دوه مقالې – ډاکټر سید ظفرالله شاه بخشالے

 

د پښتو اولسي ادبياتو تنقيدي مطالعه

پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبياتوتجزياتي او تنقيدي مطالعه

لنډه پيژنګلو:

څېړندوی عبدالاحد منګل د تاج محمد زوے د تازه ګل نمسے پۀ 1364 لمريز کال د پکتيا ولايت پۀ ميرزکه کښې زېږېدلے دے. د پښتو ادب پۀ مېدان کښې يو شمير څېړنې لري چې نومونه ئې دا دي ـــ د څېړنپوه علي محمدمنګل فولکلوري هڅې )منوګراف، ناچاپ(، د ډاکټر کبير ستوري علمي او سياسي شخصيت )د نوماندۍ علمي پروژه، ناچاپ(، پۀ پښتو ادب کښې د ټپئيزې پېدايښت او پرمختيائي بهير )علمي پروژه، ناچاپ(، د هلمند ولايت اتنوګرافي څېړنه )چاپ(، د روزګان ولايت اتنوګرافي څېړنه )ناچاپ(، تاريخچه شعر پښتو اثر تنقيدي متن او تحليلي څېړنه او تعليقات )ماسټرۍ تهیسس(، پۀ پښتو کلاسيک ادب کښې د عرفان او تصوف بهير )علمي پروژه، ناچاپ(،د هسې تاريخي مشاعرې را ټولول )ناچاپ(، د وردګو لهجوي قاموس )چاپ(، شعري ټولګه )ناچاپ(،د ادبي ټوټو ټولګه )ناچاپ(، د پښتو اولسي ادبياتو تنقيدي مطالعه، پي اېچ ډي ډیزرټېشن )ناچاپ(.

د روانې مياشتي پۀ دوه ویشتمه نېټه کال دوه زره اتلس کښې د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون نه د پروفېسر ډاکټر نصرالله جان پۀ نګراني کښې د پې ايچ ډي تحقيقي مقالې دفاع وکړه. پۀ دوي ممتحن د پښتو څانګې مشر پروفېسر ډاکټر علي خېل درياب ؤ. بهرني کتونکې ډاکټر محمد شريف ځدران او پروفېسر ډاکټر عزيز الله جبارخېل وو. د کمېټۍ غړو کښې ډاکټر محب وزير او ډاکټر نور محمددانش بيټني وو. دفاعيه د پښتو اکېډمۍ پۀ تالار کښې وشوه. ښاغلي سکالر د خپلې مقالې لنډيزکښې ووئيل چې دغه مقاله د مقدمې پۀ شمول پۀ اووۀ بابونو کښې تر بېلابېلو سرليکونو لاندې د فولکلور او اولسي ادب پۀ هر اړخيزې پېژندنې مشتمله ده چې د بېلابېلو ډولونو او پر څانګو ئې د وېشنې او د هرې برخې پر راټولونې، څېړنې او خپرونې پۀ باب پۀ کښې تحقيقي او تنقيدي مطالعه تر سره شوې ده.

لمړنے باب چې د اولسي ادب عمومي پېژندګلوته ځانګړے شوے، پۀ دې باب کښې د فولکلور لغوي او اصطلاحي پېژندنه تر بحث لاندې نيول شوې او د فولکلور پۀ ماهيت، اهميت او ارزښت خبرې شوې دي. دوهم باب د پښتو اولسي ادب پۀ حقله د تر سره شوي کار د تاريخي بهير تنقيدي مطالعې ته ځانګړے شوے چې پۀ کښې د ختيځ پوهانو او پښتنو پوهانوهڅې، پۀ افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او نوره نړۍ کښې د تر سره شوي کار تحقيقي او تنقيدي جائزه اخستې شوې ده.

درېم باب کښې د پښتو اولسي ادبياتو وېش او ډلبندي شوې ده. لمړے د پښتو د اولسي ادب پخواني وېشونه او ډلبندۍ چې پېلامه ئې د ډارمسټېټر ‘د پښتونخوا د شعر هار و بهار’ نه شوې. پۀ زماني ترتيب سره را وړل شوي او کره کتنه پرې شوې ده. ور پسې د پښتو اولسي ادب پر اوسنيو وېشونو او ډلبنديو باندې بحث تر سره شوے. د بحث پۀ نتيجه کښې ټولو وېشونو ته پۀ کتنه او پاملرنه )د پښتو اولسي ادبياتو وروستے وېش او ډلبندي( تر سرليک لاندې د پښتو اولسي ادبياتو د وېش پۀ حقله خپله طرحه وړاندې کړې ده.

څلورم باب کښې چې د پښتو منظوم اولسي ادب تحقيقي او تنقيدي مطالعې ته ځانګړے شوے، پۀ دې برخه کښې د پښتو اولسي ادبياتو پۀ عامو منظومو او خاصو منظومو ادبي ژانرونو بحث شوے. هم دا رنګه پۀ پینځم باب کښې د پښتو نثري اولسي ادب تحقيقي او تنقيدي جائزه اخستل شوې او د هر اړخيزو مفصلو بحثونو پۀ ترڅ کښې د اولسي منثور ادب بېلابېل ژانرونه معرفي شوي دي. پۀ شپږم باب کښې د پښتو د اولسي ادب د نوو متعارف شوو اصنافو پېژندګلو شوې او د اولسي ادب د نورو اصنافو سره ئې پۀ مقائسوي ډول جاج اخستل شوے دے.

اووم باب، محاکمه، محاصل، نتيجه، سفارشات او کتابيات تشکيلوي چې هر يو ئې د څېړنې د منل شوو اصولو سره سم راغلے دے.

دوېمه مقاله:

پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو

د ادبياتوتجزياتي او تنقيدي مطالعه

دا مقاله ښاغلي پوهنيار بېت الرحمان رودوال چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبې او ادبياتو پوهنځاے د پښتو څانګې استاد دے چې تراوسه پۀ پښتو ادب کښې درې اثار ‘د پښتو د نوو چاپ شوو کتابونو شننه’، ‘د خوشحال د طب پرتليز جاج’، ‘پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبياتو تجزياتي او تنقيدي مطالعه’ )ناچاپ اثر( دي.

د دوي دفاعيه غونډه هم پۀ پورته شوې نېټه باندې د پښتو اکېډمۍ پۀ تالار کښې وشوه. د دوي لارښود استاد پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير ؤ او ممتحن پروفېسر ډاکټر علي خېل درياب ؤ. بهرني کتونکي پروفېسر ډاکټر شريف الله ځدران او ډاکټر خليل ارمړ وو. د کمېټۍ غړو کښې ډاکټر محب وزير او ډاکټر نګينه خانم شامل وو. د نظامت چارې انور اورکزي تر سره کړې.

ښاغلي سکالر د خپلې مقالې لنډيز کښې ووئيل چې پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبیاتو تجزیاتي او تنقیدي مطالعې تر سرلېک لاندې کوم کار چې د ماشومانو د ادبیاتو پۀ برخه کښې تر سره شو، پۀ پښتو ادب کښې یوه داسې تجزيه او تقسيم بندي ده چې پخوا لۀ دې پۀ پښتو ادب کښې نۀ وه تر سره شوې. دا چې ماشومان د ټولنې بنسټ دے، نو کۀ بنسټ خراب شي، ټولنه حتمي خرابه ده او کۀ چرته د هغۀ بنسټ ته پاملرنه وشي نو ټولنه به قوي او د ښۀ راتلونکي څښتنه وي. د ښۀ بنسټ د جوړولو لپاره یوه مهمه برخه د ماشومانو ادب او ادبیات دي.

ادبیات د ماشومانو پۀ روزنه او د لوړ شخصیت پۀ جوړونه کښې ستر رول لري، نو کۀ چېرته ماشومان لۀ فکري، عاطفي، روحي او خلاقي پلوه پیاوړي، متوازن او با اراده وروزل شي نو د یوې سالمې، عادلې او سوله ایزې ټولنې لپاره لاره هوارېږي. ادبیات ماشومانو ته د ذهني او ذوقي ودې تر څنګ سالمه بوختیا او روزنه ورکوي او د هغۀ د راتلونکي ټولنیز شخصیت پۀ روزلو کښې ستره ونډه لري. لۀ کتاب سره ئې مینه، خلوص، ایمانداري، نېک سلوک جوړېږي چې دا کار لۀ دي څخه یو نېک انسان جوړوي.

ارواپوهان، د ښوونې او روزنې استادان او کارپوهان پۀ دې اند دي چې د انسان د شخصیت بنسټونه د هغۀ د عمر پۀ لمړو څلورو پینځو کلونو کښې ایښودل کېږي. د هم دې امله د دې بنسټ د پوره شناخت او احتیاط مسئله ډېره اړینه ده. کله چې غواړو خپلو ماشومانو ته د هغوي لۀ ذوق، شوق، ضرورت او وړتیا سره سم کار وکړو او یا هغوي ته ادبیات وپنځوو، کتابوونه ورته ولیکو، د لوبو شیان ورته واخلو او ورسره لوبې وکړو ـــ نو د هر څۀ د مخه باید ماشوم هم لۀ فکري او هم لۀ رواني پلوه وپېژنو نو کومه پاملرنه چې پۀ دې ورستیو لسیزو کښې د ماشومانو ادبیاتو ته شوې د قدر او ستاینې وړ ئې بولم مګر پۀ هېڅ حساب ده ـــ نو هېله لرم چې دا لړۍ نوره هم وغځېږي او پښتو ادبیات د نورو نړیوالو ادبیاتو سیال وګرځي.

کۀ څۀ هم پۀ نړۍ کښې د ماشومانو د ابیاتو پۀ برخه کښې ډېر زیات سېستماتیک کارونه تر سره شوي او نړېوال پۀ دې برخو کښې ښې لاسته راوړنې هم لري، خو د یادولو وړ خبره دا ده چې د نړیوالو دې زیار او کوشش ته پۀ کتو سره د لمړي ځل لپاره د ماشومانو ادبیاتو ته پۀ پښتو ادب کښې کار شوے. هم دا رنګه پۀ دې څېړنه کښې دا هم وښوول شول چې د ماشومانو ادبیات د تاریخ پۀ مختلفو برخو کښې پۀ سېستماتیکه ډول نۀ وي دوره بندي شوي. هم دا رنګه د دې دوره بندۍ تر څنګ پۀ دې هم کار شوی، تر څو نړېوال دا سېستماتیکه دوره بندي د اخذونو پۀ شتون کښې ومني، پۀ لمړي ځل لپاره پۀ پښتني ټولنه کښې د ماشومانو ادبیاتو ته کار شوے دے. دې ته ورته پۀ دې څېړنه کښې دا هم پۀ ډاګه شوي چې د ماشومانو ادبیاتو ته څومره او څۀ ډول کار تر سره شوے؟ پۀ دې هم خبرې وشوې چې ولې زمونږ ټولنه او ماشومان د ارواپوهنې لۀ نظره د نورې نړۍ لۀ ماشومانو او ټولنو سره د پرتلې وړ نۀ دي او یا وروستو پاتې دي؟ دا او ورته نور موضوعات پۀ دې سېستماتیکه او هر اړخیزه څېړنه کښې تر څېړنې او سپړنې لاندې نیول شي چې دا ټول موضوعات پۀ اووۀ بابونو مشتمل دي.

دغه مقاله پۀ مجموعي توګه يوه مقدمه او اووۀ بابونه لري. پۀ مقدمه کښې د څېړنې پۀ اړه پۀ ډېر لنډيز اړوند بحثونه شوي دي او د دې مقالې مبرميت روښانه شوے دے. پۀ لمړي باب کښې د اروا پوهنې لۀ مخه د ماشوم پېژندنه، پۀ اسلامي شريعت کښې د ماشوم حقوق، اسلامي ښوونې، د مور او پلار مسؤليت، د ماشومانو پۀ وده کښې د مورنۍ ژبې کردار او تاثرات، د تدريس اصول،د لومړنيو ښوونځيو زدکړه او د تعليمي نصاب موضوعات شامل دي.

پۀ دوېم باب کښې ماشومانو ته د ادبياتو ګټې، د ماشوم د ادبياتو وېش، د شکل او فورم لۀ مخې، د محتويٰ او معنٰي لۀ مخې او هم دا شان د ارواپوهنې لۀ مخې د ماشوم ادب ځانګړتياوې څېړل شوې دي.

درېم باب پۀ نړيوال ادب او هم دا شان پښتو ادب کښې د ماشومانو ادبياتو ته ځانګړے شوے چې د پښتو ژبې پۀ لرغوني،کلاسيکه او معاصره دوره کښې د ماشومانو ادبیاتو د هر اړخيزې مطالعې دپايلې جاج اخستل شوے.

څلورم باب د ماشومانو منظوم او منثور ادبيات،د ماشومانو سندرې، سوال او ځواب، د ترانو او مېندو د سندرو تجزياتي او تنقيدي مطالعه شوې ده.

پینځم باب د ماشومانو منثور ادبيات، لکه قيصې، نقلونه او داستانونه، ټوقې ټقالې، افسانې، ډرامه، تهېټر او ټیلیوژن خپرونو باندې تجزياتي څېړنه شوې ده.

شپږم باب پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبیاتو نوې څېړنه او ګټې،د نړۍ لۀ ماشومانو سره د پښتنې ټولنې د ماشومانو مقائسه، د نوو او ګټورو معلوماتو زده کول، د ماشومانو بنياد او اساس ته پاملرنه،روزنه او د دوي راتلونکے، ماشومانو ته د ماشومانو پۀ ژبه د ادبیاتو ګټې او د موضوع اړوند نور مواد او مدارک مطالعه او تجزيه شوي دي.

د مقالې اووم باب محاکمه، نتيجه او سفارشات دي چې پۀ پاې کښې د وړانديزونو نه وروستو د کتابياتو فهرست د څېړنې د منل شوو اصول مطابق راغلے دے.

د امتحان اخستو نه پس سکالران پۀ خپله دفاع کښې بريالي وګرځولے شول او مبارکۍ وکړې شوې. پۀ دې خوشحالۍ کښې د پښتو نړيواله مرکه خېبر پښتونخوا لۀ خوا يو خوندور بنډار هم وشو چې د مرکې لۀ خوا ورته د درناوي پګړۍ پۀ سر کړې شوې. پۀ دې دستوره کښې پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير ، د مرکې مشر ډاکټر نورالبصر امن ،سېکتر ډاکټر ظفرالله بخشالي، ډاکټر محمد علي ديناخېل، طارق پښتونيار، ډاکټر احمد علي عاجز، د علوم اکېډمۍ پۀ استازيتوب عبدالقيوم زاهد مشواڼي او نورو ډېرو ملګرو ګډون وکړو او دواړو ډاکټرانو ته ئي مبارکۍ ورکړې.

 

دا هم ولولئ

انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي …