بريان رسنک – ژباړن: “پښتون”

‌vox.com

Scientists warn we may need to live

with social distancing for a year or more

سائنسدانان لۀ يو کاله زيات د تنها ژوند اندېښنه ښائي

امريکا او چاپېره نړۍ کښې ژوند پۀ يو زړۀ چاودون اوړي. مونږ د خپلو خوښو خلکو نه لرې وځو، د خپلې خوښې ځايونو ته تګ نه پښه نيولي کېږو او ډېر خلک د تش لاس او بې روزګارۍ ازمېښت سره مخ کېږي.

د کرونا نړوبا ]نړيواله وباء[ زمونږ د نفسياتو تر لارې زمونږ د ژوند هر اړخ سکونډي او مونږ غواړو چې د دغې بلا نه خلاص شو – خو کېدے شي دې سره مقابله کول د څو ورځو يا مياشتو خبره نۀ وي؛ کېدے شي دا د يو کال نه هم زيات وخت واخلي.

مونږ به د يواځېوالي ژوند ته ځو، ځکه چې د روغتيا پوهان وائي د دې خونړۍ وباء د مخنيوي تر ټولو غوره لار دا ده چې مونږ پۀ ټولنيز کچ جسماني طور يو بل نه لرې پاتې شو – کۀ د دې وباء خورېدل ايسار نۀ کړے شو نو امکان لري زمونږ هسپتالونه د دې وباء نه متاثره لسګونه لکهه خلکو ته Ventilators او د ICU اسانتياوې ور نۀ کړې شي. دا اوس چې لا دغه وباء پۀ پراخه کچ خوره شوې نۀ ده، مونږ د دغه اسانتياو کمي سره مخ يو.[1]

د کورونا وائرس مخنيوي د پاره د وائټ هاوس د جوړ کړي ټاسک فورس ډائرېکټر انتهوني فاسي (Dr. A. Fauci) يو پرېس کنفرانس کښې وئيلي دي، “ممکنه ده ځينې خلک باور لري چې مونږ د دې وباء مخنيوي کښې لږ وروستو پاتې شوي يو، خو رښتيا دا دي چې کله داسې وباء راشي او خورېږي نو مونږ کله هم د دې د مخنيوي سمه اندازه نۀ شو لګولې – مونږ ته به د دې مخنيوي کښې ځانونه تل وروستو ښکاري.”

نو کۀ مونږ دا ګڼو چې مونږ وروستو نۀ يو پاتې او پۀ وخت مو ګامونه پورته کړي دي نو بيا د کورونا ماتولو د پاره به مونږ ته څومره وخت پکار وي؟ – دا يو تريخ حقيقت دے چې تر څو د دې د پاره وېکسين او علاج نۀ وي موندلے شوي، دا به هم دغسې ورځ پۀ ورځ خورېږي او زيات نه زيات انسانان به اغېزمن کوي.

د “The Rules of Contagion” [2] ليکوال او د لندن سکول اٰف هائجين اېنډ ټرافيکل ميډيسن ښاغلے ادم کشارکي (Adam Kucharski) چې د وبائي رنځونو پۀ اړه پراخه تجربه لري، وائي، “زۀ ګڼم چې څۀ مودې د پاره د سکولونو او رستورانو بندېز سره به ژوند ته ستنېدل ممکن نۀ شي؛ اصل خبره چې د خلکو مزغو ته د کوزولو ده، هغه دا ده چې مونږ به د يوې اوږدې مودې د پاره د تنهايۍ ژوند سره مخ کېږو. دا وائرس به لږ تر لږه کال دوه چاپېره ګرځي نو دا ځکه ضروري ده چې مونږ د څو ورځو، هفتو يا مياشتو پۀ شڼشڼي ځانونه و نۀ غولوو.” هغه زياتوي، “مونږ سره بله لار نشته. پۀ دې حالاتو کښې مونږ له د يو بل نه جدا کېدل دي او هم داسې به مونږ د دې وائرس د خورېدو مخه نيولو کښې بريالي کېږو.”

دا وخت مونږ ته د خپل ژوند ژغورلو او د مالي ستونزو سمول پۀ سر پراتۀ دي او دا هم یاد ساتل دي چې د ډېرې ببرې بلا سره پرزونې را پۀ سر دي.

د کشارکي پۀ اند خو دا وخت د دې خونړۍ بلا نه د خلاصېدو يواځينۍ لار “ټولنيز واټن” (Social Distancing) دے. هغه وائي، “کۀ چرې دا غلطي وکړې شوه چې لږه موده پس خلکو ته بيا د يو ځاے کېدو اجازت ورکړے شو نو دا بلا به پۀ زياته پراخه پېمانه خوره شي او د پوخ عمر خلکو او ناروغو د پاره به د مرګ استازے وګرځي. داسې کله هم نۀ شي کېدے چې دوي به څو هفتو کښې دا وائرس ختم کړي.”

يقيناً چې مونږ دا وخت د يو داسې وېکسين جوړېدو لار څارو چې هغه د دې وائرس مونډ وباسي )دې لړ کښې ځينې ادارې د وېکسين جوړولو دعوې هم کوي – دغه وېکسين به اوس لېبارټريو ته د تجربې د پاره ځي او مونږ ګڼو چې د دې توثيق به هم کال پورې وخت اخلي( – يا چې د دې وائرس نه د اجتماعي مدافعت لپاره څۀ داسې لار نۀ وي را ويستې شوې چې کۀ خلک هر څو يو بل سره بلوڅي خو د وائرس مدافعتي نظام پکښې کارګر وي او دوي اغېزمن کېږي نۀ.

د اجتماعي مدافعت دا نظام يقيني نۀ دے او دا امکان لري چې څۀ موده پس دغه نظام غېر فعاله شي او کال کښې دننه د وائرس د مدافعت صلاحيت بيا ختم شي. دې سره دا اندېښته شته چې پۀ مليونو خلک متاثره او مړۀ شي.

د امپېريل کالج اٰف لندن Covid-19 څېړونکې ډلې د دې مخنيوي د پاره تر اوږدې مودې د ټولنيز واټن مشوره ورکوي. دوي د دې وباء د مخنيوي د پاره دوه لارې ښائي: يوه لار د کورونا “پڅول” (Mitigation) دي او د دې مطلب دا دے چې داسې حالات پېدا کړے شي چې کۀ هر څو دا لا ختمېږي نۀ خو چې د دې خورېدل لږ نه لږ شي – دوېمه لار د وباء ستنول(Suppression) دي؛ يعني هغه هر څۀ پرېښودل چې دا وباء ترې پېدا کېږي او خورېږي.

دوي خپله تجزيه کښې زياتوي، “د کورونا د يقيني مريضانو بېلول او د پوخ عمره ]پنځوس کاله نه زيات[ خلکو قرنطين کول به کله هم فائده و نۀ کړي کۀ چرې دوي خپلو کښې يو بل نه هم جدا نۀ وي.” دوي غوښتنه کوي چې هر کس د پاره بايد ځان له کټ پوزے او ځان له د استعمال اوزار وي.

دا خبره دې پام کښې ولرلې شي چې هره سيمه کښې د وائرس د خورېدو او د دې نه د کېدونکو مرګونو تناسب د دغه سيمې د خلکو د رويو او تعامل پۀ وجه مختلف دے. دې تناسب کښې دوه نور غېر يقيني عناصر هم دي: (i دا چې لوبې کوونکي ماشومان دا وائرس څنګه خوروي (ii دا چې بدلېدونکي موسم سره د وائرس اثر کښې څۀ بدلون مخې ته راځي.

“د وباء ستنول” (Suppression) د پاره د ټولې ابادۍ تر منځه ټولنيز واټن بنيادي ضرورت دے او د دې سره د زيات نه زيات خلک بچ کېدے هم شي او پۀ هسپتالونو به د بې ځايه زياتې ګڼې ګوڼې جوړېدو ضرورت هم نۀ پېښېږي. خو دا واټن او دې د پاره بندېزونه به د وېکسين جوړېدو پورې ټينګ ساتل وي؛ کۀ دې لړ کښې لږه سستي هم وشوه او خلک بيا انګته شول نو نقصان به ئې يو پۀ دوه کېږي. د بندېزونو ټينګ ساتلو کښې لږه کوتاهي به هم مونږ تباهۍ سره مخ کړي. دا بېخي سمه ده چې سپرېشن د پاره مونږ د اقتصادي زيان سره د خپل ټولنيز او شخصي ژوند هم لوے قيمت ورکوو.

داسې نۀ ده چې ګنې د “ټولنيز واټن” به څۀ ګټه نۀ وي – کشارکي او دا نوي راپورونه دا وائي چې کۀ د ټولنيز واټن دا فېصله پۀ کلکه عملي نۀ کړې شي، يا د دې پۀ ځاے بله کومه حکمت عملي پۀ زيات سائنسي طريقه کار خپله نۀ کړې شي نو بيا به د وباء لۀ نوي سره د زياتې خونکارۍ سره د خورېدلو امکانات ډېر وي. دا وائرس ډېر پۀ منډه د خورېدو صلاحيت لري، کۀ حفاظتي تدابير خپل نۀ کړے شي نو د دې وائرس يو مريض دوه او دوه نيم کسان پۀ يو وخت متاثر کولے شي. دا نوے هم دے نو ځکه ورسره زمونږ دننه مدافعتي نظام بلد هم نۀ دے. چين کښې هم دې پۀ لوے شمېر خلک ځکه متاثره کړل چې د دې د څۀ علاماتو څرګندېدو نه وړاندې دا خور شوے ؤ. کله چې داسې نوې ناروغي وي، علامتونه ئې هم زر نۀ څرګندېږي، نو د هغې پۀ نخښه کول او مخنيوے کول ګران وي.

پۀ ديارلسم مارچ د څېړنيزې جريدې “سائنس” لۀ خوا خپره شوې يوه تجزيه کښې وئيلے شوي دي چې پۀ چين کښې راغلي شپږ اتيا سلن (86%) د کورونا کېسونه د درې ويشتمې جنورۍ نه مخکښې د هغه متاثرينو وو چې د صحت محکمې ئې نشاندهي نۀ وه کړې )د دې کله هم دا مطلب نۀ دے چې دغه مريضانو کښې د کورونا د متاثره کېدو نخښې نۀ وې؛ نخښې وې خو پېژندلې شوې نۀ وې(. اوس دغه مريضان چې نشاندهي ئې نۀ وه شوې، د ټولو اغېزمنو د شمېر يو کم اتيا سلن (79%) مريضان متاثر کړي وو. کۀ مونږ دا شمېر پۀ پام کښې وساتو نو دې تلخ حقيقت سره مخ کېږو چې کۀ د کورونا د متاثره کسانو با ضابطه ټسټونه و نۀ شي نو دا وائرس به څومره پۀ تېزۍ سره خورېږي او خپلې جرړې به ښخوي!!!

د “ټولنيز واټن” پۀ اړه د جونز هاپکنز مرکز ډاکټره مېرمن جنيفر نوزو (Dr. Jennifer Nuzzo) ټينګار کوي خو دا اندېښنه هم څرګندوي چې، “زۀ نۀ ګڼم خلک ټولنيز واټن ته تيار دي او کۀ دوي پۀ ځاے ناسته نۀ کوي نو د دې نقصان به بې انتها وي” – هغه زياتوي، “زمونږ سترګې سياسي قيادت او حکومت ته دي چې هغوي به څۀ پرېکړه کوي – ټولنيز واټن ډېر زيات ضروري دے خو خلک به څنګه دې ته جوړ شي چې څو مياشتې پۀ کورونو کښېني؟” هغه وائي، “زۀ د خپلو ټولو اندېښنو پرته يو اميد لرم خو د يوې اوږدې مودې پورې د خلکو پۀ کورونو ناسته راته بيا هم ناشوني برېښي.”

امريکائي صدر ډونالډ ټرمپ د پينځلس ورځو د پاره د ټولنيز واټن پرېکړه اعلان کړې ده ]دې کښې اوس يوه مياشت نوره اضافه کړې شوې ده[ – د ګل پۀ ورځ دغه پرېس کنفرانس کښې چې ښاغلي ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې “کورونا به کله پورې د مټ لاندې راشي؟” نو هغۀ ځواب ورکړو، “خلک وائي چې د جولايۍ يا اګست پورې به ئې څۀ لار راوځي.” ]داسې معاملو کښې ډونالډ ټرمپ بېخي د امريکې عمران خان دے، باور پرې نۀ شي کېدے[.

اوس کۀ څو مياشتو د پاره ټولنيز واټن دا وخت يواځينۍ لار ده نو بيا د اولسي روغتيا چارواکي بايد د توازن يوه داسې لار هم وښائي چې يو خوا ورسره د دې وباء نه د مرګونو څپه کمه شي او بل خوا د خلکو د پاره ژوند تېرول او د دې ضرورتونه پوره کول هم تر يوۀ حده ممکن شي – دې د پاره د دې وائرس پۀ حقله د زيات علم لرونکو خبره به زيات وزن لري. نورې خبرې به وخت خپله سپينوي چې مونږ له د مرګ سره فاصله او ژوند سره رشته ساتلو د پاره څۀ اقدامات پکار دي، البته د روغتيا ماهر او Bylor کالج کښې د نېشنل سکول اٰف ټراپيکل ميډيسن ډین پيټر هوټز (Peter Hotez) مونږ ته وئيلي دي، “د دې غېر يقيني حالاتو پۀ منځ کښې بايد مونږ هر حال کښې بنيادي احتياطي تدابير خپل کړو. کېدے شي کال پس مونږ ته پته ولګي چې دا ځينې احتياطونه کول ضروري هم نۀ وو، خو د وائرس پۀ حقله دا وخت د معلوماتو د نشتوالي لۀ امله بايد مونږ هر ډول احتياطي تدابير خپل کړو.” هغۀ پۀ دې خبره زور ورکړو چې “د ټولنيز واټن پۀ فېصله به مونږ کله هم ستومانه نۀ شو او دا هغه قرباني ده چې مونږ به ئې د خپل ځان، خپلو خپلوانو او خپلې ټولنې د ژغورنې د پاره ورکوو.”

د جان هاپکنز پوهنتون کروتيکا کپالي (Dr. Krutika Kuppalli) وائي، “سائنسدانان پۀ دې لټون بوخت دي چې وګوري کوم قسم خلکو او کومو سيمو کښې دا وائرس پۀ اسانه خورېږي – کۀ چرې هغوي وويني چې د وائرس نه متاثره کېدو يا د دې خورېدو کښې ماشومان څۀ ډېر لاس نۀ لري نو امکان لري چې هغوي د سکولونو پرانستو سفارش وکړي. کېدے شي دغه نتيجو ليدو باندې د تګ راتګ وسيلې او ټرانسپورټ نه هم بندېز اوچت کړے شي. خلکو ته به بيا هم د فاصلې ساتلو ښونه کېږي او کېدے شي د محدوده شمېرې سره رستوانو او هوټلونو ته هم د کار اجازت ورکړے شي.” هغه زياتوي، “يو ځل چې حالات لږ سم شي، مونږ به ګورو چې کۀ د دې وباء د تباهکارۍ د خورېدو اندېښنه کمه شي نو ورو ورو به د بندېزونو لرې کولو د پاره سپارښتنې مخې ته راځي.”

د ټسټونو د نشتوالي يا د دې د ډېر لګښت پۀ وجه مونږ دا وخت دا نۀ شو وئيلے چې د وباء د خورېدو اصلي صورت حال څۀ دے؛ دا وخت راغلي اعداد و شمار پۀ يو حال کښې هم د باور وړ نۀ دي.

دې شاليد کښې د کولمبيا پوهنتون وائرسپوهانه انجيلا راسمسن (Angela Rasmussen) وائي، “تر څو چې مونږ ته دا صحيح اندازه نۀ وي چې دې وائرس څومره خلک متاثره کړي دي نو مونږ د دې پۀ اړه څنګه څۀ دعويٰ کولې شو؟” هغې پۀ دې خبره زور ورکړو چې، “داسې حالاتو کښې چې مونږ ته د وائرس د خورېدو صحيح اندازه نشته، بايد مونږ سختۍ سره پۀ ‘ټولنيز واټن’ ساتلو عمل وکړو او ټول احتياطي تدابير خپل کړو. د احتياطي تدابيرو خپلول دا وخت يواځينۍ لار ده او د دې نتيجې هم يقيني دي.”

د “ټولنيز واټن” د پاره د بېلابېلو هېوادونو لۀ خوا د رياستي زور پۀ نتيجو وباء پوهانه تارا سمتهـ (Tara Smith) اندېښنه څرګندوي چې، “پۀ لږه موده کښې د رياستونو لۀ خوا د ټولنيز واټن پۀ زور ساتلو سره راتلونکې مثبت نتيجې هم دا وېره زياتوي چې ممکنه ده ملکونه خوش فهمۍ کښې دغه زور کښې کمے راولي او د دې پۀ شا به سياسي او اقتصادي فشار وي – کۀ داسې وشول نو دا به لا ډېرې خطرناکې نتيجې راوړي.” هغې د خپلې اندېښنې دليل د پاره سوال پورته کړے چې، “ایا اولس او سياسي مشرتابه به د ټولنيز واټن د مودې زياتولو ته غاړه کېږدي؟ زما نۀ دے خيال چې هغوي به دې ته رضا شي.”

د چين او جنوبي کوريا لۀ خوا تر ډېره حده د کورونا رانغښتلو نه پس د سکولونو او پۀ محدوده پېمانه د تجارتي مرکزونو د پرانستې پرېکړه باندې کشارکي وائي، “بلا لا اوس هم شته – دا امکان ډېر دے چې څو اوونيو کښې به دا بيا سر اوچت کړي.” هغه زياتوي، “کورونا اوس هم چين کښې شته، کۀ دا يو ځل بيا خوره شي نو مونږ به د مياشت دوو زوړ وېروونکي حالت سره بيا مخ شو.”

دا ده چې مونږ د چين او کوريا د اقداماتو نه د دې وائرس مخنيوي د پاره رهنمائي اخستې شو. دې لړ کښې کوريا پرانستې تڼۍ د کورونا لټون د پاره ټسټونه وکړل، مريضان ئې معلوم کړل، د هغوي د متعلقه خلکو معلومات ئې تر لاسه کړل او د مستقل علاج پۀ ذريعه ئې د دې وباء زور کښېنولو.

د وباګانو خورېدو پۀ لاملونو څېړنه کوونکي د بوسټن چلډرن هاسپټل ماريشو سنتيلانا (Mauricio Santilliana) د جنوبي کوريا پۀ کړو اقداماتو وائي، “مونږ ته چې کوريا نه کومه ډېټا تر لاسه شوې ده، د هغې تر مخه تر اوسه دغه بهترين اقدامات دي. دغسې بشپړ ټسټونه به زياته مرسته وکړي. د نورو ملکونو لۀ خوا دغسې ټسټونه او اقدامات نۀ کول لويه غلطي ده.”

د دې ټولو تحقيقاتو او رپورټونو ليدلو سره د زړۀ خفه کېدل عام خبره ده – دا خبرې ترخې دي خو رښتيا دي – مونږ لا د دې وائرس پۀ اړه هېڅ معلومات نۀ لرو. راتلونکو څو مياشتو کښې به ژوند مونږ د پاره ډېر ګران وي خو بيا پۀ خپلو پښو ودرېدلو د پاره به انسانان دا قربانۍ ورکوي – مونږ نۀ يو خبر چې کله، خو دا بلا به سړېدو له ډېر وخت اخلي. مونږ به د ژوند اميد نۀ پرېږدو.

  1. ياده دې وي چې دا ليکنه د کورونا د ښکاره کېدو د بېخي وړومبيو ورځو ليکنه ده او تر دې دمه چې مونږ دا ليکنه ژباړو، پۀ نړۍ کښې د کورونا څخه د اغېزمنو شمېره د اووۀ لکهه نه اوړېدلې ده.
  2. وبائي رنځونه څنګه خورېږي؟

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …