پي ډي اېم او د ګوند اصولي پرېکړه – پښتون

د اپرېل مياشت کښې عوامي نېشنل ګوند د پي ډي اېم څخه لارې جدا کړې . دا پرېکړه پۀ باچاخان مرکز کښې د ګوند د مرکزي مشرتابه د يو اوږد ناستي نه پس ترسره شوه . د ګوند د دې ګام نه يوه ورځ وړاندې پي ډي اېم عوامي نېشنل ګوند او پيپلز ګوند ته شو کاز نوټسونه جاري کړي وو چې خپله د پي ډي اېم مرستيال جماعتونه، سياستدانان او صحافتي حلقې هم پرې حېرانې وې. چونکې دا يوه غېر جمهوري طريقه وه او ښکاره وه چې د دې ګام نه د پي ډي اېم د ځينې جماعتونو خپل څۀ مطلب ؤ ځکه نو ورپسې پۀ دوېمه ورځ د عوامي نېشنل ګوند مرکزي قيادت د مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي پۀ مشرۍ کښې غونډه وکړه او د پي ډي اېم څخه ئې د لار بېلولو پرېکړه وکړه. د مهمې غونډې نه وروستو پخواني وزيراعلي امير حېدر خان هوتي ميډيا ته د وېنا پۀ وخت دريځ خپل کړو چې د پي ډي اېم د دوه جماعتونو د غلطې فېصلې لۀ وجې د عوامي نېشنل ګوند نۀ يوازې نوم ته زيان رسولے شوے بلکې د دېوال سره هم لګولے شوے دے او زياته ئې کړه کۀ چرې عوامي نېشنل ګوند پۀ جمهوريت يقين ساتي نو ورسره پۀ اصولو هم کله هم سودا بازي نۀ کوي. پۀ دغه وخت امير حېدر هوتي دا مهم سوال هم پورته کړو چې اخر د کوم اصول او سياسي کړنلارې لاندې پي ډي اېم عوامي نېشنل ګوند ته شو کاز نوټس جاري کولے شي. زياته ئې کړه چې د رواياتو او سياسي تاريخ ترمخه شوکاز نوټس پۀ يو سياسي جماعت کښې دننه ورکولے کېدے شي او حال دا دے چې پي ډي اېم يو سياسي جماعت نه بلکې د سياسي جماعتونو اتحاد دے . پخواني وزيراعلي ووئيل چې د پي ډي اېم پلېټ فام هائي جېک کړے شوے دے او دوه مخصوص جماعتونه ئې د خپلې اېجنډې ترسره کولو او خپل غرض او مقصد لپاره کاروي. وې وئيل چې اے اېن پي د هر يو کار پۀ اړه خپل يو اصولي دريځ لري او کله هم د چا د اېجنډې د تکميل لپاره خپله اوږه ورکولو ته تيار نۀ دے او پۀ دې لړ کښې زمونږ د ګوند تاريخ لکه د نمر روښانه دے او هر څوک پۀ دې خاوره زمونږ د سياست، سياسي هلو ځلو، قربانيو او جهموري رويو څخه خبر دي. امير حېدر هوتي دا هم ګيله وکړه چې مولانا فضل الرحمن زمونږ نه تپوس قدرې و نۀ کړه او نېغ پۀ نېغه ئې مونږ ته نوټس جاري کړو د کوم لۀ وجې چې نۀ يوازې مونږ پسې خندنۍ وشوې بلکې زمونږ نوم او زمونږ عزت ته هم سپکاوے وکړے شو. مرکزي سينئير نائب صدر پۀ دې هم د خپلې حېرانۍ څرګندونه وکړه چې اخر کوم داسې ضرورت او تادي وه چې مونږ ته ئې داسې پۀ بيړه کښې نوټس راولېږو ځکه چې مونږ خو د پي ډي اېم برخه وو او کۀ تپوس پوښتنه او يا وضاحت غوښتل وو نو هغه ئې مونږ نه د پي ډي اېم پۀ سربراهي اجلاس کښې غوښتے شو ځکه چې پۀ دغه معامله کښې د سوچ او اصول ترمخه هم دغه سربراهي اجلاس پۀ کار راوستے شو خو نۀ پوهېږم چې ولې داسې و نۀ کړے شو بلکې پۀ وس ترې سرغړونه وشوه او مونږ ته نوټس راغے کوم چې د سياسي اصولو سره سره د سياسي او جمهوري رويې هم ضد دے . امير حيدر هوتي ووئيل چې اے اېن پي يو سياسي، جمهوري او اصولي ګوند دے او صرف هغه کار کوي چې د اولس د خوښې او هيلو سره سم او د جمهوري تقاضو او غوښتنو سره هم اهنګ وي. هم دغه شان د عوامي نېشنل ګوندخېبر پښتونخوا صدر اېمل ولي خان هم پۀ جار او ډاګه وئيلي دي چې پي ډي اېم مونږ لپاره تېره او هېره قيصه ده . صوبائي صدر دا هم وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمن او شاهد خاقان عباسي د پي ډي اېم ماتولو لاره هواره کړې ده. اېمل ولي خان پۀ خپله يوه مرکه کښې وئيلي دي چې مونږ پوره پوره او بېخي د زړۀ د اخلاصه د پي ډي اېم سره ولاړ وو خو بيا ورو ورو حالات پۀ بل بل اړخ روان شول او زياته ئې کړه چې زمونږ ګوند ته شو کاز نوټس ورکول څۀ وړه نه بلکې ډېره سنګينه معامله ده ځکه چې د مولانا فضل الرحمن او شاهد خاقان عباسي دې ګام زمونږ ګوند ته پۀ قصد د نقصان رسولو کوشش کړے دے ځکه نو مونږ سره بغېر د دغه پرېکړې کولو بله ۀ لار هم نۀ وه . اېمل ولي خان دا هم ووئيل چې مونږ د اصولو کار کوو او د پيپلز ګوند نه مو ځکه مخکښې دغه ګام وچت کړو چې سبا څوک دا و نۀ وائي چې ګنې مونږ دا کار د پيپلز ګوند پۀ اتباع کښې کړے دے . صوبائي صدر ووئيل چې دا پرېکړه مونږ څۀ پۀ تادۍ يا جذباتو کښې هم نۀ ده کړې بلکې پۀ دې مونږ اووۀ ګېنټې ناسته کړې ده چې پکښې اختلاف رائے هم مخې ته راغلې دي خو پۀ اخر کښې مونږ هم دا لار غوره وګڼله ځکه چې عوامي نېشنل ګوند څۀ وړوکے يا ماشوم ګوند نۀ دے بلکې د سل کلونو يو اوږد او پوخ تاريخ لري او داسې قسمه فېصلې زمونږ نوم او کار ته هېڅ قسم زيان نۀ شي رسولے او خلکو وليدل چې زمونږ د دې فېصلې پۀ سياسي او اولسي کچ دواړو نۀ صرف هرکلے وکړے شو بلکې دا فېصله وستائيلې هم شوه . اوس کۀ څوک دا وائي چې ګينې مونږ يواځې شو نو دا خبره سمه نۀ ده ځکه چې څنګه ما ووئيل چې زمونږ ګوند خپل يو اوږد تاريخ لري او بله دا چې مونږ لپاره د ټولو نه مقدم زمونږ د پارټۍ عزت او نوم دے، زمونږ اصول دي، زمونږ خپل کارکن او زمونږ مرام دے . مونږ دا هر څۀ د خپل ذات يا خپل مفاد لپاره نه بلکې د خپل قام لپاره کوو . اېمل خان پۀ دغه مرکه کښې دا هم وئيلي دي چې زمونږ پۀ ګوند کښې دومره زور شته چې يواځې الوت وکړي او ځکه هم زما خپل خواهش دا دے چې راروان عام انتخاباتو کښې مونږ سولو فلائيټ وکړو او پۀ دې لړ کښې زمونږ صوبائي تنظيمونه هسې هم خودمختاره دي نو زما خو خوښه دا ده چې مونږ يواځې مېدان ته کوز شو او بيا دا ګوند زمونږ د هر پښتون ګوند دے، دا د لوے بابا باچاخان بابا ګوند دے، دا د پښتنو د خوبونو ترجمان ګوند دے، نو مونږ بېخي هيله مند يو چې يواځې الوت به مونږ لۀ ګټور وي . پۀ دې لړ کښې مې دا هم کوشش دے چې زر تر زره پۀ راروان الېکشن کښې د خپلو اميدوارانو اعلان وکړو ځکه چې پۀ دې طريقه مونږ خپل پېغام پۀ وخت او کور کور ته رسولے شو . اېمل ولي خان د “الېکټبلز” پۀ اړه پۀ دغه مرکه کښې پۀ سپينو ټکو وئيلي دي چې زما د دې نوم نه هم نفرت دے ځکه چې دا قسم خلک موقع پرست وي، د دوي خپلې اېجنډې او موخې وي، نۀ ئې پۀ قام څۀ کار وي او نۀ پۀ ګوند، بس خپل لالچ او غرض ئې وي ځکه نو مونږ به کوشش کوو چې خپل د لارې ملګري، اصل خلک، پۀ قام مئين او درد لرونکي خلک رامخکې کړو او هن کۀ څوک بغېر د څۀ شرطه زمونږ سره د قام د خدمت لپاره راځي نو هر چا ته دا لارې پرانستې دي.

کۀ وګورو نو د پي ډي اېم څخه د وتلو پۀ لړ کښې د عوامي نېشنل ګوند ټولې خبرې او ګيلې جائز او روا دي ځکه چې سياسي پوهان پوهېږي چې نۀ صرف پۀ شو کاز نوټس ورکولو سره د عوامي نېشنل ګوند عزت ته نقصان رسولے شوے بلکې دوي پۀ دې مجبوره کړے شوي چې د پي ډي اېم سره لارې بېلې کړي. ګينې هم دا عوامي نېشنل ګوند ؤ چې پۀ دغه ياد تحريک کښې لۀ هر چا وړاندې ؤ بلکې د ټولو نه مخکښې د استعفي ګانو خبره هم صرف عوامي نېشنل پارټۍ کړې وه. بيا دا د کوم ځاے انصاف دے چې ناڅاپه يوه فېصله وکړے شي او يو داسې ګوند ته شو کاز نوټس ورکړے شي د چا چې پۀ دې ټوله خطه کښې د سياست، اصولو او قربانيو يو لوے تاريخ دے. ايا دا د يو تاريخي ګوند عزت سره لوبې کول نۀ دي؟ ايا دا سترګې پټول نۀ دي؟ ايا دا خلکو لۀ پۀ سترګو کښې خاورې اچول نۀ دي؟ خو سياست خو خلک د اے اېن پي نه زده کوي ځکه نو پي ډي اېم ته ئې داسې جواب ورکړو چې ټول خلک ئې پۀ ستائنه مجبور کړل. بله دا چې عوامي نېشنل ګوند د سياست، اصولو، جمهوري رويو او قربانيو خپل يو ډېر اوږد تاريخ لري او د دې ملک بچے بچے پوهېږي چې کوم ګوند د خپل غرض لپاره لګيا دے سياست کوي او کوم د اولس لپاره لګيا دے. دا هم تاريخ ګواه دے چي کله هم عوامي نېشنل ګوند ته د صوبې د خلکو د خدمت موقع پۀ لاس ورغلې ده نو داسې خدمت ئې کړے دے چې نور ئې تصور هم نۀ شي کولے. د پي ډي اېم نه د وتلو پرېکړه د ګوند يو اصولي ګام دے او دا ګام به کۀ اوس نۀ وي نو څۀ وخت پس خپلې لاس ته راوړنې څرګندې کړي . دې سره سره پي ډي اېم کښې شامل جماعتونو لۀ هم پکار دي چې د خپلو سياسي غرضونو لپاره د بل پۀ اوګه ټوپک نۀ ږدي.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …