کلنۍ آرکائيوز: 2019

د الف جان خټکې غمرازي

خدائي خدمتګار تحریک د پښتون افغان قام او خاورې یو داسې تحریک دے چې دنیا کښې ئې ډېر کم مثال پېدا کېدے شي. دې تحریک دې قام او خاورې ته د عدم تشدد پۀ فلسفه د عمل کولو د پاره یو منظم چوکاټ ورکړو. د تعلیم نه تر معاشرت او …

نور ولولئ »

هېر به مې نۀ شي حضرت الله بابا – @SaleemK37205727

د “سپېځلي کردارونه” پۀ نامه د خدائي خدمتګار غورځنګ یو شمېر سپېځلي کردارونه د “پښتون” سینه کښې خوندي شوي دي. د “پښتون” بیخي وړومبۍ دوره کښې د “هېر به مې نۀ شي” تر سرخط لاندې د داسې واقعاتو او خاطرو د جمع کولو هڅه شوې ده چې د پښتون قامي …

نور ولولئ »

الف جان خټکه – شګفته محمدزۍ

پښتانۀ د شپږ اووۀ زره کلونو راهسې د دوو لویو سیندونو امو او اباسین تر منځ پۀ یوه داسې خاوره اوسېږي د کومې پۀ پېدایښت چې خداے د ښائست حد کړے دے. دلته موجود غرونو، سیندونو او ځنګلونو د دې ښکلا لا زیاته کړې ده. نړۍ کښې دا یوه ځانګړې …

نور ولولئ »

د الف جان خټکې مرثیه

د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه پۀ پټو سترګو د دنيا نه الف جانه لاړه د پښتنو د باغ ګلاب لاړلو مړاوے شولو فضا غمژنه د ادب شوله چې ګرانه لاړه چا چې ټول عمر د پښتو ژبې خدمت کړے دے چا چې وطن سره بې کچه محبت …

نور ولولئ »

د صوابۍ د علاقې دوره – ارباب عبدالغفور خان

او پۀ مانېرۍ کښې د یوې ناخوشګوارې واقعې پېښېدو پۀ وجه د فخرِ افغان صاحب د درې ورځو د روژې اعلان پۀ یوولسم اپرېل مونږ د چچ د دورې نه واپس شو. د هنډ پۀ ګودر را پورې وتو. دلته پۀ هنډ کښې مو جلسه وکړه. ماښام صوابۍ ته راغلو. …

نور ولولئ »

وخت (لنډه قیصه) – ثناء ساپۍ

د سهار څلور بجې وې – موبایل مې زنګونه پېل کړل. لۀ ځانه مې لرې ایښی ؤ، ما وئیل هسې نۀ پۀ خوب کښې ئې مړ نۀ کړم. پۀ زنګ وېښه شوم خو لۀ لاسه مې نۀ کېدل چې پورته شم. پر کړکۍ لۀ پرتو څاڅکو پوهه شوم د باندې باران ؤ. …

نور ولولئ »