د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان

 

 

اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې شوې. د دې نه دومره قدرې خبره خو ډېره پۀ اسانه راڅرګندېږي چې مذهب د انسان د کوم داسې ضرورت د پوره کولو وسیله ده چې د هغې نه بغېر ژوند او مرګ دواړه نیمګړي او لایعني دي. بل د نړیوال تهذیبي تنوع د رسا ادراک لپاره کۀ چرې د مذاهبو د جوهر نه معتدبهِ علمي استفاده وانۀ خېستې شي نو د نړیوال ادب د زیاتره برخې نه محرومتیا هم یو لازمي نتیجه ګرځېږي. د لیونارډو ډاونچي، مائيکل اېنجلو لېوټالسټاي، شېکسپئیر، مارلو، ابن مسکويٰ، ابن عربي، غزالي، ابن رشد او داسې نورو بلها نړیوالو مشاهیرو د مذهبي نکته نظر نه ماوراء به د هغوي د فکر و فن تعین نمر پۀ ګوته پټول وي. اګر کۀ پۀ ماضي قریب کښې د مذهب د کرداریت پېوستون د انفرادي ذات سره ډېر کلک کلک تړلے شوے دے خو حقیقت دا دے چې دغه صورتحال کښې هم یو نه یو نظر او تګلارې د مذهب پۀ یو بدله پدیده کښې خپل شتون ته جریان وربخښلے دے.

پۀ ټوله شلمه پېړۍ کښې او دا مهال هم د نړۍ د ټولې ابادۍ د نیمایۍ نه زیات خلق د مسیحیت او اسلام منونکي دي. د تقابلِ ادیان علماء د سامي مذاهبو پۀ ترویج او ترسیل کښې چې د لرغوني تاریخ تهې راسپړي نو پۀ دې نتیجه رسېږي چې زرتشتي مذهب ئې پۀ فروغ کښې ډېر لوے لاس لري. زرتشت د ویستا مطابق خپل تحریک اول اول د خراسان او شمالي افغانستان پۀ خاوره جاري کړے ؤ. د ویستا د بعضې اشارو مطابق هغه د دې خاورې خپل سړے نۀ وو بلکې د مغربي ایران او اغلباً د “رے” د مقام نه ئې دلته هجرت کړے ؤ. د لېوس مور او عمادالحسن فاروقي د راجمع کړے شوو متعدد مشرقي او مغربي حوالو پۀ توسط د پښتون اکادمېسین سلېمان لائق دا خبره/ قیاس هم ډېر قرینِ صداقت ښکاري چې زرتشت پۀ بلخ کښې زېږدلے ؤ او د هېلمند پۀ غاړو کښې ئې خپل دین خپور کړے ؤ. ځانګړتوب ئې رسالت او ارمان ئې واحد خداے ته د خلقو سیخول وو. د لائق صاحب د دې خبرې د تائید لپاره زما ذهن کښې چې کوم استدلال راځي، هغه دا دے چې د “ژیند اوستا” د یو اقتباس ژباړه څۀ داسې ده:

‘هغه بد موره شېطان پۀ نعرو سورو وتښتېدو، راځئ چې مونږ د اري سورا پۀ سر راټول شو ځکه چې هغه سپېځلے زرتشت د پوروشاسپ پۀ کور کښې اوس اوس وزېږېدو. مونږ ئې د وژلو څۀ بند بناء جوړه کړو؟ هغه یوه وسله ده چې دشمن له تندر دے.’

دا اقتباس لیوس مور خپل کتاب “د نړیوال مذاهبو پوهنغونډ” (انسائکلوپیډیا اٰف ورلډ ریلېجنر) کښې رانقل کړے دے. د دې مطابق د زرتشت د پلار نوم ‘پوروشاسپ’ دے. اوس کۀ مونږ وګورو نو هغه د خراسان باچا، چا چې د زرتشت رسالت منلے ؤ، د هغۀ نوم ؤ “وشتاسپ”؛ نو دا نوم او د زرتشت د پلار نوم یو بل ته ډېر ورته دي، عن تر دې چې د رزتشت دا نوم هم ورته ورته والے لري. بل قراني نکته نظر سره یو پېغمبر خپل تحریک او رسالت پۀ خپله ژبه او خپل قام کښې خوروي او پس د هغې نه بیا نورو ژبو، قامونو او تهذیبونو ته منتقل کېږي. وَمَآ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لَیُبَیِّنَ لَهُمْصلے فَیُضَلُّ اللهُ مَن یَشَاءُ وَیَهْدِي مَن یَشَاءجوَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَکِیْمُ. سورة ابراهیم، ایت نمبر4

بل دا یوه نکته هم د رسالت د تاریخ نه څرګنده ده چې رسول پۀ کوم خاندان او حسب نسب کښې راپېدا کېږي، د هغه خاندان څۀ مخصوص سماجي او سیاسي امتیازات هم وي؛ نو دا نکته هم د دې خبرې جزوي دلیل جوړېږي چې زرتشت د دې خاورې او هم د دې قام بچے ؤ.

د زرتشت د مور نوم “دېودها” ؤ. درې ښځې ئې کړې وې او شپږ اولاد ئې وو.

د زرتشت د تاریخ پېدائش او وفات یا د هغۀ د عصر پۀ باب له هم متعدد تحقیقي روایات موجود دي. پۀ خپله هم پۀ زرتشتي روایت کښې د هغۀ عصر د سکندرِ یوناني مقدوني نه دوه سوه او اتۀ پنځوس کاله وړاندې ؤ. سکندر شهنشاه ایران دراء درېم له پۀ درې سوه دېرش قبل مسیح کښې ماتے ورکړے ؤ نو پۀ دې حساب د زرتشت زمانه پینځۀ سوه او اتۀ اتیا قبل مسیح جوړېږي. زرتشت ته نبوت پۀ دېرش کاله کښې ملاو شوے ؤ او ټول عمر ئې اووۀ اویا کلونه ؤ او د زرتشت عروج د “وشتاسپ” شاهِ خراسان پۀ دوره کښې شوے ؤ، او داسې روایات ملاوېږي چې د دې عروج او د وشتاسپ د زرتشت مذهب د قبولیت پۀ وخت د زرتشت عمر څلوېښت کاله ؤ، نو د دې حساب مطابق د زرتشت قیاساً تاریخِ پېدائش 628 ق م او وفات551 ق م جوړېږي. دا اندازه د عماد الحسن فاروقي کتاب کښې رانقل کړې شوې ده.

د زرتشت پوره نوم “زرتشت سپین تمن/ سپیتاما/ اسپتاما” پۀ ټکو ملاوېږي. د بعضې محقیقینو مطابق دا د نوم دوېمه برخه ئې د قام نوم او پېژنګلو ده. وړاندې د دې نه چې د زرتشت پۀ تعلیماتو او پۀ ګاتونو څۀ خبره وکړم، غواړم چې دلته د زرتشت د مذهب د ارتقاء او تاریخیت پۀ حقله هم څۀ مباحثو ته اشارات وکړم.

د زرتشتي روایت تاریخ اګر کۀ ځاے پۀ ځاے منتشر دے او غېر محفوظ هم دے، خو بیا هم د تاریخ پۀ پاڼو کښې د هخامنشي دورِحکومت 550-330)ق.م( او ساساني عهد 224-642)ز( کښې “زرتشتیت” یو دولتي مذهب پاتې شوے دے. پۀ دې موده کښې ئې د انساني ژوند لپاره خپل جوهر پاشلے دے او د ژوند د فلسفې پۀ تعین کښې ئې نېغ پۀ نېغه برخه اخستې ده. هم دلته ئې د خېر و شر، فکر و عمل او احتساب لپاره واضحه تصورات وړاندې کړي وو.

قدیم ایران پۀ یوه زمانه کښې د اریاو وطن ؤ خو د مرکزي حکومت پۀ ځاے ورپکښې قبائیلي شان نظام نافذ ؤ چې لۀ کبله پکښې سیاسي انتشار، تمدني تفریق او لساني اختلافات هم موجود وو؛ خو د دې باوجود د نسلي وحدت او اٰریه قامیت تصور پکښې هم ژوندے او ځلاندهؤ. د دې مظاهره به اکثر د غېر اٰریه قامونو سره د تعامل پۀ وخت راڅرګندېده. دې دور کښې پۀ اریاو کښې ‘قومِ ما’د چې پۀ شمال مغربي ایران باندې قابض ؤ، تر ټولو زیات منظم ؤ او تر ټولو اول ئې د یو منظم حکومت انعقاد هم کړے ؤ. او بیا ئې د قدیم بابلي، اسیریائي او عِلامي تهذیبونو نه پۀ تاثر کښې د ښاري ژوند لپاره ډېر څۀ اخستي وو. هم د دې قام باچایانو پۀ شپږ سوه او دولس قبل مسیح کښې د اسیریانو سرښار “نېنوا” فتح کړے ؤ او دا رنګ پۀ شمالي ایران او عراق کښې د مادي قام او پۀ جنوبي عراق کښې د بابلي روایت دوه مضبوط حکومتونه قائم شوي وو. د دې مادي قام دبدبه تر ډېرې مودې قائمه وه چې د دوي یو باچا “استیاګس” له کوروشِ اعظم (سائرس) شکست ورکړو. دا سړے خالص پارسي ؤ. دومره زورور حاکم ؤ چې نۀ صرف د خراسان، شمالي ایران او شمالي عراق مادي حکومتونه ئې د پښو د لاندې کړل بلکې د شمال مغرب ارمینیا او اناطولیا یعني موجوده ترکي او د اروپا تر حدونو پورې علاقې ئې د خپل حکومت او سلطنت حصې جوړې کړې. پۀ بل اړخ ئې د بابُلي سلطنت حکومتونه هم ړنګ کړل او د مصر د سرحدونو پورې ټولې علاقې ئې د خپل حکومت د لاندې راوستې. پۀ مشرق د خراسان نه پۀ ور اخوا د وسطي اېشیا پورې د دۀ د فتوحاتو لاسونه خوارۀ وارۀ پراتۀ وو. وسطي ایشیا نه تر قفقازه او خلیج فارس پورې د یو نړیوال/ ګلوبل سلطنت باني هم دا کوروشِ اعظم ؤ. د دۀ زوي کمبوچیا مصر فتح کړے ؤ او دا رنګ ایراني پارسي سلطنت ئې د دنیا تر ټولو لویو سلطنتونو کښې داخل کړے ؤ. دا هم هغه خاندان دے چې تاریخ کښې ورته “هخامنشي” وئیلے کېږي. پۀ زرتشتیت کښې د هخامنشیانو د خاندان د حکومت عرصه د ډېر اهمیت وړ ده.

د پرسي پولِس او بېستون ډبرو/ کتبو او د هخامنشي خاندان د نورو ډېرو کتبو/ ډبرو د لوست او تحقیق تنقید نه بعد دا خبره سپینه شوې ده چې دا ټول حکمرانان زرتشتیان وو. عماد الحسن فاروقي د دې حوالې لپاره د رابرټ چارلس زېهنر او د رچړډ اېن فراي ‘دي هیرټېج اٰف پرشیا’ تحقیقاتو نه متعدد حوالې راجمع کړې دي.

د زرتشت مذهب سره یوه ستونزه دا ده چې د دې اصلي رسا حالت د خپل باني د مرګ سره سم پۀ متاثره کېدو شو او ډېر زر ئې پوره قلب ماهیئت وشو. هغه خدایان چې زرتشت ورسره ټول عمر جهاد کړے ؤ، ډېر زر بیا هم د زرتشت پۀ مذهب کښې هغو د تقدس جامه واغوسته. د دې خبرې اندازه د دې نه کېږي چې اوستا/ ویستا چې د جدید مطالعې لپاره د زرتشتیت پۀ باب له تر ټولو قدیم ماخذ دے، نن د دې صرف څلورمه برخه محفوظ ده او دې برخه کښې یوه حصه کوم ته چې “ګاتونه” وئیلے کېږي او دا زرتشت ته منسوب دي، د هغۀ سندریز مناجات دي.

د دې زبده/ مغز او حاصلِ کلام د وېستا د نورو حصو سره تصادم لري. د دې نه دا خبره جوتېږي چې دا نورې برخې ورستو علماو مدون کړې دي. ګاتونه منظوم سندریز مناجات وو نو د خلقو حافظه کښې هم محفوظ پاتې وو او سینه درسینه یو نسل نه بل نسل ته منتقل کېدل. دا رنګ د تقابل ادیان د مېدان هغه ماهرین کوم چې پۀ زرتشتیت کښې مهارت لري، هغوي دا ګڼي او ترجیح ورته ورکوي چې “ګاتونه” د وېستا اصلي روح او تعلیمات پۀ ګوته کوي. د دې سره متصادم تعلیمات او احکامات دراصل پۀ زرتشت مذهب کښې د مرور زمانه او قدیم مذاهبو سره وابستګۍ لۀ وجې پېدا شوي هغه بدعات دي چې وروستو د دې لارې اصول جوړ شوي دي. د ساساني عهد او موجوده پارسي عقائدو د زرتشت د اصلي تعلیماتو سره بلها تصادم دے، خو مونږ سره “ګاتونه” داسې پېمانه ده چې د زرتشت رسا تفکر ترې نه پۀ ګوته کولے شو.

دلته اوس مناسب ګڼم چې د ویستا د تعارف پۀ حقله څۀ ټکي راټول کړم. اکادمېسین سلېمان لائق لیکلي دي چې د اوستا پینځۀ برخې دي:

  1. “یسنا”: د موجوده اوستا لومړۍ برخه ده چې پر ګاتونو مشتمله ده.
  2. “اوشتود” یا “اوشته وثي تي”: لۀ دې برخې څخه تر نن پورې تش یویشت “یشتونه” پاتې دي. پۀ لومړی سر کښې دا دېرش یا دری دېرش وو خو غوره شمېر ئې دېرش دے ځکه چې د لرغوني بلخ پۀ تقویم کښې هرې میاشتې دېرش ورځې لرلې او هره ورځ د یو “امشاسپند” او “ایزد” پۀ نوم نومول شوې وه.
  3. “ویسپرد” څلیریشت برخې لري او د ټولو معنوي ساتونکو او محافظانو معنيٰ ورکوي. “ویسپرد” د دې نړۍ د ټولو عناصرو، پدیدو، خوښو او جشنونو د ستائیلو، درنولو او ارزښت ورکولو پۀ جمله کښې شمېرل کېږي چې پاي کښې دا ګرد سره د خداے دربار ته د مننې پۀ وړاندې کولو کښې راځي.
  4. “خورده اوستا” چې پۀ دعاګانو او نمونځونو مشتمله ده، دا د ماقبل درې برخو غوندې مستقله ټولګه نۀ ده بلکې د هغوي څخه د ځینو اخستنو ټولګه ده چې د دعاګانو د یو کتاب پۀ ډول تدوین شوې ده. دې کښې د زمانې پۀ تېرېدو ډېره لاس وهنه شوې ده او لومړنے اصالت ئې زیانمن شوے دے.
  5. “وندیداد”: دا د ساسانیانو د عهد اوستا ده چې پۀ یویشت نسکو (کتابونو) مشتمله ده. د هغوي نولسم کتاب “ودیودات” ؤ؛ دا د ساسانیانو د مهال د “اوستا” لۀ یویشت کتابونو څخه یو ؤ چې تر نن پورې پۀ بشپړ ډول پاتې دے.

پۀ “یسنا” کښې ټول دوه اویا ګاتونه دي. پۀ دې ټولو کښې صفاتِ باري تعاليٰ او د طبیعت د نېکو برخو ستائینې دي. پۀ دې کښې اوولس ګاتونه د ژبنیو ځانګړنو او د مطالبو بیان د خصوصیت پۀ وجه د یسنا لۀ نورو ګاتونو څخه منفرد دي. د اوستا ماهرین او محقیقین ټول یوه خولۀ دي چې د دې د زرتشت پله انتساب کښې هېڅ شک نشته. هم دا وجه ده چې استاد اکادمېسین سلېمان لائق هم دغه اوولس ګاتونه پۀ پښتو ژباړلي دي او ورسره ئې یوه مستنده ارزښتمنه مقدمه هم لیکلې ده چې پکښې د اوستا مجموعي تعارف سره سره د هغې څۀ اصطلاحات او د حوالو طریقه هم ثبت ده. د ګرانو ټکو معنې هم ورسره ورسره پۀ هم هغه پاڼه پۀ حاشیه کښې ثبت دي او اخره کښې یو ډېر زیات مختصر فرهنګ هم ورکړے شوے دے.

د زرتشت مخاطب خداے “اهورا مزدا” دے. د اهورامزدا معنيٰ ده خداے علیم و خبیر یا آقاے دانش.

هغه پۀ سوچه توحید باندې ایمان لري. د یزدان و اهرمن ثنویت او د دې ثنیوت دواړو اړخونو ته د خدایۍ نسبت د وروستۍ زمانې تاویل/ توضیح/ انټرپريـټېشن دے. د زرتشتیت مطابق د اهورامزدا نه اخذ شوي دوه اروح د “سپینتامینیو” یعني د خېر روح دے او “اېنګرامینیو” د شر روح دے. دا دواړه د یو بل سره تړلي وي او دواړه با اختیاره نۀ وي بلکې د دې دواړو اختیار د اهورامزدا سره وي. دغه ارواحو ته بیا نور نور صفاتي نومونه هم ورکړے شوي دي چې وروستو ترې یو قسمه د شرک صورت ګري رامنځ ته شوې ده.

د زرتشت پۀ تعلیماتو کښې توحید او اخرت بنیادي تصورات دي او دا رنګ ئې د تقدیر پۀ باب له ډېر منطقي تصور دے چې د “لَيْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰي” مصداق دے. د زیاتره اخلاقياتو او عباداتو اساس ئې د خاوره/ زمکه، هوا، اوبۀ او اور د مقدس عناصرو تفهیم دے. دې عناصرو ته زیان رسوونکي هر عمل او عامل ورپکښې ګنهګار ګڼلے کېږي.

د زرتشت تصورِ خدا کښې یوه بله ډېره ښکلې خبره دا ده چې دوي هم خدای ته نور شل صفاتي نومونه منسوب کوي خو د خپل خداے اهورا مزدا تفهیم لپاره د شپږو خاص الخاص صفاتي لافاني هستیانو پۀ توسط د صفاتِ باري تعاليٰ علم حاصلوي. د زرتشتیانو اصطلاح کښې ورته “امیش سپینتیا” وائي. ډېر خلق دې صفاتو ته د فرشتې یا دېوتا نامه او تصور هم ورکوي خو دا استدلال قطعي بالکل هم نۀ دے؛ تمثیلي استدراک ورته وئیلے شو. د اهورا مزدا د جامعیت غټ غټ جهات دې شپږو زاویو/ صفاتو کښې رامنځ ته کېږي. د خوند خبره دا ده چې دې کښې درې لافاني صفات مذکر او درې مونث دي.

درې مذکر لافاني صفات ورپکښې داسې دي:

  1. اشا: د خداے د قانون علم او بذاتِ خود قانون
  2. ووهومانا: مینه محبت
  3. کشتهرا: عملِ محبت

او درې مونث لافاني صفات داسې دي:

  1. ارمیتي: رحم
  2. هاوروا تَت: جامع یا تکمیل
  3. امیري تَت: لافانیت

د عربیانو د فتوحاتو او د اسلام د ترویج و ترسیل او اشاعت سره سم د زرتشتیت هغه زوال چې د مسیحیت لۀ تشکیلاتو پېل شوے ؤ، نور هم تېز طرار شو. ډېر لږ پکښې هندوستان ته راغلل چې د پارسي پۀ نوم ئې دلته شناخت ولرلو او څۀ خال خال نورو ځایونو ته مهاجر شول او ایران کښې پاتو اکثر زرتشتیانو مذهب بدل کړو؛ نو دا رنګ د دوي اجتماعي وجود د ورکتیا سره مخامخ شو. پۀ ایراني سلطنت د مسلمانانو قبضې او اثر رسوخ هلته د اسلام د قبولیت لاره ډېر زیاته هواره کړه. عن تر دې چې مولانا سعید احمد اکبرابادي لیکلي دي چې دلته د نو مسلم لپاره د جزیه او خراج د کموت لۀ وجې د دوي نه د جزیه او خراج د ساقط کېدو عمومي قانون نظرانداز شو ځکه چې ټولو به اسلام قبول کړو نو هلته نه به هېڅ امدن نۀ راتلو. دې مسئلې نو مسلم دلته پۀ بغاوت تیار کړي وو. د هندوستان نه علاوه څۀ زرتشتیانو پۀ خراسان کښې د کوهستان پۀ غرونو کښې پناه اخستې وه چرته چې دوي تر یوې پېړۍ ځان د اسلام د اثراتو نه بچ ساتلے ؤ. بیا ئې دلته هم چې د مذهب پاسداري نۀ شوه کولې نو هرمز ته لاړل او د کاټهیاواړ سره پېوست جزیره دېو کښې دېره شول. لږه موده بعد ئې دلته نه هم هجرت وکړو او ګجرات ته راغلل. مقامي راجا “جادَو رانا” سره ئې مزاکرات کامیاب شول او د ګجرات پۀ مغربي ساحل ئې ورته د ابادکارۍ مشروط اجازت ورکړو. عجیبه خبره دا ده چې مذهبي ازادي ئې ورکړه خو ورسره ئې ورته دا ووئېل چې ګجراتي ژبه به خپلوئ او زنانه به مو ګجراتي لباس اغوندي. د غم ښادۍ رسومات به پۀ خاموشۍ سره ترسره کوئ او بې وسلې به اوسئ. هم دا مذاکرت وو چې نۀ صرف دې نوي مهاجرینو ته پرې قدرې ازادي ملاو شوه بلکې پۀ هندوستان کښې د اول نه اباد زرتشتیان چې د پارسي پۀ نوم ئې شناخت لرلو، ته هم مذهبي ازادي ملاو شوه بلکې د مقامي راجه لۀ طرفه ورته د ابادکارۍ او معاش لپاره زمکه هم ورکړې شوه. دې او داسې بلها واقعاتو نه څرګندېږي چې د دو قومي نظریې اساس څومره مصنوعي ؤ. د انګرېز د راتګ نه وړاندې دا خطه ټوله او هندوستان د نړۍ تر ټولو مالداره او خوشحاله ملک ؤ. دلته بې روزګاري نۀ وه، صنعت وحرفت پۀ بام وو او مذهبي رواداري بالکل پۀ خپل جوبن کښې وه. حسېن احمد مدني د خپلې سوانح عمرۍ “نقشِ حیات” یو پوره برخه د “انګرېز سامراج نے هندوستان کو کیسے لوټا” زېرعنوان د هغه وخت ټول حقیقي صورتحال پۀ ګوته کړے دے چې اوس پرې یوه زبردسته ویډیو ډاکومنټري هم جوړه ده او ځکه خو هغوي او کانګرس د متحده هندوستان لپاره بلها تاریخیت پۀ استدلال کښې وړاندې کولو.

تر پنځلسمې پېړۍ زرتشتیان د هندوستان پۀ خاوره د خپلې مذهبي ازادۍ سره اباد وو او تر دې دوره ئې هم هغه د ساساني دورې تعلیمات سینې پورې نیولې وو چې دې دوره کښې ئې د ایران زرتشتیانو سره چا چې مرورِ زمانې سره د خپل اجتماعي شناخت څۀ نه څۀ خاکه جوړه کړې وه، اړېکې ونیوې. دا رابطه تقریباً اووۀ پېړۍ بعد وه. دا اړېکې تر درېو پېړیو پورې برقرارې وې. دې دوران کښې خط کتابت او تحقیقات هم ثبت شوي دي. د دې سلسلې روابط د اتلسمې پېړۍ د اخري دوه درې لسیزو پورې قائمې وې او بیا د څۀ وجوهاتو پۀ بناء بندې او ختمې شوې. اوس اوس دا روابط  څو پېړۍ بعد بیا قائم شوي دي. پۀ کال نولس سوه او شپېتم کښې پۀ تهران کښې یو نړیوال زرتشتي کانفرنس وشو. بیا ورپسې هم دارنګ پۀ بمبۍ کښې پۀ کال نولس سوه شپږ شپېتم او کال نولس سوه اتۀ اویایم کښې غټ غټ اجلاسونه وشول. پۀ هندوستان کښې د کال نولس سوه شپږ اویایم د سر شمېرې مطابق د زرتشتیانو شمېره دوه اتیا زره وه. دا رنګ پۀ پاکستان کښې دغه وخت د زرتشتیانو تعداد پینځه زره، پۀ ایران کښې پینځویشت زره، اروپا او امریکا کښې درې زره او ورسره نور خال خال چې راجمع کړے شي نو د دوي ټوله نړۍ کښې سرشمېرنه د محتاط اندازې مطابق یونیم لاکهـ ده.

خپلې خبرې د “ګاتونه” مقدمه کښې د استاد سلېمان لائق پۀ هغه ټکو ختموم چې زما ارمان او هڅه هم ده،

“باور لرم چې افغاني ویاړلي فرهنګیالي او د علمي څېړنو استادان به، د هېواد د تاریخي ویاړونو د خوندي کولو او رغولو لپاره، د ستر زرتشت ژوند، اثار او هویت وڅېړي او د ویاړونو د تالانګرو او د تاریخ د مسخ کوونکو لاسونه به د “زرتشت سپینتمان” د شخصیت او اثارو لۀ لوټولو لنډ کړي.”

کتابیات:

  1. ګاتونه، د زردشت مېنویی سرودونه، سلېمان لائق
  2. انسائيکلوپېډیا اٰف ورلډ ریلېجنر، لیوس مور
  3. دي ډان اېنډ ټوېلایټ اٰف زوراسټېرنزم، اٰر.سي.زیهنر
  4. زوراسټر اېنډ هِز ورلډ، ارنسټ هرزفیلډ
  5. مسلمانو کا عروج و زوال، مولانا سعید احمد اکبرابادي
  6. قدیم تهذیب او مذاهب، مشرق و مغرب کا عروج و زوال، پروفېسر عمر زبېري
  7. ریلېجن اٰف اېنشنټ ایران، جے دشنے ګلمن
  8. دنیا کے بړے مذهب، عماد الحسن فاروقي

 

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …