د اېمل ولي خان سپينې سپينې خبرې – پښتون

د قبائيلي ضلعو ټول اختيارات دې پۀ فوري توګه سول انتظاميې ته وسپارلے شي ۔۔۔۔۔۔ د پنځويشتم ائيني ترميم نه پس د اختياراتو کنټرول پۀ مخصوص لاسونو کښې پاتې کېدل نۀ منو ۔۔۔۔۔۔ خاصه دار فورس دې پۀ پوليس کښې ضم کړے شي ۔۔۔۔۔۔ خاصه دار فورس لپاره دې مراعات اعلان کړے شي ۔۔۔۔۔۔ ضم ضلعو ته دې د وعدې ترمخه د کال پۀ سر سل اربه روپۍ پۀ فوري توګه ورکړے شي ۔۔۔۔۔۔۔ د ضم ضلعو د وګړو سره اميتازي سلوک بېخي قابل قبول نۀ دے ۔۔۔۔۔۔۔ د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تګ راتګ لارې دې زر تر زره پرانستې شي ۔۔۔۔۔۔۔ د چا د خوشالولو لپاره د خپل بنياد نه انکار نۀ شو کولے؛ افغان وم، افغان يم او افغان بۀ يم !!! دا د اېمل ولي خان هاغه سپينې، کره او پۀ تول پوره خبرې او غوښتنې دي چې اظهار ئې ځوان صوبائي صدر د لوئر کرم پۀ بګن سيمه کښې د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 45 ضمني ټاکنو د انتخابي مهم پۀ لړ کښې کړے ؤ ۔ داسې سپينې سپينې او کوټلې خبرې صرف او صرف اېمل ولي خان کولے شي ځکه چې اېمل ولي خان د هاغه لوے بابا کړوسے دے چا چې جابر او استبداد خوښي پېرنګي ته پۀ سترګو کښې سترګې اچولې وې، اېمل خان د هاغه لوے سياستدان خان عبدالولي خان نمسے دے چا چې کۀ يو خوا انګرېز لاجواب کړے دے نو بلخوا ئې د ملک پۀ نظام کښې جمهوريت ته درناوے ګټلو سره سره د وخت لوے لوے امران هم پۀ لړزان کړي وو، اېمل ولي خان د هاغه اسفنديار ولي خان زوے دے څوک چې د جمهوريت، حق او د پښتنو د حقونو لپاره د غاصب لۀ خوا پۀ وروڼي کښې د ځانګو نه غورځولے شوے ؤ، چا چې پښتنو لۀ شناخت، نامه او حقونه پۀ يو ځل ګټلي دي؛ د اېمل ولي خان پۀ وينه کښې د فخر افغان، رهبر تحريک او ملي مشر غورځنګ دے ځکه نو چې کله هم خبره کوي نو ښۀ پۀ جار ئې کوي،پۀ ډاډ ئې کوي او پۀ دليل ئې کوي ۔ کۀ اېمل ولي خان د کرمې پۀ ځمکه کړي تقرير ته پۀ ځير پام شو نو ډېرې مهمې خبرې پکښې پټې دي چې تعلق ئې نېغ پۀ نېغه د دې صوبې د خوار غريب اولس د حقونو سره دے ۔ اېمل ولي خان د برصغير د يوې لوې سياسي کورنۍ وارث او د يو ذمه وار پالېماني، جمهوري او قامپرسته ګوند صوبائي صدر دے، چې کومه خبره کوي نو سياسي تجربه هم پکښې شامله وي، د حالاتو ادراک هم پکښې وي، د راتلونکي وخت انګازې هم پکښې وي او د سياست نقشه هم پکښې څرګنده وي ۔ چونکې عوامي نېشنل ګوند پۀ ټول ملک کښې د پارلېماني او جمهوري رواياتو د ټولو نه لوے غږ دے نو هم پۀ دې اساس اېمل ولي خان د ضم ضلعو د اولس لپاره د هغوي هاغه حقونه غواړي د کومو چې دوي سره وعده شوې ده ۔ هغه پوهېږي چې د تېر څلوېښت کالو راهسې پۀ خصوصي توګه او د تېر اويا کالو راهسې پۀ عمومي توګه قبائيلي عوام زورولے شوے دے، د دوي حقونه تروړلے شوي دي، د دوي ازادۍ سلب شوې دي، د دوي اواز بوغ کړے شوے دے، د دوي لارې نيولې شوې دي، دوي د تعليم، صحت او خپل حق غوښتلو نه محرومه ساتلے شوي دي؛ نو ځکه د کرم پۀ ځمکه د خپل قبائيلي اولس د حق غوښتنه هم کوي او تپوس ئې هم کوي ۔ بيا د پنځويشتم ائيني ترميم لاندې غواړي چې واک اختيار سول چارواکو ته منتقل شي. دا ولې، دا ځکه چې دا ملک يو جمهوري ملک دے، پارلېماني طرز حکومت دے او پۀ داسې نظام کښې واک او اختيار د عوام وي، د عوام د حکومت وي ۔ بيا د خاصه دار فورس د حق خبره کوي ځکه چې پۀ انتظامي توګه کۀ يو خوا د دوي اهميت دے نو بلخوا ورسره شوې وعدو نه اوس حکومت تېښته کوي. هم دغه شان اېمل ولي خان د ضم ضلعو د سل اربه روپو خبره هم کوي، د ضم ضلعو د اولس د يو شان حق، يو شان سلوک او يو شان رول خبره هم کوي ۔ اېمل ولي خان پوهه دے چې ائين دې خلکو لۀ يو شان حق ورکړے نو بيا ولې دې دوي سره امتيازي سلوک وشي؛ ولې دوي د دې ملک اوسېدونکي نۀ دي؟ دغه شان د دې خاورې او وطن د معاش ورسره هم فکر دے نو ځکه د افغانستان سره د تګ راتګ او تجارت لپاره د لارو پرانستلو غږ پورته کوي. مونږ ووئيل چې اېمل ولي خان د يو داسې سياسي ګوند او کورنۍ وارث دے چې سل کلونه وړاندې ئې کومه نظريه، کومه فلسفه، کومه لار او کوم اواز ؤ نو نن هم هاغه دے او هم دا وجه ده چې پۀ دغه جلسه کښې ئې ښۀ پۀ جار ووئيل چې هېڅ ضرورت نشته چې څوک خوشاله کړو او پۀ وچت غږ ئې ووئيل چې پرون هم افغان وم، نن هم يم او سبا بۀ هم يم.

انتخابي جلسې ته د وېنا پۀ مهال اېمل ولي خان ووئيل چې د دې ملک او عوام وسيلې لوټ کوونکي د دې ملک او عوام اصل دښمنان دي ۔ دا ئې هم زياته کړه چې هغه خلک د ملک وفادار نۀ دي څوک چې خوار اولس خپل غلام ګڼي ۔ صوبائي صدر ووئيل چې زمونږ ګوند د لوے بابا د نظريې اوفلسفې جريان دے او هم دا عوامي نېشنل ګوند د محکومه اولس د حق ضامن دے ۔ اېمل ولي خان پۀ دې هم د حېرانۍ څرګندونه وکړه چې نن ځينې خلک زمونږ د قوميت لۀ وجې مونږ ته د شک پۀ سترګه ګوري او د افسوس اظهار ئې وکړو چې دا خلک د سياست او تاريخ سره هېڅ بلدتيا نۀ لري ۔ زياته ئې کړه چې د تاريخ پۀ اوږدو کښې زمونږ د لارې نيولو، زمونږ د ختمولو او زمونږ د نظريې لۀ منځه د وړلو کوششونه شوي دي خو هڅې کوونکي هر ځل ناکامه شوي دي او د بابا مئينان، خدائي خدمتګاران او د ګوند کارکنان پۀ خپل ځاے لکه د غر ولاړ دي ۔ اېمل ولي خان جلسې ته ووئيل چې پۀ دې خاوره د تېرو څلور لسيزو راهسې د وينې تويولو يو لويه لوبه وشوه چې پکښې زمونږ ماشومان، زنانه او بې ګناه خلک شهيد کړے شول او دغې وينې توئيدو ته د جهاد نامه ورکړې شوه ۔ زمونږ مشرانو نعرې وهلې چې دا جهاد نا بلکې “فساد” دے خو پۀ هغوي د غدارۍ تورونه پورې کېدل ۔ خو نن ټوله نړۍ د باچاخان او ولي خان خبرې نۀ صرف مني بلکې دا هم مني چې کۀ د هغوي خبرې اورېدلې شوې وې نو دومره د بې ګناه خلکو وينه بۀ نۀ توئيدله.

صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ حکومت غږ وکړو چې کۀ د پاکستان او هندوستان ترمنځه د تجارت پۀ غرض د کرتارپور لار خلاصه ساتلې کېږي نو د افغانستان سره بيا ولې لارې بندې دي ۔ زياته ئې کړه چې لارې دې پرانستې شي تر څو د دواړه هېوادونو اولس يو بل سره پۀ ازاده توګه تجارت کوي ۔ د اېمل خان پۀ شان د يو ذمه وار سياسي مشر نه هم داسې طمع کېدې شي ځکه چې هم دا عوامي نېشنل ګوند دے چې تش پۀ نامه نا بلکې پۀ عملي توګه دا ثبوت ورکوي چې هم دا ګوند د دې خاورې اصلي او حقيقي وارث دے ۔ مونږ ګورو چې پۀ دې صوبه کښې ډېر حکومتونه راغلل خو يو هم د دې صوبې د اولس خبره نۀ کوي ۔ هم دغه شان پۀ جلسه کښې ئې ووئيل چې د سېنېټ الېکشن د تحريک انصاف د مخ نه پرده وچته کړې ده او خپل اېم پي اېز ئې پۀ پېسو اخستو کښې ښکېل دي ۔ وې وئيل چې د حکمران جماعت خلک پېسو اخستو ته د ټينګې نۀ دي او د اولس حق پۀ پېسو نيلام کوي ۔ د اوپن بېلټ پۀ اړه ئې ووئيل چې دا اقدام بېخي د منلو نۀ دے او زياته ئې کړه چې حکومت اوس د ارډيننس لۀ لارې خپله من ماني کوي ۔ اېمل ولي خان ووئيل چې پۀ قانون، جمهوري لار او پارلېماني رواياتو پوهېږو او پۀ دې لارو مزل هم کولے شو خو غېر ائيني او غېر قانوني کارونو ته بالکل تيار نۀ يو.

کۀ پۀ کرمه کښې د اېمل ولي خان وېنا ته ګورو نو سوالونه هم پکښې دي، وړاندېز هم پکښې دے او جرات اظهار هم ۔ سوال پورته کوي چې ولې زما اولس لۀ خپل حق څخه محروم دے؟، ولې مې د قوميت پۀ تله تلي؟، ولې مې د پښې وهلو کوشش کېږي؟، ولې مې د پرمختګ لارې نيولې شي؟ ولې مې وسائل لوټلے شي؟ دغه شان وړاندېز کوي چې څوک هم د جمهوريت، د ائين د سر لوړۍ او د بنيادي انساني حقونو خبره کوي نو عوامي نېشنل ګوند بۀ ئې ملګرتيا کوي. دغه شان پۀ جار ئې ووئيل چې نۀ خو پۀ ټاکنو کښې د سوټ طمع لرو او نۀ د بوټ؛ يعنې واضحه ئې کړه چې پۀ جمهوريت او پارلېماني لارو نۀ صرف يقين ساتو بلکې عمل پرې هم کوو ۔ او هم دغه شان پۀ اخر کښې ئې دا هم ووئيل چې کۀ چا مونږ لۀ خپل ائيني حق رانکړو نو بيا زمونږ لاسونه د مقتدر خلقو ګرېوانونو ته رسېدے شي. دلته دا خبره څرګنده ده چې داسې خبرې صرف هاغه يو سياسي مشر کولے شي څوک چې صفا وي، څوک چې بې داغه ماضي لري، څوک چې د اولس پۀ ووټ يقين سره سره د اولس ووټ ته درناوے هم ورکوي. بايد د اختيار خاوندان اوس غوږونه خلاص کړي، دا سپينې سپينې نۀ صرف واوري بلکې ځان پرې پوهه کړي او د اولس لۀ ګرېوانه لاس واخلي.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …