د نوښار خوېشكو خدائي خدمتګاران يوه پېژندګلو—سيدالامين احسن خوېشګي

په كال نولس سوه يويشتم كښې چې كله د اۤزادۍ مبارز خان عبدالغفار خان ،چې خپل مئنېان ورته باچا خان وائي ،د خېر ښېګړې د تنظيم ‘ انجمن اصلاح الافاغنه’ بنياد كېښودو،نو تقريباً پينځهٴ سوه كلو او تپوكښې د تعليم د خورولو په غرض جرګو كولو نه وروستو ئې په ټوله صوبه كښې د تعليم او زده كړې د پاره د آزاداسلاميه سكول يا مدرسه په نوم اندازاً يو سل تعليمي ادارې پرانېستې چې د قام بچې ئې د تعليم په كالو ښائېسته كول۔ ډاكټر سهېل خان خپله مقاله كښې دغه ضمن كښې تفصيلي كار كړے دے۔ ورپسې په كال نولس سوه نههٴ ويشتم (١٩٢٩ع )كښې بيا د’خدائي خدمتګار تحريك’

ټول مضمون ولوئ

د باچاخان د امېل خدائي خدمتګاران—رحمت شاه قرېشي

د ازادۍ تحريک کښې د هندوستان وطن چې اول يو هندوستان چې تر افغانستان وطن پورې و، او د هندوستان وطن تاريخ په هر وخت او په هر مېدان کښې د پښتنو اتلانو په لاس او واک کښې و، افغانستان وطن به ددې خاورې او ددې وطن لوئې مرکز و، او هر پښتون اتل به خپل لوئې کور افغانستان ته راوړو، او دلته به ئې جشن او خوشحالۍ نمانځلي، خو کله چې فرنګي په اتلس سوه کښې يا ددې نه اول په هندوستان کښې د تجارت په خيال راغلل او بيا ئې په وخت وخت د ټول هندوستان په خاوره قبضه اوکړۀ او داسې ئې قبضه کړۀ چې خاوره ئې

ټول مضمون ولوئ

خدائي خدمتګار تحريک او د هغې کار—پلوشه خان ايسپزۍ

شلمې پېړۍ پۀ پېل کښې، کله چې پښتنه ټولنه د غربت، تعصب، قبايلې شخړواو د ژور ټولنيز ګډوډې تر اثر لاندې وه نو د باچاخان بابا پۀ مشرۍ کښې خدائي خدمتګار تحريک د يو داسې فکري او اخلاقي انقلاب پۀ توګه راڅرګند شو،چې مرام ئې يواځې د انګرېز پۀ ضد سياسي مبارزه نۀ وه بلکه د پښتنې ټولنې دننه د تعصب پۀ ضد يو اصلاحي ګام و دا تحريک د عدم تشدد، خېر ښيګړي،د خداے د مخلوق خدمت،تعليم او د هنرونو د پرمختيا پۀ بنياد جوړ شو ۔ د هغه وخت ټولنيز ژوند : پۀ دغه وخت کښې واک د انګرېز پۀ لاس کښې و هغوې کولی شول چې د

ټول مضمون ولوئ

د علاقه سدهوم د خدائي خدمتګارو نومونه—هاشم کامرېډ

سدهوم د ضلع مردان شمالي علاقه ده چې د ضلع بونېر او صوابۍ سره ئې پُولې لګېدلې دي ۔ پۀ دې علاقه کښې د اول نه د قامي تحريک سره تړلي پښتانۀ موجود و۔ دلته صرف د ريکارډ د خوندي کولو د پاره د دغه خدائي خدمتګارو نامې شريکومه کومې چې پۀ کلو کښې مشرانو ته يادې وې او يا ئې باچاخان زکر کړے دے ۔ پۀ دې ټولو باندې کۀ تفصيل سره ليکل کېدل نو پوره مقاله به وه ځکه زۀ غواړم چې دغسې پۀ تفصيل سره يو کتاب وليکم خو په اول کښې ضروري ده چې دلته دغه نامې کومې چې تر ما راورسېدې خوندي کړم ۔ دل

ټول مضمون ولوئ

خدائی خدمتګار حافظ جسيم الدين ژوند اؤ سیاسی مبارزه—پروفېسر ډاکټر محمد زبير حسرت

حافظ جسيم الدين دَ ډاکټر اعظم الدين الياس ملا زوے اؤ محمد مبين خان نمسے وۀ چې پۀ مردان خاص کښې پۀ 1916ء کښې زېږېدلے وۀ۔ د قران پاک حافظ وۀ ځکه پۀ کور کلی محلت ، خپلو خپلوانو اؤ يارانو، دوستانو کښې پۀ حافظ صاحب مشهور وۀ پۀ اتم جماعت کښې يې سبق وې چې دَ باچا خان خدائی خدمتګار تحريک کښې دَ هغۀ د څنګ اؤ ننګ ملګرے شو اؤ هم پۀ دغه دوران کښې دَ هري پور جېل کښې بنديوان کړے شو، د هغوی کشر زوے محمد نعيم خان وکيل وائي چې پۀ بابړه کښې پۀ پښه يؤ ډز پۀ ګولۍ لګېدلے وۀ او مجموعي طور يې

ټول مضمون ولوئ

ولي خان او خدائې خدمتګاري—ډاکټر ګل منير ادينزے

د پښتو ژبې او ادب په لړ کښې چې تر د دمه کوم تحريکونه د تاريخ په اوږدو کښې مونږ ته په نظر راځي خدائې خدمتګار تحريک پکښې پۀ ډېرو حوالو جګې سترګې ولاړ ښکاري خدائې خدمتګار تحريک د نوي دور او نوي ژوند د تقاضو مطابق د ژوند هر اړخيزه جائزه اخستي ده او د هغې نه پس ئې بيا ښۀ په سړو مزغو د اړتياؤ په رڼا کښې بندوبست او تګلارې غوره کړې دي خواوشاه په عموعي او خصوصي توګه د پښتون قام د همه ستونزو د حل لارې نۀ يواځي په نخښه کړي دي ورسره ئې عملي اقدامات هم ترسره کړې دي۔خدائې خدمتګار تحريک آغاز د شلمي

ټول مضمون ولوئ

د پښتون قامي تحريک او خان شهيد,د رياستي جبر خلاف د مزاحمت قيصه–نيازبين ملنګ

عبدالصمد خان اچکزۍ چې د خان شهيد په نوم يادېږي، هغه ستر شخصيت و چې خپل ټول ژوند يې د پښتنو د ازادۍ، خپلواکۍ او بنيادي حقونو د ترلاسه کولو دپاره وقف کړے و نوموړے په کال 1907 کښې د برتانوي بلوچستان د قلعه عبدالله په سيمه، عنايت الله کارېز کښې زېږېدلے و له ماشومتوبه يې په ټولنه کښې ناانصافي او جبر د نزدې نه ليدلي و، همدغه تجربې د هغه د سياسي فکر او عملي مبارزې اساسي محرک وګرځېدې۔ هغه نۀ يوازې د برتانوي استعمار په ضد ودرېد، بلکې د پاکستان د جوړېدو وروسته هم د پښتنو او نورو محکومو قومونو د حقونو دپاره يو پياوړے غږ پاتې شو،

ټول مضمون ولوئ

د صوابۍ درې خدائي خدمتګاران (عبدالعزيز خان بابا، حضرالله بابا او زوار بابا)—سليم خان اېډوکېټ

خدائې خدمتګار عبدالعزيز خان بابا: عبدالعزيز خان بابا د صوابۍ زيدې د يوې لوئي کورنۍ سرۀ ئې تعلق لرلو او چې د ډېر لوئې جائداد خاوند و، او اوس چې کوم د زيدې بازار دے دا خو نيم په نيمه د عبدالعزيز خان بابا ارهټونه وو، خو ددې سره سرۀ چې عبدالعزيز خان بابا س دومره مال جائداد خاوند و کله ئې هم غرور تکبر نۀ کولو بلکې د مينې او د خلوص يو مجسم تصوير و ځکه چې هغه د باچاخان بابا يو ډېر سپېځلے پېروکار و، کله چې په کال 1937 کښې ړومبني انتخابات کېدل نو سر صاحبزاده عبدالقيوم خان له ئې ضمانت ضبط کړے واو د پښتونخوا

ټول مضمون ولوئ

خدائې خدمتګار ماسټر عبدالکريم—مختيار حېران

په پښتنه خاوره چې کله خدائې خدمتګار تحريک شروع شو نو خدائې خدمتګار د پښتنو په سياسي سماجي فکر کښې ئې يو تاريخي بدلون راوستو دا تحريک چې خان عبدالغفار خان حضرت باچا خان په مشرۍ کښې په د شلمې پېړۍ په ړومبنيو کښې شروع شو، ددې سره دې تحريک په پښتنه خاوره او خاص کر د ژوند په هره شعبه کښې ئې داسې نوموړي سياسي مشران، شاعران، ليکوالان او اديب پېدا کړل چې هغوي د خپل قلم په ژبه خپله مبارزه جاري وساتله او د خپلواکۍ او ازدۍ دپاره ئې د قلم په ژبه مبارزه شروع کړۀ تر دې چې د خپلو سرونو، مالونو، او جائدادونو نه ئې لاس

ټول مضمون ولوئ

خدائي خدمتګار ملک نادر خان افريدي–نويدعالم شلمانے

ملک نادر خان زخه خېل د خدائې خدمتګار تحريک له مخکښو مبارزينو او باني ارکانو او د فخر افغان خان عبدالغفار خان نزدې ملګرو نه يو ؤ، کله چې باچاخان په سيمه کښې د خدائې خدمتګار او ټولنې بنياد کېښود، نو ملک نادر خان زخه خېل د دره خېبر له اړخه د خپلو خلکو په ملتيا او دغه ملي او اولسي مبارزه کښې فعاله حصه واخسته، نوموړے د ثابت قدمۍ، فشار، ګواښ، او ستونزو په وړاندې د ثابت قدمې ،جرائت او اوصولي دريځ په وسيله د ظلم او استبداد خلاف مبارزه پر مخ يوړه او د پښتنو په خاوره کښې ئې د خپلواکې مبارزې رڼا ژوندۍ اوساتله ۔ ملک نادر

ټول مضمون ولوئ

د باجوړ خدائي خدمتګار او د شېخانو کورنۍ—عنايت الله بهار

باجوړ د پښتونخوا وطن هغه تاريخي سيمه ده چې که يو طرفته په فطري ښکلا او زرخېزۍ کښې ثاني نه لري نو بل خوا دا سيمه په تاريخي ، سياسي ، صحافتي او ادبي حوالو سره هم ډېر موړ او پټ تاريخ لري ۔ بيا چې خبره دخدائي خدمتګار تحريک راشي او تذکره د باجوړ وشي نو په دغه لړ کښې هم باجوړ د ړومبي صف هغه خدائي خدمتګار ورکړی چا ته چې د تحريک باني فخر افغان باچاخان خان خپل استاذ ويلی وه ، او دا څه وړه خبره نه ده بلکې ډېره د وياړ خبره ده ، دغه وياړلی شخصيت څوک وه ؟ ها دغه وياړلی شخصيت مولانا

ټول مضمون ولوئ

اخرے ملګرے(خدائي خدمتګار مهدي شاه باچا)—ډاکټرسيدياسرعلي شاه

مهدي شاه باچا پۀ کال پۀ دریمه جنورۍ پۀ کال ۱۹۴۶ کښې پۀ کنکوله نومې کلي کښې پېدا شوے ؤ دا هغه وخت چې د پیرنګي د اقتدار پۀ اسمان د جبر نمر اور ورولو د دغه نمر اور د عبدالتواب شاه باچا پۀ کور کښې هم محسوسېدو دا د مهدي شاه باچا پلار ؤ ۔ چې د پیرنګي خلاف د شیخ الهند اؤ باچا خان ملګرتیا کښې لکه د غر ولاړ ؤ ۔ مهدي شاه باچا نه د کنکولې د درمن هغه جلسه هېره نه وه چې د دوئ پلار باچا خان ته ووې چې زما بچے مهدي شاه به ستا سپاهي وي اؤ نه مهدي شاه باچا نه

ټول مضمون ولوئ

د خدائي خدمتګار فدا عبدالمالک زنداني ژوند او زنداني ديوان–ډاکټر نورالبصر امن

د دنيا په مخ به ډېر کم تحريکونه داسې تېر شوي وي چې په هغې کښې د خدائي خدمتګار تحريک په شان ځانګړنې خاطرې، واقعيات، پېښې،  ظلم ، مرګونه ،جېلونه، زندانونه د جائيداد او کتابونو ضبطونه، ضمانتونه غوښتل، ذهني او بدني اذيتونه ټاچر سِلونه، مشقتونه، زخمونه، مرګونه، د مسافرۍ او جلاوطنۍ وختونه، د نوکرو او ګټو وټو نه لاس وېنځنه او دغه شان نور ډېر تکليفونه تېر کړي وي ـ جېل خو د خدائي خدمتګارو دويم کور ګڼلے شو ـ خدائي خدمتګاري او زندان لازم او ملزوم وو،داسې به ډېر کم خدائي خدمتګار وي چې د جېل چکر به يې نۀ وي لګولے ـ په خدائي خدمتګارۍ کښې ضمانت ډېر

ټول مضمون ولوئ

جرنېل سبحان الدین بابا (د باچاخان کلک ملګرے)—اسلام منظر

ګوجرګړۍ د مردان هغه یاد او تاربخي کلے دے چې نن پکښې هم باچاخاني قدم په قدم ساه اخلي۔ د دې ګوجرګړۍ په کوڅو کښې نن هم د باچاخان او خدائي خدمتګارو وږمې محسوسېږي۔ او ولې به داسې نه وي چې دا کلے د ملنګ باچاخان په ننګ د وخت جابر طاقت، استبدادي قوت یعنې فرنګي استعمار ته ښه په پښتون هوډ ودرېدلے ؤ او تر ننه پرې نازېږي۔ دا هغه تاریخي کلے دے چې د ټکر په جنګ کښې ئې هر کور تالا شوے ؤ۔ دا هغه تاریخي کلے دے چې د انګرېز افسر کرنل مرفي د وژنې په تور ټول کلے دېرش زره روپۍ جرمانه شوے ؤ او

ټول مضمون ولوئ

فضل الرحيم ساقي او خدائي خدمتګار تحريک—ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

ښاغلې فضل الرحيم ساقي ( پېدائش کال: ١٩٠٤ء، د وفات ١٩٩٤)دخدائي خدمتګار غورځنګ په مخکښ شاعرانو کښې و دوي د پلار نوم عبدالعزيز خان و ښاغلې ساقي د چارسده په وردګه نومي کلي کښې پيدا شوي و په قام محمدزې و دوي د باچا خان سره په خدائي خدمتګار تحريک کښې اوږه په اوړه ولاړ و مونږ که د دغي تحريک نورو شاعرانو ته وګورو نو ټولو شاعرانو د سامراج خلا ف ئي آواز اوچت کړي د پښتو قام د ورسته پاتي ورځي غم ئي ژړلي دې دوي د باچا خان د عدم تشدد لاره اختيار کړي وه او د معاشري د اصلاح د پاره خپل قلم توان ساتلې دې

ټول مضمون ولوئ

د مثبت پښتون کلتور په وده کښې د خدائي خدمتګارانو خدمات–علي يوسفزے

په انساني ټولنه کښې کلتور بنيادي حېثيت لري ۔ په کلتور کښې مونږ د يوې ټولنې مجموعي عکس لېدې شو ۔ لکه په يومخصوصه جغرافيه کښې د هغه ځاې د اوسېدونکو خلکو د ناستې پاستې، مړي ژوندي، غم ښادۍ، ژوند ژواک، لوبو، تاريخ، سياست، وهمونو، علاجونو،دم درود، فولکلور، موسيقۍ، ګډا، جرګې مرکې، مينې، جنګ، عبادتونو او عقيدو ته کلتور وئيلې شي ۔ ELIOT T۔S۔د کلتور د تعريف په اړه ليکي چې “د يو خاص ډلې په يو ځاې په ګډ ژوند تېرولو طور طريقو ته کلتور وائي ۔” کلتور ته په انګليسۍ کښې کلچر اردو، عربي او فارسۍکښې ثقافت وئيلې شي، په پښتو کښې دغه کلمه کلتور مروج ده ۔

ټول مضمون ولوئ

د عبدالله بختاني خدمتګار د خاطراتو له دفتر څخه (ښۀ ورځ)—عبدالرحيم بختاني

زۀ چې خداے پېدا کړے يم، ما د خوندونو او مزو، د سېلونو او سات تېريو، د جدوجهد، د عزت او افتخار ډېرې ښې ورځې ليدلي دي۔ خو د خپل ژوند په تېرو 38 کلونو کښې مې لکه د نن په شان ښۀ ورځ نۀ ده ليدلې، په همدې سبب زما سږني پسرلي د تېرو نه ډېر خوندور دي او د هغه خاطره هم ليکم: نن، د هفتې (شنبې) ورځ د 1344 هـ ش کال د حمل د مياشتې (28) مه،د1965م کال د اپرېل (17) مه نېټه ده ۔ زۀ، زما زوي نصرالله او نور خپلوان، زما په حجره کښې ناست يو او د يو درانۀ مېلمه انتظار کوو۔ ښاغلي

ټول مضمون ولوئ

خدائي خدمتګار تحريک د يو څو منتخب شاعرانو تجزيه–ډاکټر فياض الرحمان لوندخوړ

خدائي خدائي خدمتګار تحريک چې د خان عبدالغفار خان (باچاخان) په مشرۍ راټوکښېدلي، يوازې يو سياسي او ټولنيز تحريک نۀ وۀ؛ بلکې د پښتو ادب، ژبې، فرهنګ او فکري ودې لپاره ئې ژورې، پراخې او تاريخي اغېزې پرېښودې۔ د دوي فعاليتونو پښتنو ته د ځان پېژندنې جرئت ورکړو او د ادب په لار کښې ئې يو نوې انقلابي بدلون راوست۔ د خدايي خدمتګار تحريک اصلاحي او سياسي اهميت په خپل ځاې ډېر مسلم دې خو د يو ادبي محقق په توګه يې زمونږ په وړاندې ادبي اهميت هم څه کم نه دې ـ دغې تحريک د پښتو د نوي ادب بنيادونه کېښودي دي او د دغه ځاې نه د پښتو

ټول مضمون ولوئ

خدائي خدمتګار عاشق شاه باچا—فياض علي فياض

پښتون قام ډير خوش قسمته دې چې دَ خان عبدالغفار خان باچا خان بابا پۀ شان ليډر ورته خدائې پاک ورکړې دې خو بدقسمته پۀ دې دې چې دې قام خپل مشران اتلان پۀ صحې معنو ونۀ پيژندل۔هر څو که زمونږ اتلان دَ ميډيا دَ لارې يا دَ نصاب نه لرې پاتې شوې دي۔خو بيا هم پۀ زرګونو کتابونه پرې دَ پښتنو اديبانو شاعرانو وليکل او لا لګيا دې ۔خو بدمرغې دا ده چې پښتون قام دَ کتاب نه ډير لرې دې که نن ئې هم کتاب خپل کړو نو هغه ورځ لرې نه ده چې دا قام به دَ نورو قامونو سره پۀ سيالۍ برابر شې۔دې مشرانو خو ټول

ټول مضمون ولوئ

د هوسۍ (سدهوم) کلي د خدائي خدمتګارو ذکر—سلمان حنيف

د هوسۍ د خلقو خدمات د سُورپوش تحريک ليکوالانو هم ياد کړے هم ئې ستايلے ۔ګړياله، هوسۍ، سره ډهېرۍ، مچے، نوے کلے، باريکاب، چارغلۍ، کوترپان او ګجرات بخشالے کومه چې تپه امازے ده د انګرېزانو لۀ خوا د سُورپوش تحريک د وجې نه تبا او برباده شوي دي۔ د هوسۍ سدهوم علاقې پۀ خانانو کښې پۀ کپورخېل خاندان کښې صرف کرم خان چې د اکرم خان زوے ، دغه رنګه د علاقې نور ټول اوسېدونکي پۀ سُورپوش تحريک يعنې ديوبند شېخ الهند ډله کښې شامل  و چې پکښې دلته د ځنو ذکر کومه ۔ لعل بېګ چې زوے د اول بېګ و د زياتو خدماتو پۀ وجه باندې د هوسۍ

ټول مضمون ولوئ

د خدائي خدمتګار تحريک دوه پتمنې–کلثوم زېب

د پښتنو تاريخ د خدائي خدمتګار تحريک د باني خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان  د ذکر نه بغېر نيمګړې دےـ د دغه تحريک او د باچا خان د نوم او وجود پۀ ټولنه او دنيا يو غټ اثر پاتې دےـ د هندوستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې هغوي د خپل پښتون اولس دپاره او د هغوي د روڼ سباؤن د پاره ډېر لوړ سوچونه کړي ؤـ هغوي کور پۀ کور او حجره پۀ حجره د پښتون قام د بېدارۍ مبارزه کړې وه او د هغوي د ويښولو صرف کوششونه نه بلکې د نوي نسل د پاره ئې د ازادۍ مدرسې هم جوړې کړې وې، ددغه ملي پاڅون غرض پۀ

ټول مضمون ولوئ

ولي خان د اصولو، حقيقت او ملي شعور د سياست روښانه مناره–حېران مومند

ولي خان د شلمې پېړۍ پۀ سياسي تاريخ کې يو داسې نوم دے چې د اصولو، ملي شعور، عدالت، او ولسي حقونو لپاره يې خپل ژوند وقف کړے وۀ۔ د هغوي سياست يواځې د ګوندونو ترمنځ رقابت نه وۀ، بلکې د پاکستان د سياسي او اجتماعي بنيادونو د سمبالولو لپاره يې د يو ژور فکر پۀ اساس مبارزه کوله۔ د دوي د ژوند قصه د قربانيو، بند، سازشونو، او د سياسي دباونو د زغملو يو اوږد سفر دې، چې په هر پړاو کې يې د اصولو او حقونو د ملاتړ نښه روښانه پريښې ده۔په جون ۱۹۶۸ کې چې ولي خان د نيشنل عوامي ګوند مرکزي صدر وۀ ټاکل شو، نو

ټول مضمون ولوئ

د عبدالاکبرخان اکبر د ډرامې”خدائي خدمتګار” موضوعاتي جائزه–ډاکټر عثمان اولسيار

د نوموړي خدائي خدمتګار “عبدالاکبرخان اکبر” د ډرامې “خدائي خدمتګار” د موضوعاتي څېړنې نه وړاندې ضروري ګڼم چې د ډرامې په ځنې فني او تکنيکي اړخونو يو ځغلنده نظر واچوو او بيا د هغې په تناظر کښې د دغه ډرامې “خدائي خدمتګار” موضوعاتي څېړنه وشي۔ د ډرامې تعريف :  ډرامۀ د يوناني ژبې لفظ دې۔ چې اصل ماده يې د ډراؤ نه مشتق ده، او معني يې په کولو ښئيل يا په عمل سره ښئيل ده۔ د ډرامې مذکوره تعريف د خپل لنډيز باوجود ډېر جامعيت لري ځکه چې ددې توضيح تر مخښه ټول زور په عمل ورکړې شوې دې،او د عمل نه بغېرد ډرامې تصور هډو امکان نۀ لري۔

ټول مضمون ولوئ

عجب خان بابا د ډاګ بهسود خدايي خدمتګار—ګل اکبر خان

خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو هغه لوې اولسي تحريک و چې د برطانوي راج په ضد د عدم تشدد په فلسفې ولاړ و۔ دا غورځنګ د نننۍ خيبرپښتونخوا د پښتنو قبيلوي سيمو نه راپورته شو او د دې مشري د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان کوله چې خلکو به ورته په مينې سره باچا خان ويل۔ د دې تحريک بنيادي مقصد د پښتني ټولنې اصلاح، تعليم ته هڅونه او د وينې تويېدو او قبيلوي دښمنيو مخنيوې و۔ دا په اصل کښې يو ټولنيز او فلاحي تحريک و خو د وخت په تېرېدو سره ئې سياسي رنګ هم خپل کړ او د برطانوي واکمنانو د سختو نيونو لاندې راغي۔ تر 1929م

ټول مضمون ولوئ

د خدائي خدمتګار تحريک وړومبے کم عمره قېدي فردوس خان بابا–کلثوم زېب

هغه د بره مانېرۍ  خان وۀ ـ د فېرنګيانو غوندې ښايسته وۀ ـ سور سپين، دنګه ونه، شنې سترګې، سرۀ باڼۀ او  سرۀ وېښته ـ د ډېر ښايست له کبله پۀ کوکو مشهور وۀ ـ د پلار نوم ئې خواجه محمد خان ؤ ـ دوي ټول شپږ روڼه خوئېندې وو ـ د ارواښاد فردوس خان کوکو مشره خور  د نوي کلي د خاکسار پارټۍ پۀ  مشر رهنما قياش خان وادۀ وه ـ  ورپسې ئې يو رور وۀ چې سجاول خان نامه ئې وه  او پۀ خپل لاله مشهور وۀ او د کوکو ښې لاس وۀ ـ ورپسې خور  ئې پۀ مفرخ شاه وادۀ وه څوک چې د کوکو نزدې ملګرې

ټول مضمون ولوئ

باچا خان خدائي خدمتګار تحريک او باجوړ–ډاکټر انور نګار

د فېرنګ پر ضد او د دې خاورې د ازادۍ لپاره ګڼ اړخيزه مبارزه شوې ده ـ چې د قلم د لارې يعنې د شاعرۍ، صحافت د لارې هم وه، د ټوپک په ذريعه هم او د سياست په مېدان کښې هم ـ د باچا خان د خدائي خدمت ګار غورځنګ کار که يو اړخ ته پياوړې او اثرانګېز و نو بل خوا همه جهت هم و ـ په دې سلسله کښې د باجوړ خاوره دا وياړ لري چې په دغه تاريخي موقع کښې خپله پوره برخه اچولې ده ـ که د باجوړ مولانا فضل محمود مخفي صېب په خدائي خدمت ګار غورځنګ کښې د باچاخان د يو کلک او

ټول مضمون ولوئ

د خدائي خدمت ګار تحريک تاريخي تسلسل(وړومبي پينځۀ کاله)—ډاکټر محمد سهېل خان

1929ء په څوارلسم جنورۍ 1929 د افغانستان بادشاه امان الله خان د تخت نه کوزکړ شو۔ باچاخان او د هغو ملګرو افغانانو وروڼو د پاره دولس زره روپۍ چنده جمع کړه او د عبدالاکبر خان په لاس ئې نادر خان ته ورسوله ۔ په يکم ستمبر 1929 يو نوے تنظيم ” د زلمو جرګه ” بنياد کېښودلے شو۔ دې تنظيم ته به ډېرو کسانو افغان يوتهـ ليګ نوم هم اخستۀ ۔ چونکې دا تنظيم ځوانانو ته مختص و له دې کبله پۀ نومبرکښې اتمانزوکښې يوه بله غونډه کښې ” خدائي خدمت ګار” تنظيم جوړولو اعلان وشو۔ چې د دې رکنيت د پاره د عمر، مذهب، جنس او مسلک هيڅ قېد

ټول مضمون ولوئ

خان اميرمحمد خان (خان لالا) يو تاريخ ساز خدائي خدمتګار–اکبرهوتي اېډوکيټ

د شلمې پېړۍ په سياسي، ټولنيز او فکري تاريخ کښې د خدائي خدمتګار تحريک نوم د يوې داسې بې ‌مثاله مبارزې علامت دے، چې په تشدد، زور او انتقام نه، بلکې په صبر، قربانۍ، خدمت او انساني وقار ولاړه وه۔ دا تحريک د هغه وخت په پښتنې ټولنه کښې راڅرګند شو، چې جهالت، قبيلوي تعصب، غربت او استعماري ظلمونو د انسان فکري او اخلاقي وجود ريز مريز کړے وۀ۔خدائي خدمتګار تحريک د فخرِ افغان خان عبدالغفار خان (باچا خان) د بصيرت، روحاني جرأت او انساني فکر تخليق وۀ۔ باچا خان د عدم تشدد فلسفه د پښتنو د مزاج او تاريخي رواياتو سره داسې وتړله، چې خدمت، نظم، ځان تېرېدنه او

ټول مضمون ولوئ

يو ملنګ به اوسېدلو تاته ياد دي پېښوره (خاکه)—ګل محمد بېتاب

نۀ پوهېږم چې خبره د کوم ځاے نه شروع کړم او څنګه ئې شروع کړم چې کوم شخصيت مې مخې دے نو لکه د بوډۍ د ټال ئې ګڼ رنګونه دي۔ هر رنګ ئې ښکلے او زړۀ راښکون لري۔ يو داسې کردار دے چې پۀ خپل ژوند ئې ډېر خلق متاثره کړي دي بلکې د هغۀ مينه پس مرګي هم هغه شان د خلقو پۀ زړونو کښې موجوده ده۔ وجه ئې د هغۀ د خپل مرام او ټاکلي منزل سره د لېونتوب ترحده عشق، خلوص، ديانت داري، ملنګي خوئي او درويشانه ژوند ؤ۔ د سپېځلي فکر څښتن ؤ او قدرت ورله د خپل فکر د بيان د پاره داسې خوږۀ

ټول مضمون ولوئ

سید اسرارالرحمان الحسني ( اسرار د طورو)—م ر شفق

(15 ستمبر 1939ء__18فروری 2025ء ) په ادبي دنیا کښې (اسرار د طورو) په نوم پېژندلے شوے یو فطري شاعر او صاحب طرز ادیب ؤ۔ کله کله به ئې مضمون مقاله یا نظم په فرضي نوم هم چاپ شو نو دوستانو به زر وپېژندلو چی دا لیکنه د اسرار ده ۔ ”من انداز ے قدت رامے شناسم“ علمي ادبي او سیاسي ماحول کښې ئې سترګې غړولې وې نو په شخصیت به ئې د خپلو ټولو دیني عالمانو بزرګانو اثر ارومرو پرېوتو ۔ پۀ خصوصي توګه د خپل پلار مولانا محمد عنایت الله یو جید عالم دین او مشنهور خدائی خدمتګار ادیب او خطیب ؤ او پروفېسر مولانا حافظ محمد ادریس (

ټول مضمون ولوئ

مولانا محمد عنايت الله د طورو يو مجاهد ديني عالم او بزرګ خدايي خدمتګار –م ر شفق

د مندڼ يوسفزيو علاقه کښې طورو په دوه حېثيتونو په اما کما مشهور دے۔۔ يو خو ځکه چې دا د خانانو نوابانو کلے دے۔ نواب محبت خان نواب، حميدالله خان ، نواب زاده محمد اکبر خان، کمشنر هدايت الله خان‌ مېجر جنرل وصال محمد خان، سعادت الله خان، باني سعادت العلوم نواب زاده نصرالله خان، سياسي رهنما عبد الصمدخان، قومي سياسي رهنما، عبدالمجيد خان ايډوکېټ او سابق ايي جي فياض خان د طورو اهم شخصيات دي ۔ بل خوا طورو د علم لوے مرکز پاتې شوے دے ۔ دې کلي کښې به په يو وخت دېرش دېرش څلوېښت څلوېښت د لويې مرتبې عالمان د دارالعلوم ديوبند، مظاهرالعلوم سهارنپور او مدرسه

ټول مضمون ولوئ

پیاري بابي، پۀ چارسده کښې د جينکو د تعليم بنيادګر–(څېړنکار: ډاکټر امداد الله محمدزے)–ډاکټرنايله شمال ساپي(مترجمه)

هغه وخت چې پۀ هند کښې برطانوي راج و۔ د ښځو تعليم د قسما قسم قدغنونو او ستونزو د وجې ډېر زيات محدود و۔ د سړو پۀ نسبت ښځو ته د تعليم موقعې ډېرې کمې پۀ لاس راتلې ۔ پۀ 1854ء کښې پۀ ټول هندوستان کښې د جينکو صرف 626 سکولونه موجود وو چې پکښې 21755ء جينکو سبقونه وئيل ۔ پۀ دغه سکولونو کښې د شمال مغربي سرحدي صوبې (موجوده خېبرپښتونخوا) صرف اوولس (17) جينکۍ داخلې وې ۔ (1) پۀ 1901ء سمال مغربي سرحدي صوبه (صوبه سرحد NWFP) د پنجاب نه جدا شوه او ځانته يوه صوبه وګرځولې وه ۔ دغه وخت پۀ ټوله کښې پۀ مجموعې توګه باندې 162

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ