د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلین علمي څېړنیز سیمنار (ادبي راپور) – ډاکټر ظفر الله بخشالي

 

د نومبر پۀ وړومبنۍ اوونۍ کښې راته د علومو اکېډمي کابل د رياست مقام لۀ خوا ووئيلے شو چې مونږ د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلين پۀ مناسبت د يو څېړنيز سيمينار تابيا لرو، تاسو او درې نورو استاذانو ته هم دعوت ورکوو. ستاسو راتګ به څنګه شي؟ ماورته ووئيل چې انشاالله درځو به. پۀ دې استاذانو کښې پروفېسر ډاکټر پروېز مهجور خوېشکي، پروفېسر ډاکټر بادشاه روم )علي خېل درياب(، پروفېسر ډاکټر اصل مرجان )محب وزير( او زۀ وم. وروستو ډاکټر محب وزير د خپلو مصروفياتو لۀ وجې لاړ نۀ شو. پۀ څلورم نومبر رسمي مکتوب راولېږلے شو. مونږ ځان د سيمينار د پاره برابر کړو. د محترمو استاذانو نه مې پاسپوټونه را جمع کړل او د نومبر پۀ پینځلسمه سحر وختي د باچا امام بخشالي نه د افعانستان د سفارت خانې پۀ لور روان شوم. پۀ لس بجې سفارت خاني ته ورسېدم. محترم حضرت ولي هوتک ولي )د فرهنګي چارو اتاشي( راته سترګې پۀ لار ؤ. ډېره پۀ پښته مینه ئې زما هرکلے وکړو. بيا پۀ مېلمستون کښې کښېناستم. هوتک صاحب او ناصر دراني سره موګپ ولګول او زما د ويزې پۀ ويزه ئې کار پېل کړو. پۀ دې دوران کښې مو د هوتک صاحب سره د کوزې او برې پښتونخوا پۀ فرهنګي روابطو او ادب باندې بحث وکړو. پۀ دې وخت کښې د غرمنۍ غږ وشو، زۀ او هوتک صاحب د غرمنۍ مېز ته ورغلو، کابلي پلاو او ځیني نور افغاني خوراکونه تيار وو. پۀ دې مېز باندې ټول دپلوماتان ناست وو. ټولو پۀ دري خبرې کولې او يو هوتک ؤ چې پۀ پښتو غږېدو. زۀ پرې ډېر خوشحاله شوم چې ځه ښه ده، يو ځوان شته چې پۀ پښتو خبرې کوي. د ډوډۍ چاے وروسته زما او نورو استاذانو ويزې ولګېدې او بيا مې رخصت را واخستو. د مارګلې پۀ لارو کښې ډېر رش کش ؤ، ځکه چې پۀ دې ورځ د مولانا فضل الرحمان پۀ غوښتنه د اپوزیشن احتجاج ؤ او ټولې لارې تړلې شوې وې. زۀ ډېر پۀ ګرانه سره د مردان اډې ته ورسېدم او هلته نه واپس کور ته روان شوم. د شپې ناوخته خپل کور ته ورسېدم.

پۀ مقرره ورځ پۀ نولسم نومبر، سحر وختي پاڅېدم او زما ګران ملګرے ناصر خان سره د خپل ګاډي زما پۀ کورکښې ولاړ ؤ او پۀ اتۀ بجې د بخشالي نه روان شو. پۀ بخشالي ټول پلازه راته ډاکټر عليخېل درياب صاحب هم ولاړ ؤ. دلته نه د سوات موټروے باندې د ‘باګرام’ پۀ لو ر روان شو. پۀ چارسده ټول پلازه استاد محترم پروفېسر ډاکټر پروېز مهجور خويشکي هم ولاړ ؤ. دوي سره مو ستړي مۀ شي وکړل او بيا مخ پۀ وړاندي روان شو. د پېښور رنګ روډ باندې مو تورې چاې وکړې ځکه چې بيا خو پۀ کابل کښې توره چاے څۀ چې سپينه چاے هم نۀ وي. جمرود، لنډي کوتل، د خاطر اپريدي مزار او د باباے غزل امير حمزه خان شينواري پۀ مزار را تېر شو؛ تورخم ته ورسېدو. دلته مو د ډاکټر خوېشکي د سپينې ږيرې نه دا ګټه واخسته چې د قطار نه بچ شو. مونږ وې دا مريض دے او نېغ د ‘ټاپې’ ځاے ته ورسېدو. دلته کښې ډېر پۀ مشکله سره ټاپې ولګېدې او هم دغه شان مو د کرښې اخوا ته هم پۀ ډېر کړاو سره ټاپې ولګولې او راون شو. دلته کښې زما شاګرد عرفان الله چې پۀ ګمرک کښې وظيفه لري، سترګې پۀ لار ؤ. ورسره رفيق او يو کاکا هم ؤ. مونږ ئې پۀ ډېر درناوي سره خپل اوطاق ته بوتللو. چاے اوبۀ او ډېره خوندوره ډوډۍ مو هم وخوړه. چې ښۀ دمه شو نو بيا مو مخ پۀ وړاندې د تګ تکل وکړو. د علومو اکېډمۍ لۀ خوا زمونږ د تګ بندوبست شوے ؤ. د استاد مهجور صاحب پۀ مشرۍ کښې روان شو. پۀ لاره کښې مو د مهجور صاحب د ژوند حالات او پۀ خصوصي توګه پۀ پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون کښې د تېر شوي ژوند پۀ حواله ډېرې خوندورې خبرې وکړې او ډېر څۀ مو ترې زده کړل. پۀ خبرو خبرو کښې جلال اباد او دغه شان لغمان، سروبي، ماهي پر او داسې نور تاريخي کلي او علاقې پۀ مخه راغللې. د لوئې لارې دواړو طرفو ته شينکي، د زېتونو اونې او د رڼو اوبو رود بهېدو. پۀ کابل شهرِ نو کښې راته د پښتو بېن المللي مرکز مشر استاد وجيه الله شپون سترګې پۀ لار ؤ. د علومو اکېډمۍ پۀ خوا کښې يو هوټل ته ئې بوتلو. سم د لاسه ډاکټر عبدالاحد منګل هم را ورسېدو. ستړي مۀ شي مو وکړل او بيا پۀ څلورم منزل کښې زمونږ د استوګنې بندوبست شوے ؤ. ستړي هم ډېر وو، ډوډۍ مو وخوړه او بيا مو د ډاکټر عبدالاحد منګل او شپون صاحب سره لږ ساعت خبرې وکړې او بيا هغوي رخصت شول او مونږ اودۀ شو.

د شلم نومبر پۀ سحر د استاد رفيع الله نيازي زنګ راغلو چې زۀ ستاسو منتظر يم. د نيازي صاحب سره ملاقات وشو او بيا د دوي پۀ ګاډي کښې علومواکېډمۍ ته لاړو. د علومو اکېډمۍ رئيس ډاکټر عبدالظاهر شکېب سره د خپلو ټولو همکارانو سترګې پۀ لار ؤ. زمونږ ئې ډېر تود هرکلے وکړو. خېر پۀ خېر وشو. اجمل چې د رئيس د دفتر ملازم دے، تودې چاې راوړې. دلته ناست وو چې د علومو اکېډمۍ ډېرو استاذانو سره مو ليدنه وشوه. هم پۀ دې وخت کښې ډاکټر لعل پاچا ازمون د اولسمشر ارشد صلاح کار او د پوهنتون استاد هم دے، راغلو او ورسره استاد محمد اٰصف صميم صاحب هم را دننه شو. د دواړو پۀ ليدو ډېر خوشحاله شو.

پۀ لس بجې د احمد علي کهزاد د غونډو تالار ته لاړو. پۀ دې تالار کښې د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلين سيمينار ؤ. د دې سيمينار مشري پروفېسر ډاکټر پروېز مهجور خوېشکي کوله. د غونډې پېل د تلاوت کلام پاک نه وشو چې سعادت ئې محترم څېړنوال برهان الدين نظامي ته حاصل شو. دغه علمي ناسته د قران کريم پۀ تلاوت سره پېل شوه او ورپسې ملي سرود وغږول شو. د سيمينار ګزارش د پښتو څېړنیو د بېن المللي مرکز د رئيس څېړنوال وجيه الله شپون لۀ خوا وړاندې شو. ورپسي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس پېغام پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون ولوستو. پۀ دې پېغام کښې ووئيلے شول چې مرزا خان انصاري د روښاني غورځنګ يو پياوړے شاعر او مهم ادبي شخصيت ؤ چې علمي، ادبي او ملي شخصيت ئې بېلابېل ابعاد لري. کۀ څۀ هم د روښانیانو، روښاني نهضت او د روښان د فکري او عرفاني لارې پۀ باب پۀ وروستیو دوو پېړیو کښې د پوهانو لۀ خوا پراخې څېړنې شوې دي، مګر د روښان او روښانیانو د فرهنګي، ټولنیز او عرفاني لید د واقعي څهرې ښودل د ډېرو نورو مدارکو لټون او نوو علمي کارونو ته اړتیا لري. د افغانستان د علومو اکېډمۍ لۀ خوا د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلين پۀ مناسبت سيمينار پوهانو ته يوه ښه زمينه برابره کړې ده چې د روښانيانو او روښاني نهضت د لارويانو پۀ باب نوې او مستندې څېړنې وکړي او لۀ نوو زاويو د روښاني دورې اثار وڅېړي چې د دوي څېړنې به د پخوانيو څېړنو بشپړوونکې وي.

ورپسې د علومو اکېډمۍ سرپرست رئيس څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکېب پرانستونکې وېنا وکړه او وې وئيل، مرزا خان انصاري د پیاوړي علمي روحاني شخصیت ترڅنګ ښۀ عارف او متصوف شاعر هم ؤ. د دۀ پۀ باب د اشعارو د را پاتې دېوان )چې پۀ لر او بر پښتونخوا کښې څو ځله چاپ شوے(، پر مطالعې سر بېره د شاعر د خپلو هم-مهالو پیاوړو روښاني شاعرانو مخلص، دولت لواڼي، واصل او هم دا رنګه د را وروسته کلاسیکو نوماندو شاعرانو لکه خوشحال بابا، رحمان بابا، هجري، کاظم خان شېدا او نورو لۀ منظونو ستائینو، یادونو او شاعرانه قضاوتونو څخه جوتېږي چې نوموړے د پښتو ادب د کلاسیکي دورې، پۀ ځانګړې توګه د روښاني ادبي- عرفاني تصوفي مکتب پیاوړے استازے، علمي، ادبي، فرهنګي شخصیت دے. د اشعارو منځپانګه ئې پۀ واقعیت کښې د حضرت روښان پیر د فکري او عقیدتي، تصوفي-عرفاني لارې اړوند مسائل دي چې دوي د شعر پۀ خوږه او رنګینه ژبه بیان کړي دي. د افغانستان د علومو اکېډمي ویاړي چې نن د روښاني ادبي مکتب د دغه پیاوړي عارف او متصوف شاعر د څلور سوم تلین پۀ مناسبت د یو علمي څېړنیز سیمینار کوربه دے او تاسو درانۀ پوهان، څېړونکي او لیکوالان مو رابللي یاست. مونږ پۀ دې باور یو چې دې علمي-څېړنیز سیمینار ته لیکلې شوې مقالې او وېناوې به د روښاني ادبي، عرفاني، تصوفي مکتب د دغه پیاوړي شاعر د ژوند او افکارو پۀ باب ډېر تیارۀ ګوټونه روښانه او د سیمینار د مقالو ټولګه به د ادب زدکړیالو، استادانو، څېړونکو، د عرفاني تصوفي ادبیاتو د مطالعې عامو مینه والو ته یوه ګټوره علمي ادبي معلوماتي سرچینه شي.

دغه رنګ ورپسي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پېغام د باختر اژانس رئیس نجیب الله شینواري پۀ دې الفاظو وړاندې کړو چې افغانستان د خپل تاريخ لۀ ډېر حساس او خورا پېچلي پړاوونو نه تېرېږي. پۀ هره برخه کښې ګنې ستونزې او ناخوالۍ تر سترګو کېږي او دا ستونزې او ناخوالۍ د افغانانو د نظام جوړونې، اقتصادي ،کلتوري او ټولنيز پرمختګ هوډ او يون ټکني کوي. دا د افغانستان د ټولو پوهانو ،څيړونکو ،فرهنګيانو او سياستوالو دنده او مسئوليت دے چې دغه مهم او برخليک ټاکونکي اصل ته کلکه پاملرنه وکړي. پۀ دې لړ کښې د روښاني غورځنګ د دغه نوښتګر او بنسټګر بايزيد روښان او د هغۀ د پلويانو او لارويانو او هم دا رنګه لۀ هغوي د را پاتې ستر کلتوري او ادبي ميراث هر اړخيزه پېژندنه يوه ستره اړتيا ده. د مرزا خان انصاري پېژندنه ضروري ده. مرزا خان انصاري د روښاني غورځنګ يو بې جوړې مبلغ او ددولت لواڼي پۀ وېنا د خپل وخت تر ټولو ښۀ شاعر ؤ. د دۀ د افکارو او باورونو، فلسفې او عرفاني نظرياتو پېژندنه د روښانيانو پۀ هر اړخيزه پېژندنه کښې مرسته کوي.

د سرحدونو او قبائیلي چارو د وزارت پېغام د دې وزارت د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاوېد احمد وفا ووئيل چې ارواښاد مرزا خان انصاري د پښتو ژبې د کلاسيک ادب، پۀ تېره بيا د روښاني تحريک د ادبي کاروان سالار، د نورالدين زوے او د روښاني طريقي د مؤسس پير روښان نمسے دے. ارواښاد هغه غزل بول شاعر دے چې غزل ئې تصوفي رنګ لري. د سلوک او تصوف ئې پۀ مرموز او ښکلي انداز کښې او د وحدت الوجود پېچلې فلسفه ئې نسبتاً ساده او جذابو الفاظو کښې بيان کړې ده. مرزا خان د روښاني فلسفې پوره ښکارندوي ؤ.

شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د رئيس پېغام د پوهنيار رحمان الله قانع کښې ووئيل چې مرزا خان انصاري د پښتو ژبې د کلاسيک ادب د روښاني غورځنګ ادبي کاروان يو متفکر شاعر دے چې پۀ شاعرۍ کښې ئې د روښاني پير افکارو او روښاني طريقت مفکوره څرګنده ده او د وحدت الوجود پۀ پېچلې مفکوره پۀ ساده او رسا توګه پۀ جذابو سره غږېدلے دے او هم دا رنګه د پښتونخوا د خان عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې پېغام ډاکټر سيد ظفر الله بخشالي ولوستلو. دوي ووئيل چې ډېر د وياړ مقام دے چې د علومو اکېډمي وتوانېده چې د بايزيد روښان د تصوفي مسلک د يو مخکښ پياوړي شاعر مرزا خان انصاري د څلور سوم تلين دا غونډه نمانځي.

مرزا خان انصاري د پښتو د کلاسیکي دورې هغه حقدار شاعر دے چې تل ئې د خپل نيکۀ بايزيد روښان د تصوف خپرونه کړې ده او د روښاني مکتب اتۀ مقامات ئې بيان کړي دي. لکه چې:

د میرزا ګمان فاني شۀ

هر چې وائي ميا روښان دے

مرزا خان انصاري د بايزيد روښان د فکر لاروے دے. د شاعرۍ ځانګرتياوې د دوي متصوفانه افکار دي. الله تعاليٰ دې وکړي چې د دې سيمينار د تر سره کېدو وروسته څېړنکاران د مرزا خان د شاعرۍ نوي جهتونه رابرڅېره کړي او راتلونکي ځوانان ترې ګټه پورته کړي. پښتو څانګه عبدالولي خان پوهنتون مردان د علومو اکېډمۍ دا هڅې ستائي او پۀ را روانو وختونو کښې د دوي سره د هر قسم قلمي مرستې باور ورکوي. هیله لرو چې داسې فرهنګي سيمينارونه به دوام لري.

د دې وروسته لومړۍ علمي ناسته پېل شوه چې مشر ئې د پښتونخوا د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګې مشر پروفېسر ډاکټر عليخېل درياب، مرستيال ئې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند محمد ابراهيم همکار او منشي ئې څېړنوال عبدالقيوم مشواڼي ؤ. کوربانۀ ئې څېړنپوه نصرالله ناصر او څېړنپوه دکتور سيد محي الدين هاشمي وو.

پۀ دې ناسته کښې څېړنوالې جميلې سروري “د مرزا خان روښاني ژوند او ادبي هڅې”، پروفېسر ډاکټر پروېز مهجور خوېشکي “د مرزا خان پۀ شاعرۍ کښې رومانوي بصيرتونه”، پوهنمل سيد اصغر هاشمي “د مرزا خان روښان پۀ شعرونو کښې د شمېرو فلسفي څېړنه” او پروفېسر ډاکټر عليخېل درياب “د مرزا خان پۀ شاعرۍ کښې د شعري ضرورت لۀ مخې وران کړے شوي لفظونه” پۀ نومونو علمي-څېړنيزې مقالې ولوستې.

ورپسي دوهمه علمي ناسته تر سره شوه چې مشر ئې پروفېسر ډاکټر مهجور خوېشکي، مرستیال ئې د کابل پوهنتون استاد ډاکټر بريالے باجوړے او منشي ئې د پکتيا پوهنتون استاد پوهنوال يار محمد پکتين ؤ. کوربانۀ ئې څېړنپوه زلمے هېوادمل او څېړنپوه ګل احمد احمدي وو. پۀ دې ناسته کښې پوهاند محمد ابراهيم همکار “د مرزا خان پۀ ديوان کښې د وحدة الوجود فلسفي نظريه”، څېړنپوه دکتور سيد محي الدين هاشمي “پۀ روښاني- عرفاني مکتب کښې د مرزا خان انصاري ادبي مقام”، څېړنوال عبدالقيوم مشواڼي “د مرزا خان انصاري د ديوان د بيا چاپ اړتيا”، ډاکټر محمد اکبر کرګر “انسان د مرزا لۀ ليده” )ښاغلي کرګر خپله مقاله رالېږلې وه(، څېړنپوه عبدالشکور قيومي “د مرزا خان روښاني د شعر هنري ارزښتونه”، څېړندوې بي بي فضيله احمدي “د مرزا خان انصاري د شمعې او پتنګ مکالمې فکري او هنري ارزښت”، پروفېسر ډاکټر عبدالخالق رشيد “روښاني معنويت لۀ رېناسنس سره پۀ پرتله کښې” )ښاغلي رشيد خپله مقاله رالېږلې وه(، څېړنوال رحمت الله هوتک “د مرزا خان انصاري د اشعارو اخلاقي او ټولنيز اړخونه” او څېړندوې سونيا هوتک “مرزا او ارخائيزم” پۀ نومونو علمي-تحقيقي مقالې واورولې.

د دې سيمینار پرېکړه ليک کښې دا پرېکړې خوندي شوې:

  1. د مرزا خان انصاري د ديوان متن دې د علومو اکېډمۍ د کتابتون د قلمي نسخې پر بنسټ برابر او چاپ شي.
  2. د روښاني مکتب د تصوفي اصطلاحاتو قاموس دې تدوين او چاپ شي
  3. د روښاني، ادبي او عرفاني مکتب د نورو نوميالو شاعرانو پۀ اړه دې هم علمي-څېړنيز سيمينارونه جوړ شي.
  4. د علومو اکېډمۍ او د هېواد پوهنتونونو کښې دې د مشهورو روښاني شاعرانو د ژوند، اثارو او افکارو پۀ باب علمي-څېړنيزې پروژې او تهیسسونه د استادانو او څېړونکو د علمي ترفيعاتو لپاره وسپارل شي.
  5. د مرزا خان انصاري د مقبرې جوړولو هڅه دې وشي.
  6. د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلين سيمينار د مقالو ټولګه دې چاپ شي.

د سیمینار نه پس د افغانستان د علمي او فرهنګي مشرانو او ملګرو سره ناستې وشوې او پۀ دوه ویشتم نومبر مو د پېښور تکل وکړو او روغ رمټ خپلو کورونو ته راورسېدو.

شپږ ویشتم نومبر، 2019

 

دا هم ولولئ

دوه مقالې – ډاکټر سید ظفرالله شاه بخشالے

  د پښتو اولسي ادبياتو تنقيدي مطالعه پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبياتوتجزياتي …