باچاخان مرکز کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پرېس کانفرنس – رحمت شاه قرېشي

 

 

د ملي مشر اسفندیار ولي خان دا پرېس کانفرنس د ستمبر پۀ څلیریشتمه نېټه باچاخان مرکز کښې شوے ؤ. د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره ئې دلته د ښاغلي رحمت شاه قرېشي پۀ مننه وړاندې کوو.

دا وخت پۀ ملک کښې افغانانو او بنګالیانو ته د شهریت ورکولو کومه خبره چې ‘سلېکټډ’ وزیر اعظم کراچۍ کښې کړې وه، پۀ دغه خبره د څۀ خلقو خوا درنه شوې ده او احتجاج ئې کړے دے.

زۀ د دې ملک د واکمنو نه یو تپوس کوم! کوم خلق چې د مشرق لۀ خوا )هند نه( پاکستان ته راغلي دي؛ هغوي له خو تاسو شهریت ورکړو، شناختي کارډونه مو ورکړل او تر دې چې هغوي حکمرانان هم شول ـ بیا هغه خلق چې د مغربي پولې نه راواوړېدل، چې پلرونه او نیکونه ئې نۀ یواځې دا چې پاکستان بلکې ټولې نړۍ د خپلو مقصدونو د پاره استعمال کړل؛ او د افغانستان پۀ جهاد )جنګ( کښې ئې د لکهونو پۀ شمېر شهیدان کړل، نن د هغوي درېم نسل دے؛ بیا هم هغوي ته پۀ شهریت ورکولو اعتراض دے؟ وګورئ چې د دنیا پۀ کوم ملک کښې هم چې کوم ماشوم پېدا شي، هغۀ ته د هغه ملک شهریت ورکولے کېږي کۀ نۀ؟ پۀ امریکا، برطانیه، جرمني، فرانس کښې خو شهریت ورکولے کېږي!! دلته یا خو ملک کښې څۀ خبره ده او یا د یو خاص قومیت سره دغه رویه ساتلې کېږي. او زۀ د خاص قومیت پۀ دغه نکته ځکه باور کوم چې دلته تقریباً تاسو ټول پۀ کاغذاتِ مال کښې ‘افغان’ لیکئ ـــ اوس کله چې زمونږ دا پښتانۀ اخوا لاړ شي او وائي زۀ افغان یم نو هلته ورته وئیلے کېږي چې ستاسو کارډ نۀ شي جوړېدے؛ کراچۍ کښې لاهور کښې د هېڅ پښتون ته کارډ نۀ ورکولے کېږي. هغوي ته دا وئیلے کېږي چې تۀ افغان یې!!! زۀ پۀ افغان کېدو ویاړ کوم خو دا مې ملک دے. راجپوت د ‘راجپوتانه’ دي خو کله چې دلته راشي نو ځان ته راجپوت وائي او څوک پرې هم اعتراض نۀ کوي؛ خو چې مونږ ځان ته افغان ووایو نو خداے خبر ولې پۀ دې خلقو ننکۍ راخېژي؟ زۀ پاکستاني افغان یم!!! زۀ دا خبره ډېره واضح کول غواړم او د کومو خلقو چې څۀ اندېښنې دي نو هغوي ته وایم چې ستاسو کوم حقوق دي، پۀ هغې به دوي )افغانان( نهـ اثرانداز کېږي. د هغوي حقونه د هغوي دي او زۀ د دې ضمانت ورکوم چې څوک به ئې هم هغوي نه نۀ تروړي ـــ زۀ به هغوي ته ګزارش کوم چې خداے ته وګورئ دا یوه انساني مسئله ده، دا د سیاست پۀ پښو کښې مۀ چقوئ. دغه بچي درېم نسل دے او تر نن ورځې هم هغه شان د کړاو ژوند کوي.

دوېمه مسئله چې زۀ پرې خبره کول غواړم؛ هغه د کالاباغ ډېم ده. کالاباغ ډېم یوه داسې متنازع مسئله ده چې د متفقه قراردادونو پۀ ذریعه درې اسمبلیانو مسترد کړې ده. نن کۀ یو ځل بیا څوک د دغه متنازع حېثیت باوجود د کالاباغ ډېم نامه اخلي نو زۀ خو به ترې دا معنٰي اخلم چې ‘پنجاب پاکستان دے او پاکستان پنجاب، او د پنجاب نه علاوه دلته د بل چا هېڅ حق نشته!!!’ ـــ تاسو کۀ دې ټول منظر ته لږ پۀ غور وګورئ ـــ تاسو هم وایئ چې د پنځویشتمې جولایۍ الېکشن شوے ؤ، مونږ هم د وړومبۍ ورځ نه وایو چې الېکشن نۀ ؤ سلېکشن ؤ. پښتون قیادت کۀ قام پرست ؤ کۀ مذهبي، اسمبلۍ ته ئې د تګ لاره پۀ زور ونیولې شوه. هغوي نه پۀ اسمبلۍ کښې د خپلې خبرې کولو موقع وتروړلې شوه. دغه زمونږ یوه سیاسي محرومي شوه، د دې د پاسه وائي چې کۀ )چا د ډېم مخالفت وکړو(، ګورئ! مونږ کله هم د ډېمونو مخالفت نۀ کوو، چې څومره جوړولے شئ باید ډېمونه جوړ کړئ؛ خو د کالاباغ پۀ مخالفت کۀ سپریم کورټ پۀ ما د ارټیکل شپږم لاندې مقدمه کوي نو کوي دې خو د زۀ به د کالاباغ مخالفت کوم. مونږ خو هسې هم د سن سېنتالیس نه د غدارۍ پۀ الزامونو کښې راګېر یو چې دا غدار دي او غدار دي ـــ نو دا د غدارۍ ټاپه خو ما د پاره څۀ نوې خبره نۀ ده. سمه ده! زۀ به هم د خپل پلار نیکۀ پۀ شان غدار یاد شم! ما د پاره دغه د غدارۍ تمغه د فخر خبره ده، زۀ ئې بیخي بد نۀ ګڼم ـــ خو حکمرانه ډله باندې دې دا خبره ډېره واضحه وي چې کۀ د وړو صوبو اعتدال پسنده لیډرشپ تاسو نظر انداز کوئ او خپلې فېصلې پۀ هغوي مسلط کوئ نو انجام به ئې څۀ وي؟ انجام به ئې دا وي چې وړې صوبې به دا ومني چې کوم اعتدال پسند سیاست دے، دوي د اعتدال )او جمهوریت( پۀ لار زمونږ مسئلې حل کولو کښې ناکام شول نو راځئ چې اوس بله طریقه )د خپلو حقونو لاس ته راوړلو ( او خپلو مسئلو حل کولو د پاره استعمال کړو!!! د دغې ذمه واري به بیا څوک پۀ مونږ نۀ راتپي، د دغې ذمه وار به واکمنه ډله وي.

شپږ نکات تسلیم نۀ کړے شول، نتیجه ئې څۀ راووته؟ مونږ خو )شپږ نکات نۀ لرو( درته وایو چې درې منتخبو اسمبلیو قراردادونه منظور کړي دي )د کالاباغ ډېم خلاف(، اوس کۀ چیف جسټس وي کۀ ‘سلېکټډ’ وزیراعظم وي خو دا موضوع )د کالاباغ ډېم( دې نۀ چېړي. عوامي نېشنل پارټي به پۀ هېڅ قیمت پۀ دې خاموشه پاتې نۀ شي.

د ګاونډي ملکونو سره د تعلقاتو ښۀ کولو پۀ حواله ډېر امیدونه زمونږ هم وو، ستاسو به هم وو. د هغوي (هند) د اٰرمي چیف چې کوم بیان ؤ، د هغې خو مونږ مذمت کوو او دا خبره واضحه کوو چې کۀ پۀ دې خاوره حمله کېږي نو مونږ به پۀ خپله دې خاوره ځان قربان کړو؛ خو هغه ورځ چې ‘سلېکټډ’ پرائم منسټر کوم ټویټ کړے دے، هغه چې د ‘ چھوٹے آدمی ‘ خبره ئې پکښې کړې ده، دا کۀ پۀ سفارتي لحاظ سره وي او کۀ انساني لحاظ سره؛ د بل ملک وزیر اعظم پۀ داسې الفاظ سره مخاطب کول کومه ښه خبره نۀ ده. مونږ نن هم دا خبره کوو چې سیاسي مسئلې کله هم د ټوپک پۀ ژبه نۀ شي حل کېدې، سیاسي مسئلې د جرګو مرکو تر لارې حل کېږي. مونږ دلته اوس څۀ حالت کښې یو؟ د چین نه علاوه یو ګاونډي ملک سره هم زمونږ تعلقات ښۀ نۀ دي. دوي بیا هم وائي چې مونږ یواځې نۀ یو!!! اوس یا خو زۀ انګرېزۍ کښې پۀ اٰئسولېشن’ (Islolation) نۀ پوهېږم او یا دوي قصداً عمداً دا ټکي اړوي راړوي. ستا د خپل ګاونډي هندوستان سره څنګه تعلقات دي؟ ستا د خپل ګاونډي ایران سره څنګه تعلقات دي؟ افغانستان ستا ګاونډي دے، تعلقات دې ورسره څنګه دي؟ چین سره تعلق ښۀ دے او دعا به کوو چې نور هم ښۀ شي.

د افغانستان پۀ مسئله کښې خو مونږ د وړومبۍ ورځ نه دا وایو چې تر څو افغانستان کښې امن نۀ وي، پاکستان کښې د امن تصور به هم هسې لېونتوب وي او دغسې د مترقي افغانستان نه بغېر د مترقي پاکستان تصور هم ناممکن دے. دغه شان کۀ پاکستان کښې امن نۀ وي نو افغانستان کښې به هم امن نۀ وي او د مترقي پاکستان نه بغېر به د مترقي افغانستان تصور هم ناممکن وي.

زۀ یوه ضروري خبره کول غواړم او هغه دا چې اوس خو یوه عجیبه قیصه شروع شوې ده ـــ هغه خلق چې د هغوي کار قانون نافذول دي او بنیادي ذمه واري ئې دا ده چې دې ملک کښې د قانون نفاذ او امن یقیني کړي، هغوي مونږ ته پۀ خپله ټیلیفون کوي. ما ته څو کسانو فون کړے چې جي! میا صاحب ته ووایئ چې هغه احتیاط کوي، پلانکي ځاے )نه خطره ده( ـــ د هغه هلک تصویر هم چاپ شوے دے، دوي سره دے؛ دا پته ورته هم ده چې ټارګټ څوک دے ـــ دا پته ورته هم ده چې کوم کلي نه راغلے دے ـــ ما ته څۀ له وایې؟ )چې د هر څۀ ئې درته پته ده او تصویر ئې هم درسره دے او هدف ئې هم درته معلوم دے( نو اوس خو ستا کار دے چې ونیسې ئې.

پۀ کومه ورځ چې هارون بلور شهید شو، د هغې پۀ درېمه صوابۍ یار حسېن کښې زما جلسه وه او دغې جلسې نه یوه ورځ مخکښې ما ته پۀ یو اېړ ټیلیفونونه راتلل چې جي! دې جلسې ته مۀ ځئ! ما ورته وې ولې؟ وې چې د پلانکي رنګ موټر سائیکل دے، د دومره عمر یو هلک پرې ناست دے، د جامو ئې دا رنګ دے او دغه خودکش دے ـــ زۀ پۀ خندا شوم او ورته مې ووې، ‘ وه بابا! کۀ تا ته د موټر سائیکل د رنګ هم پته ده، د هلک د عمر درته هم پته ده، د جامو د رنګ ئې درته هم پته ده، نو کۀ اوس ئې هم تۀ راونۀ نیسې نو زما غل بیا تۀ يې!’ نن هم دغه حالات دي. نن دوي )قانون نافذ کوونکې ادارې د میا صاحب نامه اخلي( خو کۀ ستاسو یاد شي د انتخاباتو نه وړاندې چې دوي کوم فهرست جاري کړے ؤ، د اے اېن پي نه پکښې زما نوم ؤ چې دۀ ته تهرېټ دے او د دې حېدر خان نوم پکښې ؤ چې دۀ ته تهرېټ دے. شهید پکښې هارون شو ـــ زما اوس هم شک دے چې دوي نامه خو د میا صاحب اخلي خو خداے دې خېر کړي، دا دلته چې کوم ناست دي، خداے دې خېر کړي چې پۀ دوي کښې څوک ټارګټ کېږي.

کپتان خو راغے، سلېکټ شو ـــ اوس مسئله دا ده چې پۀ زړۀ کښې د هغۀ یوه خبره وي خو چا چې سلېکټ کړے دے؛ هغوي ورته بل څۀ ووائي چې تۀ به دا وائې!!! نو کۀ تاسو ئې وینئ نو دا درې څلور هفتې وشوې چې )فوجي هېډ کوارټرز( ته ځي او راځي، ځي او راځي، ځي او راځي ـــ زۀ ستاسو پۀ وساطت سره کپتان صاحب ته وئیل غواړم چې وړومبے د )خبرې( کلئیرنس اخله نو بیا راځه او اولس ته هغه خبره کوه.

د سوالونو ځوابونو برخه

صحافي: میا نواز شریف اوس د حکومت خلاف د زرداري صاحب نه مدد غوښتے دے. تاسو د تعزیت د پاره د میا نواز شریف خوا ته ورغلي وئ، اٰیا هغۀ تاسو سره هم داسې څۀ خبره کړې ده؟

ملي مشر: مونږ هلته تعزیت له تلي وو او تاسو ته پته ده چې زمونږ روایت دا دے چې کله تعزیت له لاړ شو نو هلته سیاسي خبرې نۀ کوو. هسې هم هغۀ وئیلي وو چې د کلثوم بي بي د درېمې پورې به زۀ سیاست نۀ کوم او ځکه مونږ هېڅ سیاسي خبره ونۀ کړه. خو دا خبره میا صاحب ته سپینه ده چې مونږ د اپوزیشن برخه یو او کومه فېصله هم چې اپوزیشن کوي، مونږ به اپوزیشن سره یو.

حېدر خان دلته ناست دے، زمونږ د صوبائي اسمبلیو غړي دلته ناست دي ـــ مولانا فضل الرحمان د اپوزیشن لۀ خوا صدارتي امیدوار ؤ؛ مونږ خپل ټول ووټونه مولانا صاحب ته ورکړل. نو مونږ د اپوزیشن برخه یو. هغه ورځ هغه صحافي ما نه لاهور کښې تپوس وکړو چې کۀ اپوزیشن د تحریک چلولو فېصله وکړي نو تاسو به څۀ کوئ؟ ما ورته ووې چې کۀ اپوزیشن فېصله وکړه چې تحریک چلوو نو بیا به مونږه تحریک چلوو. دا حېدر خان هلته کمېټۍ کښې ناست دے، کۀ دے هلته کمټمنټ وکړي چې تحریک چلوو نو مونږ ټول به دغه تحریک کښې شامل یو.

صحافي: تاسو د کوم اپوزیشن خبره کوئ؟ تاسو خو د وزیراعظم او صدر پۀ انتخاب کښې ولیدل!!! اپوزیشن خو د سره شته نۀ. تاسو بیا هم وایئ چې مونږ اپوزیشن کښې یو.

ملي مشر: نه! مونږ چې کله د اپوزیشن خبره کوو نو هغه سیاسي پارټۍ ترې مقصد وي چې پارلېمان کښې ئې نمائندګي ده. هغوي یو ځاے دي. اوس کۀ یوه پارټي ځان له پۀ خپل سر خپلې فېصلې کوي نو تۀ خو به ټول اپوزیشن له صفر کښې ضرب نۀ ورکوې کنه!!! دا خو به تۀ مونږ سره زیاتے کوې!!! جمعیت علماء اسلام دے، مسلم لیګ نون دے، مونږ یو ـــ دا ټول د اپوزیشن برخه ده. کۀ مونږ د اپوزیشن حصه نۀ وے نو مولانا فضل الرحمان به مو نۀ سپورټ کولو او نۀ به مو ووټ ورکولو. یوه پارټي شته چې هغه کېدے شي څۀ خدشات لري، هغه به د هغوي د پارټۍ پالیسي وي؛ خو پۀ دغه وجه باید تۀ مونږ له دا پېغور رانۀ کړې چې اپوزیشن د سره شته نۀ. اپوزیشن موجود دے.

صحافي: دې صوبه کښې د پي ټي اٰئي د تېر پینځۀ کاله حکومت دوران کښې چې څومره هم د دهشتګردۍ واقعات شوي دي نو عمران خان به وئیل چې د دې دهشتګردو تعلق د افغانستان سره دے او اوس عمران خان افغانانو ته د کارډونو ورکولو اعلان کړے دے ـــ تاسو څۀ ګڼئ چې دا فېصله د عمران خان خپله ده کۀ بل چا ورته پۀ خولۀ کښې ايښې ده؟ او لکه څنګه چې مونږ ته پته ده چې میا افتخار صاحب ته تهرېټونه ملاوېږي، نو تاسو میا صاحب ته د احتیاط د پاره څۀ تاکید هم کوئ کۀ نۀ؟

ملي مشر: حفاظت خو د هغه خداے لاس کښې دے، نۀ زما وس کښې دے او نۀ ستا. بیا د خودکش خلاف به څۀ تداببیر استعمال کړے شي؟ البته دا ده چې یوه کوټه کښې بند کړے شي، دکوټې پۀ کړکیو او دروازه کښې ټوپکونو واله ودروي او بهر نۀ ووځي.

صحافي: پارټي د میا صاحب حفاظت د پاره څۀ اقدامات کوي؟

ملي مشر: د چا پۀ ذمه وارۍ چې د دۀ سیکیورټي ده، هغوي دۀ ته وائي چې خپل حفاظت کوه!!! د میا صاحب پۀ پارټۍ حق دے خو بیا هم د میا صاحب د حفاظت ذمه واري چې پۀ چا ده، هغوي خو تاسو له دغه د تهرېټ خبرونه درکوي!!!

صحافي: یو تپوس کوم پښتو کښې ئې ځواب راکړئ. افغانستان کښې د جنګ د لاسه خلق بې کوره کړے شوي وو او هغوي د جنګ د لاسه پاکستان ته راغلي وو. تاسو څۀ ګڼئ چې د هغوي دلته د ودانۍ د پاره څۀ اقدامات پکار دي؟

ملي مشر: ما وختي اردو کښې هم دغه خبره وکړه، ستا پۀ غوښتنه ئې پښتو کښې هم وایم.

پاکستان، امریکا، جرمني، دا ټول ملکونه رایوځاے شول او افغانان ئې راغونډ کړل او د جهاد پۀ نوم ئې پۀ لکهونو شهیدان کړل. چې کله د دغه قوتونو ضرورت ؤ نو دغه افغانان انسانان هم وو او مجاهدین به ئې هم ورته وئیل. نن د هغه مجاهدینو بچي دي، درېم نسل ئې دے، در پۀ در خاورې پۀ سر پۀ دې وطن کښې ګرځي؛ ولې دې هغوي ته )دلته د ژوند حق ورنۀ کړے شي؟(. د دنیا پۀ هر ملک کښې چې یو بچے پېدا شي نو هغوي ورله شهریت ورکړي، مونږ افغانانو له ولې نۀ شو ورکولے؟ د هندوستان نه څومره راغلي دي او هغوي ته شهریت ورکړے شوے دے. د افغانستان نه چې کوم راغلي دي، دا خو د هغوي مقابل کښې پۀ اوړو کښې د مالګې هومره هم نۀ دي.

د طرف ته چې کوم پښتانۀ دي زۀ د هغوي خبره کوم. د هغه طرف نه نۀ راځي. دا چې دلته ئې د ژوند درې پېړۍ وشوې.

کۀ سفر کښې ازادي ورکړې شي، د تجازت ازادي ورکړې شي، ویزو کښې اساني او ازادي ورکړې شي نو زما خیال دے چې حالات به ډېر بدل شي. خو نۀ ویزو کښې اسانتیا ورکولې کېږي، نۀ د تجارت سهولتونه ـــ او اوس خو لا د یو سر نه تر بل سره کنډه تار ولګېدو ـــ دغه د دوو ملکونو تر منځه فېصله ده او زمونږ پکښې څۀ کار نشته، خو دا کوم خلق چې موجود دي، دوي له خو دې د ویزو دا مسئله حل کړي. د پاکستان حکومت نه به دا درخواست کوو چې دوي دې افغانستان له د تجارت لار ورکړي.

صحافي: ضمني انتخابات راروان دي ـــ پۀ عامو انتخاباتو ستاسو ټولو سیاسي پارټیو تحفظات دي. اوس بیا تاسو هم دغه الېکشن له ځئ چې پکښې ووټونه سل پرېوځي خو د نتیجې پۀ وخت ترې زر جوړ کړے شي؟

ملي مشر: ښه ده چې دا خبره تا وچېړله ـــ ما هم د دې سوال انتظار کوۀ. زۀ دلته نه اٰرمي چیف ته خواست کوم چې فوج یوه داسې اداره ده چې خداے د پاره دا )نوره( مۀ متنازعه کوئ!!! پۀ پینځویشتمه جولایۍ چې څومره متنازعه کړې شوه، دغه کافي وه. اوس ضمني انتخاباتو کښې کۀ فوج د امن و امان د پاره راځي او پولنګ سټېشنو نه بهر ودرېږي نو زمونږ پرې هېڅ اعتراض نشته؛ خو کله چې فوج پولنګ سټېشنو ته دننه ځي نو لازمي خبره ده چې بائیلونکے به وائي چې ما د دوي د لاسه وبائیلل.

دوېمه خبره چې مونږ د دغه تجربې باوجود بیا )ضمني( الېکشن )هم( کوو، نو زۀ به دومره ووایم چې هره لوبه کښې زورور د خپلې خوښې قوانین جوړ کړي ـــ تۀ به بیا فېصله کوې چې هم د دغه زورور د قانون دننه به مقابله کوم او کۀ مېدان به پرېږدم؟ مونږ مېدان پرېښودو واله نۀ یو ـــ مقابله به کوو ـــ بس زیات نه زیات دا ده چې وبه بائیلو!!! چې کۀ هغه )عام انتخابات( مو بائیللي دي نو دا )ضمني( دې پسې هم وبائیلو خو مېدان نۀ پرېږدو.

زۀ پۀ جار دا وایم چې )یو څوک( مونږ د پارلېمان نه بهر کولے شي خو د سیاست نه اے اېن پي ختمولے نۀ شي. مونږ به هم دغسې د سیاست حصه یو.

صحافي: اوس ستاسو د پارټۍ انټرا الېکشنز هم راروان دي ــ تاسو به د صدارت د پاره ودرېږئ؟ بله دا چې د 2013 الېکشن نه پس تاسو یو رپورټ جوړ کړے ؤ، اٰیا هغه به منظر عام ته راشي؟

ملي مشر: تر څو چې ستا د سوال د وړومبۍ برخې تعلق دے نو هغه خو زما فېصله نۀ ده، هغه خو به د پارټۍ د دې مشرانو فېصله وي. د یو کارکن پۀ حېث زۀ هم او نور ټول کارکنان هم دا منو چې پارټي زمونږ تابع نۀ ده، مونږ د پارټۍ د فېصلو تابع یو. زۀ د پارټۍ د فېصلو تابع یم. خپله به ورته منت زاري کوم خو کۀ پارټۍ فېصله وکړه نو زۀ به د دغه فېصلې پابند یم.

کومه خبره چېتا د 2013 د الېکشن وکړه نو د پارټۍ نوے تنظیم د الېکشن نه پس جوړ شوے ؤ. هغې کښې بیخي نوے ټیم راغلو او پخوانے ټیم بدل شو، سېوا زما نه چې زۀ چا پرې نۀ ښودم.

اوس چې کومه خبره ده نو د چا خلاف کاروائي وکړم؟ د الېکشن پۀ ورځ شپږ بجو پورې سم دم پولنګ وشو، هېڅ اړے ګړے نۀ ؤ ـــ شپږ بجې ټول پولنګ اېجنټان بهر ولېږلے شول چې پولنګ سټاف یوه ګېنټه ارام کول غواړي. زما خپله لور پۀ یو پولنګ سټېشن کښې وه. هغې ما ته وئیل چې ما هغه فوجي ته ووې چې دغه سټاف دې ارام وکړي خو دا ووټ بکسې دې دلته برنډه کښې وي، مونږ به هم دلته یوې ګېنټې پورې ناست یو. خو وائي هغه فوجي وې چې دلته تاسو کښېناستے نۀ شئ. وې ما ورته ووې چې تۀ پۀ کوم قانون مونږ دلته نۀ پرېږدې؟ وې هغه فوجي جواب راکړو چې زۀ څۀ وایم هغه قانون دے!!! یوه ګېنټه ټول پولنګ اېجنټان د پولنګ سټېشنو نه بهر کړے شوي وو. اوس اندازه وکړئ چې څومره ووټونه به دغه یوه ګېنټه کښې پول شوي وو.

زۀ دا یوه خبره ستاسو مخې ته راوړم ـــ تاسو 2013 کښې زمونږ ووټ بېنک وګورئ او اوس الېکشن کښې وګورئ!!! هغه وخت مونږ شاوخوا څلور لکهه ووټونه اخستي وو. دا ځل زمونږ پارټۍ اتۀ لکه ووټونه اخستي دي. تاسو یو سوچ وکړئ چې د پېښور ووټونه اتۀ ویشت او دېرش ګېنټې تاخیر سره ولې راتلل؟

زمونږ تجزیه دا ده چې کۀ پۀ پنجاب کښې ‘کپتان’ ته مطلوبه سیټونه ملاوېدل نو ټیک ده، ګنې بیا دا د قربانۍ ګډوري شته، دا به قرباني کړو، او چې کله هغۀ ته پنجاب کښې مطلوبه سیټونه حاصل نۀ شول نو مونږ ئې ورته )پۀ ټګۍ( راوپرزولو.

صحافي:تاسو ته همېشه د پنجابي قیادت پۀ مخالف کولو زور درکړے کېدو. تاسو نۀ ګڼئ چې دا ځل د پنجابي پۀ ملاتړ کولو تاسو ته سزا درکړې شوه؟ زما مطلب نواز شریف دے.

ملي مشر: )نواز شریف خو پنجابے دے، خو( عمران خان څوک دے؟ ولې هغه پنجابے نۀ دے؟

صحافي: بنیادي طور )پنجابے( نۀ دے.

ملي مشر: ژبه وړومبے شناخت دے ــ اوس یو سړي له ژبه نۀورځي او وائي زۀ پښتون یم!!!

صحافي: د پنجابیانو لیډر خو نواز شریف دے.

ملي مشر: دا خو پنجابیان نران وو چې خپل لیډر ئې راټینګ کړو.

]دا سوال ځواب پۀ پښتو ژبه شوي وو، د یو صحافي لۀ خوا د ملي مشر دغه ځواب پۀ اردو ژبه د وئیلې شوخې مطالبې سره ماحول خندنے شو. ملي مشر ورته پۀ اردو کښې ووئیل، ‘اوس چې څوک کومه ژبه کښې تپوس وکړي نو پۀ هغه ژبه به ئې ځوابوم نو.’ او بیا ئې خپله خبره جاري وساتله[

تاسو وګورئ! د یو سړي ژبه د هغۀ بنیادي پېژندګلو وي. یو څوک ستا خوا له راشي او پۀ پښتو درسره خبرې وکړي نو تۀ پوهه شې چې دا پښتون دے. یو کس تا له راځي چې پښتو وئیلې نۀ شي؛ پۀ اردو، پنجابۍ، سرائیکۍ یا انګرېزۍ درسره )یا درته( غږېږي ـــ تاسو کښې به څوک هغه پښتون تسلیم کړي؟ د قومیت بنیادي عناصرو کښې ژبه ده، چې یو چا له د خپل قوم ژبه نۀ ورځي هغه څنګه دعويٰ کوي چې زۀ د دې قوم یم.

صحافي: اسفندیار صاحب! د پاکستان او افغانستان ترمنځه چې مېچ ؤ نو تاسو د کوم ټیم سره وئ؟

ملي مشر: ما دواړو د پاره دعا کوه. ما دا خبره ډېر ځل وکړه چې پاکستان زما ملک دے او افغانستان زما وطن دے. ما د پاره د ملک او وطن منځ کښې انتخاب ګران ؤ نو ځکه مې دواړو ته دعا کوله چې کوم یو هم ښه لوبه وکړي او وګټي نو زۀ به پرې خوشحاله یم.

صحافي: هسې خو کله چې هم د اقوام متحده اجلاس نزدې شي نو د پاکستان او هندوستان منځ کښې کشیدګي روانه شي خو دا ځل صورتحال داسې دے چې هلته نه هم اٰرمي چیف ګواښونه کوي.

ملي مشر: تا ووئیل کنه چې ‘)دا ځل( هلته نه هم )اٰرمي چیف ګواښونه کوي'(، بس ستا د سوال ځواب ستا سوال کښې پروت دے.

ستاسو د ټولو ډېره مننه.

 

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …