداے پاک پۀ پېدا کړي کائنات کښې د غور او فکر سره سره د تعمير، جوړښت، تړون، محبت او خدمت وظيفه ده او هم دغه خدائي خدمتګاري ده، هم دغه باچاخاني ده او هم دغه زمونږ د بابا عقيده، فلسفه او نظريه ده او هم دغه “خدائي خدمتګار” د حضرت باچاخان پۀ تصور کښې د يو بشپړسړي او بشپړ پښتون تصور ؤ چې د رنګ، نسل او مذهب نه پرته دانسانيت، سړيتوب، خدمت او صداقت پۀ کالو ښائسته او موړ وي او هم د دغه مثالي پښتون تصور زمونږ د شلمې پېړۍ ستر نبوغ او نهضت ګر خپل قام ته وړاندې کړے دے.

دا ئې پۀ دې قام ډېر لوے احسان دے. د خدائي خدمتګارو ژوند، مبارزه او جدوجهد د دغه مثالي تصور عکس او ائينه ده. دا تصور محض يو تصور نۀ دے، خپله د بابا خپل ژوند هم د دغه تصور نمونه وه او د تاريخ پاڼې پرې ګواه دي چې د هر خدائي خدمتګار سپېځلے ژوند هم د زغم، همت، حوصلې، جدوجهد، انسان دوستۍ، علم دوستۍ، قامولۍ، صداقت او عدم تشدد عملي نمونه او مثال ؤ او مونږ له هم پۀ دغه عقيده او دغه فلسفه تګ پکار دے چې هم د قام د ترقۍ، سوکالۍ، امن او بقا لاره ده.

  1. پۀ دې کال بابا د خپل ملګري مولوي عبدالعزيز پۀ ملګرتيا د قام د اصلاح او د تعليم د رڼا د پاره باقاعده عملي قدم اخستے ؤ.

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …