پرېکړليک (اعلاميه) – “پښتون”

د عوامي نېشنل ګوند تر سيوري لاندي “پښتون قامي جرګه”

لسم مارچ 2020، احمد شاه بابا تالار، باچا خان مرکز، پېښور

پښتون وطن کښې د قامي جرګو د روايت لړۍ کښې دا “پښتون قامي جرګه” د يوې ډېرې زړۀ پورې سياسي رويې او لهجې ائينه وبرېښېده. د نظرياتي بيانيو د تنوع سره د سيد قطب او د مارکس منونکي هم د “قامي” جرګې برخوال هم شول او د دې د شريک پرېکړليک دستخطيان هم – د “عالمګيريت” د سياست پۀ فکري ډاډ د خپل قام، خپلې خاورې او د خپل وطن د مسئلو نه شوکېدلي مشران کۀ سياسي مرکز ئې لاهور دے کۀ لاړکانه، منصوره ده کۀ حقانيه، نيويارک دے، ماسکو ده کۀ شنګهائي؛ د باچا خان مرکز پۀ احمد شاه بابا تالار کښې پښتون قامي جرګې ته راغلل او د يويشتو نکتو شريک پرېکړليک ئې مخې ته راوړو.

دې جرګه کښې نۀ يو چا د بل خبره وشوکوله، نۀ چا دا ووې چې قامي مسئلو باندې خبره کول زما د وفاقيت د مفکوري خلاف دي، نۀ چا د عالمګير اسلامي اخوت يا عالمګير انقلاب يا “اېشياء سرخ هے” پۀ نعره د جغ نه د اوږې ويستلو بهانه جوړه کړه او نۀ چا بل څۀ اختلاف منځ کښې خنډ کړو.

د جرګې پۀ سبا د دې جرګې د کوربه او د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان بيان “د دې جرګو تسلسل دې کله هم ماتېدو له ور نۀ کړے شي” او دې سره د مزدور کسان پارټۍ د چئيرمېن افضل شاه خاموش لۀ خوا پۀ شمالي اشنغر کښې هم د دې قامي جرګې پۀ نتيجه کښې د راغلي پرېکړليک عملي کولو د پاره د قامي مشاورتي غونډې اعلان[1] دا څرګندوي چې د قامي جنګ ګټلو د پاره د مختلفو فکري او تنظيمي اکايانو يو ځاے ته شريک سياسي عمل د پاره “يو غږ يو ګام” کېدل د حالاتو غوښتنه ده. عوامي نېشنل پارټۍ د حالاتو غوښتنې ته پۀ جرګه رابللو ځواب ووئيلو او دا شريک او متفقه پرېکړليک چې د مختلف الفکر نۀ بلکې د “متضاد الفکر” سياسي ګوندونو، تحريکونو او نضهتونو لۀ خوا مخې ته راغلے، د سياسي فعالينو د پاره يوه هيله، اميد او زېرے دے.

  1. پۀ افغانستان کښې د امن تأمين او د افغانستان د خپلواکۍ درناوے:

پۀ افغانستان کښې د جنګ لۀ کبله عام افغانان او د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته پراتۀ پښتانۀ تر ټولو زيات اغېزمن شوي دي. “پښتون قامي جرګه” د افغانستان دننه د خبرو اترو عمل ته هرکلے وائي او پۀ دې خبره زور راوړي چې د افغان رياست پۀ پياوړتيا کښې ګاونډي هېوادونه او د نړۍ نور قوتونه د سهولت کارۍ کردار ادا کړي. “پښتون قامي جرګه” د بېن الافغاني مذاکراتو برياليتوب د افغانستان او سيمې د امن ضمانت ګڼي او پۀ ټولو ډلو زور راوړي چې د افغانستان د خپلواکۍ درناوے دې د بېن الاقوامي قوانينو پۀ رڼا کښې وکړي. جرګه پۀ افغانستان کښې د بهرنيو مداخليو د ودرولو غوښتنه کوي. پۀ پاکستان کښې تر هغې پورې امن نۀ شي راتللے، تر څو چې افغانستان کښې امن نۀ وي راغلے.

  1. پۀ پښتني سيمو کښې ترهګري او د ترهګرو ډلو بيا منظم کېدل:

پۀ تاريخ کښې پښتنو ته تر ټولو زيات زيان پۀ تېرو څو لسيزو کښې پۀ دې خاوره د روانې ترهګرۍ لۀ کبله رسېدلے دے. پۀ پښتون وطن کښې يو لړ فوجي عملياتو چې پښتون قام ته لوي زيانونه ورسول، د هغو فوجي عملياتو برڅېره هم ترهګر پۀ پښتني وطن کښې پۀ ازاده توګه فعاليت کولے شي او بيا لۀ نوي سره منظم کېږي. “پښتون قامي جرګه” لۀ رياست څخه غوښتنه کوي چې دا عمل دې پۀ زغرده ودروي او د ټولو پرائېوېټ ملېشاو خلاف دې قانوني کاروائي وکړي. “پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د پښتنو تحفظ دې يقيني کړے شي او د هر ډول ماوراء ائين فعاليتونو مخنيوے دې پۀ زغرده وشي.

  1. د بې کوره شوو پښتنو بيا ابادول:

پۀ پښتونخوا وطن او پۀ ځانګړې توګه نوو ضلعو کښې چې د ترهګرۍ او فوجي عملياتو پۀ نتيجه کښې پۀ کومه پراخه کچه پښتانۀ بې کوره شوي دي، د هغوي زر تر زره ابادول د رياستِ پاکستان ذمه واري ده. “پښتون قامي جرګه” پۀ کلکه غوښتنه کوي چې بې کوره پښتانۀ نۀ يواځې دا چې بېرته دې پۀ خپلو کورونو کښې اباد کړے شي، بلکې دغو ځپلو شوو پښتنو ته دې پوره معاوضه ورکړې شي او هغوي ته دې د کاروبارونو زمينې مساعدې کړې شي. لۀ باجوړ څخه تر وزيرستانونو پورې او لۀ چمن څخه تر چتراله پورې چې د پښتنو د شتمنيو کومه تباهي شوې ده، د هغوي بازارونه او مارکيټونه نړولے شوي دي، “پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د دې تاوانونو دې زر تر زره تلافي وکړې شي.

  1. د بې درکه خلکو مسئله:

“پښتون قامي جرګه” د بې درکو پښتنو مسئله پۀ جدي توګه راپورته کوي او پۀ کلکه دا غوښتنه کوي چې څومره پښتانۀ هم بې درکه کړے شوي يا مسنګ پرسنز (Missing persons) ګرځولے شوي دي، هغوي دې زر تر زره عدالت ته پېش کړے شي. د پښتنو دا نمائنده جرګه پۀ شريکه او څرګنده دا خبره کوي چې مونږ هېڅ يوې رياستي ادارې ته دا اجازه نۀ ورکوو چې پښتانۀ دې اوچت کړي او لۀ ځانه سره دې ئې د مسنګ پرسنز پۀ توګه وساتي.

  1. د لېنډ مائنز صفائي:

پۀ جنګ ځپلو پښتني سيمو کښې چې د رياست امنيتي ادارو کوم لېنډ مائنز خوارۀ کړي دي، چې پۀ نتيجه کښې ئې پښتانۀ بچي، ښځې، ځوانان او بوډاګان د مرګ ژوبلې لۀ زړۀ چاودونکو پېښو سره پۀ ورځني بنياد مخامخ کېږي؛ دغه لېنډ مائنز دې پۀ هنګامي بنيادونو لرې کړے شي او د بشري حقونو د داسې سرغړونو مخنيوے دې يوه جدي مسئله وګڼلې شي.

  1. پۀ نوو ضلعو کښې انتظامي، قانوني او سياسي اصلاحات او ترقي:

د پښتنو د نوو ضلعو د بيا ودانۍ کار تر اوسه د زباني جمع خرچ تر حده روان دے؛ “پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې پينځويشتم (25) ائيني ترميم دې پۀ حقيقي توګه نافذ کړے شي.

  1. اتلسم ائيني ترميم او اېن اېف سي اېوارډ:

اتلسم ائيني ترميم دې پۀ حقيقي معنيو کښې ومنلے شي، د دې ترميم د تخريبولو لۀ هڅو دې لاس واخستے شي. د اېن اېف سي اېوارډ لۀ پينځو کلونو څخه اجراء نۀ کول يو غېر ائيني اقدام دے؛ زر تر زره دې د اتلسم ائيني ترميم پۀ رڼا کښې د اېن اېف سي اېوارډ اجراء وشي.

  1. د بجلۍ خالص منافع:

“پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د بجلۍ د خالصې ګټې تفصيلات دې وړاندې کړے شي او دا ګټه دې زر تر زر صوبو ته حواله کړې شي، ځکه چې پۀ بجلۍ او نورو قدرتي وسائلو فطري او ائيني ملکيت د قامونو دے او د ملکيت دا حق تسليمول د وفاق د قائم ساتلو او پرمختګ د پاره ضرورے دے.

  1. د اوبو ملکيت:

د اٰبي وسائلو يا اوبو ملکيت او اختيار دې صوبو ته وسپارلے شي او هم داسې چې پۀ دې مورد کښې څومره معاوضه مرکز ته پاتې ده، هغه دې هم زر تر زره صوبې ته وسپارلې شي.

  1. قومي وسائل او منرل اېکټ:

د پښتنو پۀ قامي وسائلو لۀ يوې اوږدې مودې د منظمې قبضې دسيسې روانې دي، د دغو دسيسو مخنيوے د وفاق د پايښت او د پښتنو د ازادو شهريانو پۀ توګه پۀ وفاق د اعتماد ضمانت دے. “پښتون قامي جرګه” منرل اېکټ خېبر پښتونخوا د پښتنو پۀ قامي وسائلو يوه بد ترينه ډاکه ګڼي او غوښتنه کوي چې پۀ وسائلو دې لومړے حق او اختيار د مقامي خلکو ومنلے شي.

  1. پۀ پښتونخوا وطن کښې لۀ نوي سره سرشمېرنه:

“پښتون قامي جرګه” پۀ 2017ز کښې شوې سرشمېرنه د پښتونخوا وطن بالخصوص د نوو ضلعو د سرشمېرنې پۀ حقله پۀ درغلۍ ولاړه ګڼي؛ جرګه غوښتنه کوي چې پۀ پښتونخوا وطن کښې دې لۀ نوي سره سرشمېرنه وشي.

  1. بلاک شناختي کارډونه:

“پښتون قامي جرګه” غوښتنه کوي چې د پښتنو د بلاک شناختي کارډونو مسئله دې زر تر زره حل کړې شي.

  1. نصاب او تعليم:

د اتلسم ائيني ترميم لاندې د تعليمي پاليسۍ انتظام او د نصاب اختيار د صوبو سره دے، “پښتون قامي جرګه” د مرکز لۀ خوا د “يکسان تعليم” (Uniform Education) نفاذ د ائين څرګنده خلاف ورزي ګڼي.

جرګې د خېبر پښتونخوا پۀ پوهنتونونو کښې پۀ مالي بدحالۍ او انتظامي کړکېچونو او بحرانونو باندې ژوره اندېښنه وښودله. جرګه د پوهنتونونو دننه د سيکېوريټائزېشن او جنسي زورونې د مسئلې پۀ زغرده د حل کولو کلکه غوښتنه کوي. جرګه د پنجاب، بلوچستان او د ملک پۀ نورو پوهنتونونو کښې پۀ ځانګړې توګه پنجاب پوهنتون، بهاء الدين زکريا پوهنتون او انټرنېشنل اسلامک پوهنتون کښې پۀ پښتنو محصلينو د تشدد او نسلي امتياز پۀ سختو ټکو کښې غندنه کوي. جرګه د طلباء يونينز د بحالۍ مطالبه کوي او د تعليمي ادارو د پرائيوېټائزېشن غندنه کوي.

  1. پۀ پاکستاني مېډيا کښې د پښتنو سپکاوے:

د پاکستان پۀ مېن سټريم مېډيا کښې د پښتنو خلاف د نسل پرستۍ پۀ بنياد پروپېګنډې د يو معمول بڼه خپله کړې ده؛ دې پروپېګنډې ته دې زر تر زره د پاې ټکے کېښودے شي. پۀ مېن سټريم مېډيا کښې چې کوم ځاے او حېثيت د پنجابي قام کلتور، سياست او مسائلو ته ورکړے کېږي، هم هغه ځاے او حېثيت دې پښتون قام ته هم ورکولے شي.

  1. د رښتياو کمېسون (Truth Commission) جوړول:

د پښتنو پۀ وطن کښې چې د ترهګرۍ پۀ خلاف د جنګ پۀ مهال کوم جنګي جرمونه او جنايتونه شوي دي، د هغې د پلټنو تحقيقاتو د پاره دې پۀ زغرده د رښتياو معلومولو يو کمېسون جوړ کړے شي. د “خړ کمر” او د دغسې نورو پېښو دې عدالتي تحقيقات وشي.

  1. تجارتي لارې:

دا جرګه غوښتنه کوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځه دې ټولې تجارتي لارې پرانستې شي. جرګه دا غوښتنه هم کوي چې د پښتونخوا نوې ضلعې دې د لويو لارو پۀ مرسته يو بل سره وتړلې شي.

  1. سي پېک:

“پۀ سي پېک کښې د بلوڅيانو د ملکيت او د پښتنو د برخې تعين تر اوسه نۀ دے شوے.” جرګه لۀ حکومته د دې وضاحت غواړي. د سي پېک پۀ کمېټۍ کښې دې بلوچستان، پښتونخوا او سندهـ ته استازيتوب ورکړے شي او د سي پېک مغربي لاره دې لۀ يو بشپړ پېکېج سره يقيني کړې شي.

  1. د پښتنو د زراعت تحفظ:

د پښتنو زراعت دې خوندي کړے شي او د پښتنو پۀ قومي زراعت بالخصوص تمباکو باندې دې د هغوي د ملکيت حق تسليم کړے شي.

  1. اېکشن ان اېډ اف سول پاور ارډيننس:

“پښتون قامي جرګه” دا اېکټ ردوي او د دې د بېرته اخستلو غوښتنه کوي.

  1. د بلوچستان سيټونه بېرته بحالول:

“پښتون قامي جرګه” مطالبه کوي چې د بلوچستان د “شېراني” او “هرنائي” ضلعو صوبائي نشستونه دې بېرته بحال کړے شي او د کوئټې او نورو پښتني سيمو حلقه بنديانې دې درستې کړې شي.

  1. د روغتنونو پرائيوېټائزېشن:

دا جرګه د روغنتونونو د پرائيوېټائزېشن عمل ردوي او غوښتنه کوي چې پښتونخوا وطن ته دې د صحت بهترين او لازمي سهوليات ورکول يقيني کړے شي.

  1. دا مشاورتي غونډه پۀ پينځويشتم مارچ شمالي اشنغر کښې رابللې شوې وه، بلنې هم شوې وې؛ خو د کورونا نړوبا لۀ امله وځنډولې شوه.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …