“ادبي تحريکونه پۀ پښتو ادب کښې” – رشيد احمد

پۀ پښتو ادبي تحريکونو اونورو داسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې پۀ کتابي ډول ډېر کتابونه نه لري او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده. د پښتو ادب د مئينانو او ليکوالو نه د ډېر کار تقاضه کوي. نن سبا د پښتو پۀ تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر د شخصياتو نه تاوېږي راتاوېږي او داسې علمي ليکونو نه ډډه کېږي ځکه چې کار او زيار پکښې ډېر کول وي، وخت پرې زيات لګي مطالعه او د مطالعې لپاره مواد هم غواړي. پۀ شخصياتو ليکل اسان وي ځکه چې اکثر ټول مواد موضوع پۀ خپله محقق ته ورکړي. حمزه بابا د ډاکټر قابل خان افريدي نه هم دغه ګيله کړې وه چې د هغۀ پۀ ليکونو(خطونو) کښې خوره شوې ده. نو خبره مې کوله پۀ دغه موضوع کتابونه او ليکونه د نيشت برابر دي.

پۀ دې سرخط يعنې د “پښتوادبي تحريکونه” اګاهو” د ډاکټر راج ولي شاه خټک يوه مقاله د کتاب شکل کښې چاپ او خوره شوې وه. کومه چې د دۀ د پي ايچ ډي د مقالې موضوع وه. يو کوشش ئې ضرور کړے ؤ خو متاسفانه نيمګړې وه او د”پښتو ادبي تحريکونه” تشه پۀ نامه وه. ځکه چې د پښتو ادب تاريخ څوک ليکي او د “خدائي خدمتګار تحريک” ذکر و نۀ کړې نو دغه کار به هسې ځان ستړے کول او د لوستونکي وخت بربادول وي. ځکه چې پۀ صحيح معنو کښې پۀ پښتو ادب کښې دا يوتحريک ؤ چې اصلاحي، سياسي او ادبي تحريک ؤ. او د پښتون قام سوچ او فکر ئې بدل کړے دے او پۀ ټوله دنيا کښې پرې ليکل کېږي او ذکر ئې کېږي ولې ډاکټر موصوف ترې نه ډډه کړې ده.

پښتو ادب کښې د پير روښان تحريک يو مذهبي تحريک ؤ چې د هغۀ پۀ ژوند مذهبي او اصلاحي ؤ. هغۀ سوچه د مذهب پۀ بنياد کار کولو. واقعي چې يو سوچ ئې لرلو، مقصد ورسره او پۀ عملي توګه پۀ ميدان کښې ؤ. پۀ اول ځل ئې پښتو ادب ته وده ورکړه، ديارلس توري ئې ورته وضع کړل او د پښتو ژبې د ليک لوست لپاره ئې د لويو اومعياري لهجو يعنې يوسفزۍ لهجې او قندهارۍ لهجې د پاره ګډ اوشريک ليک دود وضع کړو. د هغوي دغه تحريک د هغۀ د ژوند پۀ اخر کښې سياسي شو او ځامنو ئې مکمل سياسي کړو. دغه تحريک د پښتنو پۀ ژوند ډېر اثر او اغيزه اچولے ؤ. د مذهب پۀ نوم ئې مخالفت هم وشو. غرض دا چې دا يوباقاعده تحريک ؤ چې ادبي، سياسي او سماجي اغېزه ئې د پښتنو پۀ ژوند واچوله او نوے رجحان او فکر ئې پېدا کړو چې پښتنو پۀ خپله ژبه کښې ليک لوست شورو کړل. د دې دا مطلب قطعي نۀ دے چې د دې نه اګاهو چا شاعري نۀ کوله يا ئې پۀ کښې ليکل نۀ کول. هر څۀ وو خو زمونږ پۀ علم کښې نشته او تحقيق غواړي.

د پير روښان د وفات او د هغوي د اولاد نه پس دغه تحريک ختم شو ولې انګازې ئي د خوشحال بابا د زمانې پورې اورېدلې شوې. د دې نه وروستو د خوشحال بابا زمانه راغله او لکه د پير روښان او د هغه د اولادونو خوشحال خان خټک هم يو ادبي تحريک پۀ شعوري ډول شورو کړو. هغۀ خپل شعرونه او ليکونه د مغل خلاف وئيل او د پښتنو بېدارول پېل کړل. د پير روښان او خوشحال خان دواړو دښمن يو ؤ او هغه مغل ؤ چې د ګړدو پښتنو دښمن ؤ. دخوشحال خان بابا تحريک د خوشحال بابا د ژوند پورې يو ادبي تحريک پۀ دې معنا کښې مونږ بلو چې مقصد او موخه ئې لرل. د خوشحال بابا اولاد د پښتو ادب خدمت کړے دے پۀ دې کښې د څۀ شک ګنجايش نشته خو د خوشحال پۀ شان لوے مقصد ئې نۀ لرلو بس ادب ئې تخليق کړے اوشاعري ئې کړې ده. دا ځانله يو لوے بحث او وخت غواړي چې اوس دا وخت او د دې ليکنې پۀ لمن کښې ګنجائش نۀ لري. خو دومره به ووايم چې د خوشحال بابا نه پس د باچا خان خدائي خدمت ګار تحريک پۀ صحيح معنو کښې ادبي تحريک دے چې دښمن ئې بدل يعنې پېرنګے او کافر ؤ. پېرنګے غېر مسلم ؤ او دلته ئې ناجائزه قبضه کړې وه. زورور ؤ او غاصب ؤ، د ظلم او استبداد پۀ زور ئې دا خلک غلامان کړې وو. پېرنګے دعلم اوچالاکۍ پۀ طاقت او ګمنډ کښې ډوب ؤ. خدائي خدمت ګار تحريک د خوشحال او پير روښان د تحريکونو پۀ مقابل کښې د عدم تشدد داعي ؤ يعنې هغوي د قلم سره سره د تورې او تپنګ نه کار اخستلو ولې خدائي خدمتګارو صرف د قلم، اصلاح او تشدد نه بغېر تحريک چلولو. پښتو مجله “پښتون” ئې اجراء کړې وه. ليکوالو اوشاعرانو ته ئې بلنه ورکوله، پلېټ فارم ئې ورکولو او پۀ هغوي کښې ئې د ليک لوست اوعمل پۀ زور بدلون راوستلو. نو د تاسف خبره دا ده چې د ډاکټر راج ولي شاه خټک پۀ دغه مقاله کښې هډو د خدائي خدمتګار ذکر نشته. پۀ دې وجه ډېر ليکوال او د پښتو ژبې اديبان دغه کار نيمګړے ګڼي. د ليکوال خپلې مجبورۍ وي ګنې د ريټائرمنټ نه پس ته د خدائي خدمتګار تحريک پۀ موضوع مقاله ځانله ليکلي وه اوغوښتل ئې بل ځل له دا دکتاب برخه کړي. د مرګ نه پس چې ئې دغه مقاله بيا له پښتو اکيډېمي د اړخه شائع شوه نو پبلشرانو پکښې خدائي خدمتګار تحريک شامل کړلو چې دې د موصوف مقاله نګار وقعت ته نور نقصان ورسولو او مشکوک ئې کړو ځکه د ليکوال د مرګ نه پس دغه کار ښۀ نۀ شي ګڼلے .

د پښتو ادب پۀ تاريخ چې پۀ غور سره نظر واچولے شي نو دا څو نکتې چې ډېرې مهمې دي، جوتې شي:

1. د پير روښان تحريک اګر چې ادبي ؤ ولې پۀ بنيادي توګه يو مذهبي او تر څۀ حده اصلاحي ؤ. چې وروستو ئې د اولاد پۀ وختونو کښې سياسي رنګ واخيست او د پښتو ژبې او ادب پۀ ګټه تمام شو.

2. د خوشحال بابا تحريک ادبي اوسياسي سره سره د تورې جدوجهد ؤ. ولې د هغۀ اولاد د خوشحال خان خټک ادبي هلې ځلې پۀ مخ بوتلې ولې، هغه تحريک ئې پۀ ځاے ونۀ ساتلو دوام ئې ور نۀ کړو . هغوي پښتو ادب ته ډېر څۀ بخښلي دي ولې دغې ته ادبي تحريک پۀ پوره ډول نۀ شو وئيلے.

3. خدائي خدمتګار تحريک يا پۀ نورو ټکو د باچا خان تحريک پۀ مکمل ډول يو اصلاحي، ادبي او سياسي تحريک ؤ چې مستقل دوام لري او پۀ پښتو ادب ئې ډېر لوے احسان وکړو او د هغې سره سره ئې د نوو او جديدو اصنافو سره اشنا کړو. او دغه موخه اوس هم دوام لري. د ډاکټر نصيب الله سيماب نه د بخښې سره چې هغوي فکر لري چې د کانګرس سره د الحاق او پاکستان جوړېدلو نه وروستو دغه تحريک هغه پاتې نۀ شو او نقصان ورته ورسېدلو. د کانګرس سره پۀ الحاق دتحريک هغه ملګرو ته موقع پۀ لاس ورکړه چې دباچاخان د مخالفو سره مېلاو شول او يا لارې ئې بېلې کړې. دغه خلکو ته دا صرف يوه بهانه وه ګنې د بل مخالف ګوند سره د مېلاوېدلو پۀ ځاے خاموش پاتې کېدلے شول ولې هغوي د نورو دنياوي اوسياسي ګټو پورته کولو لپاره د خدائي خدمتګار تحريک نه لار جدا کړې وه. لکه خادم محمد اکبر، عبدالاکبر خان اکبر او داسې نور چې د مذهب پۀ اړ کښي ئې سياسي ګټې پورته کولو لپاره د يو مخالف مذهبي ګوند سره لاسونه يو کړل خو هلته ئي څۀ مقام ترلاسه نۀ کړو او نن ئې څوک نامه نۀ اخلي.

4. ترقي پسند تحريک يا د کميونسټي نظرياتو لرونکي ليکوال چې اکثر د قام پرستو پۀ ډله کښې پاتې شوي دي. پۀ اردو ادب کښي خو جوت مقام لري. د هغې وجه کلچر يعنې ثقافت او سماجي و معاشرتي حالات دي چې د پښتونخوا نه مختلف وو او د دغه خلکو کردار مختلف پاتې شوے دے. اود پوره جاج متقاضي دے .

پۀ دغه درې تحريکونو لکه د پير روښان تحريک چې د اخوند دروېزه خدمات او حالات هم د ځان سره رانغاړي، د خوشحال بابا د کورنۍ خدمتونو اوخدائي خدمتګار تحريک ډېر څۀ ليکلے شوي دي او ډېر څۀ پري وئيلے شوي دي. د هر تحريک مخالفان خامخا وي او د دغه تحريکونو مخالفان موجود وو. لکه د پير روښان مخالف قوت د هغه زمانې پيران او حاکمان دواړه وو. چونکې دا يو مذهبي اواصلاحي تحريک ؤ نو پيران چې د خلکو يا اولس پۀ ورکړه، هديو ،خېراتونو او صدقو ته ناست ژوند پرې کوي، تر دې چې خپل پلار ئې هم مخالف ؤ. پيربابا او اخوند دروېزه خو لا د بلې سيمې خلک وو. پيربابا چې د مغلو پۀ لمسه د يوسفزيو خلاف دلته مېشته شوے ؤ او بيا د هغۀ يو متنازعه مريد اخوند دروېزه د پير روښان تعليم د ځان له پاره فتنه ګڼله نو پۀ مذهبي ډول د هغۀ مخالفت ته را ووت. د پير روښان د “خېرالبيان” پۀ مقابله کښې ئې د عربي او فارسي مذهبي کتابونه راغونډ او ترجمه کړل چې اولاد ئې پکښې پوره اضافې وکړې او اولس ته ئې د (مخزن اسلام ) پۀ نامه وړاندې کړو. کۀ څوک پۀ غور دغه حالات مطالعه کړي نو هر څۀ به ورته ښکاره شي. پير روښان د طريقت يعنې تصوف قائيل ؤ او لکه د پخوانو فلاسفه او صوفيا چې د وړومبي دور سره تعلق لري پۀ عقيده ؤ او پۀ خپله ئې پير يا استاد نۀ لرلو او پۀ دغه وجه ئې پيران او صوفياء مخالف وو، بل اړخ ته اخون دروېزه متشرع ؤ خو پۀ خپله د پير بابا مريد ؤ ولې د پير روښان مخالفت ئې پۀ شرعه کښې کولو او د دې سيمې اولس پۀ خاص ډول د لازاک او يوسفزي ئې د پير روښان مخالفت ته هڅول او راپارول . او د دواړو ډلو هڅې او مخالفت د پښتو ادب پۀ ګټه تمامې شوې دي.

د خوشحال خان مخالفان مغل واکداران وو چې د دۀ خپل ځامن ئې د دۀ(خوشحال خان ) دښمنان کړي وو. او د دۀ ځامنو د مغلو لپاره کارکولو. نو ځکه دا وئيلے شي چې د هغۀ د قلم، ادب او تورې تحريک د هغۀ د مرګ سره ختم شوے ؤ خو اولاد ئې د هغۀ ادبي هلې ځلې جاري وساتلې او د پښتو ادب ئې ډېر لوے خدمت وکړو. د خوشحال بابا نه علاوه د هغۀ اولاد پښتو ادب ته نوي اصناف او نوي نوي ژانرونه وبخښل . د خوشحال بابا اولاد د پښتو ادب ډېر خدمت کړے دے نه چې سياسي يا اصلاحي يا مذهبي. البته پۀ دغه مېدانونو کښې ئې خپلې پېرزونې کړي دي.

بيا چې کله د مغل نه واک اختيار پېرنګي واخيست نو هغوي خپل نور مرامونه، موخې او اهداف لرل د کوم لپاره چې ئې د پښتنو سيمه پۀ مېدان جنګ کښې بدله کړه او تر نن ئې مونږ اغېزې وينو. پۀ دغه حالاتو کښې باچا خان خپل اصلاحي تحريک “خدائي خدمت ګار” شورو کړو. د دې لپاره ئې يوه مجله شروع کړه، ادبي مشاعرې، ډرامې او جلسې ئې شورو کړې. پښتو ادب ته ئې نوي نوي اصناف وبخښل او خپل پېروکار ئې دې ته هڅول چې ليکل وکړې، خپلې ژبي ته وده ورکړې. د دې لپاره هغوي د ليک دود مسئلې ته هم توجه ورکړه . د دوي دغه اثرونه وو چې پۀ سويلي پښتونخوا کښې محترم عبدالصمد خان اچکزي د عملي سياسي هلو ځلو سره ادب ته توجه وکړه. پښتو ليک دود او نورو کتابونو چاپ کولو ته ئې خلک وهڅول او پۀ خپله ئي يوه پښتو مجله جاري کړه.

د باچا خان د خدائي خدمت ګار تحريک اثر نن پۀ هر پښتون دے کۀ څوک ئي مني او کۀ نه. هغوي پښتون ته د زمانې سره تګ کول پۀ ګوته کړل. جديد تعليم ته ئې وهڅول. او د هغوي د فکر او عمل منبع د پاک نبي عليه سلام حيات مبارکه او تعليمات دي. د عدم تشدد فلسفه ئې د اسلامي تعليماتو او پاک نبي عليه سلام د ژوند مبارک نه واخيستله او اولس ئي د جنګ وجدل نه منع کړو. پېرنګي او د هغوي اله کارو جنګ، وسله، شدت پسندي او ترهګري خپله کړه اودا ټول ئې پۀ پښتنو وازمائيل. نن چې مونږ څومره پښتو ادبي ليکنې، کتابونه او مجلې ګورو نو هم دغه موخه لري او د باچا خان فلسفې ته پۀ يو ډول يا بل ډول دوام ورکوي.

ترقي پسند تحريک او د هغې اغېزې پۀ پښتو ادب کښې

کله چې بالشوېک انقلاب پۀ روس کښې راغلو او د ځپلې، محرومې او بې وسه طبقې د محرومو د ازالو خبره شورو شوه. پۀ روس کښې انقلابيانو ليکوالو عملي ګامونه پورته کول شورو کړل نو پۀ عالمي کانګرس کښې ئي فېصله وکړه چې ادب دې د اولس د خدمت لپاره پکار راوستلے شي او اديبان دې د محرومې طبقې د پاره ليکل وکړي او پۀ اولس کښې دې فکري بېداري پېدا کړې چې د يو ملک پۀ وسايلو د ملک د ټولو وګړو يو شان حق دے او هغه دې هرچاته ترلاسه شي. پۀ دغه ادبي کانفرنس يا کانګريس کښې چې پۀ کال ۱۹۳۵ ميلادي کښې پۀ فرانس کښې شوے ؤ پۀ دې کښې د شريک هند و پاک نه سجاد ظهير او ملک راج انند شرکت کړے ؤ. او د دغې پۀ اثر او نتيجه کښې پۀ ۱۹۳۶ ميلادي کال کښې پۀ لکهنوو کښې يو کانفرنس د ټول شريک پاک وهند پۀ کچ منعقد شو او پۀ دې کښې “ادب د مقصد لپاره” وټاکلے شو او ليکوالو ته ووئيلے شول چې اوس دخپل ځپلي اولس د پاره ليکل شورو کړئ . پېرنګے خو د اشتراکي فکر مخالف ؤ نو هغه پۀ اشتراکي يا کميونسټانو هم لاس پورته کړو. او دغه کښې زيات اشتراکي نظرياتو واله د پښتنو پۀ سيمه د قامپرستو د جنډې لاندې راجمع شول. ځکه چې پۀ دې سيمه پۀ کال ۱۹۲۸ ميلادي کښې “پښتون” مجله اجراء شوې وه، پۀ کال ۱۹۲۴ او ۲۶ کښې پۀ اتمانزو کښې جلسې کېدلې او د شاعرانو لپاره د ښې شاعرۍ انعامونه اجراء شوي وو. مطلب دا چې پۀ پښتنه سيمه د ترقي پسندو يا اشتراکيانو د اتحاد اوموخې ټاکلو نه اګاهو دغه مقصدونه خدائي خدمتګارو خپل کړي وو. دهند کميونسټ ګوند پۀ غړو کښې رضا همداني شامل ؤ او د دې سيمې يعنې پيښور جنرل سېکتر ؤ. چا چې پۀ ادبي کچ ډېر کار کړے دے. صنوبر کاکا جي هم د اشترکي ګوند غړے ؤ خو زيا ت وخت ئې د ترنګزو حاجي صېب سره تېر کړے ؤ څوک چې مذهبي عالم ؤ او د پېرنګ سره پۀ مبارزه ؤ او پۀ ښار کښې به د دوست محمد خان کامل او امير حمزه خان شينواري سره دېره ؤ څوک چې ډېر پاخۀ مسلم ليګيان وو او د انګريز سره ئې تعلقات ښۀ وو.

يوه بله مهمه خبره دا ده چې د تقسيم نه وروستو چې پاکستان اوهندوستان دوه ازاد رياستونه شول نو پۀ پاکستان کښې د قام پرستو د کمزورې کولو لپاره نور مقامي ګوندونه جوړ کړے شول او خلک ئې دې ته هڅول چې پۀ دغه سيمو کښې کښې کار وکړي. د تقسيم نه وروستو چې پۀ پاکستان کميونسټ پارټۍ بندېزونه ولګېدل نو اشتراکي فکر لرونکي د سېکولر جماعتونو لکه نېشنل عوامي پارټي يا نېپ څنګ ته لاړل. تر دغه وخته پۀ اشتراکيانو کښې واضح تقسيم يعنې روس نواز يا چين نواز نۀ ليدلے کېدل خو د کال ۱۹۶۵ د پاک بهارت جنګ نه پس پۀ دوي کښې دوه ډلې جوړې شوې. يوه چين نوازه ډله ځکه چې چين پۀ دغه جنګ کښې د پاکستان مرسته کړې وه او بله روس نوازه ډله. د پنجاب اکثريت اشتراکي، ترقي پسند يا کميونسټ او د سندهـ څۀ اشتراکيان د چين نوازو پۀ ډله کښې شامل شول. د بلوچستان او پښتونخوا ترقي پسند پۀ روس نوازه ډله کښې شامل شول ځکه چې د دوي اړيکې د افغانستان د اشتراکيانو سره وې او روس ته ئې زيات نزدې والے لرلو. دلته دغه خلک د نېپ د تقسيم او بنګله دېش جوړېدلو نه وروستو ټول پۀ قام پرسته ډلو کښې شامل شول. دوي د قامپرستو نه هم ګټې اخيستلې او د کميونسټو نه هم. بلکې ډېر پکښې پۀ پټه چين نواز وو. ليکل به ئې پۀ اردو کښې کول چې هغوي ورله پۀ هغې مرسته ورکوله او دې خلکو تل قامپرستو ته نقصان رسولے دے. دلته چې کوم مزدور کسان تحريک شورو شوے ؤ او پۀ يو وخت کښې پۀ پښتونخوا کښې ډېره مرګ ژوبله کړې وه او بيا وروستو پۀ خپل منطقي انجام پايې ته شو. دغه تحريک د يو خاص مقصد لپاره دلته پېل شوے ؤ ګنې نو د ځمکو پۀ حواله د سندهـ او پنجاب د چوهدريانو او وډېرو سره ځمکې هم ډېرې وې او د غريبانو، کسانيانو،هاريانو او خدمتګارو سره ظلمونه هم ډېر کېدل او اوس هم کېږي خو هلته يو کميونسټ او اشتراکي پورته نۀ شو او ټوله تباهي دلته پۀ پښتونخوا کښې شوې وه. هم دا رنګه پۀ ادبي توګه دغه ډله د پښتو ادب او لوستونکي ته نقصان رسوي. د خپلو موخو او اهدافو حاصلولو لپاره داسې ګامونه اخلي چې د زيان سوب وي.

لکه څنګه چې ما ذکر کړل چې پۀ دې سيمه د اګاهو نه يعنې د۱۹۳۵ او۱۹۳۶ د کانفرنس نه اګاهو قامي او ادبي تحريک شورو ؤ. د ترقي پسند تحريک برخه يا ونډه ډېره کمه ښکاري. ضروري نۀ ده چې پۀ هر ليک کښې د مظلوم او بې وسه طبقې خبره څوک کوي نو هغه دې کميونسټ وي. پښتانۀ پۀ حېثيت مجموعي ترقي پسند دي او مذهب ته زيات رجحان لري. پۀ پښتنو کښې فکري رجحان د خدائي خدمتګارو ليکوالو پيدا کړے دے. څوک چې ځان ته ترقي پسند وائي دوي هم د قامپرستو د چترۍ لاندې وخت تېرولو.

ما چې کله پۀ حبيب جالب د يوې مختصرې مقالې لپاره تحقيق کولو کومه چې پۀ پښتون مياشتنۍ مجله کښې چاپ شوې وه نو د ابراهيم جليس پۀ حواله د حبيب جالب پۀ ژوند ليکونو کښې يوه خبره مخې ته راغله چې هغه پۀ يو ځاے ناست ؤ چا ورته ووې چې پوليس ګرځي نو هغه زر له هغه ځايه د دې وېنا سره اووت چې دا پوليس پۀ ترقي پسند او کميونسټ کښې فرق نۀ شي کولے هسې نه مونږ چپه کړي او پۀ صفايۍ کښې به ډېر وخت ولګي.

پۀ دې موضوع ډېر کار ته اړتيا ده چې کار پرې وشي. پۀ لنډو ټکو کښې مونږ وئيلے شو چې د ترقي پسند تحريک پۀ پښتو ادب اثر دومره ژور نۀ دے لکه څومره چې ئې ډنډوره وهلې شي. دلته د اګاهو نه مزاحمتي ادب ځيلې کړې وې او اوس هم دوام لري. اوس خو کميونسټ او د هغوي تحريک هم خپل منطقي انجام ته روان دے نۀ خو سوويت يونين شته او نۀ بل داسې معاشي مددګار شته. البته چين خپل اهداف لري او هغۀ هم خپله پاليسي بدله کړې ده او ورو ورو ئې بدلوي ولې دا خلک استعمالوي.

پۀ لنډو ټکو کښې نورو ليکوالو ته د نور ډېر تحقيق بلنه ورکوي. بايد پۀ دې نور هم بحث اوشي. او هغه پټ رازونه رابرڅېره کړي. اتفاق او اختلاف هر د فکر خاوند لري او کوي ئې او حق لري چې خپل فکر واضح او ښکاره کړي. رښتيا يو ځل خامخا ښکاره کېږي کۀ هر څومره پټ شي. غوره دا ده چې مونږ د خپلو حالاتو پۀ رڼا کښې څېړنې وکړو او د هرې خبرې جاج واخلو.

محض د اردو ژبې د ليکوالو د ليکونو د ترجمو سره زمونږ حقائق نه پۀ ډاګه کېږي. دهغې وجې هغه معروضي حالات او شواهد دي چې مختلف دي. د اردو دانې طبقې حالات او ژوند د پښتنو ليکوالو او شاعرانو نه ډېر مختلف دي. هغوي ته چې کوم مراعات ترلاسه کېږې هغه دلته چاته نۀ مېلاويږي. دغه رنګ زمونږ پۀ ثقافت او معاشرتي ژوند کښې ډېر فرق دے. هغوي هغه څۀ ليکي چې مشاهده کوي يې. او د هغوي طرز معاشرت ډېر بدل دے. ګنې دغه مزدور کسان تحريک او د هغې اثرات او اغېزې وګورئ.

ځنې غلط فهمۍ او د اصطلاحات فهمۍ او ادبي تحريکونه:

د بده مرغه پۀ پښتو ادب کښې ځنې وخت ليکوال د ادبي اصطلاحاتو د استعمال له کبله تحريکونه، مکتبونه، او سبکونه د يو بل سره داسې ګدوډ يا مدغم کړي چې تفاوت پۀ کښې کول ګران شي. لکه مکتب ته سبک وائي، او کله کله مکتب پۀ ادبي تحريک کښې بدل کړي. مکتب پۀ خپل ځان کښې وسعت لري او ډېر ليکوال اوشاعران پۀ کښې شامل وي او د هغوي هم عصر کېدل هم ضروري نۀ دي. سبک د ليکوال انفراديت ښائي چې د نورو ډېرو ليکوالو سره يوشان والے لري. لکه مونږ د روښانيانو ادبي تحريک يادوو او بل ئي مکتب يادوو. لکه دولت لواڼے او مرزا خان انصاري دواړه شاعران يو مکتب لري او د روښاني ادبي تحريک برخه دي. مکتب د يو نه د زياتو ليکوالو شاعرانو فکري او د اسلوب يووالے يا يوشان والے لري. تحريک يو مقصد او موخه لري او د هغې د حاصلولو لپاره کوشش کوي. دا يو څو دلته ذکر کول ضروري ګڼم. سبک يا اسلوب يا ډکشن د يو ليکوال ځانګړتيا وي چې وروستو نورشاعران دغه اسلوب خپل کړي. لکه د رحمان بابا پۀ سبک کښي وعظ ونصېحت، سادګي، د حميد بابا پۀ سبک کښې د فکر او خيال پېچلتيا، تشبيهـ او استعاره د دوي ځانګړڼې دي.

۱. نوښار ادبي جرګه ياټولنه پۀ حېث د يوادبي تحريک

نوښار ادبي ټولنه د اولسي ادبي جرګې نه اګاهو جوړه شوې وه. دې ټولنې د پښتو ادب ډېر لوے خدمت کړے دے. د خوشځال او رحمان بابا پۀ مزارونو د ادبي جلسو او مشاعرو بنياد ئې ايښے ؤ چې يو نوے کار ؤ او دغه غونډې اوس هم کېږي. يو لوے فورم ئي شاعرانو له ورکړے ؤ چې اوس هم جاري دے او د ادب خدمت کوي. پۀ کتابي ډول رودادونه شائع کوي. او ډېر لوے شاعران د لر و بر ئې پۀ يو فورم راغونډ کړي دي. نو دا يو ادبي تحريک مونږ بللے شو.

ډاکټر نصيب الله سيماب پۀ خپله تحقيقي او تنقيدي مقاله کښې دغه ټولې خبرې ذکر کړي دي، پۀ دې ټولو نکاتو ځانګړي بحثونه ئې کړي دي. پۀ ادبي محفلونو کښې نورو ليکوالو پۀ جهر او پۀ اشارو کنايو کښې دا خبرې او نکتې پۀ ګوته کړې دي او کولے شي ولې پۀ تحريري توګه پرې مفصل بحث زما پۀ خيال پۀ وړومبي ځل موصوف (ډاکټر نصيب الله سيماب ) کړے دے. پۀ غور سره د کتاب کتلو او لوستلو نه پس لوستونکے پۀ دې نتيجه رسي چې دغه ټول نکات ډاکټر نصيب الله سيماب د غور او ليک لاندې راوستلې دي.

۲. اولسي ادبي جرګه د يو ادبي تحريک پۀ ډول

پۀ کال ۱۹۵۲ کښې چې کله اولسي ادبي جرګه مېنځ ته راغله نو د دې بنياد ايښودونکي دوست محمد خان کامل، امير حمزه خان شينواري، کاکاجي صنوبر حسېن،اجمل خټک، قلندر مومند او داسې نور ډېر ليکوال ټول شاعران، او نثر نګاران وو او فعال سياسي نظريو والا کارکنان وو. د ټولو سياسي اهداف ځانله ځانله يعنې ګوښې ګوښې وو خو ادبي مقصد ئي يو ؤ. پښټو ادب ته ئي ډېر څۀ ورکړل. څوک کټر مسلم ليګيان وو، څوک قامپرست وو، څوک کميونسټ او څوک ترقي پسند وو. د دومره سياسي او نظرياتي اختلاف، فکري تفاوت باوجود د اولسي ادبي جرګې غړو د پښتو ادب پنګه ډېره شتمنه کړې ده، دې جرګې پۀ پښتو ادب کښې د تنقيد، برداشت سره سره نوي اصناف مروج کړل، تکل،افسانه، ټول منثور او منظوم نوي اصناف ئي راوړل، د ابلاغ پۀ ذريعه ئي د پښتنو سره متعارف کړل. ادبي جرګو ته ئي رواج ورکړو او ادبي نشستونه ئي شورو کړل، پۀ پښتو ادب ئې نۀ ختمېدونکي اثرونه اواغېزې اچولې دي. او دا ځانله يو ادبي تحريک ؤ چې د پښتو ادب وده او ترقي ئي هدف ؤ، ليکوالو ته يو فورم ورکول او پۀ هغوي کښي د ناستې پاستې سره د يووالي جذبه راپارول وو. دې اولسي ادبي جرګې ډېر بچي او بچنګي زېږولي دي چې اوس ئي مونږ د محلت، کلي او سيمې پۀ توګه ادبي جرګې وينو.

۳. ادبي مکتبونه

خوشحال ادبي مکتب، رحمان بابا ادبي مکتب، حميد بابا ادبي مکتب او کاظم خان شېدا ادبي مکتب

د مکتب پۀ معنا کښې وسعت او پراخي ده او د يوې ډلې يا د ليکوالو شاعرانو ټولي ته وئيلے شي. د دوي اجتماعي فکري يووالے او يوشان والے يو ادبي مکتب ترتيبوي. سبک د يو شاعر خپلې ځانګړتياوې وي ولې مکتب د ډېرو شاعرانو اجتماعي ځانګړتياوي وي. کوم شاعران چې د بل منلي شوي استاد سره يوشان والے ولري نو هغه يو مکتب سازوي. لکه د خوشحال بابا فکري، سياسي ،اوادبي لاره چې کومو شاعرانو خپله کړې ده نو هغه د هغۀ مکتب بللے شي. دغه رنګ کوم شاعران چې د رحمان پۀ قدم پل ږدي نو د هغۀ مکتب بللے شي. د خوشحال بابا او رحمان بابا زمانه خواو شاه يوه ده ولې لارې ئي بېللې دي. رحمان بابا وعظ او نصيحت کوي ولې خوشحال بابا د نصيحت سره سره د تورې او قلم دواړه درسونه ورکوي. يو صوفي دے او بل د مېدان عمل سړے دے. خوشحال د پښتنو د ژوند او روزګار، معاشرت او ثقافت نمائندګي کوي او هغه مميزکوي. د رحمان بابا فکر د دروېشانو، صوفيانو لکه د شمس تبرېزي، رومي او جامي درس او نصيحت د دنيا بې ثباتي ښائي.

کاظم خان شېدا اول کښې پۀ هند کښې ژوند کولو نو د هغه سيمې د فارسي شاعرانو نه ئې رڼا اخيستلې ده. د فکر او تصور پېچلتيا د دۀ پۀ مکتب کښې زياته ده. او دغه ئي ځانګړڼه ده. هندي او فارسي تشبيهات او استعارې زياتې استعمالوي. او شاعرۍ ته يو نوے خوند وربخښي.

مکتبونو ته مونږ پۀ څۀ خاصو خوبو کښې خو ادبي تحريک وئيلے شو خؤ ټول مکتبونه ادبي تحريکونه نۀ دي.

يو اړخ ته مونږ د روښاني ادبي تحريک، بل اړخ ته د خوشحال بابا ادبي تحريک او بل د خدائي خدمتګارو ادبي تحريک وينو چې ټولو خاص ٰفکر او مقصد لرل او د هغې لپاره ئي هلې ځلې کولې. او پۀ پښتو ادب او فکر ئي جوت اثرونه او اغېزې ښکاري. د رحمان بابا يا حميد بابا مکتب مکتبونه دي چې خالص ادبي دي. پۀ عملي توګه نه خو ډله وه او نۀ ئي داسې څۀ قامي يا د پښتون قام لپاره څۀ موخه لرله. يعنې قامي، معاشرتي او سياسي اهداف ئې نۀ لرل.

دلته ما پۀ اجمالي ډول مکتبونو، جرګو او سبکونو ته کتنه کړې ده. دا ټول د ډېر تفصيلي جاج اړتيا لري. او د محقيقينو نه تقاضه کوي چې دې اړخ ته توجه ورکړې. پۀ پښتوخوا کښې د ادب دا اړخ ډېر نيمګړے دے او کتنه ورته دومره نۀ ده شوې چې د څومره دا حق لري.

ډاکټر نصيب الله سيماب يو ډېر ښۀ کوشش کړے دے او پۀ ډېره مهمه موضوع ئې قلم پورته کړے دے. کوم چې لا د ډېر تحقيق متقاضي دے. هيله کولے شو چې نور محقيقين به پۀ دې موضوع قلم پورته کړي او ښۀ کتابونه او مقالې به د پښتو ادب لوستونکيو ته وړاندې کړي. دا لړۍ نورې ډېرې کړۍ غواړي او دغه کموت به پوره شي، داسې به د پښتوادب پانګه هم غني شي.

وما علينا الابلاغ

حوالې او ماخذونه

1. خټک، ډاکټر راج ولي شاه،دپښتو ادبي تحريکونه،۱۹۸۹،پښتو اکيډېمي پيښور

2. سديد، ډاکټر انور، اردو ادب کی تحریکیں،۱۹۸۵اول بار،اشاعت هشتم ۲۰۱۳

3. سيماب، ډاکټر نصيب ا لله،تصورات،رجحانات او تحريکونه پۀ پښتو ادب کښې،۲۰۲۱،پښتو اکيډېمي بلوچستان کوټه

4. بي ايم کټي،خوداختيار کرده جلاوطني،سياسي جدوجهد کے ۶۲ سال،۲۰۱۲،جمهوري پبليکيشنز لاهور

دا هم ولولئ

د نړۍ وړومبے ناول – رشيد احمد

بنيادم پۀ قيصو ډېر مئين دے. قيصه ئې خوښه وي او اوري ئې هم. پۀ …