مخکتنه د خدائي خدمتګار کلتوري اغېزې – ډاکټر سید ظفر الله بخشالي

د ښاغلي ارچيوال صاحب د کتاب ‘د خدائي خدمتګار کلتوري اغېزې’ د مخکتنې دستورې د پاره زما پۀ شمول ډاکټر خادم حسېن، ډاکټر سهېل خان، طارق پښتونيار، شوکت سواتي او ځينې نورو ملګرو ته هم بلنه وه.

پۀ دولسم جون زۀ د ډاکټر سهېل خان، ډاکټر شهزاد چې د کوهاټ میډیکل کالج زدکړیال دے، عثمان خان د دير استوګن چې پۀ چين کښې د پي اېچ ډي محصل دے او اکبر علي چې پۀ کابل کښې د ملي بانک سره ملازم دے، سره بدرګه د کابل پۀ لوري روان شوم.

جلال اباد او کونړ کښې مو مېلمستیا وشوه.

پۀ دیارلسم جون اسداباد کشې د اطلاعاتو او فرهنګ پۀ تالار کښې د غونډې تابیا شوې وه. د دې غونډي مشر مېلمه د پښتو څانګې )عبدالولي خان پوهنتون، مردان( مشر ډاکټر سهېل خان ؤ او تر څنګ ئې د علومو اکادمي رئيس ډاکټر عبدالظاهر شکېب، زۀ، ډاکټر شهزاد، عثمان خان، رفيع الله حېدري او احمد الله ارچيوال ناست وو. تلاوت کلام پاک قاري هيله من وکړو. ملي سرود وړاندي کړے شو. پۀ كونړ كښې د ازادۍ راډيو خبريال ښاغلي روح الله انوري د راغلو مېلمنو مننه وکړه او د کتاب د مخکتنې پۀ ارزښت ئې خبرې وکړې. دوي ووئيل چې استاد ارچيوال د عدم تشدد د لارې لاروے دے، هم دغه ئې وظيفه ده. ښاغلي خان ولي سالارزي د ارچيوال د ژوند خاکه وړاندي کړه او د دوي د ژوند پۀ ټولو برخو ئې ګټور معلومات ګډون والو ته وړاندې کړل. هغۀ ووئيل چې هر هغه څۀ ته چې ارچيوال بډې وهلې دي، هغه ډېر ارزښتناک وي. زۀ ورکوټے وم چې باچا خان بابا کونړ ته راغلے ؤ. د هغۀ خبرې، د هغۀ لباس مونږ د نزدې نه ليدلي وو. هغۀ به وئيل زۀ يو ساده پښتون يم، ډېر د تشريفاتو سړے نۀ يم. خدائي خدمتګار يواځینے تحريک ؤ چې پۀ قصه خوانۍ کښې ئې سلګونه شهیدان ورکړل خو ولې د عدم تشدد لاره ئې نۀ وه پرېښودې.

ډاکټر عبدالظاهر شکېب هم د ارچيوال هلې ځلې وستائیلې. دوي د خدائي خدمتګار تحريک او د فخر افغان بابا پۀ ژوند او مبازې پۀ زړۀ پورې خبرې وكړې.

ډاکټر سهېل خان خپله وېنا کښې ووئيل چې تر اوسه پۀ باچا خان باندي 156 کتابونه او شپږ پي اېچ ډي شوې دي او لا هم کار پرې روان دے. باچا خان پۀ داسي حالاتو کښې ژوند کوۀ چې پۀ ټولنه کښې ټول اولس ذهني، فکري، سياسي او معاشي غلامان وو. زمونږ پۀ ټولنه کښې معاشرتي ناروغتياوې ډېرې وې – باچا خان د عمل د لارې پۀ اولس کښې بدلون راوستے ؤ. هغۀ د خپل ژوند هره درېمه ورځ جېل کښې تېره کړې وه. ډېر تکليفونه ئې برداشت کړي وو خو ولې د عدم تشدد لاره ئې نۀ وه پرېښودې. دوي زياته کړه چې استاد احمدالله ارچيوال د عبدالله بختاني نه پس د جديد څېړنکارۍ لوړه درجه لرونکے استاد دے چې د خدائي خدمتګارۍ تحريک بېلابېلو اړخونو باندې څيړنې کوي. دوي پۀ دې خبرو زور ورکړو چې خدائي خدمتګار داسې تحريک ؤ چې لر او بر پښتانۀ ئې پۀ يو مزي سره وتړل او پۀ يو ټغر ئې سره راټول کړل.

د اولسي جرګې وکيل جاويد ساپي پۀ خپلو خبرو کښې د راغلو مېلمنو او ګډونوالو مننه وکړه اووې وئيل چې مونږ يو تهذيب يافته قوم يو، تر څو چې مونږ خپل کلتور ونۀ پېژنو تر هغې مونږ مخکښې نه شو تللے. استاد ارچيوال د کونړ د ځوانانو او فرهنګيانو او د راغلو ګډون والو مننه وکړه چې زماد کتاب د مخکتنې دا دستوره مو راجوړه کړې ده. مونږ ته پکار دي چې د کتاب لوستنې کلتور ته وده ورکړو. زمونږ ژبه او کلتور يو دے، ځینې خلق د دې د بېلولو کوشش کوي خو لېکن زمونږ پۀ ټولنه کښې ژبه او کلتور يو دے. دا زمونږ مسئوليت دے چې مونږ باچا خان وپېژنو. د باچا خان پېژندګلو د پاره د هغۀ مفکوره لوستل ضروري دي. د باچا خان عدم تشدد پۀ خپل کلتور او مذهب اډاڼه ؤ.

پۀ اخره کښې رفيع الله حيدري، محمد اسماعيل منيب راغلو مېلمنو ته روايتي پکولونه هم پۀ سر کړل او دا غونډه پۀ دعا سره سر ته ورسېده.

پۀ څوارلسم جون د استاد ارچيوال پۀ مشرۍ کښې د ننګرهار د والي شاه محمود مېاخيل سره ملاقات وشو. د نورو ډېرو خبرو تر څنګ ښاغلي شاه محمود مېاخيل ووئيل، د اولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي پۀ خصوصي پاملرنه باندې د باچا خان د مزار د بيا جوړيدو کال پېل شو او د افغانستان دولت پۀ خپله سرپرستۍ کښې دا کار سر ته رسوي او پۀ راروانو شپږو مياشتو کښې به دا کار سر ته ورسوي. دوي زياته کړه چې دا ځل د باچا خان اونۍ کښې درې ورځې پۀ دولتي کچه مونږ د بابا پۀ مزار د نماځلو تابيا کړې ده چې پکښې به د لر او بر او د نورو هېوادونو نه د بابا مئینانو ته د ګډون بلنه ورکولې شي. مونږ د باچا خان مرکز پۀ استازيتوب د ننګرهار د والي شاه محمود مياخيل مننه وکړه چې د بابا د مزار پۀ اړه ئې د غېر معمولي دلچسپۍ څرګندونه وکړه.

د پنځلسم جون پۀ سحر کابل کښې د افغانستان علوم اکادمۍ ته لاړو. ماسپښين دوه بجې ټول مېلمانۀ او ګډون وال د علومو اکادمۍ ‘احمد علي کهزاد تالار’ ته لاړو. د رئيسه هيئت د پاره څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکېب، استاد حبيب الله رفيع، اکاديميسن سلېمان لائق، پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار، د ننګرهار پخواني والي سليم خان کندوزي ، د کوچيانو د مستقل رياست رئيس استاد حبيب الرحمان، ډاکټر سهېل خان د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې رئیس، د پکتيا پوهنتون رئيس ډاكټر جلال زي، د سيمئيز مطالعاتي مرکز مشر استاد رفيع الله نيازي نومونه غوره کړے شول. د غونډې پېل ښاغلي عبدالوهاب د تلاوت کلام پاک نه وکړو. ملي سرود هم وغږول شو. د علومو اکادمۍ رئيس څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکېب افتتاحي وېنا کښې د راغلو مېلمنو، پوهانو، څېړونکو، ليکوالو، فرهنګيانو، مشرانو او كشرانو مننه وکړه. دوي ووئيل، زۀ خوشحاله یم چې نن بیا ‘د خدائي خدمتګار كلتوري اغېزې’ تر سرلیک لاندې کتاب د مخکتنې لپاره دلته سره راټول شوي یو چې د مخكتنې پۀ دې درنه او پرتمينه غونډه كښې د ګډون لۀ امله ستاسو د راتګ هرکلے كوم او د زړۀ لۀ کومي مننه درڅخه کوم او پۀ ځانګړي ډول هركله راشئ.

پۀ معاصر مفهوم پۀ افغاني ټولنه کښې د عدم تشدد د مفکورې او فلسفې بنسټګر فخر افغان خان عبدالغفار خان دے چې د شلمې پېړۍ پۀ لومړیو لسیزو کښې ئې د خپلې ملي او اولسي مبارزې د پاره دې کارنده وسیلې ته پام شو. هغه چې کله د خپلې افغاني ټولنې د سیاسي ستونزو دقیق او عمیق تشخیص وکړو نو لۀ هغه وروسته پاتې والي، بېوزلۍ، تاوتریخوالي، بېسوادۍ، ناپوهۍ او د ملي اولسي سیاست لۀ پاره د سازماني تشکیل تشه وه. باچا خان پۀ دې هم ښۀ پوهېدو چې د پښتنو ترمنځ به دغه مهال د عدم تشدد مفکوره پۀ اسانه خپل ځاے ونۀ مومي خو بیا ئې هم خپله ملي اولسي مبارزه د خپل ستراتیژیک انتخاب پۀ توګه وټاکله او پۀ دې لاندې څو ډګرونو کښې ئې هم مبارزه پيل کړه.

د یادونې وړ ده چې د دې لارې غوراوې هېڅ کله هم د لټۍ، وېرې او ناهیلۍ لۀ امله نۀ وه. هغۀ ځان ته دومره لوي اهداف ټاکلي وو چې پرته لۀ یو سنجول شوي فکري او ویښتیائي مبارزې څخه ور رسېدل ناشوني برېښېدل. هغوي چې پۀ دې لړ کښې لومړے د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنسټ کېښود او بیا ئې د خدائي خدمتګارۍ سیاسي ګوند او غورځنګ بڼه خپله کړه – لۀ هماغه پېله د هغوي دا نظر ؤ چې لوے څښتن تعاليٰ خو د خپلو بندګانو خدمت ته اړتیا نۀ لري، د خداے د مخلوق خدمت کول د خداے خدمت دے؛ خو دا خدمت باید خدائي وي او بې لۀ کوم اجر او مزد څخه وشي او یو تر بله پۀ مینه محبت، پېرزوینه، همکارۍ، دوستۍ، ورورګلوۍ او عدم تشدد سره تر سره شي، ځکه لۀ تشدد څخه یوازې نفرت، کرکه او عدم تشدد څخه مینه او محبت زېږي.

باچا خان باور درلود چې خپلواکي، پرمختګ، سیاست او پۀ انساني ټولنه کښې هر څۀ د انسان لپاره د ارزښتونو پۀ توګه مهم دي خو انسان او انسانيت تر دې ټولو مهم دے، ځکه خو نۀ ښائي چې انسان لۀ ارزښتونو قرباني شي بلکې ټول ارزښتونه باید د انسان د نېکمرغۍ لپاره استخدام شي.

باچا خان چې د خپلې ملي او اولسي مبارزې پۀ هوډ او تکل راپاڅېدلے ؤ نو هغۀ ته د پښتنو شته مادي وسائل معلوم وو او د پښتنو پۀ سیمو کښې د هغه مهال د روانو او د مخه تر سره شویو وسله والو مبارزو او د پښتنو ټولنیز حالت ښه پۀ غور مطالعه کړي وو، ستونزې یې پۀ ګوته کړي او د هغې لاملونه ئې ځان ته معلوم کړي وو نو بیا ئې د هغو د حل لپاره مټې رانغښتې وې. لۀ هماغه پېله چې د ترنګزو حاجي صاحب د پښتنو پۀ سیمو کښې د مدرسو د پرانستو تکل وکړو نو باچا خان حاجي صاحب ته د وسله والې مبارزې پر ځاے د پښتنو د ټولنیزې اصلاح او سمون لپاره د علمي او عملي هڅو او هلو ځلو کولو مشوره ورکړه خو دا چې ځينو خلقو هغه مهال حاجي صاحب ته د وسله والې مبارزې لپاره مشوره ورکوله، باچاخان ئې پر خلاف ؤ. باچا خان دغه وخت د دې لپاره د عدم تشدد لاره خپلول غوره ګڼل. هغه پوهېدو چې ټوټه ټوټه او وېشلي قبائل د انګرېز پۀ څېر منظم او پۀ هر ډول وسلو او وسیلو سنبال ځواک سره نۀ شي جنګېدلے نو ځکه لومړے باید د پښتنو ترمنځ د یو والي لپاره کار وشي او دا کار دغه مهال پۀ تشدد سره نۀ شو کېدے. هغوي دې پایلې ته رسېدلي وو چې د پښتنو ستونزې ټولنیزې دي او د دغسې ستونزو د حل یواځینۍ لاره د خلقو ویښول، پوهول، د بې سوادۍ لۀ منځه وړل او اقتصادي پرمختګ دے چې پۀ دې وسیله د پښتنو حالات تغير موندلے شي او د دې هر څۀ لپاره دغه مهال د عدم تشدد لار خپلول او پۀ راتلونکي کښې د انګرېزي ښکېلاک پۀ وړاندې د مقابلې او مبارزې لپاره ځان چمتو کولو لپاره دا ډېر اغېزناک کار ؤ.

د خدائي خدمتګارۍ غورځنګ چې د یو ستر معنوي تحریک او ملي قوت حیثیت ئې درلود، لۀ هماغه پېله د عدم تشدد د مفکورې او تګلارې پر بنسټ پۀ پښتني ټولنه کښې خلقو ته د مینې او ورورګلوۍ عملي درس ورکولو او پۀ هغوي کښې ئې د ملي یووالي، هېواد پالنې او خلقو ته خدمت کولو احساس او روحیه روزله او پياوړې کوله. دغه مهال چې پۀ پښتني ټولنه خپل منځۍ تربګنۍ د دوي د خپلې بېسوادۍ او انګرېزې ښکېلاک د لاسوهنو لۀ امله لوړې کچې ته رسېدلې وې، خپل منځي مخالفتونو او اقتصادي دښمنیو د هغوي ډېرې کورنۍ او قبیلې تباه کړې او یو د بل وینو ته تږي کړي دي؛ د دغو نا خوالو لۀ منځه وړلو لپاره عدم تشدد ډېرې ګټورې او اغېزناکې پایلې درلودې. ښکېلاک ګر چې پۀ دې پوهېدل چې هم دغه «عدم تشدد» غورځنګ پۀ خلقو کښې یووالے او ملي، قومي پېوستون راولي نو ئې د دغه غورځنګ پر وړاندې لۀ سخت زور زیاتي او تشدد څخه کار اخستل پېل کړل. انګرېزانو به وئیل، «کوم پښتانۀ چې تاوتریخوالے نۀ کوي او د عدم تشدد پۀ لاره روان وي، لۀ هغو پښتنو څخه ډېر خطرناک دي چې تشدد کوي او زموږ پر وړاندې پۀ وسله واله مقابله او مبارزه کوي.» نو ځکه ئې د عدم تشدد د پلویانو او لارویانو پر وړاندې د تشدد هره وسله او وسیله کاروله. د دې غورځنګ د پلویانو پۀ وهلو ټکولو، بندیانولو، لۀ خپلې سیمې څخه پۀ شړلو او عن پۀ وژلو ئې هم ونۀ کړے شول چې دغه د عدم تشدد غورځنګ لۀ منځه یوسي، بلکې د ښکېلاک د دغه تشدد او زور زیاتي سره هم دغه غورځنګ لۀ یوې ورځې بلې ته پياوړے او د پښتنو پۀ بېدارولو، یو موټي کولو او وروستۍ موخې ته پۀ رسولو کښې اغېزناک تمام شو.

نن چې مونږ «د خدائي خدمتګار كلتوري اغېزې» تر سرلیک لاندې د تکړه لیکوال ښاغلي احمدالله ارچیوال د څېړنيز اثر د مخکتنې لپاره سره راټول شوي یو، دغه كتاب چې د خدائي خدمتګارو د تحریک پر كلتوري اغېزو يوه علمي څېړنه ده او دا خبره پۀ کښې پۀ دلائلو او شواهدو ثابته شوې چې د خدائي خدمتګار تحریک پر افغاني ټولنه كوم اثرات لرل، تر بحث لاندې نيول شوي. دا اثر د خدائي خدمتګار د تحریک د اغېزو پۀ اړه يو غنیمت اثر دے او علمي اکادمیک حېثيت لري چې هره خبره ئې پۀ سند، مأخذ او حواله باندې ولاړه ده. ښاغلي ارچیوال ته د دې علمي څېړنیز کتاب د لیکلو او چاپ مبارکي وایم او د خداے جل جلاله لۀ درباره ورته د داسې نورو علمي څېړنو پۀ برخه کښې توفیق غواړم. پۀ علم او قلم ئې برکت شه ـ

ورپسې راقم الحروف خپله وېنا کښې ووې، د استاد احمد الله ارچيوال د نوي څېړنيز اثر خدائي خدمتګار کلتوري اغېزې مخکنته کېږي، يقيناً استاد ارچيوال پۀ معاصره څېړنکارانو کښې يو لۀ هغو دے چې د عدم تشدد د فلسفې قائل دے او تر ډېره وخته پۀ دې فلسفه کار کوي. دې نه مخکښې دوي ‘اولسي مبارزه، خدائي خدمتګار ستراتېژیک انتخاب’ اواوس دا نوے اثر چاپ کړو. لۀ دې غورځنګ سره تړلي بلها کتابونه ليکل شوي دي خو دا کتاب پۀ اکادمیک اپروچ ليکل شوے دے. خدائي خدمتګار تحريک يواځینے تحريک دے چې د انګرېز مقابله ئي د عدم تشدد پۀ فلسفه کوله او دا فلسفه د دې تحريک د باني خان عبدالغفار خان فلسفه وه. دغې تحريک پۀ سياسي، اصلاحي، علمي، ادبي او کلتوري مېدان کښې ډېر د قدر وړ کار او زيار کړے دے. پۀ دې موجوده اثر کښې د دې تحريک د کلتوري اغېزي جاج ډېر پۀ بشپړه توګه اخستل شوے دے. زۀ دعوې سره وایم چې د خدائي خدمتګار تحریک د کلتوري بیانیې تفهیم کښې به دا کتاب لویه مرسته وکړي.

د مقالو پۀ لړ کښې اکادیميسن سلېمان لائق ووئيل چې زۀ ډېر خوشحاله يم چې پۀ داسې يوه غونډه کښې ګډون کوم چې زما د خوښې موضوع ده. پۀ کوزه پښتونخوا کښې دا مهال واک د بل پۀ لاس کښې دے خو بيا هم د مهاجرت پۀ وخت کښې د کوزې پښتونخوا خلقو زمونږه افغانانو وروڼو سره ډېره مرسته کړې وه. زۀ د تاسو ډېره مننه کوم چې د کوزې پښتونخوا نه راغلي ياست. ارچيوال صاحب يوه حساسه موضوع غوره کړې ده چې د خدائي خدمتګار نهضت کلتوري اغېزې دي – ډېر سم، ډېر ګټور او وطن پرستانه برخورد ئې کړے دے. داسې موضوع چې ډېر کار پرې نۀ دے شوے، ولې دۀ پرې پۀ بشپړه توګه د خپل قلم سره انصاف کړے دے. زۀ باور لرم چې دغسې کتابونه چاپ کول د خدائي خدمتګا ر نهضت ته ډېره ګټه ورکوي.

څېړنوال استاد حبيب الله رفيع خپله مقاله کښې ووئيل، نن د يو داسې کتاب مخکتنه ده چې ځوان احمدالله ارچيوال د خدائي خدمتګار تحريک او د عدم تشدد پۀ برخو کښې ډېر کار کړے دے، زۀ دۀ ته مبارکي وايم. د باچا خان مبارزه درې پړاوونه لري – اول ‘انجمن اصلاح الافاغنه’، دوېم ‘خدائي خدمتګار تحريک’ او درېم ‘نېشنل عوامي پارټي’ چې درې سره پېوستون هم لري او بېلتون هم. ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ هغه تحريک ؤ چې د پښتانۀ د بېدارولو د پاره جوړ شوے ؤ. خدائي خدمتګار هغه کلتوري او همه سياسي حرکت ؤ چې خلق ئې راویښول او دغه شان نېشنل عوامي ګوند سياسي حرکت ؤ چې پښتانۀ ئې پۀ سياسي توګه ويښول. د انجمن اصلاح الافاغنه ضروت او کار پۀ هغه وخت پۀ کال 1920ز کښې يو ډېر مهم او اساسي کار ؤ. پۀ دې وخت کښې افغانستان نوې ازادي اخستې وه. باچا خان د هجرت پۀ کاروان کښې کابل ته راغلے ؤ، د اعليٰحضرت امان الله خان سره ئې ليدلي وو، د خپلي ژبې پرمختګ او ارزښت ورته معلوم شوي وو او پۀ دې برخه کښې ئې د اعليٰحضرت امان الله خان سره خبرې هم کړې وې. کله چې بېرته ستون شو نو د انجمن اصلاح الافاغنه بنسټ ئې کېښودو. انجمن اصلاح الافاغنه پۀ ګڼو برخوکښې د پښتنو د ویښولو د پاره کار وکړو او وروستو ئې ازاد سکولونه هم جوړ کړل. دې سکولونو کښې به طرحي او ازادې مشاعرې هم کېدلې. هم پۀ دغه تسلسل کښې ئې 1928ز کښې د خپل کلتوري حرکت د پاره د ‘پښتون’ مجلې اجراء وکړه خو د وخت سامراج د لاسه څو وارې پرې بندېزونه لګيدلي دي خو بيا هم تر اوسه دوام لري. د پاکستان جوړېدو وروستو دغه ګوند د پاکستان دننه سیاست پېل کړے دے.

ډاکتر سهېل خان خپله وېنا کښې ووئيل، زۀ د ټولو ګډونوالو مننه کوم او پۀ خصوصي توګه د ارچيوال چې مونږ ته ئې پۀ دې غونډه کښې د ګډون بلنه راکړه. کله چې مونږ پۀ افغانستان کښې د خدائي خدمت ګار پۀ حواله خبره کوله نو مونږ استاد عبدالله بختاني صاحب کتابونو او د دوي سره رابطه کوله خو نن ډېر خوشحاله يم چې ځوان او تکړه ليکوال احمد الله ارچيوال دې ته چمتو شو چې د باچا خان او خدائي خدمت ګار تحريک پۀ حواله څېړنې وکړي. استاد ارچيوال لۀ دې مخکښې هم پۀ خدائي خدمتګار تحريک او د بابا د عدم تشدد پۀ فلسفه باندې ګټور ليکونه او څېړنې کړې دي.

د باچا خان د تحريک اولنے نوم ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ ؤ، يعني د افغانانو د اصلاح يوتنظيم يو انجمن چې د افغانانو اصلاح به کوي. دا د کال 1921ز خبره ده چې دا يو تعليمي او سماجي تحريک ؤ. کلتور د پښتونولۍ يو جز يوه برخه ده او دا کلتور د ژوند تېرولو يوې ټولنيزې سانچې ته وائي او دا کلتور د چاپېرچل نه اثرات اخلي. پۀ لر او بر کښې مېشته پښتانۀ ټول يو دي او د يو وجود برخه ده. پۀ نړۍ کښې پښتون هغه واحد قوم دے چې چرته هم ځي نو د ځان سره خپل کلتور وړي او ځان سره ئې ګرځوي. د پښتونولۍ د پاره څلور تحريکونه چلېدلي دي چې پکښې يو د پير روښان، دوېم د خوشحال خان، درېم د باچا خان او څلورم د امير امان الله خا ن ؤ خو د دې تحريکونو د ناکامه کولو د پار ه پۀ مختلفو شکلونو کښې کله د سامراج پۀ شکل کښې کله د مغل او کله د پېرنګ پۀ شکل کښې خلق راوتي دي خو ناکامه شوي دي. دا څلور واړه تحريکونو زما د پښتونولۍ او د پښتونولۍ د کلتور تحفظ کړے دے.

ورپسي پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار خپله علمي وېنا وکړه او هم دغه شان استاد حبيب الرحمان د کوچيانو د مستقل رياست رئيس وېنا وکړه.

پۀ روستو برخه کښې د کتاب ليکوال استاد احمد الله ارچيوال د راغلو ګډون والو، پوهانو او د علومو اکادمۍ د همکارانو مننه وکړه چې دا علمي غونډه ئې راجوړه کړې ده. دځوانانو پۀ ذهنونو کښې بلها بلها سوالانه پورته کېږي چې عدم تشدد څۀ شے دے؟ خدائي خدمت ګار تحريک څۀ ؤ؟ اهداف ئې څۀ وو؟ ما کوشش کړے دے چې پۀ څۀ نه څۀ کار پۀ دې برخه کښې وکړم. دوي زياته کړه چې تاثير څۀ شے دے او ځني وختونو کښې د تحريکونو تاثير د خپلې ټولنې نه علاوۀ پۀ نورو ځايونو باندې وي. خدائي خدمتګار تحريک اګرچې اوس ختم شوے دے خو تاثيرات ئې نن هم پۀ ټولنه کښې شتون لري. کتاب د لوستو سره تعلق لري. زۀ غواړم چې پۀ دې برخه نور ځوانان ډېر کار وکړي. دا کتاب د دغې تسلسل يوه کړۍ ده. دا غونډه ماځيګر څلور بجې اختتام ته ورسېده. اکادمۍ د ګډونوالو د مېلمستیا تابیا کړې وه.

یاده دې وي چې دا کتاب سږ کال د جون پۀ میاشت کښې د ‘سروش کتاب پلورنځي’ لۀ خوا د ښکلې مخپاڼې سره پۀ 208 مخونو چاپ ے. ډاکټر سهېل خان پرې خپله علمي ليکنه او د کتاب ليکوال احمد الله ارچيوال يو څو خبرې کړې دي. کتاب د لوستو سره تعلق لري خو بيا هم ځیني مهمې خبري/ د کتاب موضوعات د ‘پښتون’ لوستونکو ته وړاندي کوم:

پښتني کلتور،

د شلمې پېړۍ پر مهال د پښتنو کلتوري حالت،

خدائي خدمتګار د پښتنو پر ژوند څۀ تاثير درلود،

پۀ پښتو شعر او نثر د دې غورځنګ اثرات،

پۀ شاعري کښې ملتپالنه،

خدائي خدمتګار او ښځينه شاعري،

خدائي خدمتګار او افسانه،

ډرامه باندې اثرات،

پر موسيقۍ اثرات،

خدائي خدمتګار کښې د ښځو ونډه،

د پښتنو پر ښوونځو د خدائي خدمتګار اثرات،

د پښتنو پۀ اقتصاد او پښتو ژورناليزم اثرات،

د پښتنو پر افکارو او چلند يعني پۀ ټولنه کښې د واک خبره،

ملتپالنې ته وده ورکول،

د ټولنيز تاو تریخوالي کمول،

د خدائي خدمتګار مذهبي، سياسي اثرات

او هم دغه شان پۀ ځوانانو اثرات او داسې نورې ډېرې خبرې پۀ کتاب کښې موندې شي.

د کتاب موضوعاتو نه څرګندېږي چې دا کتاب معاصر وخت کښې د عدم تشدد د بیانیې تفهیم او د جنګ ضد فکر ملاتړ د پاره فکري مواد نه برجق کتاب دے. باید د سیاسیاتو، ټولنیز علومو او ارواپوهنې زدکړیال ئې خامخا ولولي.

 

دا هم ولولئ

انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي …