يو ملنګ به اوسېدلو… تا ته ياد دي پېښوره! – ګل محمد بيتاب

نۀ پوهېږم چې خبره د کوم ځاے نه شروع کړم او څنګه ئې شروع کړم. چې کوم شخصيت مې مخې دے نو لکه د بوډۍ د ټال ئې ګڼ رنګونه دي. هر رنګ ئې ښکلے او زړۀ راښکون لري. يو داسې کردار دے چې پۀ خپل ژوند ئې ډېر خلق متاثره کړي دي بلکې د هغۀ مينه پس مرګي هم هغه شان د خلقو پۀ زړونو کښې موجوده ده. وجه ئې د هغۀ د خپل مرام او ټاکلي منزل سره د لېونتوب ترحده عشق، خلوص، ديانت داري، ملنګي خوئي او درويشانه ژوند ؤ. د سپېځلي فکر څښتن ؤ او قدرت ورله د خپل فکر د بيان د پاره داسې خوږۀ ژبه ورکړې وه چې سم ګلونه به ئې دوړول خو ورسره ئې پۀ قلم کښې داسې زور ؤ چې د ظلم، جبر او استعمار ماڼۍ به ئې جړقولې. د هغۀ وجود کۀ د ملک د غريب، مجبور او پښتون اولس د پاره رحمت ؤ نو د سرمائې دلالانو ته ترې خطره وه، هغه په زړه د ګل نه نرم خو په اراده او وجود فولادو نه سخت ؤ ځکه خو حېران شوے يم چې د کوم اړخ خبره ئې شروع کړم او را سره دا غم مل دے چې ايا زۀ به د دې دومره لوے شخصيت او رنګين کردار سره انصاف وکړے شم که نۀ. خو ځان لۀ پۀ دې خبره زړۀ ښۀ کوم چې خاکه ارومرو غېر رسمي انداز کښې ليکل غواړي او ورسره لکه د افسانې دا هم ضروري وي چې پۀ يو نشست کښې دې ولوستلے شي يعني اختصار به نظر کښې نيول غواړي او هم دې دوو شرطونو راله حوصله را کړه چې زۀ دې پۀ دغه لوے شخص قلم پورته کړم ګنې نو د هغۀ پۀ ډېرو اړخونو کتابونه ليکلے کېدے شي. مراد شينواري صېب ډېر پخوا پۀ رحمان بابا يو شاهکار نظم ليکلے ؤ چې شروع ئې داسې کړې وه.

يو ملنګ به اوسېدلو

تا ته ياد دي پېښوره

دا نظم چې ما کله هم لوستلے او يا اورېدلے دے نو بس دے مې نېغ مخې ته ودرېدلے دے البته پۀ رحمان بابا او دۀ کښې د زمانې د فرق نه علاوه يو دا هم ؤ چې رحمان بابا ملنګ ؤ خو لېونے نۀ ؤ . دے ورسره لېونے هم ؤ او لېونے شوے هم د رحمان بابا د کتاب پۀ وجه ؤ. د دۀ د هلکوانې پۀ زمانه اولس کښې دا خبره مشهوره وه چې څوک وړومبے د رحمان بابا ديوان ووائي نو نو هغه لېونے کېږي ځکه نو پلار محترم ئې کوشش کولو چې وړومبے دۀ له د خپل نيکۀ خوشحال خان خټک ديوان لوستو د پاره پېدا کړي ولې د هغۀ ديوان نۀ پېدا کېدلو. پلار ئې پۀ دې ډېر خفه ؤ . هر چاته به ئې د دې اظهار کولو. يوه ورځ يو تعليم يافته زلمي بسم الله شاه ووئيل ماما غم مۀ کوه زۀ به ورله د خوشحال بابا ديوان پېدا کړم خو ترڅو چې هغه ديوان نۀ وي پېدا شوے نو ما سره د رحمان بابا ديوان شته هغه دې ولولي ولې پلار ئې هغه ته پۀ ډاګه ووې د رحمان بابا ديوان نۀ ورکوم. ځکه څوک چې دغه ديوان پۀ کچه عمر او کم علمۍ کښې ولولي نو هغه لېونے کېږي. خو دا ديوان پۀ څۀ طريقه دۀ پېدا کړو. او وې لوستو. هغه چا رښتيا وئيلي دي چې د تقدير پۀ وړاندې تدبېر کار نۀ کوي. خپله ئې وئيل کۀ څۀ هم زما پلار ډېر کوشش وکړو چې زۀ دې د لېونتوب نه پۀ امان شم خو زۀ لېونے هم شوم، ملنګ هم شوم او ورسره کند کچکول پۀ غاړه مسافر هم شوم.

دا ملنګ، لېونے او مسافر اجمل خټک دے چې د يو لوے شاعر، اديب او نامتو سياستدان پۀ توګه شهرت لري. د دۀ پحقله ما ډېر څۀ اورېدلي ، ليدلي او لوستلي دي. کوشش به کوم چې پۀ مختصره توګه ې خاص خاص واقعات او خبرې وړاندې کړم خو بیا هم کیدے شي چې لږ ډیر طوالت اولري ۔

د اجمل خټک ژوند د لوړو ژورو، غمونو خوشحالو او کندو کپرو نه ډک ؤ ولې سره د دې ئې پۀ شخصيت کښې يو داسې اثر پروت ؤ چې څوک يوځل ورنزدې شوے نو بس بيا د هغۀ شوے دے. د هغۀ شخصيت داسې ؤ چې پۀ هره حواله او هره زاويه یو مثالي شخصیت ؤ. يو خدائي ملنګ او درويش انسان ؤ. داسې درويش چې د سبا غم خو پرېږده کله ئې د نن فکر هم نۀ ؤ کړے. يو ځل ئې وئيل پۀ صحابه کرامو (رض) کښې مې حضرت ابوذر غفاري (رض) خوښ ؤ چې ده عمر د توکل پۀ اعلٰي مقام تېر کړے ؤ. دۀ به د مال جمع کول ګناه ګڼله. بيا ئې ووې پۀ دې حقله درته يوه عجيبه خبره کوم. زمونږ يو پېژندګلو پۀ روژه کښې د ماښام نه لږ وړاندې راغلو وې نن به ما سره روژه ماتوې . زۀ ورغلم ما نه وړاندې يو مولانا صېب هم ناست ؤ چې ورسره دوه درې نوکران وو. ښۀ لوے ګاډے ئې ؤ زۀ چې ورغلم نو د خپلو پلاټونو، بنګلواو دولت وغېره خبرې ئې کولې. دې کښې ئې نا څاپه د حضرت ابو ذر غفاري(رض) خبرې شروع کړې چې هغه داسې درويش انسان ؤ چې د سبا غم به ئې نۀ کولو. ما تر ډېره د مولانا خبرې اورېدلې خو اخر مې صبر تمام شو او اومې وئيل مولانا صېب د ابوذر غفاري (رض) خبرې خوند کوي خو عمل پرې ګران دے ځکه هغه د سبا غم نۀ کولو او مونږ سره خو دومره څۀ دي چې تر کړوسو مو پوره دي خو بيا هم نۀ مړېږو. دې سره مولانا صېب داسې غلے شو چې دې نه پس تر دوه درې ګينټې ناست ؤ خو مجال دے کۀ ټکے به ئې د خلې نه راختلے وي. کۀ څۀ هم ما به بيا بيا د حضرت ابوذر غفاري(رض) د حالاتو وئيلو سره هغه مخاطب کولو چې مولانا صېب ستاسو دې باره کښې څۀ خيال دے خو هغه چې يوځل غلے شوے ؤ نو بس غلے ؤ. تش او نا کښې ئې جواب را کولو. البته پۀ اخره ما ووې زۀ ګاډے نۀ لرم، دولت نۀ لرم، کاروبار مې سم نشته پۀ مشکله مو ګزاره روانه ده خو چې د حضرت ابوذر غفاري (رض) نوم اخلم نو شرم محسوس کوم او دې سره ما وليدل چې د مولانا رنګ زيړ وتښتېدو.

اجمل خټک چې پۀ خپل کور کښې څومره نيازبېن ؤ نو ژوند کښې د دومره سختو او مشکلاتو سره مخ شوے ؤ. هغه د اوو خوېندو ايکي يو ورور ؤ . درې خوېندې ئې پۀ ماشوم والي وفات شوې وې او څلور ژوندۍ وې،. دے ژوندو خوېندو کښې پۀ څلورم نمبر ؤ. دۀ نه کشره يوه خور وه. د پلار ئې حکمت خان نوم ؤ پۀ لسم پشت کښې ئې شجره د پښتو لوے شاعر او سردار خوشحال خان خټک ته رسي.

د پښتنو په تاريخي کلي اکوړه خټک کښې کال ١٩٢٥ز کښې پېدا شوے ؤ. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي پۀ جومات کښې حاصل کړے ؤ. پۀ استاذانو کښې ئې مولانا عبدالقيوم ، مولانا عبدالحق او قاضي محمد امين شامل وو. بيا د کلي سکول کښې پۀ کال ١٩٣٥ز کښې داخل شوے ؤ. کور کښې به ئې چې زنانو د پښتو کتابونه لکه نورنامه، جنګ نامه او نور د اولسي قيصو کتابونه پۀ ترنم کښې وئيل نو دا به ئې ډېر پۀ شوق او ذوق سره اورېدل او هم دې سره پۀ دۀ کښې يو شاعر غزونې وکړې. تر اتم جماعته ئې کلي کښې سبق وئيلے ؤ. دې دوران کښې به ئې د پښتو خصوصاً د قيصو کتابونه لوستل بلکې دغه کتابونه به ئې حجره کښې مشرانو ته هم اورول چې پۀ کښې دوه کتابونه پۀ خاص توګه د يادولو جوګه دي چې يوه د اسلم خټک مشهوره وړومبۍ رېډيائي ډرامه “د وينوجام” وه او بل د ډپټي نذيراحمد ناول “توبة النصوح” ؤ چې دا پښتو ژبې ته ترجمه شوے ؤ .

د سکول پۀ زمانه به ئې هره هفته کېدونکي ادبي محفل کښې وړومبے د نورو او بيا وروستو خپله شاعري وئيله. کله چې اتم جماعت کښې ؤ نو يوه ډرامه ئې ليکلې وه چې “بدمعاش هلک” نوم ئې ؤ. دا ډرامه سکول کښې سټېج شوې وه او خپله پۀ کښې دۀ يو کردار هم ترسره کړے ؤ. دا خبره ترې ما څوڅو ځله اورېدلې وه چې پۀ کال ١٩٣٨ز کښې د خوشحال بابا پۀ مزار مشاعره کېدله دغلته شاعرانو په طرحه شعرونه لیکل نو ما هم دغلته پرې څو شعرونه ولیکل چې مطلع ې داسې وه ۔

دلته په ایرو کښې خلقه لعل د بدخشان وینم

ځکه پرې راجمع د سرحد ټول شاعران وینم

دې نه پس ته د حمزه شینواري صېب بزم ادب او نو ښار ادبي جرګې په شریکه د رحمان بابا پۀ مزار مشاعره جوړه کړې وه نو اجمل خټک دومره وړوکے ؤ چې د سټېج نه شاته نۀ ښکارېدو نو کرسۍ ئې ورته کېښوده پۀ هغې اودرېدو او نظم ې واورولو. دا به ئې هم وئيل قدرت ته به دا منظوره وه چې زۀ دې انقلابي شم ځکه چې زۀ ډېر ماشوم وم زمونږ حجرې ته قاضي شريف الله راغلے ؤ. دۀ سره لاس کښې اخبار ؤ نو ما ته ئې ووې پۀ دې پرچه ئې څۀ ليکلي دي . ما ورته ووې “انقلاب” ځکه دا انقلاب اخبار ؤ. پلار مې پۀ دې ډېر خوشحاله ؤ خو دغه پۀ ماشوم والي کښې زما پۀ حافظه کښې ناست انقلاب داسې پوخ ناست وو چې تر اخره راپسې ؤ او اخر دا چې زۀ ئې ښه سم انقلابي کړم.

اجمل خټک د وجود پۀ لحاظ ډېر ښائسته سړے ؤ. خواوشا شپږ فټه قد ئې ؤ. غټ سر، مناسبه او اثري څهره چې معصوميت پۀ کښې صفا ښکارېدلو، غټې سترګې د لرې نظر دپاره به ئې چشمې پۀ سترګو کولې. برابره پوزه او غوږونه ئې وو. غټ مضبوط لاسونه او اوږدې پښې ئې وې. تل به ئې د پښتنو روايتي لباس اغوستے ؤ. څادر به پۀ يو خاص انداز کښې د ځانه تاو کړے يا اوړي کښې پۀ اوږو غوړولے ؤ. وړومبے به ئې د پښتنو روايتي قوله لنګۍ پۀ سر کوله. څۀ زمانه به ئې قراقلي هم پۀ سرکوله. پکول او سپینه ټوپۍ به ئې هم کله کله پۀ سر ؤ او کله به سرتور هم ګرځېدلو خو پۀ هر انداز کښې ښۀ ښکارېدلو.

اجمل خټک ته خپله هم ددې خبرې احساس ؤ او کله به چې پۀ خپل ترنګ کښې راغلو نو بې اختياره به ترې د دې اظهار هم وشو لکه يوځل د غني خان پۀ ياد کښې پروګرام ؤ او اجمل خټک ورته تقرير کولو. دغه وخت دے د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر او سينيټر ؤ نو وې وئيل “زۀ پۀ سرنګ کښې نښتے ديو يم” بيا ئې ووې د پښتنو دا د ديوانو پۀ شان وجودونه او د شهزادګانو پۀ شان شکلونه او دې سره ې دواړه ځل ځان ته په دواړو لاسونو اشارې وکړې . پۀ دې خبره ئې ملګري نورالامين يوسفزي يوه افسانه ليکلې وه چې عنوان ئې هم دغه ؤ . “سرنګ کښې نښتے ديو” د دې افسانې پس منظر چونکې معلوم ؤ نو دې کښې پۀ اجمل خټک ښکاره تنقيد شوے ؤ. دا افسانه يوه رساله کښې چاپ شوې او اجمل خټک صېب کتلې وه خو هېڅ ګيله يا شکوه ئې نۀ وه کړې البته دا ئې پۀ خندا کښې وئيلي وو چې ما هغه افسانه لوستلې ده. د نورالامين يوسفزي صېب دغه افسانه د هغۀ څلورو پينځو افسانوي مجموعوکښې تراوسه نۀ ده چاپ شوې او ما ته ياده نۀ ده ګنې نو د دغه واقعاتي افسانې نه به مې څۀ د نمونې پۀ توګه وړاندې کړي وو.

اجمل خټک د تقرير او تحرير دواړو مړنے ؤ او چې څو خبرې به ئې وکړې نو د خلقو ذهنونه به ئې بدلولے شول. دا فېصله نۀ شم کولے چې نظم ئې ښۀ ؤ او کۀ نثر خو دواړو کښې ئې ډېر زور ؤ. او چې کوم ليکونه ئې کړي دي نو پۀ هره حواله ئې خلق متاثره کړي دي. د پښتو نه علاوه پۀ انګرېزۍ، فارسۍ، عربۍ او اردو کښې ماهر ؤ. انګرېزۍ، فارسۍ يا عربۍ کښې ئې کوم ليکونه نشته خو اردو کښې ئې دوه ډېرې اوږدې تحقيقي مقالې شته چې دغه دواړه اوس د يوکتاب پۀ شکل کښې جدا چاپ شويدي. اردو کښې ئې شاعري هم کړې ده او يو کتاب ئې “جلاوطن کى شاعرى” پۀ نامه چاپ دے. ډېرو اردو اخبارونو کښې د اداريو نه علاوه ئې اردو کښې يو ناول هم د “رازدر راز” پۀ نامه ليکلے دے چې لا تراوسه چاپ نۀ دے. د نظم او نثر نه ئې معلومېږي چې ښۀ او معياري اردو ئې ليکلې شوه .

د مډل يعنې اتم جماعت د بورډ پۀ امتحان کښې اجمل خټک د خپل قابليت پۀ وجه ټوله صوبه ټاپ کړې وه چې دې نه پس ته ګورنمنټ هائي سکول نمبر١ پېښور کښې داخل کړے شوے ؤ. او د تعليم محکمې لخوا ورته څلور روپۍ مياشت وظيفه مقرر کړې شوې وه چې دا د هغه وخت پۀ حساب د طالب علم د پاره کافي رقم ؤ. اجمل خټک د هلکوانې د مينې پامته دار او يار باش ؤ ځکه خو پېښورښار کښې ئې د خپلې زمانې د نوموړي ايکټر پرتهوي راج د ښکلي زوي راج کپور سره دوستي وه څوک چې دغه سکول کښې د شپږم جماعت طالب علم ؤ. راج کپور د اجمل خټک د هيرو پن نه متاثره ؤ ځکه چې هغه د تعليم پۀ مېدان کښې د ښۀ ريکارډ لرلو سره سره د فټبال يو غوره لوبغاړے ؤ چې هر ميچ کښې به ئې کارکردګي مثالي وه. وروستو بيا اجمل خټک کلي کښې د والي بال ټيم جوړ کړے ؤ او خپله ئې هم ښۀ لوبغاړے ؤ تر ډېرې زمانې د اکوړه خټک د والي بال ټيم ټوله صوبه کښې شهرت لرلو او اکثر به ئې وړومبے يا دويم پوزيشن تر نزدې کلونو پورې راتلو. بهرحال سکول کښې به چې هلکانو راج کپور تنګولو نو اجمل خټک به ئې پۀ سر جنګونه کول او اعلان ئې کړے ؤ چې کۀ چا هم زما دوست راج کپور ته پۀ کږو سترګو وکتل نو خوښ به ئې شم. د اجمل خټک سرتيزي او بدني قوت ټولو ته معلوم ؤ . پۀ دې وجه به ئې د راج کپور پلار پرتهوي راج لکه د خپلو بچو خيال ساتلو.

اجمل خټک د هلکوانې نه د خدائي خدمتګارتحريک او باچاخان نه متاثره ؤ ځکه خو کله چې کال ١٩٤٣ز کښې کالجونو او سکولونو کښې “هندوستان چهوړو” تحريک شروع شو نو دے پۀ کښې شامل شو او هم د دې پۀ وجه ئې تعليمي سلسله مخ پۀ وړاندې لاړه نۀ شوه.

سرکاري سکول کښې پۀ شل روپۍ مياشت استاد بهرتي شو او د پېښور، نورښار او چارسدې پۀ سکولونو کښې ئې داستاد پۀ حېث وخت تېر کړے دے. د استاذۍ ورته دا فائده وشوه چې د پنجاب يونيورسټۍ نه ئې د پښتو انرز، منشي فاضل او اديب فاضل امتحانونه پاس کړل. وروستو ئې بي اے او فارسۍ کښې د پېښور يونيورسټۍ نه اېم اے وکړه.

د ترقي پسند تحريک نه هم دا لوے شخصيت پۀ هغه وخت کښې متاثره شوے ؤ کله چې د خپل يو ملګري غلام محمد سره پېښور ته تلے ؤ او دغلته يوه بالاخانه کښې چا اجمل خټک ته دوه کتابونه “انسان اور مشين” او “سرمايه” تحفه کښې ورکړي وو. د دې کتابونو مطالعې سره هغه داسې متاثره شو چې بيا ئې نور داسې ډېر کتابونه ولوستل خو زيات اثر پرې هله وشو کله چې اجمل خټک د ترور زوي محمد عمر خوا ته فتح پورته لاړو چرته هغه يوه مدرسه کښې سبق وئيلو. دغلته ئې د انجمن ترقي پسند مصنفين د غړو سجاد ظهير، سعادت حسن منټو، پريم چند، عصمت چغتائي او سرجيت سنګهـ سره تفصيلي ملاقاتونه او بحثونه وشول؟ دې سره دے پۀ کميونسټ پارټۍ کښې شامل شو او د مرکزي کميټۍ ممبر ئې هم پاتې شوے دے. د نوموړي ليکوال او صحافي روښان يوسفزي سره ئې خپله يوه مرکه کښې د دې اقرار کړے دے او وئيلي ئې دي چې د جلاوطنۍ پۀ دوران کښې د بنګله دېش او هندوستان کميونسټ پارټي دۀ سره کافي مدد کړے ؤ.

١٩٤٧ز کښې د مياشتنۍ “عدل” رسالې مدير مقرر شو او د صحافتي ژوند اغاز ئې وشو. پۀ ١٤ اګست د رېډيو پاکستان پېښور نه د ازادۍ پۀ حواله د هغۀ وړومبۍ ترانه نشر شوې وه چې سبزعلي خان وئيلې وه. کال ١٩٤٨ز کښې د پېښور رېډيو سټيشن کښې سکرپټ رائټر اخستے شوے ؤ. ١٩٥٠ز کښې ئې مشهورې ادبي اردو رسالې “سنګ ميل” سرحد نمبر د پاره يوه طويله مقاله “پشتوادب کى تاريخ” ليکلې وه. وروستو ئې اردو کښې يوه بله تفصيلي مقاله هم ليکلې وه “پشتوادب کے پچيس سال” دغه دواړه مقالې ډاکټر عبدالله عابد د خپلو حاشيو سره پۀ کتابي شکل کښې چاپ کړي دي.

رېډيو کښې د کارکولو په وخت ورته احمد نديم قاسمي، ن ، م ، راشد، ناصر انصاري، خاطرغزنوي او نورو ډېرو نامتو اديبانو سره د ناستې او بحثونو موقعې پۀ ګوتو ورغلې وه.

د پښتو د ټولونه د اهمې ټولنې “اولسي ادبي جرګې” پېښور کښې ئې هم کردار ډېر واضحه ؤ. پۀ کال ١٩٥٢ز کښې ئې وادۀ وکړو او د ترۀ لور ورته پۀ نکاح شوه چې د هغې نه ئې درې زامن جمال خټک، اېمل خټک او ميروېس خټک او دوه لوڼه شوې دي. د رېډيو نوکري ئې محض څو کلونه وه خو دې دوران کښې ئې ډېرې اهمې ملي او اولسي سندرې، څلور ډرامې “انتقام”، “دردانه”، “ګټه ټاوان” او “بې روزګار” ليکلې وې. دې سره سره به ې “اے پۀ شيش محل کښې ناسته بل پۀ کاڼو مۀ وله” د حق اواز” او “حجره” مشهور پروګرامونه وو. خصوصاً حجره پروګرام پۀ اولسي کچ ډېر مقبول ؤ. دې نه علاوه د ضرورت مطابق فيچرونه او نور پروګرامونه ئې هم ليکلي وو.

رېډيو کښې د ملازمت دوران کښې اجمل خټک ډېر شهرت حاصل کړے ؤ. هغه د نوې زمانې يو تعليم يافته ځوان ؤ چې پۀ شعر او نثر دواړو کښې ئې ډېر زور او جدت ؤ. پۀ دې وجه ورسره پۀ قدرتي توګه د ځنو خلقو حسد پېدا کېدل هم يوه فطري خبره وه. پۀ درېم اپرېل کال ١٩٥٣ز کښې د قيوم خان حکومت هغه د “پښتون ليګ” پۀ الزام کښې نيولے ؤ. دا وړومبۍ ګرفتاري وه چې خواو شا کال پس ٣٠ جنوري ١٩٥٤ز کښې خوشې کړے شو خو بيا ونيولے شو. بل کال ١٩٥٥ز کښې د جېل نه خلاص شو. دې ګرفتارو سره اجمل خټک پۀ ښکاره د سياست مېدان ته راووتو او د سرکاري نوکرۍ نه لاس پۀ سر شو.

د رېډيو پاکستان پخوانے سټېشن ډائريکټر او د پښتو ډرامې نوموړے ليکوال او شاعر عمر ناصر صېب وائي چې د اجمل خټک د ګرفتارۍ پۀ شا د پټو سياسي محرکاتو نه علاوه د پښتو د نوموړي شاعر سمندرخان سمندر صېب لاس هم ؤ ولې چې د اجمل خټک ليک او انداز د هغۀ نه زيات د رېډيو ملازمانو او عام اولس خوښولو. کۀ څۀ هم اجمل خټک سمندر صېب ته د استاد درجه ورکوله او دواړو به د يو بل ډېر احترام کولو بلکه ریډیو ته د سمندر صېب په وجه ورغلے ؤ خو بیا هم دا خبره د سمندر غوندې مشر شاعر د پاره برداشت کول ګران وو ځکه هغۀ به د سرد پاسه سر نۀ منلو او پۀ دغه زمانه ئې ډېر اثر رسوخ لرلو. اجمل خټک صېب خپله کله هم دا ګيله نۀ ده کړې بلکې خپل کتاب “قيصه زما د ادبي ژوند” کښې ئې د سمندرخان صېب ډېرې ستائنې کړې دي او هغۀ ته ئې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې کړې دي.

پۀ کال ١٩٥٦ز کښې د ورځپاڼې “انجام” اردو مدير مقرر شو. مختلفو جېلونو کښې د پاتې کېدو پۀ دوران کښې پۀ اجمل خټک هرقسمه تشدد شوے ؤ چې د هغې له وجې پۀ ذهني او بدني توګه سخت ځپلے شوے ؤ. د پښتو نوموړي شاعر او افسانه نګار ميرمهدي شاه باچا چې د اجمل خټک نزدې ملګرے ؤ، سره وېره وه چې هسې نه دے مړ شي نو هغۀ ئې د مختلفو رسالو، اخبارونو وغېره نه چرته هم چې د دۀ کلام ترلاسه کېدلے شو را غونډ کړو او پۀ کال ١٩٥٨ز کښې “د غېرت چغه” پۀ نامه چاپ کړو. مهدي شاه باچا به وئيل زما خواهش ؤ چې دے يو ځل خپل کتاب ژوند کښې چاپ وويني. اجمل صېب به وئيل زما ډېره شاعري او نثرونه مې مور د پوليس د چاپو له وېرې تنور ته غورځولي او سېزلي وو. “د عېرت چغه” د پښتو نظم يو داسې کتاب دے چې د پښتو پۀ ادبي دنيا کښې ئې يو انقلاب راوستے دے. دې نه وروستو چې تر ننه څومره د نظم مقصدي شاعري کېږي نو د اجمل خټک رنګ پۀ کښې صفا ليدلے او محسوس کولے شي. د هغۀ انقلابي او مقصدي شاعرۍ پښتو نظم ته يو نوے طرز ورکړو. د هغۀ د نظمونو خپل يو خوږلت دے او د هغۀ قادرالکلامي پۀ کښې محسوس کېږي. دا کتاب پۀ خپل وخت کښې دومره موثره او مشهور شوے ؤ چې حکومت پرې پابندي لګولې وه خو بيا هم د دې اکثر نظمونه خلقو ته ياد وو. او اکثرو ليکوالو به د يو بل نه د دې نقلونه حاصلول. تر دې دمه د دې کتاب د مقابلې د نظمونو کتاب نۀ دے چاپ شوے. اجمل خټک به وئيل چې د افغانستان پخواني صدر ډاکټر نجيب به اکثر ما ته دا خبره کوله چې کاکا ما سياست ستا د کتاب “د غېرت چغه” نه زده کړے دے.

هم پۀ دغه کال ١٩٥٨ز د اجمل خټک د نثر کتاب “دا زۀ پاګل وم” چاپ شوے ؤ. دې کښې اجمل خټک مختلفو تاڼو اوټارچر سېلونو کښې د هغۀ سره د شوو زور ظلمونو حال ليکلے دے. د قدرت دې کار ته وګورئ چې کوم ډي اېس پي د اقتدار د خاوندانو پۀ وېنا پۀ اجمل خټک دومره جسماني او ذهني تشدد کړے ؤ چې سم پاګل کړے ئې ؤ، هغه ډي ايس پي وروستو خپله پاګل شوے ؤ چې د پېښور ښار بازارونو کښې به ګرځېدلو.

“د غېرت چغه” کتاب ته د پښتو ادبي ټولنه کابل لخوا د کتابونو مقابله کښې وړومبے انعام ورکړے شوے ؤ خو کله چې دغه انعامي رقم لس زره روپۍ (دا هغه وخت ډېر لوے رقم ؤ) د غني خان پۀ لاس راولېږلے شو نو پۀ دې وجه ئې د انعام رقم واپس کړو چې ما دا کتاب د انعام د پاره نۀ دے ليکلے بلکې د دې تعبير غواړم.

د اجمل خټک صحافت او سياست هر څۀ څنګ پۀ څنګ روان وو. پۀ کال ١٩٥٩ز کښې د “بانګ حرم” ايډيټر مقرر شو او کال ١٩٦٠ز کښې ئې دغه اخبار کښې د ليکلو کالمونو مجموعه د “کچکول” پۀ نامه خوره شوه. دا کالم به اجمل خټک د ملنګ پۀ نامه ليکلو. ابتداء به ئې د پښتو د يوې اولسي ټپې نه کوله او موضوع به ئې هم داسې وه چې پۀ عامو مسئلو به خبرې وې. دا کالم به د اولس لخوا ډېر خوښولے شو بلکې اکثرو خلقو به د دې کالم پۀ وجه اخبار اخستو.

١٩٦٧ز کښې د نېشنل پارټۍ صوبائي جنرل سېکرټري منتخب شو او هم پۀ دغه کال د ورځپاڼې “شهباز” ايډيټر شو. ورپسې کال پس ته د نېپ مرکزي جنرل سېکرټري شو. د کال ١٩٧٠ز پۀ انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ ټکټ د قومي اسمبلۍ انتخاباتو کښې اميدوار ؤ. چې د جمعيت علمائے اسلام د اميدوار او خپل استاد مولانا عبدالحق مقابله کښې پۀ څو سوه ووټونو ناکامه شو.

پۀ کال ١٩٧١ز کښې ئې مردان کښې د “اولسي ادبي ټولنې” بنياد ايښے ؤ. کال پس ١٩٧٢ز کښې د ذوالفقار علي بهټو سره د چين پۀ دوره تلے ؤ. پۀ کال ١٩٧٣ز کښې د لياقت باغ پېنډۍ د واقعې نه پس کابل ته لاړو. کابل ته د تګ پۀ حقله ئې خپله یوه مرکه کښې وئيلي دي چې ” د لياقت باغ فائرنګ واقعې نه وروستو کوئټه کښې د نواب محمد اکبر خان بګټي پۀ کور کښې د نواب خېر بخش مري، غوث بخش بزنجو، اکبر خان بګټي، عطاء الله مينګل او ولي خان پۀ مشوره او وېنا ما د ملک د پرېښودلو فېصله وکړه.

دا فېصله اجمل خټک پۀ داسې حال کښې کړې وه چې بچي ئې واړۀ وو او هېڅ درک ورسره نۀ لګېدلو. تر دې چې کابل ته د تګ پۀ وخت ئې د مهدي شاه باچا نوې جامې اغوستې وې. دا خبره خپله اجمل خټک د مهدي شاه باچا پۀ مړينه د هغۀ پۀ قبر د تقرير پۀ وخت کړې وه، د دوي دواړو وجودونه بېخي يو هومره وو ځکه نو د مهدي شاه باچا جامې پرې برابرې وې.

اجمل خټک کابل ته د باجوړ پۀ لاره تلے ؤ چې دې سفرکښې ئې تورلالي کاکا ملګرے ؤ او د باجوړ پۀ غرونو دواړه اوړېدلي وو. دغلته شپاړسو کالو پورې د جلاوطنۍ تېرولو نه وروستو پۀ ٢٧ جنوري ١٩٨٩ز کښې خپل وطن ته واپس راغلے ؤ. تور لالي کاکا د اے اېن پي يو مخلص کارکن او د اجمل خټک نزدې ملګرے ؤ. د تور لالي کاکا دا خبره زمانه نه نۀ هېرېږي چې کله اجمل خټک ملک ته راستون شو نو هغه پۀ يو تقرير کښې وئيلي وو “اے پښتنو ما اجمل خټک کابل ته بوتلے ؤ او دا دے د خېره سره واپس راغلو. ښۀ ورته وګورئ، هم هغه اجمل دے کوم چې ما بوتلے ؤ. يو فرق پۀ کښې راغلے دے چې ږيره ئې سپينه شوې ده خو دا زما د وس نه بهر خبره وه. دا دے تپوس ترې وکړئ چې ما وخت پۀ وخت د دۀ د حال پوښتنه کړې ده او شکر دے چې ما ته کوم کار حواله شوے ؤ هغه مې پۀ ښۀ توګه سرته ورسولو.”

د کال ١٩٩٠ز پۀ انتخاباتو کښې د خپلې حلقې نه د قامي اسمبلۍ غړے منتخب شو. دغه شان د پارټۍ دوه ځله مرکزي صدر او د سېنېټ غړے هم منتخب شوے ؤ.

کال ١٩٩٣ز کښې ئې عامو انتخاباتو کښې برخه اخستې وه ولې ناکامه شوے ؤ.

د دې انتخاباتو پۀ حقله يوه اهمه خبره دا ده چې پۀ دغه زمانه ما د پښتو ورځپاڼې “هېواد” کښې کارکولو، دا اخبار د فرنټئير پوسټ مالک رحمت شاه اپريدي صېب چلولو. د شپې يو تن ( غالبا د کومې خفیه ایجنسۍ ؤ ) راغلو. دۀ سره يو فائل ؤ او پۀ هغې کښې د بلا ډېرو پلاټونو فهرست شامل ؤ، چې مختلفو ښاريو کښې د اجمل خټک پۀ نامه درج وو. اخبار کښې پۀ سباله دا خبر خور شو. “د زرګونو پۀ شمېر کښې اخبار پۀ دغه حلقه کښې ووېشلے شو او بله ورځ چې انتخابات وشول نو نصيرالله بابر انتخابات وګټل او اجمل خټک ناکامه شو. دوه ورځې پس اجمل خټک د اخبارخلاف عدالت ته د هرجانې نوټس ورکړو او خپل بيان کښې ئې وئيلي وو چې ما له دغه پلاټونه راکړئ دا کوم چې تاسو ليکلي دي نو زۀ هډو سياست نۀ کوم. د دې مقدمې نور هېڅ پۀ نتيجه ونۀ رسېدم چې څۀ وشو البته نوموړے صحافي اکرام هوتي د نوکرۍ نه وويستے شو. د دې واقعې نه ډېر کلونه وروستو تېرکال چې زۀ اسلام اباد ته تلے وم نو د ګرانو ملګرو او نوموړو ليکوالو عبدالحميد زاهد او اقبال حسېن افکار سره د اکرام هوتي ملاقات له د هغۀ کور ته ورغلم او ورنه مې تپوس وکړو چې هغه د اجمل خټک د پلاټونو فائل تاسره شته نو هغۀ ئې اقرار وکړو چې او هغه فائل ما محفوظ کړے دے.

اجمل خټک پۀ کال ١٩٩٢ز کښې د حج سعادت حاصل کړے ؤ چې دا هم د دۀ د ژوند يوه اهمه واقعه وه.

اجمل خټک انسان ؤ او کۀ څۀ هم پۀ خپلو نظرياتو کلک ؤ او د دې د پاره ئې هرقسمه سختې او مشکلات زغملي وو خو خپله نظريه ئې پۀ هېڅ حال کښې هم نۀ وه بدله کړې، خو کله چې پۀ کال ١٩٩٩ز کښې جنرل پروېزمشرف د اقتدار ترلاسه کولو نه وروستو د هغۀ سره ملاقات وکړو او دۀ ته ئې د ملک د صدارت د عهدې پېشکش وکړو چې پۀ دې د عوامي نېشنل پارټۍ او د دۀ ترمېنځه اختلافات پېدا شول. د دۀ پۀ ژوند او سياست نظر لرونکي او ځنې نزدې دوستان ئې دا ګڼي چې دا د اجمل خټک د ټولونه لويه سياسي تېروتنه وه او عجيبه ځکه وه چې دۀ نه ئې توقع نۀ شوه کېدلې. هم پۀ دغه ورځ پۀ کومه چې د دۀ رکنيت ختمېدلو، پۀ تخت بهائي کښې يوه لويه مشاعره وه چې ورته د نورو لويو لويو شاعرانو نه علاوه قلندر مومند هم تلے ؤ. فضل مومند د قلندر صېب سره یو ځاے ناست ؤ. کله چې اجمل خټک پاڅېدو نو د نظم نه وړاندې ئې يو مختصر غوندې تقرير وکړو او وې وئيل چې کله پۀ يوه علاقه زلزله راشي نو دغلته موجودو کوهيانو او چينو کښې يا خو اوبۀ سمې ډېرې شي او يا اوچې شي. پۀ ما هم زلزله راغلې ده، بيا ئې خپل يو تاريخي نظم ووې.

خپل رباب به ټنګومه

خپل کچکول به ګرځومه

کله چې اجمل خټک دا نظم اورولو نو قلندر مومند صېب فضل مومند ته ووې داسې ښکاري چې د اجمل خټک د پارټۍ رکنیت ختم کړے شو او د فضل مومند پۀ قول کله چې قلندر مومند صېب ته د کلام وئيلو دعوت ورکړے شو نو هغۀ يو کلام ووې چې پۀ کښې يو شعر کښې ئې اجمل خټک صېب پۀ خصوصي توګه مخاطب کړو.

زۀ چې نۀ الوزم باز يمه ګرېز کړم

تۀ چې والوتې بڼه مخکښې د باد شوې

کله چې اجمل خټک خپل کلي اکوړه خټک ته رسېدلو نو خبر خور شوے ؤ چې هغه د پارټۍ نه ويستے شوے دے او چې صحافيانو ترې پۀ دې حقله تاثرات غوښتل نو هغۀ دغه نظم ورکړو چې پۀ سبا له اکثرو اخبارونو کښې لږ يا ډېر د ترجمې سره چاپ شوے ؤ.

دې نه پس ته اګست کښې د پاکستان نېشنل پارټۍ پۀ نامه د خپلې سياسي ډلې د جوړولو اعلان ئې وکړو. پۀ ٢٣ او ٢٤ نومبر ناصر پور پېښور کښې د تاسيسي کنونشن پۀ موقعه هغه مرکزي صدر جوړکړے شو. د خپلې پارټۍ جوړولو نه وروستو شاعرانو، اديبانو او د دۀ باوري ملګرو ورته مسلسل دا مشوره ورکوله چې تاسو د عمر پۀ داسې حصه کښې يئ چې اوس مو هغه زور نشته نو ښۀ به دا وي چې خپل زوړ جماعت اے اېن پي ته رجوع وکړئ.

جنرل پروېز مشرف دے د صدارت پۀ طمع کړے ؤ خو هغۀ ورسره خپله وعده پوره نۀ کړه. هسې د اجمل خټک د پارټۍ پرېښودلو نه وړاندې هم څۀ لږ ډېر اختلافات د دۀ او صوبائي صدرې بېګم نسيم ولي خان او نورو ځنو مشرانو ترمېنځه وو خو دا څۀ خبره نۀ وه، پۀ جمهوري پارټيو کښې دا قسمه اختلافات عموماً وي چې بيا د جمهوري اصولو مطابق هوارېږي. ملګري روښان يوسفزي نه مې پۀ دې حقله دوه واقعات اورېدلي دي، دے وائي چې اجمل خټک کراچۍ ته راغلے ؤ نو د پښتون لېبر فرنټ لۀ خوا د دۀ پۀ اعزاز کښې مونږ يو پروګرام ترتيب کړے ؤ. چې پۀ کښې د پښتو مشاعره وه. هغې له مونږ بېنرونه او وال چاکنګ د قلندر مومند پۀ املاء کښې کړے ؤ کله چې اجمل خټک خبرو او شعرونو اورولو ته پاڅېدو نو پۀ املاء ئې اعتراض وکړو چې دا قلندري املا غلطه ده، دا ليکل نۀ وو پکار. شپې له روښان يوسفزي قلندر مومند د دې واقعې نه خبر کړو چې اجمل خټک ستاسو املاء ته غلطه وائي. قلندر مومند صېب بيا وروستو ما ته ووې چې هغه اجمل خټک ته ووايه تۀ د پارټۍ صدر يې نو پۀ سياست کښې به زۀ ستا منم خو چې د املا خبره راشي نو بيا به زما منې ځکه چې دا ستا مېدان نۀ دے. روښان يوسفزے وائي چې هم پۀ دغه ورځو کښې پۀ ٢١ فروري پېښور پرېس کلب کښې د مورنيو ژبو ورځ نمانځلې کېدله. بېګم نسيم ولي خان او اجمل خټک دواړه پۀ سټېج ناست وو، ما کمپئرنګ کولو نو د پښتو يوه ټپه مې ووې کومه چې ډېره مشوره ده.

خداے به دې زلفې پۀ لاس را کړي

ما ته د کلي ماشومان دعا کوينه

اجمل خټک راته د سټېج نه اواز را کړو. مۀ وايه دا ټپې روښانه. مونږه ډېرې داسې ټپې کړې دي. زۀ پوهه نۀ شوم چې ولې اجمل خټک زما پۀ دې خبره غصه شو خو بهرحال ما في البديهه دوه شعرونه داسې ووې.

دشمن زما د هر ارمان ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

زما قاتل زما جانان ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

ما د پردو خلقو نه هسې به زړګے بدوو

کورمې د خپله لاسه وران ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

دا شعرونه را باندې بېګم نسيم ولي خان درې څلور واره ووې. کله چې پروګرام ختم شو نو ما ته اجمل خټک ووې روښانه تا سره ما څۀ بد کړي دي چې تۀ ما د خپلو ادبي او سياسي ملګرو سره جنګوې. ملګري روښان يوسفزي ئې را سره مختلفو ملاقاتونوکښې څو نور ښکلي يادونه هم شريک کړل. وئيل ئې چې يوځل مشاعره وه نو چې اجمل خټک مو سټېج ته رابللو نو و مې وئيل چې اوس به د باچاخان تکړه ملګرے اجمل خټک راشي نو هغۀ د راتلو سره ووې “ملګرے نه مريد وايه. مريد. دا دې ډېره لويه خبره وکړه”.

د خپلو يادونو نه يوه دلچسپه خبره ئې دا راته وکړه چې اجمل خټک ډېر دوراندېش ؤ، د ١١/٩ نه څوکاله وړاندې دے د پرېس کلب لۀ خوا پۀ “ګېسټ اور” کښې مېلمه ؤ نو قبائيل ئې مخاطب کړل او وې وئيل ” اے زما قبائيلي وروڼو تاسو ته پته نشته خو پۀ تاسو ډېر سخت وخت را روان دے. دومره سخت وخت چې تاسو ئې اوس تصور هم نۀ شئ کولے.”

يوه بله خوندوره خاطره ئې دا ده چې د روښان صېب پۀ قول کميونټي سنټر مردان کښې يوه ادبي دستوره وه نو ملګري بشر نويد نظم اورولے ؤ چې هغې کښې پۀ اجمل خټک څۀ ټکونه وو. د دې پۀ جواب کښې هغۀ ووې “تاسو څۀ خبر يئ زۀ د لمبو او وينو پۀ سمندر راپورې وتلے يم او اے تاسو سره ډولۍ مانه غواړئ نو تاسو جنج رالېږلے ؤ. ډولۍ خو جنجيان راوړي”.

جلسۍ کښې د يوې لوې مشاعرې حال هم دلچسپ دے چې وائي اجمل خټک به ما ته بار بار وئيل ما را وغواړه چې تقرير وکړم، شعرونه واوروم او کورته ځم خو ماسره فکر ؤ چې کۀ اجمل خټک کلام واورولو نو بيا خو څوک نۀ ايسارېږي نو دۀ ته مې ووې خټک صېب کۀ تاسو تلل غواړئ نو داسې غلې غوندې اوځئ. بس هډو څۀ پته به ونۀ لګي. دوه درې ځله دۀ دا غوښتنه وکړه او ما ورته دغه جواب ورکړو خو بيا تر اخره ناست ؤ او بېخي پۀ اخره ئې تقرير او کلام ووې نو هغه لاړو. روښان صېب د خبرې مطلب دا شو کۀ اولس د دۀ شاعري خوښوله نو اجمل خټک هم دا موقعه چرې نۀ ضائع کوله.

کله چې د جنرل پروېزمشرف لۀ خوا د اجمل خټک د صدر جوړېدلو خبرې روانې وې نو روښان يوسفزے وائي چې د نورو سره سره ئې زۀ هم د دې وړ ګڼلے وم چې راپسې ئې کلي ته څوک رالېږلي وو چې اجمل خټک دې غواړي چې ورغلم نو ما ته ئې ووې ما د جنرل مشرف سره ملاقات وکړو. د هغۀ پۀ تندي کښې ما ته رڼا ښکاره شوه او د هغۀ پۀ سترګو کښې ما تۀ وليدې، بشر نويد مې وليدلو، صاحب شاه صابر او رحمت شاه سائل مې وليدل. ما ورته ووې خټک صېب زۀ خو ستا د بچو او نمسو پۀ ځاے يم خو دا خلق ډېر دهوکه باز وي او تاسو ئې چې پۀ تندي کښې د رڼا خبره کوئ نو چرته دا د نظر د کمزورتيا وجه نۀ وي.

ملګرے ليکوال نورالامين يوسفزے وائي چې کله اجمل خټک د اے اېن پي نه بېل شوے ؤ او ځانله ئې ډله جوړه کړې وه نو ما ترې نه تپوس کړے ؤ چې دا کومه د خټو لوټو کوټه زمونږه مشرانو پۀ ډېرو مودو کښې پۀ خوارو جوړه کړې وه نو ستاسو څۀ خيال دے چې دا به ورانوئ نو اجمل خټک ووې نه ورانوو ئې نه خو دې کښې پېريان دي هغه به ترې پاڅوو.

دے دا هم وائي چې يوځل زۀ، عزيز مانېروال او څو نور کسان اکوړي ته ورغلي وو چې دې کښې د سراٸیکي پارټۍ يو سياست دان تاج محمد لنګا يو غټ ګاډي کښې راغلو او د راتلو سره اجمل خټک له پۀ پښو پرېوتو. اجمل خټک ورته ووې “لنگا صاحب مين يه زور برداشت نهين کرسکتا” بيا ئې چا ته ووې لنګا صېب له چاے راوړئ او مونږ ته ئې ووې راځئ چې مونږ دغه کمرې ته لاړ شو او يو بل ته شعرونه واورو. ما ورته ووې اجمل صېب دې مېلمه له وخت ورکړئ ځکه چې غټ سړے دے او د پنجاب نه راغلے دے خو دے او مونږه چې کله کمرې ته لاړو نو وې وئيل چې دا ماله نه خپل غرض له راغلے دے . لنگا صېب پۀ دې طمع دے چې کله اجمل صدر شي نو ما به ګورنر جوړ کړي.

د شاعرانو سره مينه ئې مثالي وه او کۀ وس به ئې رسېدلو نو پۀ هر حال کښې به ئې کوشش دا ؤ چې دوي ته ځان ورسوي. د اکمل لېوني پۀ درناوي کښې کاټلنګ کښې ادبي دستوره وه. د هغۀ د کتاب مخ کتنه پۀ کښې کېدله. د شپې نهه لس بجې راورسېدلو. سټېج ته وختلو نورالامين يوسفزے وائي چې ما له ئې لاس را کړو نو ګرم ؤ او ورسره رېږدېدلو. ما ورته ووې خټک صېب لاس مو ګرم دے ما ته ئې ووې ستا مطلب دا دے چې زما تبه ده. ما ورته ووې او جي ستا تبه ده. نو زر ئې وې ما خپل ژوند تېر کړے دے او تاسو د پښتو شاعران، اديبان زما ژوند يئ. ترڅو چې را کښې ساه غړېږي نو ستاسو غونډو کښې به شريکېږم.

يوځل ئې دا هم وئيلي وو چې فېض احمد فېض او حبيب جالب دواړه ترقي پسنده فکر لرونکي شاعران دي خو زما د فېض نه د حبيب جالب شاعري خوښه ده. ولې چې د فېض شاعرۍ کښې تر يو حده جنسيت شته او د جالب شاعري د دې نه پاکه ده.

کله کله به ئې وئيل دنيا سپۍ ده، دې پسې ډېرې منډې مۀ وهئ ولې چې دې پسې څوک منډې وهي نو پۀ ګوتو نۀ ورځي چې څوک ورته شا کړي نو ورپسې پۀ خپله راځي. دې سلسله کښې به ئې خپل مثال وړاندې کولو چې هډو د دنيا غم نۀ کوم خو ټول عمر پۀ اعلٰي ګاډو او جهازونو کښې ګرځېدلے يم. او چې چرته تلے يم نو عزت او درناوے هم را کړے شوے دے.

د مقصدي ادب قائل ؤ هغه کۀ نظم وي او کۀ نثر خو د هغۀ پۀ خيال دواړو کښې مقصد اولنے شرط ګڼل پکار دي. نورالامين يوسفزي يوځل د نوموړي ليکوال سليم راز صېب پۀ کتاب “تنقيدي کرښې” مقاله اوروله چې پۀ دې کښې ئې يوځاے دا خبره وکړه ” کۀ خيالات درامد کېدلے شي خو حالات نۀ شي درامد کېدلے” دا فقره ئې پرې څو څو ځله ووې او چې کله ئې پۀ اخره خپلې خبرې کولې نو وې وئيل کله چې يو ليکوال ته دا پته نۀ وي چې زۀ چا له ليکم، ولې ليکم او څۀ ليکم نو د دۀ ليکل بې ځايه دي. بيا ئې ووې دا د تنقيد فرسوده طريقه ده چې يو يو شعر را اخلي او پۀ دې بحث کېږي بلکې پکار ده چې د شاعر اديب ليک د هغۀ د زمانې د نفسياتو او فرهنګي ژوند مطابق وڅېړلے شي نو دا به اصل تنقيد وي.

د موسيقۍ او فلمونو سره ئې هم شوق ؤ. کله چې وړاندې پۀ کلي کښې ؤ نو حجره کښې به ئې تل د موسيقۍ محفل هره شپه جوړولو او دا سلسله تر ډېرې مودې جاري وه. دا به ئې هم وئيل چې د پښتو موسيقي د غرۀ موسيقي ده. دا د تال موسيقي ده او سر پۀ کښې اضافي دے. اصل ئې تال دے او کۀ چرته د پښتنو د موسيقۍ د نمائندګۍ خبره راشي نو دا به زرڅانګه او خان تحصيل کوي. احمدخان، ګلناربېګم او زرڅانګه ئې د پښتو خوښي سندرغاړي وو. د حبيب جالب، فېض احمد فېض، ساحر لدهيانوي او قلندرمومند شاعري ئې خوښه وه. پۀ نثري کتابونو کښې ئې د جوش مليح ابادي کتاب “يادوں کى بارات” خوښ ؤ. د جلا وطنۍ پۀ وختونوکښې ئې د انډيا بې شمېره فلمونه کتلي وو او د وي، سي، ار پۀ ١٨ کېسټونو کښې يو ډېر اوږد فلم چې پۀ ١٨ کېسټونو کښې ؤ هم کتلے ؤ کوم چې پۀ رامائن جوړ ؤ. پۀ ژوند کښې وړومبے فلم ئې “طوفان ميل” کتلے ؤ. پۀ خوښو اداکارانو کښې ئې امتيابهـ بچن، امجد خان، شبانه اعظمى او نصيرالدين شاه شامل وو.

د شبانه اعظمي د پلار کيفي اعظمي سره ئې دوستانه تعلقات وو. کابل کښې ئې د مشهور اېکټر نصيرالدين شاه سره تفصيلي ملاقات کړے ؤ او پۀ مرزا غالب چې کوم فلم جوړ شوے ؤ هغې کښې ئې د دۀ د کردار تعريف کړے ؤ. د بنګله دېش د اديب جسيم الدين د پاره ئې يوه فلمي قيصه هم پۀ لس زره روپۍ ليکلې وه چې پۀ کښې دا سوال پورته کړے شوے ؤ چې ټول خلق حسن پسې لے پۀ لے ګرځي خو حسن د څۀ پۀ تلاش کښې وي، هغه حسن “موضوعي” نۀ “معروضي” ګڼي .

د اجمل خټک زوم جميل خټک وائي چې کابل کښې يوه ورځ سردار داؤد خان بغېر د پروټوکول نه راغلو او د راتلو سره ئې اجمل خټک ته ووې ګاډي ته راخېژه ستا د خوښې فلم “روټي” لګېدلے دے نو ټوله سېنما مې بک کړې ده، دواړه به ئې دغلته دوه پۀ دوه وګورو.

اجمل خټک خپل ملک کښې د ډېرو ګرځېدو نه علاوه د لږ يا ډېر وخت د پاره نور ځنې ملکونه هم ليدلي دي. چې پۀ کښې برطانيه، هندوستان، کابل، امريکه، چيکو سواکيه، هنګري، جرمني، پولېنډ، چين، روس، سينيګال، يونان، ترکي او سعودي عرب شامل دي.

پۀ ٣ مۍ ٢٠٠٣ز کښې اجمل خټک د جلوس پۀ شکل کښې ولي باغ ته لاړو او هلته ئې خان عبدالولي خان سره يو شريک پرېس کانفرنس کښې د نېپ پۀ اے اېن پي کښې د ضم کولو اعلان وکړو.

پۀ ٢٢مارچ ٢٠٠٦ز کښې صوابۍ ضلع کښې د ترلاندۍ پښتو ادبي ټولنه پۀ کليزه مشاعره کښې اجمل خټک ته د “بابائے نظم” خطاب ورکړے شوے ؤ. د اجمل خټک وړومبے نظم پۀ “پښتون” کښې ١٩٣٧ز کښې او وړومبے نثر ئې ١٩٤٥ز کښې چاپ شوے دے.

پۀ کال ٢٠٠٧ز کښې ورته د حکومت لخوا کمال فن اېوارډ ورکړے شوے ؤ. اېوارډ ئې وصول کړے ؤ خو دې سره اعلان شوې پينځه لاکهه نغدې روپۍ ئې نۀ وې اخستې او وئيل ئې چې دا رقم دې پۀ غريبانانو، شاعرانو او اديبانو وويشلے شي. د اکېډيمي ادبيات لخوا پۀ ورغلي وفد کښې يو تن ووې مونږه پۀ اجمل خټک د انعامي رقم د پاره زور راوړو خو هغۀ قبول نۀ کړو خو دۀ ووې چې يو بل مشهور شخصيت ته هم د دې اېوارډ اعلان شوے ؤ او چې هغۀ ته مو اطلاع ورکړه نو هغۀ ووې چېک به کله رالېږئ.

پۀ ٧ فروري ٢٠١٠ز کښې وفات شوے او ٨ فروري خاوروته سپارلے شوے دے. د اجمل خټک د نظم او نثر ګڼ کتابونه وخت پۀ وخت چاپ شوي دي او د زور داره نظمونو نه علاوه ئې غزلونه هم د اعلٰي معيار دي. دغه شان د نثر کتابونه ئې هم ډېر قدرقيمت لري، د پښتو نه علاوه ئې اردو کښې هم ډېر ليکل کړې دي چې هغې کښې شاعري، تحقيقي مقالې او يو ناول “راز در راز” شامل دي. د دې کتاب يو فوټو سټېټ د ډاکټر زبېر حسرت سره ما ليدلے دے چې ډېر پۀ روانه او اسانه ژبه کښې ليکلے شوے دے. اجمل خټک پۀ پښتو کښې افسانې هم ليکلي دي چې دغه خورې ورې افسانې ئې ډاکټر زبېر حسرت پۀ يوه مجموعه کښې راغونډې کړې دي.

د دۀ مشهوره افسانه “پښتو” نه ما څو کاله وړاندې د رېډيو پاکستان د پاره ډرامه جوړه کړې وه او اردو ژبه کښې د دې ډرامائي تشکيل شوے ؤ چې کوئټې رېډيو سټېشن هغه تياره کړې وه او پۀ ملکي سطحه ډېره خوښه کړې شوې وه.

د اجمل خټک يو صفت دا هم ؤ چې د خپلو ملګرو به ئې ډېر خيال ساتلو او کۀ هغوي به چرته سرکاري ملازمان وو نو کوشش به ئې کولو چې د هغوي ذکر پۀ جار ونۀ کړي او پټ پۀ پټه به ئې ورسره رابطې ساتلې. د نوموړي ليکونکي محقق او اديب رشيد احمد صېب پلار پروفېسر فضل معبود صېب ئې هم د زمانو اشنا ؤ. وخت پۀ وخت به ئې ورسره ملاقاتونه کېدل او کله چې سوات رياست پاکستان کښې ضم شوے نۀ ؤ نو پۀ وړومبي ځل چې اجمل خټک د ملګرو سره سوات ته تلے ؤ نو د پروفېسر فضل معبود صېب کره ئې شپه کړې وه. د پروفېسر صېب پۀ قول د اجمل خټک سره ارباب سکندر خان او يو بل مشر تن راغلي وو چې غلام غوث نوم ئې ؤ. هم دوي پۀ سوات کښې ګرځېدلي وو او دغلته ئې د اے اېن پي بنيادونه مضبوط کړي وو. ملګري رشيد احمد ته هم دا واقعه ياده ده بلکې هغه وائي چې زۀ د پښتو ليک ته هم د اجمل خټک پۀ وجه مائل شوے وم. د دۀ پۀ قول دا د کال ١٩٦٩ز ؤ چې دوي زمونږ حجرې ته راغلي وو او د مېکسم ګورکي کتاب چې اردو ته ترجمه شوے ؤ “ماں” دغلته پروت ؤ نو ما ته ئې ووې چې پۀ دې کتاب ئې څۀ ليکلي دي. ما ورته ووې ميکسم گورکى ” ماں” نو ما له ئې يوه روپۍ انعام را کړو چې پۀ دې زۀ ډېر خوشحاله شوم. هم د اجمل خټک د تعلق او اشنايۍ پۀ وجه بيا څو کاله وروستو بل نوموړي شاعر او صحافي عاصي اشنغري صېب دوي سره سوات بره بانډۍ کښې څو مياشتې تېرې کړې وې چې د هغه ځايه بيا کابل ته لاړو او مستقل د اجمل خټک سره ؤ.

د اجمل خټک د داد مختلفې طريقې وې لکه ماشومانو له به ئې نغدې روپۍ د انعام پۀ توګه ورکولې. ځوانانو ليکوالو له به ئې قلمونه ورکول. داسې ډېر ليکوال شته چې د مختلفو دستورو پۀ دوران کښې ئې ورله قلمونه د انعام پۀ توګه ورکړي دي. داسې ئې هم کړي دي چې د کوم ځوان شاعر کلام چې هغه به چرته مشاعره کښې واورولو نو هغه به ترې غوښتنه کوله چې دا کاپي ما له را کړه. زۀ پرې ليکل کوم لکه چې څو ځايه ئې د نوموړي شاعر اديب عبدالحميد زاهد کلام واورېدلو نو ورته ئې ووې چې ما له دې کاپي را کړه زۀ پرې څۀ ليکل غواړم.

پۀ کال ٢٠٠٢ کښې ئې د هغۀ پۀ شاعرۍ ليک کړے ؤ کوم چې د هغه پۀ شعري مجموعه “روښانه سباون” چاپ دے. دغه شان ډاکټر زبېر حسرت ځان سره نوموړے افسانه نګار ډاکټر سردار جمال چې هغه وخت د سکول طالب علم ؤ د اجمل خټک ځاے ته بوتلے ؤ. د هغۀ تعارف ئې ورسره کړے ؤ چې دے افسانې ليکي نو اجمل خټک ووې چې ما ته ئې يوه افسانه واوروئ نو ملګري زبېرحسرت ورته د هغۀ د افسانو د مسودې نه يوه افسانه “پېغور” اورولې وه چې پۀ دې هم بيا اجمل خټک ليک کړے ؤ او د هغۀ د افسانوپۀ مجموعه “پېغور”دغه ليک چاپ دے. د خپل دور او مشرانو ليکوالو نه علاوه به ئې کۀ کشرانو ليکوالو کښې د چا شاعري خوښه وه نو پۀ تعريف کښې به ئې هېڅ بخل نۀ کولو لکه د نوموړي شاعر رحمت شاه سائل صېب پۀ درناوي کښې د شوې يوې غونډې پۀ موقعه ئې وئيلي وو “زۀ د اولس پۀ ځاے د پوليس ( يعني د خاص خلقو شاعر وم خو اولسي شوم او رحمت شاه سائل مې پۀ دې خوښ دے چې دے هم د اولس شاعر دے او هم د پوليس يعنې خاص و عام ئې يو شان خوښوي”.

پۀ پښتونخوا کښې د مشاعرو د پاره ډېر ګرځېدلے ؤ او ډېره اسماعيل خان نه واخله تر کراچۍ پورې دا قسمه غونډو کښې شريک شوے ؤ. دې دوران کښې ورسره کله کله دلچسپ واقعات هم شوي وو، لکه قمر راهي صېب وئيل چې يو ځل صوابۍ ته يوې مشاعرې له تلي وو خلقو راته د شپې د پاره منت وکړو خو اجمل خټک صېب وئيل چې مردان ته ځو خو چې اډې ته راغلو نو ګاډي نۀ وو. مجبوراً شپه را باندې راغله. نزدې يو کلي ته لاړو هلته رانه حجره کښې يو سړي ماښام ناوخته تپوس وکړو چې ډوډۍ مو خوړلې ده نو اجمل خټک ورته ووې او خوړلې مو ده. هغه سړي بړستنې راوړې او مونږ له ئې شکرۍ کښې ګوړه را وړه. اوږي وو نو د شپې مو هغه ټوله ګړه وخوړه سحر چې سړے راغلو او وې کتل نو ټوله ګوړه مونږه خوړلې وه. پوهه شو چې مېلمنو راته دروغ وئيلي وو نو ښې خبرې ئې را ته وکړې.

د اجمل خټک کار او زيار هغه کۀ سياسي ؤ او کۀ ادبي د هغۀ پۀ ژوند ستائيلے شوے ؤ. څو کتابونه او بې شماره مقالې پرې ليکلې شوي او چاپ شوي دي. وخت پۀ وخت ورسره ښې ډېرې مرکې شوي دي چې پۀ کښې د هغۀ د سياسي، سماجي او ادبي ژوند پۀ حقله بشپړه معلومات شته. پۀ خپله ئې هم يو کتاب “قيصه زما د ادبي ژوند” ليکلے دے چې پۀ دې کښې ئې د خپلو ادبي هلوځلو حال پۀ خپل قلم خوندي کړے دے. دې نه علاوه هره ورځ به ئې پۀ باقاعده توګه خپله ډائري هم ليکله چې پۀ کښې به ئې د هغه ورځې حالات ليکل خو دغه ډائرۍ ئې لا چاپ شوې نۀ ده.

د اجمل خټک متعلق مشهوره وه چې هغۀ له جادوګري ورځي او دا ئې د بنګاليانو نه زدکړې وه چې دۀ سره مختلفو جېلونو کښې پاتې شوي وو. پۀ دې حقله ترې يو ځل ما تپوس کړے ؤ نو هغۀ وئيلي وو چې او ما سره بنګاليان پاتې وو او بنګاليانو کښې دا شغل ډېر ؤ. ما د هغوي نه او د پښتو د نوموړي شاعر سمندرخان سمندر نه هم څۀ نه څۀ دا فن زده کړے ؤ. اوزګار به وو نو پۀ دې به مو ځان مشغولولو. بيا ئې يوه واقعه راته واوروله چې يوه زمانه ما پسې وارنټ جاري شوے ؤ خو زۀ پټ شوے وم او د کوره نۀ راوتم، د نوښار چاوڼۍ يو فوځي مېجر به بيا بيا راتلو او زما تپوسونه به ئې کول هغه کۀ هر څو وئيل چې زۀ دے نۀ نسيم خو زما پرې کله يقين کېدلو خېر هغۀ څو کسانو ته ووې چې زما ورسره ذاتي کار دے او چې څو ورځې مسلسل راغلو نو اخر ورته راووتم. هغه مېجر راته ډېر پۀ منت ووې چې زما پۀ پېغله لور څۀ چل شوے دے څو ورځې وشوې چې نۀ اودۀ کېږي. پۀ ډېرو ډاکټرانو او مليانو مو وګرځوله. ستا نوم راته چا ښودلے دے نو کۀ تۀ مهرباني وکړې او ما سره لاړ شې. خېر زۀ ورسره لاړم او د هغۀ لور مې وليدله، هغې ته مې يوه قيصه شروع کړه چې يو بادشاه ؤ د هغۀ يوه نيازبېنه لور وه څۀ داسې مسئله پېښه شوه چې هغې له خوب نۀ ورتلو. بيا به ښاپيرۍ راتللې او هغې سره به ئې لوبې کولې. داسې ورو ورو مې قيصه کوله او ورسره مې د هغې جائزه اخسته او د ذهن د قابو کولو کوشش مې ورله کولو۔ دې کښې څه وخت پس د هغې سترګې ورغلې . اجمل خټک ووې دا مسمرېزم دے او دا شے مې تر يو حده زده دے خو نوره د جادوګرۍ مظاهره مې چرته نۀ ده کړې. البته سمندر صېب باقاعده مداري توب هم کړے ؤ او دې فن کښې پوره استاد ؤ. دۀ ووې ځنې ټګان پيران او عاملان دا کار کوي چې د بنده ذهن قابو کړي نو چې ورته هغه څۀ وائي دوي ئې مني ولې چې ذهن ئې ورله قبضه کړے وي.

اجمل خټک سره زما خپله هم ډېر ملاقاتونه شوي دي خو د دۀ د ليدلو نه وړاندې د دۀ کتابونه د “غېرت چغه”، “دا زۀ پاګل وم” ما لوستي وو او د دۀ د کابل نه د راتګ پورې مې د دۀ د ملګرو قلندرمومند، سېف الرحمان سليم، مهدي شاه باچا، همېش خلیل، مراد شينواري او ځنو نورو نه د دۀ پۀ حقله ډېرې خبرې اورېدلې وې.

د دوي خبرې د اجمل خټک پۀ حقله قسم قسم وې او هر يو به د خپلې تجربې او مشاهدې پۀ بنياد خبرې کولې. د ټولو پۀ دې خبره اتفاق ؤ چې هوس پرست نۀ دے خو حسن پرست ضرور دے. د ځنې ورسره ګپ شپ او ازادي هم وه. پۀ دوي کښې قلندر مومند صېب پۀ خصوصي توګه شامل ؤ چې زيات پۀ جارحانه انداز کښې به ئې پرې تبصره کوله خو ورسره به ئې دا منل چې ډېر ښۀ شاعر دے او خصوصاً د پښتو نظم ته پۀ ترقۍ ورکولو کښې ئې ډېر لوے لاس دے. البته دا به ئې پۀ خندا کښې وئيل چې اجمل خټک کومې خبرې کوي نو ګورې هغه ټولې رښتيا نۀ وي، د هغۀ پۀ بې کوره کېدو خفه او د دې اظهار به ئې کولو.

مهدي شاه باچا دوېم هغه تن ؤ چې ورسره نزدې پاتې شوے ؤ خو دۀ به ډېر پۀ احترام يادولو. دا به ئې وئيل چې د اجمل خټک کابل ته پۀ تګ داسې يم چې نيم نۀ يم پاتې شوے ځکه چې ښار کښې چرته به زما دېره وه او تقريباً هره ورځ به ما او اجمل خټک ليدل، دا به ئې هم وئيل چې زۀ او اجمل خټک د ګټې پۀ ورځ نۀ يو پېدا شوي او تل مو تاوانونه کړي دي.

عاصي اشنغرے صېب چې اجمل خټک سره ډېره موده دلته کابل کښې يوځاے پاتې شوے ؤ هغۀ به وئيل اجمل خټک ښۀ سړے دے خو بس هر چا سره تعلق ساتي. زما هم خلۀ پۀ واک کښې نۀ وه نو کابل کښې به مې ورسره ډېر جنګونه کول ځکه داسې خلق ډېر وو چې دے به ئې د خپل مقصد د پاره استعمالولو او دے به پرې ښۀ پوهېدو خو بيا به هم چې هغوي راغلل نو دۀ به ورله زمونږ نه هم زيات عزت احترام کولو. عاصي اشنغري صېب به وئيل لوے شاعر، ليکوال او سياستدان دے خو د خلقو او خصوصاً د دوست دښمن پېژندګلوۍ کښې ډېر کمزورے دے.

نزدې تعلق دارو کښې ئې ځنې داسې هم وو چې يو بل ئې ښۀ سم بدې شول خو د دۀ پۀ وجه به يوځاے ناست وو لکه د عاصي اشنغري به قمر نړيوال او د هغۀ به عاصي صېب بدي شو. بل به د دواړو خپلو کښې جنګونه وو او دواړه به د دې اقرار هم کولو چې يو بل ئې بدې شول. نوموړے ليکوال سعدالله جان برق هم پۀ هغه ليکوالو کښې دے چې د اجمل خټک سره نزدې پاتې شوے ؤ. دۀ به هم د اجمل خټک پۀ حقله ډېرې خبرې کولې. دۀ راته وئيل چې زمونږ مرکز به د حضرت شاه کاتب دارالکتابت ؤ او يا به د قيصه خوانۍ قهوه خانه وه چې عاصي اشنغرے، قمر زمان قمرنړيوال، اجمل خټک او قلندرمومند به ورته راتلل. مونږ به بيا د قلندر مومند سره د چوک يادګار پورې پۀ ګپ شپ تلو خو ولې ټول سم خدائي خوار وو. هغه د چا خبره پۀ مړه ګېډه مو ډوډۍ هم نۀ موندله. مونږه ټولو د سوشلزم پۀ ذريعه د دنيا د بدلولو خوبونه ليدل. ما ته ياد دي چې يوځل مونږ څلور شپږ کسان سره د اجمل خټک صېب چوک يادګار ته لاړو او مونږ سره دومره پېسې نۀ وې چې د خربوزې يو څو ټکړې مو پرې واخستې. يوه ورځ خو اجمل خټک ډېر پۀ افسوس ووئيل ارمان دے چې يوه ورځ مونږه هم د دې قابل شو چې يوه روغه خربوزه واخلو او پۀ مړه ګېډه ئې وخورو، چې کله کابل ته لاړو نو ما وې ځه دغه ارمان خو به ئې پوره شوے وي او کۀ نور څۀ وي که نۀ خربوزې به ئې پۀ مړه ګېډه خوړلې وي. زۀ چې کله کابل ته يو ځل لاړم نو څو خربوزې او هندوانې پۀ مېز پرتې وې، ما ته هغه خبره راياده شوه، اجمل خټک ته مې ورياده کړه او دواړو ښۀ وخاندل.

برق صېب د عاصي اشنغري او جمعه خان صوفي سره نۀ لګېدله او خصوصاً جمع خان صوفي ئې پۀ وروستو وختونو کښې ډېر بدې شو. وجه ئې دا ښائي چې دۀ د باچاخان او ولي خان غوندې خلقو باندې بې ځايه الزامونه لګولي دي. نمک حرامه دے، کوم تالي کښې چې ئې ټول عمر خوړلې وه نو هغې کښې ئې ګند کړے دے. د برق صېب رايه ځکه پۀ تفصيلي توګه ليکم چې يو خو دے ډېر په بې باکۍ سره د هر چا بلکې خپل ځان متعلق هم خبره کوي او بل زما ورسره ملاقاتونه هم ډېر شوي دي.

د برق صېب پۀ قول اجمل خټک ډېر لوے شاعر ؤ نو ځکه د هرچا نه زيات تخيل پرست هم ؤ. سياست دا لوے شاعر تباه برباد کړے دے ولې چې سياست خو د خيالاتو د مفاداتو مېدان دے. دے وائي د افسوس خبره دا ده چې اجمل خټک سره ظلمونه د پېرنګي پۀ دور کښې نه، پاکستان کښې شوي دي. وائي چې يوځل زۀ اجمل خټک کابل ته غوښتے وم چې تۀ يوه د پښتو رساله شروع کړه او د څو کسانو نومونه ئې را کړل چې دوي بهرنو ملکونو کښې وو نو دوي به تا سره مالي امداد وکړي خو چې هغوي ته ما رسالې ولېږلې نو صرف دوي کښې يو تن د کال چنده راولېږله او د نورو هېڅ جواب رانغلو. درې ګڼې مې وويستې او اجمل خټک ته مې د چا پۀ لاس خط ولېږلو چې دغه صورتحال دے. دے دعوه کوي چې اجمل خټک تخيل پسنده ؤ ځکه نو ټول عمر به پۀ مستقبل کښې اوسېدلو. د حال سره د هغۀ څۀ کار نۀ ؤ.

ګران ملګرے، نامتو ليکوال او نقاد فېصل فاران هم د دې خيال سره متفق دے، دۀ يو ليک کښې اجمل خټک رومان پسنده او تخيل پسنده ګرځولے بلکې ثابت کړے دے او داسې خلق کله هم د خپل جذباتيت او تخيل پسندۍ پۀ وجه سياست کښې ډېر کامياب نۀ وي. دا خبره ما او نورو د اجمل خټک نه څو څو ځله اورېدلې وه چې وئيل به ئې شاعرانو او اديبانو ملګرو راته وئيلي وو چې د سياست نه قلار شه. شاعري کوه او کتابونه ليکه خو زۀ سياست پورې نخښتے وم نو هغه شان ادبي خدمت مې ونۀ کړے شو لکه څنګه چې پکار ؤ خو بيا هم پۀ ادب کښې هغه د لوے مقام خاوند ګڼلے شي.

بهرحال پۀ داسې حالاتو کښې چې کله اجمل خټک وطن ته راغلو نو ما ئې نۀ صرف د وړاندې نه څو کتابونه لوستلي وو بلکې د هغۀ پۀ حقله راته پوره معلومات وو. اکوړي ته لکه د نورو خلقو ملاقات له هم ورغلے وم، د هغۀ کور او حجره مې وليدل. حجره ئې د مېلمنو ډکه وه. زياتره پۀ کښې شاعران، اديبان ناست وو. زمونږ د کالج استاد او نوموړے ليکوال افضل رضا صېب موجود ؤ نو هډو هغۀ مې ورسره تعارف وکړو چې دا پۀ کالج کښې زما طالب علم ؤ اوس د صحافت مېدان کښې دے، شاعري کوي او نثر هم ليکي.

څۀ وخت پس ته چې مېلمانۀ لږ کم شول نو پۀ حجره کښې يو قسم له غېر رسمي غوندې مشاعره شروع شوه. ما خو چې د “غېرت چغه” او د هغۀ د غزلونو کتاب “ګلونه تکلونه” او نثري کتاب “دا زۀ پاګل وم” لوستي وو نو همت مې نۀ کېدلو چې د دۀ غوندې لوے شاعر پۀ وړاندې څۀ کلام واورم خو کمال دا دے چې ځوانانو او نو اموزو لۀ ئې ډېر داد ورکولو او دغه داد ئې ماله هم ښۀ ډېر را کړو. وخت پۀ وخت به ئې هلته موجودو مشرانو شاعرانو مثل خان راهي، احمد شاه کسکر او افضل رضا صېب مخاطب کول او ورته به ئې وئيل واورئ دا د زلمو د جوش نه ډکه شاعري. مونږه چې دې عمر کښې وو نو کله مو داسې شاعري کولې شوه او داسې ئې زۀ او نور نوي ليکونکي داسې د ځانه ورک کړو چې توبه وباسه. خپل ئې هم څو غزلونه يو د اردو او بل نظم هم واورولو. دا ئې هم ووې چې د جلاوطنۍ دوران کښې مې ځنې نظمونه اردو کښې ليکلي دي.

اجمل خټک د سياست پۀ مېدان کښې ؤ، زۀ صحافي وم. چرته کله کله چې پۀ لويه سطحه به کومه جلسه، مشاعره، غونډه، يا سيمينار ؤ نو هلته به ورسره ملاقاتونه کېدل، څو خبرې به ورسره وشوې. د هر صحافي کوشش دا وي چې د يو ليډر کومې غونډې، جلسې يا پرېس کانفرنس ته د خطاب نه وروستو د هغۀ نه داسې کوم سوال وکړي او يا داسې کومه خبره د هغۀ د خلې نه راوباسي چې د هغۀ رپورټ د نورو نه ممتاز کړي نو ما به هم دا کوشش کولو او کله کله به پۀ دې کښې کامياب هم شوم. د تقرير انداز ئې منفرد ؤ او د دۀ پۀ تقرير کښې به د باچاخان، ولي خان او د ځنې مشرانو پۀ قول د ارباب سکندر رنګونه موجود وو.

کله کله به چې چرت کښې ؤ نو وئيل به ئې سياسي خبرې پرېږده، زمونږه خو ښکاره موقف دے چې د پښتون قام ګټه ،ښېرازي او ترقي غواړو. پۀ خپله خاوره خپل اختيار غواړو. څۀ د ادب خبرې به وکړو. ښه دا ووايه چې نن سبا کومې کومې ټولنې هفته وارې او د مياشتې غونډې کوي. تنقيدي اجلاسونه څومره کېږي. او پۀ دې کښې نظم ډېر تنقيد ته وړاندې کېږي او کۀ نثر.

يوه ورځ ئې راته پرېس کلب پېښور کښې ووې هسې زما خيال دے چې د افغانانو دلته راتګ سره يو ښۀ کار دا وشو چې ليکوال يو بل ته نزدې شول، د يو بل نه ئې استفاده وکړه. زۀ چې نن سبا ليکونه ګورم نو صفا راته ښکاري چې مونږه د دوي او دوي زمونږه اثرات قبول کړي دي. بيا ئې پۀ خندا کښې ووې هغه ورځ مې د يو افغان ځوان ليکوال نثري ليک لوستلونو، پۀ هغې کښې ئې بيا بيا “ملاؤ” او “کهلاؤ” لفظونه ليکلي وو. دغه شان زمونږ د ليکونکيو پۀ نثر کښې هم “بايد” “يوه نړۍ مننه ” “ارزښت” وغېره ډېر ټکي استعمالېږي. پۀ فکري توګه هم ډېر يو شان والے راغلے دے او دا ښۀ خبره ده. کله کله به ئې پۀ ځنې جلسو کښې خصوصاً ادبي غونډو کښې د ابهام نه ډکې خبرې کولې لکه عموماً به ئې وئيل دوه خبرې دي يوه درته کوم او بله نۀ کوم. يوه خبره به ئې پۀ وضاحت سره وکړه خو کۀ د بلې خبرې متعلق به پرې چا زور راوړو چې بله هم وکړه نو اکثر به ئې قمر راهي صېب يادولو چې قمرزمان ته پته ده. يو ځل چا د قمر راهي صېب نه تپوس وکړو چې تاسو هغه دوېمه خبره وکړئ چې دا څۀ ده نو هغۀ ووې “څۀ درته ووايم. ما ته خو خپله پته نشته”.

روښان يوسفزے صېب وائي چې يو ځل زمونږ کلي جلسۍ ته يوې مشاعرې له راغلے ؤ نو د تقرير پۀ دوران کښې ئې ووئيل ” زۀ چې ستاسو دې کلي جلسۍ ته راننوتم نو تاسو خبر يئ چې ستاسو د کلي دې کوڅو ماته څۀ ووې؟ خلقو چغې جوړې کړې، څۀ ئې ووې. مونږ ته ووايه. وې وئيل چې نۀ دا خبره درته نۀ کوم”.

داسې ئې پۀ ډېرو موقعو کړي وو چې خبره به ئې وکړه خو بيا به ئې سرته نۀ رسوله. يا به ئې وئيل دوه خبرې دي. يوه درته کوم او بله نۀ کوم. ما ترې يو ځل تپوس وکړو خټک صېب تاسو تل داسې د ابهام خبره وکړئ، خندا کښې ئې ووې دا د تقرير خپل يو ترنګ وي. او بل دا چې کله مې ذهن ته يوه خبره راشي خو د هغې اظهار راته پۀ دغه موقعه مناسب نۀ ښکاري نو بس د وړومبے نه مې وئيلي وي چې يوه خبره کوم او بله نۀ کوم. بلکې کله کله پۀ کښې هغه دوېمه خبره وکړم خو خلق وائي جوړې خبره پاتې شوه ځکه چې دوي ورته متوجه نۀ کړم چې هغه دوېمه خبره دا ده.

کله کله به ترې نه ما پۀ شخصي توګه د ادبي او صحافتي ژوند پۀ حقله مشورې هم اخستې لکه کله چې زۀ پۀ “ورځپاڼه غازي” کښې مدير وم. د صدر پېښور لوے ډاکخانې ته مخامخ ئې دفتر ؤ نو اکثر به ليکوال راتلل. مونږ له به د ورځې کار کول وو او دوي له به وخت ورکول هم پکار وو. ځوانانو ته به مو ووې چې دا کارکوو خو ځنې مشرانو به چې يو ځل د شعرونو ډائري پرانسته نو هله به ئې پرېښودلو چې هغه به ئې راته کۀ پوره نۀ وي نو نيمه ضرور اوروله. ما هسې يو ورځ د اجمل خټک نه پۀ دې حقله تپوس وکړو نو راته ئې ووې، شکر وباسئ دا اوسني خو ئې د ډائرو نه وائي. زمونږ وختونو کښې به مشرانو او خصوصاً اولسي شاعرانو ته خپلې سندرې، چاربېتې وغېره زباني يادې وې او د هرې سندرې، غزل او چاربېتې سره به ئې پس منظر هم بيانولو. سخت به ورته تنګ شوم خو مجبوري به وه. نو يو خو مې ځانله تکې تورې چشمې پېدا کړې. نو بې غمه به ورته مخامخ اودۀ وم اوکۀ راويښ به ئې کړم نو ورته به مې ووې. ډېر غلط کار دې وکړو. زۀ ستا دې کلام ته پۀ فکر کښې ډېر لرې تلے وم. اودۀ نۀ وم خو د دې کلام پۀ معنو کښې غرق شوے وم او کۀ خيال دې کړے وي نو بعضې خلق د خبرو پۀ وخت چې بنده ورسره نزدې ناست وي نو پۀ لاس ورله ټس ورکوي نو چې داسې بنده به ؤ او خوب به مې ترې نۀ شو کولے نو هغۀ ته به مې ووې اوس اوزګار نۀ يم. دا به زۀ پۀ فارغ وخت کښې ګورم. دې کښې ډېر ژوروالے دے، هغه دې رجسټر کښې دا کلام وليکه. بس هغه به چې پۀ ليکلو سر شو نو ما به هم خپل کار شروع کړو. او چې قلم به ئې کېښودلو نو ما به ورته وئيل يو بل وليکه. داسې چې لس اتۀ غزلې، سندرې يا چاربېتې به ئې ليکلې نو د دۀ به نور د زړۀ زور ډېر نۀ ؤ. د اجمل خټک د دې مشورې پۀ رڼا کښې ما هم يو لوے رجسټر پېدا کړے ؤ. بس چې څوک به راغلو نو ورته به مې وئيل دې کښې خپل منتخب کلام وليکه. د دې به ډېرې فائدې وې. يو به کارته اوزګار وو او بله دا چې کله به اخبار کښې د غزل، نظم يا نور څۀ ضرورت ؤ نو هغه رجسټر به مو کاتب ته حواله کړو.

يوځل د پرېس کانفرنس نه وروستو ترې يو صحافي تپوس وکړو چې خټک صېب پۀ باچاخان او بيا وروستو ولي خان کښې صداقت ؤ. چرته د مفاداتو د پاره خرڅ شوي نۀ وو او نۀ خرڅېدل نو بيا ولې دوي لکه د نورو سياسي ليډرانو هغه شان کاميابي ونۀ موندله. اجمل خټک ووې دا تا چې څۀ ووې نو هم دې کښې ئې جواب شته. ګوره دا تۀ هم منې چې د باچاخان او ولي خان کردار صفا سوتره ؤ، پاتې شوه کاميابي او ناکامي نو دا خو د اولس کار ؤ چې ورسره يوځاے شوي وو. ولې اصل وجه دا وه چې زمونږ مشران نۀ خرڅېدل نو د دوي خلاف به ئې بدې پروپېګنډې کولې چې دا غداران او ملک دښمنه دي. دا پروپېګنډې به يواځې حکومتي واکدارانو نۀ بلکې مليانو او نورو هم کولې. ميډيا د دوي پۀ لاسونو کښې وه. حکومتونه دوي سره وو. نو هرڅۀ ئې کولے شول. بيا هم دا د خلقو مينه وه چې د هر قسمه سختو باوجود ئې دې ډلې سره خپله پښتو پاللې وه. او کۀ وګورې نو د نورو ډلو پارټو خبره تر اقتداره پورې وي. زمونږ مقصد اقتدار نه بلکې د اولس خدمت دے.

د اجمل خټک د هلکوانې پۀ زمانه د اولسي شاعرانو دور ؤ، چې دې شاعرانو او اخونانو به خپلو کښې مقابلې کولې او چې کوم شاعر به في البديهه جواب نۀ شو ورکولے نو هغه به د خلقو پۀ وړاندې پړ کېدلو. دې کښې به څو قسمه مقابلې وې لکه اجمل خټک يوه ورځ وئيل دا ما نۀ وو ليدلي خو اورېدلي مې وو چې يو شاعر به د ګنډلو ستن خلۀ کښې نيولې وه او د نغارو سره به ئې چاربېتې وئيلې. بل قسم به داسې ؤ چې شاعر به اړونه پۀ چاربېتو کښې استعمالول او بل به ئې جواب کولو چې دا څۀ شے دے. لکه يو شاعر يوه چاربېته کښې وئيلي وو.

پۀ لسو پښو چلند کوي پۀ يو ژبه ګفتار

شاعره جواب زر را کړه چې دا کومه بلا ده

د دې نه مراد قلبه وه چې د دوه غويانو اتۀ پښې وي ورسره دوه د دهقان شوې نو لس شوې او د ګفتار ژبه د دهقان وي چې اوازونه ورته کوي هاؤ، ګوټ، پوله وغېره.

د خپل کلي د يو مشهور اولسي شاعر سيد محمد استاد واقعه به ئې بيانوله چې د هغۀ پۀ قول دا ورته صاحب ګل بابا اورولې وه چې کله سيد محمد استاد د شاعر پۀ توګه نوم پېدا کړو نو د خواو شا علاقو شاعران به ورپسې مقابلو له راتلل. يوه ورځ ورپسې يو شاعر د خپلو شاګردانو سره د نغارو راغلو او بازار چوک کښې ئې نغارو له ډنګ ورکړو. خلق را جمع شول. راغلي شاعر د چاربېتې سره داسې ووې:

پټېږه مۀ جواب را کړه شاعره پۀ مېدان

ګيدړ د اکوړي

زر وکړه سلامونه قلنګ ومنه پۀ ځان

پنځۀ سېره غوړي

خو سيد محمد استاد هم ځان ته څوک وئيلو. هغه هم خپلو شاګردانو ته اشاره وکړه هغوي نغارو له ډنګ ورکړو او هغه د دې پۀ جواب کښې ووې:

زمرے دے سيد محمد چې ورته راشي شغالان

پۀ پړي ئې تړي

زبان به درنه پرې کړمه پۀ توره د بيان

الفاظ مې باجوړي

عام اولس ته به هغه اشعار ډېر ياد وو کوم چې به د دغه مقابلو پۀ حقله وو ولې چې دې ته به ګڼ خلق را جمع کېدل نو اکثر شاعرانو به يو بل پۀ شعرونو کښې بې عزته کول. بيا پۀ خندا کښې اجمل خټک ووې ما چې شاعري شروع کړه نو ما پسې هم دوه زمونږ د علاقې اولسي نامتو شاعران غالب ګل استاد د کاکا صاحب او نور محمد د نوښار مقابلې له راغلي وو خو ما ورسره مقابله ونۀ کړه. خپله حجره کښې مې خلق را غونډ کړل او دوي ورته خپلې چاربېتې ووې چې ما او نورو واورېدلې. د دوي پۀ خيال زۀ دوي ته تسليم شوم. ما ورته ووې زۀ ستاسو سره مقابلې نۀ کوم. خو بيا پۀ وروستو وختونوکښې دوي زمونږ غوندې شاعري شروع کړه. مونږ سره د نوښار ادبي جرګه کښې ملګري شول خو تر اخره ئې د شاعرانه مقابلو شوق کولو تر ډېره دا د مقابلو شوق جاري وو. کۀ څۀ هم اجمل خټک د شاعرانو سره د مقابلو نه ځان ساتلو خو دوي پۀ اکوړي کښې “د بزم ادب” پۀ نامه ادبي تنظيم جوړ کړے ؤ چې هره هفته به ئې د جمعې پۀ ورځ اجلاسونه کېدل نو ځنې هغه شاعرانو چې دې تنظيم کښې شامل نۀ وو نو هغوي به بزم ادب کښې د شاملو شاعرانو خلاف شعرونه ليکل او هغه به ئې پټ پۀ پټه د اجمل خټک دوي حجره او بازار کښې غورځول چې دوي او نورو خلقو به لوستل. د دبزم ادب غړو کبير، کسکر، غمخور، سراج او شمس الرحمان به د دوي خلاف ښکاره شعرونه ليکل او لوستل. چا به چې د دوي خلاف شعرونه ليکل نو هغه به د “اشنا” تخلص لاندې پۀ فرضي نوم ليکل کول.

د اکوړي بزم ادب ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د نوموړي افسانه نګار نادرخان بزمي صېب د افسانو مجموعه ئې چاپ کړې وه چې دا د پښتو وړومبۍ افسانوي مجموعه ګڼلې شي او د دې نامه “پلوشې” ده چې اجمل خټک پرې مقدمه هم ليکلې ده.

اجمل خټک ته زما يو کار پېښ شوے ؤ چې هغه ئې ما له نۀ ؤ کړے، څو ورځې خفه وم خو بيا مې ووې کېدے شي څۀ مجبوري ئې وه ګنې کلکه وعده ئې کړې وه خو پۀ دغه مسئله ورسره حاجي ګل صوفي، احمد شاه کسکر او نوبهار شاه خټک ښۀ پوره بحث کړے ؤ او دوي ترې څو مياشتې خفه وو. بيا ئې زۀ او دغه کسان يو ځل را وغوښتو او خپله صفائي او مجبوري ئې پۀ ډاګه بيان کړه نو بس خبره او ګيله ختمه شوه. قيصه داسې وشوه چې حاجي ګل صوفي او نوبهار شاه خټک ماسخوتن د “وحدت” اخبار دفتر ته راغلل. دغه ورځو کښې ما دغلته اخبار کښې د شپې کار کولو اوپۀ پرائيويټ توګه مې اېم اے پښتو له تيارے کولو چې نوبهار شاه خټک د دې نه خبر ؤ. دوي دواړه د ورځې اکيډيمي ادبيات پېښور دفتر ته ورغلي وو او ورته معلومه شوې وه چې د اردو ژبې د نوموړي شاعر خاطرغزنوي زوے د اکيډيمي ادبيات پېښور د مشر د پوسټ د پاره درخواست ورکوي او کۀ هغه راغلو نو کېدے شي د پښتو شاعرانو اديبانو ته به هغه شان توجه نۀ کوي نو ما ته دوي ووئيل چې تۀ درخواست وليکه ځکه چې دغه پوسټ د پاره د بي اے شرط دے او چې امېدوار د شعر و ادب سره تعلق لري. ما ورته ووې چې زۀ د ورځې يو غېر ملکي پراجېکټ کښې کار کوم. او ښۀ معقول تنخواه را کوي خو خېر دوي راته د دې نوکرۍ ډېر صفتونه وکړل. درخواست مې وليکلو او پۀ سبا له سحر دوي سره شېدو ته لاړم. هلته نه راسره احمد شاه کسکر ملګرے شو. د اجمل خټک حجرې ته اکوړي ته ورغلو، دغلته مثل خان راهي صېب هم زمونږ ملګرے شو. درخواست مو اجمل خټک ته حواله کړو. ډېرې د مينې خبرې ئې را سره وکړې او وعده ئې وکړه چې زۀ به ضرور ستا سفارش کوم دغه وخت دے اېم اين اے ؤ خو وروستو معلومه شوه چې زما پۀ ځاے ئې د خاطر غزنوي صېب د زوي سفارش کړے ؤ. ګيله مې ترې پېدا شوه. کلي ته ورغلم او دغه ټول کسان هم راسره وو. ما ته ئې ووې چې خفه نۀ شې خاطر غزنوي مې د زمانو اشنا ؤ، بل هغۀ راته ووې چې د کله نه مې د زوي مور مړه شوې ده نو سم لېونے شوے دے. ټوله ورځ کور کښې پروت وي. پۀ څۀ کار ئې ولګوه چې فکر ئې بدل شي، نو د هغۀ حق مې زيات وګڼلو خو حاجي ګل صوفي، احمد شاه کسکر او مثل خان راهي صېب ورسره خبرې واړولې خو شوے کار ؤ بيا څۀ کېدلے شول.

اجمل خټک د ملک د موجوده سياست او جمهوريت نه مطمئن نۀ ؤ ولې چې دې کښې يوه خاص طبقه مخې ته راځي. د غريب اولس صحيح نمائندګان وړومبے خو نۀ شي منتخب کېدلے او کۀ فرض کړه منتخب شي نو وړاندې بې اختياره وي. د خپلې عقيدې او نظريې پۀ حقله ئې څو څو واره پۀ ډاګه وئيلي وو چې “وينه مې د خوشحال ده، تربيت مې د باچاخان دے، ذهن مې د مارکس او لېنن پۀ فلسفه راجوړ دے خو د يو پښتون او مسلمان پۀ حېث مې ايمان نۀ دے خراب کړے او پښتو مې نۀ ده هېره کړې”.

پۀ خپل ژوند کښې ئې دا ټولې خبرې عملاً ثابتې کړې هم دي چې د خوشحال خټک نمسے ؤ. د باچاخان د قام پرستۍ پۀ نظريه تر مرګه قائم ؤ. پۀ شاعرۍ کښې ئې د طبقاتي نظام د غندلو سره سره د غريب اولس د حقونو خبره صفا ليدلے شي. د جلا وطنۍ دوران کښې ئې چيکو سلواکيه کښې داختر مونځ پۀ يوه لويه ګهرجا کښې يواځې ادا کړے ؤ. د بېت الله شريف حج له تلے ؤ او تر مرګه ئې د پښتنو او پښتو ادب د ترقۍ د پاره پۀ عملي او فکري توګه کار کړے ؤ. د خپلې بې مثله زور دارې او خوندورې شاعرۍ، نثر او سياسي هلو ځلو پۀ وجه به تل يادولے شي. خداے دې وبخښي.