د الزامونو سياست او سوډو نعرې – عبدالرؤف يوسفزے

پاکستان يو عجيبه ملک دے او خلق ئې د هغې نه هم لوې عجوبې دي. حسن نثار د پنجاب يو غټ خبريال او تجزيه نګار دے. تېر الېکشنز نه دوه کاله مخکښې ډرامې او پۀ يو نوې بيانيې “سارا ټبر چور هے” باندې کار روان ؤ چې پۀ کښې اسټبلشمنټ، عدالت او ميډيا لازم او ملزوم وو.

يو شور او غوغا وه، نوازشريف غل دے، لندن کښ ئې د مليونو ډالرو جائيداد واخستو، اصف زرداري مسټر لس پرسنټ او د اسفنديار ولي خان پۀ ملائشيا کښ جائيداد دے او هم دغه شان محمود خان اچکزي پسې هم ډرامې کېدلې او د نامعلوم سائټس او سوشل ميډيا اکاؤنټس نه به بې بنياده پراپېګنده کېده او الزام به لګولے کېدو چې دغه مشرانو غټې روپۍ وهلي دي، د کرپشن نااشنا تورونه پرې لګولے شو او دغه شان نورې ډېرې قيصې پته نۀ لګي چا راپېدا کړې او ورسره به د ميانوازشريف پۀ اړه دا خبره هم کېده چې سارا ټبر چور هے بلکې دې نعرې ته زور هم ورکړے کېدو. دا هم وئيلے کېږي چې عاصم باجوه د دې جملې مرکزي کردار ؤ خداے خبر چې رشتيا به وي کۀ دروغ خو بهر حال دروغ به ګردن راوي خو د دې نه انکار نۀ شي کېدے چې هم د دې ذاتي او خانداني حملو په مرسته اسټبلشمنټ تېر عام انتخابات د پاره يوه داسې بيانيه جوړه کړله چې ورته د کرپشن بيانيه وئيلے شو بلکې وئيل به ورته ضروري وي.

او دغه الزاماتو سره سره ئې عمران خان د ملک د ټولو مسئلو د حل د پاره يو مناسب او موزون مشر پۀ شکل کښې پۀ روايتي اخبارونو، ټيلي وژن او جرائد باندې راوچت کړلو. بيا د ملک د ټولو لوې استخباراتي ادارې د هاغه وخت د مشر پۀ ملګرتيا د اسلام اباد پۀ ډي چوک کښې پرلت يعنې دهرنه شروع شوله او مطالبه ئې دا کوله چې يو منتخب وزيراعظم دې استعفا ورکړي. بهرحال خبرې ډېرې او سر ئې يو، پنډۍ والا خلکو پۀ هر حال کښې عمران خان راوستلو. د پاپولسټو دور دے، پۀ هندوستان کښې مودي، برطانيه کښ جانسن، امريکه کښ ټرمپ او دلته عمران خان. بس د دې خلقو خو هم دغه خبرې وي چې دروغ دومره ووايه چې رشتيا خپل حېثيت ورک کړي.

بس عمران خان راغلو. په دغه ورځو کښ زما هم پنجاب کښې د مسلم ليګ ن د ټيم سره د پښتو سوشل اور روايتي ميډيا لۀ پاره ډيوټي وه. د ډېرو واقعاتو زۀ هم عېني شاهد يم. پۀ لاهور کښې سعد رفيق خپل سيټ پۀ اسانه ګټلے دے. د پولنګ نه څو ورځې مخکښې ورباندې د مذهب پۀ حوالې سره الزامات ولګېدل خو سعد رفيق ډېر تکړه انسان دے، د مسلم ليګ ن مرکزي دفتر ته راغلو او خپل کارکنان ئې هم راوپارول، دغه خبره پۀ درې ورځو کښې کښېناسته خو دغه وخت ډېر اهم ترين پۀ دې وجه هم ؤ چې پولنګ ته د شمېر څو ورځې پاتې وې.

پۀ ملتان کښې د مسلم ليګ يو اميدوار افتاب رانا ؤ. د هغۀ ويډيو راغله چې ما سره نن هم پۀ موبائل فون کښ پرته ده او کله کله ئې پۀ سوشل ميډيا هم شيئر کوم. هغه وائي چې يو د يوې لوې ادارې يو افسرراغلو او ما ته ئې ووئيل چې د ن ليګ نه الېکشن کښې حصه مۀ اخله. خو کله چې ورته ما انکار وکړو نو زۀ ئې پۀ څپېړه ووهلم او دهړکه ئې هم راکړه چې کۀ دا خبره دې ؤ نۀ منله نو ستا کاروبار به هم تباه کړم. دغه شان پۀ هر ځاے کښې زور زياتي وشو، ټګۍ ټورۍ وشوې، ووټونه پټ کړے شول او پۀ زور زياتي او پۀ سپينو او شخو سترګو عمران خان له بل چا الېکشن وګټلو چې هر چا ته معلوم دي. اليکشن خو عمران خان وګټلو خو نن پۀ کښې د دې ملک بې وسه، غريب او مزدورکار عوام شرمېږي او کړېږي. د احتساب او انصاف نعرې به ئې وهلې، چغو به ئې د خلکو د غوږونو پردې شکولې، عجيبه عجيبه خبرې به ئې کولې خو هغه د لويو لويو دعوو کوونکے او لوې لوې ويونکے ډېر پاتې انسان وختلو. عاصم باجوه به هم مني چې د دې انسان سترګې کلکې دي. صحافي احمد نوراني ارټيکل وليکلو او پۀ کښې ئې دعوې وکړه چې د جنرل صاحب ورور، بچو او د ښځې پۀ نومونو 99 کمپنيانې او 130 فرنچائز دي. دا ئې هم الزام ولګولو چې د درې کروړو روپو لېنډ کروزر ئې پۀ اثاثه جات کښې د دېرش لکهو ښودلے دے .

خو دا خبره به پرېږدو ځکه چې داسې ښکاري چې ځينې خلک د قانون او ائين نه پېدائشي بالاتر وي. بهر حال کۀ يو خوا دا حالات دي نو بلخوا ورسره نېب ګردي د روزانه پۀ حساب زياتېږي. اپوزيشن قيادت تقريبا د ن ليګ او پي پي پي پۀ جېل کښې يا د کچهرو پۀ چکرو کښې ګېر دي. او هم پۀ دې وجه پيپلز پارټۍ د ال پارټيز کانفرنس اعلان کړے ؤ چې پۀ کښې ټولو جماعتونو پۀ مينه او د زړۀ د خلاصه ګډون وکړو. ميا نواز شريف د بيمارۍ نه پس پۀ اول ځل يو داسې تقرير وکړو چې سياسي پنډتان ورته د پنجاب اليټ سياست اولنے پروګرېسيو او اګرېسيو تقرير وائي. ميا صېب د زورورو خلاف صفا صفا خبرې وکړې او خپل جماعت ته ئې داسې ډائرېکشن ورکړو چې باقي اقتدار يا جېل. او د مصلحت خبرې او بيانيه د ن ليګ د راراوان وخت د سياست نه همېشه د پاره ختمه شوه. او پکار هم داسې ده ځکه چې باقي اسټبلشمنټ ډېر اېغ پۀ نېغه سياست او نورو ادارو کښې مداخلت شروع کړے دے. د جسټس صديقي ويډيو تقرير خو پۀ رېکارډ دے کله چې هغۀ پۀ جار وئيلي وو چې څوک د عدالت پۀ فېصلو باندې اثر انداز کېږي او ملک کښې انصاف نۀ کېږي.

انصاف به څنګه وشي چې ميا نواز شريف قېدي، اصف زرداري غل، اسفنديار خان، محمود خان اچکزي او مولانا فضل الرحمن ته پۀ ميډيا بيا بيا د دوي ملګري وئيلے کېږي او تقريبا هر سړے ورباندې يقين هم کوي نو بيا خو به هم داسې کېږي چې پۀ عاصم باجوه باندې د لګېدلي تورونو به نۀ پۀ عدالت او نۀ نېب او نۀ ميډيا څۀ اېکشن اخستے شي. کله چې د احمد نوراني ارټيکل چاپ شو نو عاصم باجوه د جواب پۀ ځاے يو ټويټ وکړو چې دا ټولې خبرې دروغ دي او ټول الزامونه ئې رد کړل. د انصاف د پاره ښۀ به دا وه چې نوموړي ځان احتساب ته پېش کړے ؤ. خو داسې ؤ نۀ شوه.

ميا نواز شريف چې کله تقرير وکړو نو نېب شهباز شريف ګرفتار کړو خو مريم نواز اور نواز شريف صفا الفاظ کښې ووئيل چې غټ غل څوک دے او تپوس ئې وکړو چې اوس دغه ځاےکښې نېب ، عدالت او حکومت چرته دے. مولانا فضل الرحمن باندې هم ګواښونه کېږي.

چي کله اے پي سي وشوه نو د فوج ترجمان ووئيل چې سياست دان فوجي مشرانو سره ملاقات د پاره راځي. خو ورپسې بله ورځ د جے يو ائي ف حېدري صېب دغه ووئيل چي مونږ ته د دهرنې پۀ وخت داسې ووئيلے شو چې دهرنا مو ختمه کړئ او د نواز شريف خلاف مونږ کار ته پرېږدئ.

خبره ډېره واضحه او سپينه ده. باقي خو يا به د ائين بالادستي وي او يا به خاموشي وي. پۀ دې راراون تحريک کښې د هر زورور، طالع ازما او ائين چقوونکي خلاف خبره، واک، احتجاج کول او د وطن اکائيانې مضبوطول دي. ورسره ورسره يو شعور هم بېداروال پکار دي چې راراوان نسل ته پته ولګي چې هره محکمه او اداره د دې ملک دي او دا ټولې برابرې دي او پۀ هره اداره او معاشره کښې ښۀ او بد خلق وي. د ايوب خان نه واخله تر تښتېدلي جنرل مشرف پورې چې چا هم ائين مات کړے دے يا ئې د جنګ او امن پۀ بهانه کرپشن کړے دے، هغه د ازاد عدالت مخکښې راوستل د وخت اهم ضرورت دے.

باقي شپ شپ باندي کار نۀ کېږي. صفاوېنا پکار ده چې ملک کښې د ټولو نه غټ غل څوک دے او ائين ماتولو او بچ کولو واله کوم کوم کسان دي. دغه شان قام پرست جماعتونو باندې هم ډېره غټه ذمه واري راځي چې خپل ووټرز موبلائز کړي چې د وخت ډېر لوے او اهم ضرورت دے چې ائين سره يو ځل بيا ودريږي او د دې فاشسټ او نا اهل ترين حکومت نه خپل او راراوان نسل خلاص کړے شو.

کۀ وګورو نو نن يوه اے اېن پي ده چې پۀ مېدان ولاړه ده. هم دوي دي چې پۀ ملک کښې د ائين او اولسواکۍ خبره کوي. مونږ ګورو چې ځينې سياسي ګوندونه کله يو څۀ او کله بل څۀ وائي خو يوه عوامي نېشنل پارټي ده چې هر وخت ئې د جمهوريت، سياست، افغانستان او د سيمې حالاتو پۀ اړه غبرګون يو شان پاتې شوے دے.

سر کښې مې د پنجاب د يو غټ او مشهور تجزيه کار حسن نثار خبره کړې وه. هم دا هغه خلک وو چې د انصاف راوستلو لپاره به ئې چغې وهلې، د عمران ملګرتيا به ئې کوله او د تجزيې پۀ ځاے به ئې د مخالف ګوندونو مشرانو پسې سپکې سپورې وئېلې. خو نن هم دغه حسن نثار خپله غلطي مني او خپله خولۀ پۀ سوکونو وهي خو څۀ پرې چې نقصان خو شوے دے.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *