عوامي نېشنل پارټي د احتجاجي سیاست تازه غورځنګ – رحمت شاه قرېشي

ګراني + میډیا + نېب

زور هسې پېغور شي چې همت ورسره مل نۀ شي

ورک هاغه مشال شه چې تیارۀ شي او دے بل نۀ شي

داسې کله کېدے شي چې پۀ قام به سخته وي او عوامي نېشنل پارټي به د خپل قام د پاره اواز او قدم پورته نۀ کړي؟

عوامي نېشنل پارټۍ کښې د خدائي خدمتګار تحریک راستي، جرأت، رښتینولي او حرکت موجود دے. د انګرېز سامراج د ظلم او استبداد پۀ ضد چې فخرِ افغان باچا خان بابا پاڅېدو نو تر هغه وخته ئې دمه ونۀ کړه چې انګرېز ئې د دې خاورې نه ویستے نۀ ؤ. دا یوه داسې جذبه باچا خان بابا د خلقو زړونو کښې پېدا کړې وه چې نۀ خو پۀ جېلونو تم کېدل، نۀ پۀ ظلمونو او نۀ ئې د مرګ نه وېره کېده. هم دا جذبه ولي خان بابا نوره هم توریالۍ او ځیګروره کړه. د اجمل خټک بابا ‘د غېرت چغه’ دغې جذبې د پاره د نور هم ننګ او غېرت اواز جوړ شو او کله چې دا جذبه اسفندیار ولي خان ته راورسېده نو دغه جذبه د قام د پاره د یو تعمیري غورځنګ شکل کښې مخې ته راغله.

پۀ 25 جولائي 2018 چې کله فوج، عدالت، احتساب کمېشن او الېکشن کمېشن پۀ شریکه پاکستان کښې د خپلې خوښې د یو ګوډاګي حکومت راوستلو د پاره د ووټ او اولس د رایې قتل عام وکړو نو د اپوزیشن لۀ خوا د انتخاباتو د ټګۍ ټورۍ احتجاجونه وشول او د پاکستان د مستقبل پۀ حواله ئې اندېښنې څرګندې کړې. البته دا اوس چې کوم څۀ روان دي، زما پۀ خیال دومره بې دردۍ سره د ملک معیشت او د امن و امان د صورتحال د تباهۍ به چا توقع هم نۀ وه کړې.

د ‘تبدېلي’ پۀ ځاے عمران خان او د هغۀ مسلط حکومت ملک او د ملک عوامو د پاره یو ناسور جوړ شو. عمران خان به وئیل چې د سادګۍ کلچر ته به وده ورکوو او د وزیر اعظم هاوس پۀ ځاے به یوه وړه ودانۍ کښې وخت تېروم. خو مونږ ولیدل چې د 378 اېم اېن اېز د پاره چې د کال څومره خرچه کېږي، هغومره خرچه صرف د وزیر اعظم هاوس پۀ شاهي ژوند وشوه او سږکال ئې ورته پۀ بجټ کښې شپږ شلې کروړه روپۍ صرف د وزیر اعظم هاوس خرچې له ایښودې شوې دي. د وزیر اعظم هاوس نه د یونیورسټۍ جوړولو دروغ ئې نوي بجټ ثبوت سره وښودل.

د سټېټ بېنک د اعداد و شمار مطابق پۀ وړومبیو اووۀ میاشتو کښې سلېکټډ حکومت د تېر حکومت پۀ نسبت څلور چنده اضافه کولو سره څلوېښت کهربه (39,80,000,000,000) قرضې اخستې دي او دې کښې لا د اٰئي اېم اېف، قطر اوسنۍ قرضه او اېشیائي بېنک سره روان مذاکرات شامل نۀ دي.

د سټېټ بېنک تر خوا د عالمي بېنک دا خبر دې هم پام کښې وي چې د پاکستان د “دیوالیه” کېدو خطره ئې ښکاره کړې ده. عالمي بېنک خپل یو جاري کړي بیان کښې وئیلي دي چې پاکستان کښې د نمو شرح د تېرو اتۀ کلونو تر ټولو ټیټې سطحې 3.4% ته رسېدلې ده. افراط زر د 7.1% پۀ پرېوتې سطح دي چې روان کال کښې به د 13.5% خطرناک حد ته ورسي. یعني کۀ خداے مۀ کړه د پي ټي اٰئي پۀ نوم د فوج دا حکومت جاري وي نو چې دوي خپل وخت پوره کوي، پاکستان به دېوالیه وي. د عالمي بېنک رپورټ کښې دې حقیقت ته هم اشاره شوې ده چې پۀ پاکستان د عالمي قرضې د ټول معاشي حجم 82.3% دي. دې سره به د بجټ خساره 2.6 کهربه ته رسېدو سره د ګرانۍ یو بل جړقوونکے طوفان راځي.

اولس پۀ دې حېران دے چې اخر یو خوا دا پۀ اربونو کهربونو پور اخستل کېږي او بل اړخ ته دا هم وئیل کېږي چې کفایت شعاري کوو نو اخر دې هر څۀ کښې د غربت د کرښې نه ښکته ژوند باندې مجبوره اولس ته څۀ رعایت ورکړے شو؟ ایا بچت سکیمونه صرف دا دي چې سکولونه کالجونه به نۀ جوړوي، خالي اسامۍ به نۀ ډکوي، د رېټائرمنټ عمر به ترېسټهـ ساله کړي؟ لنډه اوږده ئې دا چې د مسلط شوي حکومت راتلو سره د پېسې قدر کښې 41% پورې کمے راغلو او راتلونکي کښې به دا فیصدي نوره هم زیاته شي. روپۍ چې غورځېږي نو ګراني به خېژي – پۀ غریب اولس د ګرانۍ اثر کمولو د پاره چې کوم سبسډیز سرکار ورکوي، هغه هم نۀ ورکول کېږي.

دا وخت د خوراک څښاک څیزونو نه واخله د دوایانو پورې، بیا به هسپتالونو کښې د چیټو قیمت زیاتولو نه د ګېس، سي اېن جي، بجلۍ، پټرولو، خاورو تېل او نورو څیزونو پورې – دغه شان پۀ سرکاري ادارو کښې د خدماتو فراهمۍ د پاره ټېکسونه او د ژوند د روزمره استعمال پۀ زرګونو اشیاو زیاتو شوو ټېکسونو سره دا سهولیات، دا خدمات او دا اشیاء د عام وګړی د لاس نه وتلي دي.

عوامي نېشنل پارټۍ د خپل اولس او خپلو خلقو د پاره غږ پورته کولو کښې تل سیالي ګټلې ده او پۀ دغه سلسله کښې د صوبائي کابینې لۀ خوا د احتجاج اعلان شوے ؤ.

غټ شمېر کښې خلق د پښتونخوا مختلفو ضلعو نه راغلل او پېښور کښې ئې د حکومت د اقتصادي پالیسیو او د بې قابو شوې ګرانۍ پۀ ضد احتجاج وکړو. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي او صوبائي قیادت دې احتجاج کښې شامل ؤ.

مظاهرو ته د وېنا پر مهال چارسده کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان وئیلي دي، حکومت د غریب اولس نه د ژوند حق تروړي. دې ګرانۍ سره د جرائم پۀ شرح کښې د اضافې امکانات دي. دا ځل د بجټ اعداد و شمار نه ثابتېږي چې لکه بجټ هم اٰئي اېم اېف جوړ کړے دے. د تعلیم، صحت او غېر ملکي قرضو د پاره پۀ بجټ کښې هېڅ نۀ دي ایښودے شوي او دې نه ثابتېږي چې پۀ ملک د قرضو دا فشار د اوږدې مودې د پاره قائم ساتلو کښې سلېکټډ سرکار د اٰئي اېم اېف د لاس ګوډاګے دے. هغوي زیاته کړه، د بجټ خساره 3,560 اربه روپیو ته ورسولې شوه – تنخوا دار د 35% نور ټېکس زنځیرونو کښې وتړل شول او مجموعي طور سره 512 اربه روپۍ ټېکسونه ولګولے شول. دې لړ کښې نوو ضلعو د پاره هېڅ خصوصي پېکج نشته. حېرانتیا پۀ دې خبره ده چې دومره قرضې هم واخستې شوې او ټېکسونه هم زیات کړے شول، نو اخر دا پېسې ځي چرته؟

پېښور کښې احتجاجي جلوس ته د وېنا پۀ وخت د سول نافرمانۍ د تحریک چلولو عندیه هم ورکړې شوه. دې عندیې نه ثابتېږي چې پۀ سیاسي ګوندونو هم د اولس لۀ خوا څومره فشار دے او دغه عندیه د عام اولس د ګرانۍ نه د تنګېدو اخري حد دے.

د عوامي نېشنل پارټۍ د ګرانۍ خلاف احتجاجونه د پښتونخوا پۀ هره ضلع کښې وشول. هر احتجاج کښې د پارټۍ مرکزي یا صوبائي صدر ګډون وکړو او دې سره یو پېغام ورکړے شو چې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا دې وخت کښې د احتجاجي سیاست یو نوے پړاو مخې ته راغلے دے.

د ګرانۍ نه پس د میډیا ازادۍ د پاره هم د پېښور پرېس کلب مخې ته د صوبائي قیادت لۀ خوا د احتجاج پۀ شمول د صوبې پۀ هره ضلع کښې د مرکزي او صوبائي قیادت مشرۍ کښې احتجاجي مظاهرې وشوې. مظاهرو ته مشرانو خپلو وېناو کښې ووئیل، میډیا د سنسرشپ سره مخ کول ښائي چې د اقتدار خلق د جمهوري رویو مخنیوے کوي او خپله خودسرۍ باندې د یو چا د تنقید زغملو توان هم نۀ لري. لۀ بده مرغه د اصل صحافیانو ځاے جعلي او وقتي ژبورو ته ورکړے کېږي چې هغوي صرف د سرکار او د اصلي بادارانو پراپېګنډه وکړي.

یاده دې وي چې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د میډیا ازادۍ د پاره د کېدونکي احتجاج خبر راتلو سره د ‘خېبر یونین اٰف جرنلسټس’ صدر فدا خټک د دې احتجاج د حمایت اعلان وکړو او د صوبې صحافیانو ته ئې خواست وکړو چې دې احتجاج کښې هغوي هم برخه واخلي. صوبائي صدر اېمل ولي خان دغه احتجاج ته خپله وېنا کښې وئیلي دي، ‘کۀ ریاست دعويٰ کوي چې میډیا باندې ئې هېڅ بندېز نشته نو د خړکمر واقعې د رپورټ کولو د پاره دې میډیا ته اجازت ورکړي، مونږ به ومنو چې میډیا ازاده ده.

هم دې سلسله کښې د احتساب بیورو مخې ته هم د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا احتجاجي مظاهرې وشوې.

صوبائي سترسېکتر سردار حسېن بابک مظاهرې ته وېنا کښې ووئیل، نېب کښې غېر جانبداره نۀ شو نو جنګ به پۀ سړکونو وي. هغۀ ووې، حکومتي ترجمان د نېب د پي اٰر او کردار ادا کوي او حکومت او د هغۀ اتحادیانو ته نالیکلې اېن اٰر او ورکړې شوې ده. صوبائي صدر اېمل ولي خان خپله وېنا کښې ووئیل، نېب پۀ غلا کښې د حکومت شراکت دار دے، کۀ داسې نۀ ده نو د تېرو شپږو کالو نه نېب هاغه کېسونه ولې نۀ پرانیزي چې د پي ټي اٰئي وزیران او مشیران پکښې د یو بل خلاف دعوېدار دي او دا هر څۀ رېکارډ باندې پراتۀ دي. هغۀ زیاته کړه، زمونږ حکومت د تاریخ تر ټولو بې باکه او کرپشن نه پاک حکومت ؤ خو مونږ پسې ریاستي مشینرۍ پراپېګنډه وکړه. هغه تېره ورځ مونږ هم د هاغه میډیا ازادۍ د پاره هم احتجاج کړے دے. مونږ نن هم چېلنج ورکوو چې زمونږ د دور حکومت فائلونه دې نېب راوسپړي او کۀ جرأت پکښې وي نو د پي ټي اٰئي د حکومت منصوبې دې هم راوسپړي.

مرکزي سترسېکتر میا افتخار حسېن مظاهرو ته خپلو وېنا کښې ووې، نېب به دا وضاحت کوي چې د پي ټي اٰئي خلاف دوي چا د کاروایۍ نه نیولي دي. هغۀ زیاته کړه، دا جرأت صرف اے اېن پي لري چې راغلي دي او د نېب مخې ته ولاړ دي او نېب ته وائي چې احتساب وکړئ. مونږ نۀ څۀ اېن اٰر او غواړو او نۀ د حکومت نه د کوم رعایت طمع لرو – مونږ صرف او صرف دا مطالبه کوو چې د غریب اولس ټېکسونو نه شوې غلاګانې دې مخې ته راوړې شي او احتساب دې صرف د سیاستدانانو بلېکمېلنګ د پاره نۀ کېږي بلکې د ټولو ادارو دې اېکراس دي بورډ احتساب وشي.

د احتجاجونو دا سلسله ښائي چې عوامي نېشنل پارټۍ یو نوے احتجاجي غورځنګ شروع کړے دے او دا سلسله به د حکومت د بې حسۍ راويښلو کښې لوے کردار ادا کړي. حکومت خو خپله ‘د بل د خولې’ دے خو دومره به وشي چې د نېشنلیانو احتجاجونه به هغه خلق هم راویښ کړي چې د ریاست د تبدیلۍ او نورو دعوو پۀ جال کښې ګېر شوي دي.

د حکومت پۀ حواله د دې احتجاجونه لویه فائده به دا وي چې کوم ‘پس پرده’ لاسونو باندې حکومت غرور کوي، د اولس زور لیدو سره به ئې دغه غرور مات شي او پاتې شوه د حکومت د ایمان خبره نو دوي اولسي خلق نۀ دي نو د اولس احتجاج ته به څۀ ځان ونیسي.

تک سرۀ ‘نېشنلیان’ او شین ټګ ‘نېب’

د ‘نېشنل اېکاونټبېلټي بیورو’ (NAB) مخې ته د عوامي نېشنل پارټۍ صوبه خېبر پښتونخوا د احتجاج تاثر کښې د ملګري عارف افغان دا دوه کرښې کافي دي.

چې غلۀ وي نو د نېب واله نه به یا بل ملک ته تښتي، پټېږي به او یا به انصاف واشنګ مشين ته وردانګي او ځان به پاکوي!

چې ساز وي نو د نېب د دفتر مخې ته به احتجاجونه او تقريرونه کوي.

 

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …