د خدائي خدمت ګار بختيار کاکا سره مرکه – مرکیال: سجاد ژوندون

مشره! اول راسره خپله پېژندګلو شريکه کړئ؟

مشر  : زما نوم بختيار دے، زۀ پۀ کال 1933ز کښې د مردان د سدهوم علاقې ګړياله کښې د حکم خان کره زېږدلے يم. د نيکۀ نوم مې فتح خان ؤ او د اتمان خېل قبيلې سره تعلق لرم. زما پلار يو زمينداره سړے ؤ چې د خپلې علاقې پۀ وړومبو خدائي خدمتګارانو کښې د هغۀ نامه راځي. هر کله چې پلار مې وفات شو نو ما د خپل کلي د امير خان کاکا سره کار کوۀ. امير خان هم خدائي خدمتګار ؤ. زۀ هم د هغۀ پۀ وجه خدائي خدمتګارو کښې شامل شوے وم. د رستم جهانزېب باچا مرحوم، هشتمير جرنېل صاحب مرحوم، د بهائي خان ميرا خان بابو مرحوم زمونږه د هغه وخت مشران وو۔ مونږ به د هغوي سره ګرځېدو او په علاقه کښې به مو شپه او ورځ د خدائي خدمتګارۍ درس ورکوۀ ۔

مشره! د باچاخان سره کله ملاو شوے وې او هغه کوم وخت ؤ؟

مشر  : يره وخت خو راته ياد نۀ دے خو زۀ لا هلک وم چې زمونږه کلي ته د امير خان کاکا او شېر فرزند بابا حجرې ته باچاخان راغلے ؤ. دغې جلسې له هم د علاقې سړي راغلي وو او هم ښځې.

مشره د دغې جلسې اېجنډا څۀ وه؟

مشر  : دا خو يوه ساده شان جلسه وه. مونږ راټول شو يو وړوکے شان سټېجګے جوړ شو. د دغې سټېج د پاسه باچاخان څرخه او الاجي کېښوده. خپل تقرير ئې هم وکړو. خلقو ته ئې د ازادۍ درس ورکړو. بيا ئې الاجي او څرخه راوخستې خلقو ته ئې ووئيل چې دا څۀ دي؟ مونږه خو حېران وو چې پۀ دې الاجي او څرخه باچاخان څۀ کوي؟

خلقو ورته ووئيل چې دا الاجي او څرخه ده. بيا باچاخان د هغې د چلولو چل هم ښودو او جلسه هم روانه وه. باچاخان هم سړو ته او هم ښځو ته ووئيل چې زمينداري هم کوئ او پۀ کورونو کښې هسې ناستې مۀ کوئ. هم دا مالوچ کوئ، کپړه جوړوئ، کډۍ کوئ. زمونږ د قام د ټولو نه لوے طاقت به هم دا الاجي، څرخه او مېچن وي. د هغۀ دا خبرې څۀ ډېرې ناشنا لګېدې خو باچاخان ته پته وه چې څو مونږه کښې د کارخانه دارۍ سوچ نۀ دے پېدا شوے، مونږه د دنيا قامونو کښې ځاے نۀ شو موندلے. د دې نه پس باچاخان د ښځو خوا ته ورغے او د هغوي پۀ سرونو ئې لاس راکاږۀ. بيا ئې ښځو ته ووې چې ستاسو هغه کار ما وکړو. مونږه حېران وو چې کوم کار؟ خو وروستو بيا مونږ ته پته ولګېده چې باچاخان پۀ انګرېزي قانون کښې د ښځو د برخو غوښتنه کړې وه. د دې نه مخکښې پۀ پښتنو کښې لُور خور ته د برخې ورکولو دستور نۀ ؤ. پۀ اول ځل ئې پۀ خلقو ومنله چې خپلې لُور خور ته برخه ورکوي. بيا ئې ماشومانو جينکو ته وئيل چې تاسو سبقونه وايئ، تاسو له به هم د مدرسو انتظام ډېر زر وشي.

مشره! سياسي هلې ځلې مو څومره کړې دي؟

مشر  : زۀ اول پۀ دې خبره فخر کوم چې اول د باچاخان سپاهي وم او بيا وروستو د ولي خان سپاهي وم.۔ غريب سړے يمه ټول عمر مې د خپل پښتون قام د پاره منډه وهلې وه او دا دے اوس هم خپل وس کومه.

تاسو د باچاخان پۀ حواله څۀ تاثرات لرئ؟

مشر  : هندوستان له خداے پاک دوه ليډران ورکړي دي چې هغوي پۀ حقيقي معنو کښې د قام خدمت کړے دے، هيڅ قسمه د اقتدار يا د څۀ بل څۀ لالچ ئې نۀ دے کړے ـــ هغه يو ګاندهي جي ؤ او بل زمونږه باچاخان دے. دواړه د عدم تشدد ملنګان وو خو باچاخان ترې نه بيا ما ته غوره پۀ دې دے چې لازمي هغه زما د قام مشر ؤ او بله دا ده چې کۀ مونږه وګورو نو ګاندهي جي پۀ ځينو ځايونو کښې د خپلې لارې نه وروستو شوے دے. يو د تقسيم پۀ وخت ئې دې ګيدړانو ته پرېښودو او بل چې کله دوېم جنګ عظيم نښتو نو ګاندهي جي او د هغۀ ملګري انګرېزانو سره پۀ دې خبره مل شول چې تاسو به د جنګ نه پس مونږ ته ازادي راکوئ، خو پۀ ټول هندوستان کښې يو باچاخان ؤ چې هغۀ وئيل مونږ د جنګ نه کرکه کوو، نۀ د جرمن ملګري يو نۀ د برطانيې او پۀ خپل عدم تشدد ايمان لرو. وروستو د دې غلطۍ احساس ګاندهي جي ته شوے ؤ خو بیا وخت تېر ؤ. نو ځکه زۀ وايم چې باچاخان وړومبے سړے دے چې پښتون جنګيالے قام ئې بغېر ټوپکه بغېر کوتکه د پېرنګ سره پۀ مېدان وجنګوۀ.

چارسده کښې د بابړې واقعه چې کېده، تاسو ته څۀ یاد شي؟

مشر  :هو! د بابړې پۀ وخت زۀ زلمے وم. د بابړې پۀ ورځ د مشرانو نه پاتې شوے وم خو چې کله دغه واقعه وشوه او زمونږه کلي ته د شپې خبر راورسېدو نو مونږه خپلو کسانو پسې لاړو. پۀ بابړه کښې کربلا جوړه وه، د قيوم خان کشميري سپاهيانو مونږه اول خپلو مړو ته نۀ پرېښودو او چې بيا ئې پرېښودو نو ډېر مړي ئي سيند ته ويشتي وو. ما پۀ خپل لاس بلها خلقو له زنې تړلې دي او دغه د وينو مېدان باندې ګرځېدلے يم.

                تاسو خپلو کسانو پسې بابړې ته تلي وئ، پۀ بابړه کښې ستاسو څوک وو؟

مشر  :زخمیان خو هسې نور هم وو خو سرور بابا او بهادر بابا د رستم ډېر ژوبل وو او چې مونږ کور ته راورسول نو پۀ درېمه څلورمه ورځ ئې ساه ورکړه.

پښتون:خدائي خدمتګارۍ کښې درته خپله څۀ تکليفونه ملاو شوي دي؟

مشر  : تکليفونه خو راته تر ننه ملاوېږي د هغې ورځې نه د کله نه چې هندوستان تقسيم شو او مونږه مسلم ليګو ته پۀ لاس کښې ورکړے شو.

           "پښتون" د پاره او د لوستونکو د پاره څۀ پېغام ورکوئ؟

مشر  : زما خو هر چاته هم دا پېغام وي چې د خداے د پاره دې خپل قام سره مينه وکړي، ځانونه دې وپېژني او الله دې تاسو سره زمونږه کامياب لري.

دا هم ولولئ

‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے …