ژوندے هجري – روښان يوسفزے

يادګيرنه: دا مقاله د اکتوبر مياشت کال 1992ز کښې پۀ کوټه کښې د پير محمد کاکړ او قلندر مومند پۀ نوم جوړ کړے شوي سيمينار کښې اورولې شوې ده او هم پۀ دغه نوم چاپ کتاب کښې خپره شوې.د پښتنو وطن کښې د موجوده حالاتو پۀ تناظر کښې خپرول ئې د ‘پښتون” لوستونکيو دپاره ګټور ګڼو او ځکه ئې دلته خپروو. پښتون

دپښتو نننے ادبي سيمينار د تاريخ پۀ داسې رابرند موسم او بې ټېکاوه وخت کښې کېږي چې نن د نړۍ ټول قامي سوداګر لګيا دي د پښتنو پۀ زمکه کښې نۀ يوازې خپل “درمن” جوړول غواړي بلکې ورسره ورسره پښتون “فصل” د خپلو خونکارو جامبرو پۀ ذريعه د چقولو ناولې ارادې هم لري او غواړي چې د خپلو “رشو” د پاره دلته ځايونه ونيسي. د پښتنو پۀ خاوره کښې لا تراوسه د تورو ايرو ټوپکي پراتۀ دي چې څۀ وخت هم د لمبو شکل اختيارولے شي. پښتون تاريخ او کلتور پۀ خپلو وينو کښې لت پت او ډکرې ډکرې پروت دے. د هر اړخ نه د پښتنو پۀ تاريخي او کلتوري ميراث بډار سترګو لساني ښامارانو خپلې خلې ښخې کړې دي. د پښتون شعور د ملا پۀ پټو شنې دغمې ولاړې دي. قامي تحريکونه شنۀ ګوشنۀ، يخ پخ او بې کوره شوي دي.

ټول وطن مښلے شوے پروت دے. د پښتنو د وحدت د لوې جالې کڼکي پۀ تس نس کېدو او پۀ ماتېدو دي. د نړۍ زمکه ايزه (جاګيرداره) ډله د پښتنو پۀ ملي کلتوري او تاريخي ډپانو خپل غاښور ګرځول غواړي. ځينې ناديده شکرانه خوارۀ د پښتنو د روښانه رواياتو او د دستورونو پۀ ګرېوان د منګولو ښخولو پۀ غرض نن پۀ سپينه جامه کښې راننوتي دي. ولې بيا هم پۀ داسې سیمابي دور کښې دا نننے جوړښت او درناوے د دې نېک مرغۍ اوازه ده چې:

خداے چې تار پۀ تار ياران بيا سره ټول کا

تورې خاورې به پۀ سر د رتنهبول کا

پۀ کوم قام کښې چې د خپل تاريخ، هنر، ادب، ثقافت او د خپلو مشرانو د پېژندګلو لياقت وي نو هغه قام هېڅوک پۀ تشو خوشامندو او دلاسو نۀ شي پرکاله کولے او نۀ ئې څوک د ترقۍ مخه نيولے شي. اوسني معروضي حالات زمونږ د قامي هنرمندانو کاريګرو او پوهانو نه هم دا يوه غوښتنه کوي چې خپلو قامي، تاريخي او نفسياتي ائينو ته مخونه ونيسئ او وګورئ ووينئ چې تاسو تر اوسه ژوند تېر کړو او کۀ عمر؟ ځکه چې پۀ ژوند تېرولو او عمر تېرولو کښې د زمکې اسمان فرق دے. نن ماتو ماتو ځانونو ته د کف او د چف ورکولو ضرورت نۀ دے پاتې شوے، نن د ډرائنګ روم او د څربو څربو ماڼو نه د راوتلي ټېډي ادب او سياست هېڅ کار نۀ دے پاتې شوے او نۀ څۀ کولے شي. د کتابي او هوټلي سياست او ادب د پنجرې نه به راوتل پکار وي. نن د نړۍ پۀ قامي چوکاټ کښې د ځان ځاے کولو د پاره به خپل تاريخي، قامي، کلاسيکي او نفسياتي سياست، ادب او ثقافت تراشل او سينګارول پکار وي. پښتنې خاورې د تاريخ پۀ هر دور کښې اولسي او قامي فلسفيان پېدا کړي دي او نننے دور هم ډېر بختور دور دے چې پۀ کښې د نورو سره سره د محترم قلندر مومندغوندې مفکر او عوامي فلسفي ژوندے دے. ستر ملي قهرمان خوشحال بابا د خپل وخت د اولس نه دا يوه غوښتنه کړې وه چې:

پۀ ژوندون به ئې ارمان ووځي له دله

زمانه کۀ د خوشحال سره انصاف کا

ولې افسوس چې خوشحال بابا دغه ارمان ځان سره ګورته يوړو او پخپل ژوند ئې د انصاف سترګې ونۀ ليدې او نۀ لا تراوسه خوشحال بابا چا د انصاف پۀ تله وتللو. خداے مۀ کړه چې مونږ هم د دغې بې انصافۍ نه کار واخلو نو ځکه زۀ نن د پښتنو د سترګه ورې طبقې نه د محترم قلندرمومند د پاره د دۀ پۀ ژوند دانصاف غوښتلو سوال کوم ځکه چې قلندر صېب زمونږ د ادبي تاريخ يو بې زنګه کالے دے. د قلندر صېب د علميت، تعريف و تعارف او انفراديت نه د پښتو ادب سره علاقه لرونکي واړۀ او لوي ټول خبر دي. د دۀ حېثيت منلے شوے او مستند دے. قلندر صېب د خپل فکرو فن پۀ ذريعه کۀ يو خوا خپل پښتني روايات ژوندي کړي او پۀ وړاندې ئې بوتلي دي نو بل خوا ئې ورسره خپل تشخص هم ژوندے ساتلے دے. قلندر صېب د خپلو تصانيفو او ګڼو ليکونو پۀ ذريعه پۀ ادبي او فکري پنګه کښې يوه کوټلې اضافه کړې ده او پۀ اصلي معنو کښې ئې ادبي او قامي شعور لرونکيو ته پۀ وړاندې د تلو لارې چارې پرانستې دي. قلندر صېب د خپل مخوريز علم او تنقيدي شعور پۀ زور هغه قامي، ادبي او تاريخي صداقتونه پېدا کړي دي چې هغه به د راتلونکيو نسلونو د پاره هم د مشالونو حېثيت لري. ځکه چې قلندر صېب نن هم نوے دے او سبا به هم نوے وي ولې چې د دۀ فن د زړو او نوو ادبي او قامي قدرونو د امتزاج يوه نادره بېلګه ده. د قلندر صېب طرز او رنګ کښې دا خوبي اغږلې شوې ده چې هر دور به ئې خپل طرز او خپل رنګ ګڼي، د دۀ طرز او رنګ لکه د ځينو ليکونکيو کچه او هنګامي نۀ دے چې ګينې لږ وخت پس به بيا الوتے وي.

د قلندر صېب رنګ د بشري خوا خوږۍ او پښتونولۍ پوخ او ژوندے رنګ دے. چې پۀ هر دور کښې به پۀ يو نوي انداز، نوې تازګۍ او يو نوي شکل کښې ظاهرېږي. زۀ قلندر صېب ته د پښتنو ژوندے هجري وايم ځکه چې دے هم د وطن د مغل خېلو د لاسه لکه د هجري پۀ شان د حالاتو پۀ تنور کښې وريت پيت او خوړين شوے دے. دۀ هم لکه د هجري د خپل قام او اولس د پاره پۀ ځان لاکړې کاکړې تېرې کړې دي. دے هم څو څو ځل لکه د اشرف خان هجري د خپل پښتون مسلک د خورولو پۀ لړکښې پۀ زندان کښې اچولے شوے، چکېدلے او شوکېدلے دے. دۀ هم لکه د هجري د ژوند څۀ برخه د خپل وطن (پښتونخوا) نه لرې پۀ زندانونو او مسافرۍ کښې تېره کړې ده.

کراچۍ د بېجا پور نه لا سېوا شوه

قلندر د اشرف خان هجري مثیل شو

کۀ اشرف خان هجري د خپل پلار او پښتون قهرمان خوشحال بابا نه د مبارزو کولو هنر زده کړے دے نو قلندر هم غېبي سياست نۀ دے کړے بلکې د خپل پښتون لارښود باچا خان سره ئې څنګ پۀ څنګ د وخت د نوکورو سره برابر نوکې اچولي دي. قلندر هم لکه د هجري غوندې موروثي شاعر، عالم او اديب دے کۀ چري د هغۀ د خپل ورور، خپلو خپلوانو او ګورکانيانو د لاسه ګورته ذرې ذرې تلے دے نو قلندر صېب ته هم پۀ ژوند خپلو نزديو يارانو پۀ زړۀ پولۍ ودرولي دي. کۀ هجري پۀ خپله شاعرۍ کښې خپل وطن پسې ساندې وهلې دي نو قلندر هم پۀ خپله شاعرۍ کښې د وطن وير ژړلے دے. کۀ د هجري مکان دکن او جان او جانان ئې پۀ کابل کښې وو نو د قلندر زړۀ هم خپلې محبوبې پسې کابل ته اوړېدلے ؤ، کۀ هجري سره پۀ اعتبار کښې خپل خوږ دوست دهوکه کړې ده نو قلندر سره هم ټول عمر ځينو خپلو اعتباري ملګريو چلونه او اړول کړي دي او ځکه زۀ پۀ دې وئيلو کښې حق بجانب يم چې قلندر مومند ته د پښتنو ژوندے هجري ووايم . ځينې لېوني ترقي پسند د يو تړلي سازش ترمخه اوس پۀ قلندر صېب د نورو بې ځايه تورونو نه سربېره يو تور د ارتجاعيت هم لګوي. ولې دغو نرګسي ترقي پسندو ته پکار دي چې “مرکه ” مردان پۀ شپږمه کړۍ کښې د قلندر صېب نظم (دعالمي ضميرپۀ نوم) پۀ ايماندارۍ ولولي چې د قلندر صېب د نظريې پته ورته ولګي.

د مخزن خاوند مې ځکه يزيد بولي

قلندره د دې دور بازيد يم

د نړۍ پۀ هره ژبه او اولس کښې هر هغه حساس شاعر چې د خپل وطن نه جدا شوے يا جدا کړے شوے دے نو هغه پۀ خپلو شعرونو کښې د خپل وطن، کور، کلي او اولس پسې ارمانونه او اسوېلي کړي دي. انګرېزي ادب کښې دغه احساسي اړخ ته ناسټلجيا (Nostalgia) وائي مونږ چې د ټپې او چاربيتې نه را پۀ دې خوا پښتو شاعرۍ (خصوصاً غزل کښې) د داسې رنګ شعرونو پسې لټون کوو نو وړومبے سترګې مو پۀ ستر خوشحال بابا لګي ځکه چې خوشحال بابا پۀ اصلي معنو کښې هغه وړومبے شاعر دے چې پښتو کښې ئې د داسې ارمان جنې شاعرۍ بنياد ايښے دے. د وطن مينه څۀ شے دے؟ او خپل وطن څومره خوږ دے؟ دې لړکښې د خوشحال بابا ټوله “فراقنامه” يو ښۀ منظوم اثر دے. د خپل وطن سره د کلکې مينې او عقيدت پۀ لړکښې د خوشحال بابا دا شعر څومره زورور کېفيت لري چې:

د خوشحال د زړۀ خوښي نۀ شي بې سرايه

خپل وطن ئې پۀ هر چا باندې کشمير کړۀ

او چې کله د خوشحال بابا زوے اشرف هجري هم دغسې حالاتو او کېفياتو سره مخ شو نو بيا هغۀ هم بې اختياره دا وئيلي دي چې:

د وطن عېش و هوا به مې هېر نۀ شي

بېجاپور کۀ راته ډک پۀ سیم و زرکا

اوس چې د خوشحال بابا او د اشرف خان هجري د پورتني شعر پۀ رڼا کښې د قلندر صېب دې راتلونکي شعر ته پۀ نفسياتي نظر سره پاملرنه وکړو نو خامخا به دا منو چې پۀ دې شعر کښې هم دغه پورتنے روح ننوتے دے لکه . . .

څۀ ئې راته ستا ئې پۀ ما خپل وطن کشمير دے

بې له پښتونخوا مې پۀ بل خوا نۀ شي وتنه

او دا ځکه چې قلندر صېب هم لکه د خوشحال بابا او د هجري غوندې کېفياتو او حادثو سره مخ شوے دے. دلته د پښتو د دې محاورې پۀ نفسياتي مفهوم چې ځان پوهه کړو چې د ليدو او نۀ ليدو ډېر فرق وي نو د قلندر د پورتني شعر پۀ رنګ او خوند به هله پوهه شو. دلته بايد چې د دې خبرې سپيناوے وړاندې کړم چې زۀ د هجري او د قلندر مومند د شعرونو يا دغميزو (الميو) موازنه او جائزه نن پۀ تنګ غلبېل نۀ شم چاڼولے او نۀ د دې دواړو محترمو شاعرانو د بېل بېل شعر تجزيه او تحليل د خپل خپل وخت پۀ سياسي او تاريخي تناظرکښې کولے شم. ځکه چې ما ته احساس دے چې دا نننۍ موقع او مشيني وخت د ډېرو اوږدو بحثونو او تفصيلاتو نۀ دے اګر چې دې لړکښې به د لوستونکيو او اورېدونکيو پۀ ذهن کښې بلا سوالونه او پوښتنې را پورته کېږي ولې پۀ دې لنډه تنګه مقاله کښې به دا امکان پېدا نۀ کړے شم چې د هجري او د قلندر مومند پۀ حقله ټول نظريات او خيالات دلته ټکی پۀ ټکی رانقل کړم او مستقل بحث پرې وکړم.

نوځکه زۀ به کوشش کوم چې ډېر پۀ اړ تاوک انداز او لږ وخت کښې د دواړو شاعرانو د څو شعرونو د تقابلې جائزې صرف سر سري راټول کړم. هجري ته چې خپل جانان پۀ تېره بله کښې د لاس پۀ ځاے خلۀ ورکړه نو هغه پرې د ډيلي د تخت نه زياته خوشحالي محسوس کړه.

ما ئې لاس نيوو پۀ وېره خلۀ ئې را کړه

د ډيلي تر بادشاهۍ نه پرې شادمان يم

ولې قلندر مومند دواړه اړخونه راخلي او دومره پۀ جذباتي انداز کښې د خپل حسن پرستۍ او ارت نظرۍ اظهار کوي چې:

هر حسېن چې مې د زړۀ پۀ ښار حمله کړي

هر کلي ته ئې ډيلي غوندې تيار يم

د پښتو متل دے چې د زرو قدر پۀ زرګر وي. هجري د خپل دور د سرو زرو انسان ؤ؟ او کۀ لال ؤ ولې لال هغه څوک پېژني چې جوهر شناس وي او زر هغه څوک پېژني چې زرګر وي. کوم سړي کښې چې فطري هنري صلاحيتونه وي او غواړي چې د خپل هنري صلاحيتونو نه کار واخلم او پۀ خپل سماج کښې د يوهنرمند او فنکار پۀ توګه خپل مقام هم ترلاسه کړم او خپلې ټولنې او خپل اولس ته هم څۀ ورکړم ولې هرکله چې خپل اولس د نااهلۍ او ذهني پسماندګۍ له کبله د دغسې هنرمند او فنکار بنيادم د حوصلې پۀ ځاے د هغه حوصله شکني او پۀ هغه لا پرواهي اختيار کړي نو د خپل سماج او د سماجي رشتو د دې قسم عمل پۀ مقابله کښې بيا د فنکار او هنرمند د دې عمل دا جوړ شي چې يا خو د خپل سماج نه بېخي باغي شي يا ئې غندنه شروع کړي او يا ترې ګېلې را واخلي. د نړۍ د هرې ژبې تقريباً هر فنکار او هنرمند د دغسې صورتحال سره خامخا مخ شوے دے لکه هجري هم د خپلې زمانې د اولس نه د ځان پۀ حقله سرټکولے دے چې:

د لال قدر جوهري ته هوېدا دے

ماهئيت د زرو غواړه له زرګره

قلندر صېب هم چې خپل خلوص او خپل پارس غوندې شخصيت ته د ځان پۀ ائينه کښې ځېر شي او بيا د خپل دور د خلقو سمي ته وګوري نو خود پۀ دې وئيلو مجبور شي چې:

د نا اهلو پۀ لاس راغلمه حذف شوم

جوهريانو ته پارس غوندې ناياب يم

هجري دا حقيقت مني چې بېجا پور لکه دګل پۀ شان غوړېدلے او ښائسته وطن دے وائي چې:

چې مدام ئې غم د يار پۀ زړۀ څرخېږی

بېجاپور کۀ همه ګل هجري ته کاغ دے

قلندر صېب د دې خبرې اعتراف ښۀ پۀ جار کوي چې کراچۍ د حسن کان دے ولې . . .

څۀ کۀ کراچۍ د حسن کان شو قلندره

بې لۀ خپل اشنا مې پۀ بل چا نۀ شي وتنه

هجري چې د سومنات ښائست ته وګوري ا و بيا د خپل جانان ښائست ته مخ را واړوي نو مخامخ ورته وائي چې:

ستا دمخ پۀ دود به يو ښائسته نۀ وي

کۀ هر څو بتان ښائست د سومنات کا

ولې قلندر مومند خو دومره سينه ور حسن پرست دے چې چرته ښکلي ويني نو پۀ خپل زړۀ کښې ورته ځاے ورکوي او بيا چې پۀ خپل زړۀ کښې د دومره ګڼو ښکليو پېنډې ته وګوري نو شکمن شي چې:

د جهان ښکلي مې هسې پۀ زړۀ پنډ دي

چې ګومان مې پۀ خپل زړۀ د سومنات شي

هجري ته د خپلې محبوبې خبرې او سلامونه خپل پښتون ياد دکن ته را رسوي.

مسافت درده ظاهر دے لۀ دکنه

مګر باد ئې نن لۀ تا خبرې راکا

قاصدان لۀ روه نۀ راځي مدت شه

سلام بار رارسوي منت ئې تم دے

ولې د قلندر د اشنا خيال هم لکه د قلندر فولادي دے هغه د قفس ورونه ماتوي خو خپل قلندر ته ځان رارسوي. او بيا قلندر څومره پۀ وياړ او سرکشۍ سره بېلتون ته زيرے اوروي چې:

د اشنا خيال د قفس ور مات کړو

بېلتونه ډزې دې پۀ کور کښې وشوې

او بيا خپل اشنا ته مخاطب کېږي چې :

کۀ قفس وته ستا خيال راغلے نۀ وے

د سپرلي ورځې به هسې تېرېدلې

هجري هم قفس کښې هغه بندېوان طوطي دے چې د خپل حال قيصه لۀ دکن نه پۀ خپلو سندرو کښې د خپل وطن بلبلو ته اوروي:

پۀ اواز ئې غوږ لرئ د روه بلبلو

پۀ دکن د حال قيصه هجري طوطا کا

د قلندر هم پۀ زنداني قفس کښې چې پۀ سوو سوو غزلونو باندې سر شي نو بيا کله پۀ ځان د طوطي ګمان کوي او کله د عندليب . . .

يا طوطي يا عندليب يم نۀ پوهېږم

قلندره چې قفس کښې غزلخوان يم

هجري ته د خپلو يارانو جدائي هغه تېرۀ چاړه شوې ده چې خاص د زړۀ سر ئې ورته قلم کړے دے. د هجري نه لکه د ګل پۀ شان ياران د هجران پۀ اوچ زور بېل کړي دي او هجري خپلو يارانو پسې دومره غمژن دے چې د هغې اندازه مونږ د دې شعرونو نه لګولے شو چې:

د يارانو جدائي مثال چاړۀ ده

د زړۀ سر مې پرې قلم لکه تېرۀ شو

څو ياران لکه رمه هسې غنچه وو

د هجران لېوه پۀ زور سره جدا کړو

چې هجري غوندې جدا وي له يارانو

کۀ بادشاه شي پۀ دکن عمر ئې خوار دے

قلندر نه خپلو يارانو او رفيقانو اګر چې د مينې رشته پۀ خپله شلولې ده ولې قلندر ئې بيا هم د هېرولو تصور نۀ کوي او پۀ ډېره ارمانجنه ژبه کښې ورته وائي چې:

تاسو کۀ رشته د مينې پرېکړه رانه بېل شوئ

زۀ به مو د لارې رفيقانو يادوم

هجري د سختو حالاتو نه مايوسه کېږي نه هر څوکۀ د غم تورو غرونو غرونو ورېځو د هجري پۀ ژوند تيارۀ خوره کړې ده. ولې هغه د مايوسۍ يا د احساس کمترۍ کوهي ته نۀ غورځېږي.

البته به غر د وصل جلوه ګر شي

پۀ چا کله پائنده وي د هجران شپه

کۀ هر څو د غم وريځو تاريکي کړه

د کرم قمر ته ګورمه پۀ ورۀ کښې

د قلندر مومند ايمان او نظريه هم دا ده چې:

ظلمتونه به کافور شي دا يقين د قلندر دے

پۀ خپل فکر ئې تکيه ده ستا پۀ روڼ مخ ئې ايمان دے

هجري ته کله خپل ځان د خپل دور منصور ښکاره شي او کله د کربلا حسېن ( رض )

نېک او بد مې د تهمت پۀ کاڼو وولي

زۀ هجري د اوسني دور منصور يم

هر نفس پۀ ما عاشور کړه يزيدانو

ګويا زۀ حسېن د وخت پۀ کربلا يم

قلندر صېب ته هم کله خپل ځان د خپل دور بازيدانصاري او کله خوشحال خان او کله اشرف خان هجري ښکاري:

د مخزن خاوند مې ځکه يزيد بولي

قلندره د دې دور بازيد يم

چې د کوټ او زولنو ياد مې تازه کړو

زۀ د دې دور هجري يا خوشحال خان يم

قلندر لکه خوشحال مغل ته مخ دے

حوصله ئې پۀ تکيه د کرد ګار ده

هجري د حالاتود مهي پۀ خېټه کښې لکه د يونس(ع) پروت دے او وائي چې:

د ماهي پۀ نس کښې پروت لکه يونس يم

مګر خلاص مې پۀ کرم خپل حق تعالي کا

ولې قلندر مومند هم لکه د ابراهيم علېه السلام د وخت پۀ سور انګار کښې ولاړ دے او د وخت د نمرود سره د هغۀ د خود ساخته خدايۍ پۀ لړکښې اقرار نه بلکې ورسره مسلسل تکرار کوي:

نن د قلندر چې د نمرود سره تکرار دے

خو د ابراهيم پۀ شانې خوښ پۀ سور انګار دے

پۀ هجري د خپل جانان د هجران دومره غلبه او زور شوے دے چې اوس ترې فرياد هم نۀ شي کولے:

د هجران لۀ دوکه څۀ وايم و چا ته

پرې ئې نۀ ښود د فرياد طاقت وما ته

قلندر هم د خپل زورور غم د لاسه دغسې صورتحال سره مخ دے چې:

ياد ئې هم پرېږدي نۀ چې مې زړۀ کښې وي

غمه کور دې وران شه رانه څۀ غواړې؟

کۀ هجري پۀ خپلو شعرونو او غزلونو باندې وياړ کړے دے چې:

پۀ پښتو ژبه مې سيال د شعر نشته

د معنو پۀ جهان شاه اشرف خټک يم

هجري ځکه دومره ناز پۀ طبعيت کا

چې پۀ دهر تر دۀ نشته پۀ ګفتار خوږ

نو راځئ چې واورو چې قلندر مومند څۀ وائي :

ياره قلندرته دعا ګانې کړه

اوس ګينې پښتو کښې غزل چرته دے

پۀ سبب د غزال سترګو چې ئې ستائي

تذکرې د قلندر د تغزل شوې

قلندره چې شهامې شعر خوښ کړو

زۀ د روه د شاعرانو شهريار يم

دا وه يوه لنډه شان موازنه او تقابلي مطالعه چې ما د دواړو شاعرانو (اشرف خان هجري او قلندر مومند) د يو څو شعرونو پۀ ډېر اړتاوک انداز کښې وکړه. لۀ دې شعرونو نه سربېره نور هم بلا داسې شعرونه او د ژوند غميزې د دې دواړو شاعرانو پۀ فن او شخصيت کښې مونږ ته پۀ لاس راځي چې هغه د يو بل سره کلکه رابطه او علاقه لري. نننۍ موقع او ګړندے وخت د اوږدو اوږدو خبرو نۀ دے ځکه چې نن وخت د نيمو نيمو اشارو او وړو وړو خبرو دے او زۀ پۀ دې خبره ښۀ ډاډه يم چې اورېدونکي او لوستونکي به زما پۀ نيمو نيمو اشارو او وړو وړو خبرو ښۀ سر شوي وي او پۀ دې خبره کښې به ما سره اتفاق او ملګرتيا وکړي چې قلندر مومند واقعي د پښتو ژوندے هجري دے.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *