پاکستاني سياست کښې د ښځو کردار – عبدالرؤف يوسفزے

پاکستانے سياست په اصل کښې کله هم آزاد نۀ دے پاتې شوے البته يوڅو وختونو کښې څۀ ليډرانو د ازاد پارلېمنټ مبارزه هم کړې وه خو دغه ټولې خبرې اوس د تېرو وختونو قيصې دي ځکه چې د دې وطن فوځي اسټېبلشمنټ د دېرشو کاله نه ډېر ډائېريکټ د اسلام آباد نه حکومت کړے دے. جنرل ايوب خان، يحيٰي خان، جنرل ضياء او داسې جنرل مشرف دور به همېشه د وطن تور تاريخ ليکلے کېږي ځکه چې آئين معطل ؤ او د اولس د ووټونو پۀ ځاے ون مېن شو (يو کس بادشاهي) وه او هم د يو افلاطون اوکله ارسطو پۀ وجه د ملک معيشت منفي شو۔ پاکستانۍ معاشره کښې د ښځو کردار پۀ نيشت برابر دے خو چې کومو ښځينه ليډرانو يوځل دې سياسي مېدان ته رادنګلي دي بيا هغوي خپل نوم د تاريخ پۀ پاڼو کښې تل تر تله پاتې کړے دے. دې کښې شک نشته چې هم پۀ دغه زنانو کښې فاطمه جناح ، بېنظير بهټو او بېګم نسيم ولي خان پۀ اولني قطار کښې ولاړې دي ځکه چې دې ليډرانو پۀ هغه وخت کښې سياست کولو پۀ کوم ټائم کښې چې د وخت جابر او آمران ايوب خان، جنرل ضيا او پرويز مشرف د ملک د فېصلو مالکان وو۔ دغه زنانه او دغه شان بلها نورو د جمهوريت لپاره قربانۍ ورکړې دي او د آمرانو خلاف د نارينه ؤ سره پۀ هر مېدان کښې کلکې ولاړې وې۔ خو د ښځو سياسي کردارونه ټول داسې صفا او ښکاره هم نه دي. پاکستاني سياست کښې د ښځو لپاره لاره اصل کښې مشرف جوړه کړې ده کله چې هغه درې دېرش فيصده لازمي کړه. د دې هر څۀ نه علاوه يوه خبره ډېره واضحه ده چې پاکستاني مېن سټريم سياست کښې د غريبو کورنو د ښځو د پاره هېڅ موقع نشته. دغه يو بل بحث دے چې څنګه پۀ هندوستان، پاکستان او بنګله دېش کښې د مډل او لوئر کلاس د زنانو لپاره پاليسي مېکنګ کښې ځاے نشته۔

خبره ډېره سپينه او واضحه ده چې پاکستان کښې پۀ زور کلي کېږي خو بيا دغه علاقو کښې حالات سازګار نه وي او يو دروغو له نور او بيا نورو له نور د پېدا کولو کوششونه هم کېږي. اوس پۀ دغه سياسي کلو کښې غېر سياسي خلق همېشه ازغي اچوي او هره ورځ څۀ نه څۀ غټې او ورکوټې مسئلې خپلو خوا خوږو ته را پېدا کوي۔ داسې چرې هم نه ده چې يواځې اسامه بن لادن يا نور د القاعده مشران، ګلبدين حکمتيار او يا طالبان پۀ دې وطن کښې د رياست خاص مېلمانه پاتې شوي وي. دغه خلق خو بېخي عاجزان او د عقل نه خلاص وو چې د پردو جنګونو خشاک جوړ شول د چا چې نۀ اوس قبر يا څۀ بله نخښه ژوندۍ شته ۔

په دې ډېر ښکلي وطن کښې عجيبه عجيبه لوبې هم شوې دي. ډيوډ لائن پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې ګلبدين حکمتيار چې کله کابل کښې سټوډنټ لائف کښې ليډرؤ نو تقريرونه به ئې کول چې شراب منع دي اوکومو ښځو چې پرده نه کوله نو پۀ مخونو ورله تيزاب دې وا چولے شي خو کله چې د افغان جنګ سوچ پېدا کولو والا چارلي ولسن سره ئې د پېښور پۀ پرل کانټيننټل هوټل کښې ملاقات کولو او د جهاد ګايئډ لائنز ئې ورنه اخستلو نو هم پۀ هغه وخت چارلي ولسن سره پۀ کمره کښې د شرابو بوتل هم پۀ مېز پروت ؤ او ورسره خپله ګرل فرېنډ هم ناسته وه بس معلومه نه ده چې دغه غازي نه هغه خپل تقريرونه ولې هېر وو۔ دغه شان يوه قصه د جنرل ضياء متعلق هم کېږي. د جنرل يحيٰي خان پۀ وخت کښې خو پاکستانۍ جنرل راني او جنرل ترانه ډېر مشهورکردارونه وو۔ خو دا اقليم اختر راني څوک وه او دا ولې د ملک پۀ يو څو طاقتورو ښځو کښې شمېرلې شي او دومره لوئې مقام ورته ولې ترلاسه ؤ۔ سړے پۀ دې خبره هم حېران پاتې شي چې نۀ خو دا محترمه سياستدانه وه او نۀ ئې د يوې سياسي کورنۍ سره څۀ تړون ؤ، نۀ خو ئې د کوم نواب يا جاګيردارې کورنۍ سره تعلق ؤ او د قلم قبيلې او يا بيا د فلمي نړۍ سره خو بيا هم دې ته پۀ سياسي کچ ډېر لوے مقام ترلاسه ؤ۔ د دې کردار خپل نوم خو اقليم اختر راني ؤ خو د ملک پۀ ګوټ ګوټ کښې د ‘ جنرل راني‘ پۀ نومل سره مشهوره وه۔ دا هم وئيلے کېږي چې د نولس سوه يو اويا د جنګ نه پس دا محترمه پۀ ګجرات کښې پۀ خپل کور کښې نظر بنده کړې شوې وه، پۀ کور ئې د پوليس پهره وه او د ټيلي فون تار ئې هم کټ کړے شوے ؤ۔ صرف دا نه بلکې دا هم خبردارے ورکړے شوے ؤ چې داسې بيا کورلو نه دې ډډه وکړي کوم چې د ملک د سالميت او خودمختارۍ خلاف وي۔

خو نن ورځو کښې ډېر اهم خبر هم د امريکائي زنانه سينتهيا حوالې سره دے۔

د 25 جون د ‘نيا دور، خبر خو بالکل د شرم ډک دے چې دې محترمې ووئيل چې زۀ خو د پاکستاني فوج شعبه تعلقات عامه (آئي اېس پي آر) لپاره کار کومه، بس چې خبره تر دې را ورسېدله نو باقي به خپل بندوبست کوو۔ امريکائي زنانه سينتهيا ډي رېچي نن سبا د پاکستان مېن سټریم ميډيا او سوشل ميډيا کښې ډېر اهم ترين خبر دے. ډي رېچي د پيپلزپارټۍ پۀ مشرانو د جنسي حملوالزام لګولے دے خو د دې نه وړاندې هم دې ښځې پۀ خداے بخښلې بېنظير بهټو باندې هم د ټوېټر له لارې ډېر پليت الزامونه لګولي وو. د دغو خبرو ځوابونه چې ورته کله د پارټۍ د ورکرانو او مشرانو له خوا هم پۀ سوشل ميډيا ملاؤ شو نو بيا ئې سنګين د جنسي حملوخبرې پۀ پاکستاني ميډيا او د خپل سوشل ميډيا د اکاؤنټ نه خپرول شروع کړل۔ محترمې ووئيل چې پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني ، مشير داخله رحمان ملک او مخدوم صاحب ما سره پۀ زور زنا کړې ده او داسې الزام ئې هم لګولے دے چې رحمان ملک اول پۀ ما شراب وڅښکل او بيا ئې راسره زنا وکړه خو تر نن ورځ پورې دا ټول الزامات دغې بهر ملکي زنانه رښتيا ثابت نه کړے شول۔

سنتهيا ډي رېچي او دغه شان نور ډېر سوشل ميډيا اکاؤنټس نه هره ورځ د دې ملک خپلو اتلانو پسې ډرامې کېږي او داسې ښکاري چې پۀ يوه ډېره ژوره منصوبه باندې کار روان وي۔ د پاکستان سياست او سياستدانانو باندې خټې اچول او دغه اسلام آباد کښې پۀ شاهراه دستور باندې جوړ بلډنګونه بدنامول او د پاکستان آئین پۀ لاره کښې خنډان پېداکول د داسې پروپېګنډو پۀ شا باندې هم داسې عزائم دي ۔

پۀ شاهراه دستور پاکستاني اعلي عدالت، سېنېټ او د قامي اسمبلۍ ودانۍ د دې وطن د اتفاق او عوامي طاقت غټې نخښې دي خو دلته يو پټ طاقت چا چې همېشه د وطن آئين د بوټانو لاندې کړے دے او بيا هم ښۀ پۀ کلکو سترګو د وطن د تعمير او ترقۍ واکداران ځان ته وائي په اصل کښې د وطن د منفي 4.0 د ترقۍ شرح ذمه دار هم دغه خلق دي خو پته نه لګي چې دوي پۀ کومه خوش فهمۍ کښې دي۔

سينتهيا ډي رېچي نه مخکښي پاکستاني زنانو په سياسي مشرانو باندې هم ډېر پليت الزامونه لګېدلي وو کوم چې د ضيا شاهد پۀ شان بې ضمیره صحافيانو چهاپ کړي هم دي. دغه الزاماتو کښې د بيګم نسيم او بېنظيربي بي نومونه تر ډېر وخته پورې وو. د دوي غټه ګناه دا وه چې دوي او ورسره نورو ملګرو د پاکستان د آئين بالادستي غوښته او هر اداره او فرد ئې د آئين ماتحت جوړول غوښتل خو دغه خبرې د هغه وخت ډکټېټرز ته او نۀ د اوس وخت اسټېبلشمنټ ته خوښې دي۔

اوسنۍ قيصه هم څۀ ډيره عجيبه بالکل نۀ ده. سينتهيا يوه امريکائي بلاګر، فلم مېکر او سوشل مېډيا ايکټوېسټ ده څوک چې د تېرو لس کلونو راهسې پاکستان کښې اوسېږي ۔ پۀ خداے بخښلې بېنظير بهټو، رضا ګېلاني او رحمان ملک الزاماتو نه پس پېپلز پارټۍ د دې زنانه خلاف عدالت او اېف آئي اے ته د کارروائۍ درخواست هم کړے دے۔ دې امريکنۍ بلاګرې محترمې دا هم وئيلي دي چې زۀ د پاکستاني فوځ د شعبه تعلقات عامه (آئي اېس پي آر) او د خېبر پښتونخوا حکومت لپاره کار کومه خو يو څو ورځې وروستو بيا د فوځ ترجمان ووئيل چې دې امريکائي زنانه سره د فوځ داسې هېڅ قسمه معاهده نشته. البته فوج پۀ يوې ډاکومنټري، کومه چې پۀ سافټ امېج آف پاکستان جوړېده، کښې د دې مرسته اخستې۔ ولې د خېبر پښتونخوا حکومت د طرف نه هېڅ قسم بيان جاري نه شو ۔ سينتهيا چې يوه بهرنۍ ښځه ده، دا خبره ئې هم کړې ده چې دوه کاله مخکښې ما ته دا ټاسک هم حواله شوے ؤ چې د پي پي پي او پي ټي اېم د معاملاتو تحقيقات وکړي۔ بهرحال دغه ټول يو داسې ګند دے چې ورپسې لږ تحقيقات څوک هم کوي نو يو نوے ګند به را وباسي ۔ خو رياست لۀ ضرور پکار دي چې د دې خبرو او الزاماتو پوره تحقيقات دې وکړي ځکه چې سبا بل او بله ورځ بل څوک هم داسې الزامونه لګولے شي۔

پۀ دې خبرو کښې کۀ د ملک غټ نه غټ افسرکه چرته هغه فوځي وي او کۀ سول ، هغه له سزا پکار ده او د دې خبرو معلومات کول هم پکار دي چې د دې ښځې وېزه خو پۀ مارچ کښې ختمه شوې ده. دا څنګه او د چا پۀ اجازت د اسلام آباد غوندې ښار کښې بغېر د څۀ ډاکومنټ ګرځي ۔ هم دغه خو اسامه کول چې پته نه لګي چې چا ورته دغه د اېبټ آباد سټے وېزه ورکړې وه خو بدنام پکښې “مني ” شوه او اوس يو وارې بيا پۀ فوج باندې ګوتې اوچتې شوي چې دا زنانه هم د دغې غټې او طاقتورې ادارې پۀ مرسته دلته ژوند کوي. دغه يو بيان د ډي جي آئي اېس پي آر له اړخه پوره نه دے ځکه چې د پنځم جنرېشن وار دور دے او دلته خبرې کله هم پټې نۀ پاتې کېږي۔

دغه الزامونه کۀ يو طرف ته د يو څو خلقو د بدنامۍ قيصې دي نو بل اړخ ته د ملک يوتاريخي سياسي جماعت هم دېوال سره لګول دي. يوه خبره ډېره صفا ده چې د پي پي پي او اے اېن پي ختمولو لپاره خو د وخت آمرانو ډېرکوششونه کړي دي خو يو کس هم دې منصوبه کښې کاميابه شوے نۀ دے ۔

خو د داسې پليت الزامونو غټ اثر پۀ نوي نسل دا رنګه وشي چې هغوي سياست ته ګنده وائي او سياستدانانو ته مالي او اخلاقي کرپټ خلک وئېل شروع کړي. مګر دې ځوانانو ته هېڅ علم نه وي چې دا هر څۀ د يوې خاص پروپېګنډې لاندې کېږي او بيا هم دغه کسان د عمران خان پۀ شان تش د خبرو خلق وزير اعظم کړي او اصل کښې ورباندې بيا ملکي، علاقائي او بين الاقوامي کارونه مخکښي بوځي ۔

سينتهيا ډي رېچي او دغه شان پۀ درځنو بهرنۍ زنانه راغلې دي او هم دغه شان طريقو سره ئې ځان له ګټې کړې دي. د داسې سوشل مېډيا ايکټوسټو نه علاوه صحافيانو هم پۀ دغه ناز او اداګانو د طاقتورو خلکو او ادارو نه خبرونه راويستي دي ۔ خو داسې د قلم او فلم نه علاوه هم پۀ دې وطن کښې ټوپک خوښو مېلمنو لۀ هم پۀ دې رياست کښې ځاے ورکړے شوے دے۔

پۀ دغه کرکجنو کښې پۀ اول نمبر د القاعده عربي مشر اسامه بن لادن ؤ او د هغۀ نه مخکښي د هغه استاد عبدالله عزام ؤ کوم چې د پېښور پۀ يونيورسټي ټاؤن کښې بيا نامعلومو کسانو د بم له لارې ټارګټ کړو۔ خبره دغه نه ده چې څوک چرته کښې مړ شو. دغه شان خلق زمونږ نوي کهول د ځان لپاره هيروګان جوړ کړل او دا خبره زمونږ د ډېرو خلقو پۀ لاشعور کښې پرته ده چې دغه کسان پۀ حقه لاره وو. د وطن د اوسېدونکيو پۀ ذهنونو کښې دا خبره د جومات د منبر، ميډيائي او نصابي لارې مسلسل پرچار پۀ وجه داسې وشو۔ او هم د دغه مسلسل دروغو پۀ وجه پۀ دې پېښور کښې او د پاکستان پۀ نورو علاقو کښې دغه القاعده او عربيانو له خپلې تور سرې پۀ نکاح کښې هم ورکړې البته ولي خان به هم دغه وئېل چې دا عربيان فلسطين ولې نه آزادوي چې دلته راغلي دي ۔

او هم پۀ دغه وجه د پاکستان وزيراعظم عمران خان بله ورځ پۀ قومي اسمبلۍ کښې ووئېل چې د امريکائي فوځ اسامه بيا پۀ اېبټ آباد کښې شهيد کړو او دغه سوچ ته لږ فکر وکړئ چې يو خوا د پاکستان پۀ زرګونو خلق پۀ دغه جنګ کښې مړۀ شول او ورسره پۀ سوونو فوځيان او د سېکورټي د نورو ادارو ځوانان ووژلي شو نو بايد چې د دې خبرې سپيناوے وشي چې څوک شهيد ؤ او څوک نه؟

عجيبه خبره خو د ګوډاګي سپيکر ده چې دغه لفظ ئې د فاشسټ ذهنيت وزيراعظم د وېرې د کارروائۍ نه لرې هم نه کړے شو۔ عجيبه قسم پاليسيانو کښې راګير يو. يو خوا به دا وئېل کېدل چې پوره ملک د دهشت ګردو خلاف د نړۍ سره ملګرے دے او بلخوا د کاکول د فوجي ټرېننګ سره په ترخ کښې اسامه بن لادن راووتو۔ پۀ ټوله دنيا کښې په شرمونو اوشرمېدلو خو خېر زمونږ پۀ شرم څۀ ۔ شرم خو د غر د سر ګيا ده، بيا به را وټوکيږي۔ د جنګي اقتصاد عالمي لوبې دي خو دا پښتانه پته نه لګي چې کله به پوهېږي۔ د اسامه واقعه چې وشوه نو ما يوې بېن الاقوامي ادارې سره پۀ اېبټ آباد کښې د اسامه د کور مخي ته درې ورځې کورېج کړے دے۔ دے چې پۀ کومه علاقه کښې اوسېدو د هغه ځاے نوم بلال ټاؤن دے. او د دۀ پۀ کور څلور د بجلۍ او دغه شان درې د ګېس ميټرې هم لګېدلې وې ۔

د علاقې د يو مشر نه مې تپوس وکړو چې د اسامه د کور د دروازې مخې ته ئې کور ؤ چې دلته تا څوک ليدلي دي،هغه ووئيل چې دا څوک ډېر مالدارخاندان دے ځکه چې دوي بهرنه را وځي البته کله کله يو درې ماشومان را وځي خو هېچا سره خبرې نۀ کوي او نوکران ورته ولاړ وي او دغه پاکستاني نوکران ئې پۀ جيپ کښې سبزي، غوښې او نورې داسې سودا ګانې راوړي ۔ بهرحال دغه حالات دي کۀ سينتهيا وي او کۀ اسامه دے خو دواړه قسمه خلقو پاکستان ډېر بدنام کړے دے او چې بهر دنيا کښې چرته هم لاړ شئ نو پۀ کلک انداز د پاکستان پۀ حق کښې خبره کول ډېر ګران کار وي- خو دا داسې هم نه ده چې ګينې د بهر ملکونو زنانه راغلې دي او داسې کارونه ئې کړي دي بلکې دلته خو پخوانۍ د اطلاعاتو مشیرې فردوس عاشق اعوان څه موده وړاندې په یوې بلې سیاستیدانې په روانه ټاک شو کښې تور ولګولو چې زه ستا غوندې نۀ یم چې د خلقو د بېډ رومونو نه به د خپل سیاست اغاز کوم. بس نوره اندازه تاسو په خپله لګولې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *