پۀ ګنجي واوړېدو – پښتون

اخبار کښې خبر ؤ چې پۀ هندوستان کښې يوه ناوې عدالت ته رسېدلې او د خپل خاوند خلاف ئې د درغلۍ مقدمه درج کړې ده او خواست ئې کړے چې د انصاف سره سره دې د خاوند نه ازادي هم ورکړے شي. تفصيل د خبر داسې دے چې ناوې ته د وادۀ پۀ دوېمه پته ولګېده چې خاوند ئې پۀ سر ګنجے دے او وېښتۀ ئې لګولي دي . بس نو د دې خبرې پۀ معلومېدو د ناوې خوبونه تالا ترغه شول او د انصاف لپاره عدالت ته ورسېده. بل خبر هم د هندوستان نه راغلے دے . يو ډاکټر چا تېر باسلے دے او يو نيم کروړ روپۍ ئې ترې وهلي دي . وشوه داسې چې يو څو کسانو دغه ډاکټر لۀ يوه ډيوه راوړه او ورته ئې ووئيل چې دا د اله دين يعنې جادو چراغ دے . ډاکټر به ضرور چرته د اله دين قيصه اورېدلې وه نو بس زر زر ئې پۀ زړۀ زړۀ کښې ډيوه ومږله، دېو حاضر شو، اول ئې ډاکټر لۀ يو محل جوړ کړو، بيا ئې ورله يو لېنډ کروزر راوستو، بيا ئې ورله د کوه قاف نه يوه ښاپېرۍ راوسته او بيا ئې د هوا پۀ اوږو سور پۀ چکر راون کړو . ډاکټر چې کله پېسې ادا کړې او هغه کسان لاړل نو وروستو ډاکټر بې هوشه شو، او بيا چې کله هوش کښې راغلو نو تاڼې ته ئې منډې کړې چې هله دوکه راسره وشوه او چا راله د ټوقو چراغ راکړے دے . پکار خو دا وه چې پوليس د دوکه بازو او نوسربازو پۀ ځاے دغه ډاکټر ګېر کړے وے چې تۀ لا څنګه ډاکټر يې چې سره د تعليمه او پۀ دې يويشتمه پېړۍ کښې هم د جادو پۀ ډيوو يقين لرې خو غالبا چې مقدمه ئې درج کړې وه او هغه نوسربازان هم نيولي شوي دي . بل خبر دا ؤ چې پۀ سپوږمۍ د اوبو درک لګېدلے دے او اوس به هلته د ژوند لارې چارې برابرې شي . دا درې واړه خبرونه د دروغو ، دوکې او د لالچ لۀ لارې لاس ته راوړنو بېلګې دي . وړومبے خبر مونږ ته دا وائي چې انسان اکثر څنګه ښکاري نو هغه شان نۀ وي . دوېم خبر مونږ ته وائي چې انسان سره د عقله او پوهې هم دوکه کېدے شي ځکه چې کله کله د دوکې کوونکو طريقه واردات ډېر بدل او نوي وي . درېم خبر وائي چې انسان کوشش کوي نو لارې ورته خداے پرانېزي او ډېر مشکل کارونه هم پۀ هڅو او زيار ممکن کېدے شي . راځو اوس مملکت پاکستان ته . دې ملک لۀ خداے هر څۀ ورکړي دي . کۀ سيندونه شته نو غرونه هم شته ، کۀ دښتې شته نو مېدانونه هم شته، کۀ کوئله شته نو معدنيات هم بې حسابه دي، څاروي، د کر زمکې، اوبۀ او موسمونه خو ئې ايله کار دولس شوي وو خو ځه بيا هم څلور موسمونه دي . غرض دا دے چې پۀ هر څۀ پر ماموره ملک دے خو لۀ بده مرغه د جوړېدو نه را پۀ دېخوا د سرو زرو د مرغۍ د دې برخې هر څۀ يا خو د نظره شوي دي او يا د کوه قاف دېوانو تښتولي دي . ځکه ئې اولس خوار دے، غريب دے، بې وزله او بې وسه دے . اولس ئې خواري کښ هم دے خو بيا هم اکثر پۀ مسافرۍ پسې پۀ ملکونو ورک وي . ځکه نو چې دوي ته څوک څۀ هم وائي نو دوي ئې نۀ صرف مني بلکې بيا رنګين خوبونه هم ويني . داسې کار د دې ملک اولس سره کال دوه زره اتلس کښې هم وشو . يو سړي به ورته سحر ماښام د دې ملک د نورو سياستدانانو بدې وئيلې، الزامونه به ئې پرې لګول او وئيل به ئې چې دې ټولو دا ملک لوټ کړے دے . پوهه خلکو پرې باور نۀ کولو خو ځينې خلکو دغه نعرې رښتيا ومنلې ځکه چې دغه سړي به وئيل چې پۀ ملک کښې ګراني د دې خلکو د غلا لۀ وجې ده . وئيل به ئې چې تېل، چيني، اوړۀ، ډالر، دوايانې او نور د ضرورت څيزونه د دې خلکو د غلا لۀ وجې ګران دي او وئيل به ئې چې زۀ راشم نو هر څۀ به سم شي، تېل به پۀ څلوېښت روپۍ وي، ډالر به قابو وي او هر څۀ به ارزان وي . خلکو دا خبرې واورېدې، وې منلې او رنګين خوبونه ئې وليدل . بس څۀ د خلکو ناپوهي وه او څۀ د ټاکنو پۀ شپه د شپږو نه اووۀ بجو پورې خاموشي؛ چې دغه سړے وزيراعظم شو. ورځې شپې تېرېدې خو د هغه دعوو، وعدو او لاپو هېڅ پته نۀ لګېده . سل ورځې تېرې شوې، ورپسې شپږ مياشتې ، بيا کال، يو نيم کال، دوه کاله او دا دے اوس درېم کال روان دے . . . خو نۀ چا پنځوس لکه کورونو کښې يو کورکے وليدو، نۀ چا يوه نوکري وليده او نۀ چا دوه سوه اربه ډالرو کښې يوه پېسه وليده . خلک پوهه شول چې مونږ سره لوبه وشوه خو اوس اوبۀ لۀ ورخه تېرې دي . حالات کۀ هغه شان وے څنګه چې کال دوه زره اتلس کښې وو نو هم بۀ ښۀ وه خو حالات هغه شان نۀ دي بلکې ډېر خراب او ګران شول . د اوړو تروړه پۀ دوه کاله کښې څوارلس سوه ته ورسېده، چيني هم يو پۀ دوه شو او پۀ شپږ شلې روپۍ کلو پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل او هغه هم خوش نصيبو ته ملاوېږي ، ډالر هم بره بره روان دے،،، تېل، ګېس او بجلي د ارزانېدو پۀ ځاے لا ګران شول،،، او د سرو زرو خو هډو تپوس مۀ کوئ . بس د دې خلکو سره داسې ښکاري هم دغه د هندوستان د ناوې پۀ رنګ لوبه وشوه . پۀ نظر يو شے راتلو او پۀ منځ کښې بل شے وختو . هم دغه رنګ د احتساب خبرې به کېدې، د دوه سوه اربه ډالرو خبرې به کېدې، ائي اېم اېف ته د پېزوان اچولو خبرې به کېدې، کچکول پسې به ملنډې کېدې، د غلو ګېرولو خبرې به کېدې او د قرضونو د ختمولو خبرې به کېدې . . . او دا ټولې خبرې به خلکو اورېدې . . . خو بيا چې پته ولګېده نو صرف پۀ دوه کاله کښې د “سمارټ” او “هېنډسم” حکومت رېکارډ څوارلس زره اربه روپۍ قرضې نورې واخستې، او د ائي اېم اېف پۀ پښو کښې لږ لېټ خو هغه د ارواښاد خالق زيار صېب خبره چې پۀ نخرو پرېوتل او نن پۀ ملک کښې د ګرانۍ فېصلې د ائي اېم اېف پۀ خوښه کېږي . خلکو د خپلو خوبونو ډيوه ډېره ومږله، چمک ئې ترې وباسو خو د ارمانونو د دېو پۀ ځاے ترې تش سپور او تور تور لوګي ووتل . خلکو ته يقين ورکړے شوے ؤ چې د حکومت نه پس به يو نهر د شودو وي او بل به د شاتو وي، خلک به بهر نه مزدورو لۀ راځي او کارخانې به شپه او ورځ روانې وي خو بيا خلکو وکتل چې پۀ دوه کاله کښې شپږيشت لکه خلک بې روزګاره شول، د سل اربه روپو لوے، “مثالي”، “بې مثاله” او د جنګلې بس نه پۀ زر چنده ښکلے او سمارټ پراجېکټ بي ار ټي يوه مياشت هم و نۀ چلېدو او پوره يوې مياشت لپاره وتړلے شو . او چې دوباره روان شو نو يو ځاے کښې بيا مرورو شو خو لا تر اوسه ئې د نقص پته و نۀ لګېده . دې منځ کښې خبر راغلو چې پۀ سپوږمۍ د اوبو درک ولګېدو. څۀ وکړو؛ زمونږ قسمت هم څۀ د يتيم ماشوم پۀ شان دے،،، څۀ نا څۀ د غم خبره به ضرور مخې ته راځي . لکه اوس د دې خبر راتلو سره نېغ پۀ نېغه زمونږ سوچ بي ار ټي او د عمران خان وعدو ته لاړو . يو خوا 384,400 کلوميټره لرې پۀ سپوږمۍ د اوبو درک لګي خو بلخوا پۀ ملک کښې د تېرو دوه کلونو راهسې د بدلون هېڅ نام و نشان نشته . پۀ الزامونو او تورونو مو غوږونه پاخۀ شول خو حرام شه کۀ د يو “غل” نه هم چا يوه پېسه هم بوده کړې وي . پۀ دوه کلونو کښې مو د رياست مدينه نه تر ترکي، او سعودي نه تر ايرانه او ملائشيا نه تر چينه د نظامونو خبرې واورېدې خو پۀ دې زغل کښې مو هغه مات ګوډ خپل نظام هم لۀ لاسه ورکړو . د دوه نه بلکې د يو پاکستان خبرې به کېدلې خو نن د فواد چوهدري لپاره يو او د سردار اياز صادق لپاره بل پاکستان دے . د جهانګير ترين لپاره يو شان او د شاهد خاقان عباسي لپاره بل شان قانون دے. مونږ به اورېدل ځکه چې عمران خان به وئيل چې کۀ زما خلاف سل کسان هم راووتل نو استعفي به مې ورکړے وي. نن ډاکټران، استاذان، نرسانې، کلرکان او د پي ډي اېم پۀ شکل کښې ټول ملک بهر راوتے دے خو ښکاري داسې چې دا خلک به چرته منګوليا کښې احتجاج کوي . د سعودي نه تر ايرانه او د ملائشيا نه تر چينه ټول خواږۀ او ګاونډي ملکونه مرور دي . مړه خو کوم کوم تاوان به ژاړو او کومه کومه ناروا به يادوو . هر څۀ چې عمران خان وئيلي وو، د هغې الټه روان دي . ځکه خو اوس اولس پۀ دې پسې پچموزې کوي چې ګرانه وزير اعظمه! هر څۀ کوه خو خداے ته وګوره د څۀ نوټس مۀ اخله، ځکه چې بيا هغه څيز د اور پۀ بيعه وي . مونږ نور څۀ نۀ وايو خو بس د اولس پۀ دې بده ورځ خفه يو، د دوي سره پۀ شوې دوکه خفه يو . د هند د ناوې سره خو به انصاف وشي، د ډاکټر تلې پېسې به هم بېرته راشي او د سپوږمۍ پۀ اوبو به هم مونږخوشالي وکړو خو د اولس تالاترغه خوبونو به څۀ کېږي ځکه چې خلک پۀ ګنجي اوړېدلي دي او پۀ لاس د ورتلو د هېڅ امکان نشته.

دا هم ولولئ

افغانستان ته د سولې راوستلو تړون – “پښتون”

Agreement for Bringing Peace of Afghanistan اتفاق احلال السلام في أفغانستان موافقتنامۀ آورد صلح به …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *