“منګلیان” او “بي اٰر ټي” – “پښتون”

 

 

مصالحه، ډراپ سین، سسپین، اېډونچر

دوه منصوبې دي:

یوه منصوبه هندوستان جوړه کړې وه، د زمکې نه مریخ ته د تللو منصوبه – د دې منصوبې بجټ پینځۀ اربه (5,000,000,000) هندي روپۍ وې. دې مشن به د زمکې )د هند خلائي سټېشن “شریهریکوټه”( نه اتۀ اویا کروړه (780,000,000) کلومیټره لار وهله او مریخ ته به رسېدلو.

د دې منصوبې منظوري پۀ دوېم اګست 2012 د هند وزیر اعظم منموهن سنګهـ ورکړې وه. هم درې ورځو کښې دننه پۀ منصوبه کار پېل کړے شوے ؤ. د هند د خلائي څېړنو څانګې ISRO (Indian Space Research Centre) ته د یو نوي طاقتور راکټ جوړولو ضرورت ځکه ؤ چې د هغوي سپوږمۍ د پاره لېږلي مشن “چندریان-1” کښې استعمال شوے “پولر سېټلائټ لانچ وهیکل” (PSLV) دومره ایندهن ځان سره نۀ شو وړلے چې مریخ ته ورسي او د مختلفو مدارونو تر منځ د کشش زور وشلولے شي. خو دې نه ځکه څنډه وکړې شوه چې هند ته پۀ لږ نه لږ وخت کښې دا منصوبه سر ته رسول وو. پۀ 2011 کښې مریخ ته د چین مشن ناکام شوے ؤ. هندي سائنسدانانو دا نکته راونیوله چې پۀ هر شپږ ویشت (26) میاشتې پس مریخ پۀ مدار کښې زمکې ته نزدې کېږي او دغسې د یو بل راکټ جوړولو او درې کاله انتظار کولو نه به غوره وي کۀ PSL کښې څۀ بدلونونه وشي او دا مشن پۀ ستمبر 2013 کښې مریخ ته ولېږلے شي. دې موده کښې به مریخ زمکې ته نزدې وي.

د دې هدف لاس ته راوړلو د پاره د ISRO سائنسدانانو پۀ ځان شپه ورځ یو کړل. هغوي د اتلس نه تر شل (18-20) ګېنټو هره ورځ کار کولو. دې غرض د پاره هغوي خپله ځائي (Made in India) ټېکنالوژي پۀ کار راوستله او پۀ اتۀ ویشتم اکتوبر 2013 هغه ورځ وټاکلې شوه چې هند د خپل خلائي تاریخ وړومبے مشن “منګلیان” (मंगलयान) د زمکې نه د مریخ پۀ لار وشغوي. خو پۀ دې وخت کښې یوه ستونزه مخې ته راغله – د خراب موسم لۀ کبله د “منګلیان” لېږل ممکن نۀ وو او پۀ یوه موقع د ISRO چئیرمېن رادهاکرشن د منګلیان د ځنډولو اعلان هم وکړو. راتلونکې نېټه د پینځم نومبر 2013 وټاکلې شوه او پۀ پینځم نومبر “منګلیان” د مریخ پۀ لور روان کړے شو.

پۀ زمکه د هند د خلائي څېړنو د څانګې لۀ خوا پینځۀ ځایه )شریهریکوټه + پورټ بلئیر + برونائي + بیاک + انډونیشیا( کښې جوړو شوو سټېشنونو څخه د “منګلیان” څارنه کېدله. دې غرض د پاره چې “منګلیان” د مریخ لار خطا نۀ کړي، د لرغونو فلکیاتو “د ستورو لار” نه کار اخستلے کېدو. کله چې “منګلیان” د زمکې برقي مدار ته ور ګډ شو نو هند د خپل مشن د وړومبي پړاو د بریالي کېدو جشن نمانځلو. هم دغه وخت د امریکا د خلائي ادارې (NASA) لۀ خوا مریخ د پاره مشن “مېون” (Maven) هم ولېږلے شو. د هند “منګلیان” د 74 ملیون ډالرو ؤ نو ځکه ئې دا مریخ ته لېږلو د پاره یوه کږلېچونو نه ډکه لاره خپله کړې وه. د مدارونو کشش د دې رفتار (Velocity) زیاتولو او مریخ ته رسولو د پاره کارولے شو. د امریکا “مېون” د 670 ملیون ډالرو ؤ، یو زورور راکټ ئې لرلو نو هغه د زمکې نه مریخ ته پۀ نېغه لار خوشے کړے شوے ؤ. هند د پینځلس میاشتو پۀ رېکارډ موده کښې د لږ نه لږ بجټ سره (670:74) د خلائي ټېکنالوژۍ پۀ اړه د دنیا سترګې هم ځان ته راواړولې.

د مدارونو سره پۀ لوبو کولو د “منګلیان” د رفتار (Velocity) زیاتولو نه پس یوه مرحله دا راغله چې هسې نۀ دومره توندۍ سره تلونکے راکټ د مریخ نه مخکښې نۀ شي، نو دغه رفتار دې کم کړے شي. دې د پاره انجڼ د ضرورت مطابق پۀ شا وچلولے شو او دغه ستونزه هم هواره کړې شوه. د هند دې مشن سره ستونزه دا وه چې “زیاتي ایندهن” ئې نۀ لرلو او ځکه کۀ یوه تېروتنه هم کېدله نو نتیجه به ئې د دغه مشن ناکامي وه. د “منګلیان” سره پۀ خپله ټېکنالوژۍ باور کولو نه علاوه هېڅ نۀ وو. یوه ستونزه مخې ته دا راتلونکې وه چې د مریخ مدار ته ننوتلو سره کۀ دا د مریخ پورې اړخ ته لاړ شي نو زمکې سره به ئې تماس غوڅ شي. د “منګلیان” یو مشر کرن کمار وئیل، زمونږ د مشن د پاره موټو دا وه چې ‘بد ترینې نتیجې ته تیار اوسئ او د بهترینې نتیجې امید لرئ’ –

پۀ څلیریشتم ستمبر 2014 “منګلیان” د مریخ پورې اړخ ته لاړو او زمکې سره ئې تماس غوڅ شو. نیمې ګېنټې پورې هېڅ درک نۀ ؤ چې هر څۀ سم دي کۀ سم نۀ دي. د اسټرېلیا ‘کانبیرا’، د جرمني ‘مېډرډ’ او د کېلیفورنیا ‘ګولډ سټون’ )د خلائي څارنې( د مرکزونو هم “منګلیان” ته سترګې وې. څو شېبې پس “منګلیان” د مریخ نه وړومبے پېغام راولېږلو او هندوستان د اېشیاء وړومبے او د نړۍ څلورم هېواد شو چې مریخ ته ورسېدو. هندوستان ته دا ځانګړتیا پۀ برخه شوه چې هغه پۀ خپل وړومبي کوشش کښې کامیاب شو.

د “منګلیان” ډېزائن د شپږ میاشتو د پاره ؤ خو پۀ څلیریشتم ستمبر 2018 ئې پۀ مریخ څلور کلونه پوره شول. دې موده کښې ئې پۀ سلګونو رنګین او د بهترین معیار انځورونه شریهریکوټه مرکز ته رالېږلي چې دې سره د مریخ لوستنه کښې لویه مرسته شوې ده. اوس کۀ دنیا کښې څوک هم خلائي مشن لېږي، هند به ئې د خپلې ټېکنالوژۍ د باوري کېدو او د کم لګښت پۀ وجه شراکت دار وي. هند اراده لري چې مریخ ته بل مشن “منګلیان-2” پۀ 2024 کښې ولېږي.

لنډ معلومات ئې یو ځل بیا د خبرې ډاګیزې کولو د پاره راوړو:

د مشن نامه – “منګلیان”

هدف – د زمکې نه مریخ ته تګ

ټوله فاصله – اتۀ اویا کروړه کلومیټره (780,000,000)

د مشن د پاره وخت – پینځلس میاشتې

د لګښت تخمینه – پینځۀ اربه هندي روپۍ (5,000,000,000)

لګښت – څلور نیم اربه هندي روپۍ(4,540,000,000) هندي روپۍ

د مشن کامیابي – نړیوال اعزاز چې پۀ کم ترین وخت او کم ترین لګښت کښې تیار شو.

شپږ میاشتو د پاره ډیزائن شوے ؤ او څلور کاله ئې تېر کړل.

دوېمه منصوبه “نیا پاکستان” جوړه کړې ده. هم پۀ زمکه د “څوکنو” نه “کارخانو” ته د تللو منصوبه – د اسلام اباد پۀ 27 اربه او د لاهور پۀ 45 اربه روپیو کښې جوړو شوو مېټرو منصوبو ته “جنګله بس” وئیلے شوي وو او بیا د یوټرن اخستو نه پس د دې منصوبې پۀ څوارلس اربه (14,000,000,000) روپیو کښې د جوړولو لاپه شوې وه. د منصوبې د پاره د فزیبلټي جوړولو نه پس اعلان وشو چې دا به یو کم پنځوس اربه (49,000,000,000) روپیو کښې جوړوو او دې د پاره به یوه ادېله هم قرض نۀ اخلو.

دا منصوبه د “څوکنو” نه “کارخانو” پورې د شپږ ویشت (26) کلومیټره لارې ده چې پۀ هر اتۀ نیم سوه (850) میټره پس یو سټېشن )ټولې یو دېرش (31) سټېشنې( به لري، دوه سوه شل (220) بسونه به پرې ځغلي او د ورځې به شاوخوا پینځۀ لکهه (500,000) خلق دې کښې سفر کوي. پۀ نهویشتم اکتوبر 2017 د منصوبې افتتاح دې لاپې سره شوې وه چې شپږ میاشتو کښې به سر ته رسولې کېږي او دا به صوبه د خپلو وسائلو نه پوره کوې، بهر به چا نه هېڅ قرض نۀ اخلي. د “پراجېکټ اېډمنسټرېشن مېنول” تر مخه دې منصوبې د پاره د اېشین ډوېلپمنټ بېنک نه درې سوه پینځۀ دېرش میلیون ($335) ډالر قرض اخستے شوے )د سود نه یو اړخ ته، ډالر ختلي نرخ سره دغه پېسې پۀ خپل سره لس اتیا اربه جوړېږي(.

د منصوبې شروع کېدو نه پس شپږ ځله د دې د افتتاح تاریخونه وروستو کړے شول او اوسني وزیر اعليٰ خو پۀ جار ووئیل چې زۀ نورې نېټې نۀ شم ورکولې – د “پښتون” پۀ پاڼو مونږ دا خبره “پۀ خبر زما نظر” کښې مخې ته راوړې وه چې “پېښور ته د ‘ټرانسپورټ’ مسئله نشته، پېښور ته د ‘ټرېفک’ مسئله ده” – کۀ د “ټرانسپورټ” او “ټرېفک” تر منځه پۀ فرق څوک هم پوهېږي نو هغه به دا ومني چې بي اٰر ټي منصوبه د پېښور مسئلې حل کولو د پاره نۀ وه او هم دا زمونږ پۀ دې اعتراض ؤ او اوس هم دے.

دا منصوبه پۀ درې مرحلو کښې د مکمل کولو فېصله شوې وه – وړومبۍ مرحله کښې د “څوکنو” نه “بالا حصار” پورې، دوېمه کښې د “بالا حصار” نه “امن چوک” او درېمه مرحله کښې د “امن چوک” نه کارخانو پورې کار کول وو. د را روانو انتخاباتو د پاره د دې منصوبې د سیاسي استعمال پۀ نیت تحریک انصاف د قام اربونه روپۍ سیند ته وغورځولې او دغه ډیزائن شوې مرحلې ئې پۀ بیړه کښې پۀ یو خل شروع کړې. انتخاباتو له چې د منصوبې د تکمیل امکانات ختم شول نو پۀ دوېمه مۍ ئې د منصوبې چیف اېګزېکټیو افسر الطاف دراني منصوبه کښې پۀ ځنډ تورن او فارغ کړو چې رد عمل کښې ئې درې نورو سینئیر افسرانو هم احتجاجاً استعفيٰ ګانې ورکړې. پۀ نولسمه جولایۍ پېښور هائيکورټ بي اٰر ټي کښې پۀ نخښه شوو بدعنوانیو باندې نوټس واخستو او “نېب” ته ئې حکم وکړو چې د ذمه وارانو تعین وکړي او عدالت ته ئې پېش کړي.

د وخت تېرېدو سره الېکټرانک او سوشل میډیا باندې هغه بي اٰر ټي چې تحریک انصاف ورته خپله تر ټولو لویه منصوبه وئيله، د تحریک انصاف د پاره پېغور شوه. تر د دې کرښو لیکلو، حکومت دا اخلاقي جرأت هم نۀ شي کولے چې د دې منصوبې د تکمیل د پاره، دروغ سهي، خو یو بل تاریخ وښائي. یو وخت کښې د حکومت سپین سترګي ویاند او دروغژن وزیر اعليٰ د منصوبې ډیزائن کښې د بدلون کولو پړه پۀ اېشین ډوېلمپنټ بېنک (ADB) اچولې وه چې بېنک ترې رسماً انکار کړے دے او وئیلي ئې دي چې پۀ منصوبه کښې د بدلون د پاره مونږ ته پۀ رېکارډ پراتۀ ټول درخواستونه د خېبر پښتونخوا د حکومت لۀ خوا راغلي دي. اے ډي بي البته د خپلو رالېږلے شوو ماهرینو د تیار شوي رپورټ رڼا کښې د منصوبې پۀ نقشه، د دې پۀ تکنیکي ډیزائن، دې کښې د استعمال شوو اٰله جاتو او مټېریل پۀ معیار او د مکمل شوي کار پۀ صحت نیوکې کولو سره د مالي بې قاعدګیو خبره هم ډېره واضحه کړې ده. د بي اٰر ټي دننه خوئېندک ټائیلونه او د جنګلې د پاره د ورکړے شوي ډېزائن پۀ ضد د نرۍ تامړې استعمال، ډیزائن کښې اتلس (18) نیمګړتیاوې هم پۀ ګوته کړې شوې وې.

د بد عنوانۍ د خبرو مخې ته راتلو سره صوبائي حکومت خپل یو تحقیقاتي کمېشن ته کار حواله کړو او دغه کمېشن نېغ پۀ نېغه د اووۀ اربه (7,000,000,000) روپیو د کرپشن رپورټ ورکړو. صوبائي حکومت پۀ دې څۀ وئیلو، عدالت عظمٰي پۀ دې سوموټو اخستلو او نېب پۀ دې څۀ کاروائي کولو نه هم داسې څنډه تر دې دمه کړې ده لکه چې د مالم جبې زمکو، حیات اباد فلائي اوور، بیلیون ټري سونامي او ډېمونو د پاره شوو فنډونو سره د تحریک انصاف د فنډ رېزنګ پۀ حواله ئې ځان شپېلۍ واله نه ساتلو د پاره “شپېلے” کړے دے.

د پاکستان د اٰډیټر جنرل لۀ خوا ورکړے شوي راپور کښې یو شمېر بد عنوانۍ د ارباو د کرپشن نشاندهي شوې ده. د راپور تر مخه، د منصوبې د ډیزائن کنسلټنسۍ ټهېکه پۀ فرورۍ 2017 کښې ورکړې شوې وه چې پۀ فرورۍ 2018 کښې به ختمېدله. دوي لا څۀ ډیزائن ورکړے هم نۀ ؤ چې “تعمیراتو نګرانۍ” د پاره پۀ نومبر 2017 کښې ټهېکه ورکړې شوه. دغه نګراني “کوونکو” ته یو-نوي کروړه (910,000,000) د دغه رپورټ راتلو پورې جېب کښې ایښودې شوې دي. یعني نۀ ډیزائن ؤ، نۀ څۀ کار ؤ او نۀ بل څۀ؛ خو ټهېکې ورکړې کېدې او هغه هم د راپور تر مخه غېر قانوني ورکړې کېدې. دې ټهېکو کښې “ستنې” وهلې کېدې او د دغه ستنو حقیقت د دې نه څرګندېږي چې پۀ ورکړے شوي ټائم لائن کښې ورکړے شوے ټارګټ نۀ پوره کوونکو ټهېکدارانو یا کمپنیو باندې د 0.50% نه تر 5.00% فیصده جرمانې لګېدل کنټرېکټ کښې شامل وو خو تر دې دمه څوک پینځۀ پاوه هم جرمانه شوے نۀ دے. دغه راپور کښې د جرمانو تخمینه دوه اربه (2,000,000,000) ده چې د قام مال د خپل پلار مال ګڼلے شوے او معاف کړے شوے دے. د ډیزائنونو د بدلولو را بدلولو ضمن کښې لس اربه شپږ څلوېښت کروړه (10,460,000,000) روپۍ کندې ته غورځولې شوې دي. د ټولو نه وړومبۍ بدلي ګلبهار سره وشوه – بیا بالا حصار سره د نوي فلائي اوور جوړولو، د امن چوک سره لاره پراخه کولو، تهکال کښې فلائي اوور ودرولو او یونیورسټۍ روډ باندې تنګ سړک پراخه کولو د پاره ډیزائن کښې بدلونونه وشول. یو شمېر پېرې داسې وشول چې کندې ویستلو کښې د ګېس پائپ مخې ته راغلے، د بجلۍ تارونه د غړانګې د پتري لاندې راغلي، د اوبو د نکاس نالۍ بنده شوې ده، ټائیلونه خراب لګولے شوي دي، مټېريل غېر معیاري لګولے شوے دے، د ټیلیفون یا سائبر نېټورک مزي چقېدلي دي – مطلب ټوله منصوبه پۀ توکل روانه کړې شوې وه، د کومې ادارې یا محکمې سره باقاعده ورکنګ نۀ ؤ شوے، د معلوماتو او نقشه جاتو تبادله نۀ وه شوې – انتخابات د پاره یوه هله ګوله جوړول وو او کۀ دې سره هر څۀ کېدل، چا پرې چروت قدرې نۀ وهلو.

د منصوبې د پاره بسونه د چین “چیامن کمپنۍ” (Xixamen Golden Dragon Bus Co.) نه اخستل شوي. د دې بسونو ټول ژوند به لس کاله وي او لس کاله پس به نوې بسونه اخستے شي. د معاهدې تر مخه دا بسونه پۀ جون 2019 کښې پېښور ته رالېږل وو. د سیاسي مفاداتو د پاره وخت پۀ وخت د نوو نېټو ایښودلو زور کښې د چین څخه بسونه هم بې وخته راوغوښتلے شول او اوس چې لا سړک جوړ نۀ دے، د نیمائي نه زیاتو بسونو دوه کلونه د وارنټۍ د څوکنو پۀ لویه ډاګه کښې تېز نمر، جاکړ او د یخې څلې څپېړو ته تېر کړل. د رپورټ تر مخه، د دې بسونو د وخت نه مخکښې “ډیلیوري” د پاره اضافي یو کم اتیا لکهه (7,900,000) ډالرې یعني څۀ یو ارب درې کروړه (1,295,600,000) روپۍ اضافي ورکړې دي – دې نه یو اړخ ته، د بسونو د تکنیکي رپورټ تر مخه، پۀ هر شل (20) بسونو کښې د نهو (9) حالت تسلي بخش نۀ دے. یو شمېر بسونه خو د سره سټارټ کېږي نۀ.

بي اٰر ټي تر دې دمه د څوکنو پۀ لار تر کارخانو د پېښور تاریخي سړک چې یو وخت کښې د کابل نه تر ډیلي لاره وه، خوړلے دے. دې سره دا منصوبه فردوس )چې خېبر بازار، قیصه خوانۍ، جنګي محلې، کوچي بازار او دالګران وغېره د پاره لار ده(، شعبه، صدر، یونیورسټۍ روډ او حیات اباد کښې د جوړېدو پۀ موده کښې کاروبارونو د پاره یو ناسور ثابته شوې ده او ښائي چې یو شمېر “لاروي اخستونکي” به د جنګلو پۀ شا ګېر دې ځایونو کښې د سوداګانو اخستو توان ونۀ لري. دې منصوبې سره لویې لارې دومره تنګې شوې چې د سودا د پاره پۀ خپلو موټرانو کښې راتلونکو د پاره به هم یوه لویه ستونزه وي.

لنډ معلومات ئې یو ځل بیا د خبرې ډاګیزې کولو د پاره راوړو:

د منصوبې نامه – بس رېپډ ټرانزټ (BRT)

هدف – د څوکنو نه کارخانو ته تګ

ټوله فاصله – شپږ ویشت کلومیټره (26)

د منصوبې د پاره وخت – شپږ میاشتې )خو دوه کاله وشو او لا کار پاتې دے(

د لګښت تخمینه – یو کم پنځوس اربه روپۍ (49,000,000,000)

لګښت – یو سل یو کم دېرش اربه روپۍ(12,900,000,000) هندي روپۍ – او لا نور هم امکان دے، زیات شي.

د منصوبې کامیابي – کامیابۍ باندې خبره خو لا لرې ده، د تکمیل پۀ اړه ئې هم لا ګمانونه دي.

اوس خو حکومت هم نوي اعلانونه پرېښي دي.

د منصوبې شفافیت – د ډالر د نرخ ختولو پۀ اخستے شوو قرضو او ډیزائن کښې بدلونونو نه پس کېدونکي کار نه سر بېره،

منصوبه کښې د شلګاو اربونو د بد عنوانۍ رپورټونه متعلقه ادارو ته شوې دي. تاسو چا ته مۀ وایئ.

د دواړو منصوبو پۀ اړه د دغه لوستنې او اعداد و شمار نه پس څو خبرې مخې ته راوړو.

  • د کانګرس منموهن سنګهـ د “منګلیان” منظوري ورکړه، کار پرې شروع شو او د بهارتیه جنتا ګوند نرېندر مودي راتلو سره دا مشن نور هم مضبوط کړو. هلته “هندوستان” اول وي. دلته د عوامي نېشنل پارټۍ شروع شوے رِنګ روډ چې هم دغه مقصد د پاره ؤ، نیمه کښې پرېښودے شو – د عوامي نېشنل پارټۍ د هائیډرو پاور پراجېکټونه ځان پړې نه بچ کولو د پاره پۀ وړو ټیوبوېلونو او جرنېټرو بدل کړے شول او د زیات قیمت منصوبو باندې د پېسو الوځولو اعلانونه وکړے شول.
  • هندوستان د مشن د پاره ټوله ټېکنالوژي Made in India وکاروله. دلته مسنون مسواک هم چائینه مال وي. ځائي صنعتونه پۀ ټپو کښېنولے شول. ځائي صنعتونه خو لا یوې خوا ته دي، د بهر نه د راتلونکو مالونو د تجارت سرګرمۍ هم د پیرې د اقتصادي چېلې پۀ تعبیر داسې شرائطو سره وتړلې شوې چې خلق خپل روزګارونه نقل کولو، تر دې چې ختمولو ته مجبوره کړے شول.
  • هند د منصوبو د کالکولېشن، منصوبه بندۍ، نګرانۍ، احتساب او عدالت بهترین نظام د دې جوګه کړو چې نن ټوله دنیا خپلو منصوبو د پاره هم د هند سترګو ته ګوري. پاکستان کښې زیاتره منصوبې د پاکستان د فوج چلېدونکو کمپنیو ته ورکړې کېږي. یو وړوکے شان مثال ئې “بابِ پشاور” حیات اباد فلائي اوور دے چې د افتتاح پۀ سبا پرې لوے لوے لیکلے شوي وو، “بهاري ګاډیون کا ګزرنا منع هے”.

دنیا یو ضابطه اخلاق لري – چین پۀ “منګلیان” ته “د اېشیاء ویاړ” (Pride of Asia) وئیلي دي. د امریکا National Space Society “منګلیان” ته د کال 2015 “Space Pioneeer Award” اېوارډ ورکړے دے. دنیا د هند دغه مشن ستائیلے او نمانځلے دے.

پۀ تېر پینځلسم اګست بالیوډ پۀ دغه تاریخي مشن د “مشن منګل” پۀ نامه یو فلم ریلیز کړے دے. فلمي مصالحه د فلم ضرورت وي. خو ایا پاکستان کښې “مصالحه” نۀ وي؟ مذهب نه تر دفاع، تر معیشت، تر چېنج، تر احتساب، تر عدالت، تر خارجه او داخله پالیسیو، تر حب الوطنۍ، تر ائین، تر مسئله کشمیر او تر دفاعِ پاکستان کونسل – چرته مصالحه نۀ وي؟ چرته ډراپ سین نۀ کېږي؟ چرته سسپنس او اېډونچر نۀ وي؟

یادګیرنه: د “منګلیان” پۀ اړه معلومات د بېلابېلو وېبپاڼو او ويډیوګانو سره د “نېشنل جیوګرافیک چېنل” د ډاکومنټرۍ نه اخستے شوي دي. هر څو دې لړ کښې مونږ خواري کړې ده خو د خپلې مطالعې د پوره پوره لیکلو لاپه نۀ شو کولې. تاسو د اتهنټک معلوماتو د پاره )کۀ غواړئ( اړوندې څېړنیزې لیکنې او د NGC یاده شوې ډاکومنټري وګورئ.

BRT د پاره ټوله وسپنه د تحریک انصاف د سنېټر نعمان وزیر خټک د FF Steels نه اخستې کېږي.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …