“مشرقي پاکستان”، “بلوچستان” او خان عبدالولي خان – ډاکټر محمد صادق ژړک

خان عبدالولي خان د پښتون قامي تحريک هغه مخکښ ؤ چې د خپلې پوهې او ځيرکتيا پۀ زور ئې د سيمې او نړيوالې کچې بدلونونه پۀ پام کښې نيول او نۀ يواځې ئې خپل قام د استعماري قوتونو لۀ منګولو څخه ژغورلو، بلکې د سيمې د نورو محکومو قامونو پۀ ازادۍ او ويښتابه کښې ئې هم پوره پوره ونډه اخستې ده.

خان صاحب پۀ خپل وخت کښې د ګاونډي پنجابي استعمار او د دوي د بادار امريکا هر ډول کړنو ته ځير اوسېدلی دی او نۀ يواځې ئې د خپلې اشغال شوې خاورې غم خوړلی دی بلکې د خپلې پوهې او خپل سياسي قوت پۀ همت ئې د افغانيت مفکوره هم پۀ ښه توګه مخ پۀ وړاندې وړې ده. خان صاحب کۀ د خپل سياسي دانش پۀ زور محکوم سياسي قوتونو لۀ ځانه سره ملګري کړي وو، خو بلې خوا ته ګاونډي استعمار او پۀ لوی سر کښې امريکا ورته هم لاس تر زنې نۀ وو ناست، پۀ خپل پوره قوت سره ئې د قامي تحریکونو مخه ډب کړې وه. نور خو پرېږده، د پښتون قامي تحريک پۀ مقابل کښې ئې د پښتنو پۀ منځ کښې ډلې ټپلې جوړې کړې وې چې د قامي تحريک مخه ډب کړي. ډول ډول دسيسې به د خپلو لۀ خوا جوړېدلې؛ پۀ خپل کور اشنغر کښې د کسانانو پۀ نوم يوه ډله ئې ورته جوړه کړې وه چې پۀ لوی سر کښې د دې ډلې د مشر افضل بنګش ملاتړ ته د پنجاب د سيمې مېجر اسحاق را ودانګل. دې پورې د خان صاحب د وېنا يوه برخه راياده شوه چې:

ما ته افضل بنګش وئیل کۀ زمونږ واک راغی، کوم سسټم به پۀ کښې چلوو؟ نو ما ورته ووئیل چې د خدای زوروره! ستا پټی )زمکه( د بل پۀ قبضه کښې دی، يو ځل نر شه دغه پټی د دښمن لۀ منګولو خلاص کړه، بيا ډېره اسانه ده چې کوم سسټم به پکښې چلوو.

پر داسې موقع به خان صاحب د دې ښاغلو پۀ حواله د سپي او سپۍ قیصه هم کله کله کوله او پۀ ډېره ساده او اولسي ژبه به ئې د قامي تحريک رهنمائي کوله. دا بېله خبره ده چې د دغو قوتونو شا ته نور لاسونه وو.

د خان عبدالولي خان د تلين پر دې موقع غواړم چې د پښتون قامي تحريک د ځوانانو پام د نزدې تېر سياسي تاريخ دوو ټکو ته را واړوم چې زمونږ زياتره ځوانان پۀ دې ځایونو کښې تېروځي – يو (1 د بنګال ازادي او هغه وخت د خان عبدالولي خان کردار او بل (2 د بلوچستان مسئله او پۀ هغې کښې د خان صاحب کردار. دغه دوه نکتې دلته سپينول لازمي ځکه ګڼم چې د هغه وخت د قامي تحريک د مخالفينو پاتې شوني نن هم پۀ اولس کښې غلط فهمۍ زېږوي او زمونږ نوی کهول پۀ شعوري توګه لۀ قامي تحريک څخه بد ظنه کوي.

کله چې پۀ 1967 او 1968 کښې د جنرل ايوب خان خلاف پۀ ټول ملک کښې د حزب اختلاف تحريک پۀ ډېر زور او شور کښې روان ؤ او د کاميابۍ لور ته نزدې ؤ، نو پاکستاني اسټېبلشمنټ د مجبورۍ لۀ کبله لۀ جنرل ايوب خان څخه اقتدار واخست او دا ئې يو بل جرنېل جنرل يحيٰ خان ته ورکړو. دې سره ئې د حزب اختلاف دغه خبره ومنله چې ‘ون يونټ’ دې مات شي او پۀ ملک کښې دې د One man – One vote پر بنياد انتخابات وشي.

هغه وخت د اسټېبلشمنټ دغه کوشش او خيال ؤ چې پۀ مغربي پاکستان کښې به مسټر بهټو او پۀ مشرقي پاکستان کښې به جماعت اسلامي او مسلم ليګ کامياب شي. پۀ دغه ډول به يو ځل بيا اقتدار د اسټېبلشمنټ-دوست قوتونو لاس ته ورشي. مګر پۀ ملک کښې د انتخاباتو پايله د دوي د توقعاتو خلاف راغله. پۀ مشرقي پاکستان کښې عوامي ليګ 99% سيټونه اخستلو کښې کامياب شو او پۀ مغربي پاکستان کښې پۀ پښتونخوا )هغه وخت صوبه سرحد( او بلوچستان کښې نېشنل عوامي پارټۍ او جمعيت علماء اسلام پۀ اکثريت وګټله. پۀ پاکستان کښې پۀ لومړي ځل د پنجابي اسټېبلشمنټ او امريکې سامراج مخالف قام پرستانو پۀ لوی اکثريت وګټله او اقتدار هغو خلقو ته حواله کېدو چې پۀ پاکستان کښې به د پنجابي اسټېبلشمنټ خاتمه کېدله او اختيارات به صوبو ته ورکول کېدل او صوبائي خود مختاري به را منځ ته کېدله او ورسره به پۀ خارجي پاليسۍ کښې د امريکا سره تعلقات را لنډېدل او پۀ سيمه کښې به لۀ روس او بهارت سره د امن او ورورۍ پر بنياد لۀ نوي سره تعلقات رغېدل چې د سيمې او منطقې پۀ ګټه هم وو.

پۀ دغو شپو کښې پښتنو، بلوڅو او سندهي قام پرستانو ته دا اميد څرګند شوی ؤ چې پۀ مرکز کښې عوامي ليګ خپل حکومت جوړ کړي نو قامي تحريکونه به ډېر زر لۀ بري او کاميابۍ سره مخ شي. بلې خوا ته د مقتدر قوتونو دا هېڅ کله نۀ وه خوښه او مسټر بهټو او فوج فېصله وکړه چې پر عوامي ليګ دې فشار راوړل شي چې کمزوري ممبران لۀ دوي څخه بېل شي او خپل ګروپ جوړ کړي. نو هغه وو چې بنګال کښې د فوج کشۍ فېصله وشوه او ډهاکې ته ئې فوج ولېږلو او بلې خوا ته خان عبدالولي خان هم ډهاکې ته ځان ورساوۀ او د شېخ مجيب الرحمان سره ئې خپل ملاتړ اعلان کړو او ورته ئې ووئیل چې پۀ هېڅ قيمت لۀ خپلو مطالبو څخه وا نۀ وړې.

د ولي خان هڅه وه چې پاکستان پاتې شي او اقتدار لۀ اسلام اباد څخه ډهاکې ته منتقل شي، پۀ ملک کښې د پنجابي فوج ګرفت ختم کړی شي او لۀ امريکا څخه مو ځان خلاص شي. پۀ دغه ډول به د پښتنو او بلوڅو کېس مضبوط شي او د پښتنو او بلوڅانو د خپلواکۍ مزل به را لنډ شي )ځکه چې د عوامي ليګ پۀ منشور کښې د قامي خود اراديت خبره وه(. د هم دغې وېرې لۀ کبله پنجاب اقتدار عوامي ليګ ته نۀ سپارلو او اقتدار چې د هغوي ګټلی شوی حق ؤ، د هغې سپارلو څخه ئې انکار وکړو او د فوجي کاروايۍ ګام ئې واخست.

خو د عوامي ليګ ممبران او ټولو بنګاليانو لۀ ډېر جرأت او مېړانې څخه کار واخست او د دغو حالاتو مقابله ئې وکړه چې پۀ نتيجه کښې ئې پاکستان مات او بنګله دېش جوړ شو. د پښتنو، بلوڅو او سندهيانو د ازادۍ منزل چې د عوامي ليګ د ووټ ګټلو پۀ خاطر را لنډ شوی ؤ، بېرته اوږد شو او پنجاب نور پۀ دې کښې کامياب شو چې دغه درې قومونه غلامان وګرځوي او هغه وخت د خان عبدالولي خان کوششونه او هڅې د پنجابي فوج او امريکا پۀ مقابل کښې کاميابې نۀ شوې.

تر دې وړاندې چې جنرل يحيٰ ‘ون يونټ’ مات کړو او بلوچستان ته ئې د صوبې درجه ورکوله، نو تر انتخابات وړاندې د پنجاب دا کوشش ؤ چې دا پښتانۀ پۀ بلوچستان کښې ګډ کړو نو دې سره به د پښتنو او بلوڅو تر منځ تاو تريخوالی را منځ ته شي او دوي به پۀ خپله اېجنډه کښې کامياب شي او پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې به اختلافات پېدا شي او د پښتون او بلوڅ پر بنياد به ‘نېپ’ تقسيم شي. خو خان عبدالولي خان او بلوڅو مشرانو دغه سازش پۀ پام کښې ونيولو او خپل اتحاد ئې وساتلو او پۀ انتخاباتو کښې ئې بری تر لاسه کړو. د نېشنل عوامي پارټۍ پۀ منشور کښې پۀ څرګندو ټکو ليکل شوي وو چې قامي وحدتونه به لۀ نوي سره پر لساني، ثقافتي، جغرافيائي او تاريخي بنيادونو باندې جوړېږي – خو هغه وخت دغه خبره را پورته کول د پنجاب پۀ ګټه تمامېدل چې تضادات او تصادم را منځ ته شي او انتخابات وځنډول شي. پښتون بلوڅ دانشور قيادت دغه سازش ناکامه کړو. هغه وخت د خان عبدالولي خان موقف دا ؤ چې پۀ بلوچستان کښې د پښتني ضلعو ګډېدل به دوه ګټې ولري – يو به د پښتنو او بلوڅو اتحاد برقرار پاتې شي او ورسره به پښتنو ته پۀ قامي اسمبلۍ او سېنټ کښې څو سيټونه زيات تر لاسه شي او د بلوچستان پۀ صوبائي حکومت کښې د حصه دارۍ پۀ نتيجه کښې به ډېرې ګټې تر لاسه کړي، او چې تر څو پورې پښتانۀ قامي ازادۍ ته نۀ وي رسېدلي، نو د پښتنو لپاره به د بلوچستان کوئټه پلازمېنه )دار الخلافه( ډېره ګټمنه وي.

نن کۀ يوې خوا ته بلوچستان ته د ووټ حق حاصل دی، دغه د خان عبدالولي خان د مبارزې نتيجه وه چې پښتانۀ او بلوڅ ئې لۀ شاهي جرګې سسټم څخه خلاص کړل او د ووټ حق ئې ورله وګټلو او ورسره کۀ نن پۀ سېنټ او قامي اسمبلۍ کښې د بلوچستان صوبې پۀ حواله پښتانۀ نمائندګي لري، دغه هم د خان عبدالولي خان د دانشورانه حکمت عملۍ لۀ کبله ده. نن پۀ سېنټ کښې تر پنجاب د پښتنو نمائندګي زياته ده، هغه ځکه چې پۀ سېنټ کښې د قامي وحدتونو پۀ حواله نمائندګي ورکولې کېږي. دا يو حقيقت دے چې خان عبدالولي خان د 1970 پۀ لسيزه کښې پۀ خپلو کوششونو کښې مکمل بريالی نۀ شو چې د متحد پاکستان پۀ شکل کښې د عوامي ليګ د حکومت پۀ جريان کښې پښتون بلوڅ ته قامي سوال حل کړي خو پنجاب پۀ خپل مقصد کښې کامياب شو چې بنګله دېش لۀ ځانه بېل کړي او پښتانۀ، بلوڅ او سندهيان ئې تر ننه غلامان ګرځولي دي او د دوي قدرتي وسائل پۀ سپین سترګۍ لوټي – هم دغه وجه وه چې د بنګال لۀ تقسيم وروسته ئې پۀ بلوچستان د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت پۀ غېر جمهوري طريقه ختم کړو او هغه قوت مسټر بهټو ډېر ونازولو، د جام پۀ حکومت کښې ئې ونډه ورکړه چا چې د خان عبدالولي خان پۀ مقابل کښې پښتون قامي تحريک مات کړو او د پښتنو او بلوڅو تر منځ ئې د اختلافاتو زڼي وکرل. وقتي طور خو ئې ګټه تر لاسه کړه، خو پښتون قامي تحريک ئې د تل لپاره د زوال سره مخ کړو او تر اوسه پورې د هغوي پاتې شوني د قامي ګټو پۀ حواله قامي تحريک لۀ ډېرو مشکلاتو سره مخامخ کوي او لۀ بده مرغه تر اوسه پورې پښتانۀ زلمي د سياسي يتيمانو لۀ خوا بې لارې کېږي او د دې اسټېبلشمنټ تل دا کردار پاتې شوی دی چې د قامي تحريک پۀ ضد لۀ بېلابېلو لارو کار واخلي خو زمونږ د پښتنو زلمو دا ذمه واري جوړېږي چې پۀ دې کړکيچن حالاتو کښې د خان عبدالولي خان کردار پۀ ژوره توګه مطالعه کړي او د هغې پۀ رڼا کښې د ملي هدف لپاره د صف بندۍ ملا وتړي.