پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله – نور الامین یوسفزے

پاکستان څنګه جوړ شو؟ د هندوستان پۀ وېش کښې د هغه وخت د نړۍ د لويو قوتونو څۀ دلچسپي وه؟ کۀ لږ ساعت د پاره هغه ټول تاريخي حقيقتونه يو خوا ته کېږدو او د دې ملک د واکدارانو دا خبره ومنو چې پاکستان پۀ پاکستان کښې اوسېدونکو قامونو )بنګال، پنجاب، سندهـ، بلوچستان او پښتونخوا( د ووټ پۀ ذريعه جوړ کړے دے نو د دې مطلب به دا شي چې پۀ دې ملک کښې پۀ بنيادي توګه څلور لوي او تاريخي قامونه اباد دي چې هر يو پۀ کښې خواوشا پينځۀ زره کاله قامي تاريخ لري. خپل خپل کلتور، فرهنګ او تاريخي ژبې لري. لکه د مثال پۀ توګه د پنجاب تاريخي بنياد هړپه، د سندهـ موهنجوداړو، د بلوچستان نال او د پښتونخوا ګندهارا تهذيب دے. کله چې پېرنګے د هند نه لاړو او هند ئې پۀ دوه ټکړو کښې تقسيم کړو نو دا هم يو تاريخي حقيقت دے چې پۀ دغه نوې جغرافيه کښې ناڅاپه د دې سيمې څلور تاريخي قامونه هم تقسيم شو او د نوې جغرافيې برخه وګرځېدل. لکه پنجاب نيم پۀ هند کښې پاتې شو او نيم د پاکستان برخه شوه. هم دغه شان نيم بنګال پۀ هند کښې پاتې شو او نيم د پاکستان برخه شوه او پۀ دغه طريقه بلوچستان او سندهـ هم ووېشلے شو او پښتونخوا چې پۀ کال 1893ز کښې د تاج برطانيې او امير عبدالرحمان پۀ دور کښې د سلو کالو د پاره د هند برخه ګرځېدلې وه، هم د پاکستان د جغرافيې برخه شوه.

د سياسياتو پوهان چې د قام کوم تعريف کوي د هغې تر مخه دغه ټول تاريخي قامونه قامونه دي او د پاکستان د وفاق يا فیډرېشن برخه دي. د دوي قامي وجود او قامي شناخت او تاريخي او عمراني حقيقت دے او هم دې قامونو د خپلو دغه ثقافتونو او دغه تاريخي ژبو سره )د دوي د وېنا مطابق( دا ملک جوړ کړے دے. د دې مطلب دا شو چې دې ملک دا قامونه نۀ دي جوړ کړي بلکې دې تاريخي قامونو دا ملک جوړ کړے دے. کله چې دا ملک دوي جوړولو نو هم د دغه قامي شناخت او دغه ژبو سره ئې دا ملک جوړ کړو خو دا ډېره عجيبه خبره ده چې کله ملک جوړ شو نو د ځينې نادانانو حاکمانو مازغو ته دا شيطاني خيال راغے چې اوس به دا ملک هله اباد وي چې دغه تاريخي قامونه خپل شناخت وبائيلي – حالانکې دغه قامونو چې دا ملک جوړولو نو دا ئې هم يو ارمان ؤ چې د ازادۍ نه پس به زمونږ انساني، قامي حقونه او شناخت زمونږ پۀ خپلو لاسونوکښې وي. اوس کۀ د ملک د جوړېدو ابتداء کښې د محلاتي سازشانو او د دروغو د عملياتو پۀ ځاے د هغۀ وخت واکدارانو د ازادۍ د مجاهدينو خبرو ته غوږ اېښودے وے او پۀ دغه نوې جغرافيه کښې ئې دغه تاريخي قامونه د دوي کلتورونو او ژبو ته وده هم ورکړې وے او دوي ته ئې هم د دوي پۀ ژبو کښې د اتفاق، ورورولۍ او خدمت درس ورکړے وے. پۀ دغه څلورو واړو قامونو کښې دوه خبرې شريکې دي: مشرقيت او روحانيت. دوي داسې کولے شو چې پۀ دغه درېو بنيادي خبرو ئې فرهنګي، علمي او عملي کار کړے وے. د ازادۍ مبارزانو )فخر افغان او جي ايم سيد وغېره( سره ئې مشورې کړې وے او د دغه مصلحينو د امن، عدم تشدد، سادګۍ او ورورولۍ فلسفه ئې پۀ دې جغرافيه کښې عامه کړې وے. داسې ئې د ملک د بېلا بيلو سيمو د صوفياء کرام لکه بابا بلهے شاه، وارث شاه، شاه بهټائي، مست توکلي او عبدالرحمان بابا د مينې محبت او روحانياتو تعليمات عام کړے وے. د ملک پۀ دارالحکومت کښې ئې د دغه تاريخي قامونو د ژبو او ثقافتونو د ودې د پاره باقاعده ادارې جوړې کړې وې. لکه د مثال پۀ توګه PkLDC (Paktoonkhwa languages Deployment Centre) او داسې د پنجاب، سندهـ، بلوچۍ او سرائيکۍ د ژبو د ودې مرکزونه ئې ساز کړي وے او پۀ دغه مرکزونو کښې ئې دغه قامي ژبو ته داسې ژبپوهان کښېنولے وے چې هغوي پۀ دغه تاريخي ژبو کښې د نړۍ ټول عمراني اوطبيعي علوم اړولے وے او د دغه قامونو د يو بل سره د نزدې کولو د پاره د علمي، ادبي او فرهنګي کار پېل کړے وے؛ د زور او زر پۀ ځاے ئې ځينې داسې طويل المعياد او قليل المعياد منصوبې جوړې کړې وے چې د دې ملک او د دې ملک د اولس پۀ ګټه وې. زۀ دلته د بنګالۍ خبره ځکه نۀ کوم چې د ملک دغه لويه برخه خو هم د دغه نادانانو د ظلمونو او غلطو پاليسيو د لاسه بېله شوه. ګنې کۀ د کال 1970ز د ټول ټاکنو تر مخه ئې اکثریت ګټونکي عوامي ليګ ته د حکومت جوړولو بلنه ورکړې وه او جرنل يحيٰي شېخ مجيب ته دا خط نۀ وے لېږلے چې تۀ خو شپږ نکتې يادوې او مونږ درله ډېر څۀ درکوو او د اقتدار شوقين يو بل مشر د دوي پۀ وېنا د اکثريت پۀ اقليت کښې د بدلولو هڅه نۀ وه کړې نو نن به بنګال هم د دې ملک د وفاق برخه وه. اصل کښې پاکستان يو داسې فیډرېشن دے چې پۀ کښې لکه د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو ګڼ قامونه پۀ ګډه اوسېږي. د سياسياتو زده کوونکي داسې ملک ته کثير القومي ملک وائي او د نړۍ پۀ مخ ګڼ هېوادونه داسې شته چې ګڼ شمېر قامونه پکښې د خپل قامي شناخت سره ژوند کوي.

وفاق دغه قامونو له خپل شناخت ورکړے دے او د برابرۍ پۀ بنياد شريک ژوند کوي خو د بده مرغه د دې ملک واکداران دا تاريخي حقيقت نظر انداز کوي چې پۀ دې ملک کښې يو قام نۀ بلکې څلور غټ تاريخي قامونه اوسي. دا يوه داسې ګلدسته ده چې اول پکښې پينځۀ ګلونه وواو اوس پۀ کښې څلور غټ ګلونه دي.

کله چې يو اٰمر پۀ دې ملک کښې يو يونټ )وحداني نظام( نافذ کړو او د هغې پۀ ضد د ملک ټول محکوم قوتونه او يا محکوم قامونه سره يو ځاے شو او د بي بي فاطمې پۀ مشرۍ ئې د حقيقي جمهوريت د پاره جدوجهد شروع کړو؛ د جناح صاحب خور ئې د يو اٰمر مخې ته ودروله او عېن ممکن وه چې جمهوريت بريالے شوے وے او د نېپ منشور دغه ټولې مسئلې او کشالې هوارې کړې وے )ځکه چې د نېپ منشور کښې دا خبره واضحه وه چې د ګاونډي هېوادونو سره ښه ورورولي او پۀ ملک کښې معاشي مساوات( خو د وخت حاکم د ځان سره د پېرنګي تالي څټ نوابان او خان بهادران ملګري کړل؛ پۀ زرګونو روپیو ئې د ممبرانو ووټونه واخستل. د بنګال نتيجه ئې شپه پۀ شپه بدله کړه او داسې ئې تش فاطمه جناح ته نۀ بلکې د دې ملک تاريخي قامونو، جمهوري قوتونو او پرېوتو اولسونو له ماتې ورکړه ځکه خو د دغه انتخاب نه پس د ا زادۍ يو مبارز زمرود کاکا جرنېل پۀ خپله ډائرۍ کښې ليکي چې “مونږ ته پته ولګېده چې محمد علي خان )د هوتي نواب( کامياب شو، دوي پۀ دوه دوه زره او درې درې زره ووټونه اخستي وو نو زما دې زړۀ ډېر درد وکړو. ما وې چې مونږ خو دا ازادي د دې د پاره غوښتله چې پېرنګے لاړ شي او مونږ پۀ خپله خوښه دې ملک کښې يو جمهوري نظام راولو. زمونږ مشران خو پۀ لکهونو روپیو نۀ وو خرڅ شوي او دلته خلقو خپل ایمانونه پۀ څو زره روپیو خرڅ کړل او ځانونه ئې د تل د پاره هم د هاغه نوابانو غلامان کړل څوک چې اول د پېرنګي ملګري وو.” وروسته بابا دا ټپه هم ليکلې وه:

د کال خواري مې اوبو يوړه

بيا به د سيند پۀ غاړه نۀ کرم ګلونه

مطلب دا چې د ازادۍ ایجنډا نيمګړې پاتې شوه او لا تر اوسه نيمګړې ده.

د دغه بنيادي انساني، قامي او جمهوري حقونو د پاره د ازادۍ نه پس هم باچاخان او د هغۀ ملګرو خپله مبارزه جاري وساتله. خان عبدالولي خان هم پۀ پارلېمنټ کښې او هم د پارلېمنټ نه بهر پۀ څوڅو کرته دا خبره سپينه کړه چې د دې ملک د ابادۍ راز پۀ دې کښې دے چې دلته دې حقيقي جمهوريت قائم کړے شي. پۀ ملک کښې اباد قامونو لۀ دې د شناخت او ژوند حقونه ورکړے شي. د دغه حقونو نه د انکار پۀ سبب دا ملک دوه ټوټې شو اوس ضرورت د دې خبرې دے چې اوس هم د دې ملک واکداران سره کښېني او پۀ دغه بنيادي خبرو يو صلاح شي نو اوس هم څۀ ناشونې نۀ ده. د هر څۀ نه اول خو پکار دي چې اتلسم ائيني ترميم باندې د هغې د روح سره سم عمل وشي او هغه کوم حقونه چې دغه ائيني ترميم د دې ملک ائيني يونټو ته ورکړي دي، هغه دوي ته ورکړے شي – لکه د مثال پۀ توګه پۀ خپلو وسيلو اختيار، صوبو ته د نورو ملکونو سره د ترقياتي کارونو د پاره د لوظنامې اختيار، د نصاب سازۍ اختيار، د کنکرنټ لسټ د ختمېدو او د اتلسو وزراتونو صوبو ته د ورکولو نه پس پۀ دغه فېصله د خپل روح مطابق عمل کول، پۀ مالياتي اېوارډ کښې د صوبو برخه، واجبات او داسې نور. درېم دا چې د فاټا انضمام دې زر تر زره وکړے شي؛ دغلته دې فوځي څوکۍ ختمې شي او انتخاب دې هم زر ترزره وکړے شي او بيا دې دغه نوو ضلعو ته د اربونو روپیو پېکج ورکړے شي چې د تعليم، صحت او روزګار کارونه پۀ کښې سر ته ورسولے شي. د ملک پۀ کچ چې پۀ ځوانانو کښې عموماً او پۀ پښتنو ځوانانو کښې خصوصاً د کمترۍ، بې وسۍ او محرومۍ کوم احساس را پېدا شوے دے او دا احساس هم ورته شوے دے چې ګنې مونږ پۀ دې ملک کښې د دوېمې درجې اوسېدونکي يو، د دغه احساس د لرې کولو د پاره هم کوټلي قدمونه اوچتول غواړي. اوس کۀ څوک پښتون زلمے ځان ته افغان وائي نو دا خو د هغۀ تاريخي، قامي او انساني حق دے. دا خو يو حقيقت دے او زمونږ د جائيداد پۀ کاغذونو کښې نن هم قوم “افغان” ليکلے دے ځکه چې مونږ افغانان يو. هم داسې پنجابيان ‘پنجابيان’، سندهيان ‘سندهيان’ او بلوچيان ‘بلوچيان’ دي. خو دا ټول د پاکستان د وفاق برخه دي او دا د دوي ملک دے. دا ملک چې اباد وي، دا ملک اسوده حال وي، د دې ملک چې د ګاونډي هېوادونو سره ښه ورورولي وي نو هم دا قامونه به پرې ښاد او اباد وي خو دا کار پۀ زور او د ميډيا پۀ منفي پروپېګنډو نۀ کېږي. کۀ يو پنجابے ځان ته کهر، کهرل، راجپوت او باجوه وائي کوم چې د دغه قام تاريخي قبائيلي او قامي نومونه دي نو کۀ پښتون ځان ته پښتون يا افغان وائي نو دا هم د دۀ حق دے او د دې دا مطلب هرګز نۀ دے چې هغه د دې ملک د شهريت نه انکار کوي. د پاکستان ميډيا چې د دغه قسمه خبرو پۀ حواله کومه منفي پروپېګنډه کوي؛ زما پۀ خيال د دې ټول نقصان هم د دې ملک بنيادونو ته رسي. ریاست باید د دغه میډیا چېنلو تر لارې د دغه ناوړې پراپېګنډې نه لاس پۀ سر شي. دا هم عجيبه خبره ده چې کله دوي ته ضرورت وي نو دغه افغان ځان ته رانزدې کړي او کله چې ئې خپل غرض پوره شي نو بيا د نادانانو خبرې اورو. لکه د مثال پۀ توګه چې کله ميزائل جوړ کړي نو بيا هم دغه د افغانانو اتلانو نومونه پرې ږدي د چا نوم اخستل چې نن سبا دلته کفر ګڼلے شي؛ لکه غوري، ابدالي وغېره.

دا دوه رنګي پرېښودل پکار دي. افغانستان سره زمونږ ګڼې رشتې دي ځکه خو علامه محمد اقبال وائي چې:

آسياپک پيکر آب ګل است

ملت افغان درآن پيکر دل است

علامه صاحب خوشحال بابا ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کوي نو هم وائي چې:

خوش سرو دآن شاعرِ افغان شناس

آن که بيند باز گويد بے هراس

آن حکيمِ ملتِ افغانيان

آن طبيبِ علتِ افغانيان

راز قومے ديد و بے باکانه گفت

حرف حق باشوخئِ رندانه گفت

مطلب دا چې علامه اقبال موصوف کۀ يو خوا افغان ملت د اسيا زړۀ ګڼي نو بل خوا ورته د “ملت” درجه ورکوي. دا خو ډېر عجيبه خبره ده چې د دې ملک دومره لوے مفکر داسې وائي او دوي د خپل ضد، انا او يا څۀ نورو مقصدونو تر مخه بل څۀ وائي!!! زما پۀ خيال اوس پکار دي چې پۀ دغه موضوعاتو ښې سپړدې خبرې وشي. کۀ د پنجاب خلق د مذهب او جغرافيې د جدايۍ باوجود يو بل سره دومره مينه کولې شي چې د هند دور نومونه ځان سره ليکي او چې کله هم يو ځاے شي نو شريکې بنګړې اچوي او پښتانۀ چې يو نسل، يوه ژبه، يو قام دي؛ صرف ځان ته پۀ افغان وئيلو ګناه ګاردي. هغه افغانان چې هم د دې ملک واکدارانو ورته د خپل ضرورت تر مخه د مهاجر درجه ورکړه او ځان ته به ئې انصار وئيل، هم د دې ملک واکدارانو د هغوي پۀ خاوره د خپلو مفادو جنګ وکړو. د ترهګرۍ بوټے ئې پۀ کښې نال کړو او د عمرونو عمرونو پۀ غم ئې واړول. ضرورت د دې خبرې دے چې دا ملک او د دې واکداران افغانان خپل وروڼه وګڼي. هغوي سره خپلې تجارتي، فرهنګي او ګاوڼدي ورورولۍ مضبوطې کړي ځکه چې د دواړو هېوادونو د پاره دا ضروري ده چې د بد نيتۍ، تعصب او تنګ نظرۍ پۀ ځاے د پراخ دلۍ، روادارۍ او روښان فکرۍ نه کار واخستل شي. کۀ د دې ملک زلمي څۀ تحفظات لري نو دغه تحفظات حقيقت دے او پکار دي چې واکداران ورسره خبرې اترې وکړي ځکه چې زمونږ مشران وائي “خبره پۀ خبرو غوڅېږي.”

کۀ چرې د انا او ضد دغه دائره ماته کړې شي نو زما پۀ خيال دا کار هډو څۀ ګران کار نۀ دے. پۀ يوه مياشت کښې دغه ټولې تربګنۍ او دښمنۍ سر خوړلے شي. د دواړو هېوادونو، تاجرانو، شاعرانو، استاذانو او عالمان چې سره تماس ونيسي، رابطې جوړې کړي نو دا کار د څو هفتو کار دے. بله دا چې پۀ دې ملک کښې ډېر پوهه دانشوران، پوهان، تاريخ دانان او ډېر د کار خلق شته. پکار دا دي چې پۀ دې حواله يو کانفرنس وکړے شي او پۀ دې سوال د نوي سره غور وکړے شي چې ايا د دې ملک د دغه تاريخي قامونو ترمنځه د يوې نوې عمراني معاهدې ضرورت شته؟ د ملک پۀ کچ هم د ځينو بنيادي قدمونو اوچتولو ضرورت دے ځکه چې نۀ پۀ زور کلي کېږي او نۀ د زور کلي. هسې هم نن د پېداوار الات او تدريسي حالات بدل شوي دي. بدلون زمونږ پۀ دروازه ولاړ دے او مونږ ورته شا کړې ده چې دا رویه مثبت او Rational رويه نۀ ده. حقيقتونه تسليمول او د دغه حقيقتونو پۀ رڼا کښې پرمختګ کول د وخت ضرورت دے.

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …