خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ کښې رنګ رنګ ګلونه او قسم قسم مېوې دي، ځاے پۀ ځاے پۀ کښې څو غټې لوړې ونې هم ولاړې دي چې پۀ کښې د چنار، بړ او سريخ ونې زياتې قداورې دي. کۀ پۀ ګلونو لولکۍ پۀ ناز ناز کښيني نو پۀ دغه دنګو لوړو ونو کښې ګڼ شمېر مرغۍ سندرې وائي. يوه نيمه پۀ کښې الوزي را الوزي لکه چې خپلو کښې پټ پټوڼے کوي. زۀ پۀ دغه جنتي او سندريزماحول کښې پۀ دې کوز مازيګر پۀ مزه مزه روان يم. ګېر چاپېره د ګلاب، ياسمين، نرګس تو په ګلي او ورخاړي ګلونه ما د لمنې نه رانيسي او پۀ زوره زوره مې ځانته متوجه کوي. پۀ خپل دغه جانانه او جنتي سفرکښې زۀ ناڅاپه د يو خنده رويه ګلاب پۀ خوا کښې پښه نېولے شم او ورسره مېلس پېل کړم “اے ګلابه؛ تۀ چې د ګلونو باچا يې، ستا دا پراخه تندے دا ښائسته نازکي خو لکه د ګوتم بدهـ باوقاره شونډې چې زما زړۀ او مازغۀ ځانته راکاږي. ستا د غېږې نه وتې دا نرمې سحرناکې وږمې چې پۀ فضا کښې خورېږي. تۀ چې د فطرت شاهکار يې او لکه زما د قام د جمال او جلال مثالي نمونه يې نو ستا دا عمر دومره لنډ ولې دے. تۀ ښۀ خبر يې چې اوس تۀ مسکے شوې نو چرته نه به څوک ګلچين راشي او ستا مرکنډ به مات کړي. ګنې خپله فطرت به دې پۀ خپلو ناليدلو ګوتو تس نس، پاڼې پاڼې کړي نو بيا ولې دې ظالمې دنيا ته خاندې، ولې را پېدا کېږې” ګلاب زما پۀ سوال نور هم مسکے مسکے شي او بيا داسې ګويانه شي. وه ساده بنده د رنګ او لويۍ پۀ دې دنيا کښې څوک هم پۀ خپله خوښه نۀ پېدا کېږي، دلته مرګ او ژوند دواړه بې وسي ده. خو يوه غمګينه او بله رنګينه بې وسي ده. بيا لکه د يو تنکي زلمي پۀ کړس کړس پۀ خندا شي او خپله خبره جاري وساتي.. “ساده سړيه خبره د فاني او لا فاني نۀ ده، خبره د کار او کردار ده. تۀ دا وګوره چې زما کار څۀ دے. زما کار وږمې او خندا شېندل دي. زۀ خوشبو خوروم، مسکا وېشم، لکه څنګه چې ژوندي مري خو ژوند نۀ مري، لکه څنګه چې بدن مري خو کردار نۀ مري، لکه څنګه چې سترګې مري خو خمار نۀ مري، داسې زۀ مرم خو بيا بيا را ژوندے کېږم او د خپل مثبت کردار پۀ حواله ژوندے يم. زۀ خو ښکلا يم، ښائـست يم، وږمه يم، خوشبو يم او هم دغه زما فخر او وياړ دے.

مونږ دواړه لکه د دوو يارانو خپل مېلس کوو چې ناڅاپه چرته نه يو بورا راشي، دغه وخت خوا کښې پۀ يو ګل يوه لولکه ناسته وي، د هغې نازکې رنګا رنګ وزرې او نرۍ نرۍ پاپۍ د خپل همزاد سره د مينې پۀ ژبه خبرې کوي . بورا پۀ ګل را غوټه شي او لولکه دګل نه پۀ هېبت اوچته پاڅي، چرته بلخوا لاړه شي. زۀ اوس د ګلاب پۀ ځاے دغه ظالم بورا ته ډېر پۀ قهرژنه لهجه مخاطب شم او ورته وايم “وه تورمخي غاصبه دا دې څۀ وکړل دغه لولکه دې ولې د خپل اشنا نه پاڅوله، دا خو هم د دۀ همزاد ده، هم ئې نسل پۀ وړاندې بوځي. بورا زما د خبرې پۀ جواب کښې اول ښۀ پۀ زوره وبڼېږي وګورېږي او بيا ډېر پۀ تکبر او غرور کښې ما ته وائي “ساده سړيه دا لولکه خو يوه کمزورې او بې وسه محبوبا ده او زۀ يو توانا او طاقت ورشے يم. ما کښې هم لشه شته او هم زهر دا توان ماله دا اختيار راکوي چې دې ګل نه مزه واخلم او لولکه د مېدان نه وزغلوم” ستا پۀ دنيا کښې خو د زور حکمراني ده د اسونو باچائي ده. “

د بورا دغه د غرور او تکبر نه ډکې خبرې ما څۀ شېبې له مايوسه کړي او زۀ پۀ دې زيړي مازيګر پۀ دې ښائسته او ښکلي باغ کښې داسې محسوسه کړم لکه چې تورتم وي او څوک لکه د خپسې زما پۀ مرۍ ورغلے شوے وي ۔ اوس مازيګر پۀ وتو دے د ماښام د تروږمۍ لړه پۀ باغ او چاپېرچل لکه د هلاکو خان يرغل کوي، اوس به څۀ شېبه پس دلته د تورتم تورو تيارو راج شي، اوس چې تيارۀ لږه ژوره شوې ده او زۀ ځان د کور تلو ته جوړوم نو هم دا مهال د چرته نه يو اورکے باغ ته راغے ۔ اورکے چې زما خواله راغے نو بې زما د مخاطب کېدو نه ما ته ګويانه شۀ “تۀ د بورا پۀ ترښه خبره او تريخ عمل خفه شوې نو چا نه خفه کېږه مۀ، دېخوا وګوره ما ته وګوره او پۀ دې باغ کښې را خورې تيارې ته پام وکړه، دا تيارۀ کۀ هر څومره ډوبه او ژوره ده خو زما د دې تتې او کمزورې رڼا چل ورله نۀ ورځي. دا تيارۀ به خپل کار کوي او زۀ به خپل کار کوم. زۀ به هم دغه شان د دې پۀ وجود کښې د خپلې رڼا پلوشې کړم. دې وېنا سره دغه اورکے پۀ بله مخه لاړ شي د بلې تيارې پۀ لور اورکے خو لاړ شي خو زما پۀ روح او بدن کښې د اميد او حرارت يو غټ مشال بل کړي. زۀ چې لا د اورکي د سحر ناکو خبرو د جادو څخه نۀ يم راوتے چې ناڅاپه يو بلبل چرته نه راشي. اوس چې تيارۀ هم ډوبه شوې ده او موسم هم يخ شوے دے. خو بلبل نېغ زما خوا له راشي او زما پۀ خوا کښې پۀ يو ګل باندې خپله سينه کېږدي. خپلې وزرې ترې نه ډېرې پۀ تادۍ او تلوسه راتاؤ کړي او داسې کلک او جوت پرې ورپرېوځي لکه چې ورسره دا وېره وي چې اوس به د چرته نه څوک ګلچين راشي او د هغۀ محبوب به د هغۀ د غېږ نه وشوکوي. زۀ د والهانه مينې د شدت او جنون دا ننداره ګورم او مزه ترې اخلم، خوندونه ترې وچتوم او رورو پۀ مزه مزه مخ پۀ وړاندې ورځم. اوس زۀ پۀ باغ کښې روانې بهېدونکې دغرۀ چينې خواله راغلم.

د چينې پۀ رڼو اوبو کښې لاندې سپينه سپينه شګه هم ښکاري او پۀ دغه شګې دپاسه واړۀ واړۀ کبان هم پۀ نظر راځي چې پۀ اوبو کښې لکه د مستو ماشومانو پټ پټوڼي کوي. زۀ د دغه کبانو د مستۍ او لوبو پۀ ننداره کښې بوخت يم چې ناڅاپه چرته نه يوغټ مهے راشي او زما پۀ وړاندې يو وړوکے مهے الواق تېر کړي، نور کبان هم وترهېږي او ټول پۀ يوه لېونۍ منډه پۀ غاړه غاړه ګټو او واخو کښې پناه واخلي. ما دغه عمل يوځل بيا خفه کړي خو هم دغه وخت د چينې پۀ غاړه ولاړو ملو (ولو) نه د مرغو غلے غلے حرکت ما ځان ته متوجه کړي اوس د څوارلسمې سپوږمۍ هم ښۀ پۀ جوبن کښې ولاړه ده او پۀ ولوکښې تاړۍ، مامولکي او سورړي چرته غلې غلې ناست دي او چرته چرته د يوڅانګې نه بلې او د بلې نه بلې ټوپونه وهي هم دغه وخت ناڅاپه لرې قبلې اړخ ته اسمان وپړقېږي او چرته پۀ يو کلي کښې لکه چې تندر پرېوځي.د تندر چاودنه ما د رنګونو، ګلونو او خوندونو د دغه خوب نه را بېدار کړي او زۀ پۀ يوه لحظه کښې ځان د کرکې، بدنيتۍ، ماده پرستۍ، بې حسۍ او ځان ځانۍ پۀ دې مشيني دنيا کښې ايکي يواځې محسوس کړم خو نۀ پوهېږم چې ولې اوس زۀ مايوسه نۀ يم.

 

دا هم ولولئ

دا “د پنجرې چغار” – نورالامين يوسفزے

“د پنجرې چغار” د يو داسې بلبل نوا او صدا ده چې د قام او …