اګست 1957ء—اشرف مفتون

دا ليکنه شريکه کړئ

غانټول کاکا د ګذارو دبلي ته ټک ورکړو، یوه غټه چونډۍ ئې خلې ته ور شتۍ کړه، ګوتې ئې د کټ په بازو راښکلې، وئيل ئې ورارۀ! ما وئېل وایه غانټول کاکا! وئيل ئې زړۀ کښې مې راغلل چې په جنت کښې به ګذاري وي او کۀ نه؟

غانټول کاکا زمونږ د کلي یو دروند پښتون دے، د اتیا سلو جریبو مالک دے، د خپلې زمکې نه په خپله پښتو زیات مئین دے. زۀ چې کله کلي ته لاړ شم، دې راشي برغۍ برغۍ ګپ راسره ولګوي. رښتیا خبره دا ده چې په ژبه، جامه او خوئي بوئي سوچه پښتون دے نو ماته د دۀ خبرې اترې ډېر خوند راکوي. چې چرت کښې وي نو په خندا خندا مې کولمې شنې کړي او چې بې چُرته وي، هغه چینجن او سپور ګپ راواخلي چې کانټ او ارسطو به ترې هم تېښتې ته تیار شي. یوه ورځ ئې د یو مکار لیډر تقریر اورېدلے وۀ نو ډېر بې چُرته وۀ. ما وئيل غانټول کاکا ولې بې چُرته ئې؟ وئېل ئې ورارۀ! دنیا ډېره دهوکه بازه شوه اوس راته ژوند خوند نۀ راکوي، ما وئېل څنګه! وئېل هغه فلانے دے کنه خپله په مېنه غز نه لري، هغه بله ورځ ئې تقریر کولو، وئېل ئې که زما په لاس کښې طاقت راغے نو د خلقو نه به زمکې واخلم او تاسو ته به ئې درکړم، ټولو لاسونه پړق وهل او لکه د مېرې د ګیدړانو ئې د زنده باد مرده باد چغې په زوره زوره وښکلې چې خپلې مرۍ ئې وشلولې. ما وئېل، غانټول کاکا! نو تۀ په دې خبره بې چُرته ئې؟ وئېل، او!! ما وئېل غانټول کاکا دا خو ستا ډېره لویه خود غرضي ده، وئېل ورارۀ! تا خو به کتابونه ډېر لوستلې وي خو زمونږ د جټانو خبرو ته هم کله کله غوږ اېږده. ما وئېل کاکا! ستا د خبرو نه نن د خود غرضۍ بوئي راځي، دې لپاره په ما ښې و نۀ لګېدې.وئېل  ورارۀ! هغه د پښتو متل دے چې پړ مې کړه نو مړ مې کړه،ما وئېل څنګه؟ وئېل ئې چې زۀ او سېد ګلے دواړه پښتانۀ یُو خو زۀ زمیندار یم او هغه لوهار. ما وئېل ښه کاکا! ګنې لوهار هم پښتون دے. وئېل ورارۀ! لوهاري خو د هغۀ پېشه ده په پېشه به یو سړے جولا وي خو په قام به پښتون وي، دۀ په ځاے د دې چې خپله خبره جاري ساتلے وې، مانه ئې تپوس وکړو چې ګني د جرمني ننداف ته به تۀ جرمنے نه وائې؟ ما وئېل ولې به ورته نۀ وایم. وئېل بس راغلې زما خبرې له کنه،

ما وئېل ښه خبره کوه، وئېل چې خداے مکړه فلانے وزیر شي او زما زمکه سېد ګلي ته ورکړي نو څۀ توره به وکړي ګني دا چې یو به خوار کړي او بل به مالدار کړي، غربت خو به د پښتون قام نه لرې نه کړي کنه یا زۀ خوار یا سېد ګلے قام خو مو یو دے کنه. منم خو به ئې هله چې داسې نظام راوباسي چې خوار مالدار شي او مالدار خوار نه شي.

ما وئېل غانټول کاکا! د لکهونو روپو خبره دې وکړه، وئېل ورارۀ! سبق مو نه دې وئیلے خو پوهه مو شته،  ما وئېل کاکا! رښتیا به راته وائې چې دا رنګ تقریرونه واورې نو په هغه شپه دې په زړۀ څۀ تېرېږي؟ وئېل ورارۀ! زۀ وایم چې د دې لیډر ژبه مې پرېکړے ځکه چې د داسې لیډر مطلب په چل ول د خلقو نه ووټ اخستل وي ولې چې اوس زمانه د ووټونو شوه، پخوا چې به چا توره چلولې شوه هغوي به د قام مشران وو، اوس چې څوک ژبه چلولې شي هغوي د قام مشري کوي. دا رنګ تقریرونه هغه څوک کوی چې نۀ د هغه قام وي او نۀ ئې د قام سره مینه وي، بس خپل اقتدار لېوني کړي وي. مطلب ئې خپل اقتدار وي او تا نۀ دي اورېدلي چې مطلبي په خټه اور لګوي. ما وئېل سمه ده زما ستا خبرې سره اتفاق دے، خو کاکا! د پښتنو د ژوند د معیار د اوچتولو هم مونږ ته غم پکار دے. وئېل ګوره ورارۀ! تاته خو زما خوئي معلوم دے، ماته خو زمکه د پښتو نه زیاته نۀ ده ګرانه ځکه خو وایم چې دا خو لا زمکه ده که زما په سر هم دا قام ښۀ کېږي والله که ترې منې ئې کړم، مخکښې هم د دې قام لپاره څو څو وارې جېل ته تلے یم، مال جائیداد مې ضبط شوے دے اوس هم کۀ مې ترې مخ واړوو نو سړے به نه یم خو کوم خلق چې د خپل اقتدار دپاره په پښتنو کښې نفاق اچوي وېم چې د هغوي وینې مې وڅښلې.

دغه اتیا سل جريبه زمکه لرم نیمه د زمیندار ده او نیمه زما که دا د پښتون په ښۀ راځي نو لوګے شه ترې نه.

ما وئېل کاکا! ستا په امدن خو به ستا د بال بچ ډوډۍ جامه، دارو، درمل هم نۀ کېږي، دې کښې به تۀ بل ته څۀ ورکړې؟ وئېل نو بیا څۀ وکړم؟، ما وئېل هغوي ته دې د هغوي د ژوند وظیفې مقرر کړې شي، د هغوي بچو ته دې ښۀ تعلیم او تربیت ورکړي چې سبا ته د قوم په ښۀ راشي، وئېل ئې ستا دا خبره مې زړۀ ته پرېوته خو د هغه بلې ورځني لیډر خبرو ډېر بې چُرته کړے وم. نن چې رانه دې تپوس وکړو چې جنت کښې به ګذاري وي او که نه نو ما وئېل غانټول کاکا! بیا څۀ ګپ راوړے دے. ما وئېل دا پوښتنه دې څنګه وکړه؟ وئېل پرون باجوړ مُلا صېب مسئله کوله چې په جنت کښې به سرې سپینې حورې وي، پې مخي غلمان به وي، ښکلې دنګې دنګې ماڼۍ به وي، د شاتو،  پئیو او شرابو وَلې به بهېږي، ترسکون طعامونه او خوږې حلواګانې به وي نو ورارۀ! رښتیا خبره دا ده چې دغه وخت زما ګذارو ته ډېر زړۀ شوے وۀ، ما وئېل مُلا صېب به اوس ووائي چې ښۀ تېز ګذاري به وي پکښې خو چې د ګذارو ذکر ئې ونکړو نو بې چُرته غوندې شوم ځکه مې تا نه تپوس وکړو چې ورارۀ! جنت کښې به ګذاري وي او که نه؟ ۔

ڼوټ: دا ليکنه د اشرف مفتون د کتاب دليل خبرې کوي نه اخذ کړې شوه ۔

نورې ليکنې۔۔۔