رابندرا ناتهـ ټېګور او غني خان: مفروضات او حقائق – سمیع الدین ارمان

ټېګور پۀ کال اتلس سوه او یو شپېتم 1861)ز( کښې پېدا شوے ؤ او پۀ کال نولس سوه او یو څلوېښتم 1941)ز( کښې وفات شوے ؤ. پۀ کال دوه زره او یوولسم 2011)ز( کښې د هائډل برګ د مشهورِ زمانه پوهنتون ساوتهـ اېشیاء انسټیټیوټ د ټېګور د زېږون یو نیم سل کلونه پوره کېدو باندې هغۀ ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې کولو لپاره د “ټېګور نمانځنه” پۀ عنوان تقریبات منعقد کړي وو. دې تاریخي تقریباتو کښې د ټېګور د فکر و فن او شخصیت پۀ ګڼو اړخونو تحقیقات، تاثرات، ډاکومنټریز او د هغۀ تخلیق کړي سُرونو باندې موسیقي او د هغۀ پۀ مصورۍ هم ګټورې خبرې شوې وې او د دې تفصیلات د تاریخ یوه معتبره برخه جوړه شوه. دې تقریباتو کښې د دوه بنګالي اساتذه د مقالو ذکر ضروري ګڼم. ډاکټر برنیتا بګچي چې د نېدرلینډ پۀ ‘یوټرېکټ پوهنتون’ کښې د تقابلي ادبیاتو استاده ده. پۀ ‘فېمنزم، خصوصاً د ساوتهـ اېشیاء د ښځو تخلیق کړي فکشن باندې یوټوپیا او د اتلسمې پېړۍ پۀ روماني ادب سره سره پۀ ما بعد نو ابادیاتي مطالعاتو خپل ژور نظر لري. پۀ دې یادو مېدانونو کښې ئې مستند تحقیقي کار د متعدد کتابونو پۀ صورت کښې چاپ دے. دې نه علاوه د نړۍ پۀ مشهورو پوهنتونونو لکه اکسفورډ او کېمبرج کښې ئې زدکړې هم کړې دي او هلته جز وقتي استاده هم ده. اٰغلې د ‘رابندراناتهـ اېنډ یوټوپیا: سم کنسډرېشن’ پۀ سرخط یوه مقاله لیکلې چې ماحصل ئې دا ؤ چې د ټېګور سیاسي او تعلیمي تصورات او بصیرت یوه یوټوپیا ده. بل پروفېسر ډاکټر الوک رنجن داس ګپتا چې کلکته کښې پۀ شپږم اکتوبر کال نولس سوه او درې دېرشم 1933)ز( کښې پېدا شوے دے، د کلکتې پوهنتون نه ئې دوکتوره کړې ده او بیا د جادوپور )کلکته( پۀ پوهنتون کښې څوارلس کاله د تقابلي ادب استاد ؤ او د دې نه پس د هائډل برګ معروف او یاد پوهنتون کښې پۀ ساوتهـ اېشیا انسټیټیوت کښې د تقابلي ادب استاد ؤ؛ ښاغلي د بنګالي ادب بلها شهپارې الماني او فرانسیسي ادب ته او د الماني او فرانسیسي ادب نه بنګالي ادب ته راوړي دي. د المان لۀ خوا ورته پۀ غېرمعمولي زیار باندې د ‘ګوئټے پرائز’ هم ورکړے شوے دے. د دې بنګالي استاد رایه ده چې ټېګور د بنګال شاعر دے، پۀ مغرب کښې معروف دے خو هغه د پوره نړۍ خو لا څۀ چې د پوره هندوستان نمائنده شاعر هم نۀ دے. پۀ هندوستان کښې پۀ سوونو ژبې دي، ایا ټېګور دې ټولو ژبو ته د بنګله ژبې نه ژباړلے شوے دے او بیا د هغه ټولو نه اوچت او لوړ ثابت شوے دے؟ استاد الوک رنجن داس ګپتا وائي چې ټېګور هندوستاني ادبي تنوع ته د انګرېزۍ پۀ لاره رارسېدلے دے.

درېمه رایې د “اے بي شمس الدوله” د ټېګور د نوبل انعام د حصول پۀ حواله د هغۀ تحقیقي کتاب کښې ثبت ده. دې ښاغلي هوش ربا انکشافات کړي دي. دۀ سویډش اکېډمي ته یوه سوالنامه استولې ده او د هغې پۀ جواب کښې ورته څۀ داسې وئیلے شوي دي چې پۀ څلیرشتم ستمبر کال نولس سوه او دیرلسم 1913)ز( د نوبل کمېټۍ دا تجویز پېش کړو چې دا وار دې انعام فرانسیسي پروفیسر ‘اېملي فاګوېټ’ ته ورکړے شي. یاده دې وي چې دا کمېټي پۀ پینځۀ ارکانو مشتمله وي او د دوي چاڼ د اکېډمۍ د مستقل اتلسو اراکینو نه کېږي. د دوي کار د نوبل انعام لپاره مبني بر انصاف او دلیل سفارشات وي. د سویډش اکېډمۍ اجلاس پۀ دېرویشتم اکتوبر کیدونکے ؤ او د دې اجلاس نه صرف پینځۀ ورځې وړاندې ‘هائډ سټام’ چې د اکېډمۍ رکن ؤ، سکرټري ته خط ولیکو چې دا کال دې انعام ټېګور ته ورکړے شي. د ټېګور نامزدګي هغه ټامس سټرج کړې وه چې ټېګور ورسره پۀ لندن کښې ملاقاتونه کړي وو. دا سړے د اکېډمۍ پۀ اراکینو کښې هم نۀ دے شامل خو عجیبه خبره دا ده چې د دۀ رایې تسلیم شوه او د ټاکلې کمېټۍ سفارشات باندې پښې کېښودې شوې. داسې ولې او څنګه وشو، دې باب له متنوع اراء د تاریخ حصه ده؛ خو یاد محقق دا یو منصوبه بند اقدام ګرځوي.

اوس څلورمه رایې د پروفېسر ډاکټر ناصرعباس نیر وړاندې کوم. دا ښاغلے د ما بعد نوابادیاتي مطالعاتو لپاره دا مهال پۀ پاکستان کښې تر ټولو معتبره حواله ده. پۀ تاریخي اورینټل کالج لاهور کښې د ادب استاد دے. هم د یاد مشهور و معروف هائډل برګ پوهنتون نه ئې پۀ دغه یاد مېدان کښې پوسټ ډاک کړے دے. تنقیدي کار زیار ئې د متعدد مستندو کتابونو پۀ شکل کښې زمونږ وړاندې دے. ما چې تر دې ځایه کوم تفصیلات ولیکل، دا ټول هم د دې ښاغلي نقاد د ‘هائډل برگ کی ڈائری’ نه ماخوذ دي. دا ډائري دوي لیکلې خو پۀ دوه زره او یولسم کښې وه خو د کتاب صورت کښ اوس اوس پۀ کال دوه زره اوولسم کښې مخې ته راغله. بعضې تفصیلات ترې نه پۀ رسائلو او مجلو کښې لږه موده وړاندې هم خپارۀ شوي وو. کومه موده کښې چې ډاکټر صاحب پۀ هائډل برګ کښې د یاد تحقیق لپاره مېشته ؤ نو هم د دغه پوهنتون پۀ اقبال چئیر د پښتنو یو معتبر مؤرخ او ریښتونے باچاخانے پروفېسر ډاکټر وقار علي شاه مشر ؤ. عباس نیر ورسره د ملاقاتونو احوال او یاداشتونه هم د دې ډائرۍ تاریخي برخه ګرځولې ده. ښاغلي د ټېګور پۀ حواله تفصیلي بحث نه بعد اخر کښې خپله رایه پۀ ډېر عالمانه انداز وړاندې کړې ده. هغه لیکي چې کۀ مونږ د سویډش اکېډمۍ د چیئرمېن ‘هیرالډ حجر’ هغه تقریر پۀ غور ولولو کوم چې ئې ټېګور ته د نوبل انعام د ورکولو پۀ وخت کړے ؤ نو ډېر پۀ اسانه مونږ ته ټوله منظر نامه واضحه کېږي. یاده دې وي چې دا انعام ټېګور پۀ خپله نۀ ؤ ترلاسه کړے بلکې مسټر اېم کلائیو، انګلش منسټر وصول کړے ؤ. پۀ دې تقریر کښې ټېګور ته ‘اېنګلو انډین’ شاعر ووئیلے شو. د ټېګور د شاعرانه عظمت اعتراف پکښې نشته او ټېګور پکښې د ‘عیسوي برطانوي تهذیب’ پۀ نمائندګۍ ستائیلے شوے دے. ټېګور ته پکښې د قدیم هندي تهذیب د مشترکه جوهر د نمائنده حېثیت نۀ دے ورکړے شوے بلکې د برهمو سماج پۀ اساس ئې د تحسین قابل ګرځولے دے چې پۀ نولسمه پېړۍ کښې راجه رام موهن رائے پېل کړے ؤ او د عیسائي مشنري د پېروکارانو او وکیلانو خصوصاً د “ولیم کېري” اثر ورپکښې ډېر زیات شامل ؤ. هیرالډ حجر پۀ دې خبره خپل تقریر کښې بار بار زور اچولے دے چې عیسائي مشنري او یورپي تعلیم د بنګال پۀ مقامي ادب کښې نوے توان پوکلے دے او ورپکښې ئې عیسائي جوهر او روح ورداخل کړے دے، او دا عنصر تر ټولو زیات ما ته د ټېګور پۀ شاعرۍ کښې څرګندېږي. عجیبه خبره دا ده چې د سویډش اکېډمۍ یو رکن ته هم بنګله ژبه نۀ وه زده!!!

دې تفصیل نه ډېر پۀ اسانه واضحه کېږي چې د ټېګور د انتخاب ډانډي د نوابادیاتي تدابیرو سره کلک تړلي دي. د ټېګور د نوبل انعام ګټلو نه بعد پۀ تمامي هندوستان او مشرق کښې د ټېګور تراجم پۀ بلها ژبو کښې وشو او دا ټول تراجم د انګرېزۍ نه وشو او دا رنګ کوم مقاصد چې د سیاسي حکمت عملۍ پۀ وس کښې نۀ وو، د ادبي متن پۀ واسطه د طویل المیعاد منصوبه بندۍ پۀ ځاے د یو سریع بالواسطه عمل پۀ طور حاصل کړے شو.

یو بل ځاے کښې د ټېګور پۀ حقله دا محقق او نقاد لیکي چې د ټېګور اعتراف دا مهال د یو عالمي ادیب پۀ توګه بالکل هم مسلّم نۀ دے بلکې هغه یو مشرقي، هندوستاني بنګله شاعر دے او هغه هم د جنوبي اېشیائي یا د دولتِ مشترکه د ادبي مطالعاتو پۀ شعبو کښې بسسس!!!

ما چې کله دا تفصیلات ولوستل نو پۀ یوه حواله ډېر خوشحاله شوم او هغه دا چې ما کال وړاندې پۀ جنوري دوه زره او اوولسم کښې د پروفېسر ډاکټر اسماعیل ګوهر پۀ کتاب “د سندرو پېرزوئنه” یو تنقیدي مضمون لیکلے ؤ چې اوس زما د چاپ کتاب ‘زرپاش 1’ برخه هم ده. پۀ دغه مضمون کښې ما د ټېګور پۀ حقله د دغه پورته معلوماتو او حوالو نه علاوه د ما بعد نوابادیاتي فکر پۀ اساس د ټېګور پۀ حقله دا موقف وړاندې کړے ؤ او د دې خیال چې پۀ پښتو ادب کښې ډېر مشهور دے چې ګوندې لېونے فلسفي غني خان د ټېګور نه متاثر دے، د اصلي حقیقت نه د خبرولو یوه هڅه پکښې شوې وه. غني خان د ټېګور صرف یو نظم ژباړلے دے لکه څنګه چې ئې د سر محمد اقبال یو نظم ژباړلے دے بسسس، او پۀ شانتی نکېتن کښې د تربیت د حصول نه ئې خلقو خود ساخته دا مفروضه تراشلې ده چې ګنې غني خان د ټېګور نه متاثر ؤ. پۀ دې کښې د منفي سیاسي پروپېګنډو اثرات هم ډېر دخیل دي او د پښتنو د هغه وخت د لیکولانو )نقادانو( محدود یا یک نظره مطالعه پکښې هم یو لامل دے. وړاندې د دې چې پۀ دې باب له مزید خبره وړاندې بوځم، غوړام کال وړاندې مې چې د غني خان او ټېګور پۀ تقابل څۀ لیکلي وو، د هغې نه څۀ اقتباسات دلته تکرار کړم:

“د یو علمي کار مخې ته د راوړلو لپاره مناسب وخت ټاکل ډېر ضروري وي ګنې بیا دغه کار کۀ ډېر هم علمي وي خو خپل وقعت کم کړي. دا خبره مې دې پورې وکړه چې ټېګور ته د نوبل انعام ‘عطا’ کولو کښې علمي اعتراف او د ادبي استعداد معیار کتنه کمه او سیاسي مقاصد ډېر وو. دا خبره زۀ د مابعد نوابادیاتی )پوسټ کلونئیلزم( اپروچ پۀ بنیاد کوم. د ټېګور د پلار نیکۀ د ملکه وکټوریه سره خصوصي تعلقات وو. د برطانیې د هندوستان سره روابط نېغولو او پۀ لاره کولو کښې د دې خاندان ډېر لاس وو. کوم دور کښې چې دا کتاب مخې ته راغلو، د دې دور سیاسي حالات څۀ وو؟ نړیوال جنګ نښتے ؤ، د ازادۍ او حریت تحریکونه زېږېدل، د استعمار خلاف عملي او نظریاتي مزاحمت راولاړېدل. دې دوران کښې د عوامو شعوري/فکري هڅې پۀ داسې لاره خېژولو لپاره چې د پېرنګیانو مفاد محفوظ وي، د روحانیت، عقیدت، اطاعت او غې مزاحمتي رفاهي خدمت د مفکورې نه بله مناسبه مفکوره کېدې شي؟

برمنګهم پوهنتون کښې د فلسفې استاد عمران شاهد بهنډر د ټېګور پۀ حقله تېر کال یو مضمون لیکلے دے. پۀ هغې کښې ئې د ییټس چا چې د ګیتان جلي د نظمونو اصلاح کړې وه او چې کله ئې د ټېګور د نورو اثارو مطالعه وکړه نو پۀ کال نولس سوه او پینځۀ دېرشم 1935)ز( کښې ئې د ټېګور کار ته ‘جذباتي بکواس/خرافات’ ووئیل او رد ئې کړو. بهنډر وړاندې د شلمې پېړۍ معروف سکالر برټرنډ رسل د ګیتان جلي پۀ باره کښې تاثرات رانقل کوي چې دا ټول ‘مبهم بکواس’ دے. د مضمون اخره کښېئې د سیمس پیري د مضمون نه اقتباس راخستے دے چې هغه وائي ټېګور د بنګال نه علاوه پۀ ټوله نړۍ کښې فراموش شده تاریخ دے.

نوبل پرائز او اسکر اېوارډ او دغه رنګ نور تمامي انعامونه د عالمي سیاسي مقاصدو او سرمایه دارانه نظام د بقاء د پوره کولو یوه بالواسطه لاره وي. د دې کتاب یو یو حرف د انسان نه د مزاحمت لشه وباسي. د هندوستان معروف ادیب پروفېسر ډاکټر وهاب اشرفي د بنګال د هغه وخت کله چې ټېګور پۀ ادبي فضا حاوي ؤ، د مزاحمتي ادب او د حریت پۀ ګناه ککړ بلها ډېر شاعران پۀ ګوته کړي دي چې هغه وخت د ټېګور مخالف وو خو د مقتدر طبقې د عذاب سره مخ وو او اوس هم د دوړو لاندې دي، اګر کۀ د علم او ادب پۀ پېمانه د ټېور نه کم نۀ وو. د نقادانو پۀ خیال د ټېګور د اولني ادبي ژوند تمامي اثارو کښې هېڅ ندرت او ارفعیت نشته. هن! د اخري دور د تخلیقاتو اعتراف ئې پۀ غټه سطح شوے دے.

زۀ دا هم نۀ وایم چې ټېګور ارادتاً د استعمار نمائنده ؤ یا ئې ورسره څۀ نظریاتي وابستګي وه، ځکه چې ټېګور پۀ 1919ز کښې د جلیانواله باغ د پېښې پۀ ضد )نائټهوډ( قبول کړے نۀ ؤ، خو عملي ژوند او افکارو نه ئې هغوي فائده اخسته او قامي ترانه ئې پۀ بنګال کښې منتخب کېدل هم دې سره څۀ تصادم نۀ لری. اقبال چې د ملکه وکټوریه مرثیه لیکله، یا ئې د برطانیې د نمائنده ګانو لپاره نظمونه لیکل نو دې نه مونږ د هغۀ نظریه نۀ ثابتوو او کۀ کوو نو دا به زیاتے وي.

تر څو چې د ګیتانجلي د ‘میجک ورسز’ خبره ده نو بنګالي خو ما له نۀ راځي او د اردو، پښتو او اورېجنل انګرېزي چې ټېګور پۀ خپله کړې وه، دا مې اووۀ اتۀ ولوستې خو ما ته پکښې هېڅ فني او تخلیقي انفرادیت ملاو نۀ شو برعکس د نورو عالمي فنپارو د ژباړو!

بل ډاکټر صاحب اسماعیل ګوهر پۀ خپله یوه حواله راوړې ده چې د دۀ پلار به د خپل نوم سره ‘ټهاکر’ لیکلو، خو دا انګرېزانو ته وئیل ګران وو نو دۀ ‘ټېګور’ کړلو. جوش ملیح ابادي ئې هم د بعضې کمزوریو لیدلے کتلے حال وئیلے دے.

دا خبره پۀ خپل ځاے ټیک ده چې د تصوف او باطنیت متنوع روایاتو کښې مشترکات ډېر دي او ډېرو خلقو پۀ ګوته کړي هم دي خو افتراق نه ئې اکثر خلقو فرار کړے دے. لکه د اقبال مردِ مومن د تصوف قطب الاقطاب دے کۀ د نیطشے سوپرمین؟ اګر کۀ یو بل نه ئې ډېر تاثر هم قبول کړے دے. ګوئټے پۀ محمد صلي الله علېه وسلم بهترین نظم لیکلے دے نو د دې به څۀ مطلب وي چې د ګوئټے او د اقبال تصورِ رسالت یا تصورِمحمدي یو دے؟ دغه رنګ د غني خان تصورِ رب او د ټېګور تصور رب کښې هم فرق دے. د برهمني تفوق لۀ وجې د ټېګور تصور تشبیهي دے. ټېګور اکثر ذات باري تعاليٰ او صفات باري تعاليٰ لکه د یو عام انسان پۀ انساني ذات او صفات قیاس کړي دي. د غني خان تصور رب پۀ محسوساتي پېرایه کښې د محبوب او محب د تعلق سره تړلے دے، او صفاتي ادراک ئې پۀ انسان بالکل هم نۀ دے قیاس کړے.

دلته رنګ بدرنګي دواړه د احساس د تول یو جام دے

زما سترګو پېدا کړے سپین ساقي او تور امام دے

شپه او ورځ زما نظر دے، ړوند له نمراو ماښام نشته

زۀ عاشق ځکه د رب یم چې انسان له دوام نشته

رب دے هر څۀ، او هغه چې زما هوش پرې نۀ پوهېږي

رب زما د روکېدو نه بره، لرې سپین مقام

رب زما د هوش صحرا له یو محل دے د کمال

رب زما دې ستړي سر له د مستۍ بهرپوره جام

دا د روکو پۀ وطن کښې یو ارمان دے د دوام

دا پۀ توره توره شپه کښې محبوبه ماهِ تمام غني خان

زما الله! زما مالکه! ما ته دا وښایه!

زما د ژوند پۀ دغه ډکه پېمانه کښې زما

څنګه مشروب تۀ پاکیزه او مصفا غواړې

کوم حقیقت لټول غواړې افسانه کښې زما

زما پۀ سترګو خپل جهان خوشحال لیدل غواړې؟

زما پۀ غوږو خپل اواز دې اورېدل غواړې؟

زما پۀ ذهن کښې دا لویې لویې د لفظونو رشې

ما ته بخښنه دغه ستا د دې دنیا ده ربه!

زما لفظونو ته هم تا دے ترنم بخښلے

دغه احسان دغه بخښنه فقط ستا ده ربه!

بیا تۀ زما شوې ډېرې مینې چې مجبوره کړلې

زۀ شوم خوشحاله چې قربت مې تۀ مسروره کړلې

ټېګور، نظم 65، ژباړه اسماعیل ګوهر

دې نظمونو کښې د خیال ارفعیت، د تخیل الوت او د تخلیق د صلاحیت د سره یو بل سره موازنه نۀ کېږي.

دا هم نۀ ده چې د ټېګور صرف دې یو نظم کښې دا صورتحال دے. د ټېګور اکثر نظمونو کښې د غلامۍ، اطاعت، بندګۍ او یو قسمه د جبریت پېغام رساني ده. پۀ بل اړخ د غني خان د رب سره تعلق د محبت هم دے او د خالقیت مقام ئې هم ځان ته راکوز کړے نۀ دے. د ټېګور دا مخاطبه دومره عامه او بې توله ده چې د علامت پۀ ترڅ کښې ورته د پرسانیفیکېشن هغه ګنجائش هم نۀ پرېږدي.

لکه څۀ رنګ چې تر اوسه د باچا خان د عدم تشدد پۀ حقله د ګاندهي جي نه امتیاز خلقو ونۀ پېژندو او دې ناپېژنګلو کښې مصنوعي قامیت او سیاسي پروپېګنډو پوره پوره ونډه اچولې ده، د باچا خان او ګاندهي جي تعلق، تعامل، سیاسي وابستګۍ، مشترکه اقدارو باندې کلئیر وژن ته سیاسي او ریاستي عناصرو کوم کوم پلیت رنګ نۀ دے ورکړے، هم دا رنګ د غني خان او د ټېګور تعلق ته هم رسا ادراک تر اوسه نۀ دے شوے ـــ یا خو ئې محض د شانتي نکېتن د تربیت پۀ وجه ترې انسپائر ګرځولے دے او یا ئې د نوابادیاتي تدبیر پۀ زور د ټېګور د خود ساخته جوړ کړے شوي مصنوعي تشخص نه پۀ خپله د متاثره کېدو پۀ وجه غني خان هم متاثره ګرځولے دے.

لکه ماسټر عبدالکریم ‘د پنجرې چغار’ باندې لیک کښې یو تمثیل راوړے دے، لیکي چې “غالب او ټېګور پۀ لاره روان وو، غني مخې له ورغې، دواړو یو بل ته وکتل، دغه د غني د درېم دور شاعري ده ـــ او چې د خیام مستۍ له ئې د غالب بې باکي او د ټېګور رنګیني ورکړه نو نوم ئې ورله ‘د پنجرې چغار’ کېښودو.’

پۀ ډېر احترام سره دلته څو ګزارشات وړاندې کوم. غني خان پۀ نولس سوه او څوارلس کښې زېږدلے دے او پۀ نولس سوه او شپږ نوي کښې وفات شوے دے. دا رنګ غالب پۀ کال اوولس سوه او اووۀ نوي کښې زېږېدلے دے او پۀ اتلس سوه او نهه شپېتم کښې وفات دے، ټېګور پۀ کال اتلس سوه یوشپېتم کښې زېږېدلے دے او پۀ نولس سوه او یوڅلوېښتم کښې وفات دے. د ټېګور ملاقات کۀ د غالب سره د مرګ پۀ کال هم کېږي نو عمر ئې اتۀ کاله راځي او غني خان خو د غالب د مرګ نه پینځۀ څلوېښت کاله پس پېدا شوے دے ـــ ظاهره ده چې دا یو تمثیلي اقتباس دے، نو د دې نه مراد دا چې غني خان د غالب او ټېګور روان تسلسل پۀ خپل اسلوب کښې مخ پۀ وړاندې بوتللے دے. خو زما پۀ اند د ټېګور سره تړل خو ئې لکه د ګوهر نوید د سر محمد اقبال سره تړل دي او د غالب سره ئې بعضې مماثلتونه ثابتېږي خو من کلِ وجهٍ ئې د هغۀ مسلک هم نۀ دے وړاندې کړے. بل د دې اقتباس تمثیلي ادا او پېشکش هم بروقت او برمحل نۀ دے. نو زیاته قرینِ قیاس دا خبره ده چې لیکوال د دواړو شخصیاتو د جوړ، معروف او پۀ عوامي سطح د منلے شوي تصور د وجې غني خان د دوي سره تړلے دے. باید مونږ د غني خان د تصورِ حیات و ممات، تصورِ رب او د فکري ساخت د ټولو ځانګړنیو امتیازات پۀ ګوته کړو. بیا دا تقسیم چې ماسټر عبدالکریم کړے دے چې اولني دورِ شاعرۍ کښې د غني خان تخیل پراخه نۀ ؤ، هم د نظرِ ثاني تقاضا کوي. اولني دورِ شاعرۍ کښې هم د غني خان بلها ځانګړنې پۀ اسانه پۀ ګوته کېدې شي. د میډیا لۀ خوا پۀ خود ساخته توګه غني خان د صوفیاو پۀ صف کښې ودرول هم یوه لویه ګمراهي ده. نۀ صرف ګمراهي ده بلکې غني خان سره زیاتے هم دے. د ابن عربي، ملا صدرا، سرمد او منصور نه به ئې خامخا شا ته ودروې او حال دا چې هغه د خپلې قافلې اولنے فرد دے، د جینئس استثنيٰ ورته حاصله ده او دې سره سره د خپل مسلک نقیب هم دے.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

‘پښتون’ د فیض احمد فیض اور خان عبدالغنی خان کے افکار و نظریات کا تقابلی جائزہ پۀ موضوع د ‘نادرن یونیورسټي، نوښار’ نه پۀ اردو ژبه اېم فِل کولو اٰغلې خور روبینه اسلام محمدزئ ته مبارکي وائي.

پښتانۀ سکالران باید د پښتو ادب مخ پرمختګ د پاره پۀ اکادمي کچ داسې موضوعات د خپلو مقالو د پاره چاڼ او غوره کړي.

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …