د غوئي لوبه (افسانه)– اکبر سادات

لوبه ګرمه وه او تماشبينو چغې وهلې او لاسونه يې پړقول ۔ لوبغاړے د غوائي په شا ناست ؤ، لاسونه ئې اوچت کړي و۔ غوائي په مېدان دانګونه چورلکونه وهل او په مېدان تاوېدۀ ۔ چارچاپيره پرجوشه تماشبينو لاسونه اوچت کړي و او د ګټې نارې ئې وهلې ۔ لوبه ګرمه وه لوبغاړي هم دواړه […]

ژبه د پرمختګ راز–خالد ارمان

انسان چې څومره پېچيده څېز خداے پېدا کړے دومره ئې ناياب هم خو پکښې د ټولو نه نايابه څېز ژبه او د خبرې کولو صلاحيت دے ځکه چې ژبه د انسان شناخت هم دے او ورسره د ژوندي ساتلو کار هم ادا کوي ۔ دا خبره د سوچ نه خالې نۀ ده کۀ چرې انسان […]

د ډاکټر محمد انور نګار ناول”قام”او د پېرنګي استعمار ډيوائډ اېنډ رول پاليسي- جاوېد ثاقب

برطانوي استعمار چې کله د پردو وطنونو پۀ قبضه ګيرۍ لاس پورې کړو، نو د خپلې حکمرانۍ د فراخه کولو او قبضه ګيرۍ لپاره ئې د Divide and Rule پۀ نوم يوه پاليسي وضع کړه، د کومې پۀ مرسته چې د نيو کالونيز اولسونه د ذات پات، مذهب، مسلک، کار کسب، رنګ، نسل او ژبې […]

د خوشحال خټک حېرانوونکې مشاهده 23/24ستمبر په حواله–عدنان خیالي

دوه شعرونه، لنډه تشریح خوشحال خټک (1613ء، 1689ء) د پښتون تاریخ هغه ستر نوم دے چې په علمي او ادبي حواله ئې ثاني په پښتنۀ خاوره څۀ چې په نړیوال ادب کښې هم په ګرانه مېلایږي ـ د ګڼو خوبیو مالک د دې ستر شخصیت په هره حواله پوهې او دور اندېشۍ ته لوستونکي ګوته […]

دهشتګرد (افسانه)–برېښنا مطهر

ارمان! چې له ستړيوالې مړاوے شوے ؤ، د سترګو په پټۍ تړلو سره  ئې د څو ساعتونو سفر تېر کړے ؤ ۔ په دواړو خواو کښې ناستو دوو ناپېژندګلو سړو ته  ئې وکتل او په ستړي او اندېښمن غږ ئې ترېنه تپوس وکړو ۔ کله چې هلته ورسېږم، سترګې به مې خلاصې کړئ؟ دواړه غټ […]

څرګنده خزانه (تنقیدي جاج)– تېمورجان عاطر

څرګنده خزانه دَ محترم ساجد محمد شائق صاحب دَ نثر کتاب دے چې پۀ مختلفو موضوعاتو پۀ کښې ډېرې ګټورې خبرې شوې دی اؤ يقينًا چې دا کتاب پښتو ادب کښې يوه ډېره ګټوره اضافه ده ـ دا کتاب پۀ وړومبی ځل پۀ جون دوه زره پينځلسم (۲۰۱۵) اؤ دويم ځل پۀ اګست دوه زره […]

د تاریخ پاڼه او درزي بابا (افسانه)–زرنوش شهاب

نن د تېمور د کور مخې ته په لوے ډاګ کښې د خوشحالۍ جشن شروع و ۔ چاپېره  پرېرې لګېدلې وې ۔ او د هر غریب په مخ د رڼاګانو زرزرې پلوشې لکه د پېغلو په ګډېدو وې ۔ یو بل له مبارکۍ ورکولې شوې شېرینۍ هم وېشلې شوې پړق پړوق و دېګونه هم باندې […]

ځيرکه کورنۍ (د خوشحال خان خټک کورنۍ)–ډاکټر انور اورکزے

د پښتو ادب په ادبي تحريکونو کښې خوشحال خان خټک او د هغۀ کورنۍادبي تحريک د “زرين دور” په نوم ياد شوے دے ۔ دا هغه  دور دے چې پکې نۀ يواځې د پښتو ادب تکميل وموندو بلکې د پښتون کلتور کړو وړو د انځور هره کرښه را برسېره شوه او د پښتو تهذيب مکمله […]

خوشحال خان خټک پۀ 32 وارثانو کښې بېوسه–فضل مومند

  افضل خان خټک پۀ تاریخ مرصع کښې د خوشحال خان خټک د نسب او کورنۍ مفصل بیان کړے دے ۔ له دې څخه څرګندېږي چې خوشحال خان د خپلې زمانې د یو ستر قبیلوي مشر پۀ توګه ډېره لویه کورنۍ لرله ۔ افضل خان خټک د هغۀ د وروڼو، د مېندو د قومونو،د ځامنو […]

مذهب د انساني ډي اين اے برخه-مرام ايسپزے(مترجم)

لکه څنګه چې پۀ انساني DNA کښې بيالوجيکل ياداښتونه  خوندي پراتۀ وي، هم دغه شان پۀ بېلا بېلو کلتورونوکښې هم خپله ټولنيزه DNA موجود وي  کومه  چې د مخصوصو ياداښتونو حافظه خوندي لري  ۔ د مشهور فرانسيسي مفکر ”پيري بورديو“  مطابق  ”  ټولنيز او کلتوري  روايات  د يو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي او د […]