د کېرو حکومت – مرزا تاج محمد خاموش، ‘شتۍ او شغلې’، هشنغر پښتو ادبي ټولنه، چارسده، 1975، مخونه 90-86

 

 

دا نظم د 1946 شاوخوا لیکلے شوے دے. د اوسنو سماجي، سیاسي، امنیتي، پارلېماني، عدالتي، حکومتي اقتصادي او اېکسټنشني حالاتو سره د دې نظم هېڅ تعلق نشته.

لکه چې جوړ کړي څوک د خاورو د ایرو حکومت
لکه چې جوړ کړي د پېریانو د پېرو حکومت
یا چې څوک جوړ کړي شرمېدلے د سپېرو حکومت
یا چې تیار کړي د مړدک د منېرو حکومت
یا چې څوک جوړ کړي د کاغذ د پرېرو حکومت
یا چې څوک جوړ کړي د ازار او د ښېرو حکومت
یا چې څوک جوړ کړي د ټېپرو ګنډېرو حکومت
یا چې تک تور غوندې تیار کړي د تیرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

کېرو جوړ کړے د چائینک او د پتنوس حکومت
کېرو جوړ کړے دے د لري د پړپوس حکومت
جوړ شوے نۀ ؤ چرې داسې د چَړوس حکومت
جوړ ترې نه نۀ شو د غېرت او د ناموس حکومت
کېرو جوړ کړے پۀ سرحد د کېکاوس حکومت
کېرو جوړ کړے ایجنسیو کښې د فانوس حکومت
لکه جوړ شوے د ګرګس او د ټپوس حکومت
پۀ سرحد نۀ چلېږي نور د ښاپېرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

ما ته ښکارېږي د بغرۍ او د چټو حکومت
اولس ته ښکاري د کارغۀ او د لاټو حکومت
پۀ سرحد نۀ دے مناسب نور د خېټو حکومت
مونږ نه دې لر شي د ګاما او ګهسېټو حکومت
یا معلومېږي د شا خُوږي شان ټټو حکومت
ما ته خو ښکاري د ګټو او د څټو حکومت
لټ پۀ لټ نشته داسې بل د پلټو حکومت
مونږه به ځان له جوړوو د سرو زمرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

دا پۀ سرحد کښې چې غوېمنډ دے د کېرو د لاسه
هر حیادار سړے بربنډ دے د کېرو د لاسه
ډوب دے، کوربه دے کۀ لونډ دے د کېرو د لاسه
شېخ د شېطان روان پۀ منډ دے د کېرو د لاسه
“د جمهوریت قدم چې ځنډ دے د کېرو د لاسه”
یو چې د بل مرۍ ته لنډ دے د کېرو د لاسه
د سرحد باغ مېوه دار شنډ دے د کېرو د لاسه
د ازادۍ لاره کښې خنډ دے د کېرو د لاسه
د پیر پۀ لاس کښې بکرے پنډ دے د کېرو د لاسه
پۀ عراقیانو پکار نۀ دے د شنو خرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

ملک ازادېږي، کېرو بیا پکښې لړچون جوړوي
ټول یو پښتون دے خو کېرو پکښې بېلتون جوړوي
د هر پښتون به د پښتون پۀ کور شبخون جوړوي
کېرو کور ورانے د اسلام پۀ نوم لمسون جوړوي
“دغه پۀ خوي لېوۀ د ځانه راته شپون جوړوي”
سرحد ګلزار دے او کېرو ترې مېږتون جوړوي
مطلب ئې دا دے سِول وار به د پښتون جوړوي
پښتون بېدار دے کورنۍ کښې پېوستون جوړوي
اسلام اسلام دے کېرو ځان له بېخ ګندون جوړوي
پیران، خانان، ملایان غواړي د نخرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

ارهټ ولاړ دے د کېرو زاړۀ سنډګان غواړي
لکه پخوا، دے د ټېنس کرکټ مېدان غواړي
نظر بندۍ له د پښتون دے مداریان غواړي
مسلمانان لۀ انګرېزانو بېل نشان غواړي
“دا ظالم مونږ تالا کوي، مونږ نه تاوان غواړي؟”
د چرچل وروڼه او یاران او خېر خواهان غواړي
څټې پرتې دي، پېرنګیان ورله غوایان غواړي
ډوبې بېړۍ له د انګرېز دے ملاحان غواړي
څۀ رنګ نشان ولاړ پۀ منځ د هندوستان غواړي
خدایه نو لرې کړه لۀ مونږ دا د سپېرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

پټه چرچل او خان، نواب او پیر صلا کړې ده
هندوستان لاړو، چرچل ډېره واوېلا کړې ده
“دا د پردي چرګ” پۀ شان ټوقه پۀ مونږ چا کړې ده
“دا هغه لوبه” کومه لوبه چې پرې تا کړې ده
“چې د پېریانو سالارانو څۀ خطا کړې ده”
مونږ به ترې غواړو حساب، ټول عمر ئې غلا کړې ده
کېرو پۀ ګوټ کښې خپل بېګم سره ژړا کړې ده
دغه خبره کېرو غوږ کښې د هر چا کړې ده
دغه قدرت ته وه منظوره، لوے الله کړې ده
انقلابي سېلاب نه تښتي د ایرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

انګور تراوۀ دي، د لومبړې غوندې خولۀ چینګه کړه!
اوس د ماشوم پۀ دود نسکور پړ مخې ړونګ ړینګه کړه!
لکه قچر غوندې اسمان ته خولۀ کړه هینګ، هینګه کړه!
اوس ډینګه والې ګوډۍ کور ته بوځه، ډینګ ډینګه کړه!
“لاس دې ترخونو کښې ور ومنډه او پینګ پینګه کړه!”
بل ته دې کندې کندولې، خپله پښه ټینګه کړه!
کندو پۀ لم کښې د لندن پۀ لارې شرنګ شرینګه کړه!
لکه تازي غوندې جرس پۀ غاړه ړینګ ړینګه کړه!
ځه د مېرې توره بې باده، اوس غاونګ اینګه کړه!
قُر قُر دے خلاص شو، نۀ منو د قُر قُرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

مونټ بېټن راوستو کېرو د شرارت د پاره
غټان ئې ولېږل ډیلي ته مصلحت د پاره
دا مشوره ده د کېرو د خپل عزت د پاره
“غلۀ لري اوس هم خپل اختیار د عدالت د پاره”
“نخښې دې وساتي د ځان سره عبرت د پاره”
وائسراے خېبر ته تشریف یوړو د ایلت د پاره
دا مصلحت دے د سرحد د لوے قیامت د پاره
کېرو راغلے دے زمونږ د شومیت د پاره
سرحد کښې پاتې نۀ دے نور د شرارت د پاره
“نوي نقاب کښې د هغو زړو څهرو حکومت”

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

دا چې پیران پۀ غرۀ پۀ سم نوم د اسلام اخلي
خانان روان دي، د غریب د وژلو دام اخلي
د چا به کور د چا پټي به دوي لېلام اخلي
غریبانانو له جنت کښې لوے مقام اخلي
“پټکي پۀ سر تسبې پۀ لاس، ځان له ګودام اخلي”
اسلام ئې نوم دے، پکښې پټ ځان له انعام اخلي
دا اسلام نۀ دے، دا زمونږ نه انتقام اخلي
غریب دباو شو، پۀ ناکام ورپسې ګام اخلي
شېخان د پیر پۀ وېنا ډک د وینو جام اخلي
ږیرې به جوړې نۀ کړي لُومو سر پرو حکومت

داسې سرحد کښې دے جوړ شوے د کېرو حکومت

خاموشه! وخت دے د همت چې بې همته نۀ شې
ملک ازادېږي، نیت پۀ خېر کړه چې بد نیته نۀ شې
“ګوره د قام” سره به پت پالې، بې پته نۀ شې
کېرو انګلېنډ ته دے روان، بې طبیعته نۀ شې
“پام چې پۀ شا د ازادۍ لۀ یو قیمته نۀ شې”
بې د الله نه د بل چا مخکښې سر ښکته نۀ شې
پښتون را غونډ کړه، وخت نازک دے ملامته نۀ شې
وار پار پۀ ځاے، کېرو وباسه، بې عزته نۀ شې
ننګ د پښتو جنګ به پۀ ننګ کړې، بې جرأته نۀ شې
کېرو کوي دې پۀ لندن د چُر چُرو حکومت

مونږ نه دې لر شي پېرنګیان او د کېرو حکومت

یادګیرنه: پۀ واوېن “” کښې نغښتې مصرعې )فقط( د شمېر پوره کولو د پاره حیات روغاني زیاتې کړې دي.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …