زما د قام د کومي بدبختۍ به درته وایم. رښتیا خبره دا ده چي مونږ پښتانۀ منحيث القوم اوس هم پۀ ٢١ صدۍ کښي د کلونیل سټراټيژۍ او بیا د پاکستاني استعمار د پلان لۀ املونو د ٩/ ١٠ صدۍ ژوند کوؤ. زمونږ د ژوند منشاء،مرام ،ارزو، ارمان او عین essence تر دوه وخته ډوډۍ پوري محدود وي.دلته خلقو ته ریاست نۀ د تعلیم ورکولو ځان زمه وار ګڼي نۀ ورته د روزګار بندوبست کوي نۀ ورته د ژوند نور ضروریات ورکوي بلکي له دي برعکس تري روزګار تروړي ، د تور نصاب له کبله ئي د ریاست volunteers رغول غواړي او وینه ئي د پري جنګي ډالري اقتصادونو وسیله ګرځوي.نو څنګ به له نړۍ سره پۀ ټکنالوژۍ ، علم ، سیاست، ادب او له نورو زیبا هنرونو سره سیال شي . بحر کیف د مضمون د عنوان د معنوي جاج اخیستلو څخه مخکښي تمهید تړل غواړم ______په نننۍ نړۍ کښي د چاپيریال (Environment) ساتنه یوه ډيره مهمه او نوي موضوع ده. طبیعي سرچیني لکه اوبه، ځنګلونه، خاوره، او هوا د انسان د ژوند دپاره حیاتي ارزښت لري. خو له بده مرغه، د انسانانو ناسم فعالیتونه لکه صنعتي پراختیا (Industrial Development)، د معدني موادو استخراج (Mining)، د ځنګلونو پري کول (Deforestation)، او د کیمیاوي موادو استعمال زموږ چاپیریال ته سخت زیان رسوي ۔ یو له هغو مهلک ګواښونو څخه چي نن زموږ چاپيریال ورسره مخ دے، ایکو سایډ (Ecocide) دے. ایکو سایډ داسي عمل ته وئیل کيږي چي د چاپیریال پراخه ویجاړۍ او بربادي رامنځته کوي، او د ژوند د سیسټم یا ایکوسیسټم (Ecosystem) توازن له مينځه وړي ۔ نن سبا دا موضوع دومره مهمه شوي چي ځیني هيوادونه او نړیوالي اداري هڅه کوي چي ایکو سایډ یو نړیوال جرم (International Crime) وګرځوي، او د هغو کسانو پر وړاندي قانوني اقدام وکړي چي چاپیریال ته لوئي او قصدي زیان رسوي. د “ایکو سایډ” اصطلاح وړومبے ځل پۀ 1970مو کلونو کي وکارول شوه، خو اوس دا یو نړیوال بحث ګرځيدلے. دا اصطلاح له دوو کلمو جوړه ده: “Eco” چي معني ئي طبیعت یا چاپيریال ده، او “cide” چي معني یي وژنه یا بربادي ده (لکه Homicide = د انسان وژنه، Genocide =د قوم وژنه). نو “Ecocide” معني لري: د طبیعت وژنه یا قصدي بربادي. ایکو سایډ هغه کړني رانغاړي چي د یو ځانګړي ځائے یا پراخي سیمي چاپیریال ته دروند او اوږد مهاله زیان رسوي. دا زیانونه کیداے شي د جګړو له امله وي (Environmental destruction during war)، د صنعتي شرکتونو لخوا وي (Industrial pollution)، یا د حکومتونو لخوا د ناقانونه پروژو په نتیجه کښي.يا څ وخت دا ویجاړۍ د اقتصادي ګټي لپاره کيږي، خو دا کار د انساني ژوند لپاره خطرناکي حدیثي لري – لکه د اقلیم بدلون (Climate Change)، د حیواناتو نسلورک کيدل (Extinction of species)، د اوبو او هوا ککړتیا، او د ناروغیو زیاتوالے. د همدي امله، چاپيریالپالان (Environmental Activists) او تحقيق پوهانغوښتنه کوي چي ایکو سایډ دي د نورو نړیوالو جرمونو لکه جګړهییز جرمونه (War Crimes)، نسلوژنه (Genocide)، او بشري ضد جرمونه (Crimes Against Humanity) ترڅنګ د نړیوال عدالت د محکمي (International Criminal Court – ICC) لخوا تعقیب شي. حرارے په خپل کتاب sapien کښي اندیښنه وړاندي کوي چي زمونږ مزکه او په دي کښي د انسان ژوند له دریو لویو وجوهاتو له املونو ورکيدے شي
١: ارټي فیشل انټیلیجنس
٢: ایلین اټیک
٣: او ماحولیاتي بدلون
له بده مرغه که وکتل شي مونږ بحیث د قوم او ریاست دغه لوئي راتلونکي پيښي ته څنګ نظر لرو ؟ څه پلان ورته لرو ؟ کوم تحقیقي اداري ورته جوړي کړے شوي.څۀ خو ریاست هم ځانته ته سیکیورټي سټیټ وائيعي او څۀ زمونږ غير سیاسي بصیرت لۀ راپښيدونکو المیو نه ناخبره ساتي مونږ. په تیره میاشت کښي په ګرده پختونخوا او بلخصوص په ملاکنډ ډيويژن کښي راغلو سیلابونو ته چي زمونږ کوم غیر سیاسي او سائنسي اپروچ وۀ د ډيري ناامیدۍ سره ئي مخ کړم او دغه لیکنه مي په ځان فرض او ضروري وګڼله. یو خوا خو پۀ ممبر ناست ملا وائي چي سیلابونه د خدے عذاب دے . تاسو ګناهونه ډير کړي توبي وباسئ ۔ صيبه دغه سیلابونه اروپا، امریکا کښي ولي نۀ راځي ؟ ۔ او کۀ را هم شي خو دومره تباهۍ ولي نۀ کوي ؟ ۔ ځکه چي هغو ورته سیاسي او سائنسي اپروچ لري ، انفراسټرکچر ئي پۀ پلان وي ، ځنګلونه بي ځایه نۀ ریبي ۔ خبره به تر پختونخوا راتیره کړو نو خيبر پښتونخوا د پاکستان یوه داسي سیمه ده چي ډير natural نعمتونه لري. دا خاوره غرونه، ځنګلونه، سیندونه، glacies، او حیواني ژوند لري، چي د خلکو د ژوند دپاره ډير مهم دي. خو له بده مرغه، دا ټولي شتمنۍ اوس د خطر سره مخ دي. بياحتیاطي، غیرقانوني فعالیتونه، د انسانانو زیاتوالے، او د اقلیم بدلون د دي سبب شوے چي طبیعت له جدي ستونزو سره مخ شي ۔ په دي سیمه کښي د ځنګلونو شمير ورځ تر بلي کمیږي ۔ زمکه چي دلته هغه څوک د forest Minister وي څوک چي خپله د ټمبر مافیا وي ، راپورونه ښيي چي هر کال شاوخوا ۸۰۰۰ هکتاره ځنګل له منځه ځي. ځیني وخت حکومت خپله هم د ونو پريکولو پروژي منظوروي، چي خلق پري اعتراض کوي. خلق غیرقانوني ډول وني پري کوي، ښارونه پراخيږي، او د سړکونو جوړيدو دپاره ځنګلي سیمي له منځه ځي. دا کار د چاپيریال دپاره خطرناک دے، ځکه چي ځنګلونه خاوره ساتي، د سيلابونو مخه نیسي، او د حیواناتو کورونه دي۔ د اوبو ستونزه هم راپیښیدونکي ده. سیندونه لکه سوات، کابل د خلقو دپاره د څښاک، کرني او بريښنا سرچیني دي. خو اوس دغه سیندونه په فاضله موادو، کیمیاوي سري، او نورو زهرژنو موادو ککړ شوي دي. دا ککړتیا د انسان روغتیا ته زیان رسوي، د حیواناتو ژوند ته خطر پيښوي، او کرنه هم اغيزمنه کړي ده. په خیبر پښتونخوا کښي ۳۰۰۰ glaciers شته چي د اوبو مهمي سرچیني دي. خو د climate change د بدلون له امله دا glaciers په تيزۍ سره ویلي کيږي، او د ناڅاپي سيلابونو سبب ګرځي ۔ د حیواناتو ژوند هم له خطر سره مخ دے. دا سیمه شاوخوا ۱۰۰ داسي حیواني ډولونه لري چي یواځي دلته موندل کيږي. د ځنګلونو کميدو، ښاري پراختیا، ښکار او Climate Change له امله دا حیوانات خپل کورونه له لاسه ورکوي. ځیني لکه ناے، مارخور او ځیني مرغان اوس د ورکيدو په حال کي دي ۔ کان کیندنه Mining بله لویه ستونزه ده. د مرمرو او ډبرو دپاره چي کانونه کیندل کيږي، دا کار خاوره، اوبه، او هوا خرابوي. شور، دوړي، او فاضله مواد د نباتاتو او حیواناتو ژوند ته زیان رسوي. غرونه خرابيږي، او د سيلابونو خطر زیاتيږي.او دغه لوبه به په راتلونکو کښي نوره هم سخته وليدل شي ځکه چي د ریاست منتخب حکومت چي د فارم ٤٧ پیداوار دے ورته Mines and minerals act هم راوړے چي د ٦ ټریلیونو ډالرو سودا ده. خو چي کله زه پري خبره کوم چي زما رائلټيز به څومره وي ؟ د لیز به څۀ پراساس وي ؟ د ماحول د تخریب بچ کيدو به څه پلان وي نو زه ریاست دښمن ، غدار ګڼلے کيږم او د ٥ زرو کالو د پلار نیکه وطن راته وائي جهیز کښي میلاو شوے خو افسوس چي قام اوس هم خپل پردے نۀ پيژني . Population هم ورځ تر بلي زیاتيږي. خلق کورونه جوړوي، زمکي بدلوي، او طبیعي سرچینو ته ډير فشار راوړي. له طبیعت څخه د لرګیو، ډبرو او نورو شیانو اخیستل ډير شوي، چي دا کار هم چاپيریال ته زیان رسوي. همدارنګه، اقلیمي بدلون هم د دي ټولو ستونزو سره یو ځائے شوے دے. سخت بارانونه، ناڅاپي سيلابونه، طوفانونه، اوس معمول شوي دي. دا طبیعي افتونه د انسان ژوند، کرني، او چاپيریال لپاره لوئي خطرونه جوړوي. په ټولیز ډول، کۀ د خیبر پښتونخوا د طبیعي شتمنیو ساتنه ونۀ شي، نو دا سیمه به له یوۀ لوي بحران سره مخ شي. په تير څو کلونو کښي مونږ وليدل چي څنکه زمونږ موسمونه بدل شوي ، سختي ګرمۍ، یخنۍ،بارانونه،وچکالي او سیلابونه مو وليدل دا ټول نۀ د خدے عذاب دے او نۀ زمونږ د ګناهونو نتیجه ده بلکي زمونږ غير سیاسي او غير سائنسي اپروچ climate change ته ښائي. پارلیمان چي د ژوند د هر اړخ او هري ستونزي زمه وار دے ځکه چي مونږ ورسره social contact کړے بائد چي د ایکو سائډ پۀ بابله هم څۀ legislations وکړي اداري جوړي کړي خو مونږ خو هم ووټ پۀ تور پائف یا سرکار نوکرۍ ورکوؤ . ګورو چي ائیني پاکستان شریف څه وائي _که څه هم پاکستان کي ځیني قوانین شته چي د چاپيریال (environment) ساتنه پکي یاده شوي ده، خو عملي کار پري ډير کم شوے دے. د “Pakistan Penal Code” د Section 277 له مخي، کۀ څوک اوبۀ داسي خرابي کړي چي خلق ئي نشي څښکلي، نو دا جرم ګڼل کيږي. همداراز، Section 278 دا وائي چي کۀ څوک داسي بوے یا ګازونه خپروي چي خلق تري ناروغه کيږي، نو دا هم قانون ماتونه ده. خو مسئله دا ده چي دا قوانین ډير کم عملي کيږي. نه خلق نیول کيږي، او نۀ هم جرماني ورکوي. همدا شان د ځنګلونو دپاره هم قوانین شته، لکه د “KP Forest Ordinance 2002″، چي وائي کۀ څوک غيرقانوني وني پري کوي یا ځنګل ته زیان رسوي نو دا جرم دے. خو له بده مرغه، دلته اکثره وخت هم قانوني مسؤلان یا له ټمبر مافیا سره یو ځاے وي، یا ورته سترګي پټوي. د “Anti-Corruption Establishment (ACE)” راپورونه ښيي چي پۀ خیبر پښتونخوا کښي ځیني ځنګلي چارواکو خپله د غیرقانوني ټمبر د کاروبار سره لاس درلود. د خان صيب هغه Green Pakistan project کښي هم ډير غریبان ارب پتیان شوي نور خير خيرت دے د خیره .په پنجاب کښي کۀ څۀ هم نوے “Forest Offences Rules 2024” نافذ شوے دے، چي جرماني پکي زیاتي شوي، خو دا هم تر ډيره یواځي کاغذي خبره ده. ځکه دلته هم د تطبیق خبره نه کيږي، او خلق لا هم طبیعت ته زیان رسوي بي له دي چي سزا وویني. پۀ پاکستان کښي د “Right to Life” یا “Right to Health” قانوني حقونه هم شته، خو دا دومره کمزوري دي چي څوک پري د چاپيریال د ککړتیا پر ضد جدي ګام نۀ شي پورته کولے. دا قوانین زیاتره وخت د چا کار نه راځي ځکه تطبیق یي کم دے، فساد پکي ډير دے، او چارواکي یا پکښي برخه لري یا ئي سترګي پټي کړي وي. خو کۀ د اروپا حال وګورو، هلته قوانین ډير سخت دي. د “European Union” نوے قانون چي Environmental Crime Directive نوميږي، دا وائي کۀ څوک طبیعت ته لوے زیان رسوي — لکه غیرقانوني وني پري کوي، یا اوبه او هوا زهرژنه کوي — نو دا به یو جنایي جرم وي. دلته خلق تر ۸ یا ۱۰ کالو جیل ته ته ځي، او کمپنۍ ته دومره جریمه لګي چي د هغوي د کلني عائد فیصدي حسابيږي. هلته یو بل مفهوم هم شته چي “Qualified Offences” ورته وائي. دا هغو جرمونو ته وئیل کيږي چي طبیعت ته زیات، دوامداره، او خطرناک زیان رسوي — لکه د ځنګلونه له مينځه وړل، سیلابونه راوستل، یا د ژویو ژوند له مينځه وړل. داسي جرمونه د بند او درنو جریمو وړ دي، او حتي مجرم ته دا هم وئیل کيږي چي تاوان ورکړي او چاپيریال بيرته جوړ کړي. ځیني اروپایي هيوادونه لکه Belgium خو لا د “Ecocide” جرم رسماً قانوني کړے دے. دا مطلب چي کۀ څوک قصداً یا بيغورۍ سره د طبیعت تباهي کوي، نو دا به یو “criminal offence” وي، او ورته سزا به ورکول کيږي. دا کار دا ښائي چي هلته طبیعت ته د انسان غوندي حق ورکړل شوے دے.خو پاکستان کښي لا هم دا درک نشته. قوانین شته، خو کار پري نۀ کيږي. خلق طبیعت خرابوي، وني پري کوي، اوبه زهرژني کوي، او هيڅ څوک نۀ پوښتنه کوي، نۀ څوک بند ته ځي، نه هم جریمه ورکوي. دا سمه د Ecocide بڼه لري، خو قانون لا هم پټه خلۀ دے. هغه د امين تنها شعرونه دي چي :
ورک به شي یو ورځ پکښي د یو بله
خلق چي لوږو ته د ښار نۀ ګوري
دا سړے پۀ څۀ قهر اخته دے لا
هر څة وهي سروه چینار نۀ ګوري
کۀ اوس هم څوک پښتنه لري چي حل ئي څه دے نو ډير واضحه او څرګنده لنډ ځواب ورته لرم سیاست ۔ بائد چي سیاسي شو وړومبے خو هغه څوک دغه پارلیمان ته وليږو چي هغه په دي پوهه وي. هغه ورته قانون سازي وکړي ۔ چي څنګه پۀ over population کنټرول وکړے شو، له دي دپاره مختص اداري جوړي کړے شو چي سروے کوي ریسرچ پیپرز شایعه کوي پري بیا، نصاب کښي ورته ځاے ورکړو ، میډیا کمپاين وکړو ، سیمینارز وکړو او د خلقو باور پيدا کړو چي پۀ ممبر ناست سړے او پۀ کوڅو کښي چنده غوښتونکے په مکمل پاول کي دے او د ناکام ریاست زمه داري خپله پۀ اوګه اخلي چي برداشت به نه کړے شي برداشت به نه کړے شو.