“نيازبين خانه”؛ خداے دې پوهه کړه – صديق ننګيال

دا خبره خو اوس ډېره زړه بلکې د خبرو نيا شوه خو څۀ وکړو چې نن دا خبره د پخوا پۀ نسبت لا زياته بلکې بېخي سمه او جالبه ده. کله نه چې دا ملک جوړ شوے دے نو اکثر مونږ دا خبره اورو يا راته وئيلے کېږي چې ملک د “نازکو حالاتو” نه تېرېږي . دغه نازک حالات دومره زاړۀ، وراستۀ او اوږدۀ شو چې اوس ئې زنګ هم نيولے دے خو بيا هم د دې خبرې اثر پۀ خپل ځاے قائم دائم دے. د دې خبرې بلکې بيانيې يو ډېر عجيبه او مهم اړخ دا هم دے چې چا هم تر اوسه د دې نازکو حالاتو د مخنيوي يا هواري څۀ لاره چاره پېدا نۀ کړه بلکې داسې ښکاري چې دا قسمه خبرې پۀ المارو کښې سمبال پرتې وي او د ضرورت پۀ وخت ترې دوړې څنډ وهلې شي او مارکيټ ته رابهر کړے شي. نن د دې ملک د جوړېدو درې اويا کاله پوره شوي دي خو لۀ بده مرغه نن پۀ يويشتمه پېړۍ کښې هم مونږ د نازکو حالاتو سره مخ يو . دا خبره اوس ځکه هم ډېره نازکه ده چې د ملک وزيراعظم هغه تن دے چا چې ځان پرښته او نور ټول غلۀ ګڼل . عمران خان به وئيل چې تر اوسه صرف غلو او درغله خلکو حکومت کړے دے او ملک ئې برباد کړے دے . د تېرو لسو کالونو راهسې ئې يوه نعره پۀ خولۀ وه چې “دا ټول غلۀ دي”، بله نعره ئې دا وه ” نوے پاکستان” . دۀ به وئيل چې کپتان سم وي نو لاندې خلک خپله او ارو مرو سم وي . عمران خان به دا هم وئيل چې مشر غل نۀ وي نو د لاندې خلکو جرات نۀ شي کېدے چې غلا وکړي . نن د عمران خان پۀ حکومت کښې درېم کال روان دے، د وزارت عظمي پۀ کرسۍ ناست دے، خپل د خوښې وزيران، مشيران او پته نۀ لګي چې کوم کوم افلاطونان ورسره دي خو د ملک حالات ستاسو ټولو مخې ته دي . دلته د ګرانۍ هډو خبره نۀ کوو ځکه چې د ګرانۍ لۀ وجې د خلکو ستوني دومره ستغ شوي دي چې اواز ئې ناست دے. دلته مونږ د هغه حالاتو خبره کوو چې ملک ئې پۀ نازکه لار روان کړے دے خو لۀ بده مرغه د عمران خان سره ئې هډو څۀ احساس نشته او داسې ښکاري چې عمران خان د دې هر څۀ نه مزې اخلي . دا خبره واضحه ده بلکې پۀ دې ماشومان هم پوهېږي چې پۀ يو ملک کښې د حکومت مثال پۀ شان د مور وي او اپوزيشن د نيازبين زوي پۀ شان وي، اړي هم کوي او مرورېږي هم، خو حکومت ئې کۀ نخري اوړي نو پخلا کوي ئې هم . خو عمران خان خو نوے پاکستان جوړوي او د دې لپاره ضروري خبره ده چې د زوړ پاکستان سره سره زاړۀ اصول، زړې خبرې او زړې لارې چارې بلکې زاړۀ روايات او د سياست ښکلا يعنې د برداشت کلچر او د اظهار ازادي هم لۀ مېنځه يوسي . پۀ ځاے د دې چې عمران حکومت، اپوزيشن پۀ دې نازک وخت کښې ځان ته نيزدې کړے ؤ، الټه ئې د دېوال سره لګولے دے او ساه اخستو ته ئې هم نۀ پرېږدي . پۀ جمهوريتونو کښې خو حکومتونه اوږه ښکته اوړي خو د عمران خان پۀ نوي پاکستان کښې اوس دا اصول دقيانوسي ښکاري او بيا چې ټول اپوزيشن او د دې مشران “غلۀ” وي نو ولې دې د عمران خان پۀ شان “پارسا” او “نېک” انسان اوږه ښکته يوسي . او بيا چې ګېر چاپېره ترې داسې وزيران او مشيران وي د چا پۀ لمنو چې مونځونه کېږي او هم هغوي ورته مشورې ورکوي نو بيا خو هډو سوال نۀ پېدا کېږي چې اپوزيشن ته دې د اپوزيشن پۀ سترګه وکتے شي . پۀ انتخاباتو د غلا غلتۍ او ټګۍ برګۍ تورونه ولګېدل خو هر څۀ نوي وو نو دغه الزامات رد بلکې هډو څۀ پام ورته ور نۀ کړے شو، د نيازبين خان لپاره د اسمبلۍ نه لوے لوے نومونه او سياستدانان بهر کړے شول خو نيازبين بيا هم خوشاله نۀ ؤ او چې کوم پۀ سختو حالاتو کښې بريالي شوي وو، هغوي ئې هم پۀ نوې او زړو طريقو جېلونه ته لېږل شروع کړل . پۀ ملکي او خارجي خبرو اترو کښې حکومت د اپوزيشن سره هډو صلاح مشوره ضروري نۀ ګڼل، بلکې الټه پۀ دوي ئې بې بنياده الزامونه او تورونه لګول خپل منصب او ډيوټي ګڼل . ملک مخ پۀ ښکته روان ؤ، سرمايه کاري د نيشت برابر، جي ډي پي صفر، ګراني مخ پۀ بره، غريب پۀ لړزان، کاروبار پۀ ټپه او نوکرۍ د مار پښه . پۀ ځاے د دې چې د دې خبرو مخنيوے شوے ؤ، الټه حکومت د اپوزيشن پۀ مرۍ لاسونه ټينګول او قسم قسم د تورونو او غلاګانو اصطلاحات به سحر ماښام مارکيټ ته راتلل او دغه شان د حکومت دوه کاله پوره شو . اپوزيشن چې د ملک او غريب اولس بده ورځ وليده او وې کتل چې نوے پاکستان اوس پۀ دوربين کښې هم نۀ ښکاري او نيازبين نۀ پۀ خبره پوهېږي او نۀ د چا اوري نو د ملک او اولس پۀ خاطر مېدان ته شول . پي ډي اېم جوړ شو او جلسې شروع شوې . جلسې کول،خپل حقونه غوښتل،د اولس د مصيبتونو او درد غم خبره کول پۀ هر جمهوري ملک کښې د اپوزيشن حق څۀ چې فرض او ډيوټي وي . کله هم چې يو حکومت سمه لار پرېږدي، سترګې پټې کړي او پۀ بله بله روان شي نو اپوزيشن ورله سترګې پرانېزي او سمې تۀ ئې راښکي . او دلته خو حکومت سترګې پټې کړې نۀ وې بلکې هغه د چا خبره چې سترګې ئې پۀ تندي کړې وې نو د اپوزيشن سره د احتجاج پرته بله کومه لار د سره وه نه . خو پۀ ملک کښې خو عمران خاني وه او ګڼل ئې چې اپوزيشن به هسې لاپې ووهي او پۀ قلار بۀ کښېني . خو کۀ هر څۀ نوي وو نو وو به خو اپوزيشن د زوړ پاکستان ؤ او وار تر واره ئې د ګوجرانوالې، کراچۍ او کوټې پۀ ښارونو کښې داسې لويې لويې جلسې وکړې چې د عمران خان سره سره ئې د دۀ د سقراط او بقراط پۀ شان وزيران او مشيران هم ولړزول او پۀ ځاے د دې چې د عقل، فهم او فراست نه ئې کار اخستے وے، لا بلوه شو او د اپوزيشن د غوښتنو پۀ ځاے ئې الټه د هغوي خلاف محاذ لکه د جنګ ګرم کړو . لکه څنګه چې مونږ وئيلي چې د حکومت مثال پۀ شان د مور وي خو دلته خبره الټه وه او حکومت د ځان نه د دوه ورځو تنکۍ ناوې جوړه کړه او چغې سورې ئې جوړې کړې . د خواښې خبرې پۀ ناوې بدې لګېدې خو هر ځاے به ئې خپل خاوند مخې مخې ته کولو. هوښياره ننګور هغه وي چې د کور سمے راولي، پۀ هر حال کښې د خاوند او نورو غړو ترمېنځه سمون راولي خو دلته خو ناوې تنکۍ، پخه او نا اهله وه نو د ځان د بچ کولو لپاره ئې خپل خاوند او د کور نور غړي پۀ جنګ کول غوښتل . نور تاسو ښۀ پوهېږئ چې د دې څۀ مطلب دے. نو مونږ وئيل چې حکومت د فراست نه کار اخلي خو دلته دا خبرې هسې سنډا ته بيم غږول دي. د اپوزيشن د سوالونو د جواب پۀ ځاے ئې د الزامونو بازار ګرم کړو. او چې اپوزيشن لا توانېدو نو حکومت وترېدو او پۀ کراچۍ کښې ئې د کېپټن صفدر خلاف مقدمه درج کړه او هغه کانې وشوې چې غېر سياسي خلکو هم غوږونو لۀ ګوتې يوړې. دې مېنځ کښې د نوي پاکستان دعوې کوونکو نه نوے څۀ چې پاکستان هم هېر دے او پۀ هر قيمت خپل حکومت بچ کول غواړي. او ځکه د خبرو پۀ ځاے ئې الزامونو لۀ زور ورکړے دے. پۀ هره خبره د غدارۍ فتوې دي. دا هغه حکومت دے چې پۀ وړومبي ځل ئې د پنجاب او ازاد کشمير مشران او سياستدانان هم د غدارانو پۀ لسټ کښې راوستل. دا هغه حکومت دے چې حکومت کم او اپوزيشن زيات ښکاري. دا هغه حکومت دے چې اپوزيشن يوه چغه وهي نو دوي لس وهي. دا هغه حکومت دے چې د هر تنقيد جواب صرف او صرف د غدارۍ پۀ فتوو ورکوي. د اهغه حکومت دے چې پۀ صحيح معنو کښې پۀ پروپېګنډو روان دے. دا هغه حکومت دے چې سحر ئې يوه او ماښام بله خبره وي. دا هغه حکومت دے چې پۀ يو بيان پکښې سردار اياز صادق غدار خو فواد چوهدري محب وطن دے. دا هغه حکومت دے چې د بهارت پۀ چېنلونو فواد چوهدري خو د سردار اياز صادق د بيان يوه تشريح کوي خو پۀ ملک کښې د خپلو سياسي ګټو لپاره پرې د غدارۍ فتوې لګوي. دا هغه حکومت دے چې مشر ئې لکه د فلم د هيرو پۀ مخ لاس راښکي او دړکه ورکوي چې يو ځلې تۀ ملک ته راشه نو بيا بيا ګورو. دا هغه حکومت دے چې مشر ئې پۀ سټېج عام اولس ته وائي چې پته به ولګي چې پښې د چا رپي. يعنې پۀ دې دومره نازک حالاتو کښې هم حکومت صرف د ځان پۀ غم کښې دے او د ملک ورسره هډو غم نشته. کۀ د دې حکومت سره د ملک او د اولس غم وے نو اپوزيشن او اسټېبلشمنټ به ئې يو بل ته نۀ ودرول، د حالاتو ادراک به ئې کړے ؤ او د نازکو حالاتو په رڼا کښې به ئې روډ مېپ جوړ کړے ؤ . خو لۀ بده مرغه چې يو سړے ځان پوره وګڼي، ځان ته عقل کل ووائي نو بيا ورته صرف د دې دعا ضرورت وي چې خداے دې پوهه کړي نو دلته مونږ هم حق بجانب يو چې “نيازبين خانه؛ خداے دې پوهه کړه”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.