د نوروز ملي تاریخ— وقاص ايسپزے

دا ليکنه شريکه کړئ

د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ  ئې ژوندے ساتلے وي ۔ دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي  بڼې لري چې د ملت وګړي ئې لمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي ۔ هم داسې پښتانۀ افغانان هم د خپل ژوند مناسبت لپاره ځانګړي مراسم، عنعنې، دودونه او رواجونه لري ۔ پښتانۀ افغانان د نورو دودونو او عنعنو ترڅنګ د “نوروز” په نوم یو لرغونے جشن لري چې ډېر په شاندار او ډول ډول مراسمو ئې لمانځي ۔د نوروز لغوي معنا “نوې ورځ” ده او په اصطلاح کښې هغه ورځې یا کلتوري جشن ته وئیل کېږي چې په هرو دولس میاشتو کښې د نوي لمریز کال او د پسرلي د موسم په لومړۍ ورځ لمانځل کېږي ۔ نوروز یعنې “نوې ورځ” له دې د ورې د میاشتي لومړۍ ورځ ده، په هم دې ورځ لمر د ورې برج ته رسېږي او شپه او ورځ سره برابرېږي ۔ دا د پسرلي پېل دے چې په دغه ورځ ربیعي اعتدال پېښېږي او د پسرلي برابروالے ئې بولي ۔ ځنې پوهه پښتانۀ بیا د نوروز کلمې سره اتفاق نۀ کوي او د فارسي ویوکو ئې ګڼي او د دې متبادل د پښتو یختېر (یخ تېر) ویوکي کاروي۔ ساجد اقبال داویزي د “یختېر” په اړه لیکي:”پخوانیو وختونو کښې به د پښتنو په سیمه کښې د ژمي پۀ تېرېدو او د پسرلي پۀ راتګ به یختېر (چې د وخت تېرېدو سره به اختر شو) لمانځلے شو۔“ خو بیا ځینې پوهه پښتانۀ نوروز د فارسي ويوکی نه ګڼي، رسولي باور چې همددغه پوهانو له ډلې دے، د “نوروز او لمريز کال په اړه څو اړين ټکي د سرلیک لاندې خپله لیکنه کښې لیکي:«نوروز د فارسي ویوکی (لغت) نه دے۔ د ژبپوهنې له اړخه دا ويوکی د پښتو کليمو جوړښت ته نږدې دے، نسبت د فارسي ژبي د ويوکو (لغتونو) جوړښت ته ژبپوهان دا استدلال کوي چې نوروز ترکيبي لغت دے، د دوو برخو جوړ دے، يو (نو) او بل (روز) او يو شمېر د دې ترکيب په لوستلو داسې فکر کوي چې دا به فارسي ويوکی وي په داسې حال کښې چې د ترکيبي جوړښت پر بنسټ دا ويوکی پښتو دے, نۀ فارسي۔

ژبپوهان پوهېږي چې په فارسي ژبه کښې صفت د موصوف وروسته راځي، څو بېلګې يادوو۔  لباس سرخ، جمعيت بزرګ، خانۀ کلان او نور …دلته وينو چي د جمعيت لپاره د بزرګ صفت وروسته راغلے دے او يا د کور لپاره د لوے صفت وروسته راغلے دے۔ په داسې حال کښې چې دا ترکيبي جوړښت په پښتو ژبه کښې کټ مټ هم داسي دے لکه چې د نوروز په ترکيبي نوم کښې شته۔» ۔ دودیال د “نیکمرغه نوروز” د سرلیک لاندې لیکنه کښې د نوروز کلمې د تاریخ په اړه لیکي: «د نوروز کلیمه په اوستا کښې نه تر سترګو کېږي، خو په پهلوي کتابونو کښې، په تېره بیا هغو برخو کښې چې کلیزه پکې ښودل شوې ده، نوروز پکښې  لیدل کېږي۔ د بیلګې په توګه پکښې راغلې چې د نوروز جشن پینځه ورځنې جشن (ګاهن بار) دے, په دې ورځ نړۍ پېدا شوې ده او انسان پکښې پېدا شوے۔ هغه بله اسطوره چې نوروزي جشن سره یو ځاے ده، خداے ته د دعا کولو اسطوره ده چې د کال په همدې مهال به ترسره کېده ۔ ځینې پوهانو بیا نوروز کلمه په بېلا بېلو نومونو لکه نیروز، نوروج، مهرجان یا مهرګان یا د نوم هم یاده کړې ده۔ بهرحال نوروز کلیمه زیاتره دود ده۔ نو د نوروز کلیمې باندې بحث کولو پر ځاے به د دې په تاریخ لږه سرسرې رڼا واچوو ۔ د نوروز جشن په افغانستان کښې خورا لرغونې مخینه لري۔ د دې جشن مخینه اریایي زردښتیانو ته رسېږي۔ نوروز جشن د لومړي ځل لپاره د لوړو بېرغونو په ښار بخدي یا هم اوسنې بلخ کښې د اریایي پاچا جمشید له لورې لمانځل شوے دے ۔ لرغونی بلخ د پينځه زره کلن تاریخ په ترڅ کښې د لویو تمدنونو زانګو وه او د یوه روایت له مخې وروسته تر بابل او نینوا څخه په نړۍ  کښې همدا دوهم تمدن ؤ ۔ د روضه المنجمین په کتاب کښې چې شمیران بن ابی الخیر هغه په پینځمه قمري پېړۍ کښې لیکلي دي، داسې راغلي دي: «نوروز هغه ورځ ده چې په هغې کښې کیومرث دیو وواژه او جمشید خلقو ته د بخښنې، روغتیا او د اوږد ژوند زیرے ورکړ، نو ځکه نوروز د اریانا د لرغونې تاریخ یوه ویاړلې ورځ ده۔»

اریایانو په لرغونو وختونو کښې کال په دوو برخو ویشلے ؤ، یو تود او بل سوړ فصل ۔ تود فصل ئې اووۀ میاشتې او سوړ ئې پینځۀ میاشتې ښودلے ؤ ۔ ځینې وخت به اوړے دوه میاشتې او ژمے لس میاشتې، ځینې وخت اوړے اووه میاشتې او ژمے پینځۀ میاشتې ؤ ۔ د اوړي په پېل کښې به ئې رمې او څاروي له غوجلو څخه شنو ورشوګانو ته څرولو ته بیول او د ژمې په پېل کښې به ئې د ژمې له توښې او زیرمې سره غوجلو ته راوستل ۔ په دې توګه دواړو ته ئې د کال پېل وایۀ او خوښي به ئې کوله ۔ اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو یوه نښه راپاتې ده۔ په دې توګه وئيلے شو چې بزګرې کلیزه د کرلو او د درمندونو د اخیستو له مخې جوړه شوې  وه ۔ په اوستایي کلیزه کې کال دولس میاشتې او هره میاشت دیرش ورځې وه۔ همدارنګه په هغه مهال کې هرې دیرش دیرش ورځې د ځانګړي نوم لرونکې وې چې لومړی ورځ یې (اورمزد روز) وه یعنې د اهورا مزدا یا د نیکۍ د خدای ورځ۔

‎له دې کبله چې اورمزد روز هم د کال پېل وؤ او هم د میاشتې نو ځکه یی پرتم اوچت ؤ۔

‎په هغه وخت کښې بۀ نعمتونه پریمانه وو، غلې دانې به راټولې شوې وې او میوه به هم پیدا کیده۔ په داسې وخت کښی بۀ د زردښتیانو امام د سرو زرو له جام، ګوتمې، دینار (د سروزرو پیسې) او درهم (د سپینو زرو پيسې) او یو ګورت تازه شنیلی سره چې توره، لیندۍ، مشواڼۍ او قلم به هم ورسره وو۔ د پاچا دربار ته راتلۀ او پاچا ته بۀ یې دعا او ستاینې کولې۔ وروسته به د دولت لوړ پوړې او مشران یو یو د پاچا دربار ته راتلل او د زردښتي دین علماوو او روحانیينو ته به یې غوږ نیوۀ۔ د دین علماوؤ بۀ پاچا ته ویل: ‎« اے پاچا! تل دی ژوندی او خوشحاله اوسې, ځواني دې تلپاتې اوسه ۔…» ۔ ‎‎د جمشید پاچا په زمانه کښې نوروز د برکت سمبول ګڼل شوى او پر اهریمن (بدۍ) استازی یې له بری وروسته ویاړ نوروز ته اړوند دى۔ ‎دا نظر هم ورسره یاد شوی چې د هغه له بریالیتوب وروسته برکت د ځمکې پر مخ غوړېدلی دی۔ ‎په پهلوي کتابونو کې د اوړې میاشتو د غرمو تودوخي خوشحالې یاده شوي ده چې کار یئ دا دی کله چې د ژمې دیو په نړۍ باندې یرغل کوي نو تر ځمکی لاندې پټیږي او تر ځمکې لاندې اوبۀ تودې ساتي تر څو ونې او بوټی له منځه لاړې نۀ شي۔ دده بیرته راتګ په پسرلې کښې دے۔ په پسرلې کی د ونو غوټۍ د دغه اتل د بریالیتوب نښه ده۔ په دي توګه نوروز د بریالیتوب یو سمبول او په جګړو کې د نیکۍ عنصر دی۔ همدارنګه نوروز د ژمي له خوب څخه د طبیعت د راویښېدو سمبول دے۔

‎نوروز د اریایانو د واکمنۍ  پر مهال د کال د لومړی ورځ, د بزګر د جشن د ورځې او د اریايانو د حاکمیت د پیل د ورځې  په توګه هم وبلل کیدو۔ د یادونې وړ ده چې د نوروز لومړی ورځ اوس هم په لوې افغانستان کښې د بزګر ورځ په نوم یادېږي او بزګران د مالدارۍ رسم ګذشت صورت نیسي۔ د ښې مالدارۍ  په سر د زراعت دولتي منسوبین ورته انعامونه او ډالۍ ورکوي۔ په دې ورځ د نیالګیو کښینولو عمومي اشر اجرا کیږي۔

‎‎همداراز د جمشید پاچا د واکمنۍ  پر مهال به په بلخ یا لرغوني بخدي کې “سرۀ ګل مېله” لمانځل کېده۔ بخدي «بلخ» چې د جمشېد پاچا لومړی شاهي پایتخت وو، دۀ دلته مدنیت جوړ کړو او بیا یې له دلته نۀ خپور کړو۔ په اوېستا کې د دۀ پایتخت د لوړو بېرغونو (جنډو) ښکلی بخدي بللی شوی دی چې جمشید د ځان او د نورو ښاري خلکو ټاټوبی وټاکلو۔ ‎د تاریخ په اوږدود کې د ګندهارا سیمې خلکو د دي جشن نمانځنه کړي او دا دود یې تر اوسه په ټول هېواد کې ژوندی ساتلی دے۔ ‎د بلخ ښار چې په اوېستا کې د لوړو بیرغونو (جنډو) ښکلی بخدي بللی شوی دی۔ نو د جنډو میله تر 1978 میلادی کال پورې د پېښور ښار په چوک یادګار کې هم د جنډو د میلو په نوم کیده چې د پښتونخوا د وړو او لویو ښارونو څخه به ورته خلک راتلل۔ همدارنګه اوس هم خلک د نوروز نمانځنې لپاره په کندهار کې په خاکریز ولسوالۍ  کې د شاه اغا صیب زیارت ته ورځي چې د کندهار د ښار په 78 کیلومترۍ کې موقعیت لري او د نوموړي په زیارت جنډه پورته کېږي۔ همدارنګه ځینې خلک د ارغنداو په ولسوالۍ کې د بابا ولي زیارت، د دالې بند او د ابراهیم خلیفه بابا زیارتونو ته هم د میلو لپاره ورځي۔ خو د نوې کال او نوروز په مناسبت د کندهار په میلو کې یوازې نارینه ګډون کوي۔ ځکه چې د کندهار خلکو په منځ کې میلو ته د خپلو فامیلونو بوتلل رواج نۀ لري۔ په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، زابل، هلمند، روزګان، غزني، میدان وردګو او ګڼو نورو ولایتونو کښې هم خلک په بېلابیلو ډولونو د نوروز لمانځنه کوي۔ په دې ورځ کوژدن شوي ځوانان خپلې خسرګنۍ  ته ورځي، کبان او ځلوبۍ  له ځانه سره وړي۔ په ختیځو ولایتونو کې ښځینه او نارینه بیا پارکونو او د مېلو ځایونو ته ورځي۔ په ننګرهار کې د سخي صاحب، په لغمان کې د مهترلام او ننګلام صیب زیارتونه د دغسې جشنونو د لمانځلو لپاره ځانګړي ځایونه دي۔ ښځې او نر ورځي، زیارت کوي، هګۍ جنګوي، تیږه اچوي، ډبېلۍ کوي، غېږه نیسي، خوسی او ګڼې نورې سیمه ییزې لوبې ترسره کوي۔ د هرات، فراه او د هېواد د جنوب لودیځې حوزې زیاتره اوسیدونکي له خپلو فامیلونو سره یو ځای شنو ځایونو، لوبغالو او غونډیو ته راوځي۔ د پسرلی له هوا څخه خوند اخلي، یوه او بل ته د نوي کال په مناسبت مبارکی وایې، میله کوي، سبزی چلو پخوي او په زرغونو ورشوګانو باندې چکر وهي او په ځینو زیارتونو باندې جنډې هم پورته کیږي۔ په دغو ولایتونو کې خلک اتڼونه کوي، خوښۍ کوي، ټیکۍ اچوي، په کورنو کښې رنګ رنګ خواړۀ پخوي، وچې او تازه مېوی تیاروي، د یو  بل کور ته ځي او په سندرو سره د نوروز جشن لمانځي۔ ‎

‎په پښتو ادب کښې د نوروز, سپرلي او د نوي کال ذکر ډېر راغلی دی، د پښتو ژبې ستر شاعر خوشال خان خټک وایي ۔

‎‎د نوروز منت په باغ دی، په صحرا هم
‎نوراني يې شي له فيضه هغه، دا هم
‎چې په باغ کښې رنګارنګ ګلونه وا شي
‎غنيمت ده، د ګلونو تماشا هم
‎لخلخې د نوبهار په هر مشام ځي
‎ګلدستې یئ څنډوي پير او برنا هم
‎د ګلونو هار په غاړه د دلبرو
‎شرموي لعل و ياقوت، لؤلؤ، ﻻﻻ هم
‎‎د معشوقو په زلفينو کې ځای وکا
‎ښايسته ګلونه پاس په وربل لا هم
‎ارغوان، که بنفشه، که شقايق دي
‎زيبايي لري يو ځای، جدا جدا هم
‎په هر ګل باندې ټټر مږي بلبلې
‎بيا له شوقه په هوا کاندي نوا هم
‎د هر ګل په مخ چې سر کېږدي بلبله
‎پرې غلطان غلطان راځي باد سبا هم
‎په ګلزار پسې بلبله دل کباب ده
په ارمان یې ځيګرخون دی د مينا هم
‎څوک په عيش، او په عشرت کښې، څوک په غم کښې
‎ځينې څه چارې ليدۀ شي په دنيا هم
‎د قفس بلبله ژاړي، ګرياني کا
‎چې به چېرې په ګلګشت والوځو بيا هم
‎په هغو زما سلام، ما دې هم ياد کا
‎په ګلزار کې چې نګار لري صهبا هم
‎څو بهاره مې بې ميو معشوقه ځي
‎دا خود رای فلک څه چارې کا پر ما هم
‎ما وې ژر به څرخ زما په کام راوخوري
‎ولې ډېر تعطيل یې وکړ، ﻻ یې کا هم
‎چې وخپلې کامرانۍ وته مې شا کړه
‎غم اندوه د فلک نه لرم، پروا هم
‎له سفله منت به هېڅ دانا وا نۀ خلي
‎چې خبرې په خصلت شي په عطا هم
‎د منت دارو که مرم، په کار مې نه دي
‎که علاج لره مې راشي مسيحا هم
‎د فرښتو آمين منت دی، په دعا کښې
‎ﻻ مجرم ورځنې پټه کړم دعا هم
‎د جهان غمونه واړه پکې ځای شول
‎شکر دا چې زړۀ یې لوی راکړ وما هم
‎چې ليدلي دې وفا د هغه يار وي
‎په دوه سترګو قبلوه د دۀ  جفا هم
‎ښاپېرۍ و مخ په خوب کښې راښکاره کړۀ
‎لېونتوب مې ورسره مونده سودا هم
‎‎که خوشال، د يار وصال په دنيا مومي
‎تمامي دنيا ترې ځار شه، ما فيها هم
‎او یا دا:

‎‎په راتلو درسره نوې خوښی راوړې
‎په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه
‎نوروز د اریایي دورې نه راواخله تر میروېس نېکۀ تر دورې پورې د بېلابیلو باچهانو په شاهي توګه لمانځلی دی او چا یې څۀ قسمه مخالفت نه دی کړی، میروېس نېکۀ نه پس نورو هوتکو باچهانو په دوره دوره کښې هم لمانځلی کیدو۔ ‎د احمد شاه بابا په دوره کښې هم نوروز د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترڅ کښې نمانځل شوے دے ۔ ویئلے کېږي چې احمد شاه بابا څخه یو ځل د کندهار د اڅکزي قبېلې مشرانو د نوروز لمانځلو لپاره د سیمې غوښتنه وکړه ۔ ‎احمد شاه بابا ورته په ارغنداب کښې د بابا ولي صېب له زیارت څخه نیولې د سردي او مرنجان تر کلي پورې سیمه جلا کړه او ورته یې ووئیل:

‎«د نوے کال جشن دے؛ په دې شنه او زړۀ راښکونکي سیمه کښې ولمانځئ۔ له دې وړاندې اچکزو د نوروز نمانځنې د پاره دغه ډول ښکلې سیمه نه درلوده۔ دغه سیمه د انارو، زردالو، شفتالو او انګورو پۀ باغونو پوښلې وه چې ورته له لرو او نږدې سیمو لکه زابلستان، هلمند، کاکړستان، پشین، کوټې، قلا عبدالله، ګلستان، فراه، روزګان، او یو شمیر نورو سیمو څخه خلق د نوروز جشن د پاره راتلل مېلې ته راغلو کسانو به پۀ دې شنه سیمه کښې خېمې ودرولې پسونه به ئې حلالول، دیګونه به ئې پخول او تر لسو ورځو پورې به ئې میله کوله ځینې څېړونکو بیا دغه موده 40 ورځې هم ښودلې ده۔ د دې ترڅنګ به موسیقي په لوړو غږونو غږېده، خلقو به مېلې کولې، کنسرتونه به کېدل او نخښې به ویشتل کېدې۔ غېږې، پهلوانۍ، خوسے، تیږه اچول، درونه خط او نورې سیمه ییزې لوبو به په دې مېلو کښې ګڼ مینه وال لرل۔

له احمد شاه بابا وروستو هم نوروز جشن پښتنو افغانانو له خوا جوش او خروش سره لمانځلے شوے دے۔ د سلطان محمد خان په دوره کښې یو انګریز لیکوال الکساندر برنیس پۀ خپل کتاب Travels into Bukhara کښې ددې ذکر دے۔  الکساندر برنیس چې کله د پېښور د لارې بخارا ته روان وۀ نو د 1823 پسرلې ئې د افغانستان د ژمې پلازمېنه پېښور کښې تېر کړے وۀ۔ دی پېښور کښې د سردار سلطان محمد خان میلمه وۀ۔ په خپل کتاب کښې د پېښور ښار باندې معطرې هوا، چمنونو او شفتالو پۀ حقله خپل نظر بیانوي۔ په پښتونخوا کښې د نوروز په اړه لیکي:٫٫د نوې کال په وړومبنۍ ورځ (نوروز) د مارچ په ۲۱ نېټه کښې د شبقدر څخه نږدې یوې میلمستیا ته بللے شوے وم۔ کور به مې د حکمران سلطان محمد خان ورور پیرمحمدخان وۀ۔ په یو باغ کښې چې د ونو ګلان غوړېدلي وو۔ د ګلاب او مرسل په منځ کښې ښکلې ښکلې غالۍ غوړولې شوې وې مخکښې له دې څخه چې میلمانۀ راورسېږي ـ د ونو شاخونه څنډول شوې وو او هرې خوا ته د ښائسته ګلانو پاڼې ټیټې شوې وې۔ د زردالو او شفتالو ګلانو د ځمکې مخ نیولے وۀ۔ دلته سندرغاړو لۀ رباب سره د پښتو او فارسۍ نغمې او بدلې وئیلې، کوچنیان په لوبو بوخت وو او ډول ډول خواړه ئې خوړل، له ګلانو او پاڼو سره ئې مستۍ کولې“ ۔ الکساندر برنیس زیاتوي: ٫٫ زما هیڅ نۀ یادیږي چې بل چیرته دې ما دومره ښائسته ځائے لیدلے وي۔ پېښور په دې موسم کښې ښائسته دے، اقلیم ډېر په زړۀ پورې وي۔ باغونه او ګلونه د انسان روح تازه کوي“ ۔  دی لیکي: ٫٫له دې ټولو سره سره زمونږ غټه نېکمرغي دا ده چې زمونږ کوربانۀ ډېر میلمه پال او مهربان خلق وو“ ۔ د نوروز راتګ سره به سم د هرې سیمې خلقو به ورته ځانګړي دودونه او رواجونه لرل۔ په ډېرو سیمو کښې اوس هم پخواني دودونه پاتې دي او رواج لري۔ په دې اړه ساجد اقبال داودزے لیکي: ٫٫زما یاد شي چې کله به سپرلے راغے نو پۀ مومندو کښې به خلق سېل (مېلو) له تلل ښځو به چمبې (تمبلونه) راخیستي وو او چرته د غرۀ پۀ لمن کښې به راټولې شوې او نغمې به ئې وئیلې، وړو جینکو به چیندرو او میرګاټي کول، ځوانانو به نخښه ويشتله، پرزول به ئې کول، او هلکانو به سخے او شوتے کولو، د هشنغر پۀ سیمه به هم ځائے پۀ ځائے کبډیانې وې۔ مندڼ يوسفزي اوس هم موخه کوي“ ۔  اجمل خټک په خپل یو نظم ٫٫نوی کال ته٬٬ کښې نوے کال یعنې (نوروز) ته مخاطب دے او ورسره ئې خپلې نوې هیلې تړلې دي ـ ددې وخت ښۀ ترجماني کوي ـ

نوې کاله راشه! د یو ښکلې سپین سبا سره
ما ته د جانان د سرکو شونډو مسکا سره
یو مې د وطن د وږمو مستو ګډا سره
بل د بلاګانو نه ازادې پښتونخوا سره
راشه د عادت د سړي خورو جالې ورانې که
دې جنتې خاوره کښې ښائسته خونې ودانې که
ګوره! اباسین ته چې ټول اوښکې فریادونه دیعي
وګوره هلمند ته چې د سرو وینو سیلابونه دي
هلته کابل جان لمبې لمبې دے وینه وینه دے
دلته ګلالے پېښور سوے زړۀ داغونه دي
راشه چې راځې! د بدلونونو سره راشه
دې سوي چمن ته د ګلونو سره راشه
لار کښې سپیلني به درته لر او بر غمونه کړم
ټول زاړۀ زخمونه به دې مخې ته ګلونه کړم
بلې به ډیوې درته د سوي زړۀ داغونه کړم
ژوبل ارمانونه به مې تاته مشالونه کړم
راشه چې راځې د نوې ژونده سره راشه
دې ورانې جونګړې ته د خونده سره راشه
دې د جبر کلې ته د مینې جرګې راوله
دې چینجو خوړلي باغ ته مستې وږمې راوله
دې په فریادونو کښې ډک کور ته نغمې راوله
دې ظلم تور چم ته د رڼا پلوشې راوله
راشه کۀ راځې! دې تورې شپې ته سپین سبا شه
اوچو خوارو شونډو ته خواږه خواږه خندا شه
راشه په مونږ خور دے د ماضي د سړې خور نظام
دین نۀ دے، دستور نه دے، پښتو نه ده، د زور نظام
سپینې څېرې، سپینې پګړۍ، سپینه دنیا تور نظام
دې جنتي خاوره کښې دوزخ نظام، د اور نظام
راشه چې راځې دا اپوټه که نوے جوړ که
ښکلے راته کور کړه او اوږے راته موړ که
دا د غیرتونو ډکه خاوره ګل کیدل غواړي
دا د شاه زلمو وینه مستي او ګډیدل غواړي
دا د شین خالو ملالې سترګې مسیدل غواړي
دا کلې بانډې لکه باغونه غواړیدل غواړي
راشه کۀ راځې نو د سپرلو په قدم راشه
راشه راشه راشه د پښتو په قدم راشه
راشه چې د خوند او رنګ وطن د پښتونخوا کړو
سیمه ورورولي کړو, امن امن دا دنیا کړو
اخځلیکونه:

د عرفان مومند لیکنه: نوروز په پښتنی سیمو کښې!

د انجئنیر محمود ساپي لیکنه ٫٫نوی کال نوے سپرلے او نوے هیلې٬٬

د رسول باوري لیکنه ٫٫نوروز او لمريز کال په اړه څو اړين ټکي٬٬

د دودیال لیکنه ٫٫نېکمرغه نوروز٬٬

د اولف کېرو کتاب “پټان”

د علامه عبدالحۍ حبیبي صیب کتاب “د افغانستان لنډ تاریخ

نورې ليکنې۔۔۔