د پښتونخوا د تماکو د کرونده ګرو مسئلې – سليم خان اېډوکېټ

تماکو( TOBACCO) د پښتونخوا د ټولو نه غټ نغد او Cash crop دے او د زرګونو کلونو نه دلته کرلے شي. دلته به د نسوارو، چيلم او دوائيانو کښې استعمال د پاره ” ملکي” تماکو پېدا کېدل او د هغې کاروبار به پۀ مقامي منډيو کښې کېدو.دا سيمه پۀ ټوله نړۍ کښې د خپل بهترين تماکو د پاره پېژندګلو لري او تماکو ته ئې صرف پۀ قامي کچ نه بلکې پۀ نړيوال کچ يو ځانګړے مقام ترلاسه دے۔ پۀ صوابۍ رزړو او شېوه کلي کښې لوئې منډيانې وې او دا ځايونه د تماکو مرکزونه وو۔ چې کله پۀ يورپ او امريکه کښې د سيګرټو استعمال شروع شو او لوے مارکيټ جوړ شو نو د هغه وخت د سيګريټ د استعمال د پاره د ورجينيا تماکو چې Flue cured Virginia ورته وئيلے شي، کرونده شروع شوه ، پۀ کال 1948 کښې (British American tobacco company PTC) پۀ برضعير هندو پاک کښې دVirginia تماکو تجرباتي کرونده شروع کړه او د موجوده پاکستان پۀ سندهـ، پنجاب، بلوچستان او نورو علاقو کښې دا فصل کامياب نۀ شو خو د پښتونخوا پۀ مېداني علاقو صوابۍ، مردان، چارسده او غريزو علاقو ملاکنډ ، بونېر او مانسهره کښې دا فصل کامياب شو او دلته د دې باقاعده کر شروع شو.

تماکو فصل دے خو پۀ پاکستان کښې د پښتنو دا فصل هم مرکزي حکومت قبضه کړے دے. د 1968ز د تماکو آرډيننس د لاندې دا فصل د وزارت کامرس زېر انتظام پاکستان ټوبيکو بورډ PTB جوړ شو چې دا يو وفاقى اداره ده، دوه کاله وړاندې د PTB انتظام د کامرس وزارت نه وفاقي د زراعت محکمې Ministry of National Food Security and Research ته حواله شوے دے چې پۀ هغې کښې د صوبې نمائندګي د نيشت برابر ده ـ

د يوې سروے مطابق پۀ پاکستان کښې د ملکي سيګرټو د پاره د لسو 10کروړو کلوګرام تماکو سالانه ضرورت دے چې پۀ دې کښې 2 يا 3 کروړه kg د بهر نه د سيګرټو يا تماکو پۀ شکل import کولے شي او د يوې اندازې مطابق د 7 نه تر 8 کروړه kg ملکي پېداوار دے چې پۀ هغې کښې 60% صوابۍ ، 18% مردان ،7% چارسده، 3% بونېر 4% , 3% مانسهره او باقي ملاکنډ ، نوښار کښې او 2% پنجاب کښې پېدا کېږى ـ

پۀ تماکو درې قسمه tax ټيکسونه دي ـ

. 1فېډرل ايکسائز ډيوټي FED ، چې د يوې اندازې مطابق د 120 نه تر 150 ارب روپو پورې سالانه جمع کېږى ـ

2 . صوبائي ترقياتي سيس PDC ، دا صوبائي حکومت اخلي او د 80 نه تر 90 کروړ سالانه جمع کېږي.

3 . پاکستان تمباکو بورډ سيس ـ د PTB د چلولو د پاره جمع کېږي او د يو اندازې مطابق 14 يا 18 کروړ روپۍ سالانه دي ۔

دا وخت پۀ خېبر پښتونخوا کښې د 70 نه 80 زرو پورې د تماکو بټۍ دي او د 70 نه تر 80 زره هېکټير باندې د تماکو فصل کرلے شي چې د دوه لکه نه تر دوه نيم لکه کاشتکاران دا فصل کري. د کاشتکارۍ، کاروبار، کارخانو او سيګرټو سپلائۍ پورې 15 لکه خلق ورسره پۀ روزګار دي او پۀ ملکي معشيت کښې د 500 نه تر 600 اربو روپو د سرمايې ګردش د تماکو د کاروبار سره تړلے دے.

دا وخت د تماکو پۀ 90% مارکيټ د دوو ملټي نېشنل کمپنيو (BRITISH AMERICAN TOBACCO COMPANY PTC او PHILLIP MORRIS PAKISTAN) قبضه ده او د تماکو پۀ مارکيټ د ايجاره دارۍ د پاره ئې د CARTEL شکل اخستے دے او پۀ فېصله ساز ادارو وخت پۀ وخت اثرانداز کېږي او د خپل مقصد فېصلې او قانون سازي پرې کوي ۔ د تماکو د مارکيټ 10% حصه مقامي کارخانه دارو او صنعت کارانو پۀ لاس کښې ده چې د شلو پورې مقامي کمپنۍ پۀ مارکيټ کښې دي ـ چې هغوى ته مونږ قومي سرمايه دار وئېلي شو چې پلارانو او نيکونو ئې پۀ وړه سطع د تماکو کار شروع کړے ؤ تر نن ئې خپل اعتماد پۀ مارکيټ کښې جوړ کړے دے، د قومي سرمايه دارو نه علاوه دلال سرمايه دار يا تمباکو مافيا هم موجود ده چې پۀ دونمبر طريقو د کاشتکارانو استحصال او د ملک نه TAX غلا کوي ـ

د تماکو د کاشتکارانو مسئلې ـ

1. د تماکو فصل پۀ نهه مياشتو کښې رارسي او د ډېر سخت محنت او ډېرو خرچو فصل دے ۔ د پټي نه پس بټۍ کښې د ډېر مهارت او کړاؤ نه پس تماکو مارکيټ کښې خرڅ ته تيار شي خو کاشتکار ته د خرچو مقابله کښې ډېر کم قيمت ملاوېږي او COST OF PRODUCTION عمل د ملټي نېشنل کمپنيو د چترۍ د لاندې کولے شي. پۀ تماکو فصل چې څومره خرچه وشي هغه پۀ اوسط پېداوار تقسيم شي او في کلوګرام خرچه معلومولے شي ـ دا وخت اوسط پېداوار 2700 KGدے خو د کاشتکار د نرخ معلومولو د پاره پۀ 3800 KG اوسطه پېداوار خرچې تقسيمولے شي چې د کلوګرام خرچه ډېره کمه کړے شي او دغه طريقه باندې د کاشتکار استحصال کولے شي، دا وخت د کاشتکار اوسط خرچه د 260 روپۍ في KG نه زياته ده خو د موجوده کال 2020 د پاره PTB اوسط کم از کم نرخ 203.50 روپۍ في KG مقرر کړے دے چې د لګښت مقابله کښې دا ډېر کم دے.

2. د پاکستان د ائين مطابق زراعت د صوبو سره وي خو د بدقسمتۍ نه تماکو د مرکزي حکومت پۀ قبضه کښې دے او نن حالت داسې دي چې تماکو هم پښتونخوا کښې، د تماکو هنرمند هم دلته دي او بجلي هم دلته ده خو کارخانې پنجاب، کشمير او سندهـ کښې دي. صوبائي اسمبلۍ څو کاله وړاندې متفقه قرارداد منظور کړے دے چې تماکو لۀ د فصل درجه ورکړئ او اختيار ئې صوبې ته ورکړئ او پۀ صوبائي سطح د تماکو بورډ پکار دے۔

چې څنګه پۀ پنجاب کښې سڼ پېدا کېږي او اختيار ئې د پنجاب صوبې سره دے هم دغه شان د خېبر پختونخوا د خلقو هم حق دے پۀ تماکو اختيار ولري ۔ له بده مرغه کلونه تېر شول خو د دې ځاے زميداور او کرونده ګرو ته پۀ خصوصي توګه د تماکو پۀ مد کښې اختيار خو پرېږده چې خپل حق هم ور نۀ کړے شو۔ کۀ څۀ هم د تماکو سره پۀ لکونو خلق پۀ روزګار دي او قامي پنګې ته هم په اربونو روپۍ ګټه رسي خو بيا هم د دې ځاے کرونده ګر خوار دے۔ پکار خو دا وه چې د يو صنعت پۀ توګه دې ته پام ورګرځولے شوے ؤ او زميدارو او کرونده ګرو ته ټول سهوليات ورکړے شوي وو خو نۀ پوهېږو چې داسې ولې نۀ کېږي ۔ کۀ زمونږ حکومتونه لږ هم سوچ وکړي او د دې ځاے د اولس سختې او حقونه ومني نو لرې نۀ ده چې سوکالي راشي خو کۀ هم دغه شان مرکز سترګې پټوي نو د دې ځاے غريب اولس به پرېشان او د لوړې نه پۀ داؤ وي ۔ دا هم خداے مکړه امکان لري چې د دې ځاے کرونده ګر نور تنګ شي او لۀ سره تماکو کرل پرېږدي او ظاهره ده نقصان بۀ ئې نۀ صرف دې خلقو ته بلکې ټول ملک ته وي۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *