اوبۀ او رحمان – روښان يوسفزے

زمکه پۀ يو لحاظ د اوبو جهاز دے او د ځان دننه تر ډېره حده د ژوند هغه ټولې ضروري قدرتي وسيلې لکه هوا، خشکي (للمه) او اوبۀ لري۔ دا جهاز (زمکه) د اربونو کربونو کلونو راهسې د کائناتو د ژور سمندر طوفاني چپو او غورځنګونو ته سپارلے شوے دے او پۀ قدرتي وسيلو (هوا، خشکۍ، نمر او اوبو) روان او ژوندے دے او خداے مۀ کړه کۀ پۀ دغو ذکر شوو وسيلو کښې يوه وسيله هم ختمه شي نو دا جهاز به سره د خپلو مسافرو ( ساه لرونکيو څيزونو) د همېش لپاره ډوب او فنا شي ځکه چې د هر ساه لرونکي څيز د ژوند بقاء او ضمانت اوبۀ دي (القران سورة الانبياء30-17)

يعنې اوبۀ ژوند دے او لۀ دې نه بغېر د هېڅ څيز د ژوندي پاتې کېدو هډو تصور نۀ شي کېدے۔ د يونان د يو فلسفي تهاليس (585 قبل ازمسيح) وېنا ده چې د کائناتو د هر څيز ماخذ او بنياد اوبۀ دي.

اوس دا حقيقت هم هر چاته معلوم شوے دے چې پۀ دنيا کښې سمندري (اوبۀ) برخه د خشکۍ (للمې) نه درې دسته سېوا ده او انساني ابادي چې څومره پۀ تندۍ سره ورځ پۀ ورځ زياتېږي د دې رفتار او اندازې ترمخه کېدے شي چې راتلونکي دور کښې يو وخت داسې هم را شي چې انسانان د زمکې د سطحې پۀ ځاے چرته پۀ سيند يا سمندر کښې ځان ته د اوسېدو لپاره څۀ بندوبست وکړي ځکه چې انسان پۀ دې کائناتو کښې د ځينې قدرتي وسيلو د مختلف صلاحيتونو مالک نۀ دے او د ژوند د تېرولو لپاره ځينې وسيلې ډېرې محدودې دي. د هغو استعمال او قدر خيال ساتل ډېر ضروري دي. هوا، اوبۀ او نمر د قدرت له خوا درې داسې بخښنې دي چې انسان ته بېخي وېړيا ورکړې شوې دي او پۀ دې اهمو وسيلوکښې زيات کثيرالاستعمال څيز اوبۀ دي چې د خپل اهميت او افاديت له کبله يو خاص منفرد حېثيت لري ځکه چې د زمکې د هر پټ او څرګند څيز ژوند، رنګ، نوُر او ښائست صرف پۀ اوبو قائم دے.

باران د زمکې ابادي ده

شېرين جانانه زۀ پۀ تا اباده يمه

دغه وجه ده چې د نړۍ د هرې ژبې پۀ ادب کښې د سيندونو، ويالو او چينو ذکر او ستائنې موجود دي او دا محض پۀ دې وجه چې دغه سيندونه او چينې پۀ ځان کښې د اوبو غوندې اهمه ذخيره لري. پښتو اولسي کلاسيکي يا د جديد دور پۀ ادب کښې چې د خپلو مقامي سيندونو او ګودرونو کوم زيات ذکر او ستائنې موجود دي نو بنياد او حېثيت ئې پۀ اوبو قائم دے ځکه چې انساني جسم خپله هم پۀ اويا فيصده اوبو مشتمل دے او انسان ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره هره ورځ کم نه کم پينځه لېټره اوبۀ پکار دي. پۀ انساني تاريخ کښې هم ګڼ شمېر تهذيبونه د سيندونو سره منسوب شوي دي او د سيندونو د غاړې هر انساني تهذيب او تمدن پۀ تاريخ کښې د اوليت او شهرت شرف حاصل کړے دے ځکه چې پۀ قديم انساني دور کښې سيند يا درياب ځناورو او انسان ته صرف د څښلو او د کر کروندې لپاره اوبۀ نۀ دي ورکړې بلکې د لارو او سړکونو د نشتوالي او کموت لۀ وجې سيندونه، دريابونه د کشتيو پۀ ذريعه د تګ را تګ بهترينې وسيلې هم وې. (موجوده وخت کښې هم دي) ځکه نو د څارويو او زراعت (کرکيلې) نه سېوا د سوداګرۍ، هنر او د عسکري او فوځي نقل و حمل انحصار هم تر ډېره حده پۀ سيندونو او دريابونو ؤ. دغه وجه ده چې د نړۍ ګڼ تاريخي ښارونه عموماً چرته د سيند پۀ غاړه اباد شوي دي.

د ځينو سائنسدانانو وېنا ده چې انسان اوس هم د هغه هومره مقدار اوبو مالک دے د څومره مقدار چې هاغه د نن نه زر کاله وړاندې ؤ. ولې خبره ددې بنيادي انساني ضرورت د صحيح انتظام او د تحفظ ده. او پۀ عامو خلقو کښې د دې اهم څيز (اوبو) پۀ حقله علم او شعور پېدا کول د معاشرې د هوښيارې طبقې (دانشورانو) علمي او ادبي ذمه واري ده چې د خپلې علمي دور انديشۍ پۀ برکت د خپلو افکارو، ليکونو او فنپارو پۀ ذريعه د خپلې معاشرې پۀ انسانانو کښې د دې خبرې پوهه او اګاهي پېدا کړي چې اوبۀ د انساني ژوند د بقاء لپاره اوس هم او راتلونکيو دورونو کښې هم د څومره لوي اهميت او افاديت وړ کېدے شي.

دا علمي او ادبي خلق عموماً د وقتي او هنګامي مسئلو پۀ ځاے د هغو مسئلو خواته د خلقو پام او فکر را ګرځوي کومې چې پۀ دائمي توګه ډېرې بنيادي او ضروري دي. هسې هم هغه ليک او فنپاره د “افاقيت” او “ابديت” درجه مومي چې پکښې دکلهم انساني ژوند پۀ حقله د هر دور، د هر ملک، د هر نسل او د هرې ژبې د انسانانو د پاره د متاثر کولو څۀ سبق او صلاحيت موجود دے. هم دا د يوې ښې،لوې، معياري او دائمي فنپارې او ليک خاصه او شناخت دے. داسې قسم فن او ادب کښې د انساني ژوند او کائناتو پۀ هره اهمه انساني موضوع او مسئله ژور سوچ او فکر شوے وي. ځکه چې دا رنګ ليکونکي او فنکار سره د خپلو ظاهري دواړو سترګو او غوږونو پرته يوه بله درېمه سترګه او غوږ هم وي چې د هغې پۀ وساطت ډېر نۀ ښکارېدونکي منظرونه او نۀ اورېدونکي اوازونه اوري.

د هغۀ حواس داسې تېز او نازک تارونه دي چې د ژوند او کائناتو ډېرې پټې تجربې، مشاهدې، څهرې او نويو انکشافاتو، ايجاداتو خبره د هغۀ دتخيل کور ته را رسوي.

رحمان بابا چې د شخصيت، علميت، فکر او فن عظمت او مقام ئې هر خاص و عام او خپلو پرديو منلے ستائيلے دے ځکه چې رحمان بابا پۀ اصلي معنو کښې د پښتو شاعرۍ سوچه افاقي او ابدي شاعر دے. پښتو شاعرۍ کښې دګڼو موضوعاتو، مضامينو وحدت او اجتهاد پۀ لحاظ د خپل ځان پۀ حقله د هغوي د “عالمګيريت” دعويٰ محض دعويٰ نۀ ده بلکې د هغوي دغه دعويٰ پۀ ډېرو قوي داخلي شهادتونو اډاڼه ده ځکه چې د خپل وخت د اقتصادي، تهذيبي او سياسي انساني صورتحال نه تر دې وخته داسې کومه اهمه انساني موضوع او مسئله ده چې د هغې پۀ حقله ګندي د رحمان بابا افکار زمونږ رهنمائي نۀ کوي؟

دې سلسله کښې کۀ څۀ فرق او کمے مونږ محسوسوو نو دغه فرق او کمے د رحمان بابا پۀ شاعرۍ کښې نۀ دے بلکې دا کمے زمونږ د خپلو علمي او سياسي فکر و نظر دزاويو دے. حالانکې اوس هم د رحمان بابا ډېر افکار پۀ ملکي او عالمي، سياسي، تهذيبي او نفسياتي تناظرکښې مونږ ته د ژوند پۀ ډېرو بنيادي مسئلو او موضوعاتو د يو نوي خيال او فکر طريقې او د سوچ او تدبر نوې زاويې را بخښي. د اوبو مسئله چې اوس ئې پۀ ګرده نړۍ د يوې اهمې انساني مسئلې شکل اختيار کړے دے او د مختلفو ملکونو د مختلفو مکتبونو د دانشورانو دبحث مباحثې، کانفرنسونو، سېمينارونو او د کتابونو کالمونو پۀ ذريعه يوه عالمي موضوع او مسئله ګرځېدلې ده. د هر مکتب فکر خاوندان پرې دخپل خپل فکر او نظر پۀ رڼا کښې خپله رايې او تجزيه وړاندې کوي.

تر دې چې د نړۍ د ځينو سياسي او اقتصادي تجزيه نګارو پۀ خيال شايد چې د درېم عالمي جنګ اصل بنياد او سبب هم اوبۀ وګرځي. داقوام متحده سابقه سېکرټري جنرل بطروس غالي هم دا خبره کړې ده چې پۀ مشرق وسطٰي کښې به ائنده جنګ د سياسي کړکېچ له وجې نۀ بلکې پۀ اوبو وي.

اوس هم دې حقيقت نه انکار نۀ شي کېدے چې د دنيا ځينې ملکونه د دې خطرناکې مسئلې سره مخ دي او لۀ دې مسئلې (اوبو) لۀ وجې د ډېرو ملکونو او قومونو ترمېنځه د جنګ جګړې نوبت راتلے شي۔ پۀ عالمي سطح د امريکې او مېکسيکو ترمېنځه د کلوريډو درياب پۀ اوبو يو تاوتريخوالے موجود دے. دغه رنګ پۀ يورپ کښې د دريائے ډينيوب ملکونه يعنې هنګري او چيکو سلواکيه د خپلې برخې پۀ اوبو رضا نۀ دي. پۀ ملکي داخلي سطح د پاکستان او بهارت ترمېنځه د کشمير مسئله هم پۀ بنيادي توګه داوبو مسئله ده. خپل ملک پاکستان کښې هم د صوبو ترمېنځه چې کوم عام شکايت او خفګان دے نو د هغې زيات تعلق هم د اوبو سره دے.

د اوبو دکمي له وجې پۀ عام انساني ژوند او د هغه پۀ نورو ذريعو لکه زراعت، تجارت او ذريعه معاش څومره منفي اثرات مرتب کېږي. د څومره جسماني او ذهني تکليفونو او مرضونو سره پرې خلق مخ کېږي. پۀ دې حقله د نړۍ سياسي، سماجي او اقتصادي دانشوران وخت پۀ وخت خپلې رايې او تجزيې مونږ ته د مختلفو پروګرامونو، کتابونو او کالمونو پۀ ذريعه وړاندې کوي. ځکه چې دې اهمې انساني مسئلې اوس پۀ ټوله نړۍ کښې سر را پورته کړے دے او د بعضې ملکونو اوسېدونکيو د پاره خو اوبۀ لۀ وينې زيات قدر قيمت لري. دغه وجه ده چې دې مسئلې نن د ډېرو اقتصادي، سائنسي، زرعي او معاشي دانشورانو پام ځانته را ګرځولے دے ولې بلخوا دا څومره د اعزاز او فخر خبره ده چې د نن نه څه کم څلور سوه کاله وړاندې رحمان بابا د خپلې علمي دور انديشۍ پۀ برکت پۀ دې اهمه انساني موضوع او مسئله خپل نظر د خپل اتۀ دېرشو شعرونو پۀ يو غزل نما نظم کښې داسې وړاندې کړے دے چې پۀ موجوده دور کښې لۀ دې مسئلې سره د مخ کېدونکيو او پۀ دې د پوهېدونکيو خلقو د زړۀ او ذهن عکاسي او ترجماني ئې کړې ده.

رحمان بابا د نن نه څۀ کم څلور سوه کاله وړاندې پۀ دې پوهه ؤ چې اوبۀ څومره لوے نعمت دے او هم پۀ دې وجه ئې د شعر پۀ ژبه دغه حقيقت تل لپاره امر کړے دے۔ دا هم د حېرانۍ خبره ده چې هغه وخت کښې ابادي کمه او د اوبو کۀ يو خوا داسې پۀ لوے کچ څۀ کشاله نۀ وه نو بلخوا دچا پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راتله چې داسې يو وخت به راځي چې ګينې د اوبو به لويه مسئله پېدا کېږي۔ خو دا د رحمان بابا نظر ؤ چې دا هر څۀ ئې ليدل او محسوسول۔

د خپل تفصيلي، تحقيقي تمهيد او خبرو پۀ ثبوت کښې لۀ هغه اتۀ دېرشو شعرونو نه صرف د مثال پۀ توګه دلته څو شعرونه رانقل کوم او پۀ دې حقله د موجوده سائنسي، اقتصادي او زرعي علومو پۀ رڼا کښې دژور سوچ، تحقيق او تجربې مېدان او فېصله د وخت پۀ دغو عالمانو او دانشورانو ځکه پرېږدم۔

؂

چې زما پۀ مخ ئې پورې د حال ور دے

هر چې کښت ئې پۀ باران اوبۀ سېلاب وي

د هغو عمر به واړه پۀ عذاب وي

هغه ملک چې پۀ کښې سيند او رودبار نۀ وي

دهقانان به ئې همه خانه خراب وي

و اسمان ته به ئې سترګې وي ختلې

د باران لۀ انتظاره به يې خواب وي

لکه څوک چې تلوي ئې پۀ کړهۍ کښې

د هغه ماهي پۀ طور به کباب وي

د اوبو لۀ ډېرې ډېرې قيمتيه

لرګي لوښي ئې مردار پۀ منجلاب وي

هېڅ ئې مۀ پوښته له غسله لۀ اودسه

چې يو څاڅکے پرې ګوهر غوندې ناياب وي

د للمې سړي پۀ مخ کښې وي اب چېرې

هغه خلق چې بې اب وي نو بې اب وي

د خشکۍ لۀ غمه قوم د رحمان خوښ دے

کۀ رفتن ئې له جهانه پۀ شتاب وي

دا هم ولولئ

ژوندے هجري – روښان يوسفزے

يادګيرنه: دا مقاله د اکتوبر مياشت کال 1992ز کښې پۀ کوټه کښې د پير محمد …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *