د الف جان خټکې غمرازي

خدائي خدمتګار تحریک د پښتون افغان قام او خاورې یو داسې تحریک دے چې دنیا کښې ئې ډېر کم مثال پېدا کېدے شي. دې تحریک دې قام او خاورې ته د عدم تشدد پۀ فلسفه د عمل کولو د پاره یو منظم چوکاټ ورکړو. د تعلیم نه تر معاشرت او تر معاشیاتو، ادب او کلتور دې تحریک پۀ پښتون قام او خاوره مثبت اثرات وکړل.

الف جان خټکه د دې تحریک یو داسې نوم دے چې د “پښتون” پۀ پاڼو ئې د پېرنګي خلاف د وطن ازادۍ د پاره یو شمېر نظمونه او لیکونه چاپ دي. فخرِ افغان بابا چې به وئیل چې د ښځو د غېر فعالیت سره زمونږ نیم وجود غېر فعاله وي او ځکه باید ښځې د سړو سره اوږه پۀ اوږه ودرېږي؛ الف جان د دغه نیم غېر فعاله وجود فعال کولو د پاره فکري زیار کولو او ځکه ورته فخرِ افغان بابا خصوصي توجه کوله او د هغې نظمونه به ئې “پښتون” کښې د خپلو ادارتي نوټونو سره چاپ کول.

پۀ څوارلسم ستمبر 2019 الف جان خټکې لۀ دې فاني دنیا سترګې پټې کړې. اِنا لله و اِنا الېه راجعون.

زۀ د خدائي خدمتګارې الف جانې خټکې د مرګ پۀ دې غم کښې د هغې د کورنۍ او د “پښتون” رسالې سره خپل غم شریکوم او د لوے څښتن نه دعا کوم چې د هغې هغه جهان ښکلے کړي.

رحمت شاه قرېشي

ګومل بازار

د الف جان خټکې غم

د ستمبر پۀ څوارلسمه نېټه زمونږ د باچا خان او د “پښتون” لېونۍ خټکه خدائي خدمتګاره الف جانه بې بې پۀ حق رسېدلې ده.

هغې ژوند پۀ خپلو شرطونو تېر کړو. د فمینزم د نمائشي کاسمېټک روایت نه پۀ نهه شلې درجې بدله یوه جینون فمینسټه او سیاسي کارکنه خدائي خدمتګاره الف جانه د “پښتون” پۀ پاڼو د خپلو لیکنو سره نن هم ژوندۍ ده او ژوندۍ به وي.

د الف جانې بې بې سره منسوب د “پښتون” دا ځانګړې ګڼه د هغې سپېځلي روح ته د عوامي نېشنل پارټۍ خراج عقیدت دے.

د الف جانې بې بې غم د “پښتون” د خپل انګڼ غم دے. د هغې پۀ قبر د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي ستر سېکتر میا افتخار حسېن، د باچا خان مرکز د منتظم انجینئیر اعجاز یوسفزي، د باچا خان چئیر د ستر سېکتر ډاکټر سهېل خان، د “پښتون” مجلې د مشر مدیر حیات روغاني او د عوامي نېشنل پارټۍ د مادام شازیه اورنګزېب مشرۍ کښې د ښځو د وفد لۀ خوا ایښودے شوي ګلونه او خوارۀ شوي سرۀ څادرونه دې خداے کله هم مړاوي او پیکه نۀ کړي – پۀ ګور ئې نُور یه!

ښځې هم زړونه لري، زړو کښې خواهشات لري
سر کښې مازغۀ لري، مزغو کښې احساسات لري
یو دې تعلیم نه کړې محرومه د ړوند پۀ مثال
بل دې بندي کړې پۀ کورونو کښې د غلو پۀ مثال

د دې مقصدي شعرونو خالقه او د خدائي خدمتګار تحریک تکړه او بېداره مېرمن الف جان خټکه بي بي کۀ څۀ هم زمونږ پۀ منځ کښې پاتې نۀ شوه خو د هغې شاعرانه تفکر او قوم پرستانه کردار به تل زمونږ پۀ زړونو او ذهنونو کښې روښانه او ژوندے وي. هغې تل د پښتنو ښځو د احساساتو او جذباتو ترجماني د خپل نظم او نثر پۀ ذریعه کړې ده او پۀ ټولنه کښې ئې هغوي ته خپل مقام او حېثیت ښودلے دے.

د الف جان خټکې غم د عوامي نېشنل پارټۍ غم دے. خداے پاک دې د الف جان خټکې هغه جهان روښانه کړي او د هغې کورنۍ ته دې الله د زړۀ صبر ورکړي! امین.

اسفندیار ولي خان

ولي باغ

خداے بخښلې الف جان خټکه پۀ حقیقي معنیو کښې د باچا خان بابا د فکر او فلسفې یوه تکړه مبلغه او شارحه قلمکاره وه. د هغې شاعري د خپل قام او خپلې خاورې، بیا پۀ تېره تېره د یوې جرأت مندې او بهادرې قوم پرستې پښتنې یو معتبر او توانا اواز دے. داسې اواز چې هغې د خپل قام ډېرې پښتنې د غفلت او جهالت لۀ خوبه را بېدارې کړې او دا هم د هغوي د بېدارې شاعرۍ برکت دے چې نن زمونږ پښتنې خوېندې مېندې او لوڼه د خپل قام او خپلې خاورې د پاره د خپلو پلرونو او وروڼو سره څنګ پۀ څنګ ولاړې دي.

الف جان خټکې د باچا خان بابا پۀ غږ صرف د شاعرۍ کولو او د لفظونو پۀ لار د تحریک پۀ ملاتړ اکتفاء نۀ وه کړې بلکې عملاً مېدان ته راغلې وه او دا خبره ئې غلطه ثابته کړې وه چې “پښتنې یا د کور وي او یا د ګور” – هغې ثابت کړل چې پښتنې ښځې د قام خدمت او مبارزه کښې مساوي حېثیت، کردار، برخه او اهمیت لري.

کۀ څۀ هم الف جان خټکه نن زمونږ پۀ منځ کښې نشته، ولې د هغې افکار او شاعري به ټول عمر زمونږ د لارې بل مشالونه وي.

میا افتخار حسېن

مرکزي ستر سېکتر، اے اېن پي

باچا خان مرکز، پېښور

“فخرِ افغان” نه مې پېغام د ترقۍ راوړے
پۀ دواړو لاسو دا پېغام پۀ احترام پورته کړه!

د خداے بخښلې خدائي خدمتګارې الف جان خټکې وفات مونږ ټولو پښتنو د پاره او د پښتو ژبې او ادب د پاره یو نۀ را سر کېدونکے زیان دے – خو دا هم د شکر مقام دے چې الف جان خټکې چې د پښتنو د قامي غورځنګ خدائي خدمتګار تحریک د پاره د خپل قلم پۀ ذریعه کوم کار او زیار باسلے دے، هغه به د تاریخ پۀ هر دور کښې د یوې نوې تازګۍ سره یو نوي شکل کښې زمونږ ملګرتیا او لارښودنه کوي. ځکه چې د هغوي شاعري د خپل قام او اولس د اصلاح او لارښودنې د پاره د لیتکي مثال لري.

الله تعاليٰ دې هغوي ته جنتونه نصیب کړي او د هغې کورنۍ ته دې د دې لوے غم د پاره صبر ورکړي.

سردار حسېن بابک

صوبائي ستر سېکتر، اے اېن پي خېبر پښتونخوا

باچا خان مرکز، پېښور

ازادي پۀ سوال منت موندلې نۀ شي
څو ښکاره نۀ کړې د خپلو مټو زور

د خدائي خدمتګارې الف جان خټکې د نامې سره زمونږ پېژندګلو د هغې د شعرونو لۀ خوا شوې ده چې یو پوخ او څرګند قامي فکر لري. فخرِ افغان بابا چې د ښځو د بېدارۍ د پاره د چا مثال ورکړے وي نو هغه نامه خامخا ډېره ویاړمنه او معتبره ده. هغې ته دا اعزاز حاصل دے چې د پلار پۀ مرګ ئې ورته فخرِ افغان بابا د جېل نه لاس-نیوې د پاره د پولیس پۀ پهره کښې راغلے ؤ.

د الف جان خټکې مرګ یو دروند غم دے. مونږ د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان د صوبائي کابینې او ضلعي و ذیلي تنظیمونو لۀ خوا د هغې د کورنۍ او باچا خان مرکز سره پۀ دې غم کښې شریک یو.

لوے څښتن دې د الف جان خټکې هغه جهان ښکلے کړي! امین.

مابت کاکا

صوبائي ستر سېکتر، اے اېن پي، بلوچستان

باچا خان مرکز، کوئټه

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …