عمران خان بمقابله “جانے کاکا” – سلطان خان ټکر

د عمران خان پۀ حکومت کښې هغه څۀ کېږي څۀ چې مافيا غواړي، باقي صرف د خان چغې دي يعنې صرف د کچ ادني فارم ماسټري ده چې ماشومان پرې وېروي، خو مافيا خو مافيا وي کنه، پۀ هوائي ډوزو دوي وېرېږي نه، بلکې د خان دا ډزې ډوزې پۀ دوي خوږې لګي او ځوانان وائي چې ګنې خان به اوس ملک شړشم کړي. داسې نظارې قوم ته د چينو د نرخونو پۀ مد کښې ډېرې ښکاري، د حکومت د اعداد و شمار مطابق چيني 100 روپۍ في کلو پورې خرڅېږي. پۀ ټول ملک کښې د چينو اوسط قيمت د 100 روپۍ في کلو نه زيات دے. د تحريک انصاف حکومت کښې مل مالکانو د حکومت د اېکس مل رېټ مطابق د 9 جولائۍ 2021 پورې د عوامو د جېبونو نه 230 ارب روپۍ اضافي ويستې دي. صرف پۀ دې کال ئې د 9 جولائۍ پورې 32 ارب روپۍ اضافي ئې ګټلې دي. د خان اهليت له بيا هم ځوانان ډنګ ورکوي، اخر پۀ څۀ؟ کۀ نۀ ئې منئ نو د تاريخ صفحې به اړول غواړي. کۀ بيا هم شک کوئ نو ماهرين نفسيات پۀ هر ښار کښې ډېر دي، خو د خان د راتلو سره ئې فيسونه لوړ شوي دي. حکومت پۀ دې کال د شوګر کېن سپورټ پرائس 200 روپۍ في من مقرر کړو، نو زميدارو پۀ دې رېټ مل ته د ګنو ورکولو نه انکار وکړو. زميدارو دا موقف اختيار کړو چې مل زمونږ نه دوه کاله ګنے پۀ 190، 180 روپۍ في من اخستل او د چينو قيمت ئې د 55 في کلو نه 100 روپۍ في کلو کړے دے. پۀ دوه کالو کښې مل مالکانو 198 ارب روپۍ وګټلې او زمونږ د زميندارۍ پۀ لګښت کښې د اضافې باوجود د ګني قيمت د نشت برابر دے. د ګني قيمت اوچت کړے شو خو بيا هم دومره نه څومره چې د چينو قيمت لوړ دے. حکومت د مل مالکانو دا دعوي قبوله کړه چې دوي ګني پۀ 256 روپۍ في من اخستي دي. د مل مالکانو د دعوې مطابق د چينو اېکس مل قيمت 80 روپۍ في کلو او ريټېل قيمت 85 روپۍ في کلو پکار دے. حکومت د خپل اېډمنسټرېټيو کمزورۍ له وجې پۀ 85 روپۍ في کلو ساتلو کښې ناکامه شو، ورکه ډنګ. بيا د لاهور هائي کورټ حکم جاري کړو چې د رمضان پۀ مياشت کښې دې چيني پۀ 85 روپۍ خرڅ کړے شي. شهزاد اکبر دا حکم يو ډېر لوے ريليف وګڼو او دا ئې د حکومت د منافع خورو خلاف يوه لويه فتح وګڼله، ماشا الله، خوحکومت د عدالت د حکم باوجود د مافيا خلاف څۀ ونۀ کړے شو يعنې “مافيا جيت ګيا او حکومت ښۀ جوخته باٸيله”. د خان د فتحې دې دعوې ته به سلامي ورکول غواړي. بيا خلکو وليدل چې د يو يو کلو چينو د پاره خلک د رمضان پۀ مياشت کښې د ګرمۍ باوجود پۀ اوږدو اوږدو قطارونو کښې ولاړ وو. دا نۀ صرف د حکومت د پاره يو فنانشل سکېنډل دے، بلکې يو سياسي سکېنډل هم دے. دا وجه ده چې دوه مياشتې پس هم د کشمير پۀ انتخاباتو کښې مريم نواز پۀ خپلو جلسو کښې د پي ټي ائي حکومت باندې تند و تېز تنقيدونه وکړل چې حکومت د رمضان پۀ مياشت کښې صرف د يو يو کلو د پاره غريب دومره خوار کړو، چې د 85 روپۍ في کلو چيني ورکولو نه مخکښې به ئې ورله پۀ سياهۍ “انګهوټا” توروله، چې واپس نور وا نۀ خلي. د مل مالکانو د ډېټا پۀ بنياد د مقرر شوي رېټ نه پۀ زيات خرڅولو باندې مل مالکانو د تحريک انصاف حکومت پۀ کښې تر د 9 جولاۍ 2021 پورې 230 ارب روپۍ وګټلې او سږ کال ئې 9 ورځې د پاسه شپږ مياشتو(تر 9 جولاۍ) پورې 32 ارب روپۍ وګټلې او د خان بيا هم دعوا ده چې د مافيا خلاف د چينو انکوائري کول د ورلډ کپ د ګټلو برابر ده. د خان پۀ دې دعوي ځوانان اوس هم د خوشحالۍ نه تيندکونه خوري، څۀ به ووايو چې سوچ نۀ وي نو د ملک نه به خا مخا د “جاني کاکا” اټۍ جوړېږي چې څوک ئې څنګه ووهلو. قيصه به کتل وي چې جاني کا کا سږ کال د خلکو د جېبونو نه د 9 جولاۍ پورې مالي طور باندې اضافي 32 ارب روپۍ څنګه ګز ګمبت کړې؟ د نومبره پورې چيني پۀ 100 روپۍ في کلو وو. بيا حکومت چيني امپورټ کړل او د ګنو کرشنګ هم شروع شو نو پۀ دسمبر کښې د چينو ريټېل رېټ 85 روپۍ في کلو له راغے، وزيراعظم ډزې(ټويټ) وکړې چې د حکومت د کامياب مداخلت لۀ وجې د چينو قيمت 20 روپۍ في کلو کم شو، ځوانانو هم رقص رومي کښې ووئيل چې “واه رے واه! خان تېرے صدقے”. لس ورځې پس د چينو قيمت 81 روپۍ في کلو شو، پۀ خان دومره تادي وه چې اومبارکۍ اخستو پۀ ځاے ئې خلکو له اومبارکۍ ورکول شروع کړل، خو ځه مړه! دا به ووايو چې د ورلډ کپ د ګټې پۀ وخت دماغ پۀ ځاے نۀ وي. وزيراعظم او وزيرانو بې وخته د 23 مارچ پرېډونه د 21 توپو سلامۍ سره شروع کړل چې چيني بۀ نور هم ارزانېږي، سبحان تېري قدرت!يعني نور بۀ جانے کاکا(مل مالکان) نخرې نۀ کوي. يقيني چې مونږ باندې دغه وخت کښې چيني د ګوړې نه خواږۀ لګېدل. مونږ ته څۀ پته وه چې د حکومت دا باديوې پۀ کچه تارونو الوتې دي. باديوو ډېر زر تارونه وشلول و او د چينو قيمتونه بيا بره لاړل. د خان ټويټ داسې خاموشه شو لکه مريم نواز چې کله د پېنډۍ د طرفه څۀ اشاره ويني، نو چې بيا ترې څوک صحافي د “ووټ کو عزت دو” متعلق تپوس کوي، نو مريم نواز ورته وائي چې “کوئي اور سوال پوچهـ لو”، دغه شان اوس د خان پۀ ټويټونو د نورو څيزونو متعلق خو ډېر څۀ وي، خو د چينو د نرخونو متعلق ډزې ډوزې پۀ کښې نۀ وي يعنې زر راته مريم نواز پۀ داسې حالت کښې مخې ته شي چې کوئې اور سوال پوچهـ لو. د جنورۍ مياشت شوه، سپينه کونتره پۀ بره والوته يعنې باديوو تارونه وشلول، جانے کاکا پۀ مستو ګډاګانو سر شو. د خان ډنګ خو هسې ډنګ ؤ، خو د جاني کا کا ډنګ د خلکو سترګې وازې کړې. پۀ جنورۍ کښې د حکومت د خپلې دعوې مطابق د چينو قيمت ۲۵.۹۱روپۍ شو او پاکستان کښې د مياشتې 45 لاکه من چيني استعمالېږي يعنې د شوګر کمېشن د رپورټ مطابق د چينو قيمت کښې د يوې روپۍ اضافې سره د جاني کاکا جېب ته (سالانه) پاو باندې پينځۀ اربه روپۍ ځي، ورکه ډنګ. يعنې پۀ يوه مياشت کښې جاني کاکا څۀ د پاسه درې اربه روپۍ وګټلې، “پېر ووهه جاني کاکا”! د فرورۍ پۀ مياشت کښې سپينه کونتره نوره هم پۀ بره لاړه يعنې د چينو اوسط قيمت 93 روپۍ ته لاړو او جانے کاکا ښۀ پۀ اسانه د درې نيمو ارب روپۍ اضافي دوسه ووهله. د مارچ پۀ مياشت کښې لوبه 98 روپۍ في کلو ته لاړه او پۀ يوه مياشت کښې د جاني کاکا کور ته شپږ ارب روپۍ اضافي لاړې، پووے! د بلا بچے دے. د اپرېل پۀ مياشت کښې د 97 روپۍ في کلو د وجې نه جاني کاکا پنځ نيم اربه روپۍ اضافي وګټلې، د ظالم زوے دے پۀ مزو ئې سر دے. د مۍ پۀ مياشت کښې د 98 روپۍ في کلو له وجې شپږ ارب روپۍ اضافي ئې د غري لاندې کړې، استاد دې ته وئيلے کېږي. دغې هومره د لوند خوړ امرسې د جون پۀ مياشت کښې د جاني کاکا پۀ کچن کښې راپرېوتې، خوره خوره جاني کاکا! تپوس ئې نشته، نېب دې هسې هم د ماما زوے دے. د 9 جولاۍ پورې د حکومت د اعداد و شمار مطابق د چينو قيمت 100روپۍ او 65 پېسې دے، د جاني کاکا کورته د دوه ارب روپو اضافي حلوه راغله. د جنورۍ نه تر د 9 جولاۍ پورې د جاني کاکا د اضافي پېسو قيصې 32 ارب روپو ته ورسېدې. د تحريک انصاف حکومت کښې جاني کاکا 230 ارب روپۍ اضافي وهلې دي، پير دې ته وئيلے کېږي. دا لوبه پۀ داسې حالاتو کښې روانه ده چې وزيراعظم کله شوګر کمېټي جوړوي او د چينو د قيمتونو د کمي دعوې کوي، خو قيمتونه پۀ بره الوځي، بيا شوګر کمېشن جوړوي، نو بيا هم چيني دومره کم اصل دي چې قېمتونه ئې پۀ لوړه ځي يعنې “ځې پۀ لوړو غرونو لېلى.. وئي لېلى پۀ دنګو غرو کرلي سرۀ ګلونه”، دا تصويرونه راته د چينو قيمتونه جوړوي. د لېلى د غر د سر نه راکوزولو د پاره کمپيټيشن کمېشن اف پاکستان مېدان ته رادانګي، خو د لېلى د غر د سر نه راکوزول پۀ مېډ ان پاکستان پړو نۀ کېږي، پۀ ۲۰۲۰.۱۰.۱۷ ماما جي (عمران خان) قوم ته خطاب وکړو چې “همېن سب پته چل ګيا” اوس به څوک قوم سره انګړه دنګړه نۀ کوي، د چينو قيمتونه به اوس بې وخته بانګونه نۀ واٸي. ځوانانو چغې کړې چې ماما جي ورلډ کپ وګټلو، حالانکې خان يا ځوانانو چې کله هم د منحوس ورلډ کپ د ګټې اعلان کړے دے نو د ملک بېړي ئې چپه کړې ده. خان يو ځل د امريکې نه راغلے ؤ، چې پښه ئې پۀ پاکستانۍ ځمکه ولګېده، نو پۀ هر کار کښې به ئې شروع د بسم الله پۀ ځاے “دوسري بار ورلډ کپ جيت کر ايا هون” نه کوله، ځوانان به د خان پۀ توره بې هوشه شول، لس ورځې پس بيا ثابت شوه چي چغې خان وهلې او ورلډ کپ بڼيا(مودي) يوړو. کله چې خان د شوګر کمېشن پۀ رپورټ راتلو سره د ورلډ کپ د ګټلو اعلان وکړو نو هغه ورځ شوه او دا ورځ ده، جانے کاکا غريب سړے دمې ته نۀ دے پرېښے، باقې خو نېب صرف توره وريځ ده چې نن سبا چرته بل ځاے برېښي.

دا هم ولولئ

د منګي غاړه مې شنه . . . – سلطان خان ټکر

ټپې ئې د احمد خان او فضل ربي استاد نه پۀ لوړه وې، ځوانانو به …