پښتون مجله د باچاخان بابا نه تر نن – رحمت شاه قرېشي

د باچاخان بابا د ازادۍ تحريک تقريباً څۀ د پاسه سل کلونه وشول او لا هم هغه شان پۀ تندۍ سره روان دے . د بابا د تحريک ژوند د بابا اخلاص، زړۀ چاؤدون او نۀ ستړے کېدونکے زيار دے او هم دغه وجه ده چې نن سل کلونه تېرېدو باوجود دغه تحريک لا هم مضبوط شوے دے او انشاء الله دا مخلص کاروان به د تاريخ پۀ پاڼو کښې تر قيامته ژوندے وي او د لر و بر پښتانۀ او هر ذي شعور انسان به د باچاخان بابا پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې د خپل ځان او مال قربانۍ نه مخ نۀ اړوي او هم دغه شان به د بابا دا قافله د کاميابۍ پۀ لور خپل منزل ته خپل سفر جاري ساتي. باچاخان بابا چې د پېرنګي خلاف د هندوستان د ازادۍ تحريک شروع کړو نو هر انسان ته ئې دا خواست، منت او زاري وکړه او تر مرګ پورې خلقو نه دا درخواست ؤ او د هر چا کور، حجرې او کوڅې ته لاړو، پۀ غر او پۀ سمه ئې د هر چا دروازه وټکوله چې اے پښتنو او زما غېرت مندو مسلمانانو وروڼو، راشئ او خپل دين، خپل وطن او خاوره د پېرنګي د ظلم نه ازاده کړئ . او راشئ چې هندوستان ازاد کړو نو بيا به مونږ او تاسو د کاميابۍ په لور روان شو او زمونږ دين اسلام او مذهب به هم ازاد وي او زمونږ ژوند به هم پۀ ارام وي. او د غېر مذهبوله غلامۍ نه به پۀ امان شو او د هندو او زمونږ خبره بيا پۀ خپلوکښې اسانه ده. او د هندو سره زمونږ تقسيم بيا به ښۀ طريقه کېدے شي خو بلخوا د پېرنګي غوږونه بوڅ شوي وو او سترګې ئې غټې غټي راويستې وې او چونکې د نړۍ په حالاتو او سياست هم پوهېدو نو داسې قسم اوازونه ئې د اوچې په وړه ټوټه کښې د خپل ځان، خپل جبر او استبداد، استعمار او خپلو ګټو لپاره خطره ګڼل او هم دغه وجه وه چې د باچا خان خلاف ئې محاذونه پرانستل. پېرنګي کله منله چې د هغۀ خلاف دې څوک راپاڅي او خپل حقونه ترې اوغواړي. فوراً ئې د باچاخان بابا او د هغه د سپېځلي تحريک ملګرو خلاف د ظلم زور پروپېګنډه شروع کړه او د باچاخان بابا پۀ تحريک ئې د کفر او غدارۍ فتوه جاري کړه. پېرنګے چې پۀ دې کامياب نۀ شو نو بيا ئې خپل ځان سره د هغه وخت زر خريده ملايان شامل کړل او هغوي پۀ ټول هندوستان او پۀ پښتونخوا کښې بلکې د پښتنو پۀ لوي کور افغانستان کښې دا خبره مشهوره کړه چې باچاخان بابا او د هغۀ ملګري د هندوانو طرفداره دي او پېرنګے خو اهل کتاب دے او تاسو د باچاخان بابا او د هغۀ ملګرو خبره مۀ اورئ خو د باچاخان او د هغۀ خدائي خدمتګارو ملګرو د دوي خبرې داسې دروغ کړې چې تر نن ورځ پورې د پېرنګي او د هغه وفادارو خبرې او تاريخ پۀ تورو ټکو وليکلواو د دنيا پۀ مخ ئې داسې د ظالمانو او قام خرڅو په نام ياد کړل . باچا خان هم د پېرنګي د ملنډو، ظلمونو او ناکړدو نۀ خو څۀ پرواه وکړه او نۀ ئې څۀ وېره او ترهه وکړه، د وروستو کېدو پۀ ځاے ئې ولولې لا هم ځوانې شوې او غږ ئې دومره زورور شو پېرنګے ئې د هندوستان نه وباسلو او د پښتنو خاوره او اولس ئې د پېرنګي نه ازاد کړل . باچاخان او د هغۀ ملګرو چې د پښتنو خاورې او اولس د پاره کومې قربانۍ ورکړې وې او لا هم دا کاروان د اسفنديارولي خان پۀ مشرۍ کښې روان دے او هر قسم ځاني او مالي قربانۍ د خپل قام او خاورې د پاره ورکوي او خپل وطن اواولس خوشحاله او کاميابه غواړي او د دنيا خلقو سره ئې سيال غواړي . باچاخان او د هغۀ ملګرو چې څنګه پښتون قام، پښتو ژبه او پښتنه خاوره د پېرنګي د هر جبر او ظلم نه ازاده او خوشحاله غوښتله نو د پښتو ژبې او د پښتون قام د ژوند هر څۀ ئې پۀ خپله پښتنه ژبه او په پښتون قلم هم غوښتل . باچاخان د پېرنګي غلامۍ نه د ازادۍ ترلاسه کولو د پاره ډېر تحريکونه اوتنظيمونه جوړکړل چې پۀ هغې کښې انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمتګارتحريک او داسې نور يو شمېر تحريکونو وو چې نن ورځ پورې ئې پښتون قام د خپلې خوشحالۍ او کاميابۍ راز بولي. باچاخان چې ازادې مدرسې جوړې کړې او نور ټول کار روزګار ئې پۀ پښتو ژبه کړو نو د پښتنو او د پښتو ژبې ليک لوست ئې هم پۀ پښتو ژبه کښې کړو. خپل ټول قام او اولس ته ئې خواست وکړو چې هغه قام او ژبه ترقي کوي چې د دوي ليک لوست پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې وي. باچاخان پۀ مورنۍ ژبه کښې د ليک لوست د ګټو نه خبر ؤ او غوښتل ئې چې زمونږ صحافت او ليک لوست دې هم ازاد وي. د پېرنګي پۀ حکومت کښې صحافت او ليک لوست غلام ؤ نو بابا د نورو کارونو سره سم صحافت يعنې مجلې او کتابونه هم پۀ پښتو ژبه کښې شروع کړل. پۀ دې کښې تر ټولو ځلنده هغه تاريخي مجله ده چې ټوله نړۍ ئې د “پښتون” پۀ نوم پېژني او د تېرو دوه کاله د پاسه نهه لسيزو راهسې خپرېږي. پښتون مجله اول ځل پۀ 1928ز د مۍ د مياشتې پۀ يوولسم تاريخ د سردرياب، چارسدې نه جاري شوه. دا مجله اول ځل هفته واره وه او بيا تر نن ورځې پورې مياشتنۍ ده. د باچاخان بابا دې مجلې هم د باچاخان او د هغۀ ملګرو غوندې د پېرنګي او د پېرنګي د وفادارو ملګرو ظلم زور ليدلے ؤ او لا ئې هم وخت پۀ وخت ويني. او دې سره سم د تحريک ازادۍ دوران ن بندېزونو ورځې شپې هم ويني. د “پښتون” مجلې باني فخر افغان بابا دے او پۀ خپل ژوند کښې ئې د پښتو ژبې د پاره د قلم ، ادب او سياست مېدان کښې يوه ډېره پۀ زړۀ پورې او بيخي د حالاتو د ضرورت مطابق شعوري هڅه ده چې زمونږ تحريک او زمونږ د جدوجهد ټولې قلمي، ادبي، سياسي او مذهبي خبرې به پۀ خپله ژبه او پۀ خپل کتاب کښې راځي او مونږ به پۀ يو حال کښې هم د چا غلامان نۀ يو. باچاخان بابا د “پښتون” مجلې وړومبے چيف ايډيټر ؤ خو بابا دا څوکۍ، نوم او عهده د شهرت د پاره نۀ بلکې د قام د خدمت پۀ توګه منلې وه. بيا وروستو عبدالخالق خليق صيب، مهدي شاه باچا د “پښتون” مجلې مشران شو. . رهبر تحريک خان عبدالولي خان هم د دې مجلې چيف ايډيټر پاتې شوے دے او بيا وخت پۀ وخت دې مجله کښې ډېرو قام پرستو او درنو پښتنو مشرانو خدمت کړے او لا ئې کوي. سفر ئې د يو لوے او خاص مقصد د پاره دے نو ځکه کله هم سفر ئې اسان نه دے پاتې شوے او وخت پۀ وخت کۀ ئې په لاره کښې خنډان پيدا کړے شوي نو بنده شوې هم ده. او دا ځکه چې د پښتون قام او پښتو ژبې ترجماني کوي. بيا ډېر وخت پس يو دروند قام پرست شاعر، اديب او د قلم خاوند رحمت شاه سائل صېب د دوه زره شپږم نه تر دوه زره اوولسم پورې جاري وساتله. بيا 2017 نه تر 2020ز تر جون مياشتې پورې يو بل د قلم خاوند او قامپرسته ځوان ليکوال حيات روغاني صېب د “پښتون” مجلې چيف ايډيټر ؤ. حيات روغانے يو ډېر دروند پښتون او د ادب او مبارزې مېدان کښې ئې خدمات له چا هم پټ پناه نۀ دي. اوس د جولائي مياشت نه د “پښتون” مجلې ايډيټر ښاغلے ساجد ټکر دے. ساجد ټکر صحافتي مېدان کښې پۀ اخبارونو، مجلو او ټي وي کښې کار کړے دے او لا ئې شکر دے کوي. ساجد ټکر تاريخي اخبار شهباز کښې هم کار کړے چې نن سبا د باچاخان مرکز پېښور نه جاري دے او د باچاخان بابا نمسے او د ملي مشر اسفنديارولي خان زوے او د ټولو پښتنو د سترګو تور اېمل ولي خان ئې چيف ايډيټر دے. زۀ او زما ټول پښتون قام د لر و بر پښتانۀ ساجد ټکر او د ټول پښتون مجلې کارکوونکو ته مبارک باد ورکوو او د لوے خداے نه ورته د کاميابۍ دعا کوو چې الله دې دوي ته د خپل قام او ژبې خدمت د پاره ډېر عمر ورکړي او خداے دې د باچاخان بابا کاروان خپل منزل ته په خېر او خوشحالۍ ورسوي . امين ثمه امين.

نوټ: د باچاخان بابا نه تر ساجد ټکر پورې د “پښتون” مجلې جاري ساتلو باندې مبارک باد او د “پښتون” مجله زنده او پائنده باد. امين ثمه امين ۔ ۔ ۔ !!

ستــــا پۀ نظر کښې مې پښتو وليده

راشــــــــه د خوږ زړۀ مې انعام واخله

پۀ وطن باندې کۀ حق د پښتنو دے

حق پۀ ټولـــو پښتنو د باچاخان دے

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *