د باباګانو تلين او پۀ ضلع بنو کښې تاريخي جلسه – رحمت شاه قرېشي

د باباګانو تلين هر کال نوے او پراخه رنګ اخلي. د کله نه چې د “باچا خان اوونۍ” سلسله شروع شوې ده، يو خوا علمي او فرهنګي هلې ځلې ټوله اوونۍ روانې وي نو بل خوا ورسره پۀ پراخه کچ جلسې هم کېږي. سږ کال د ډويژن پۀ سطح د جلسو کولو فېصله شوې وه او کۀ د کومو علاقو دا ګيله پېدا کېده چې کاش زمونږ پۀ خوا هم د اوونۍ جلسه شوې وه، هغه ګيله هم سږ کال ماته شوه.

سږ کال د باچا خان اوونۍ وړومبۍ جلسه د پېښور ډويژن وه چې پۀ نوښار امان ګړهـ کښې شوې وه. دې جلسه کښې د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ شمول حاجي غلام احمد بلور، ميا افتخار حسېن، امير حېدر خان هوتي او نورو مرکزي او صوبائي مشرانو شرکت کړے ؤ. دا جلسه پۀ دې حواله تاریخي وه چې هم دې جرګه کښې ملي مشر اسفنديار ولي خان د خېبر پښتونخوا صوبې صدر ته حکم کړے ؤ چې د پښتنو د موجوده حالاتو د يو مشترکه حل راويستلو د پاره يوه داسې قامي جرګه را وبلي چې هغې کښې د پښتنو سياست کوونکي ټول ګوندونه، نمائنده تنظيمونه، د مدني فعاليانو ډلې او د ژوند د هر مکتبه فکر سره تعلق لرونکي نمائندګان ګډون وکړي.

د باچا خان اوونۍ پۀ دې سلسله کښې پۀ دوه ويشتمه جنورۍ بنو کښې د جنوبي اضلاع لۀ خوا جلسه اعلان شوې وه. د دې جلسې د اعلان سره د کوهاټ نه تر وزيرستانونو پۀ دې ټوله سيمه کښې د سرو بېرغونو يو تک سور رنګ خور شو او د خپلو اتلانو باباګانو د تلين نمانځلو د پاره لېواله قام يو شور او زور سره را پاڅېدلے ؤ.

د جلسې پروګرام ميراخېل ګراونډ بنو کښې ؤ. پۀ مقرر وخت د صوبې صدر اېمل ولي خان د ستر سېکرټري سردار حسېن بابک، فريد طوفان، خورشيد خان خټک، شاهي خان شېراني، ياسمين ضياء، صدر الدين مروت او د بنو ضلعي صدر تېمور باز خان پۀ شمول د يو شمېر مشرانو سره پنډال ته راورسېدل. د جنوبي ضلعو ټول ضلعي مشران او جنرل سېکرټريان هم د خپلو ضلعو د قافلو سره پنډال ته را رسېدلي وو. د جلسې پرانسته د قران پاک تلاوت سره وشوه او بيا د پښتنو ملي سرود “اے زما وطنه” وغږېدو.

تر ټولو مخکښې مشر حاجي باز محمد خان راغلو او د مشرانو او کارکنانو او د پرېس او سېکيورټۍ د ملګرو مننه ئې وکړه. دې سره هغۀ د “ملګري ډاکټران” لۀ خوا پۀ جلسه ګاه کښې د ميډيکل کېمپ پۀ لګولو هم مننه وکړه. حاجي باز محمد خان ووئيل چې د 1947 نه پس د بنو پۀ تاريخي خاوره د خدائي خدمتګارانو د نمسو، زامنو، وروڼو او ملګرو لۀ خوا د باباګانو د تلين دستوره يو تاريخي اقدام دے او دا د هغه ياد تازه کول دي چې د بنو خاوره ئې د خدائي خدمتګارۍ دوېم مرکز جوړ کړے ؤ. چا چې ګڼل چې دې سيمې نه ئې د خدائي خدمتګارۍ نوغے ويستے دے، دا نن ورځ هغوي له پېغام ورکوي چې نۀ خو سکهانو دې خاورې نه د خپلواکۍ جذبه اخستې وه، نۀ پېرنګيانو دې خاورې نه خدائي خدمتګاري ختمه کړې وه او نۀ ترې د ترهګرۍ پۀ زور چا دا سره جنډه ختمه کړې شوه – بلکې دا سرې جنډې دلته د باچا خان د وينې او نظريې د موجودګۍ نخښه ده.

سردار حسېن بابک خپلو خبرو کښې ووئيل چې زۀ خو داسې الفاظ نۀ لرم چې نن ستاسو شکريه ادا کړم خو دا به ووايم چې خداے دې ستاسو دا مينه او محبت د پښتون قام د خوشحالۍ ذريعه کړي. هغوي ووې، تاسو د ملک حال ګورئ چې پۀ کوم طرف روان دے او پۀ دې حالاتو کښې چې کله مونږ خبره کوو نو دا د چا خلاف نۀ کوو، دا د خپل حق خبره کوو. مونږ د خپل حق د پاره منت هم وکړو، اواز مو هم اوچت کړو او کۀ خامخا څوک غواړي چې ګرېوان ته مو لاس را واچوه نو دغه ارمان به ئې هم پوره کړو، خو چا ته هم دا اجازت نۀ ورکوو چې زمونږ د قام ائيني حقونو باندې دې خېټه واچوي. هغوي زياته کړه چې زمونږ پۀ دې خاوره د چترال نه تر بولانه او تر تورخم، چمن، جنوبي وزيرستان او داسې نورې تجارتي لارې بندې دي او بيا حکومت ژړا هم کوي چې بر امدات او تجارت کم دي – کم به نۀ وي چې تا لارې تړلې دي!!! هغۀ پۀ پښتنو غږ وکړو چې تاسو د قام پۀ نوم را پاڅئ او د باچا خان او ولي خان دې قافلې سره ودرېږئ. خلکو تاسو ډېر د اسلام او پاکستان پۀ نوم دهوکه کړئ – يو وائي اسلام راولم او بل وائي نوے پاکستان درته جوړوم- خو زور ئې د چا نه وځي؟ زور ئې د دې ملک د عوام نه وځي. دا د کفر او اسلام خبرې، دا د محب وطن او غدار خبرې د څۀ د پاره دي؟ دا د دې د پاره دي چې مونږ زمونږ د وسائلو او زمونږ د حقونو نه لرې وساتي. بابک صاحب زياته کړه، اېمل ولي خان ستاسو تر مخ ناست دے او دے به دهر خدائي خدمتګار کور حجرې او جومات او د هر پښتون درشل ته ورځي او پښتون قام به يو اواز کوي.

دې نه پس ښاغلي فريد طوفان ته بلنه ورکړې شوه او هغۀ پۀ خپله وېنا کښې د باچا خان او ولي خان پۀ حقله يو شمېر خاطرې او يادونه شريک کړل. هغۀ ووې، زما حافظه او ناروغي ما ته دا اجازت نۀ راکوي چې تاسو سره هغه ټول يادونه او خاطرې شريکې کړم، خو دومره به ووايم چې کۀ څوک هم د باچا خان روح خوشحاله ساتي نو هغه دې د پښتون قام او پښتنې خاورې خدمت وکړي.

دې نه پس ځوان مشر اېمل ولي خان ته پۀ سټېج بلنه ورکړې شوه او د هغۀ پۀ سټېج راتلو سره پۀ ټوله جلسه ګاه کښې يو نوے جوش او جذبه ښکاره شول. د پي اېس اېف شازلمو او د سرو جامو ځوانانو نعرې وهل شروع کړل او اولس پۀ دغه نعرو سره د بنو فضا مسته کړه. اېمل خان سټېج ته ولاړ ؤ او د ځوانانو جذبې د غلي کېدو نامه نۀ اخسته.داسې ښکارېده چې لکه د اېف سي اٰر ځپلې جنوبي اضلاع د باچا خان، ولي خان او اسفنديار ولي خان د پاره خپله ټوله مينه اېمل ولي خان ته ډالۍ کوي.

اېمل ولي خان د خبرو پېل د غړمبېدونکي اولس د مينې او مننې سره وکړو. دې نه پس هغۀ ووئيل چې نن مونږ د هغه باباګانو تلين نمانځو چې خپل ځانونه ئې د پېرنګي غوندې د سخت، جابر او ظالم حکمران مخې ته لکه د فولادي غر ودرولي وو او د دې قام د ازادۍ تر لاسه کولو د پاره ئې خپل هر څۀ پۀ داو لګولي وو. باچا خان د انګرېز استعمار پۀ ضد د تودو نعرو پۀ ځاے عملي کار شروع کړو. د ازادو سکولونو بنياد ئې کېښودو، “پښتون” رساله ئې شروع کړه، يو منظم تحريک ئې شروع کړو او دغه تحریک د پاره ئې تنظيمي ډهانچه تشکيل کړه. پېرنګي دا هر څۀ ليدل او پۀ دې غلي پاتې کېدل د هغۀ د بادشاهۍ د پاره خطرناک وو. ځکه هغۀ نۀ خو باچا خان بهر ازاد پرېښودو او نۀ ئې د هغۀ ملګري ازاد پرېښودل. جېلونه وو، د جائيدادونو لېلام ؤ، بې عزتۍ وې، تشدد ؤ – کومه وسله نۀ وه چې انګرېز د باچا خان خلاف استعمال نۀ کړه. خو دغه ټول تشدد او ظلمونه هم د باچا خان او خدائي خدمتګارۍ پۀ لار کښې خنډ نۀ شول. باچا خان د معاشرې هغه خلک را پاڅول او د علاقې د خانانو مشران ئې کړل چې کسب ګر به ورته وئيلے کېدل. د داسې تاريخي واقعاتو نه کتابونه ډک دي چې څنګه تنظيم او تحريک مخ پۀ وړاندې تلل او د کوم روايت بنياد ئې ايښودلو. باچا خان غريبانو د پاره د ووټ حق، د زمکې د ملکيت حق، ښځو د پاره سياسي او معاشرتي ازادي او پارلېماني حېثيت وګټلو.

د سياست خړپوسې خان عبدالولي خان د باچا خان پۀ وړاندې پۀ ځوانۍ کښې زده کړې وې او بيا د هغۀ ژورې مشاهدې او پۀ عملي سياست کښې تر هندوستانه تګ د هغۀ تجربه دومره وسيع او ژوره کړه چې کۀ د پاکستان پارلېماني تاريخ کښې د ائين او جمهوريت د پاره کنټريبيوشن وکتلے شي نو زما خيال نۀ راځي چې د ائين او جمهوريت وکالت به د ولي خان بابا نه زيات کوم سائنسدان هم کړے وي. سره د دې چې ولي خان بابا د لياقت باغ قتل عام او د حېدر اباد ټرېبيونل غوندې مقدمې سره څلور ځله د مرګ حملې سره مخ شوے، نن هم پۀ جمهوري ګوندونو کښې ولي خان بابا ته پۀ عزت او احترام کتلے شي. دا د باچا خان د فکر او ولي خان بابا د سياسي شعور تسلسل ؤ چې زمونږ پارټي د دې صوبې د تاريخي نوم پۀ ځاے کولو سره د اتلسم ائيني ترميم پاس کولو کښې کاميابه شوه. اوس څۀ ګنګوسې کېږي او دغه ګنګوسې پټې نۀ پاتې کېږي. مشر اعلان کړے دے چې کۀ د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو کوشش خو لرې خبره ده، دې سره کۀ څو چېړچاړ هم کوي نو مونږ ورته په جار وایو چې د دې مطلب به زمونږ شناخت او زمونږ حقونو نه انکار وي او چې زمونږ شناخت او حقونو نه انکار کوي نو بيا به پاکستان هم نۀ پاتې کېږي. پۀ دغه وخت اېمل ولي خان د “خپله خاوره خپل اختيار” نعرې ووهلې او اولس پۀ زوره زوره د دغه نعرو ځواب ورکړو. اېمل ولي خان بيا ووې، د موجوده حالاتو پۀ نظر کښې ساتلو سره مشر يو حکم کړے چې د پښتنو لويه قامي جرګه دې را وبللې شي او دې جرګه کښې هغه مسئلې د بحث لاندې راوړې شي او د حل لارې ئې پۀ شريکه ولټولې شي چې دا وخت پښتون قام ورسره مخ دے. پۀ دې مسئلو کښې تر ټولو وړومبۍ مسئله د بد امنۍ ده – رياست دې سترګې نۀ پټوي، دې جلسه کښې وزير، مسيد، داوړ او د وزيرستان او شاوخوا سيمو خلک ناست دي، د رياست good طالب بيا پۀ دې علاقو کښې سپړدې تڼۍ ګرځي، هدفي وژنې کوي، د خلکو د کورونو بې عزتۍ کوي او برمتې او اغواء براے تاوان کوي – مونږ د دې خلاف يو او د جرګې تر لارې به رياست ته دا پېغام ورکوو چې مونږ پۀ دې خاوره نۀ د رياستي عناصرو جبر منو او نۀ د غېر رياستي عناصرو – اويا کاله دا سيمې پۀ اور کښې وسوزېدې، نور دغه تاو مونږ نۀ زغمو. هم د دې ترهګرۍ او د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ نتيجه کښې زمونږ دوېمه لويه مسئله د هغه لکهونو پښتنو ده چې د خپلو کورونو نه بې کوره د کډوالۍ ژوند تېروي. رياست مونږ د دې کډوالو د بيا پۀ ځاے کولو او د بيا ودانولو (rehabilitation) پۀ نامه مشغولوي خو چې مونږ پۀ ګراونډ ګورو نو د تېرو لسو کلونو نه پۀ زمکه هېڅ نۀ ښکاري. مونږ نن دې جلسه کښې هم د رياست نه مطالبه کوو او دا به د قامي جرګې هم د سر مطالبه وي چې دغه بې کوره خلک چې پۀ کېمپونو کښې ژوند کوي، زر تر زره دې خپلو پلرنو سيمو کښې بيا اباد کړے شي. اېمل ولي خان زياته کړه، زمونږ درېمه لويه مسئله هم د دې جنګ سره تړلې ده او هغه د هاغه خلکو ده چې د خپلو کورونو نه ماوراء عدالت غائب دي. د دنيا پۀ يو ملک کښې به دا و نۀ وينې چې رياست خپل جنګونه دومره متنازعه او مشکوک کړي. مونږ د باچا خان د لارې خلک يو، مونږ کله هم د تشدد کوونکو او ظالمانو سره نۀ ودرېږو، کۀ دغه مسنګ پرسنز کښې څوک پۀ تشدد او انتهاګرۍ کښې ملوث وي، بې شکه هغوي ته دې سزا ورکړې شي، خو کۀ کوم خلک ملوث نۀ دي نو هغوي دې خپلو کورونو ته حواله کړے شي. د مسنګ پرسنز عدالتونو ته پېش کول ائيني او قانوني ذمه واري ده او کۀ رياست خپله دغه ذمه واري نۀ پوره کوي نو شدد ردعمل او پۀ عالمي برادرۍ کښې د پښېمانتيا سره به مخ کېږي. زمونږ بله لويه مسئله زمونږ د قدرتي وسائلو ده. د اتلسم ائيني ترميم تر مخه هره صوبه د خپلو وسائلو د ملکيت فطري حق لري خو رياست پۀ دغه سلسله کښې د ائين نه پښه اړوي او د قبضه مافيه غوندې کردار ادا کوي. دې د پاره ائين د الېکشن د انجينئيرنګ پۀ ذريعه پۀ دوېم ځل خپل ګوډاګي راولي او د دې صوبې اختيار ورته صرف او صرف دې د پاره حواله کوي چې د اويا کلن پُر امن سياسي جدوجهد نه پس دې قام د خپلې خاورې کوم اختيار لاس ته راوړے دے، د هغې نه فائده پورته نۀ کړې شي. دا يوه داسې پارلېماني ټګي ده چې کله د دې خاورې د حقوقو خبره راشي نو د چا غږ نۀ خېژي خو چې کله ځان ښودنه شي نو بيا وائي حکومت د پښتنو دے او مرکز کښې هم پښتانۀ دي!!! دنيا ته ښودلے کېږي چې دا پښتانۀ دي خو تاسو ووايئ چې دوي د پښتنو خبره يا د پښتنو نمائندګي کوي؟ ]خلک يوه چغه کړي چې “نه”[ – مونږ د رياست اصلي واک دارانو او پنجاب ته وايو، کۀ تاسو قلارېږئ نۀ، نو بيا به زۀ اعلان کوم، پۀ تربېله ډېم به راټولېږو او بيا به درته ښايو چې د خپلو حقونو جنګ څوک څنګه کوي!!! زما بجلي د پنجاب صنعت چلوي او زما د کوڅې بلب نۀ بلوي!!! د کرک ګېس د ټول پاکستان دے خو د کرک د خلکو نۀ دے!!! زما اوبۀ د پنجاب دشتې ابادوي خو زما کوهاټ او ډي اٰئي خان ته نۀ ځي!!! نو مونږ به را پاڅو او لکه د تربېلې به کرک ته هم راځو او درته به ښايو چې خلک د خپلو حقونو جنګ څنګه کوي!!!

اېمل ولي خان زياته کړه چې د پښتون قامي جرګې نه مخکښې به د مشر پۀ حکم مونږ د نوو ضم شوو ضلعو يوه جرګه هم پۀ باچا خان مرکز کښې را غواړو. د دې سيمو د مسئلو نه مونږ خبر يو، خو نور تفصيلات به هم دغه جرګه کښې را غونډوو او د دغه مسئلو د حل امکانات به لټوو او بيا به دغه حل د پاره ودرېږو.

اېمل ولي خان اعلان وکړو چې سپرلي کښې به هغه د ټولو جنوبي اضلاع دورې کوي او د مارچ پۀ مياشت کښې به پېښور نه تر وزيرستانه “باچا خان امن مارچ” کوي.

دې جلسې پۀ څو حوالو تاريخي حېثيت لرلو. يو خو دا چې پۀ جنوبي اضلاع کښې، چې څۀ حصې اويا کاله د اېف سي اٰر د تور قانون لاندې وې، څۀ سياسي سرګرمۍ نۀ شوې کېدې خو دغه علاقو ته د باچا خان د تحريک سره جنډه رسېدلې وه. دا وړومبے ځل ؤ چې دغه سيمو د باباګانو تلين ونمانځلو. دا پۀ دې سيمو کښې د اېمل ولي خان هم وړومبۍ سياسي اولسي جلسه وه. د پام وړ خبره دا ده چې پۀ نسبت د نورو سياسي ګوندونو او د دې علاقو د معاشرتي قدرونو نظر کښې ساتلو سره، د باچا خان يو لوے ارمان مونږ دې جلسه کښې وليدو او هغه دا چې د محترمې ياسمين ضياء پۀ کوششونو سره يو شمېر زنانه دې جلسه کښې شاملې وې او مونږ توقع لرو چې مستقبل کښې به د ښځو نمائندګي پۀ جلسو کښې نوره هم زياته شي.

د باچا خان د اوونۍ پۀ سلسله کښې چې نوښار، بيا دلته بنو، ملاکنډ، اېبټ اباد او هرنائي کښې کومې جلسې وشوې، دا جلسې د تعداد پۀ لحاظ ډېرې تسلي بخش وې او د دې جلسو منتظمينو ته چې څومره داد هم ورکړے شي، کم به وي. دې جلسو دا حقيقت هم ښکاره کړو چې د باچا خان قافله وخت پۀ وخت لا نوره توانمنده کېږي او د اولس ذهنونه د رياستي پراپېګنډې د جادو نه ازادېږي. هغوي ويني چې د پاکستان پۀ سياسي ماحول کښې کۀ څوک پۀ حقيقت کښې د پښتنو نمائندګي او د پښتنو د مشرۍ دعويٰ کوي نو هغه عوامي نېشنل پارټي ده. د ادارو لۀ خوا پۀ ټګۍ منتخب شوي حکومت د غريب ژوند نور هم ګران کړے دے او خلک ئې هغه زوړ پاکستان پسې ارمانژن کړي دي. پاکستان کۀ زوړ وي کۀ نوے او کۀ پسې بيا هم نوے کېږي، زمونږ مستقبل د عوامي نېشنل پارټۍ سره تړلے دے.

 

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …