د”سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” پرانستونکې غونډه او د کابل ادبي دوره – ډاکټر ظفرالله بخشالے

د اکتوبر پۀ وړومبۍ اوونۍ کښې راته د “سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” لۀ خوا بلنه راکړې شوه او دا هم ووئيلے شول چې پۀ دې دوره کښې به د باچا خان پوهنتون پخوانے رئيس او د باچا خان څېړنيز مرکز مشر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت او د مفکوره ريسرچ اېنډ ډوېلپمنټ مرکز مشر حيات روغانے هم وي. ډېر خوشحاله شوم چې د دوي سره به دا ادبي دوره ډېره خوندوره وي. د ټاکلې شوې نېټې نه مخکښې مو پۀ پېښور کښې د افغانستان قونصلګرۍ نه د ګران ملګري اسد الله فاروقي پۀ مرسته ويزې واخستې. پۀ ټاکلې شوې ورځ يعنې اووم اکتوبر دوه زره شل ( ۷ اکتوبر ۲۰۲۰) مو پۀ رسمي سفر باندې کابل ته د تګ بندوبست وکړو.

سهار پۀ شپږ بجې د باچا امام عمومي کتابتون بخشالي نه مې حرکت وکړو. موسم ډېر خوندور ؤ. پۀ اووۀ نيمې بجې مو د “مفکوره” مخې نه حيات روغانے راوچت کړو. پۀ پېښور حيات اباد کښې مو مروت صېب ته انتظار وکړو. د لږ انتظار وروسته هغوي را ورسېدل او بيا د کارخانو پۀ لاره د تور خم پۀ لور روان شو. دا وړومبے ځل دے چې زۀ د ډاکټر مروت صېب سره پۀ سفر ځم، اګر چې څو وارې زۀ مخکښې هم تلے وم خو ما فکر کولو چې مروت صېب سره به زمونږ سفر څنګه سمون وخوري خو د لږ مزل وروسته راته معلومه شوه چې مروت صېب يو مشفق، مينه ناک، عالم او پوهه انسان دے؛ د افغانستان پۀ حواله ژور نظر لري. دوي د خپل وړومبي سفر د افغانستان دورې ذکرونه وکړل. پۀ دې خوندور ګپ شپ کښې تور خم ته ورسېدو. پۀ تورخم کښې د مروت صېب يو شاګرد خسرو خان زمونږ خدمت ته ولاړ ؤ. زمونږ سره بدرګه شو. د پښتونخوا لۀ خوا مو ټاپې ولګولې او بيا د بر خوا ته واوړېدو . دلته زموږ شاګرد عرفان الله سترګې پۀ لار ؤ. دوي سره مو ځان دمه کړو. د چايو څښکلو وروسته شريف الله ناصري د اطلاعاتو فرهنګ پۀ استازيتوب د ښاروالۍ پۀ مېلمستون کښې زمونږ هر کلے وکړو .او بيا د جلال اباد پۀ لور راون شو . پۀ لاره کښې مو د زېتون او مالټو د باغونو نه خوندونه اخستل او ورسره ورسره د مروت صېب د خبرو نه هم – د يو نيم ساعت وروستو جلال اباد ښار ته ورسېدو. د شریف الله ناصري پۀ ملتيا مود ننګرهار د والي او پۀ سياسي او اولسي چارو کښې د اولسمشر سلاکار ضياء الحق امرخېل سره د دوي پۀ دفتر کښې وليدل او زمونږ قدر مدار او مننه ئې وکړه . دوي زياته کړه چې د فخر افغان باچاخان د مزار رسمي پرانستې د پاره به يو کمېسيون تابيا کوو. دا کمېسيون به د پرانستې دستورې د پاره ترتيبات جوړوي . د باچا خان مزار ترڅنګ به د باچا خان پۀ نوم کتابتون او ميوزيم هم جوړوو چې پکښې به د باچا خان يادګاري انځورونه او د دوي سره تړلي څېړنيز کتابونه خوندي کولے شي . دوي زياته کړه چې دا ځل به د باچا خان اوونۍ پۀ لوړو مراسمو سره لمانځل کېږي چې پکښې به د ټولې نړۍ پۀ استازيتوب خلک ګډون کوي ځکه چې د باچا خان پۀ فلسفه کښې د ټولو افغانانو د مشکلاتو د حل لاره موجوده ده. دوي ووئيل چې دا غونډه به پۀ څو مياشتو کښې ترسره شي. ښاغلي پروفېسر ډاکټر فضل الرحیم مروت د والي صېب څخه مننه وکړه او د باچا خان د مزار د رسمي پرانستې کار ستائنه ئې وکړه. د ډوډۍ وروستو د کابل پۀ لور روان شو. ماښام کابل ته ورسېدو. د ارواښاد سلېمان لايق زوي غرزي لايق او د سلېمان لايق فرهنګي بنسټ مشرې اغلې سهېله اصغري، د اطلاعاتو فرهنګ رئيس محب الله صميم او همکارانو ماريا محب، سميع الله ظريف لۀ خوا هر کلے وشو. دوي زمونږ مېلمستيا پۀ روشن پلازه شهر نو کښې برابر کړې وه . دلته کښي مو د دوي سره ډوډۍ او د سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ پۀ اړه تفصيلي خبري وکړې او بيا هم دلته کښې اودۀ شو.

د اکتوبر پۀ اتمه پۀ کابل کښې د سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ لۀ خوا د ملي راډيو ټلويزيون پۀ تالار کښې دوه بجې غونډه پېل شوه. د غونډې پېل د تلاوت کلام پاک څخه وشو، ورپسې ملي سرود هم ووئيلے شو. د سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ مشرې او د دې غونډې وياندې اغلې سهېله اصغري پرانستونکې وېنا کښې ووئيل چې تر هر څۀ د مخه غواړم چې د “سلېمان لايق د فرهنګي-ادبي بنسټ” پۀ استازيتوب او د سلېمان لايق د کورنۍ لۀ خوا د اولس مشر ښاغلي محمد اشرف غني احمدزي، د هغۀ لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح، د سلېمان لايق د اعزاز او تدفين د مراسمو د عالي دولتي کمېسيون لۀ غړو او د سلېمان لايق د ملګرو او مينه والو او ټولو هېوادوالو څخه د لايق د با عزته او رسمي اعزاز خاورو ته سپارلو پۀ وجه خپله وطني مينه او کوروداني وړاندې کړم.

همدا راز پۀ دغه غونډه کښې د پښتونخوا د درنو ملګرو ، ښاغلي پروفېسر ډاکټر فضل‌الرحیم مروت، ښاغلي ډاکټر سید ظفرالله بخشالي او ښاغلي حیات روغاني د حضور او ونډې څخه مننه کوم او کوروداني ورته وايم. پۀ دې اړه لازمه ده چې د سرحدونو او قبائيلو چارو د وزير او د دغه وزارت د فرهنګي چارو د مسئولينو څخه هم مننه وکړم.

د “سلېمان لايق فرهنګي-ادبي بنسټ” د هغۀ د تدارک د کمېټۍ د غړو پۀ مړانه او سرښيندنه او د ارواښاد سلېمان لايق پۀ اجازه د څو مياشتنيو هڅو او هلوځلو نه پس، دا دے د افغانستان د فرهنګي کورنۍ پۀ کتار کښې د يو نوي ادبي-فرهنګي بنسټ پۀ څېره کښې د زېږېدو غږ پورته کوي.

د دې فرهنګي-ادبي بنسټ د جوړېدو اساسي موخه د سلېمان لايق د راپاتې شويو اثارو پۀ رڼا کښې د هغۀ د وطني تفکر او فلسفې باورونو پۀ نخښه کول، کره کول او افغانانو ته رسول دي.

اوسنے افغانستان چې د جګړې څخه سولې ته او د تحجر څخه مدني باورۍ ته د اوښتون پېچلے پړاو تېروي، د څلوېښت کلنې جګړې څخه د را پاتې شويو اخلاقي او هويتي ناروغيو سره لاس او ګرېوان دے. د جګړې پۀ نتيجه کښې د خلکو فرهنګي، ادبي او ثقافتي ژوند ته جدي تاوان رسېدلے دے او د اعتماد او زغم ستنې ويجاړې شوې دي. باور لرم چې د سلېمان لايق معنوي ميراث او د هغۀ ملي-وطني تفکر به د نوي مدني انسان او مدني ټولنې پۀ روزنه کښې لوے نقش ولوبوي او د افغانستان پۀ فرهنګي بيارغونه کښې به د قدروړ ځاے پېدا کړي.

د سلېمان لايق ادبي-فرهنګي بنسټ د خپلو روښانګريزو، فرهنګي او کلتوري هڅو لپاره لاندينۍ کړنې او موخې خپله بنسټيزه کړنلاره ټاکي او ورته ژمن پاتې کيږي:

1. د سلېمان لايق د هستونو راټولول، منظمول، ايديت، تصحيح کول او د لايق د اثارو مينه ‌والو ته د وررسولو پۀ خاطر د هغو د چاپ او خپرولو فرصتونه برابرول.

.2د افغانستان د اوسنيو ادبي هستونو د استازولي پۀ نيامت، ملي او نړيوالو ژبو ته د لايق د هستونو د ورژباړلو او معرفي‌کولو لۀ پاره دوامدارې هڅې.

3. د سيمې او نړۍ د ادبياتو او ادبي هستونو لۀ ادبي بنسټونو او شخصيتونو سره د سلېمان لايق د ژورو او ارزښتناکو اړيکو پر بنسټ د معنوي همکاريو د جلبولو او د فرهنګ او روښانګرۍ د برخې د مخکښانو تر منځ د ورورۍ او پيېوستون د لرغوني اړيکو لۀ سره ټينګول او لۀ دې ميراث سره مرسته او د هغه بډايول.

4. د هېواد پراخو پرګنو او اولسونو ته د لايق د تلپاتې هستونو د رسولو پۀ پار، د لايق د شعرونو، کيسو، مرکو، وېناوو، خپرول د ده پۀ خپل غږ او همدا شان د نوم‌ وتو وياندويانو پۀ غږيز او تصويري ډول، ثبت او ويشل.

5. د سلېمان لايق د ځوانۍ او هلکتوب د وخت د هغو شعرونو، ليکنو او هستونو چې تر اوسه نۀ چاپ شوي، نۀ چا ليدلي او نۀ خپارۀ شوي، راټولول، تنظيم، ايديت ، چاپ او خپرول.

6. د لايق د ليکونو، محرمو يادښتونو، ورځنيو ليکنو، ادبي هستونو او ناچاپو اثارو راټولول، فهرستول، تنظيمول، ايديت، سمون، چاپ او خپرول.

7. د ځوانو او نوکاره فرهنګي څېرو د هڅونې او روزنې لپاره د ادبياتو د نوم ‌وتو استاذانو پۀ ګډون ، پۀ مرکز کابل او ولايتونو کښې، د ادبياتو او ادبي څېړنو روزنيز کورسونه، غونډې، بحثونه او فرصتونه جوړول.

8. د هېواد پۀ ښوونزيو او د لوړو زده کړو پۀ موسساتو کښې د ادبياتو لۀ څانګو سره د لايق لۀ اثارو، هستونو او ايجادياتو سره د لا ښې اشنايۍ او ښې پېژندنې پۀ موخه دوامداره او نېژدې همکاري او د نوموړي شعرونو، او څېړنيزو ليکنو ته د زدکړو پۀ دايره کښې د ځاے پيدا کول.

9. د جګړې ضد ادبياتو او ذهنيت د ودې لپاره د خپلو فرهنګي او سوله‌ خوښو معنوي هڅو لمن د هېواد تر ولايتونو، اولسواليو او بهر کښې مېشتو افغانانو تر محفلونو پورې ورغزول.

10. د وروستۍ نيمې پيړۍ د مخکښو تخليقي اثارو معرفي کول، د ادبي، څېړنيزو او علمي غونډو جوړول او د روان ادبي بهير د کمو پېژندل شويو او ناپېژندل ‌شويو ليکوالو نمانځنه، راسپړنه او يادونه.

د لوے څښتن پۀ مهربانۍ د “سلېمان لايق فرهنګي-ادبي بنسټ” د يوې روښان‌ ګرې او انسان ‌باورې ټولنې پۀ توګه پۀ پښو درېږي. د دې بنسټ ثبت او سجل د کابل پۀ ښار کښې کېږي او زړے به ئې د کابل ښار وي.

. د دي وروسته د اولس مشر پېغام ښاغلي استاد اسدالله غضنفر وړاندې کړو دوي ووئيل چې :

د خوشحالۍ ځاے دے چې نن يو بل علمي او فرهنګي ګام اخستل کېږي او د هېواد د نامتو شاعر، ليکوال او اجتماعي شخصيت اکادميسن سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ خپلې چارې پېلوي .

د افغانستان د سياسي، اجتماعي او فرهنګي شخصيتونو هڅو اثارو د معرفي کولو لپاره د بنسټونو جوړول پۀ حقيقت کښې د هېواد د سياسي، اجتماعي او فرهنګي تاريخ د تدوين او بشپړولو لپاره يو ګټور اقدام دے او يوازې د يو فرد د ژوند، شخصيت او اثارو د پېژنګلو اړخ نۀ لري. د دغه بنسټ له جوړونکو مننه کوم او بريا ئې غواړم . د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني ، ورپسې طاهر ظهير د اطلاعاتو او فرهنګ وزير خپله وېنا کښې د راغلو مېلمنو او ګډون مننه وکړه او د سلېمان لايق د فرهنګي بنسټ د هڅو ئې ستائنه او ډاډ ورکړو . استاد حبيب الله رفيع خپلو خبرو کښې ووئيل چې لايق سره زما شپېتۀ کلنه ناسته پاسته وه، کله چې انقلاب راغلو نو ډېرې څهرې او رشتې بدلې شوې خو دا شخصيت پۀ خپل مقام لکه د غر ولاړ ؤ . لايق يوه پخه ذخيره پرېښودې ده چې د افغانستان ملت پۀ زړۀ کښې به ژوندۍ وي . فیض الله جلالي د لايق د زندان د شپو ذکر وکړو او وې وئيل چې پۀ دې زندان کښې ډېر سياسي قېديان وو مختلفو نظريي ئې لرلې خو ولې دوي به وئيل چې مونږ ټول دلته دوستان يو . پروفېسر ډاکټر فضل الرحیم مروت خپله عالمانه وېنا کښې د افغانستان د دولت او فرهنګي چارو د ملګرو مننه وکړه چې داسې يو علمي او فکري بنسټ ئې کېښودو، دوي ووئيل چې بدلون کۀ د چا خوښ وي او کۀ نه دا يو تدريجي عمل دے دا به راځي. مونږ غواړو چې افغانستان دې پرمختګ وکړي خو ولې لۀ بده مرغه مونږ د پردو خلکو پۀ لاسو کښې لوبېږو ، مونږ سره دوه ماډلونه وو: يو “اماني ماډل” او بل “باچاخاني ماډل” = خو دې دواړو کښې مونږ يو هم خپل نۀ کړے شو، زمونږ نورې نړۍ ته سترګې وي. لايق يو انقلابي سړے ؤ او نقلابي لاره ئې غوره کړې وه. خانجان الکوزي ووئيل چې پۀ انقلاب کښې ډېر خلک بدل شي خو ولې لايق تر وروستۍ ورځې بدل نۀ شو. استاد احمدي سعيدي ، سيد حسېن توکلي هم د سکائپ د لاري وېنا وکړه . د مفکوره رئيس حيات روغاني ووئيل چې مونږ هم لکه د فراعنه مصر خپل مړي حنوط کوو. چرته يو انجمن، چرته یو سټډي سرکل، چرته یو بنسټ کښې ئې حنوط کړو. بیا انتظار کوو چې بل اتل جوړ شي او څوک ئې راته پۀ دار کړي، هدفي وژنه ئې وشي یا بمي چاودنه کښې ووژل شي او مونږ ئې حنوط کولو کښې برخه واخلو.دا هر څۀ باید قبیلوي مزاج پۀ دیموکراتیک اپروچ واړوي، باید سیاست وشي او هغه هم منظم تنظیمي سیاست. هغۀ ووئیل چې د باچا خان تحريک کۀ د پېرنګي سامراج مخې ته ولاړ ؤ او کۀ د نن پۀ پېچلي نړيوال سياسي محور کښې ئې خپله مفکوره، دعويٰ او سياست ساتلي دي نو د دې وجه هم دا ده چې دغه سل کلن تحريک نن هم د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ صورت يو منظم شکل لري. محمد يار يار خپله وېنا کښې ووئيل چې زۀ د چپ سياسي ډلې سره تعلق لرم او هم دې سياسي ډګر سره به ګور ته ځم، د ډېرې نېک مرغۍ ځاے دے چې داسې روښان فکره بنسټ جوړېږي. پۀ دې غونډه کښې د سلېمان لايق خاطرې، انځوريز نندارتون او يو شمېر کتابونه هم چاپ شول . د غونډې پۀ اختتام باندې خپل هوټل ته لاړو دلته کښې راته استاد ډاکټر عبدالظاهر شکېب ستړي مشي ته ولاړ وو، زمونږ ئې تود هر کلے وکړو او بيا مو پۀ اوطاق کښې د نورو ملګرو سره ګپ ولګوو، دلته مو ډوډۍ وخوړه او بيا اودۀ شو.

9 اکتوبر باندې سهار وختي پاڅېدم، مونځ مې وکړو او د فېسبوک دنيا مې وکتله. پۀ اووۀ بجې ډاکټر مروت د هوټل پۀ لويه ساحه کښې ګرځېدو، زۀ هم ورسره شوم، زمونږ پۀ خبرو باندې روغانے بابا هم پۀ خپل روايتي سټائل کښې راويخ شو، بيا د سميع الله ظريف، ماريا محب پۀ ملتيا د قبائيلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم سره د دوي پۀ کور کښې مو وليدل، دلته محترم غرزي لايق او سهېلا اصغري هم ناسته وه، ناشته مو يوځاے سره وکړه، د دواړو هېوادونو پۀ ادبي، فرهنګي او سياسي حالاتو باندې بحثونه وشول. د دې وروستو پۀ ګډه سره دتپه مرنجان د سلېمان لايق هديري ته لاړو، دلته کښې راته استاد ډاکټر عبدالظاهرشکېب، رحمت ديوان هم ولاړ وو، ټولو پۀ شريکه پۀ قبر باندې د ګلونو ګېډۍ کېښودې او قران خواني مو وکړه. د دې نه پس د استاد شکېب د کورنۍ د وادۀ پۀ مراسمو کښې او ورپسي پۀ دوه بجې د شېر جان تکل پۀ بلنه د ترکي فکري بنسټ لۀ خوا جوړه شوې دستوره کښې مو ګډون وکړو. دا غونډه د محب الله ښېراز د کتاب (نورمحمد يو ريالسټ ليکوال) د کتاب مخکتنې دستوره وه ۔ د غونډې پۀ پېل کښې شېر جان تکل د راغلو مېلمنو مننه وکړه او د غونډې پۀ ارزښت ئې خپله وېنا وکړه. پۀ دې غونډه کښې د هېواد تکړه لیکوال انور وفا سمندر، تکړه لیکوال او تذکره لیکونکے محمد شاه کټوازي، ځوان لیکوال او د ودان افغانستان ګوند استازے محمد یار یار، د همفکرو ملګرو د مرکز مشر ډاکټر شېرباز ځدران، د کوزې پښتونخوا د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې استاد ډاکټر ظفرالله بخشالي، پۀ پېښور کښی د مفکورې مشرلیکوال او فرهنګي شخصیت محترم حیات روغاني، د هېواد سیاسي شخصیت علي احمد میرکي او د بدخشان د ښځو د مبارزو مخکښه استاد ظفر خاتون د نورمحمد تره کي د مبارزو او د محب ښېراز پۀ کتاب کښې د تره کي د ادبي لیکنو پۀ باب خبرې وکړې.

ماښام د انجنئير کمال ساپي پۀ دفتر کښې د دوي سره مو وليدل، پۀ دې مجلس کښې ډاکټر عبدالظاهر شکېب، داؤد عربزے، احسان وفا او نور وکيلان هم ناست وو ۔ د کمال ساپي د کمالونو توره چاے (د شيدو چاے) مو پۀ ډېره مينه وڅښکله او ورسره مو پۀ سياسي او د دوحه پۀ دوره تاودۀ توده بحثونه وشول. ماښام د وعدې مطابق د محب الله صميم د قبائيلو او سرحداتو چارو وزير پۀ کور کښې مېلمانۀ وو، پۀ دے مېلمستيا کښې ماريا محب، مجيب لحاظ، غرزي لايق او سهېلا اصغري هم وو. ښۀ بنډار وشو او بيا راغلو خپل اوطاق ته او هم دلته کښې اودۀ شو.

10 اکتوبر سهار حسب معمول پاڅېدو ۔ د زاهد خان اختر پۀ بلنه مو د سهار ناشته شهر نوکښې وکړه چې يو ښۀ ناشته وه چې ورسره ماته د ايران دوره راياده شوه کله چې زۀ، ډاکټر محمد علي ديناخيل او ډاکټر امن پۀ دوه زره اتلس کښې ايران ته پۀ يو رسمي سفر تلي وو نو ماته ئې د سحر ناشته راياده شوه چې پکښې يو شمېر د څښکلو، خوړلو او څو قسمه چاے پرتې وې. د ناشتې کولو نه پس علومو اکېډمي کابل افغانستان ته لاړو، هلته کښې د اکېډمي رئيس ډاکټر عبدالظاهر شکېب سره د دوي پۀ دفتر کښې مو وليدل او د ډېرو ادبي او فرهنګي شخصياتو سره ليدنه شوه چې پکښې د استاد محترم محمد اصف صميم ، محترم زرين انځور، استاد ډاکټر سيد محي الدين هاشمي، استاد زلمے هېواد مل، استاد ډاکټر اجمل ښکلے، داؤد عربزے، زاهد جان، نويد اعظم، حسينه حېدري او سميع الله ظريف نومونه د يادولو وړ دي. د علومو اکېډمي رئيس ډاکټر عبدالظاهر شکېب لۀ خوا راته د علومو اکېډمي چاپ ادبي کتابونه راکړل شو ۔

ماسپښين د زلمي هېواد مل پۀ مشرۍ کښې د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزي سره د دوي پۀ کور کښې ملاقات وشو، پۀ دې مجلس کښې د کرزي صېب پخواني واليان، مشاور او نور علمي شخصياتو ګډون درلود، ښاغلي اولس مشر پۀ پښتنه مينه سلامونه وکړل او بيا مېلمستون ته لاړو. پۀ مېلمستون کښې د پخوانيو باچاهانو او افغانستان د تاريخي ځايونو انځورونه خوندي شوي وو. د ډوډۍ دسترخوان هم ولګېد، اولس مشر پۀ خپله کرسۍ باندې کښېناستو، پۀ خوا کښې ئې ډاکټر مروت، زۀ، حيات روغانے، زلمے هېواد مل، د ظاهر شاه باچا زوے شهزاه محسود او نوردېرش کسانو ګډون درلود. د ډوډۍ پۀ دوران کښې حامد کرزي صېب د بحث پېل وکړو، دوي اووئيل چې د باچا خان فلسفه زمونږ د ټولو افغانانو د نجات لاره ده ۔ دوي د افغان ملت پۀ يو والي او بېدارولو کښې ستر رول لوبولے دے. دوي زياته کړه چې لايق پۀ خپلو خلکو ډېر مئين وو، د پښتو او فارسي شعر ئې پۀ دواړو کښې لوړ مقام ته رسولي وو. د رخصتېدو پۀ وخت کښې حيات روغاني محترم اولس مشر ته د “پښتون” مجلې ځانګرے د افغانستان د استقلال سل کلن نمبر او ډاکټر مروت صېب د ولي خان بابا کتاب ورکړو او يادګاري انځورونه هم خوندي کړے شو. واپس بيا علومو اکېډمي ته لاړو او دلته مو استاد حبيب الله رفيع سره د دوي پۀ دفتر کښې وليدل ، مونږ ته ئې خپل نوي چاپ شوي کتابونه هم ډالۍ کړل او بيا زۀ او ډاکټر مروت صېب د زلمي هېواد مل صېب د اخبار دفتر ته لاړو ۔ دوي د افغانستان ټائم پۀ نوم ورځپاڼه خپروله، دوي راته د شمشاد مجلې يو سيټ راکړو، ښۀ خوندور مجلسونه وشول. ماښام “دي کېفېټېريا کښې د غرزي لايق او سهېلا اصغري ل لۀ خوا مېلمانۀ شو. لۀ ډوډۍ وروسته خپل اوطاق ته راغلو او هم دلته کښې اودۀ شو.

11 اکتوبر سهار حسب معمول پاڅېدو، پۀ اووۀ بجې همکار ملګرے سميع الله ظريف راغلو چې زمونږ د تګ بندوبست ئې کړے ؤ ۔ د دوي پۀ ملتيا د جلال اباد پۀ سفر راروان شو، پۀ ګادي کښې مو سامان کېښودو او پۀ کوز طرف روان شو. پۀ سروبي کښې مو ناشته وکړله او د شپږو ساعتو مسلسل مزل وروستو د جلال اباد ښار پښتونستان واټ ته ورسېدو، دلته د عبدالمجيد مومند کتاب پلورنځي ته لاړو. د مومند خپروندويه ټولنې مسئول نجيب مومند زمونږ هرکلے وکړو. د لږي دمې وروستو د استاد محمد داؤد وفا، عطامحمد هيله من، محمد ابراهيمي، شريف الله ناصري، طاهر هڅاند، عمران فضل او د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحيم الله خوږياني پۀ ملتيا دغازي امان الله خان او ستر فخر افغان باچا خان پۀ مزار مو حاضري وکړه. پۀ مزار مو د ګلونو ګېډۍ او دعا وکړه ۔ ښاغلي رحيم الله خوږياڼي راغلو مېلمنو ته ئې ډاډ وکړو چې دا ځل به د باچا خان اوونۍ پۀ لوړو مراسمو تر سره کولې شي ۔ باچا خان د ټولو پښتنو شريک ميراث دے او مونږ د باچا مزار کښې د باچا خان پۀ نوم ميوزيم او کتابخانه جوړوو چې پکښې به پۀ باچا خان باندې ليکلي شوي اثار خوندي کولے شي. د دې وروستو د يادو ملګرو پۀ ملتيا بهسود پل کښې مو ډوډۍ وخوړه . هلته نه د استاد محمد داؤد وفا کو ر ته لاړو. د دۀ نوې وداني مو وليدله او ډېر پري خوشحاله شو، د شپې مو ښۀ بنډارونه وکړل او بيا همدلته کښې اودۀ شو .

12 اکتوبر باندي سهارد ناشتې وروستو د ملګرو باز محمد عابد ، شريف الله ناصري ،طاهر هڅاند پۀ ملتيا د لغمان پوهنتون ته لاړو، دلته کښې د افغان فرهنګ د اوونۍ پۀ وياړ د افغان فرهنګ د بډايني لارې چارې د سرخط لاندې يو ورځنے سيمينار تابيا شوے ؤ، پۀ دې سيمينار کښې د پوهنتون رئيس ډاکټر عصمت الله دراني ، پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت ، حيات روغانے ، باز محمد عابد ، شريف الله ناصري ، هېواد ارمان ، نجيبه او ما ( ظفر بخشالي ) د ياد سيمينار پۀ اړه خپلې وېناوې وکړې . د ځوانانو سوالونه هم ځواب شول او بيا يادګاري انځورونه هم خوندي شول . غرمنۍ مو هم لۀ دوي سره وخوړه او بيا ترې مونږ واپس جلال اباد ښار ته راغلو . د نجيب الله مومند سره بيا د دوي پۀ دوکان کښې مو وليدل، دلته استاد محمد اصف صميم ، عطامحمد هيله من هم وو۔ د نجيب مومند لۀ خوا راته نوي چاپ شوي کتابونه هم راکړل شو او بيا د داؤد وفا مېلمستون ته لاړو .

13 اکتوبر باندي سهار وختي د استاد وفا د کور نه د سيد رحيم مومند پۀ ملتيا تورخم پله روان شو . پۀ درونټه کښې راراون وو چې روغاني غږ وکړو چې د رحمت شاه سايل لوحه مي پۀ نظر شوه، زما خو يقين نۀ راتلو خو بيا واپس شو او پۀ خپلو سترګو مې ‘رحمت شاه سايل درې لارې‘ بورډ پۀ نظر شو۔ د ثبوت د پاره مو انځورونه هم خوندي کړل . دا هغه وړانديز ؤ کوم چې مونږ ښاغلي حضرت ولي هوتک ته ورکړے ؤ ۔ کله چې د رحمت شاه سايل پۀ درناوي کښې غونډه وه نو دا پکښې د قرارداد پۀ صورت کښې وړاندې شوے ؤ ۔ نن ډېر خوشحاله شوم چې زمونږ پۀ کوششونو او د هوتک صېب پۀ مرسته زمونږ ارمان پوره شو. تور خم ته د رسېدو پۀ مهال زمونږ ګران شاګرد عرفان الله زمونږ مرستې ته ولاړ ؤ ۔ دوي سره مو دمه وکړه او بيا مو پۀ ويزو باندې ټاپې ولګولې، هم دا راز د ملګري خسرو پۀ مرسته مو هم ټاپې ولګولې او بيا پۀ ارام سره د باګرام پۀ لور راروان شو . کله چې موبائيل کار شروع کړو نود استاد ډاکټر محمد صادق ژړک زنګ راغلو چې زۀ درته پۀ پېښور پوهنتون کښې منتظريم، زر راځئ ۔ بس مونږ هم د سيلۍ پۀ شان پېښور ته راغلو، پۀ حيات اباد کښې رانه ډاکټر فضل الرحيم مروت صېب جدا شو خو دا جدائي عارضي وه او کۀ ژوند وفا وکړه نو زمونږ يو بل نه خلاصون نشته . پۀ پېښور مدينه مارکيټ کښې استاد ډاکټر ژړک ، طارق پښتونيار ، طلال بېدار ، کاکړ فاتح محمد او ډاکټر محمد علي دينا خيل زمونږ هرکلے وکړو ۔ ډوډۍ مو پۀ شريکه وخوړه، بيا زمونږ ځينې ملګري جدا شول مونږ د حيات روغاني سره مفکوره ته راغلو ۔ د مفکورې مخې ته استاد سميع الدين ارمان او خوږ ملګري فطرت يوسفزي پۀ افغانۍ مينه زمونږ هرکلے وکړو. روغانے بابا به مو هم دلته پرېښودو او مونږ د باچا امام پۀ لور روان شو. پۀ لاره کښې ډاکټر نورالبصر امن هم منتظر ؤ. د شپې ناوخته باچا امام عمومي کتابتون بخشالي ته ورسېدو. ډاکټر امن او ژړک ته مو د کابل ادبي دورې خبرې وکړې او بيا اودۀ شو .

14 اکتوبر سهار حسب معمول وختي پاڅېدو، د چاے څښکلو وروستو استاد ژړک، امن، طارق پښتونيار، کاکړ فاتح محمد زما د پلار مولانا غني الله استاد پۀ قبر دعا او د ګلونو څادر خپور کړو او بيا زۀ خپل دفتر ته راغلم او ډاکټر ژړک او امن خپل نوے سفر پېل وکړو .

يو ځلې بيا پۀ دې لار راشه

پۀ پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه

دا هم ولولئ

انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *