علامه قلندر مومند – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

زما ژوند نۀ ختمېدونکے حرکت دے

زما روح يوه لمبه ده، حرارت دے

زما دين مينه ايمان او محبت دے

سياست مې هر جابر ځينې نفرت دے

صاحبزاده حبيب الرحمان چې پۀ ادبي دنيا کښې د علامه قلندر مومند پۀ درنه او خوره نامه شهرت لري د صاحبزاده سېف الرحمان زوے دے چې پۀ عيدګاه محله بازيد خېل پېښورکښې د ستمبر پۀ وړومبۍ نېټه کال ١٩٣٠ز کښې پېدا شوے دے. ابتدائي تعليم ئې خپل کلي بازيد خېل عيدګاه کښې او لسم جماعت ئې د خالصه سکول پېښور نه پاس کړے دے. د اسلاميه کالج نه ئې اېف اېس سي کوله خو د ځينې وجوهاتو لۀ کبله ترې د تعليم دغه سلسله نيمګړې پاتې شوه او د کنټرولر پۀ دفتر چې اوس ورته اے جي افس وائي بابو شو، وروستو ئې د انګرېزۍ شعبې پېښور پوهنتون نه پۀ انګرېزۍ کښې اېم اے وکړه او پۀ ګورنمنټ کالج پېښور کښې د انګرېزۍ لېکچرر منتخب شو. بيا ئې اېبټ اباد ته بدلي وشوه او د څۀ موده ملازمت کولو نه پس چې د پښتون قام او تحريک سره د مينې پۀ جرم کښې د نوکرۍ نه وويستلے شو نو پۀ انګرېزۍ، اردو او پښتو کښې ئې پۀ مختلفو اخبارونو او مجلو کښې ليکل شروع کړل، پۀ دې سلسله کښې پۀ روزنامه “شهباز”، روزنامه “انجام” چې وروستو پۀ “مشرق” بدل شو روزنامه “انقلاب” او روزنامه “وحدت” کښې د نيوز ايډيټر پۀ حېث ئې کارونه سر ته رسول. دغه رنګ د ادبي مجلو “رهبر”، “ننګيالي”، “لار او ژوند” مدير هم پاتې شوے دے. علامه قلندر مومند لا د دولسو کلونو ؤ چې د خپله ځانه ئې د ((الحق)) پۀ نامه خپله يوه رساله جاري کړې وه چې ټوله به ئې پۀ خپله ليکله او پۀ څلوېښت مخونو به ئې خوروله.

پۀ کال ١٩٧٣ز کښې ئې د خپل استاد محترم دوست محمد خان کامل مومند پۀ وېنا د اېل اېل بي (قانون) ډګري هم واخسته او څۀ موده پس پۀ ګومل يونيورسټۍ ډېره اسماعيل خان کښې د لاء کالج پرنسپل وټاکلے شو، پۀ کال ١٩٨٢ز کښې د پښتو ډکشنرۍ پراجېکټ راجوړ کړے شو نو علامه قلندر مومند ورله د ډائريکټر پۀ حېث تعنيات کړے شو او پۀ نتيجه کښې يوه ډېره لويه علمي، ادبي، سائنسي، مذهبي او د هر قسمه موضوعاتو لغتونو لرونکے ضخيم پښتو لغت د “درياب” پۀ نوم پۀ وجود کښې راغے چې د خېبر پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ لخوا پۀ کال ١٩٩٤ز کښې چاپ کړے شو.

د قلندر مومند علمي، ادبي او کتابي خدمات هم لۀ چا نه پټ پناه نۀ دي. د دوي د ځينو کتابونو نامې دا دي. ګجرې (افسانې)، سباون (شاعري)، رڼائي (شاعري)، تنقيد ( د هډسن د انګرېزۍ د کتاب يو باب تلخيص او ترجمه)، نظميات: د ارسطو د پويټکس ترجمه او تشريحات، د رحمان بابا کليات، د دوست محمد خان کامل سره پۀ شريکه د محمدي صاحبزاده ديوان ترتيب او تدوين، د ابوالقاسم ديوان ترتيب او تدوين، د خېرالبيان تنقيدي مطالعه (تحقيق او تنقيد)، پټه خزانه في الميزان (تحقيق او تنقيد)، ميزان (د مقالو مجموعه)، د محنت قدر، قيصې، د ماشومانو قيصې، سندهي ژبه او ادب ئې د پښتو اکېډمۍ د پراجېکټ د پاره واړۀ واړۀ کتابګي هم ليکلي دي. (( ميلينيم او کرزما د سوات پۀ پښتنوکښې )) ئې د سيد تقويم الحق کاکاخېل سره ترجمه او نظرثاني کړې ده.

قلندرمومند يو ښۀ مترقي او قام پرست شاعر، اديب، محقق، نقاد، صحافي او لغت نويس ؤ. پۀ سياسي لحاظ هغه اول کميونسټ ؤ او بيا د خدائي خدمتګار تحريک کښې د باچا خان ښے لاس او د ولي خان ډېر نزدې ملګرے پاتې شوے او د ژوند پۀ وروستو کلونو کښې سخت مذهبي انسان ؤ چې د بحث پۀ دوران کښې به ئې د قران او احاديثو حوالې ورکولې. لۀ دې علاوه هغه يو مشفق استاذ او زبردست انسان هم ؤ. د ظلم خلاف د مظلومانو پۀ غم درد خفه او دردمند ؤ، د پښتو ژبې او ادب دا نابغه ليکونکے د فرورۍ پۀ ٤ تاريخ کال ٢٠٠٣ز پۀ حق ورسېدو او هم پۀ هغه ورځ پۀ وزيرباغ پېښور کښې خاورو ته وسپارلے شو.

د وزير باغ او شيشم باغ ګلاب دې تل تازه وي

چې د باګرام پېغلې پرې اوښکې پۀ در در تويوي

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګارتحريک او پښتون قومي افسانه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

دې مقاله کښې زمونږ غرض د خدائي خدمتګار تحريک د اثر لاندې پښتون قومي افسانې …