د ټکر پېښه او د باچا خان وږمې – ساجد ټکر

ژوند د مسلسل پېښو نامه ده. څنګه چې د يو فرد پۀ ژوند کښې پۀ يو نېب بېلا بېلې پېښې، هغه کۀ د خوشالۍ وي يا د غم، څرګندېږي نو هم دغه شان د قامونو پۀ ژوند کښې هم پېښې مخې ته راځي. مونږ چې کله د تاريخ پاڼې اړوو نو چې څۀ وايو يا لولو نو دا پۀ اصل کښې هغه پېښې او واقعات دي چې زمونږ پۀ پلرونو، نيکونو او دغه شان د هر قام پۀ مشرانو تېر شوي دي. بيا چې کله مونږ تاريخ ته ځېر شو نو پۀ دغه پېښو کښې دوه قسمه داسې پېښې پۀ نظر راځي چې لۀ نورو لږې زياتې څرګنده وي . يو قسم هغه چې بس د تاريخ برخه جوړې شوې وي او دوېم قسم هغه چې کۀ يو خوا خپله تاريخ ګرځېدلے وي نو ورسره ئې د تاريخ لار هم بدله کړې وي . چې کومې پېښې يوازې د تاريخ برخه جوړې شوې دي د هغې نه د تاريخ کتابونه مالاق پراتۀ دي خو چې کومې خپله يو روښانه تاريخ جوړې شوي دي د هغې شمېر کم کوز وي. د ټکر پېښه هم لۀ هغو د شمېر پېښو څخه ده چې کۀ يو خوا خپله تاريخ دے نو ورسره ئې د تاريخ لار هم بدله کړې ده . “پۀ ټکر جنګ دے . . . “د مۍ د اتويشتمې کال ۱۹۳۰دا “غږ” خپل شهرت دومره لري او دومره نامه ئې پۀ درست جهان پېدا کړې چې دلته ئې پۀ تفصيل کښې تګ به فکر کوم چې د ډېرو لوستونکو لپاره تکرار وي . ځکه نو دلته د ټکر پېښې پۀ اړه د داسې يو څو اغېزونو پۀ بابله خبره کوم چې اثرات ئې ډېر زيات، قوي او مهم دي . د خپلې مشاهدې، محسوساتو او مطالعې پۀ بنياد چې ګورم نو دې تاريخي پېښې پۀ پښتون قام درې قسمه څرګنده اغېزونه پرېښې دي . يو تاريخي، دوېم سياسي او درېم اولسي، ادبي!

پۀ تاريخي اړخ خو اوس دا لۀ چا هم پټ پناه نۀ ده چې د ټکر پېښه د وچې وړې څۀ چې د نړۍ پۀ کچ يوه لويه او تاريخي پېښه ده . او دا دعوي مونږ هسې نۀ کوو بلکې کله چې لۀ نن څخه يو نوي کلونه وروستو ځو او د حالاتو جائزه اخلو نو دا پېښه خپل ځان پۀ خپله لکه د نمر ځلوي . کۀ د کال ۱۹۳۰ حالاتو ته ګورو، تيت پرک پښتون ته ګورو او بيا شين سترګي پېرنګي ته ګورو نو پۀ هغه وخت کښې داسې يو پېښه خپله يو لوے تاريخ دے . پېرنګے هغه وخت د نړۍ يو داسې قوت ؤ چې څوک ئې هم مخې لۀ نۀ ورتلل ځکه چې صرف پۀ هند نه بلکې پۀ نيمه نړۍ ئې بېرغ هسک ؤ . بيا دا ناشونې خو ځکه وشوه چې دلته پښتنو لۀ خداے پاک يو خپل اتل ورکړے ؤ چا چې د ازادۍ، خپلواکۍ او د خپل قام د روښانه سباوون خوب ليدلے ؤ او وسله ئې د هغه عدم تشدد وه چې تر ننه ورته نړۍ ګوته پۀ خولۀ ده . دغه د پښتنو لوے اتل، مبازر، مصلح او لارښود فخر افغان باچاخان ؤ . باچاخان د پېرنګي خوب حرام کړے ؤ ځکه چې باچاخان د خپل حق غوښتنه د قانون مطابق او د اصولو پۀ رڼا کښې کوله . د قصه خوانۍ پېښه تازه تازه شوې وه او د پېرنګي پښې خوئيدلې وې نو ځکه ئې باچاخان او د هغۀ ملګري زر تره زره پۀ تورو تمبو وردننه کول غوښتل . خو د باچاخان د ملګرو تربيت داسې ؤ چې لۀ هېڅ هم نۀ وېرېدل ، جېل څۀ چې لۀ مرګه هم نۀ وېرېدل . ځکه نو دې پېښې پېرنګے کۀ يو خوا ووېرولو نو ورسره ئې ځان ته متوجه هم کړو . دې پېښې کۀ يو خوا د پېرنګي پښې اړنګ دوړنګ کړې نو ورسره د پښتنو پۀ ځان باور هم کلک شو . بيا دې پېښې پۀ محالي کچ ځايي خلک راوچت کړل چا چې پۀ جار د خپل قام د حق غوښتنه شروع کړه؛ اتلان ئې پېدا کړل، سترګور ئې قام لۀ ورکړل، مبارزين ئې وزېږول او د خلکو خولې پرانستې شوې . دې پېښې د پېرنګي پۀ لويه او پراخه سينه د خنجر ګوذار کړے ؤ او پېرنګے پوهه ؤ چې دا پرهر ئې د رغېدو نۀ دے . کۀ وګورو نو د نړۍ پۀ ټولو لويو پېښو کښې دا قسمه مشترکات وي چې کۀ خوا د وخت جابر ته ودرېدل وي نو ورسره پکښې قام ته داسې اتلان هم پۀ لاس ورشي کوم چې د خپل قام د راتلونکي مبارزه ښۀ پۀ نره کوي .

هم دغه شان پۀ سياسي کچ هم د ټکر پېښه يو ځانګړتيا لري . داسې پېښې ډېرې کمې کوزې وي چې يو قام پکښې ځان ته يو لار وټاکي . د ټکر پېښې پښتنو لۀ لار وټاکله، دوي پوهه شو چې لار ئې څۀ ده، منزل او مرام ئې کوم دے . تګ به څنګه کوي، مبازره به څنګه کوي او خپل حق به پۀ کومه طريقه لاس ته راوړي . دې پېښې د باچاخان بابا خپل اولس ته د سياست شعور ورکولو لار نوره هواره کړه ځکه چې اولس پوهه شو چې خاوره د دوي، ملک د دوي، قربانۍ د دوي، محنت د دوي خو واک او غوړې زېړې د نابللي شين سترګي مېلمه . لار د عدم تشدد وه نو بيا د خپل حق لپاره صرف سياست يوه داسې لار وه چې خپل مرام ته پرې تګ کېدے شو . پښتون پۀ سياست کښې برخه اخستل شروع کړل او نن مونږ ګورو چې کۀ پښتانۀ پۀ کوزه پښتونخوا کښې خپل حق غواړي نو دا صرف د سياست برکت دے او دا زور او قوت دوي لۀ لوے ملنګ باچاخان ورکړے دے . او بيا مونږ ګورو چې پۀ دغه لار د سياست ښائست او د اصول دېوتا رهبر تحريک خان عبدالولي خان، ملي مشر اسفنديار ولي خان پښتنو لۀ د ائين، ائيني حقونو او شناخت څومره لويې ګټې راوړې او ځوان اېمل ولي خان د دغه سياست پۀ زور نن د پښتنو د حقونو څارنه کوي .

اوس راځو درېم اړخ ته . دا درېم اړخ کۀ د تاريخي او سياسي اړخ نه زيات نۀ دے نو کم ترې هم نۀ دے ځکه چې دا اولسي او ادبي اغېز دے بلکې دې ته مونږ ادبي او اولسي ډالۍ هم وئيلے شو . د ټکر پېښې دې اړخ چې د پښتنو د جذباتو، احساساتو او ولولو پۀ کوم ډول ترجماني کړې ده نو مثال ئې موندل مشکل دي .

پۀ ټکر جنګ دے

ګولۍ ورېږي

ونې پاڼې رژوينه . . .

څومره زور، څومره شور او څومره اور دے پۀ دې اولسي سندره کښې؛ څوک به وي چې پۀ قام، ژبه او خاوره مئين وي او دا سندره واوري او پۀ چورلک نۀ شي.

ځکه خو ئې د موجوده وخت تر ټولو لوے او مشهور انقلابي، ژوند پرست او پۀ پښتو او پښتنو مئين جادوګر شاعر سائل صېب هم لړزولے دے، وائي:

يا خو د شفق سره سيالي کړي د ټکر کوڅې

يا پۀ وينو سرې دي د بابړې د ارنر کوڅې

هم دغه شان ارواښاد شاعر امن پير ګوهر ګوهر ئې داسې يادوي:

دې پاتۍ ټکر د مشين ګن ګولۍ خوړلې دي

ښائي کۀ ځلمي ئې لږ کاږۀ واږۀ د خياله ځي

حساس، نغمه ګر او د پښتنو پۀ ژوند او ژواک رسېدلے پښتون شاعر ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر ئې ذکر څۀ پۀ دا ټکو کوي :

تۀ راته ووايه چې څۀ پۀ کربلا کښې شوي

ما پۀ ټکر او پۀ بابړه تبصره راوړې

داسې نور هم بلها شاعرانو د ټکر پۀ پېښه د زړۀ وينې د قلم پۀ سوکه توې کړې دي . کۀ وګورو نو د دنيا پۀ پرمختللي ادب کښې زياتره شاهکار نظمونه هم داسې د يو قام پۀ مړانه ليکلے شوي دي . د ټکر پېښه پۀ څۀ هم د چا هم کمه نۀ ده او شکر دے خپلو پښتنو شاعرانو هم ښۀ د زړۀ لۀ کومي ستائيلې او امر کړې ده . او ولې به داسې نۀ وي چې د دې کلي او سيمې د خاورې پۀ هره ذره، پۀ هره کوڅه کښې، پۀ هره لار، پۀ هره ونه او هر بوټي، پۀ هره څانګه او هره پاڼه، پۀ هر کاڼي او هره ورشو، پۀ هره حجره، پۀ هر کور، پۀ هر ګټ پېر او د نهر پۀ هر چاپېر چل کښې د هغه لوے سړي وږمې خورې دي چا چې خپل قام لۀ د ازادۍ، خپلواکۍ او سوکالۍ نۀ صرف خوب ليدلے ؤ بلکې رښتيا کړے ئې هم دے . دا کلے پۀ هر چا ګران دے ځکه چې دې کلي د پښتنو پۀ لوے محسن ننګ کړے ؤ، د دې کلي کورونه پۀ اور غرغنډه شوي وو، وربشې او خوارک ئې پېرنګي کوهيانو ته ويشتے ؤ، ځوانان او مشران ئې شهيد کړي وو او جوماتونه ئې هم شهيد کړي وو . ځکه نو دا کلے پۀ تاريخ کښې ژوندے څۀ چې د ننګ، پښتو او قربانۍ يو لوے مثال دے .

پۀ دې ورستو ټکو کښې د ټکر يادګار ځکه يادوم چې کۀ يو خوا دا زمونږ د پښتنو شريکه پېژنګلو ده نو ورسره د خپل حکومت يعنې د وزيراعلي امير حېدر خان هوتي هغه کارنامه ده چې مننه کول ئې ګران دي ځکه چې صرف ژوندي قامونه پۀ خپلو تاريخي پېښو نۀ صرف وياړ کوي بلکې پۀ ارته سينه او غرور ئې دنيا ته هم ښائي . د ټکر يادګار پۀ کال ۲۰۱۲ کښې د ګوند حکومت پۀ ښکلي ډول جوړ کړے دے چې د خپل تاريخ، د بابا دوېم کور او د وفا او د ننګ داستان سره د مينې يو لوړ مثال دے.

دا هم ولولئ

اداريه

  چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو …