پښتو ژبې او ادب ته د خدائي خدمتګار تحريک بخښنې – نور الامين يوسفزے

پښتون د نړۍ د تاريخ يو زوړ او لرغونے قام دے او پۀ خپل اوږد ملي تاريخ کښې دې تاريخي قام بلها انقلابونه ليدلي دي. د سکندر نه تر دې دمه د دوي پۀ خاوره د يرغلګرو د يرغلونو قصه ډېره اوږده هم ده، ترخه هم او د عبرت نه ډکه هم. د خپل نسل او نوغي د بقاء پۀ خاطر دې مېړني قام پۀ خپل روايتي، قبائلي او غرئيز ټاټوبي کښې هم د خپل ضرورت ساده باده صنعت او فنون زېږولي دي، هم ئې د يرغلګرو سره پۀ تشو لاسونو اوږدۀ اوږدۀ جنګونه کړي دي. د دغه را تپلو شوو جنګونو د لاسه او د دغه تاريخي تشدد د لاسه پۀ دې خاوره د تشدد او شدت پسندۍ تېغي وده کړې ده ځکه چې تشدد د تشدد نه را پېدا کېږي. پۀ خپل دغه شورئيز تاريخي سفر کښې دې قام داسې مېړني اتلان زېږولي دي چا چې د خپل فکر، لېچواو جذبې پۀ زور د دوي او د دوي د خاورې حفاظت کړے دے او پۀ دغه ملي مبارزه کښې ئې نۀ د خپلو سرونو پرواه کړې ده او نۀ د وسائلو. خوشحال بابا د خپل ځان پۀ حقله وائي چې:

لا يو شور ځنې لاړ نۀ وي چې بل را شي
کۀ دا زۀ پېدا پۀ ورځ د شور و شر يم

خو زما پۀ خيال زمونږ د دغه قامي، ملي تخليق کار او نهضت ګر دا خبره يواځې د هغۀ تر ذات محدوده نۀ ده؛ دا قصه د ټول قام د “شور” قصه ده. هغه د انور علي جان صاحب خبره:

ما د غم قصه کوله، حجره ټوله ژړېدله
دا زما د غم قصه وه، خو هر چا خپله ګڼله

د ستر امير کروړ نه تر ستر احمد شاه ابدالي او غازي امان الله خان د قامي اتلانو دغه لړۍ ځان ته يوه تفصيل طلب او اهمه موضوع ده چې چرته بل وخت به پۀ دې ليک وکړو؛ خو دا وخت زما پۀ وړاندې د پښتون ملي تاريخ هغه غورځنګ او هغۀ ملي نهضت دے چې د پښتون قام پۀ زرګونو کالو خپور دغه اوږد تاريخ کښې بل هېڅ ثاني نۀ لري.

د دغه ټولو مېړنو او اتلانو پۀ دغه اوږد وياړمن قطار کښې درې داسې نامې دي چې هغوي محض جنګونه نۀ دي کړي او نۀ ئې د پښتنو نه محض لښکر سازکړے دے بلکې دې مېړني قام لۀ ئې يوه باقاعده مفکوره او نهضت ورکړے دے او دغه درې هستۍ دي: حضرت بايزيد انصاري، ستر خوشحال خان خټک او د شلمې پېړۍ لوے پښتون مبارز او مبلغ حضرت باچا خان.

حضرت بايزيد انصاري 931)ز( لومړے سړے ؤ چې دې قام له ئې پۀ لاسو کښې کتاب ورکړو. د وخت د استعمار )مغلو( پۀ ضد ئې د دوي يو کولو لپاره د يو داسې ملي نهضت ابتداء وکړه چې اساس ئې قامي )ملي( او انداز ئې روحاني ؤ. دغه تحريک دې قام له د ملا ازاني، مرزا خان انصاري، واصل او دولت لواڼي غوندې ستر قلمکار او تخليق کار هم ورکړل.

د دغه ملي پاڅون او نهضت دوېم اهم پړاو هغه وخت د تاريخ پۀ دوره کښې سر را پورته کړو کله چې ستر خوشحال 1022-1663)ز يا 1100-1689 ز( د مغلي استبداد ښکار شي او هم د مغل پۀ قېد کښې دا انقلابي نعره اوچته کړي چې:

پس د بنده دے دا عزم
يا نيولے مخ مکې ته
د خوشحال د خاطر جذم
يا مغلو سره رزم

)رنتبور، 1664-68ز(

د ځان سره د “دستار نامه” پۀ صورت کښې د مغلو د بند نه خپل قام له يو دستور او ائين راوړي – يو داسې ائين او دستور چې دوي ته د غلامۍ نه د ازادۍ او حکمرانۍ چل ورښائي. داسړے دا اعلان هم وکړي چې:

پۀ پښتو ژبه چې ما علم بلند کړۀ
پۀ فارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده
د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړۀ
پۀ پښتو ژبه مې خلک بحرمند کړۀ

داسې کۀ يو خوا د خپلې ژبې د فارسۍ سره د سيال کولو او غني کولو ابتداء وکړي نو بل خوا د قام د ملي پاڅون، اتفاق، اتحاد او ازادۍ د پاره د خپلې شاعرۍ نه داسې کار واخلي:

د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

خزانې د هندوستان دې را خورې دي
بله هېڅ ليدلے نۀ شي پۀ دا منځ کښې
درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
پۀ يوه ژبه وئيل سره پښتو کړو
سرۀ مهران دې ننوځي پۀ کهسار
يا مغل د ملکه ورک يا پښتون خوار
سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار
ولې هېڅ نۀ شو لۀ يو بل خبردار

زمونږ د دغه ستر ملي مبارز دغه “نهضت” هم لکه د پير روښان قامي او ملي ؤ خو اساس ئې قامي ؤ، ولې انداز ئې تخليقي او عسکري ؤ. خوشحال بابا خپلو بچو ته پۀ باقاعده توګه د ليک لوست وېنا کوي او د هغۀ هر بچے د خپل خپل مزاج سره سم کار ته ملا تړي.

د پښتون ملي تاريخ د دغه ستړي ستړي اوږد سفر اخرنے او پۀ ډېرو حوالو ځانګړے ملي نهضت د ستر ملي مصلح او مبارز حضرت باچا خان قامي او ملي نهضت دے چې لکه د پير روښان او خوشحال بابا د دې نهضت اساس هم قامي او ملي دے خو انداز ئې د شلمې پېړۍ د غوښتنو سره سم اصلاحي،علمي، عمراني او سياسي دے.

د حضرت باچا خان 1988-1890)ز( د دغه نهضت “خدائي خدمتګار” 1921-1910]ز او 1930ز[ د پښتنو پۀ زرګونه کاله را خور تاريخ يوه داسې سايه داره اونه ده چې هر اړخ، هره څانګه، هر ګل او هره پاڼه ئې ځانګړې ده – د مقصد لۀ لوري دومره بشپړ او د انداز لۀ لوري دومره ځانګړے دے چې مونږ ئې د بل کوم تحريک يا نهضت سره هډو تقابل نۀ شو کولے.

دومره جامع، دومره بشپړه، دومره هر اړخيزه او د وخت او زمانې د معروضي حالاتو دومره مناسب ائينه دار نهضت شايد چې د نړۍ تاريخ بل کوم ليدلے وي. يو داسې تحريک او نهضت چې پۀ يو وخت هم د استعمار نه د ازادۍ مبارزه کوي او هغه هم د عدم تشدد، زغم، برداشت، جهد مسلسل او استقامت پۀ وسله پۀ عمراني توګه د قام د سماجي ژوند نه د جهالت او بې سوادۍ خپسه پاڅوي او 134 ازاد سکولونه ورله تابيا کوي. يو داسې تحريک چې هم پښتانۀ د سطحي نر ګيست، خود پسندۍ او انا پرستۍ دوزخ نه را وباسي او هم ورله د قامونو پۀ ورورولۍ کښې د يو قام پۀ حېث خپل شناخت ورکوي.

يو داسې تحريک چې د قام د مودو مودو د غلامۍ د لاسه زنګ وهلي نظام نه د تشدد، تربګنۍ، ځان ځانۍ او انسان دښمنۍ غېر انساني خويونه لرې کوي او هم دغه مېړنے قام د عدم تشدد، اتفاق او انسان دوستۍ پۀ يوه لويه ورورولۍ کښې پېري. يو داسې تحريک چې هم پۀ انساني خدمت ايمان او اتفاق لري او هم پۀ جدوجهد د قام او ملت د يو کولو، بېدارولو، پوهولو ځان پېژندلو او ابادولو پۀ مفکوره او فلسفه ولاړ دغه تحريک هم د قام د سړو نه انسانان )ادميان( جوړوي اوهم د قام مېرمنو له د با وقاره ژوند او فعال کردار بيانيه ورکوي. يوه داسې بيانيه چې قوميت ئې د مينې، سياست د عبادت او ولايت د خدمت غېږه کښې ورکړو. يو داسې تحريک چې قائد ئې د خپل اولاد او خپلې کورنۍ د خپل قام سره ولاړ د ژوند هره توده سړه پۀ شريکه تېروي او د خپل پاک او سپېځلي ژوند زياته برخه يا خو د وخت د استعمار پۀ ضد مبارزه کښې تېروي او يا د دۀ د زندان پۀ دېوالونو کښې – خو د خپل طبيعي، قامي او ملي ژوند پۀ يو پړاو نۀ د خپلې مفکورې او فلسفې نه جاروځي او نۀ ئې څوک لکه د ايلم او تاترې د خپله ځايه خوځولے شي. يو داسې قائد چې د پښتونخوا پۀ ګوت ګوټ، حجره حجره، جومات جومات اوکوڅه کوڅه کښې د مينې، محبت، عدم تشدد او بېدارۍ د مفکورې سره ګرځي او د تشدد لۀ لاسه د تشدد غېږې ته تلے قام د مينې محبت پۀ يوه نوې ورورولۍ کښې هم پېري، د خدمت خلق بيانيه هم ورکوي، سياسي تربيت ئې هم کوي او د ملي مجاهدې د پاره پۀ کښې د زغم او برداشت توان هم را پېدا کوي او داسې د وخت او زمانې د فرعون مخې ته د عدم تشدد يو داسې مضبوط لښکر ودروي چې ګرده نړۍ ئې ثاني نۀ لري.

د هم دغه قامي او ملي تحريک )نهضت( د خېټې نه چې کوم ادبي او علمي تحريک را برڅېره شوے دے، زمونږ نقادان او پوهان ورته د “خدائي خدمتګار ادبي تحريک” نامه ورکوي ځکه چې د حضرت باچا خان د پښتنو شاعرانو او اديبانو د رايو ورکولو او د قامي کاروان برخه جوړولو دغه عمل هم باقاعده يو شعوري او فکري عمل ؤ چې هغه ژبه چې شاعرانو او اديبانو ئې تل د قام د سترګو او دماغو کردار ادا کړے ؤ، د اوږدې غلامۍ د لاسه د هغې ژبې شاعران او اديبان هم د وخت دخانانو او ملکانانو پۀ حجرو کښې ناست د هغوي ټپې ئې وئيلې. د پښتو ادب سرچينه چې د امير کروړ او ملا ارزاني نه تر معزالله خان مومند را ورسېدله نو هم دغلته د پېرنګي غلامۍ خپل کار وکړو. اوس زمونږ اولسي شاعران خو د اولسي سندرو سره پۀ مېدان کښې ولاړ وو چې بيانيه ئې قامي نۀ، تفريحي وه. د هغوي کردار او د اولسي شاعرۍ اهميت پۀ خپل ځاے، خو دغلته اوس د پېرنګي خلاف د مبارزې لپاره قام ته د پوهه، قام پرست او ساهو قلمکارو ضرورت ؤ ځکه نو باچا خان هم د دغه روايتي کاروان نه شاعران او اديبان را اوچت کړل او د قام پۀ ملي مبارزه کښې ئې ورله د هر اول دستې کردار ورکړو.

د خپلې ژبې د خدمت، روزنې او هم د دغه ژبې د تخليق کارو د خپل اولس سره د حقيقي او ملي تړون پۀ غرض “بابا” د “پښتون” 1928)ز( مجلې اجراء وکړه او پۀ خپله ئې د دغه “رسالې” ادارت ته ملا وتړله او پۀ دغه “حالت جنګ” کښې ئې هم د ژبې، ادب او صحافت د اهميت او ارزښت تر مخه د دغه مقدس کار پۀ خپلو مبارکو لاسونو ابتداء وکړه.

کله چې د “پښتون” اجراء وشوه او د باچا خان بابا پۀ مشرۍ کښې پۀ دغه “مجله” کښې پښتنو شاعرانو او اديبانو خپل ليکونه پېل کړل نو هم دې سره د پښتو ژبې او ادب پۀ دنيا کښې هم د يو نوي، تازه دم، قامي، حقيقت پسنده او با مقصده ادب ابتداء هم وشوه او بيا دغه “مجلې” د قام پۀ سياسي، ملي او فرهنګي ژوند کښې دومره اهميت اختيار کړو چې پۀ وړومبي کال د “پښتون” پۀ زرګونو مجلې خرڅې شوې او يو وخت داسې هم راغے چې د قامي تحريک سره تړلي هر مجاهد به د اهمو پېښو او د دغه پېښو پۀ حقله د تحريک د دريځ لپاره د مياشتنۍ “پښتون” انتظار کولو او هم د دغه مجلې پۀ رڼا کښې به ئې بيا عمل کولو.

د قامي کاروان د غېږې نه چې کوم شاعران او اديبان وزېږېدل يا ئې د دې پۀ غېږه کښې فکري روزنه وشوه، د دغه ليکوالو وېش مونږه څۀ پۀ دې ډول کولے شو – زمونږ د دغه تحريک سره تړلو ليکوالو عموماً پۀ درې مېدانونو کښې زيات کار کړے دے: دوي کښې يوه ډله هغه ده چې د دغه ډلې قلمکار باقاعده شاعران او اديبان نۀ دي خو ليکلي لوستلي دي او د خپل رهبر پۀ نغوته ئې قلم لاس ته کړے دے. د دغه ډلې ليکوال يا خو د خپل امروزه سياسي سرګرميو سترګو ليدلے او پۀ خپله کړے حال د ډائريو پۀ شکل کښې قلم بند کړے دے، يا ئې قامي اوعصري تاريخ ليکلے دے او يا ئې پۀ عمرانياتو او فلسفه کښې کار کړے دے او داسې دغه ليکلو لوستلو خدائي خدمتګارو هم د خپلې ژبې خدمت کړے دے او هم ئې قام ته خپل سوچه او رښتونے تاريخ سپارلے دے. لکه د مثال پۀ توګه د خدائي خدمتګار زمرودخان بابا جرنېل ډائري، د ناظم سرفرازخان ډائري، د فضل الرحيم ساقي کتابونه، د احمد کاکا دوه جلده ليکلے د خدائي خدمتګارۍ تاريخ، د قاضي عطاء الله خان ليکلے د پښتنو تاريخ، د ډاکټر وارث خان ليک، د ميا اکبر شاه سفرنامه، د سالار امين جان د بابړې د خونړۍ واقعې د سترګو ليدلے حال، د خان مير هلال ژوند ليک، د ارباب سکندر خان خليل پۀ فلسفه او اقتصاديات کړي ليکونه، خپله د باچاخان بابا ژوند ليک “زما ژوند او جدوجهد” او د رهبر تحريک خان عبدالولي خان کتابونه “رښتيا رښتيا دي” او پۀ څلور جلده مشتمل د خدائي خدمتګارۍ تاريخ چې پۀ پښتو ژبه کښې د تاريخ نويسۍ، ژوند ليک او سفرنامه نګارۍ لپاره د رول ماډل حېثيت لري. د دغه قسمه تاريخي او عمراني موضوعاتو لپاره دغه کتابونه پۀ خصوصي توګه د رهبر تحريک کتابونه او د هغۀ د ليک اسان، روان، با محاوره او جانانه انداز د ټکسالي نثر حېثيت لري.

د خدائي خدمتګارو يوه بله ډله د هغه قلمکارو ډله ده چې هغه باقاعده اديبان وو خو نثر او پۀ خصوصي توګه تخليقي نثر ته ئې مزاجونه زيات جوړ وو. د دغه ډلې اکثر ليکوالو يا خو ډرامې ليکلې دي يا ئې افسانې او سفرنامې تخليق کړې دي. پۀ دغه باقاعده نثر نګارانو کښې د عبدالاکبر خان اکبر، عبدالخالق خليق صاحب او امیر نواز خان جليا ډرامې درې يتيمان، جونګړه، خدائي خدمتګار، شهيده سکينه او درد هغه شاهکارونه دي چې د پښتو ډرامو او پۀ خصوصي توګه پۀ سټېج د وړاندې کړې شوو ډرامو پۀ حواله د رجحان ساز حېثيت هم لري او د قامي کاروان پۀ مبارزه کښې ئې حرکت او حرارت هم اچولے دے. د عبدالاکبر خان او خليق صاحب ژوند ليکونه، د عبدالاکبرخان پۀ روښانيانو ليکلے کتاب “روښانيان د مغلو تاريکيان” او د خليق صاحب “زۀ او زما زمانه” زمونږ د قامي تاريخ او قامي ژبې هغه شاهکارونه دي چې دا ژبه او قام به پرې تل وياړېږي. د دې نه علاوه د ښاغلي جهانزيب نياز ژوند ليک او د ماسټر عبدالاکريم افسانې “ځولۍ ګلونه” هم زمونږ داستاني ادب کښې د مِل د کاڼي حېثيت لري چې وروستو پرې د فکشن يو لوړ تاج محل رغ شو.

هم د دغه کاروان د تخليق کارو يوه بله ډله د باقاعده شاعرانو ډله ده د کومې سرخېل چې ارواښاد فضل محمود محفي ؤ. پۀ دغه ډله کښې هسې خو ګڼ شمېر شاعران شامل دي او لا دا سلسله روانه ده – پۀ هغه تسلسل کښې نن هم ګڼ شمېر شاعران د خپل قام، ملت او ملي نهضت سندرې وائي خو پۀ هغه زمانه کښې چې کوم نمائنده شاعران وو چا چې د خپلې شاعرۍ )پۀ خصوصي توګه نظم کښې( پۀ ذريعه قامي کاروان کښې خپله برخه واچوله او د تحريک پۀ جلسو کښې ئې حرارت او حرکت را پېدا کړو، پۀ دغه نمائنده شاعرانو کښې د ذکر شوي )فضل محمود محفي( صاحب نه علاوه شاد محمد مېږے، شرر امباډهېر، فضل الرحيم ساقي، عبدالمالک فدا، تاج محمد خاموش، سعادت خان جلبل، س ب ب، الف جانه خټکه، خان عبدالغني خان، زيارت خان استاذ پۀ خصوصي توګه د يادولو وړ دي.

هم دغه شاعرانو او قلمکارانو ]چې روزنه ئې خدائي خدمتګار تحريک کړې وه[ د پښتو ژبې د تخليقي کاروان نه د يکسانيت خپسه پاڅوله، سمت ئې ورته سم کړو، يو نوے تازه دم روح ئې پۀ کښې ور وپوکلو او د يوې نوې جذبې، نوي رنګ او نوي غورځنګ سره ئې دغه کاروان روان کړو. دوي د پښتو ژبې او ادب ابياري د خپلو زړونو او سرونو پۀ وينو وکړه او د خپل وژن پۀ مدد ئې د دې ژبې ادب د موضوعي او معروضي حقيقتونو سره هم اشنا کړو او پۀ تازه دم او نوو موضوعاتو ئې هم غني کړو – تر دې چې د اسلوب او اندازې پۀ حواله ئې هم نوې نوې تجربې وکړې او د هغه وخت د نړيوال ادب نه ئې نوي نوي ژانرونه/ توکي )اصناف سخن( هم خپلې مورنۍ ژبې ته را واړول او بيا ئې د دغه اصنافو نه هم د وسيلې کار واخستو او هم د وسلې. زمونږ دغه نوموړو شاعرانو خپلې مور ژبې له د لغاتو، ټکو او ترکيبونو پۀ حواله هم ډېر څۀ ورکړل؛ تر دې چې ځينې داسې مرکبات او ټکي ئې هم د شاعرۍ برخه وګرځول چې زمونږ پۀ زړه شاعرۍ کښې ئې يا خو ګنجائش نۀ ؤ او يا ئې هغه استعمال نۀ ؤ کوم چې دوي پکار را وستلو. مطلب دا چې ژبه ئې د اظهار او بيان پۀ حواله د نوو علامتونو او نوو نوو استعارو سره اشنا کړه. د دغه کاروان ډرامه نګارانو، افسانه نګارو او شاعرانو پۀ مروجه ډکشن )لغاتو( کښې نوې نوې معنې هم ور واچولې او داسې ئې قامي منظرنامه کښې قامي او ترقي پسندې شاعرۍ له وده هم ورکړه او پۀ ژبه کښې ئې د نوو نوو علامتونو، تشبيهاتو او استعارو اضافه هم وشوه چې د فلالوجسټو پۀ ژبه کښې د “نيولاجزم” يو صورت هم دے – لکه د مثال پۀ توګه کلے، کور، جانان، ساقي، خمار، سپرلے، ګل، ګلاب، رېدي ګلے، اختر او داسې بلها ټکي او ترکيبونه د اګاهو نه هم موجود وو خو د دې تحريک سره تړلي شاعرانو دغه ټکي او ترکيبونه د نوو نوو معنيو سره اشنا کړل. دوي ته او د دوي پۀ وسيله ئې قامي او انساني ژوند ته پۀ يوه بله زاويه وکتل او د خپل شاعرانه اسلوب برخه ئې وګرځول او هم د دې تحريک پۀ سبب پښتنې ټولنې د ژوند پۀ يوه نوې او تازه دم منظرنامه غزونې وکړې. قامي او مقصدي ادب را منځ ته شو او د کوم قامي انقلابي نظم ابتداء چې مولانا فضل محمود محفي کړې وه، هغه اجمل خټک معراج ته ورسولو. مزاحمت ته ئې د تخليق او تخليق ته ئې د مزاحمت لاره وښودله. قلمونه ئې تورې او تورې ئې قلمونه کړل. هم ئې د ژبې ځولۍ د نوو نوو ملغلرو نه برجقه کړه او هم د خپلو ټکو سره پۀ مېدان کښې ودرېدل. وروستو هم دغه کاروان پۀ خپل خپل انداز کښې همېش خليل، قلندر مومند، رحمت شاه سائل، مهدي شاه باچا او نورو سوونو تخليق کارانو پۀ مخ بوتللو او پښتو نثر ئې د علمي، تاريخي او ژوندليک پۀ حواله د جديد تر اسلوب سره اشنا کړو. دا ځان ته يوه د څېړنې موضوع ده؛ بايد چې څوک څېړنکار د دغه دور د کتابونو اسلوبياتي او موضوعاتي تجزيه وکړي.

خدائي خدمتګار تحريک چې پښتو ژبې او ادب له کومه علمي، فکري او تخليقي سرمايه ورکړه،. د دې پۀ حقله پروفېسر ډاکټر صادق ژړک پۀ خپل کتاب “د فخر افغان ځانګړنې” کښې ليکي چې،

فخر افغان باچا خان چې کله د نوي پښتون قامي غورځنګ بنيادونه ږدي نو پۀ دې دور کښې دوي او د دوي ملګري د پښتو ژبې ته پۀ خاص ډول پام راګرځوي. د “پښتون” رسالې تر څنګ ازادې مدرسې جوړېږي؛ پۀ دې دوره کښې د ماشومانو تر څنګ د هر عمر خلک روزل کېږي. پۀ دې دوره کښې شاعري انقلابي اړخ ته را ګرځوي، نوي ادبي ژانرونه پۀ پښتو کښې پۀ منظم ډول دودېږي او پۀ ځانګړي ډول پام ور اوړي. سټېج ډرامې وړاندې کېږي؛ پۀ هغو کښې د ټولنې د سمونې او د دښمن پۀ ضد تبليغات پۀ کښې کېږي. د دې دورې اثر نۀ يواځې تر صوبه پښتونخوا پورې پاتې کېږي بلکې د دې دورې رېښې تر کندهار او شالکوټ پورې را رسېږي. پۀ دغه دور کښې پۀ سوونو خلک د پښتو ادب پۀ ډګر کښې روزل کېږي. پۀ دغه انقلابي دوره کښې ډېر ستر ستر ليکوالان، قصه ليکونکي او شاعران روزل کېږي.

محمد صادق ژړک، د فخر افغان ځانګړنې، کوئټه، پښتو ادبي غورځنګ، جنوري 2012، مخونه 125-126

خپله د حضرت باچا خان د اسلوب او انداز پۀ حقله عبدالحئ حبيبي صاحب ليکي چې

عبدالغفار خان د خپل نثر ليکلو اساس پۀ هغه معيار ايښے دے پۀ کوم چې پښتانۀ پۀ خپلو دېرو او حجرو کښې خبرې کوي. د عبدالغفار خان پۀ نظر کښې ليکنه او ادب فقط د خپل اصلي مقصد لپاره چې هغه د خلکو پوهول دي، استعمالېږي او د دۀ د ليک مقصد صرف دا دے چې پۀ اصلاحي او سياسي فکر عام خلک پوهوي نو ځکه دے تل پۀ داسې ژبه ليکنه کوي چې پۀ کومه ژبه دے پۀ حجرو کښې د پښتنو سره غږېږي. د دۀ نثر داسې ساده او روان او بې تکلفه دے چې هر پښتون ښۀ پرې پوهېدلے شي او هم د دغه سبک پۀ تعقيب ډېر نور ليکوال را وتلي دي چې نور پښتو اخبارونه او مجلې ئې نشر کړي دي – لکه “ازاد پښتون” چې مير احمد شاه نشروله يا د “خېبر” مجلې چې د اسلاميه کالج څخه خپرېده، “ستړے مۀ شې” مجله چې سيد راحت زاخېلي خپروله.

پۀ حواله د “فخر افغان ځانګړنې”، مخ 127

دلته د استاد اشاره هغه ټولو مضامينو او کتابونو لور ته ده چې د دې نه وروستو پښتنو پۀ علمي، سماجي او تاريخي موضوعاتو هم پۀ دغه انداز کښې وليکل او دغه ساده، روانه او بې تکلفه ليکلې ژبه د خدائي خدمتګار تحريک د اسلوب نخښه وګرځېده.

لکه چې ما مخکښې هم دې لور ته اشاره کړې ده، د “پښتون” مضامينو او پۀ دې مجله کښې د چاپ ډرامو، افسانو، نظمونو او کالمونو د پښتو شعر او ادب له نوے رنګ، نوے اهنګ، نوے رخ او نوے مخ ورکړو. نوې نوې اضافه لکه ډرامه، افسانه، شخصيت نګاري، خاکه نګاري، تنقيد، کالم نويسي، تکل نګاري، سفرنامه او رپورتاژ نګاري، ازاد نظم او داسې نور د پښتو ژبې ځولۍ ته را واچولے شول او بيا هم د دې ادبي تحريک برکت د دې ژبې شعر او ادب له ځينې داسې رجحان ساز شخصيات ورکړل چې زمونږ ژبه او ادب پرې پۀ ځاے کږه شمله تړلې شي – لکه د مثال پۀ توګه مونږه دا دعويٰ پۀ خلاص مټ کولې شو چې د پښتو د روماني، فلسفيانه او روحاني شاعرۍ پۀ حواله )پۀ خاص توګه د نظم پۀ پېرايه کښې( مونږ د خان عبدالغني خان پۀ پېړۍ کښې اوسو. هم دغه شان د قامي انقلابي او جديد نظم پۀ حواله مونږ د اجمل خټک پۀ دور کښې ساه اخلو او کۀ مونږ پۀ دې حواله نور هم لاسونه ور اوږدۀ کړو او د خدائي خدمتګارۍ اثرات )بالواسطه او بلا واسطه( پۀ ټول پښتو ادب کښې ولټوو نو داسې بلها دعوې به نورې هم پۀ لاس را شي؛ ځکه خو نوموړے ترقي پسند مفکر او دانشور ښاغلے سليم راز ليکي چې:

د خدائي خدمتګار د سياسي تحريک پۀ نتيجه کښې را پېدا شوے يو ادبي بهير ؤ چې پۀ پښتو ادب کښې ئې انقلابي تبديلۍ را وستې. دا تبديلۍ د هيئت او اسلوب پۀ لحاظ هم چې پښتو ادب خصوصاً شاعري ئې پۀ هر لحاظ غني او د عصري تقاضو مطابق کړه. پښتو کښې ئې د جديد نظم ابتداء هم لۀ دغه ځايه کېږي او د نظم پۀ فارم او خيال کښې نوې نوې تجربې کېږي. پښتو افسانه او ډرامه هم د دغه دور پېداوار دے. د سټېج ډرامو اغاز هم دغه تحريک کوي. د موضوع، اسلوب او جدت پۀ لحاظ هم ادبي صنفونه د دغې تاريخي مرحلې روزلي دي. د روايتي حسن او عشق د تصوراتو پۀ ځاے شعر، افسانې او ډرامې خپل سماجي معاشي بنياد وپېژندو. دې نه علاوه د وخت او حالاتو مطابق د انقلابي، ادبي تنقيد، علمي، سماجي او سياسي مضامين، تبصرې او کالمونه هم د دې دور يادګار دي.”

سليم راز، خدائي خدمتګار تحريک او پښتو ادب، “پښتون” مجله، 15 فروري 1999ز، ګڼه 19

د ګران سليم راز صاحب د مضمون لنډيز دا دے چې پښتو ژبې او ادب له چې خدائي خدمتګار تحريک څۀ ورکړي دي، دا تر ننه پورې بل کوم ادبي او سماجي تحريک نۀ دي ورکړي؛ ځکه چې هم د دې تحريک پۀ برکت د پښتو ژبې او ادب لمنه د روحِ عصر او فکرِ عصر پۀ ملغلرو مالا مال شوه. ژوندليک، زمانه ليک او افسانه ئې قامي تاريخ کړل.

دلته به زۀ يو ځل بيا دا ووايم چې د عبدالاکبر خان اکبر “درې يتيمان”، “جونګړه” او “کاروان”، د امير نواز خان جليا “درد”، د عبدالخالق خليق “خدائي خدمتګار” او “شهيده سکينه”، د ميا عبدالرزاق “د جنت ماڼۍ” غوندې زړۀ چوونکې ډرامې؛ د ماسټرکريم او بيا وروستو د همېش خليل، قلندر مومند او مهدي شاه باچا افسانې )”ځولۍ ګلونه”، “چارګل”، “ګجرې”، “نشان”، “پت” او “لاله ګلونه”(، د نور محمد تره کئ ناولونه او افسانې، د احمد کاکا خدائي خدمتګاري غوندې اهم دستاوېز، د خليق “زۀ او زما زمانه”، د عبدالاکبرخان اکبر “روښانيان: د مغلوتاريکيان” او “د روس سفرنامه”، د ساقي صاحب “د خدائي خدمتګار پۀ تحريک کښې زما ژوند”، د اجمل خټک “دا زۀ پاګل وم” او د “غېرت چغه” – دا ټولې هغه ډالۍ دي چې هم د دې تحريک سره پۀ عملي توګه د تړلو يا د دې اثر نه پۀ فکري توګه متاثره شوو قلمکارانو د دې ژبې ځولۍ ته ورسپارلي دي او دا سلسله لا اوس هم دوام لري.

نوښار ادبي جرګه 1928)ز( هم خدائي خدمتګار شاعرانو اديبانو جوړه کړې وه او داسې ئې شاعرانو ته د انجمن سازۍ او جرګه سازۍ هنر وښودلو چې وروستو بيا ګڼ شمېر ادبي جرګې پۀ وجود کښې راغلې. هم پۀ دغه تسلسل کښې وروستو بيا پۀ لر او بر کښې پۀ سوونو ادبي جرګې پۀ وجود کښې راغلې چې لا تر ننه دوام لري.

ځکه نو مونږه دا دعويٰ پۀ خلاص مټ کولې شو چې د خدائي خدمتګار ادبي تحريک د پښتو ژبې او ادب پۀ وجود کښې د شاه د هډوکي حېثيت لري. پۀ خصوصي توګه د جديد ادب پۀ نوي وجود کښې خو ئې حېثيت داسې دے لکه د ژوندي وجود کښې د ساه اخستو د عمل –

ګو چې قامي او حقيقت پسندانه رجحانات د پښتو ادب د کلاسيک ځانګړنه ده خو دا هم يوحقيقت دے چې دغه عمل ته يو سائنسي، عمراني او نوے بنياد هم دې تحريک ورکړو او داسې ئې خپل کلاسيک پۀ نوي انداز د نوي فکر سره د نوو تقاضو مطابق را ژوندے کړو.

باچا خان بابا د ساقي صاحب د کتاب پۀ ديباچه کښې ليکي:

ما خپلو تعليم يافته ملګرو ته )دا خبره څو څو ځله وکړه چې تاسو د پښتنو کوم خدمت کوئ( چې د هغې سره سره د دې متعلق ليکل هم کوئ. پۀ دې شان به زمونږ د دې تحريک تاريخ هم جوړ شي او د پښتو ژبې خدمت به هم وشي لکه څۀ رنګې چې ساقي صاحب پۀ دې لار کښې کوشش کړے دے.

فضل الرحيم ساقي، د خدائي خدمتګارو تحريک کښې زما ژوند، د باچا خان سريزه، مخ 8

لنډه دا چې دغه قامي تحريک د صحافت او ادب پۀ مېدانونو کښې خپلې مورنۍ ژبې له ډېر څۀ ورکړي دي. کۀ مونږ دغه ټول نومونه او د دغه پښتنو کار او زيار پۀ پوره ډول واضحه کول غواړو نو کم از کم زر صفحې کتاب به پرې ليکل غواړي او بيا به هم خبره نيمګړې پاتې شي؛ ځکه چې پۀ دغه قلمکارو کښې د هر يو ذاتي ژوند او بيا د دوي ملي مبارزه او پۀ دغه مبارزه کښې د دوي د قلم ځل ځان ته د بېل بېل کتاب ليکلو متقاضي دي چې دا ټول د دغه ستر تحريک پۀ غېږه کښې ځان ته پۀ خپله هم تحريکونه وو. مونږ او زمونږ د ملي ژوند او زمونږ ادب هم د دغه اتلانو پور اوړي. د دې مضمون پۀ پاې کښې به زۀ يوځل بيا د تبرک د پاره د ځينو نمائنده شاعرانو او اديبانو تذکره وکړم او بيا به خبره را ټوله کړم.

عبدالا کبرخان، عبدالخالق خليق، عبدالمالک فدا، سعادت خان جلبل، قاضي ملا عبدالسلام، فضل الرحيم ساقي، شاد محمد مېږے، عبدالحنان بجلي، ګل احمد کاکا مرغز، عبدالحکيم ستي، عبدالغفار خان د چارسدې، الف جانه خټکه، س ب ب، سيد محمد رسول فريادي، نګينه خورکۍ، عبدالغني خان، اجمل خټک، ولي محمد طوفان، عاضي هشنغرے، شرر امبا ډهېر، امير نواز جليا، نابينا شاعر زيارت خان چراغ او بلها نور.

حاصل کلام دا دے چې خدائي خدمتګارتحريک او د دې مشر پۀ شعوري توګه د پښتو ژبې او ادب روزنه او پالنه کړې ده او دا ځکه چې زمونږ دغه ملي مصلح پۀ دې خبره پوهېدو – د هغۀ قول دے چې، “د کوم قام نه خپله ژبه ورکه شوه هغه قام ورک شي او پۀ چا چې خپله ژبه سپکه شوه هغه قام سپک شي.”

کتابيات:

  1. د خوشحال بابا کليات، سمونه ، حاشيې او فرهنګ، پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور، 2016
  2. د فخر افغان ځانګړنې، ډاکټر صادق ژړک، پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه، جنوري 2012
  3. زما ژوند او جدوجهد، عبدالغفار خان، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، پېښور، جنوري 2019
  4. مجله پښتون، ګڼه 19، 5 فروري 1999، باچا خان مرکز، پېښور
  5. پختو، پختون اور پختونولى، نور الامين يوسفزئ، عامر پرنټ اينډ پبلشر، پشاور. اگست 2015
  6. درې نهضت ګر، نورالامين يوسفزے، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، پېښور، جنوري 2019

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …