فوکلور، افغان فوکلور او معاصر عملي سائنس – سمیع الدین ارمان

 

 

د متلونو پۀ لار د ښاغلي فرهاد وسیم ایسپزي کتاب دے چې درېم چاپ ېې ستاسو پۀ لاسونو کښې دے. متل د فولکلور یو اهم جز دے او فولکلور د برېټانیکا انسائیکلوپیډیا مطابق د یوې سیمې د وګړو د دود دستور، اساطیرو، قیصو، متلونو، سندرو، ثقافتي سرګرمیو، اتڼونو، روایتونو او د دې د ساخت و پرداخت سره تړلې یوه داسې عمومي ذخیره ده چې د پخوانو وختونو نه تر دې دمه پۀ نالیکلې بڼه رارسېدلې ده. فولکلور ترکیب د ‘فولک’ او ‘لور’ نه جوړ شوے دے، ‘فولک’ پۀ معنٰي د اولس/ خلقو/ عوام دے او ‘لور’ پۀ معنٰي د حکمت/ پوهې/علم دے؛ ځکه ډېر خلق ورته ‘خلقیات/ خلکیات، اولسي پوهه، فرهنګِ عامه، توده شناسي او خلق پېژندنه’ هم وائي. دا کلمه پۀ اول ځل انګرېز عالم ویلیم ټهامس پۀ کال اتلس سوه شپږڅلوېښتم 1846)ز( کښې هم پۀ دې یادو معنو کښې پکارولې وه.

فولکلور نۀ د علم اساسي ماخذ دے او نۀ د خرافاتو او توهماتو یوه ذخیره ده، بلکې دا د انساني سماج د اولنیو ټولنو د ارتقاء د مراحلو تدریجي یون دے چې ډېر ورستو ورسره د تعقل او تفکر سره سره د تخلیقي دانش اساسیات منسلک شوي دي. د دې مراحلو نه هره یوه ټولنه او هره یوه ژبه تېره شوې ده نو پۀ دې وجه د هرې منطقې پۀ ادبیاتو کښې د فولکلور برخه خوندي ده. چرته چرته چې تمدن او مادیت زیات قبولیت موندلو نو هم پۀ دغه مقدار و معیار ئې د فولکلور اثار پۀ شا کېدل. چونکې انسان د واحد ذات نه پۀ متنوع مظاهرو کښې خپل وجود ته دوام او جریان وربخښي نو پۀ دې اساس ئې پۀ ارتقائي مراحلو کښې د وحدت او تنوع دواړه تهذیبي تشکیلات پۀ ګوته کېدے شي؛ ځکه د نړۍ پۀ اکثر فولکلوري ذخیرو کښې هم اشتراکات او اختلافات دواړه پۀ نظر راځي. لکه زمکه، اسمان، غرونه، سپومۍ، ستوري او ورځ او شپه داسې مظاهر دي چې ټول لرغوني انسانان ورسره یو شان احساس نه تېرېدل نو پۀ دې باب له پۀ حکایتي توګه مشترکات ډېر دي. بیا د موسم، جغرافیې، خاورې، اوبو او هواګانو اختلاف، کموت او زیادت د توپير بنیادونه ایښودي دي.

فولکلور د تاریخ نه د زیات اهمیت وړ مېدان دے، ځکه چې پۀ تاریخ کښې لاس وهنه ډېره کېږي، د اقتدار او ریاست نه مجبوره وي او ورستي خلق ئې ثبت کوي خو فولکلور پۀ خپل اصلي شکل کښې د یو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي ځکه ترې د یوې ټولنې د تهذیبي شتمنۍ او تاریخي لرغونتیا رسا رسا ادراک ممکن وي. د افغاني فولکلور د مظاهرو برخه کښې متل د نارینه ټولنې او ټپې/غاړې د زنانو اجتماعي ورکړه ده. دا پۀ عمومي او اوسطاً اندازه منلې خبره ده؛ حال دا چې پۀ ټپو کښې به سړو او متلونو کښې به د ښځو ورکړه هم خامخا شامله وي.

پۀ ترقي یافته ملکونو لکه یورپ، امریکا، اسټرېلیا، المان، جاپان او نورو بلها خطو کښې د تېرې شلمې پېړۍ راهسې فولکلور یوه باقاعده د علم شعبه/څانګه ده او پۀ دې کښې تخصیصي تحقیقي مجلې چاپ کېږي. د افغانستان معروف څېړنوال حبیب الله رفیع لیکي چې ‘د افغاني فولکلور د راغونډولو پۀ لار کښې البېروني د پینځمې پېړۍ افغاني محقق لویه برخه لري او پۀ دې لار کښې ئې ډېر کار کړے دے چې زیات اثار ئې د دارو بوټو، معدني موادو او روایاتو پۀ باب لیکلي او لۀ ‘حدیث صنمي البامیان، آثارالباقیة عن القرون الخالیة. صیدله، الجماهر، تحدید نهایات الاماکن’ او نورو کتابونو څخه ئې د فولکلور پۀ څېړنه کښې استفاده کېدې شي.’1

رفیع صاحب پۀ هم دې کتاب ‘فولکلور د علم مور’ کښې د پښتو فولکلور د تحریري تاریخیت پۀ حقله ګټور مواد راجمع کړي دي. د ارواښاد علامه محمود طرزي د تاریخي جریدې ‘سراج الاخبار’ افغانیه کښې د فولکلوري اثارو نه راواخله د ‘امان افغان، ادبي انجمن، کابل، کابل کالنۍ، پښتو، رهنمای فولکلور’ خدماتو نه پس د پښتو ټولنې ‘ملي هنداره، متلونه، د پښتو اصطلاحات او محاورې، ملي سندرې’ او د فولکلورسټ محمد ګل نوري لۀ خوا راغونډ شوي اثار لکه ‘د پښتو متلونه، پښتنې سندرې او پښتو قیصۍ’ د پښتو ټولنې وړاندې کړل. دې نه علاوه د ‘اریانا، ادب، وږمه، عرفان، کندهار، ننګرهار، زېري، هېواد، انیس، افسانه های مردم، افسانه های قدیم شهر کابل، سرود های محلی، فولکلور افغاني او کلتور’ د مجلو او خپرونو پۀ پاڼو کښې د دې خاورې او خلقو فولکلوري سرمایه محفوظه ده. اګر کۀ د رفیع صاحب مطابق دې کښې اکثر حصه کښې لاس وهنه هم ډېره شوې ده. پۀ خېبرپښتونخوا کښې د ‘پښتون، جمهوریت، رهبر، غنچه، دوران، لار، ګلستان، پښتو او قند’ پۀ پاڼو کښې جزواً جزواً د فولکلور برخې خپرېدې. د پښتو اکېډمۍ پېښور لۀ خوا د د صدرخان خټک ‘ادم خان او درخانۍ’ او دلی شهو، د طالب رشید ګل صنوبر، د فیاض بهرام او ګل اندامه او ‘د مروتو کسرونه’ هم دې لړ د قدر وړ کارونه دي. د ښاغلي سیال کاکړ ‘غاړې، پښتني افکار، سپېځلې ګایونه، پښتني فولکلور، ملي ادب، کاکړۍ او ترینو’ نه علاوه د خېر محمد عارف، حبیب الله رفیع، نواز طائر او سلمٰي شاهین کار زیار د ډېر قدر او ستائنې وړ دے.

‘د متلونو پۀ لار’ د دې تاریخي لړۍ یوه مهمه کړۍ ده چې درېم چاپ ئې د خپل ارزښت پۀ حق کښې پۀ خپله سپېځلې ګواهي ورکوي. دې مجموعه کښې راټول متلونه د تحفظِ فولکلور پۀ درجه دي. اوس ضرورت د دې خبرې دے چې پۀ دې پرته نور کار وشي، لکه د نورو فولکلوري اثارو سره تقابل، درجه بندي او اولسي تهذیبي یون کښې د دې تعینِ قدر، تاریخیت او د پښتون فولکلوري دانش ځانګړنو سره سره د دې ذخیرې معاصر ادراک او سائنسي یا تخلیقي اختراعاتو ته څومره او څنګه ورکړې کړي دي. یا پۀ اسانو ټکو د فولکلور لرغونې مفکورې نن د تفکر او تنقیح پۀ کومو پړاوونو ولاړې دي؟ پۀ ټولنپوهنه، ارواپوهنه او روحیاتو کښې چې مېتهالوجي ته کوم حېثیت حاصل شو، پۀ دې کښې د فولکلور د کُل مطلوبه علمي مقام د پښتو پۀ ساحه کښې پۀ کوم ډګر ولاړ دے؟ د نن سائنس فکشن کښې د دې فولکلور تخیلاتي الوت څنګه او څومره پکارولے شوے دے او عملي سائنس ته ئې لارې پرانستې دي؟ دا او د دې سره منسلک نور بېشماره بې قطاره جهات  فولکلورسټانو ته معني خېز سترګکونه وهي.

د انسان د الوت د خواهش پۀ باب له نۀ صرف د پښتو فولکلور بلکې د دنیا بېشتره فولکلورونو کښې پۀ سوونو زرګونو قیصۍ ثبت دي او د دې قیصو عمرونه هم پۀ سوونه زرګونه کاله دے. دا رنګ د مړي راژوندي کول د انساني ذات مشترکه ارمانونو نه یو دے، د پېریانو ښاپېریانو او دېوانو اساطیر ټول پۀ ټوله د دا قسمه انساني خواهشاتو د تکمیل هڅې دي. بیا پۀ نزدې زمانه کښې د حضرت عیسٰي مسیح علېه السلام د معجزې پۀ طور د مړو راژوندي کولو انساني تخیل او تفکر ته نور ډېر توان وربخښلے دے. مولانا ابوالکلام ازاد پۀ خپل سائنسي مضامینو کښې پۀ دې باب له د ډېر غټ پرمختګ د امکان لارې پرانستې دي او د انسان د تعقل تفکر او تخیل د اختراعاتو د سل کاله بعد  یو ویړ جهان نندارې ئې وړاندې کړې دي. پۀ پښتو فولکلور کښې د مړي راژوندي کېدل یا کول پۀ متنوع قیصو کښې شتون لري. دلته د ‘رنځور نجلۍ’ چې د حبیب الله رفیع د فولکلور غونډونې یوه اهمه قیصۍ ده او پۀ کتابي بڼه د انګرېزۍ ژباړې سره د کېنېډا د یوې موسسې لۀ خوا چاپ هم ده، خلاصه وړاندې کوم او پۀ دې باب له بیا د عملي سائنس یو کوټلي روداد سره ئې تړل غواړم.

‘یو سواداګر ؤ، د هغۀ درې زامن وو. درې واړه پۀ یوه جینۍ میئن شول. پلار ئې د شر نه بچ کېدلو او یو حل راویستلو لپاره دې درې واړه بچو ته یو مساوي رقم ورکړو او ورته ئې ووئیل چې لرې سفر وکړئ او پۀ دې رقم یوه نایابه ناشنا سودا هم وکړئ. چې کوم یو پکښې بهترینه سودا وکړه نو دا جینۍ به هغۀ ته وغواړم. درې واړه وروڼه رضا شول، رقم ئې واخستو او پۀ سفر بېل بېل ووتل. یو ورور ئې پۀ یو بازار ورپېښ شو چې هلته ئې یوه هنداره/ ائینه ولیده. دوکاندار نه ئې چې د دې د کمالاتو تپوس وکړو نو هغۀ ورته ووئیل چې دا داسې هنداره ده چې کوم ځاے کومه خطه پکښې لیدل غواړې، لېدے شې. دۀ سوچ کوۀ چې دا خو د کمال څیز مې پۀ لاس راغے، زما وروڼه داسې سودا چرته کولې شي؟ پۀ یو ډېر لوے رقم ئې دا هنداره واخسته او کور ته راروان شو. دوېم ورور ئې هم پۀ سفر ډېر لرې چرته بل ناشنا ښار ته تللے ؤ. د یوې غېرمعمولي سودا پۀ تکل کښې ؤ. پۀ یو بازار کښې پۀ یو جام ورپېښ شو چې دوکاندار ئې ډېره اوچته بیعه کوله. دۀ ترې تپوس وکړو او د دې جام د کمالاتو پۀ باب له ورسره وغږېدو. دوکاندار ورته ووئیل چې د دې جام تر ټولو غټ کمال دا دے چې دې کښې اوبۀ واچوې او بیا هغه اوبۀ د مړي خولۀ کښې وڅڅوې نو مړے پرې راژوندے کېږي. دۀ پۀ زړۀ کښې توتینګړه واچوله چې دا ده بس د کار سودا دې پېدا کړه؛ زما وروڼه چرته داسې سودا کولې شي؟ بیعه ئې ورسره جوړه کړه او جام ئې واخستو، کور ته راروان شو. درېم ورور هم لرې چرته د عجائباتو نه ډک ښار ته تلے ؤ. سفر ئې کولو کولو چې یو بازار کښې ئې یوه مصله/جانماز راپېدا کړو چې مالک ئې ډېره اوچته بیعه کوله. دے ورسره د مصلې پۀ خصوصیاتو مشغول شو. د مصلې مالک ورته ووئیل چې دې مصله کښې دا کمال دے چې دوه رکعته نمونځ پرې وکړې او بیا پرې چرته بل لرې وطن ته تلو سوال وکړې نو د سترګو رپ کښې به د دې مصلې پۀ توسط هم هلته رسېدلے یې!! دے ډېر زیات خوشحاله شو چې مطلوبه سودا خو مې ومونده. بیعه ئې ورسره برابر کړه او مصلې سره کور ته راروان شو او سوچ ئې کولو چې زما وروڼه داسې سودا چرته بیاموندے شي!!! بس جینۍ خو هم زما ده کۀ خېر وي.

درې واړه وروڼه د خپل وطن نه ډېر لرې پۀ مسافرتیا کښې سره یوځاے شول خو یو بل ئې د خپلې خپلې سودا نه في الحال نۀ خبرول. د میاشتو میاشتو سفرې وې. ورځې تېرېدلې چې یوه ورځ دې اولني ورور ته ئې خپله میئنه/ محبوبه/ معشوقه ډېره زیاته ور پۀ یاد شوه. بې حاله شو، بدحاله شو او بې قراري ئې زیاتېدله.  سوچ ئې وکړو چې راشه هنداره دې راواخله او د جانان کور پله ئې ونیسه او وګوره پکښې چې څۀ حالات دي؟ مینه ئې پۀ کوم حال ده؟ خېر! هنداره ئې رواخسته او چې څنګه ئې پکښې د جانان د کور اړخ راواړوۀ نو چغې ئې کړې او پۀ ژړا سر شو. نور وروڼه ئې پرې راغلل او تپوس ئې ترې وکړو چې څۀ چل دے؟ دۀ ورته ټول احوال تېر کړو چې مینه خو مو مړه شوه او کور واله ئې د کفن دفن پۀ مراحلو کښې بوخت دي او مونږ دلته پۀ پردي وطن کښې لرې پاتې یو. دوېم ورور ئې یو تود اٰه وکړو او وې وئیل چې کاش کۀ د رسېدو وسیله وے نو ما سره یو جام دے چې د هغې پۀ اوبو به مې راژوندۍ کړې وه. د دې خبرې اورېدل وو چې درېم ورور ئې ووې چې ما سره مصله ده، ځئ چې نمونځونه وکړو او د سترګو رپ کښې ورورسو. هم داسې ئې وکړل او د جانان کورکوڅې ته ورسېدل. د جام نه ئې پرې اوبۀ وڅڅولې او جینۍ راژوندۍ شوه!!!

اوس معشوقه خو راژوندۍ شوه خو یو ورور وئیل چې کۀ زما هنداره نۀ وه نو نن به دا مړه وه ـــ بل وې نه! کۀ زما جام نۀ ؤ نو دا به څنګه راژوندۍ کېده؟ بل وې چې ستا دې جام هم وے او د دې بل دې هنداره هم، کۀ زما مصله نۀ وه نو تاسو به څنګه رارسیدئ او دا به د مرګه بچ کېدله؟’

دا چې معشوقه د چا ورسېده؟ دې لپاره به د رفیع صاحب دا اوږده قیصه لوستل ضروري وي خو اصلاً دې قیصه کښې د سفر، تختِ سلېمان، جام جمشېد/ کېخسرو، د سکندر ائینه او د مسیح علېه السلام معجزات ټول پۀ ټوله رایوځاے شوي دي. تر څۀ ډېر حده نن دې خام خیالاتو د راکټ سائنس، سپېس ټېکنالوجي، جهاز، دوربین، رېډار او اېجنګ، اېنټي اېجنګ او لونجیوېټي سائنس صورتونه رامنځ ته کړي دي. یو انسان ته کۀ د دېرش څلوېښت کاله پورې اېنستیزیا ورکړې شي او د ژوندي ساتلو اهتمام ئې وکړے شي نو دا عېن ممکن ده چې دے کله بیا راویخ شي نو ژوند به ترې دېرش څلوېښت کلونه وړاندې تلے وي. کېدے شي پۀ دې دۀ ته دومره صدمه ورسي چې لېونے شي یا مړ شي. هم دا رنګ د دې برعکس د یو انسان د پرمختګ فطري چلن کۀ یو پۀ دېرش/ څلوېښت کړے شي نو د دۀ عمر به د لس شل کلونو وي او مېچېورټي به ئې د پنځوس شپېتو کلونو وي. دا پۀ اسانو ټکو کښې د اېجنګ او اېنټي اېجنګ مثال ؤ. د لونجیوېټي د سائنس پۀ رڼا کښې نن پۀ امریکا کښې تر ټولې نړۍ زیات سل کلن خلق موجود دي. پۀ جاپان او روس کښې ئې هم تعداد ډېر زیات دے. دا رنګ اوسط عمر هم د دې سائنس مطابق زیاتېدے شي او دوي زیات کړے هم دے.

د راکټ او شټل سپیډ د موجوده جهاز نه پۀ سوونو چنده زیات دے. د دې د ماهرینو خیال دے چې داسې ټیکنالوجي راوستل هم عېن ممکن ده چې د پاکستان او امریکا ترمنځه د جهاز یو شواروز مزل به پۀ څو دقیقو/ منټونو کښې ترسره کوي. تر څو چې د مړو د راژوندي کولو خبره ده نو پۀ دې باب له هم د نړۍ سائنسدانان چرې هم پۀ قلاره نۀ دي ناست او خپلو زیارونو ته ئې دوام ورکړے دے. دلته د دې قسمه تجربو نه د یو سائنسدان ‘رابرټ کارنېش’ پۀ حقله مختصر خبره کول غواړم.

رابرټ اے کارنېش یو امریکائي سائنسدان ؤ. دے پۀ کال نولس سوه درېم 1903)ز( کښې پېدا شوے إ او د شپېتو کالو پۀ عمر کښې ئې پۀ کال نولس سوه درې شپېتم کښې دې نړۍ نه سترګې پټې کړژ دي. دۜ د وړوکوالي نه یو ډېر غېرمعمولي ذهین و فطین او نابغه انسان إ. پۀ دوویشت کاله عمر کښې ئې د یونیورسټي اٰف کېلیفورنیا برکلے نه امتیازي ګرېجوېشن کړے ؤ او بیا د دوه پنځوس کاله عمر کښې ئې د ډاکټرېټ سند هم ترلاسه کړے ؤ. دے د خپلو ناشنا ناویاته او غېرمعمولي نایابه تجربو د زیار پۀ توګه پۀ ټوله نړۍ کښې یو پېژندلے نوم لري. کارنېش پۀ اول ځل انسان لپاره داسې قسمه لېنزونه جوړ کړل چې د هغې پۀ وساطت به انسان د اوبو دننه د ډېرو باریکو ټکو لوست هم کولے شو. بیا دې کامیابۍ نه بعد ئې انسان لپاره مصنوعي زړۀ او ګرده جوړولو باندې هم کامیابې تجربې وکړې.  د اوبو د لاسه او د زړۀ د رنځه مړو کښې د رابرټ کارنېش بلها دلچسپي وه. دۀ غوښتل چې مړي راژوندي کړي. پۀ خپل دې خواهش او ارمان ئې تجربې پېل کړې. مړي به ئې پۀ یو خاص متحرک مشین/سي سا پورې تړل او د وینې د نرۍ کېدا انجکشن به ئې ورته ورکوۀ او بیا به ئې حرکتونه ورکول. دۀ ګڼل چې کله زړۀ بند شي نو د وینې حرکت بند شي، وینه کښې ټینګوالے پۀ زیاتېدو شي او دا رنګ جسد بې حرکته شي. کۀ چرې د خارج نه څوک دا وینه پۀ حرکت او جریان کښې راولي او بیا دا وینه تر زړۀ ورسي او زړۀ هم حرکت واخلي نو عېن ممکن ده چې دا مړے راژوندے شي. کارنېش دا قسمه تجربې پۀ بلها ډېر مړو وکړې خو ناکام شو. هغۀ د ناکامۍ د سبب معلومولو کوششونه وکړل او پۀ دې نتیجه ورسېدو چې زۀ ځکه ناکام شوے یم چې ما پۀ کومو مړو تجربې کړې دي، هغه ټولو باندې پس د مرګه وخت ډېر تېر شوے ؤ نو زما د علاج یا زیار اثراتو ځکه ځاے نۀ موندلو. اوس کارنېش دا تجربې پۀ ځناورو د کولو اراده وکړه او وئیل ئې چې کۀ پۀ ځناورو کښې مې کامیابۍ او د یقیني کامیابۍ اوسط ترلاسه کړو نو بیا به دا تجربې پۀ انسانانو پېل کړم. هغۀ پینځۀ سپي وساتل. بیا ئې د عمر پۀ یو خاص متعین وخت کښې پۀ یو خاص طریقه ووژل او د بیا راژوندي کولو تجربې ئې پرې وکړې. پۀ پینځۀ سپو کښې اولني درې سپي خو راژوندي نۀ شو خو اخري دوه سپي راژوندي شول او کارنېش د خپل نظریاتي مباحثو پۀ عملي کولو کښې کامیاب شو. دې کامیابۍ تمامي دنیا حېرانه کړه. پۀ ټول عالم کښې د کارنېش یو هو خور شو. پۀ کال نولس سوه درې دېرشم 1933)ز( کښې د ‘لائف رېټرن’ پۀ نوم پۀ دې کامیابۍ یو مشهور فلم هم جوړ شو چې کارنېش پکښې د هېرو پۀ طور پېش ؤ. د کارنېش د ژوندلیک نه دا هم څرګندېږي چې د اولني جنګ عظیم یا پۀ بعضو خانه جنګو کښې بوخت جنګیالو د همت او حوصلې لپاره جنګ سالارانو دا یوه پروپېګنډه کوله چې ګوندې مونږ د سائنس هغه معراج ته رسېدلي یو چې اوس مړي هم راژوندي کولے شو! او کارنېش دا پروپېګنده ډېره سنجیده واخسته او بیا ئې د کامیابۍ تر دې پړاو راورسوله. دا کۀ پروپېګنډه وه او کۀ د انسان لرغوني مشترکه ارمانونو کښې یو ارمان ؤ؛ دواړه صورتونو کښې د دې اثار ملاوېږي خو کارنېش ورته یو نوے کوټلے صورت وروبخښلو. د دې کامیابۍ نه بعد کارنېش ډېر کوششونه وکړل چې دا تجربې پۀ انسانانو پېل کړي خو کله به ریاست، کله ائین، کله مذهب، کله عقائد او رسومات او کله ټولنه د دې لار کښې خنډان جوړېدل. ډېره موده پس یو داسې أجرتي قاتل چې څۀ ورځې پس ورته پهانسي ملاوېده، سزا پرې ختلې وه؛ دې خبرې ته راضي شو او کارنېش ته ئې خپل لاش باندې د تجربې اجازه ورکړه. دې لړ کښې دې أجرتي قاتل چې نوم ئې تهامس مېکمونګلے ؤ او کارنېش قانوني غوښتنې پوره کولو لپاره عدالتي زیارونه هم وویستل خو دا پیټیشن عدالت خارج کړو او کارنېش ته دا موقع ورنۀ کړې شوه. دا کال نولس سوه اتۀ څلوېښتم ؤ. د دې نه پس هم کارنېش بلها همت وکړو خو چا ورسره لاس امداد نۀ کوۀ. والله اعلم، خو د دې پۀ شا څۀ نه څۀ پټ زورور محرکات وو. هم دا وجوهات وو چې رابرټ کارنېش ژوندے جاړ غائب شو. پۀ مودو مودو نۀ ؤ او بیا پۀ کال نولس سوه درې شپېتم کښې ئې مړ وجود بیاموندے شو.

د دې تاریخي مثالونو نه زما مقصد دا دے چې انساني تخیل نظري علمیت او تجرباتي عملیت ته لارې پرانیزي. پۀ فولک ادب کښې پۀ دې حقله داسې بلها محرکات پۀ ګوته کېدے شي او ما خپل یو بل طویل مضمون ‘فکشن څنګهه عملي سائنس ته لارې پرانیزي؟’ کښې د جهاني ادب نه متعدد اثار و روایات پۀ دې باب کښې رانقل کړي دي او د تطبیق جسارتونه مې هم کړي دي.

دې کتاب کښې د څۀ متلونو نوے شکل هم رامنځ ته کړے شوے دے او څۀ نوي متلونه ئې هم جوړ کړي دي. زما پۀ نیز د دې عمل پۀ ځاے کۀ دا واړه بصیرت پۀ تشریحي برخه کښې ځاے کړے شوے ؤ نو ډېره به ښه وه، ځکه چې د متل لفظیات او معنیات پۀ خپل پس منظر کښې د اجتماعي درک امتیازات لري. څومره نوے والے چې دوي راوستے دے، پۀ هغې کښې د ټکي او معنې اساطیري، تاریخي او روحي سمتونه/ جهاتونه متاثر شوي دي، خو د لیکوال دیانت ته دلته داد ورکول پکار دي چې د خپل ذاتي اضافت سره سره ئې زاړۀ صورتونه هم ثبت کړي دي. الله دې وکړي چې پۀ دې کتاب د فولکلور پۀ برخه کښې مزید تحقیقي کار وشي.

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …