“زۀ او زما زمانه”3 – رشيد احمد

صوفي صېب راته يوه ورځ ووئيل چې رشيد جانه دا کومې زمانې ته پاتې شو. ما وې صوفي صېب بيا څۀ چل شوے دے۔ دغه وخت محب الله شوق راپېښ ؤ، دفتر ته راننوت وې صوفي صېب ولې څۀ وشو اوس خو د موبائيل زمانه ده او دې ته پاتې شو کنه۔۔۔ صوفي صېب وئيل خو د دغه سرخوړلي خبره مې کوله۔ پخوا به حجرې وې او بېټکونه وو يا به پۀ جومات کښې مشران ناست وو خوږې خوږې خبرې به ئې کولې، ګپ شپ ؤ او ټوقې ټقالې به وې۔ اوس هر سړي دا سرخوړلے راخستے وي پۀ لاس کښې ئې مخامخ نيولے وي او سر ئې پرې راټيټ کړے وي. نۀ سلام، نۀ کلام بس د ځان سره به خاندي او بيا سر ښکته کړي۔ وې دا لا څۀ کوئ پرون د هغه فلاني بېټک ته ورغلم پۀ ځان ځانله کټونو خلک ناست وو او هر چا سره موبايل ؤ۔ نۀ خېر نۀ خبره هر څوک لګيا وو د ځان سره به ئې خبرې کولې۔ دا لا څۀ کوې دوه تنه لرې لرې ناست وو او د دواړو لاسو ګوتې ئې پۀ تېزه تېزه خوځېدلې۔ او يو به وې څنګه مې کړې هغه بل به چغه کړه وې اوس مې برابر کړې۔ نۀ ئې يو بل ته کتل او نۀ ئې نور څۀ وئيل۔ شوق وې مړه هغه سر خوړلے به ئې کولو کنه۔ صوفي صېب وې مړه بس هسې تشې لوبې دي. مينه، ورورولي، ادب او اداب ختم شول۔ شوق وې هم دغه ګېم يادوم کنه۔ بس اوس دغې ته کښېناستلو۔ لاړۀ د چرګانو او مړزانو جنګولو وختونه لاړل اوس هلکان پۀ موبائيل دغه ګېمونه کوي کنه۔ وې ئې يره څۀ ښۀ زمانه وه مړزان به ټول دوه منټه نۀ جنګېدل خو قيصې او تبصرې به پۀ هفتو، مياشتو او کلونو جاري وې. دغه د چرګانو جنګ به درې منټه نۀ ؤ ولې قيصې به ئې تر مودو کېدلې۔ اوس خو دغه سرخوړلے ګېم کوي. پۀ څادر کښې ئې سر پټ کړے وي يو ګوټ ته ناست وي او د ځان سره چغې وهي۔ د کرکټ سرخوړلي هم دغه حال وي۔ هر څوک ورسره چغې وهي، د خبرو نه خلک وتلے دے او پۀ حجرو او بېټکونو کښې ټي وي او رېډيو ته ناست وي۔ صوفي صېب وې ګوره کنه څنګه څنګه تبصرې او پېش ګويانې به کېدلې۔

صوفي صېب وې يره دې ته اوس کومه زمانه ووايو؛ هغه د کاڼو، ګټو او تورو زمانې لاړې نو۔۔۔ شوق ورته وې دا د سوشل ميډيا زمانه ده. ستا د رېډيو زمانه لاړله. صوفي صېب اوس به څۀ کوو۔ پۀ دې عمر کښې مونږ دغه د موبائيل ګېمونه نۀ شو زده کولے۔ صوفي صېب وې يره محب الله شوق صېب مونږ پۀ دې زمانه کښې فِټ نۀ يو۔ دا زمونږ دور نۀ دے لکه چې۔۔۔۔۔۔

زمانه راغله د سوشل ميډيا، د حجرې او بېټک زمانه لاړه ختمه شوه۔ اوس پۀ ټوېټراو فېس بک خبرونه خورېږي۔ پۀ وټس اېپ ګروپونه او ډلې جوړې دي۔ څوک پۀ انګلېند، امريکه او چين کښې ناست وي خو پۀ وټس اېپ ګروپ کښي لګيا وي ګپ شپ لګوي۔ دفتري کارونه اوس پۀ وټس اېپ چلېږي۔ خبر پۀ يوه لمحه کښې د دنيا پۀ ټولو ګوټونو کښې خور شي۔ څوک پۀ لاره روان وي چې ايله يو قدم وران واخلي نو چا ئې فوټو اخيستلے وي او پۀ فېس بک ئې خور کړے وي۔ د دې يوه فائده خو دا شوه چې پۀ ميډيا او خبرو اجاره داري ختمه شوه۔ پخوا به غټو غټو ادارو پۀ خبرونو ډېره روپۍ پېسه ګټله۔ اوس خبرونه د ويډيو پۀ ډول خوارۀ شي او هغه هم ان ايډيټيډ۔ هرڅوک هر چرته چې وي خبر شي او دا سوشل ميډيا د انقلابونو سوب شوه۔ لکه دعرب سپرنګ انقلاب چې هرڅۀ ئې وړنګېدل، حکومتونه ئې بدل شول۔

د دې سوشل ميډيا پۀ وجه رابطې اسانې شوې۔ خلک د يو بل سره پۀ مفت يا ډېر کم خرڅ رابطې کوي، د يو بل نه ځان خبروي او هر چرته رابطه ممکنه شوې ده۔ د دې نه علاوه هر قسمه معلومات، خبرونه او کتابونه پرې پۀ اسانۍ مېلاوېږي۔ طالب علمان کتابونه پۀ بيعه نۀ اخلي بلکې پۀ انټرنېټ د نړۍ ټولې لائبرېرۍ ولټوي او د خپلې خوښې معلومات راغونډ کړي۔ يو پروفېسر راته خبره کوله چې د دې ليپ ټاپ پۀ وجه ما اېم اېس سي او پي اېچ ډي وکړل او يو کتاب مې پۀ بيعه نۀ دے اخستلے او نۀ يوې لائبرېرۍ ته تلے يم۔ بس پۀ خپله کمره کښې مې پۀ نېټ ټول معلومات راغونډ کړي دي او تر پي اېچ ډي مې پوره کړو او اوس سټوډنټانو لپاره تياري هم پۀ دې کوم۔ دا خو ئې فايدې دي۔

د سوشل ميډيا فائدې نن سبا هر چا ته معلومې دي۔ لوے، واړۀ، ماشوم او زلمي هر څوک ترې نه استفاده کوي۔ ولې د دې هر څۀ سره ئې نقصانونه هم ډېر دي او هغه داسې چې پروپېګنډه پرې زر خورېږي، او ډېره پۀ تېزۍ سره يوه خبره خوره شي۔ زمونږ اولس ئې تحقيق هم نۀ کوي۔ کۀ چرته اېکسيډنټ يا څۀ بله پېښه مخې ته راشي نو څوک د چا مدد نۀ کوي سلفيانې، ويډيو ګانې جوړېږي او هر سړے موبائيل پۀ لاس مصروف وي۔ دا نۀ کوي چې پۀ پېښه کښې د ژوبلو مرسته وکړي۔ کۀ چرته اور بل شي نو څوک د اور وژلو هڅه نۀ کوي بلکې د ويډيو ګانو نه نا وزګاره وي۔ بل کۀ د چا خلاف څۀ دروغ خورول وي نو هغه زر خوارۀ شي۔ د کومې چې تداوے ډېر ګران څۀ چې ناممکن شي۔ د ډېرو خلکو کورونه ئې هم وران کړل۔ مرګونه او ژوبلې پۀ کښي وشوې۔ هغه داسې چې پۀ وادۀ ښادۍ يا غم کښي د پردو کورونو د زنانو ويډيو ګانې جوړې شي او خورې شي۔ خوروونکے د نتيجې نه بې خبره خپل کار وکړي او شوق پوره کړي. ولې د ډېرو کورونه وران شي. مرګ ژوبلې وشي۔ او داسې ډېر مثالونه مخې ته راغلل۔

اوس زمانه د سوشل ميډيا ده او د دې خپل ماهران دي۔ سياسي پارټيانې او ادارې د دې د پاره ښۀ ښۀ ماهران ګوري اوغټې غټې تنخا ګانې ورکوي چې د هغوي د مشهورتيا د پاره لارې چارې ولټوي۔ سياسي پارټيانې د خپلو مخالفو خلاف پروپېګنډې خوروي۔ د نورو د غلطو خبرونو لپاره جوابونه کوي، نوې نوې نعرې جوړوي او دښمن پرې شرموي۔

پۀ دې لړ کښې نن سبا د”فورتهـ جنرېشن” د جنګ اصطلاح هم اخيستلے کېږي او هغه صرف او يوازې د دې سوشل ميډيا سره تعلق لري۔ د صوفي صېب خبره چې څوک دا خپله نۀ کړي او ځان پرې پوهه نۀ کړې نو هغه د دې دور د پاره فټ نۀ دے۔ اوس مليان تعويذونه، استخارې او پيران پۀ کمرشل بنيادونو د سوشل ميډيا د لارې سر ته رسوي او د خلکو نه مال لوټي۔ خلک د دنيا جهان اخبارونه او مجلې پۀ نېټ لولي. حکومتونه د يو بل خلاف ټول کارونه پۀ سوشل ميډيا سر ته رسوي۔ کامياب هغه دي چې د دې پۀ هنر او استعمال ځان پوهه کړي۔