د روڼ فکر رڼا سړے – نورالامين يوسفزے

ارواښاد اجمل خټک پۀ خپل يو شعر کښې وائي چې:

د منزل د مينې جوش ؤ کۀ د فکر معجزه وه

هر پرهر مې راته ګل ؤ هر يو داغ راته ډېوه وه

کۀ مونږ د خپل قامي مبارز، ستر مصلح او نهضت ګر حضرت باچاخان او د هغۀ د کاروان د هر ملګري (پېروکار) د سپېځلي ژوند جدوجهد او مبارزې د تاريخ هره پاڼه واړوو نو پۀ دې نتيجه به ورسو چې د اجمل خټک دا شعرونه د دغه ټولو مېړنو د پاک او سپېځلي ژوند ائينه دار او علمبردار دے.

د زرګونو خدائي خدمتګارو دغه سپېځلي کاروان کښې د هر مجاهد او د عدم تشدد پۀ وسله ماموره د دغه مجاهدينو د هر کور، هرې بي بي، هرې لور او هر زوي قيصه ځانته يو تاريخ دے يو داسې تاريخ چې د انسان د عظمت، همت، صداقت او استقامت ژوندي مثالونه او بل مشالونه لري. د دغه قامي مبارزينو، د دوي د پاکو او نرانو بيبيانو د همت، نرتوب او استقامت دغه قامي داستان پۀ مونږ د خپلو دغه قامي مبارزينو پور دے. يو داسې پور چې کۀ مونږ ئې هر څومره د حق ادا کولو هڅه وکړه نو کمه به وي.

نن چې مونږه او تاسو د دغه کاروان د کوم سپېځلي او ځلنده کردار پۀ ياد کښې را غونډ شوي يو. زۀ ورته د روڼ فکر رڼا سړے وايم. هسې خو د دغه کاروان هر کردار ډېر پوهه، زيرک او مثالي کردار ؤ او دا ځکه چې روزنه به ئې د وخت او زمانې د يو داسې بې بدله کردار پۀ پاکو لاسونو شوې وه د کوم سپېځلے ژوند چې د خوشحال بابا د دې اشعارو ژوندے عکس دے.

مردان هغه وي چې همت ناک وي

د ننګ پۀ کار کښې چست او چالاک وي

کار چې اغاز کړي انجام ئې فرض ګڼي

پۀ خلۀ هم پاک وي پۀ زړۀ هم پاک وي

او دا ځکه چې د دغه کردارونو سياسي روزنه او سماجي اصلاح د وخت او زمانې يو داسې کردار کړې وه چا چې سياست د عبادت، ولايت د خدمت او قوميت د محبت غېږه کښې ورکړو او د نړۍ پۀ تاريخ کښې ئې د دغه ټولو ټکيو مفهوم بدل کړو. او د دغه کارروان هر غړے ( هغه کۀ پۀ معروفو معنو کښې لوستے ؤ او کۀ نا) د روح عصر نه اګاه او د خپل ادرش نه خبر ؤ خو پۀ دغه کاروان کښې چې کوم عالمان، قانون دانان او اعلي زده کوونکي وو لکه د مثال پۀ توګه مولانا عنايت الله، مولانا ترخوي، ناظم سرفراز خان، پير شاکر الله باچا، قاضي عطاءالله خان، ماسټر عبدالکريم او زمونږ د نن د ورځې امير زاده خان دا ټول چې تر اخري ساه به قامي تحريک سره کلک ولاړ وو او هر قسم زور، زياتے او ظلم ته ئې غاړه ايښودې وه. زمونږ د دغه سپېځلو کردارونو قربانۍ پۀ څو چنده زياتې او بې بدله ځکه وې چې کۀ دغه خلقو غوښتلے نو د وخت د غاصبانو، جمهوريت دښمنو او قام دښمنه حکمرانانو پۀ لاسو کښې به ئې لاسونو ورکړي وو او ښۀ پۀ ….. بيعه به خرڅ شوي وو.

اکثر داسې وي چې کله يو قام غلام وي يا د بل کوم غټ طاقت د لاسه ماتې خوړونکے وي نو د دغه قام ځينې زيات پوهه، هوښيار خو مکارکردارونه بالادست طاقت سره خپله سودا وکړي او لکه د مير جعفراو مير صادق خپل ايمانونه خرڅ کړي خو چې يو سړے هوښيار هم وي د زمانې پۀ علومو ئې دسترس هم وي د وخت پۀ منډهۍ کښې د روپو ګټلو توان هم لري ولې سره د دغه ټولو خبرو خپل ټول استعداد، خپله ټوله پوهه او د خپل کامياب ژوند ټول رسمي کاميابۍ د قام او اولس د سره قربان کړي . د حکمران او غاصب د بلها ترغيباتو او ناروا ظلمونو باوجود خپل قام سره ودرېږي، هم دغه کردارونه وي چې د تاريخ پۀ وړاندې سرخرو شي او د وخت پۀ پل صراط هسکه غاړه او راويستې سينه تېر شي.

د خپل وخت نوموړے قانون دان زمونږ دغه قامي مبارز د فخر افغان د کاروان بل مشال او د خان عبدالولي خان تکړه ملګرے امير زاده خان هم داسې د روڼ فکر يو رڼا سړے ؤ. تاريخ وائي چې پېرنګے د هند نه لاړو، د کانګرس، خدائي خدمتګارو او علمائے هند پۀ مبارزه ازادي ترلاسه شوه خو د ازادۍ سره د پاکستان واکدارانو پاکستان سره د “نظريه پاکستان” پۀ امريکا پۀ بيعه خرڅ کړو نو د ازادۍ اېجنډا نيمګړې پاتې شوه. د بشري او جمهوري حقونو ورکول، پۀ دې خاوره اباد تاريخي قامونو لۀ د ژوند کولو او شناخت حق ورکول، بل د سامراج بړېڅو د سامراج لپاره د پاکې خاورې سودا هم وکړه او د ازادۍ غازيان چې د “غدار” پۀ نوم هم بدنام کړل او داسې د دغه مبارزينو يو بل جنګ شروع شو۔ دا جنګ د ازادۍ نه پس د قامي حقونو د ګټلو د اولس د بشري حقونو او د جمهوريت جنګ ؤ او دا ځکه چې ډېر زر مسلم ليګ د امريکې دلالانو، سرکاري افسرانو او د جمهوريت د دښمنانو مخې ته سرونه ټيټ کړل او داسې پۀ ملک مرزا غلام محمد، سکندرمرزا، سرظفرالله او ايوب خان غوندې امريکه نواز افسران قابض شول.

د دغه جدوجهد دغه سپېځلې مبارزه کښې هغه کۀ د سړي سر ووټ غوښتنه وه او که د صوبائي خودمختارۍ د يو يونټ د ماتولو مبارزه وه. کۀ د امريت پۀ ضد جنګ ؤ او کۀ د اولس د سوکالۍ او جدوجهد پۀ دغه قامي جنګ کښې زمونږ د نن ياد اتل د خپلو مشرانو سره اوږه پۀ اوږه روان ؤ ۔ دا چاته پته وه چې د کال 1918ز د نومبر د مياشتې پۀ پينځلسمه نېټه چې د مردان پۀ يو وړوکى بخشالي کښې د يو کوره د پښتون خوئېداد خان پۀ کور کښې چې کوم ذهين ماشوم سترګې وغوړولې هم دا ماشوم چې کله زلمے شي نو د يو روڼ فکر رڼا قامي ځوان او قانون دان به ترې جوړېږي، يو داسې قانون دان چې پۀ شنه شونډه او تنکۍ ځوانۍ به ځان د خپل ملي مبارز غېږې ته ورغورزوي. کله چې هغه د پنجاب پوهنتون نه ډګري واخسته او د قانون د زده کړې لپاره علي ګړهـ ته لاړ او د هلته نه ئې د قانون ډګري پۀ ځانګړي حېثيت ترلاسه کړه، پۀ کراچۍ کښې چې د اے کے برل غوندې ستر وکيل سره څۀ کار وکړو او بيا مردان ته راغے او قامي جذبې سره ئې وکالت شروع کړو.

کله چې د پېرنګي پۀ دور کښې کانګرس لۀ خوا ” هند پرېږدئ” تحريک ښۀ پۀ زور کښې ؤ نو فخر افغان علي ګړهـ ته لاړو، هلته هم د قانون ځوان زده کوونکے امير اده خان د هغۀ کمېټۍ مشر ؤ چې خپل ملي مبارز ته ئې پۀ خېر راغلے ووئيلو او بيا چې کله مردان ته راغے نو د وکالت سره سره ئې د عملي سياست ابتداء هم د قامي تحريک نه وکړه او د کال 1964ز نه تر 1972ز پورې د مردان ضلعي د نېپ د صدر او قومي مشر پۀ حېث خپل فعال کردار ادا کړو. دغه زمانه کښې صوابۍ او مردان دواړه يو ځاے وو ځکه نو د ضلع مردان د صدر او بيا د اسمبلۍ د اميدوار پۀ حېث هغه ډېر مصروف ژوند تېر کړو. د کال 1952ز نه چې کوم جانانه قامي سفر پېل شوے ؤ پۀ کال 1962ز کښې زيات غورځنګ هغه وخت را پېدا شو چې کله نېپ د فاطمه جناح پۀ مشرۍ کښې د وخت او زمانې د امر ګرېوان ته لاس ور واچولو،د جمهوريت د بحالۍ، د ون يونټ د ماتولو او صوبو د خود مختارۍ پۀ دغه مبارزه کښې د نېپ، متحده محاذ او نورو ټولو شريکونو فورمونو نه ئې د خپلې قافلې سره تر کال 1973ز پورې ډېره ستړې کوونکې زړۀ چوونکې مبارزه وکړه خو ستړے نۀ شو او کله چې فخر افغان دا خواهش ظاهر کړو چې خان عبدالولي خان، ارباب سکندرخان خليل او اميرزاده خان غوندې د پارلېمنټ پۀ ژبه پوهه کسان بايد چې ايوان ته لاړ شي نو دا هم د دغه ستر مصلح او قامي مبارز د دغه ځوان وکيل پۀ ايماندارۍ، اخلاص او پوهه يو غټ دليل ؤ.

اميرزاده خان خپل لومړے الېکشن پۀ کال 1952ز کښې هغه وخت وکړو چې کله د خپل دور ټولو ترقي خوښو او روښان فکره ګوندونو پۀ ګډه خپل اميدوار وټاکلو خو د وخت هوس ناک او د اقتدار وږے قيوم خان پۀ دغه ټول ټاکنو کښې ښۀ پۀ ښکاره د سرکار مشينري استعمال وکړو او دغه ټول ټاکنې ئې بې اعتباره کړې ځکه نو خان د دغه عمل نه ځان يو خوا ته کړو. کله چې ئې کال 1956ز د ون يونټ پۀ ضد فخر افغان بابا خپله مبارزه پېل کړه او د وخت حکمرانانو زندان ته ولېږلو نو دغه وخت خان يو (جونئير) وکيل ؤ ولې بيا هم هغۀ د محمد علي قصوري پۀ ملګرتيا کښې پۀ لاهور هائي کورټ کښې د خپل ملي مبارز د ازادۍ او د ون يونټ د ماتولو لپاره قانوني جنګ وکړو. بيا چې کله ايوب خان پۀ کال 1958ز کښې مارشل لاء ولګوله او پۀ سياسي ګوندونو پابندي ولګېدله نو هم خان اميرزاده خان د وخت د دغه امر پۀ ضد او د خپلو سياسي ملګرو د ازادۍ لپاره قانوني جنګ ته ملا وتړله او بې د وېرې ترهې ئې مېدان ته ودانګل، کله چې پۀ کال 1964ز کښې ايوب خان د ټولټاکنو اعلان وکړو نو اميرزاده خان د صوابۍ او مردان د شريکې حلقې نه د نېپ د قومي اسمبلۍ د اميدوار پۀ حېث ودرولے شو. بلخوا د سيمې يو ډېر بااثره او د وخت د سرکار نيازبين نوابزاده عبدالغفورخان هوتي د سرکار پۀ مرسته ولاړ ؤ او دا ئې خواهش ؤ چې دے د خپل قد و قامت پۀ اساس بې د مقابلې د اسمبلۍ غړے وټاکلے شي. خو چې اپوزيشن ګوندونو اميرزاده خان غوره کړو نو هغه د دغه بااثره اميدوار مقابلې ته مېدان ته راغے. کله چې هغه مېدان ته راغے نو د نواب کورنۍ او سرکار لۀ خوا ورته د هرقسمه ترغيباتو پېشکش هم وشو او د وېرولو هڅې ئې هم وشوې خو د فخر افغان د کاروان دغه نر او ايماندار غړي د هرقسمه حالاتو مقابله ښۀ پۀ نره وکړه. او مېدان ئې پرې نۀ ښودو.

تر دې چې د دوه زره کناله زمکې او پينځو لکهو روپو پيشکش ئې هم رد کړو. پۀ دې هم پوهه ؤ چې د زمانې ټول سپين روبي او مراعات يافته خلق نواب صاحب سره دي، د سرکار لخوا ټوله مشينري هم د هغۀ کار کوي او دا خبره يقيني ده چې زۀ به الېکشن بائيلم خو بيا ئې هم مېدان پرې نۀ ښودو، مقابله ئې ښه پۀ نره وکړه.

پۀ کال 1970ز کښې ئې لکه د خان عبدالولي خان دواړه نشستونه وګټل ۔ پۀ دغه زمانه کښې کۀ يو خوا هغۀ الېکشن کمپېن چلولو نو بلخوا ئې د مردان او صوابۍ پۀ لارو کوڅو، حجرو او جوماتونو کښې د قامي بېدارۍ او د جمهوري نظام د بحالۍ لپاره خپله عملي مبارزه هم جاري وساتله، هغه يو ډېر ښۀ مقرر او وېنا وال ؤ، د خبرې تاثير ئې ډېر زيات ؤ چې هم به ئې خبره رښتيا وه، هم پۀ دليل او هم پۀ اخلاص. د خان عبدالولي خان د يوسياسي ملګري او کارکن پۀ حېث هم خان د خپل رهبر ملاتړ هم ؤ او د خان پرې ډېر زيات باور هم ؤ ځکه خو چې کله پۀ کال 1972ز کښې د ذوالفقارعلي بهټو سره درې ډله ايزه خبرې اترې کېدلې نو پۀ دغه خبرو کښې هم د خان عبدالولي خان پۀ نامزدګۍ اميرزاده خان ډېر بنيادي او کليدي کردار ادا کړو. بيا چې کله د نېپ او جمعيت علماء اسلام شريک سرکار جوړ شو نو اميرزاده خان ته پۀ کښې د قانون، تعليم او پارلېماني امورو چوکۍ ورکړې شوې. د سرکار د يو نمائنده پۀ حېث هم د اميرزاده خان د دفتر ور به تل د اولس او خپلو کارکنانو لپاره لرې ؤ. کله چې د کال 1973ز دستور جوړېدو نو هم زمونږ د روڼ فکر دغه رڼا سړي د ارواښاد بزنجو سره پۀ ګډه د حفيظ پيرزاده پۀ مشرۍ کښې خپل کردار ادا کړو، خپل ګوند (نېپ) او د خان عبدالولي خان د وژن مطابق ئې د ملک د زورلو شوو قامونو د حقونو او ريښتوني جمهوري عمل لپاره ډېر ګټور تجويزونه د دستور برخه وګرځول. بيا چې کله پۀ 14 اګست 1973ز دغه دستور پارلېمان نه پۀ ګډه منظورشو نو پۀ دغه موقع زمونږ دغه اتل پۀ پارلېمان کښې پۀ يو ځل پۀ مسلسل پينځه ګېنټې تقرير وکړو چې لا ترننه د پارلېمان پۀ تاريخ کښې يو رېکارډ دے. د 1973ز دستور لاندې چې کله د ملک د صدارتي چوکۍ انتخاب کېدو نو هم د پي پي پي د اميدوار چوهدري فضل الهٰي پۀ مقابله کښې د نېپ او ټولو اپوزيشن ګوندونو شريک اميدوار اميرزاده خان ؤ. کله چې حيات خان شېرپاؤ ووژلے شو نو اميرزاده خان هم د نورو مشرانو سره ونيولے شو خو ډېر زر عدالت پرېښودو او چې کله رها شو نو د پارټۍ د کارکنانو او مشرانو مقدمو ته ور لاندې وتلو شپه او ورځ ئې پۀ ځان يوه کړه او د دې سره سره ئې د NDP د فورم نه ښۀ مصروف عملي کردار هم ادا کړو. پۀ کال 1977ز کښې هم د پي اېن اے شريک اميدوار ؤ (د صوبائي اسمبلۍ) خو کله چې پۀ ټول ټاکنو کښې بې ايماني وشوه نو څۀ ګوندونه ترې يو اړخ ته شو او هم پۀ دغه کال 1977ز د ستمبر دمياشتې پۀ ديارلسمه نېټه زمونږ دغه د روڼ فکر رڼا سړے دغه ستر قانون دان، قام پرست او روښان فکره سياست دان د دې فاني دنيا نه لاړو خو د دغه سپېځلو کردارونو د جدوجهد دغه قامي کاروان هم پۀ هغه جذبه هغه ولوله او هغه وژن روان دے او روان به وي.

دا هم ولولئ

پښتو ژبې او ادب ته د خدائي خدمتګار تحريک بخښنې – نور الامين يوسفزے

پښتون د نړۍ د تاريخ يو زوړ او لرغونے قام دے او پۀ خپل اوږد …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *