خان عبدالغفار خان پۀ عدالت عالیه کښې – بېدار اصلزے

ہفت روزہ، افریشیا، لاہور، ۱۹ نومبر ۱۹۷۶، جلد ۲، شمارہ ۲۱، صفحات ۲۷ تا ۳۱

 

هغه وخت چې پۀ خان عبدالغفار خان باندې د تعزيرات پاکستان د 9133، 9134 او 9153 د دفعو تر مخه مقدمه چلېده او پۀ دې لړ کښې هغوي پۀ شپږم ستمبر نولس سوه شپږ پنځوسم د مغربي پاکستان عدالت عاليه ته دا ليکلے بيان ورکړے ؤ.

مي لارډ!

دلته دا دعويٰ کېږي چې پاکستان د اسلامي تصور تر مخه جوړ شوے اسلامي رياست دے؛ پۀ حديث شريف کښې راځي چې د يو ظالم او بې لارې شوي باچا پۀ وړاندې د حق خبره کول ستر جهاد دے نو پۀ حېثيت د پېغمبر د يو وړوکي پېروکار، د هغۀ دا وېنا مې تل پۀ پام کښې ساتلي ده.

دلته مې د حديث د رانقل کولو نه دا غرض هم دے چې د فېصلې کولو پۀ وخت تاسو ته دې هم ياد وي.

ما د خدائي خدمتګار تحريک بنياد ايښے ؤ چې دا يو سوچه سماجي او اصلاحي تحريک ؤ او د دې مقصد زمونږ پۀ قام کښې د رائج ناړوه رواجونو مخ نيوے کول وو خو دا تحريک ايله د څو مياشتو ؤ چې حکومت مونږ ګرفتار کړو چې دا عمل زما د پاره ډېر دردوونکے ؤ او بيا حکومت د دې تحريک لۀ منځه وړلو د پاره دومره غېر انساني ګامونه پورته کړل چې دلته پۀ بيانولو ئې هم زۀ شرم محسوسوم.

نولس سوه دېرشم کښې زۀ د ګجرات پۀ سنټرل جېل کښې بندي وم کوم چې د پنجاب د سياسي قيديانو د پاره مخصوص ؤ. دلته زمونږ يو دوه پخواني ملګري چې زمونږ ليدو ته راغلي وو، د شوو ظلمونو دردوونکې قيصې ئې راته واورلې کومې چې انګرېز حکومت زمونږ پۀ قام کړي او کولو ارادې لرلې. د دوي قیصو مونږ سخت زهير کړو او پۀ خپل منځ کښې مو د صلاح او مشورې نه پس څو ملګري لاهور، ډیلي او کلکتې ته پۀ دې غرض ولېږل چې د مسلم ليګ او د ځینو نورو تنظيمونو مشرانو سره رابطې وکړي. د څۀ مودې پس زما ملګري مايوسه راواپس شول او دوي ووئيل چې مسلم ليګ زمونږ مرستو ته تيار نۀ دے ځکه چې زمونږ جنګ د انګرېز استعمار خلاف دے او د مسلم ليګ مشران د داسې جنګ پۀ حق کښې نۀ وو.

د دې نه پس زمونږ ملګري د کانګرس مشرانو پسې ورغلل. د کانګرس مشرانو ورته ووئيل چې کۀ چرته دوي د کانګرس ملګرتيا کوي نو هغوي به هم د دوي ملګرتيا وکړي. دا هغه حالات وو چې مونږ د کانګرس ملګرتيا ته غاړه کېښوده او اتحاد مو وکړو. هم داسې د انګرېز بې اعتمادۍ، شک او ظلم زمونږ سماجي تحريک پۀ سياسي ټولي بدل کړو خو اوس هم چې زمونږ تنظيم سياسي شوے ؤ، مونږ د اسلامي او روحاني خصوصيات او سماجي او اقتصادي ښۀ والي د پاره کار و زيار برقرار ساتلے ؤ. ما د کانګرس سره د يو کېدو دا وضاحت د دې د پاره هم وکړو چې نن هم د پنجاب ځینې اخبارونه زمونږ د بد نامولو د پاره تيار ناست دي او پۀ اولس کښې دا قسمه غلط فهميانې خوروي؛ اوس مونږ غلط يو کۀ مسلم ليګ؟ د دې د معلومولو د پاره پۀ کار ده چې پۀ دې حقيقت دې رڼا واچولې شي چې مونږ ته د انګرېز خلاف پۀ جنګ کښې د مرستې ضرورت ؤ او مسلم ليګ زمونږ سره مرستې ته تيار نۀ ؤ نو بې د کانګرس سره د اتحاد مونږ سره هم بله لار نۀ وه.

“د پاکستان نظريه”

زۀ د پاکستان د نظريې کله هم خلاف نۀ وم خو تر څۀ حده مې بدل دريځ لرلو. د مسلمانانو د بېل رياست پۀ حقله چې زما کوم تصور ؤ، پۀ هغۀ کښې د پنجاب او د بنګال وېش بيخي ممکن نۀ ؤ او دې نه علاوه ما ته داسې هم ښکارېده چې د ډېرو مسلمانانو مشرانو پۀ دې مطالبه کښې د اخلاص کمے دے. کله دې مشرانو پۀ ریښتيا د مسلمانانو د پاره کوم رياست غوښتنه کوله؟ ځکه چې دې کښې خو زياتره د انګرېز ټټوان وو او دوي پۀ ژوند هم چرته د مسلمانانو او د اسلام کوم خدمت نه ؤ کړے او نۀ ئې د دې مقصد د پاره کومه قرباني ورکړې وه. زۀ داسې ګڼم چې دوي فقط اولس د اسلام پۀ نوم غولولو او نور پاکستان ئې د ځان د پاره پۀ کار ؤ چې هغوي پۀ خپل دې مقصد کښې کامياب هم شول. زما پۀ خيال د هندوانو او د مسمانانو جنګ هېڅ مذهبي نۀ ؤ؛ لکه دا اقتصادي جنګ ؤ او زۀ داسې ګڼم چې دا مسئله انګرېزانو را اوچته کړه خو پۀ دې باوري وم چې انګرېز چې لاړ شي نو زمونږ ځائي حکومت به جوړ شي او د وطن د ابادولو ټوله ذمه واري به زمونږ پۀ اوږو راشي، رو پۀ رو به دا فضا بدله شي او زمونږ تعلقات به بيا سره سم شي ـــ خو کۀ چرته هغه وخت هم سم شوي نۀ وے نو بيا به مو بېل رياست جوړ کړے ؤ او مونږ داسې کولے شول ځکه چې کانګرس د مکملې صوبائي خود مختارۍ پۀ اصول باندې يقين لرلو او بيا صوبو ته هم دا حق حاصل ؤ چې کۀ د دوي اکثريت د بېلېدو فېصله کول غواړي نو هم کولې شي.

“د شمله کانفرنس”

پۀ صوبه سرحد کښې مسلمان اباد دي او زمونږ هېڅ د هندوانو سره شخړه نۀ وه. مونږ به چې څۀ وئيل، کانګرس ته به منظور وو ځکه چې هغوي د ازادۍ پۀ دې جنګ کښې زمونږ قربانيو ته پۀ درنه سترګه کتل او باوري وو چې پۀ دې لار کښې هرې قربانۍ د پاره تيار يو. د شمله پۀ کانفرنس کښې چې پۀ يوه بنيادي مسئله سخت اختلاف رامنځ ته شو نو ما سردار عبدالرب نشتر سره لیدل وکړل او ورته مې ووئيل چې ګاندهي جي مسلمانانو ته د هغوي د واجبي حق نه پۀ څو چنده ډېر ورکولو ته تيار دے خو پۀ دې شرط چې مسټر جناح د کانګرس مخالفت پرېږدي او زۀ پۀ خپله د مسلمانانو د حقونو د ورکولو ضمانت درکوم چې سردار صاحب د مسټر جناح سره مشوره وکړه او د هغۀ پۀ قائله کولو کښې پاتي راغے.

“نقطه نظر”

پۀ شريک هندوستان کښې لس کروړه مسلمانان اباد وو او ما داسې ګڼله چې څوک هم دومره ستر تعداد پۀ داسې اسانه سره لاندې کولے نۀ شي؛ خو بيا هم کۀ چرته چا زمونږ د محکوم کولو اراده لرله او د دې مونږ ته معمولي اندازه هم وشوه نو پۀ داسې صورتحال کښې به مونږ بېلېږو او د هم دې خيال پۀ بنياد زۀ د دې نقطۀ نظر منونکے وم چې کۀ چرته کانګرس زمونږ شرطونه ومني او پۀ دې راضي شي چې راتلونکے حکومت به يو سوشلسټ رېپبلک وي نو بيا پکار ده چې مسلمانان د هندوستان د مجوزه وفاق کښې شامل شي چې پۀ هم دې کښې د دوي ګټه وه. زما پۀ خيال د ‘سوشلسټ رېپبلک’ طرز حکومت به مسلمانانو ته داګټه وه چې پۀ حېثيت د فوج د هندوانو پۀ مقابله د غريبو طبقو نۀ ؤ نو کانګرس به داسې د دوي شرطونه منلو ته تيار وے نو مونږ مسلمانانو د اکثريت صوبو ضروري پرېکړو نه پس کولے شول چې د وفاق نه بېل شوي وے. زۀ اوس هم پۀ دې خبره يقين لرم چې داسې کولو کښې به زمونږ ګټه وه او پۀ کښې د پنجاب او د بنګال د وېش شرط هم نۀ ؤ؛ خو د هندوستان مسلمانانو زما پۀ دې مشوره زۀ کافر وګرځولم.

“د وزارت د جوړولو پېشکش”

د پاکستان د جوړېدو نه پس سر جارج کننګهم زمونږ د صوبې وړومبے ګورنر مقرر شو. هغه يو ځيرک انګرېز افسر ؤ او د مسلم ليګ د نزدي مرستيالانو او ملګرو نه يو ګڼلے کېدو چې د تېرو اتۀ کالو نه زمونږ د صوبې ګورنر ؤ. هغۀ د څو هفتو نه د صورتحال جائزه اخسته چې يو ځل ئې زما د زوي عبدالغني خان پۀ واسطه دا پېغام راولېږلو چې زۀ د مسلم ليګ او د خدائي خدمتګارانو د يو شريک حکومت جوړولو ته تيار شم. ما هغۀ ته ووئيل چې مسلم ليګ پۀ اولس د حکومت کولو د خواهش تر مخه اقتدار غواړي. ما ګورنر ته دا هم زياته کړه چې کۀ چرته مسلم ليګ اقتدار د اولس د خېر ښېګړې د پاره غواړي نو مونږ به بې حکومت کښې د راتللو هم ورسره مرسته کوو خو افسوس چې هغوي مونږ ته د دې خدمت هم موقع را نۀ کړه.

“پښتونستان”

1948 کښې، کله چې زۀ پۀ وړومبي ځل د پاره د پاکستان د پارلېمنټ پۀ اجلاس کښې شامل شوم نو هلته ما دا اعلان وکړو چې څۀ کېدل وو هغه خو هسې هم وشو، اوس پاکستان زمونږ د ټولو يو شريک ملک دے؛ اوس پۀ اقتدار ناسته طبقه چې کۀ د پاکستان خدمت کول غواړي نو پۀ داسې حال کښې به پۀ مونږ هم لازم کېږي چې د هغو غوښتنو تر مخه ئې مرستې وکړو او پۀ داسې کولو مونږ پۀ حکومت هېڅ بوج جوړېدل نۀ غواړو او خپل اخراجات به پۀ خپله پرې کوو. مونږ بې د ملک د خدمت بل کوم غرض هم نۀ لرو. زما د تقرير پۀ منځ کښې نوابزاده لياقت علي خان ما نه تپوس وکړو چې د پټهانستان نه زمونږ څۀ مطلب دے؟ ما جواب ورکړو چې پټهانستان نۀ پښتونستان، او دا فقط نوم دے؛ او هغۀ بيا تپوس وکړو چې دا څنګه نوم دے؟ د دې ما جواب ورکړو چې څنګه پنجاب، بنګال، سندهـ او بلوچستان چې د پاکستان د صوبو نومونه دي نو دا هم د پاکستان پۀ ډهانچه کښې يو نوم دے ـــ انګرېز زمونږ د کمزوري کولو د پاره پۀ خپل اقتدار کښې زمونږ اولس ټوټې ټوټې کړو او زمونږ د سيمې نه ئې نوم هم واخستو او زمونږ د پاکستان مسلمانانو وروڼو نه دا غوښتنه ده چې مونږ سره شوې د دې نا انصافۍ دې ازاله وکړي کومه چې انګرېز مونږ سره کړې وه ـــ پۀ کار ده چې پښتانۀ دې متحد کړے شي او لکه د پنجاب دې مونږ ته هم خپل نوم راکړے شي ځکه چې کله هم چې د پنجاب نوم اخستلے کېږي نو خلق سمدستي پوهېږي چې دا د پنجابيانو سيمه ده او هم داسې د بنګال، سندهـ او بلوچستان نومونه د هغوي د اولس نمائندګي کوي ـــ هم داسې مونږ هم د پاکستان هغه سيمې ته دا نوم غواړو چې چرته پښتانۀ ابادي دي.

“د جناح صاحب سره خبرې اترې”

ما ته قائد اعظم د ملاقات دعوت راکړے ؤ. کله چې مونږ ډوډۍ وخوړه نو تر ډېره پۀ خبرو کښې بوخت وو. ما ورته وئيل چې تا ته خو به پته وه چې زمونږ تحريک د ټولنې د اصلاح د پاره جوړ شوے تحريک ؤ خو د انګرېز د زور زياتي د وجې سياسي شو؛ اوس چې پاکستان ازاد شوے دے نو زما رایې دا ده چې زمونږ پۀ قوم کښې به تر هغې صحيح سياسي شعور پېدا نۀ شي تر څو چې دوي پۀ سماجي توګه پسمانده وي او پۀ پسمانده اولس کښې کله هم جمهوريت وده نۀ شي کولې. جناح صاحب پۀ دې خبره خوشحال شو او ما سره ئې لاس ملاو کړو او ما ته ئې د هر قسم د مرستو ووئيل. داسې زمونږ پۀ منځ کښې پرېکړه شوې وه. د کراچۍ نه د راتلو پۀ وخت هغوي ما ته وئيلي وو چې د صوبه سرحد پۀ راتلونکې دوره کښې به هغه خامخا د سور پوشانو مشرانو سره لیدل کوي. مونږ دواړه د پښتون قوم د سماجي او اقتصادي ودې د پاره د يو پروګرام پۀ تشکيلولو هم متفق شوي وو. کله چې زۀ واپس صوبې ته راغلم نو ما دا هر څۀ د خپلو همکارانو ملګرو سره شريک کړل او هغوي د دې تائيد وکړو. هم داسې مونږ د خپل مرکزي هېډ کوارټر کښې جناح صاحب ته د دعوت ورکولو فېصله وکړه خو زما صوبې ته د واپس د راتلو نه لږه مودې پس د وزارت د کرسیو اوږو او انګرېزانو ته د دې حقيقت پته ولګېده او پۀ هغوي ناتار ګډ شو. هغوي ته پته وه چې دا هر څۀ څنګه وشو. هغوي ته خطره دا پېښه شوه چې کۀ چرته جناح صاحب پۀ دې پرېکړې ولاړ پاتې شي نو د هغوي ارزښت به لۀ منځه لاړ شي. پۀ دې زمانه کښې زمونږ د صوبې پۀ اهمو څوکیو انګرېزان قابض وو. ما پۀ پارلېمنټ کښې هم دا غوښتنه پۀ خوا کړې وه چې د پاکستان د ګورنر او نورې لوړې عهدې پۀ کار ده چې انګرېزانو ته ورنۀ کړے شي چې پۀ دې خبره لياقت علي خان خفا هم شو. اوس نو زمونږ د صوبې انګرېزانو او د اقتدار اوږو ته دا منظوره نۀ وه او د دې پرېکړې د ناکامولو هر ممکن کوشش ئې وکړو.

کله چې سر اے ډي اېف ډنډاس د صوبه سرحد د ګورنر پۀ ځاے راغے چې د سر جارج کنګهم ځاے خالي شوے ؤ نو هله ورته زما او د هغۀ د پرېکړې خبر وشو. نو هغۀ کراچۍ ته د هوائي جهاز پۀ واسطه خصوصي پېغام ور ولېږلو چې هغه دې د خدائي خدمتګاور دعوت نۀ قبلوي او ولې چې پۀ داسې کېدلو به هغه پۀ اعتماد کښې واخستے شي نو ځکه چې هر کله جناح د صوبه سرحد پۀ دوره راغے نو مونږ ته د هغۀ سره د مېلاوېدو موقع رانۀ کړې شوه. مسلم ليګیانو خپل منځ کښې سازشونه وکړل او پۀ دې کښې چې څوک هم جناح صاحب سره ملاو شو، ورته وئيل به ئې چې د خدائي خدمتګارو سره لیدل ونۀ کړئ ځکه چې هغوي ډېر خطرناک خلق دي او ورته پۀ مرکزي هېډ کوارټر کښې ئې د وژلو سازش جوړ دے. هم داسې د مسلم ليګيانو سازش کامياب شو او هغۀ زمونږ دعوت پۀ دې بهانه وځنډولو چې ګنې هغه به هېڅ غېر سرکاري غونډې ته نۀ ځي. خو ولې جناح صاحب بيا هم پۀ ډېرو غېر سرکاري غونډو کښې شامل شو، خو زمونږ د دعوت نه د انکار کولو باوجود هم هغۀ خدائي خدمتګارانو سره پۀ ګورنمټ هاوس کښې ليدل غوښتل چې پۀ دې مونږ ټول ملګري راټول شو او د مشترکه فېصلې تر مخه زۀ ورسره د ملاقات کولو د پاره منتخب کړے شوم. ما د خدائي خدمتګارو پۀ نمائندګۍ هغۀ سره تقريباً دوه ګېنټې ناسته وکړه. پۀ دې ناسته کښې ما داسې محسوس کړه چې د هغۀ ذهن زمونږ پۀ حقله تور کړے شوے دے نو ځکه مې ورته صفا ووئيل چې کۀ زۀ مسلمان يم نو زما ټول قوت د هغۀ خپل قوت دے او چې هغه مسلمان ګڼم نو د هغۀ ټول قوت د ځان د پاره د طاقت سرچینه ګڼم. پۀ دې خبره هغۀ ما ته پۀ مسلم ليګ کښې د شاملېدو خواست وکړو نو ما ورنه تپوس وکړو چې ايا تۀ داسې ولې کول غواړې؟ ايا تۀ زما کار ليدل غواړې کۀ نه ستا دا خواهش کېږي چې زۀ کار کول پرېږدم او د مسلم ليګيانو غوندې بې کاره او بې ساه شم؟ مسلم ليګيانو خو چې زياتره خانان او نوابان دي، کله هم د قام خدمت نۀ دے کړے او د خدمت پۀ ځاے ئې تل د انګرېزانو چاپلوسي کړې ده. جناح صاحب پۀ دې خبره اصرار کولو چې ما ورته وئيلي وو چې د هغۀ خواوشا چې څومره هم خلق راټول دي، هغه دومره خود غرضه دي چې چرته هم خپل غرض مومي نو د هغۀ د حکم پرواه نۀ کوي حالانکې هغه د هغوي مشر نۀ بلکې د هغوي ګورنر جنرل هم دے ـــ نو پۀ دې ئې ما نه ثبوت وغوښتو. ما ورته دا هم ښکاره کړه چې هندوان چې دلته نه لاړل، د کروړونو روپیو جائيداد ئې پرېښے ؤ او دا ټول مسلم ليګيانو قبضه کړو او دا جائيداد چې د پاکستان ملکيت دے، دا مشران يوه پېسه هم حکومت ته ورکولو ته تيار نۀ دي. او ما جناح صاحب ته ووئيل چې ما ته دې د يو داسې ليډر نوم واخلي چې پۀ چور تالان کښې نۀ وي شامل شوے.

د جناح صاحب پۀ ډېر اصرار زۀ پۀ دې رضا مند شوم چې دا ټول کارونه به د خپلې پارټۍ د ملګرو پۀ وړاندې کېږدم چې دې نه پس زمونږ د ملګرو يو اجلاس وشو او پۀ کښې دا قرارداد پاس کړے شو چې مونږ جمهوريت خوښي خلق يو او مونږ د ازادۍ او د جمهوريت د پاره جدوجهد کړے دے او داسې کله هم نۀ شو کولے چې د کومې بلې پارټۍ پۀ وېنا خپله پارټي ماته کړو او دې نه پس چې کله جناح صاحب د صوبه سرحد نه روان شو نو خان عبدالقيوم خان او سر اے ډي اېف ډنډاس ته ئې د صورتحال خبر ورکړو او اختيار ئې ورکړو چې هغوي زمونږ د تحريک د چقولو پېل وکړو.

“د کوهاټ د ډپټي کمشنر سلوک”

د ډېرې مودې راهسې زۀ چرته کوهاټ او بنو ته نۀ وم تللے، د دې ځاے د خلقو د خواهش تر مخه ما د تلو اراده وکړه او هم داسې پۀ پنځلسم جون 1948 زۀ د دوو سالارانو نجو او منیر خان سره بنو ته روان شوم، بهادر خېلو ته د رسېدو سره مونږ پوليس را ايسار کړو، د ټيري تحصيل ته ئې بوتلو او هلته ئې ټوله ورځ بې د خوراک څښاک پۀ مونږ تېره کړه او ماښام چې د کوهاټ ډپټي کمشنر راغلو او زۀ هغۀ ته وړاندې کړے شوم نو هغۀ زما د خوشي کولو د پاره ما نه ضمانيت وغوښتو او ما چې ورنه د سبب تپوس وکړو نو وئيل ئې چې تۀ د پاکستان خلاف یې!!! او کله چې ما ورنه د دې ثبوت وغوښتو نو وئيل ئې چې بحث مۀ کوه ـــ نو ما هم د ضامن ورکولو نه انکار وکړو چې پۀ دې هغۀ فېصله واوروله او ما ته ئې د درې کاله قېد سره د مشقت سزا راکړه. ما ته زما پۀ انتظار ناستو ملګرو او د ضروري څيزونو د راختلو موقع هم رانۀ کړه او منټګمري جېل ته ئې واستولم چرته چې ما د خپلې سزا ورځې واړولې. ما ته دې ورځو کښې هغه معافي هم را نۀ کړې شوه کومه چې د جېل لۀ خوا قېديانو ته ورکولې کېږي او چې کله دا سزا مکمل شوه نو 1818ز د بنګال ريګولېشن تر مخه ئې بيا نظر بند کړم او داسې زۀ د جنورۍ نه وړاندې را خلاص نۀ کړے شوم.

“د کشمير مسئله”

د کشمير پۀ مسئله کښې ما يو ځل بيا خپل خدمات وړاندې کړل. پۀ ړومبي ځل چې جناح صاحب ژوندے ؤ او پۀ دويم ځل چې جناح صاحب مړ شوے ؤ، خو پۀ دواړو موقعو زما خدماتو ته هرکلے ونۀ وئيلے شو. پۀ اقتدار د ناستې طبقې خيال ؤ چې کۀ چرته ما دا مسئله حل کړله نو داسې خو به د مسلمانانو تر منځ زما د پاره مثبت جذبات را پېدا کېږي کومه به چې د دوي د وقار د پاره خطره ثابتېدله. پۀ يوه موقع نواب ممدوټ چې منټګمري جېل ته زما د لیدو د پاره راغلے ؤ نو هم مونږ د يو بل سره د کشمير د مسئلې پۀ حقله خبرې کړې وې. ما ځینې تجويزونه هم ورکړي وو چې پۀ دې موقع د ‘نوائے وقت’ مسټر حميد نظامي هم موجود ؤ. هغۀ وخت ما ته د دوي لۀ خوا دا يقين دهاني هم راکړې وه چې مونږ به ستا پۀ تجويزونو غور کوو خو ولې وروستو ئې هېڅ نتيجه پۀ لاس رانۀ غلله. کۀ چرته حکومت زما پۀ تجويزونو غور کړے وے نو مسئله به ډېره پخوا هواره شوې وه. زما دا تاثر ؤ چې دا مشران پۀ حقيقت کښې د کشمير مسئلې د پاره هېڅ سنجيده نۀ دي، څومره چې دوي د خپلو څوکیو د پاره غم اخستي دي.

“د حکومت اعتراف”

1953 کښې چې لا زۀ پۀ جېل کښې وم، مسټر سردار بهادر خان زما ليدو د پاره راغلو. پۀ خبرو خبرو کښې هغۀ د دې خبرې اعتراف هم وکړو چې حکومت ما سره بې ځايه سختي او نا انصافي کړې ده او هغه ظلم چې پۀ صوبه سرحد کښې د مسټر عبدالقيوم خان حکومت کړے دے، هېڅ يو باعزته حکومت به داسې عمل ذمه داري وانۀ خلي او نۀ به داسې تشدد ته کوم جائز عمل ووائي. مسټر سردار بهادر خان ووئيل چې مرکزي حکومت هم زما نظر بندي جائزه نۀ ګڼي او زما د خوشي کولو پۀ حق کښې دي خو هغوي سره دا اندېښنه وه چې دا کوم ظلم چې دوي پۀ مونږ کړے دے مونږ به ئې کله هم معاف نۀ کړو؛ نو ما ورته ووئيل چې خدائي خدمتګار پۀ عدم تشدد باور لري او دوي سره زياتے کوونکو نه دوي کله هم د انتقام د اخستو هڅه نۀ کوي. ما پۀ دې خبرې د حېرانتيا اظهار وکړو چې کله حکومت د خپل ظلم او د ناانصافۍ اعتراف هم کوي نو لا د انصاف کولو جوګه نۀ ده؟ او ما مسټر سردار بهادر ته دا خبره پۀ ډاګه کړه چې تر څو چې حکومت زما او زما د تحريک پۀ حقله پۀ مکمله توګه مطمئن نۀ وي نو تر هغې دې زما د خوشي کولو فکر نۀ کوي. څۀ موده پس بيا راغے او راته ئې ووئيل چې حکومت زما د خوشي کولو فېصله کړې ده چې پۀ 1954 کښې ئې د جېل نه د خوشي کولو نه پس پۀ سرکټ هاوس راولپنډۍ کښې نظربند کړم.

“ون يونټ”

هغه وخت پۀ کراچۍ کښې چې د ون يونټ پۀ سکيم بحثونه ګرم وو، پۀ دې نازکه موقع زمونږ پنجابيانو وروڼو ته پۀ دې بحث لۀ بنګاليانو روڼو ګیله ودرېده. د دې پۀ حقله يو اجلاس کښې چودهري محمد علي، مسټر مشتاق ګورماني، سردار بهادر خان او ملک فېروز خان ما سره ملاقات وکړو او د ون يونټ پۀ باب ئې زما د قائله کولو هڅه کوله. د سندهـ، بلوچستان او سرحد د خلقو سره پۀ دې حقله د خبرو اترو نه پس ما ته دا پته ولګېده چې دا اولس دې پرېکړې ته تيار او ورباندې خوښ نۀ دے نو بيا د طاقت پۀ زور کله هم ون يونټ فائده مند نۀ شي ثابتېدلے. ما هغوي ته دا هم ووئيل چې کۀ خامخا دوي داسې عمل د پاره سنجيده دي نو بيا دې مغربي پاکستان کښې دوه يونټونه جوړ کړي چې پۀ کښې يو يونټ خو پنجاب شو او بل يونټ به دا پاتې نورې وړې صوبې شي؛ نو چودهري محمد علي ووئيل چې يا خو به ون يونټ جوړېږي او يا به هم دا ترتيب برقرار پاتې کېږي.

او کله چې سياسي معاملات زېر بحث وو نو مسټر غلام محمد پۀ دې خبره متفق شو چې حکومت پۀ ریښتيا د خدائي خدمتګار تحريک سره سخت زياتے کړے دے او د هغوي د پاره به د حکومت دا سلوک کله هم د هېرولو نۀ وي او بيا هغۀ ما ته دا مشوره هم راکړه چې مونږ دا تنظيم مات کړو او يوه سياسي پارټي جوړه کړو نو ما ورته ووئيل چې دا کوم صحيح حل نۀ دے او دا زياتے نۀ يواځې د خدائي خدمتګارو سره بلکې ټولو پښتنو سره شوے دے او ما ورته دا باور هم ورکړو چې مونږ به هغه خلق معاف کړو کومو چې دا زياتے کړے دے بلکې ریښتيا خو دا دي چې هغه خلق مونږ پخوا معاف کړي دي چا چې مونږ سره دا زياتے کړے دے. اوس حکومت ته پکار دي چې پۀ مينه د دې اولس زړونه وګټي او پۀ هغوي اعتماد وکړي. ډاکټر خان صاحب ته دا مشوره ورکړې شوه چې هغه واکدارانو ته ووائي چې مونږ د حکومت لۀ خوا پۀ اولس اعتماد ته اهميت ورکړي. او بيا مونږ به هم دا ليدل غواړو چې پۀ ریښتيا هم حکومت مونږ سيال او برابر ګڼي کۀ نۀ لا هم هغه شان مونږ ادنٰي او کمتر ګڼي ــ اٰيا د واک خاوندان مونږ خپل مسلمانان وروڼه ګڼي او کۀ نۀ؟ ډاکټر خان صاحب ګورنر جنرل ته مشوره ورکړه چې هغه ماسره مخامخ لیدل وکړي او ګورنر جنرل ته ځینې نورو خلقو د دې برعکس مشوره ورکړه. لا دا سياسي او ائيني مباحثې روانې وې چې پۀ پارلېمنټ کښې پۀ بنګالي او پنجابي مشرانو کښې دا اختلاف رامنځ ته شو چې اٰيا د ائين د منظورېدو او د پاکستان د جمهوريه کېدو نه پس به هم مسټر غلام محمد صدر وي او کۀ نۀ؟

بنګاليانو وئيل چې د دې فېصله به پۀ مناسب وخت پارلېمنټ کښې پۀ ووټونو سره کېږي او چې دا مسئله لا سخته شوه نو بنګاليانو ممبرانو دا دړکه واچوله چې هغوي به د ون يونټ منصوبې د ملاتړ نه لاس واخلي.

“د علاقائي فيډرېشن سکيم”

د سردار بهادر خان پۀ ځاے کښې يو اجلاس شوے ؤ چې پۀ کښې سردار اسد خان، سردار عبدالرب نشتر، سرار بهادر خان او ما پۀ کښې ګډون کړے ؤ. د اوږدۀ بحث نه پس زۀ د علاقائي فيډرېشن نوي سکيم منلو ته پۀ دې شرط اماده شوم چې انګرېز د کومو پښتنو سيمو وېش کړے دے، د هغوي نه به يو وحدت جوړولے شي او ورته به يو مناسب نوم ورکولے شي. پۀ هندوستان کښې مرهټ او پښتانۀ انګرېز ته دوه جنګيالي او فوج صفته قومونه ښکارېدل نو ځکه ئې د دوي د کمزوري کولو د پاره دا اقدامات پورته کړي وو خو ولې اوس پۀ هندوستان کښې ټول مرهټه يو کړے شوي دي؛ دلته چې پاکستان د يو اسلامي جمهوري کېدو دعويٰ کوي نو ورته څۀ داسې هېڅ جواز به نۀ وي چې د پښتنو د يو کولو نه ئې ودروي ـــ پکار ده چې پښتانۀ دې يو کړے شي او مونږ د دې باور درکوو چې پښتانۀ به ریښتوني پاکستانيان او د نورو پاکستانيانو وروڼه وي. د دې باوجود هم ځینې اخبارونه او ليډران دې پسې لګېدلي دي چې ما غدار ثابت کړي. مونږ پښتانۀ چې خوارۀ وارۀ کړے شوي يو او پۀ خپل منځ کښې د تګ را تګ ازادي نۀ لرو نو د داسې طرز ژوندپۀ بنياد وئيلے شم چې د ټوټې ټوټې پښتنو د لاسه به کله هم يو مضبوط پاکستان جوړ نۀ شي. پښتنو سره د انصاف کولو پۀ صورت کښې ممکنه ده چې پاکستان استحکام ومومي او هم داسې کولو سره به پاکستان د خپلې لوړتيا ثبوت ورکړي. وروستو پارلېمنټ نه د علاقائي فیډرېشن دا سکيم هم ونۀ منلے شو ولې چې زمونږ بنګاليانو وروڼو د دې حمايت ونۀ کړو او هم داسې پنجابيان ليډران پۀ کومه بله منصوبه غور کولو ته مجبور شول. دې وخت پورې پۀ ټول ائين اتفاق راغلے ؤ، يواځې د مغربي پاکستان صوبائي هيئت طے کېدل پاتې وو. دې دوران وزيراعظم مسټر محمد علي بوګره ته امريکې ته تلل وو چې د تلو پۀ وخت ئې اعلان وکړو چې د هغۀ واپسۍ پورې به ټول ائين مکمل شي او د کال د ختم کېدو نه وړاندې به پاکستان جمهوري ملک شي خو چې وزيراعظم واپس راغے نو پارلېمنټ مات کړے شو او ټول ملک د اضطراب د کېفيت سره مخامخ کړے شو.

“د ډاکټر خان وزارت”

کله چې نوے وزارت قائم شو نو ډاکټر خان صاحب ته هم پۀ هغۀ کښې د شاملېدو دعوت ورکړے شو. زۀ د ډاکټر خان پۀ کابينه کښې د شاملېدو پۀ حق کښې نۀ وم خو د هغۀ رایې دا وه چې هغه به نور خلق د ملک خدمت ته تيار کړي او د ناکامۍ پۀ صورت کښې به استعفٰي ورکړي.

چې د ون يونټ سکيم بيا وړاندې کړے شو نو ما ته هم د سردار بهادر خان پۀ کور کښې يو اجلاس کښې د ګډون کولو دعوت راکړے شو. هلته ما نه علاوه ډاکټر خان صاحب، مېجر جنرل سکندر مرزا او سردار عبدالرشيد خان هم راغلي وو. ما دې غونډه کښې ورته ووئيل چې پۀ زور زبردستۍ او تادۍ سره کله هم د ون يونټ پۀ حقله کار نۀ دي کول پۀ کار، بلکې پۀ دې عمل کښې د اولس رایې اخستل ډېر ضروري دي او څومره پورې چې ما ته ياد دي نو دلته هم دې خبره باندې اتفاق راغلے ؤ چې د ون يونټ د نافذ کولو نه وړاندې به اولس نه رایې خامخا اخستلې کېږي او زۀ چې مرزا صاحب سره اجلاس نه بهر راووتم نو هغۀ ما ته ووئيل چې مونږ ته ستا د مرستو ضرورت دے. نو ما ورته ځواب ورکړو چې کۀ نور د واک لرونکو ته دا منظوره وي نو زۀ به مو هم مرسته وکړم.

“د پارلېمنټ اجلاس”

1955 پۀ اوړي کښې د نوي پارلېمنټ د مري پۀ سېشن کښې د پنجاب او بنګال پۀ سياستمدرانو کښې بيا اختلاف پېدا شو. دا وخت پۀ صوبه سرحد کښې زما پۀ داخلېدو پابندي وه او مسټر دولتانه چې يو پټ دستاوېز ويشلے ؤ چې پۀ هغۀ کښې دا خبردارے ورکړے شوے ؤ چې کۀ چرته ما سره پۀ دې سکيم کښې مشوره ونۀ کړې شوه نو د ون يونټ پلان د نفاذ امکاناتو خطره پېښېدې شي. خو د پارلېمنټ د مري سېشن پۀ دوران ما ته ډېر پۀ ډرامائي انداز صوبه سرحد ته تلو اجازت راکړے شو.

مري نه د راوانېدو نه وړاندې د مري ګورنمنټ هاوس کښې زما ملاقات د راغلو وزيرانو سره وشو چې مسټر ګورماني ما ته د ون يونټ ټوله منصوبه وړاندې کړه خو ما هغۀ ته ووئيل چې ما سره د دې سکيم د نفاذ هېڅ جواز نشته.

مسټر ګورماني د ټول مغربي پاکستان د اوبو کنټرول، بجلۍ، درنګونو، ټرانسپورټ او د سترو صنعتونو د شريک انتظام پۀ ضرورت زور راوړو خو ما ورته دليل دا وړاندې کړو چې د مغربي پاکستان علاقائي فیډرېشن د سکيم تر مخه هم دا هر څۀ ممکن دي کوم چې د ون يونټ نه ښۀ سکيم هم دے او ما دا دعويٰ هم وکړه چې ون يونټ سکيم کله هم د ملک پۀ ګټه کښې نۀ دے. د صوبو احترام پۀ کار دے او د بېلابېلو کلتورونو تحفظ هم پۀ کار دے. ما ورته دا هم ووئيل چې د پنجاب، سندهـ او بلوچستان خلق پۀ سياسي اعتبار د سرحد د خلقو نه کم ترقي يافته دي. زما رایې دا وه چې کۀ دلته پۀ ديانتدارۍ سره هم انتخابات وشي نو بيا به هم دلته سخت درېځ جاګير داران د اسمبلۍ غړي جوړېږي. د دې برعکس پۀ صوبه سرحد کښې د جاګيردارانو زور کم دے او ترقي پسند خلق به انتخابېږي. ما ورته دا ښکاره کړه چې کۀ چرته د مغربي پاکستان يوه شريکه ستره اسمبلي جوړه شوه نو داسې چې د صوبه سرحد نه منتخب شوي ترقي پسند کۀ څۀ هم وي خو ولې پۀ ستره کچه به اکثريت بيا هم د سخت دريځه خلقو وي نو داسې به د پښتنو پۀ علاقو هم د ون يونټ د لاسه سخت دريځه جاګيداران مسلط کېږي او پۀ هم دې بنياد ما تجويز ورکړو چې پۀ پنجاب کښې پۀ کار ده چې پۀ ستره کچه سياسي کار وشي.

“د بانډو د ترقۍ سکيم”

کله چې ما د ون يونټ مخالفت وکړو او پۀ ملک کښې مې پۀ ستره کچه د سياسي عمل پۀ ودې باندې زور راوړو نو چودهري محمد علي د بانډو د ترقۍ د سکيم وضاحت وکړو او ما ته ئې د دې انتظام پۀ لاس کښې د اخستلو دعوت راکړو. ما پۀ دې شرط دې انتظام ته غاړه کېښودله چې د ون يونټ مسئله به ډېره پۀ سنجيدګۍ سره اخستلې کېږي. مسټر سهروردي هم د بانډو پۀ ترقۍ زور راوړو او ما ته ئې ووئيل چې د حکومت د مرستو او د سرمایې نه بغېر دا ممکنه نۀ ده. کله چې زۀ صوبه سرحد ته واپس راغلم نو جنرل سکندر مرزا او ډاکټر خان دواړه د صوبې پۀ دوره راغلل نو جنرل سکندر ما ته د صوبې د ترقۍ د منصوبې تفصيلات راکړل. هغۀ ما ته د دې انتظام د اخستلو بلنه راکړه نو ما ورته ووئيل چې تر څو چې ما ته د ون يونټ پۀ حقله تسلي نۀ وي شوې نو زۀ نۀ شم کولے چې د سرکار کومه منصوبه پۀ لاس کښې واخلم. نو پۀ دې مرزا سکندر ما ته ووئيل چې ون يونټ خو اوس پۀ نړيواله کچه د پاکستان د وقار خبره ده، کۀ چرته پاکستان د دې نه پۀ شا شو نو پۀ نړۍ کښې د دۀ وقار به دړې وړې شي او هم داسې به د افغانستان پۀ وقار کښې اضافه وشي. خو ما د هغۀ د دې خبرې سره اتفاق ونۀ کړو او ورته مې ووئيل چې د ون يونټ جوړېدل او نۀ جوړېدل دا د ملک د داخلي سياست برخه ده او د دې پۀ حقله چې افغانستان هر څۀ سوچ کوي هېڅ اهميت به نۀ لري او مثال مې ورکړو چې کۀ چرته پاکستان کښې پښتانۀ خوښ او متحد وي نو پاکستان به لا مضبوط او خوشحاله وي او هم داسې کۀ د پاکستان پښتانۀ پۀ خپلو سيمو کښې د جمهوري خواهشاتو تر مخه اسوده وي نو د پاکستان پۀ ضد هره پروپېګنډه به هېڅ ثابته کېږي. ما پۀ جنرل مرزا او ډاکټر خان دا تنقيد هم وکړو چې خپله خو دوي د ون يونټ د حمايت د پاره پروپېګنډه تېزه ساتلې ده خو ولې مونږ ته ئې داسې کومه ازادي نۀ ده راکړې چې پۀ اولس کښې د دې پۀ حقله د خپلې رایې اظهار وکړو. دوي دواړو زما شکايت ومنلو او د دې اعتراف ئې وکړو چې ما ته هم پۀ دې حقله پۀ اولس کښې د رایې اظهار حق شته نو دې نه پس ما د اولس د سياسي تربيت د پاره دورې شروع کړې، د دې د پاره چې اولس پۀ خپله د دې جوګه شي چې صحيح سياسي فېصلې وکړي.

جناب والا! نو کۀ ما چرته د حکومت پۀ ضدکرکه خوروله نو چې زمونږ پۀ خلقو کوم ظلمونه شوي دي نو هغۀ پۀ بنياد د بغاوت د پاره سمه زمينه برابره وه خو ولې مونږ د عدم تشدد د فلسفې منونکي يو، هر ځاے د دې پرچار کوو نو ځکه خو مو پۀ جار دا اعلان کړے ؤ چې مونږ هغه خلق معاف کړي دي چې کومو مونږ سره زياتے کړے دے او زمونږ ئې سپکاوے ئې کړے. پۀ عامه توګه دا قسم واقعات د پښتنو د پاره د هېريدو او د معافۍ نۀ وي.

مونږ پنجابيان خپل پاکستاني او مسلمانان وروڼه ګڼو او ورسره ښۀ سلوک کول غواړو. مونږ بنګاليانو، سندهيانو او بلوچيانو ته هم داسې د مينې او احترام جذبه لرو. کۀ مونږ کښې چا هم چرته غلطه سياسي فېصله وکړه نو هغه به داسې وي چې هغوي د مغربي پاکستان د وړو صوبو سره زياتے وکړو. زۀ خو د پنجاب د اولس پۀ ضد هېڅ کرکه نۀ شم خورولې بلکې زۀ خو د هغه څو پنجابيانو نه هم کرکه نۀ کوم څوک چې د صوبه سرحد د خودمختارۍ د تباه کولو ذمه وار دي. زۀ خو د پنجاب د اولس نه د کرکې هېڅ جواز نۀ لرم او نۀ زۀ د هغوي نه کرکه کولې شم. هغوي خو مونږ ته هېڅ نقصان نۀ دے راکړے. پۀ مونږ د ون يونټ مسلط کولو کښې خو د پنجاب پۀ اولس هېڅ جمهوري ذمه واري نۀ وه، د دې پۀ حقله خو هغوي سره هېڅ مشوره نۀ وه شوې.

زۀ يو سوچه مسلمان او پۀ وطن مئين انسان يم. کله نه چې پاکستان جوړ شوے دے، ما تل د دې خدمت او د دې د ودانولو هڅې کړې دي. زما پۀ دې يقين دے چې کۀ پۀ پاکستان کښې پښتانۀ متحد کړے شو نو دا به پاکستان لا مضبوط کړي. پکار ده چې د پښتونستان نوم ته دې هغه حېثيت ورکړے شي کوم چې د بنګال، پنجاب، سندهـ او د بلوچستان د نومونو دے. دا د پاکستان د ځینو سيمو نومونه دي چرته چې ځینې پاکستاني اوسېږي. زۀ پۀ دې باوري يم چې د پاکستان عظمت هم دې کښې دے چې پښتنو سره دې مېرنے سلوک بس کړي کوم چې انګرېزانو د خپلو پاليسیو د پاره شروع کړے ؤ چې پښتانۀ پۀ بېلابېلو ټکړو کښې وېشل ورته ضروري وو.

خپل پوزيشن او سياسي دريځ د وړاندې کولو نه پس ټوله معامله جناب ته ورپرېږدم. ما د ون يونټ پۀ ضد پۀ تقريرونو کښې چې هغه څۀ وئيلي دي کوم چې د يو اسلامي جمهوري ملک پۀ ازاد اوسېدونکي فرض دي. هېڅ داسې قوت ما د دې وئيلو نه نۀ شي منع کولے. چې کوم زياتي انګرېز د پښتنو سره کړي وو، پاکستان ئې بايد ازاله وکړي. اوس کۀ جناب والا پۀ دې نتيجه رسي چې ما د مملکت د احکاماتو پۀ ضد کوم عمل کړے دے او ملک ته مې نقصان ور رسولے دے نو زۀ به پۀ خوشحالۍ او بې د کومې کرکې سره سزا ته تيار یم او دا به داسې ګڼم چې زما پۀ حقله د انصاف تقاضه هم دا وه.

 

دا هم ولولئ

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد …