باجوړ خاورې وخت پۀ وخت ډېر مېړني او زيرک خلق زېږولي دي چې هغوي خپل ټول ژوند خپل قام ته وقف کړے ؤ- پۀ هغه نوموړو کښې يو سيد عبدالمنان کاکا جي هم دے- سيد عبدالمنان کاکا جي پۀ کال ۱۹۷۰ء کښې د باجوړ پۀ امان کوټ سيمه کښې د سيد محمد يار جان پۀ کور کښې سترګې پرانيستلې – کاکا جي پۀ خټه سادات ؤ- دے د دوه کلونو ؤ چې پلار ئې د نړۍ نه سترګې پټې کړې او دے يتيم پاتې شو خو د دۀ پښتنې مور دۀ ته کونډتون وکړو او بل وادۀ ئې ونۀ کړو- هغې د خپل ژوند ټولې خوشحالۍ د کاکا جي د پاره قربان کړې او د دۀ پۀ روزنه کښې بوخت شوه- دا هغه ورځې وې چې پۀ ټول ملک کښې اړے کړے ؤ او يو کال پس پاکستان دوه ټوټې ( بنګلادېش بېل او پاکستان بېل) شو- پۀ دغه وخت کښې د ملک هر وګړے د تذبذب ښکار ؤ البته نظرياتي خلق پۀ خپل خپل موقف ښۀ کلک ولاړ وو – د کاکا جي لويه خوشبختي دا وه چې د مور له خوا ټوله کورنۍ ئې خدائي خدمتګار وو او د مور پۀ وينه کښې ئې هم دغه قامي جزیه زغلېدله- هغې کۀ يو خوا د کاکا جي پۀ عصري او ديني زدکړو غور کولو نو بل خوا ئې ورته د باچاخان افکار هم ورو ورو تر غوږه کول-پۀ کال ۱۹۸۴ء کښې چې کاکا جي دغه وخت پۀ اتم ټولګي کښې ؤ نو باجوړ ته د عوامي نېشنل ګوند غړے افضل خان لالا راتلو نو دے ورله جلسې له لاړے او د هغه ورځې نه ئې پۀ عملي سیاست کښې قدم کېښود- يو کال پس پۀ ۱۹۸۵ء کښې چې دے د نهم ټولګي زده کوونکے ؤ نو ګورنمنټ پوسټ ګرېجوېټ کالج خار باجوړ ته لاړے او هلته ئې پۀ وړومبي ځل د پښتون سټوډنټ پېډرېشن (PSF) بنياد کېښودو، او وړومبے صدر ئې د خېر اباد سليم وټاکلو- کله چې کاکا جي پۀ ډګري کالج باجوړ کښې باقاعده زدکړې شروع کړې نو وخت پۀ وخت ئې د PSF پۀ غونډو او جلسو کښې ګډون کولوخو يوه عهده ئې هم نۀ وه اخستې او وئيل به ئې چې مونږ سياست د عهدې د پاره نۀ بلکې د انسانيت او خپل قام د پاره کوو- پۀ کال ۱۹۹۴ء کښې کله چې کاکا جي پۀ پېښور پوهنتون کښې زدکړې کولې نو د عوامي نېشنل ګوند له خوا دۀ او غلام ته د ارګنائزر پۀ توګه ووئيل شو چې پۀ باجوړ کښې د عوامي نېشنل ګوند باقاعده کابینه جوړه کړئ- هم پۀ دغه کال يعنې ۱۹۹۴ء کښې دۀ پۀ باجوړ کښې پۀ وړومبي ځل د عوامي نېشنل ګوند کابینه جوړه کړه چې وړومبے صدر ئې شیخ جهان زاده او جنرل سیکرټري ئې ګل افضل واخستو- پۀ دغه دوران کښې فريد طوفان چې صوبائي صدر ؤ دۀ ته ئې پۀ کابينه کښې د عهدې د پاره ووئيل خو دۀ انکار وکړو-پۀ کال ۱۹۹۷ء کښې چې کله انتخابات راغلل نو پۀ باجوړ کښې د عوامي نېشنل ګوند د الکشن د پاره هيڅوک تيار نۀ وو نو کاکا جي رامخکښې شو او پۀ وړومبي ځل ئې د باجوړ پۀ سيمه د عوامي نېشنل ګوند له خوا پۀ الکشن کښې برخه واخسته او وړومبے کنډيډېټ شو-کاکا جي د باچاخان د سپاهي پۀ توګه هر وخت عملي مبارزه کړې ده، د باجوړ نه واخله تر هرې پور پورې جېلونه ئې خوړلي دي خو د خپل موقف نه پۀ شا شوے نۀ دے- دوه وارې پرې بمي چاودنې شوې دي ملګري ئې شهيدان شوي دي خو دے خداے پاک بچ کړے دے- د باچاخان بابا سره ئې يواځې پۀ جلسو او جوولسونو کښې برخه نۀ ده اخستې بلکې باچا خان پۀ ويلچېر کښې د ګرځولو سعادت ورته هم پۀ مېلاؤ شوے دے- کله چې باچاخان وفات شو نو کاکا جي ورسره افغانستان ته لاړے او پنځوس ورځې مسلسل ئې د هغه پۀ مزار لکه د يو چابک سپاهي ډيوټي وکړه- کاکا جي د ولي خان سره هم پۀ ډېرو جلسو او غونډو کښې برخه اخستې ده او د خپلو ماشومانو بچو ملاقاتونه ئې هم ورسره کړې دي-هر څو کۀ کاکا جي د باچاخان، ولي خان او نورو ډېرو سترو خدائي خدمتګارو سره نېغ پۀ نېغه پاتې شوے ؤ خو کاکا جي اجمل خټک خپل ائيډيل ګڼلو ځکه چې دے د اجمل خټک باقاعده سیاسي شاګرد پاتې شوے ؤ- او اجمل خټک به دۀ ته خپل خصوصي شاګرد وئيلو-
کاکا جي کۀ يو خوا ته د باچاخان د عدم تشدد ښۀ کلک پلوي ؤ نو بل خوا ئې د FCR د ختمېدو د پاره هر وخت عملي مبارزه کړې وه –
کاکا جي چې پۀ کومه کورنۍ کښې وادۀ وکړو نو هغوي هم ټول پۀ ټوله خدائي خدمتګار وو او الله تعالی کاکا جي ته اووۀ زامن او او درې لوڼه ورکړې خو د هغه کمال دا ؤ چې د باجوړ پۀ پاسمانده سیمه ئې يواځې پۀ زامنو نۀ بلکې پۀ خپلو لوڼو هم لوړې زدکړې وکړې- د کاکا جي پۀ ژوند د هغه دوه زامن سيد سجاد دروېش او سيد فواد احمد جان ځواني مرګ شو خو دغه درد هم هغه د خپل موقف نه پۀ شا نۀ کړو- او خپلو ټولو بچو ته به ئې د باچاخان د عدم تشدد تلقین کولو او د ژوند پۀ اخيري ورځو کښې به ئې پۀ خصوصي توګه د سيد عماد دروېش ليدل کتل د خپلو هم فکره ملګرو سره کول-د دې نه پرته کاکا جي پۀ لوړه سطح کاروبار هم کړے دے چې د چين نه به ئې مختلف سامانونه راغوښتل او د ملک مختلف ښارونو ته به ئې لېږل او د باجوړ پۀ خار بازار کښې ئې د سپئيرېپارټس دوکان هم کړے ؤ خو د دغه مصروفياتو باوجود ئې د عوامي نېشنل ګوند بیانیه مخ پۀ وړاندې بېوله-
د کاکا جي بل ځان ګړے خصوصت دا ؤ چې دے صوفي مزاج انسان ؤ د شعر و شاعرۍ سره ئې ډېره مينه وه او د رحمان بابا، غني خان، اجمل خټک او قادري بابا سره ئې ډېر عقيدت ؤ- د دوې کتابونه به ئې لوستل، پۀ ډائري کښې به ئې د ځان سره خوندي کول او خپلو بچو ته به ئې هم د دوي د احترام وصیت کولو- کله به چې بيمار شو نو د رحمان بابا يا غني خان مزار له به تلو-
د عمر پۀ اخيري کلونو کښې ئې د خپل ګوند نه خفګان پېدا شوے ؤ خو بیا هم واپس خپل ګوند ته راغلے ؤ او تر مرګه پورې د باچاخان بابا پۀ نظريه کلک پاتې شوے ؤ- دغه نوموړے مبارز او خدائي خدمتګار د پينځۀ کاله بيمارۍ نه پس پۀ پينځم اګست ۲۰۲۳ء کښې وفات شو او پۀ خپل ابائي کلي امان کوټ کښې خاورو ته وسپارلے شو.